(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګله ديش بې ستري24,23,22,21,برخه

(يويشتمه برخه)
لیک: غلام محمد زرملوال
پدې کې شک نشته چې د الوتکې تښتوونکى او د تښتولو پلان هم په پاکستان کې جوړ شوى و. رښتيا خو داسې پيښه وشوه چې يوه چا نيم ساعت مخ کې له دې چې الوتکه په لاهور کې کوزه شي دا خبره په کراچۍ کې لوڅه کړه. هغه چا چې تليفون وکړ ځان يې د کشمير د ازادۍ سرتيرى معرفي کړ. پدې هکله له ډير تفصيل ورکولو څخه ډډه وشوه.
وروسته بيا نو د دې لپاره چې د کشمير مسئله د بين المللي ورځپاڼو لومړي مخونه ډک کاندي، خورا ښکلى پلان جوړ شوى و. د الوتکې تښتوونکى به د خطر او خبرو غوره مضمون وى. ايا الوتکه به وسوځي او که نه؟ له هغې وروسته به بيا د روغې او مصالحې غوښتنه وشي! الوتکه به د ملګرو ملتو سرمنشي، يوتانت، ته وسپاري پدې شرط چې د کشمير مسئله به د ملګرو ملتو د امنيت شورا په اجندا کې شامله شي.
دا پلان هم يو خوب و او د پنجابي کمپ د داخلي مخالفينو له خوا شنډ کړى شو.  هغه څوک چې مرکچي و او د الوتکې له خوا څخه پدې نوم چې د الوتکې د تښتونکو ملګرى و، راويستل شو. هغه څوک چې د الوتکې په منځ کې و، وارخطا شو اوالوتکه يې وچووله. چاودنې د پاکستان خارجه وزارت تر بنسټه پورې ولړزاوه. مګر له سياسي نظره دې پيښې يوه ګټه لرله او بله پلمه يې پنجاب ته پيدا کړه هغه دا چې شيخ مجيب د دې عمل په ډاګه غندنه وکړه. نو اوس د پنجابي دسيسه بازانو تبر لاستى پيدا کړ.د (يواځې شيخ مجيب له هند سره زړه-سوى نه لري، بلکې خورا خطرناک سړى دى) خبرو فضا ډکه کړه.
مگر غوره دا ده چې د دې لپاره چې د عوامي ليګ مشر بدنام کړي، داسې خبرو او بهانوته حاجت نه و. ځکه چې ترې ړومبى دا فيصله اوپريکړه شوې وه چې اسامبله به تر هغه پورې غونډه ونکړي تر څو يې کړنلاره د پنجابي کړۍ له هيلو او فورمول سره چې د سياسي قانون د جوړولو لپاره يې تيار کړى و برابر نه وي.  وروسته له هغه به يواځې يوه پلمه ضروري وي، هر څنګه پلمه چې وموندلى شي!!  د ١٩٧١ کال د مارچ په لومړۍ نيټه جنرال يحيى خان صاحب په ډاګه لمړى تخريبي ګام پورته کړ.
(دوه ويشتمه برخه)
هر هغه څوکچې رازپټ ساتي، لوړوهدفونوته رسيږي.          (قرآن مجيد) دا هغه شعار و چې په کوميلا کې د پاکستان د شپاړسم ډيويژن د معلوماتو په دړه ليکل شوى و.
د ١٩٧١ کال د فبروري نيمايي وه. دا هغه وخت و چې جنرال يحيى خان له سياستوالو سره د پشي-موږک لوبه کوله. ذْالفقار على بوټهو صاحب چې تل تر تله يې د قدرت په لاس ته وروړلو لپاره سترګې له کسيو وتلې وې په هغه ټوپ پسې ټوپونه وهل کوم چې د دسامبر له انتخاباتو څخه راپديخوا د پريزيډنټ يحيى خان له خوا ورښوول کيده. د پاکستان د پيپلزپارټۍ ليډر کله چې په پيښور کې اعلام وکړ چې په اسامبله کې به ګډون ونکړي نو هغه شيبه يې په پاکستان کې د سياسي بنديز او ګډوډۍ لپاره لومه ايښودلې وه.
