(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپېڅلي ارزښتونه او ....

[09.Aug.2022 - 21:57]

سپېڅلي ارزښتونه او ناولي نېتونه

لیک: عزیز سرشار

ولسونه د پېړیو راهیسې دخپلو ملي ارزښتونو سره ژوند کوي، چې ددغه ارزښتونو د ساتلو او پاللو په لار کښې یې بې شمېره قربانۍ او تاوانونه منلي او ګاللي دي، چې افغان ولس هم د خپل تارېخ په اوږدو کښې د خپلو سپېڅلو ارزښتونو د خوندي ساتلو په لار کښې دسرښندنو روښانه بېلګې لري.

پدې وروستېو لسېزو کښې زمونږ ارزښتونه د واکمنو له خوا دومره بې ارزښته شو، چې د هر لوې او ګران ارزښت پر سر یې دخپلې شخصي ګټې لپاره د کوڅې تربازاره معاملې وکړې، لکه اساسي قانون، ملي بیرغ، ملي سرود او..... نور.

د تا لېبا نو  دغه جفا او ناروا چې، د خپلو خویندو او لوڼو پر وړاندې یې د زده کړو دروازې بندې ساتلي دي د ډېرو بې خوندیو کره بېلګه ده. د ورته پېښو د زره زره حساب هیله یې ساتو.

ځینو ناولو بېا زمونږ د سپېڅلو ارزښتونو تر شا ځان پټ کړی او هڅې کوي، چې د خپلې بې اېمانۍ بازار نور هم د خپلواکۍ ، ملي بیرغ او ملي سرود په سودا تود وساتي.

وه ښاغلیو! دحکومت ټول وسایل ستاسې په لاس کښې وو،  ددغه بیرغ لاندې تاسې د ولس څومره سپکاوي کړي دی؟ څومره مو ورټل ، بې عزته مو کړل، حتی په نورو هېوادونو کښې د افغانستان په سفارتونو او کونسلګرو کښې  د دروازې  د ساتونکي (چپړاسي) له خوا د ننوتلو لپاره رشوت، دپلوماتان خو په رشوت او پاسپورت خرڅولو او بې ناموسیو کښې یو تر بل مخکښې وو، البته استشنا پکښې شته.

نو قربان مو شم ددغه بیرغ لاندې تاسې ډېرې فجایعې کړي دي. دغه ارزښتونه د افغان ولس دي. ددغه بیرغ رنګونه زما د وطن د کونډو او یتېمانو د زړه تسل دی.

نو ښاغلیوځان  ته نوي ارزښتونه پیداکړئ او په هغه پیسو یې وپالۍ، چې زمونږ د کونډو، یتېمانو او بې وزله هېوادوالو د ډوډۍ د شکور نه مو غلا کړي دي.

- عزیز سرشار
بېرته شاته