(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغاني شاعرانې

[06.Aug.2022 - 07:29]

افغاني شاعرانې او اديبانې  

ليکحبيب اله غمخور / سویډن -مالمو

دادغفلت اوغرورپه خوب ويده نالوستی ولس رابيداراودخپل ولس  په تاريخ  خبرکړئ .

تاريخ ددې شاهد دئ  چې دپاکستان ترجوړېدوسلونه کاله پخوا افغان مېرمنوځان په خپل هيوداونړۍ کې مطرح کړی وو،دننگ اوعارخبره یې نه بولۍ؟ چې اوس زموږ دهيواد دنيم نفوس وگړو(زموږ مور ،خور، لور اوکوروداني) راتلونکی برخليک دپاکستان داستخباراتو اجنټان اوکارمندان د ملااو مولوی  په نوم  راټاکي ؟ 

روښانه بېلگه یې  دپاکستاني مولاناپه نوم مولانا طیب طاهرچې دپاکستان د آی ایس آی له جنرالانو څخه دی دکابل تر سفر وروسته په پاکستان کي دخپلو ډله ايزو رسونيوسره  وروستی څرگندونې دي .

دميروين نيکه اواحمدشابابا ميدې اوپه سلگونه نورې ميندووياړونه مو ولی هير سول ؟

په ۱۳۲۳ ل کال دهيواد وتلی  سياستوال اوليکوال  مرحوم  عبدالروف بينوادپښتنی مېرمنی په نوم ليکل سوی  کتاب چاپ سو چې پکښي دسلگونو مېرنو ژوندليک نشر سو

همدا ډول ملي مبارز اوغښتلی ليکوال محمد علم بڅرکی (( دښځوتاريخ ته یوه کتنه )) په نوم کتاب وليکلی اوپه ۲۰۰۵ ز کال کې چاپ سوی دی،که تاسويوازې دغودوکتابونوته مراجعه وکړی پدې به پوه سۍ چې افغاني مېرمنې دنړۍ ترنورو مېرمنو ډيري مخکی وې اودغښتلي قلم ،ملی احساس ،انسانيت اوخپلواکۍ ته ژمنې مېرمنې اوخوندي مودرلودې اولرویې چې  ددې سيمې په سياسي،ټولنيز اوفرهنگی تاريخ کې وياړلی ځاي لري

پدې ټول ښه پوهېږي ديوه ولس چي مور،خور اولور نالوستې وی،نوکور ،کهول او ټول ولس یې له علم ،معرفت اوپوهې نه محروم حساب کړه .

داڅوټکي ليکنه دهغوي دپوهاوي لپاره ليکم  کوم چې غواړي افغان  انجونې اومېرمنې په يوه اوبله بهانه دتعليم او تحصيل نه محرومی وساتي اودويته حق نه ورکوی چې دخپلې روښانه  راتلونکې  لپاره دعلم اوپوهی لار خپله کړی  .

پدغه لاندي ليکل سوی ليست کې زموږ دهيواددمشهورو اووتلو ښځينه شخصيتونواوشاعرانو نومونه دبېلگې په توگه  راټول کړي  چې داهره يوه یې زموږ دټولنيز تاريخ وتلې څهره  ده اوافغانان یې په کارنامو وياړي .

ديادولو وړ یې بولم چې مرحوم عبدالروف بينواصاحب هم دپښتنی ميرمنی په نوم کتاب ليکلی چې په ۱۳۲۳ ل کال کې چاپ سو.پدې کتاب کې هم بېنواصاحب بشمېره افغان مېرمنې معرفی کړي . همدا ډول نورو عالمانو اوليکوالو هم بې شمېره افغان مېرمنې  چي دپوهی اوقلم څښتنې وې معرفي کړې  دي .

داهم دبېلگې په توگه دڅوشاعرانو نوم لړ

۱ميرمن ببوجانه : ددې ميرمنې نوم حليمه اودعتيق الله خان لورده مچي هغه دميرواعظ له اولادې څخه دی. دپلار لخوا سيده اودمورلخوادامير دوست محمد خان لمسۍ ده.

۲/ ميرمن بله نسته :

ميرمن بله نسته دهلمند په گردي باغران کي اوسېدله .دآغامحمدخان چي دکلي مشرو،لورده .

۳/ ميرمن بيبو:

ميرمن بيبودعلي محمد اوفراه دبکوادتلخک په کلي کښي اوسېدله .

۴/ مېرمن تورپېکۍ :

مېرمن تورپېکۍ يوه توريالۍ پښتنه وه دکندهاردکدني په کلي کښي وېش ته نږدې اوسېدله

۵/ مېرمن خجو:

مېرمن خجو چي اصلي نوم ئي خديجه ده دوزيراکبرخان مور ده ،په فقه کښي دخاص مهارت خاونده مېرمن وه.

۶/ مېرمن درخانۍ :

مېرمن درخانۍ دطاوس خان يوسفزي لور،او دآدمخان محبوبه وه. دآدم خان دداستان لويه برخه پدې شتنې شاعرې پوري اړه لري .

۷/ مېرمن ريحانه  :

مېرمن ريحانه دحسين يا حسن خوارزمي لور اوپه غزني کي اوسېدله .ابوريحان  محمد بن احمد بېروني  خل کتاب چي ((التفهيم  - لاوائل صناعته التنجيم )) نومېږي ددې ميرمنې په غوښتنه ليکلی اوهگې ته اهدأ کړی دي ،داپدې معناده چي دغې مېرمنې دنجومپه علم کښې ئي زياته مطالعه لرل.