پاکستان او ختيځ بنګال د اساسي قانوند جوړولوپه هکله يود بل پرضد راپورته شوي وو هغه څه چې بايد هيڅ نهواى شوي. له هغه  څخه وروسته چې د بوټهو د ديموکراتيکي روحيې شهرت مات شوى و،نور نوپه سندهي ځوانوسياست مدارانو کې داسې څوک نه موندل کيدل چې له شيخ مجيب الرحمن سره لاس يو کړي او د پوځي بيروکراسۍ لاسونه لنډ کړي.
تر هغې پورې چې يې ليدلاى شول، يحيى خان پخپله پوره ساتلى او موقعيت يې تينګ و. د هغه دا په وس کې وه چې په خپل واک اوخوښه يې د شيخ مجيب په لار کې د اسامبلې د غونډې بندولو په ترڅ کې لومه ايښودلې واى. مگر اوس هغه وخت ارسيدلى و چې په يوه بله سطح کې څه فعاليت وکړى شي او هغه د پوځ له خوځيدو څخه عبارت و. د دې حرکت لپاره څرګند دليلونه موجود وو. بل دا چې په ختيځ بنګال کې نور هم د پاکستان پوځ بايد پياوړى شي. د پنجابي زورګير اومستبد لاس پرضد تل تر تله بنګالي اولس مقاومت کړى و. نو اوس هم څنګه چې ملي اسامبله تړلې وه، ضرور دا ويره پيدا وه چې د بنگالي اولس، شيخ مجيب او عوامي ليګ د نورو ټاکل شويو نمايندګانو له خوا به دروند انقلاب راپورته کيدونکى وي. سياسي ګډوډۍ به هرو مرو، هغه ستونزه  چې د پاکستان او هند ترمنځ د تښتولو په هکله راپورته شوې وه، زياته کړي. هغه وو چې پريزيډنټ يحيى خان پريکړه وکړه چې بايد په ختيځ بنګال کې پاکستانى پوځ دومره زيات کړي چې د دواړو خطرونو د احتمالي راپورته کيدو مخنيوى وکړى شي. د يحيى خان پيشګويي د پوځ په هکله کټ-مټ سهي وه. مګر يواځنۍ غلطي يې د بنګالي اولس د عکس العمل د کچې ټاکل وو. پدې هکله خو دى ګرم نه و ځکهد بنګال پرضد دا ډول ړوند او کوڼ چالچلن د پنجابي استبدادي ادارې تل تر تله عادت دى. دا ځل د تُودو او اولسونو له غوښتنې څخه د غاړې غړولو او تکذيب لپاره يحيى خان ضروري ګڼله چې ټول پوځي نظام له ځان سره نږدې وساتي.  له دې کبله هرڅه او هر پلان په ډيره پټه کې د پردې شا ته د جنرال يحيى خان په د ننې کړي کې جوړيده. لکه څنګه چې پخوا هم ورته ګوته نيول شوې ده، دا کړۍ له جنرال حميد خان؛ د پاکستان د پوځي پرسونل مشر، ليفټننټ جنرال پيرزاده؛ د پوځي پرسونل لپاره د پريزيډنټ مرستيال؛ جنرال ټيکه خان؛ليفټننټ جنرال گل حسن، د نشنل سييکيوريټي د کميټې رئيس؛ اود داخلي اخذ خبر له مدير، ليفټيننټ جنرال اکبر څخه عبارت وو. يواځې دوه تنه ملکي مامورين چې له دوى سره يې برخه درلوده،  م.م. احمد د پريزيډنټ اقتصادي مشاور؛ او رضوي د ملکي اخذ خبر مدير و. په دغو کسانوباندې يحيى خان ټول او پوره باور درلود او هغوى هم له ده سره وفادار وو. اوس نوغوره خبره دا وه چې د پوځ په زور د هغه اساسي قانون د جوړيدو مخه ونيسي چې د عوامي ليګد شپږ فقريز پلان  پر اساس باندې به ولاړ وى او دا نظر په پوځي دارو کې خپور کړي. پوځي ادارې د صوبو له نظامي حکمرانانو، د مارشلا اداره چيانو اود هوايي اوسمندري قواو له قوماندانانو څخه عبارت ؤ. په حقيقت کې دا څو تنه د ښو خويونو څښتناناو ځيرک خلک وو. د لوړو هدفو غوښتونکي اولکه د پوځ د عادي خوى سره سم په ملکي ادارو کې يې له تشبث څخه ډډه کول غوښتل.  له هغوى څخه دوه تنه غړي ليفټننټ جنرل عتيق الرحمن چې پخوا د نه ويشل شوي پاکستان ګورنر و او بيا د پنجاب ګورنر شو. بل يې ليفټننټ جنرل رحمن ګل، د سند ګورنر. ما هغوى ټول له ډيره نږدې څخه څيړلي اوپوره مې پيژندل. هغوى دواړه په کار پوه او د هر ډول وظيفو په اجرا کولو کې بريالي وو. پدې کې شک نشته چې نور ملګري يې هم لکه د دوى په شانته وو. دا څو تنه چې په باندني قشر پورې  يې اړه درلوده هيڅ له هغو چا سره چې د راولپينډۍ په د ننه کړۍ کې وو او هم پوځي ګورنرانو ته ورته والى نه درلود.
