(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وړوکی ګېدړ

[12.Aug.2022 - 22:16]

وړوکی ګېدړ/ ماشومانو له پاره لنده کیسه

د الماني سرچینو نه

ژباړه: پوهاند رڼا ګل اریوبزی

 

یو وخت یو وړوکی کیدړ په یوه ځنګل کې اوسیده اود ځنګل نورو اوسیدونګو به دا کوچنی ګیدړ              « وړوکی » باله. دوی د دې ګیدړ له پاره ځکه دا نوم خوښ کړچې په رښتیا ډیروړوکی و. د ده دښوونځي نورو زده کوونکو به تل په هغه پورې خند ل او ډیر به یې ځوراوه، ځکه چې نه يې د نورو په شان تیزې منډې وهلی شوې او نه يې لوړ ټا پونه وهلی شول. که څه هم ډ یرې هڅې او تمر ینونه يې کول، خوسره له دې يې هم په دې لنډ و لنګیواو ورنو نه تیزې منډې وهلی او نه يې لوړ ټو پونه اچولی شول. د دې له پاره چې « وړوکی » دنورود مسخرو او ځورونونه یو څه ځان وساتې، نو ډ یر وخت به یوازي په ځنګل کې ګرځیده او کتنې او پلټنې به يې کولې. یوه ورځ، کله چې وړوکی هسې په ځنګل کې په چکر لګیاو، ژویو یوه لویه ګله يې ولیده چې په یو څه را ټول شوي وو. وړوکی نه پو هیده چې دا ژوي دڅه دپاره هلته راټول شوي دي، نوغلی او په ارامې د ګلې په لور ور وخوځیده او « لوی کونګ مور» يې تر نظر تیره شوه او ورته نارې وهي چېوړوکیه دلته راشه! زما ډ بل بچی په ونه کې د ځالې نه په دې ټنګ اوژور سور ي کې را ولوید. اوس هلته بند پا تې دی ، ترې را وتلی نه شي، د ځنګل نورټول ژوي دومره لوی دي چې په سوري ور ننوتلی نه شي، ترڅو زما زوی را وباسي. وړوکیبې له دې چې غاښ څپلې بهانه کړي، سم دلاسه په هغه سوري ورننوت چې دکونګې ډ بلګنکی زوی په کې بند پا تې و. کله چې د کونګې زوی ته ور ورسیده، په ډیر احتیات يې له بڼکو په خپله خوله کې ونیو او له هغه سره له سوري په شا راوخوځیده او ترې را ووت. کله چې دی دکونګې زوی سره له سوري را ووت، دځنګل ټولو را ټول شوو ژویو يې په چک چکو هرکلی وکړ آو په دې ډیر خوښ شول چې د کونګې زوی وساتل او ازادشو. کونګې دوړوکي ګیدړ نه د زړه له کومې مننه وکړه اوبلنه يې ورکړه چې د دې د زوی سره یو ځای لوبې وکړي. له دې ورځې راپه دې خوا بیا دځنګل هیڅ ژوې کوچنی ګیډل ونه ځورا وه، ځکه ده په خپل همت وپوهول چې کوچني ژوي هم لويې چارې تر سره کولی شي.

verfasst und gestaltet von Franziska Bich

- رڼاګل اریوبزی
بېرته شاته