۸/مېرمن زينبه :

مېرمن زينبه دملي قايد حاجي ميرويس خان لورده

۹/ مېرمن سپينه :

دامېرمن  دوزيريارمحمد خان الکوزي دحکومت په وخت کي دهرات په شاوخواکي اوسېدل ،دنورمحمدخان الکوزي لورده .

۱۰/ مېرمن صاحبو ((عاجزه)):

دامېرمن دگل محمد خان برکزي لور اودکندهار دگورگانو په کلي کي اوسېده .

۱۱/ مېرمن محجوبه :

دامېرمن (( بي بي صفور))نومېږي دمرحوم منشي ابوالقاسم خان لورده ،چي  داعلحضرتامير عبدالرحمن خان دحکومت په وخت کي دجنرال غوث الدين خان منشي و.

۱۲/ مېرمن نجيبه سارابياباني :

داميرمن دډگروال حضرت ميرخان لوردکابل ولايت دپغمان ولسوالۍدسينو باباپه کلي زېږېدلې ده . ايو ه ډيره نازک خياله معاصره شاعره ده،اوس په ناروي کښي دمهاجرت شپې سبا کوي .

۱۳/ مېرمن مينا نعيم  :

دامېرمن دمحدنعيم لور په کابل کښي دنياته راغلې ،اوس دامريکادفلوريداپه ښارکي ژوند کوي.

۱۴/فريده هوډ

دامېرمن دننگرهار ولايت دکامې په ولسوالی کي زېږېدلې ،کابل دطب انستيتيوت فارغه ده .

۱۵/ بلقيس اندړ :

دا مېرمن دډگروال اميرخان لور دغزني ولايت اوسېدنکې ده .

۱۶/ عابده وردگ :

دامېرمن دعبدالباقي لور دوردگو ولايت دچک ولسوالۍ دخوات ددرې اوسېدونکې ده .

۱۷/ عادله کمين مجددي :

دامېرمن دبرکت الله کمين مجددي لور،دننگرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ دچارباغ په کلي کي زېږېدلې ده

۱۸/ عائشه دُرانۍ!

عائشه دُرانۍ د ابدالیانو د یو مخور مشر یعقوب علیخان توپچي باشي لور وه چې د معاصر او لوی افغانستان د دویم واکمن، تیمور شاه دُراني رحمه الله د واکمنۍ پر مهال يې دې نړۍ ته د اوسني کابل ولایت په مرکزي ښار کښې سترګي پرانیستي وې.

۱۹/ عزيزه صديقي :

دامېرمن دالحاج عبدالرزاق صدقي لور، دننگرهار ولايت دسره رود ولسوالۍدنظرآباد په کلي کي زېږېدلې ده.

۲۰/ عطيه افق :

دامېرمن داکرم خان لور اوپه کندهارکي زېږېدلې ده .

فضيله وردگ :

دامېرمن دگرمن نظرمحمد خان لور،دوردگو ولايت دسيد آباد اوسېدونکې ده . دا مېرمن کيسه ليکونکې ده

۲۱/ کريمه رسولي :

دامېرمن دمرحوم حاجي عبدالشکور خان لور اوپه کندهارکي زېږېدلې ده .

۲۲/ ملالۍ ساپۍ :

دا مېرمن دخوشدل خان لور دپروان ولايت دکوه ساپی په سيمه کي زېږېدلې ده.

۲۳/ نيلوفر :

دا مېرمن دخليل الله خان لور دلغمان ولايت دالينگارولسواۍ دمنجومې په سيمه کي زېږېدلې ده .

۲۴/ وحيده وردگ :

دامېرمن دعبدالباقي وردگ لور دوردگو ولايت دچک ولسولۍ کي زېږېدلې ده .

۲۵/وږمه سبا:

دامېرمن دخيال محمد خان لور دلوگر ولايت اوېدونکې ده

۲۶ / بلقيس محبوبي حقيق

دامېرمن دمحمد محبوب خان لور په خټه اڅکزۍ ده ،پلرنۍ ټاټوبۍ ئې کندهار خوداپه بلخ کي زېږېدلې ده

۲۷/ ميرمن حميرا:

داميرمن دمرحوم برگډعبدالاحمدخان لورده ،دې مېرمن په پښتو ،دري اوانگليسي ژبو غښتلي ليکنې کړې دي .

۲۸/ مېرمن رحيمه سهيل :

داميرمن ددمرحوم قاري دوست محمد خان لورده ،په کابل کې زېږېدلې ده .

۲۹/ ميرمن رقيه وږمه 

داميرمن ددسيد حبيب خان لورده په کابل کې دنياته راغلې ده .

۳۰/ميرمن روح افزا :

داميرمن ددمحمد زمان خان لورده اوپه کابل کې زېږېدلې ده .

دا زما سره ولاړه جنکۍ ددې ولس راتلونکې جوړونکې  اوددوي دهڅونې اوروزنې لپاره دملی مسوليت له مخې بايد هڅه وکړو .

ارامي اوسوکالي موزمايوازنۍ هيله ده . غمخور

- حبيب اله غمخور
بېرته شاته