د ننې کړۍ افسرانو په هکله بې شميره قيصې اوريدل کېدې. د هغوى ټولو په ورځني چالچلن د پاکستان د پايتخت په ديپلوماتيکي کړيو کې پرله پسې خبرې کېدلې. پريزيډنټ يحيى خان پدې هکله چې په پوځ باندې تر کومه پورې اعتماد او باور وکړي، خورا احتياط کاوه. دا دومره غوره نه ده چې څومره نوموړى د خپل عمل د خوږوالى اوشيريني لپاره هڅه وکړي. مگر د نامالوم وخت لپاره د ملي اسامبلې د غونډې کولوځنډول د اولسى حکومت په تحريک باندې په اغيزه کړې وه. د پوځ چالچلن اوروحيه به د خلکو په سترګو کې هلته ضرور بدله شوې واى چې که چيرې ځينې پوځي ګورنرانو غوښتلي وى چې بيرته پوځي بارکونو ته لاړ شي اوله حکومتي ادارو څخه لاس وباسي. په همدې دليل وو چې د پوځ ستاينه نو اوس د دې اعلام په ترځ کې د راتلونکي برياليتوب لپاره خورا ضروري ګڼل کيده. که داسې يې نه واى کړي نو د يوه خطرناک بغاوت احتمال ليدل کيده چې په نتيجه کې يې ممکن په خپله يحيى خان هم بې تاثيره نه وى پاتې شوى.
(درويشتمه برخه)
يحيى خان پدې هکله کټ مټ پوځي چالچلن وکړ.
لومړى يې ملکي کابينه منحله اورخصت کړه. د کابينې وزيرانو بيله هغه هم د مشورتي کميټې حيثيت درلود. د هغوى نشتوالى واقعاً کوم تاثير نه لاره. له يوې خوا د هغوى رخصتيدلو خارجي سترګوته ښه په زړه پورې منظره جوړه کړه او له بلې خوا د جنرال يحيى خان له چاپيريال څخه د ځينو د بى شرمانه حرکاتو د لوڅولو منبع وګرځيدل. د کابينې د شړلو حقيقت يواځې دا ونه ښودل چې د پردې شا ته پټ څه روان وو بلکې د هغو چا لپاره چې دلچسپي يې لرله په ډاګه څرګنده شوه چې پنجابي پوځ لويې لوبې ته تيارى نيو. له دې کار څخه وروسته  جنرال يحيى خان د هوايي او سمندري قواو قومندانان،د ايالتونو ګورنران او د ماشلا اداره چيان د غونډې کولولپاره په راولپينډۍ کې خپل دفتر ته راغونډ کړل. هغه تفصيل چې هلته څه تير شول اوڅه لوڅ شول لا تر اوسه پورې پټ پاتې دي. داسې شواهد ليدل کيږي چې پدې غونډه کې د ختيځ بنګال ګورنر ادميرل احسن او د مارشلا اداره چي ليفټيننټ جنرال صاحبزاده يعقوب د اسامبلې د ځنډولو له مفکورې سره سخت مخالفت وښود اواخطار يې ورکړ چې له دې کار څخه به بيسارې بدمرغۍ اوخطرناک نتايج راپورته شي. هغوى دواړو په بنگال کې شپې اوورځې تېرې کړې وې او د بنګالى اولس روحيه ورته ډيره ښه څرګنده وه. مگر چا يې خبرې ته غوږ نه کيښود.
اوس دا خبره چې ادميرل احسن په هغه ځاى کې له وظيفې څخه ډډه (استعفا) وکړه، رښتيا مالوميږي. نوموړي دا کار ددې لپاره وکړ چې يا خو دا چې نه غوښتل پدې غيرانسانى کار کې برخه واخلي او يا دا چې د راتلونکې لوبې څرنګوالى يې احساس کړى و. نوموړى له راولپينډۍ څخه په ډيره خواشينۍ ووت. خو څو دقيقې مخکې له دې څخه چې ډاکې ته لاړ شي له هوايي ډگر څخه بيرته  راستونکړى شو. څرګنده خبره ده چې ده [يحيى خان] ځکه نوموړي ته موقع ورکړه چې د ختيځبنګال ګورنر دې پاتې شي او دا ځکه چې په هغه حساسه ګړۍ کې به داسې بدلون راوړلو ممکن په پوځ کې ګډوډى پيښه کړې واى. دا هغه غوره ټکى و چې پنجاب هڅه کوله چې مخنيوى يې وکړي.
صاحبزاده يعقوب خان طبعي ده چې د پيښو په راګرځيدو سره ځينې غلطۍ کړې وي. لنډه دا چې د مارچ د مياشتې په دويمه نيټه کله چې يحيى خان هغه څه چې غوښتل تر سره شول، هغوى دواړه يې له وظيفو څخه ګوښه کړل.
دا چې په غونډه کې به نور څه پيښ شوي وي څرګنده نه ده مگر يحيى خان ته د غونډې په پاى کې اطمينان حاصل شوى و چې د پوځ پوره ملاتړ په هره لار چې وغواړي ورسره دى.
څرګنده خبره ده چې د پوځي جنرالانو په ککرو کې دا مفکوره پوره پخه شوې وه چې که چيرې اساسي قانون د عوامي ليګ د شپږ فقريز پلان په اساس ولاړ وي نو  پاکستاني پوځ او خاورې ته به لوى تاوان ورسيږي. د هغوى په ککره کې د دې خبرې پخول دومره لوى چل نه و لکه څنګه چې به څرګنده شي. هر څه د يحيى خان په لاس کې وو. د پاکستان پوځ تل تر تله هندوستان د لمړني دښمن په هکله پيژني. د هغوى په ضد د دروغو پروپاګند او لمسون ښه وسيله ده. نود پاکستان هوايي، سمندري او ځمکنۍ قواوې تل پر هغه هيواد باندې تجاوزکولو ته چمتو دي!
د الوتکې له پيښې څخه وروسته له دوه جبهوڅخه د دفاع کولو موضوع خورا د غور وړ خبره وه اوبايد وچې په منتها ډول يې تيارى نيولى وى. پر دې برسيره بلله لويه خبره دا وه چې شيخ مجيب الرحمن په ډاکه کې غوښتنه کړې وه چې له هغه هيواد (هند) سره چې پنجاب ورته کرکجن دښمن وايه، خبرې اترې او مفاهمه وشي. اوتر ټولو غوره دريمه خبره دا وه چې شيخ مجيب د الوتکې په تښتولو کلک انتقاد کړى و او هغه درانده لگښتونه يې چې د پوځ د پاره کيدل بيځايه بلل. د انتخاباتو په جريان کې يې ويل چې ګوندې داسې مصارف د دوى له اقتصادي توان سره موافق نه وو. نو (پوځ) د عوامي ليګ مشر له دواړوخواو- د پوځ اوسوشيل سيکيوريټي – لپاره لوى خطر وباله. او دوى ته د عوامي ليګ بدبين حکومت چې په يوه شليدلي فدراسيون باندې باندې به رياست وکړي ډير بيځايه اود خودکشى غوندې ښکاريده. کله چې ټول مسايل په پورته ډول تفصيل اوپوځ ته وړاندې شي نو پدې کې شک نشته چې وظيفه پالونکي افسران! بيله دې چې د پريزيډنټ خوا ونيسي بل څه کولاى شي. په ټولو برسيره يحيى خان خو بل څه نه غوښتل مګر دا چې پوځ پياوړى وي!! او  مرکزي حکومت پياوړى وي! نو کوم پاکستانى پاتريات (وطنپال) به دا نظر ونه مني؟؟
کله چې يې د خپل موقعيت په هکله اطمينان پيدا  شو نو يحيى خان او ملګري يې په ډيره قرارۍ پرمخ تګ پيل کړ. د لويې لوبې کولو لپاره يواځې شپږ ورځې پاتې وې. دا خورا لږ وخت و او بايد بېځايه ضايع شوى نه واى. جنرال حميد، ټيکه خان او عمر ډاکې، لاهور او کراچۍ ته د مختلفو وظيفو د اجرا کولو لپاره واستول شول. د هوايي او سمندري قواو قومندانانو ته هم ځانګړې وظيفې وروسپارل شوې. په کراچۍ کې د ورځپاڼو خپرولو مسئولو کسانو ته لارښوونه شوې وه چې ترڅو دوى ته اجازه نه وي ورکړل شوې، د پوځي قومندانانو د تګ راتګ په هکله به خبرونه نه خپروي. که څه هم دا خبره په چا باندې ښه نه لګيدله مگر څه يې کولاى شول او په هغه هکله تبصره کول خورا خطرناک وو!!
پدې برسيره پوځ ته د هيواد په اوږدوکې د تيارسۍ امر ورکړل شوى و. بهانه هم له هندوستان سره د اوضاع خراپي وه. په همدې بهانه يو بټاليون له سامان او وسلې سره په ډاکه کې ختيځې قوماندانۍ ته ولږدول شو. لومړنۍ بيړۍ چې پدې وخت کې د سيلون له لارې چتکانګ ته روانه وه، د (م، د، صوات) بيړۍ وه. دا بيړۍ د پوځ او نورو پوځي مهماتو لپاره باړه اود شپې په تورتم کې بار کړى شوه. کله چې د مارچ په دريمه نيټه په بيړۍ باندې د بنګالي اولس سترګې ولګيدې نو د پنجاب دسيسې او هغه اوږده پلان ته چې په انتخاباتو کې له برياليتوب څخه وروسته يې د دوى د غوليدو لپاره جوړ کړى و، هک حيران پاتې شول.

(څلورويشتمه برخه)

نور پوځ او وسلهبه  په څوراتلونکو ورځو کې په سي-١٣٠ ډوله الوتکوکې لږدول کيږي. دا بوځ به په ورو ورو د ختيځ بنګال د پوځ ځايونه ونيسي او بنګالي پوځ به پاکستان ته ولږدول شي. د پاکستان د بين المللي هوايي کرښې سره هم د پوځد ليږدولو پلان او تړون وشو. هغه چا چې په کراچۍ کې د حج په هوايي ډګر کې  کار  کاوه، ناڅاپه يې د پوځي ګڼې ګوڼې راپور چې معمولاً هلته هيڅ څه نه ليدل کيدل، ورکړ. دا هوايي ډګر به له دې وروسته پوځي ترانزيتي مرکز وي. پي آى اې به د مارچ له دويمې څخه تر څلرويشتمې نيټې پورې دولس زره تنهپوځ په ملکي جامو کې د سيلون له لارې شپږ زره ميله لرې ډاکې ته يوسي. د سيلون دولت هم پدې کوم احتجاج اواعتراض نه شو کولى ځکه چې په ملکي الوتکو کې خلک چې د الوتکې ټکټونه يې په لاس کې لرل، سپاره وو. د کراچۍ په سمندري قواوکې چې په سلو کې اويا پرسونل يې بنګاليان وو تغير راغى او له ځينو بيړيو څخه د بنګال نوم بيرته واخستل شو. کراچۍ ته نږدې د هاريپور په هوايي دريځ کې د جنګي الوتکو ګڼ شمير بنګالي پيلوټان له خپلو وظيفو څخه ګوښه کړل شول او نورې عادي دندې وروسپارل شوې.

په ډاکه کې د بنګال افسران چې په ختيځې کوماندې کې يې کار کاوه د پوځ د تګ-راتګ او د وسلو لږدولو شمېر او اندازې ته حيران وو. مګر د هغوى له سترګو څخه هرڅه الونيا (پټ) وو. د هوايي او ځمکنيو قواو بنګالي لوى افسران له ډاکې څخه د باندې ويستل شول اوله پوځ څخه د باندې په ډيرو لرو ځايو کې وګمارل شول. يو بنګالى ريژيمنټ د ډاکې په پيل خانه کې ځاى په ځاى شو. هغه ټانکونهچې په رانګپور او ميمنسک کې د هندوستان په مقابل کې په دفاعى ځايونوکې ځاى په ځاى شوي وو، ډاکې ته راتانه شول.  د دې ټانکونو له راتګ څخه ګړۍ وروسته يې ځنځيرونه بدل شول او پر ځاى يې پاسته هغه ځنځيرونه چې په ښار کې پر سړکونو د ګرځيدو لپاره دي بدل شول.

د اپريل پر اته ويشتمه نيټه په ښار او کوڅوکې ځنې افواهات خپاره شوي وو هغه داسې چې يوه باغوان کله چې دا خبره لوڅه کړه چې ليفټننټ جنرال صاحبزاده خپلو پيشخدمتانوته ويلي وو چې د ده له کور څخه لاړ شي. که څه هم نوموړي ته جنرال ټيکه خان امر کړى و چې بيرته خپلې وظيفې ته ستون شي او د مارچ د مياشتې تر دريمې نيټې پورې هلته و، مګر داسې څرګنديده چې نوموړي د هغه څه چې راتلونکي وو احساس کړى و.

د ختيځ بنګال په نورو سيمو کې داسې خبرې خپرې وې چې د پاکستان د افسرانو کوچنيان له ښوونځيو څخه په موقتي ډول ايستل شوي وو. کورنۍ يې په ډيره خفيه کې ډاکې ته استول شوې اوورپسې بيا په هغو الوتکو کې چې پوځي پرسونل يې ډاکې ته راوړى و، ليږدول کيدې.

له دې ټولو شواهدو څخه څرګنديده چې په راولپينډۍ کې د فبرورۍ د مياشتې د دريمې اونۍ کنفرانس د ګرزيدو ټکى و. خو رښتيا دا ده چې تر دې ورځې پورې نسبتاً په ډيره ارامۍ او بيله دې چې څوک يې حس کړاى شي، پرمختګ وکړ. څرګنده خبره ده چې پنجابي پوځ د کومې لويې لوبې لپاره تيارى نيو.

دا حقيقت چې د بنګالي اولس انعکاس د پنجابي دسيسه بازانو له خوا څومره کوچنى شميرل شوى و او څنګه غلطه محاسبه يې کړې وه، د مارچ تر لمړۍ نيټې پورې کله چې د اسامبلې د ځنډولو اعلان وشو څرګند نه و. هغه وخت چې د پنجاب پلانونه ټوکر-ټوکر شول نو په ډيره نااميدۍ يې په هرڅه منګولې لګولې. دا وخت بيا هم يحيى خان له چالاکي څخه ګټه وکړه داسې چې سياست مداران يې مجبور کړل ترڅو پدې هکله خبرې اومذاکره وکړي. دى په خپله په بنګال کې د پوځ په سمبالولو او پياوړي کولو بُخت و. له هغه څخه وروسته کله چې هر څه تيار وو نو له خپلې خوښې سره يې خورا سخت شليک وکړ.

دا لاندې خبره د ميجر بشير ده چې په کوميلا کې يې پداسې حال کې وکړه چې د يحيى خان ثنا او صفت يې کاوه: "زه هيڅ د دې تفصيل ورکولاى نه شم چې څنګه دې پياوړي مشر موږته نجات راکړ!!"

(٣٩برخه)
 
(١١)
ولې به اته مليونه مړه شي
يوه بشري توره بلا چې تناسب يې هيڅ نه شي تصور کيدلى.
(برنارد براين د پارلمان غړى)
----------------------------
 
د ١٩٧٠ کال د نوامبر له مياشتې څخه د راتلونکي کال د اپريل تر مياشتې پورې، د دې شپږو مياشتو په موده کې، بنګال له دوه افتونو سره مخامخ شو. لومړنى يې يوه طبعي هيولا وه چې په پيؤيو کې يې سارى نه و ليدل شوى. دا توره بلا چې د سمندر له سايکلون سره او طغياني څپو څخه عبارت و بنګال سخت ولړزاوه اوبې شميره وګړي يې ووژل.
بله  بلا له هغه مستبد او بېرحمه عام قتل له کمپاين څخه وه چې د پنجابي رژيم له خوا راپورته شوه او غوښتل يې هغه سياسي پرابلم چې پخپله يې رابرسيره کړى او ځېږولى و په توپ او ټوپک حل کړي. له لس مليونه څخه زيات بنګاليانو هند ته پناه وړې وه. د مړينې او ژوبلې شمير به هيڅکله پيدا نه شي.  په زرګونو تنه په ژوند ژوندي ورک شول لکه کوم چې په نوامبر کې سيلاو ډوب کړي وو.
پرله پسې دريمه بلا راجګه شوه.د ختيځ بنګال ولس له لوږې او قحطي ره مخامخ شو. دا قحطي داسې مرحلې ته ورسيده چې د ١٩٤٣ کال د لوى بنګال له قحطي څخه چې درۍ مليونه وګړي ووژل سخته وه. داسې څرګنديده چې دا لوږې به په بنګال او هندوستان باندې د کورنيو جګړو له کبله تور سيورى وغوړوي او ممکن تر اته مليون پورې وګړي ووژني. دا واقعاً چې يوه بشري توره بلا وه چې تناسب يې هيڅ نه شي تصور کيدلاى.
د لوږې شواهد په ډاکه د هغو نارينه و، ښځو او کوچنيانو له څيرو هډوکو او غوښو څخه څرګند وو کوم چې هندوستان ته په ډير ربړ او مشکلاتو سره د پناه وړلو لپاره روان وو. هغه پناه وړونکي چې په لومړيو ورځو کې هند ته رسيدلي وو په ډول ډول ناروغيو اخته وو مګر داسې بې سيکه او ناتوانه نه وو لکه وروسته چې له سرحدي کرښې څخه اوښتل. د دې طبعي افتونو اغيزه له دې کبله لاپسې په زياتيدو وه چې پاکستان د هغو په واقعيت باندې سترګې پټولې. دا ځکه که هغوى د دې واقعيت منلو ته غاړه ايښودلې واى نو يواځې دا مانا يې نه لرله چې پنجاب په خپله ګناه اعتراف کړى و، بلکې د نړۍ سترګې به په ختيځ بنګال کې پوځي بربريت ته اوښتې واى. نو پاکستاني مسلمان! دولت غوره وبلله چې خلک دې مړه شي.او د دې لپاره چې پاتې شپږ شپيته مليونه بنګالى ولس ورته د تسليم غاړه کيږدي، نو لوږه خورا ښه په زړه پورې وسله وه. ما پخپله په غوږو واوريدل او باور مې نه شو کولاى چې يو پنجابى افسر چې په کرهڼه کې يې وظيفه لرله په ډاګه وويل چې لوږه د دوى د سبوتاژ نتيجه ده. پريږده چې مړه شي ترڅو د بنګاليانو سرونو ته سد ورشي. همداسې سرکاري افکار وو چې د خوراکي شيانو د کمښت پرابلم يې پرله پسې لوياوه.
په عادي حال کې د بنګال له ولسونو څخه تر درويشت سيمو پورې د خوراکي شيانو له کمښت سره مخامخ وي. حتى هغه وخت چې حاصلات هم واى، ختيځ بنګال به څه ناڅه يو نيم مليون ټنه غله په عمومي ډول وريژې له بهر څخه راواريدولې. مګر ورستيو سيلاوونو او سايکلون د غلې د وارداتو اندازه خورا پسې زياته کړله. د ١٩٧٠ کال د نوامبر د مياشتې سايکلون هغه وخت بنګال لاندې کړ کوم چې کښتونه اوغلې په هغه وخت کې کرل شوې وې. سايکلون يواځې دا نه چې د کښتونو لويه برخه يې ژوبله کړه مګر ښورې اومالګې چې د طغياني څپو په نتيجه کې راپورته شوې وې، په ساحلي برخو کې د وريژو د کرلو نورمال امکان بيخي له منځه يووړ.
پدې افتونو برسيره د بېرحمۍ اوږده جګړه وه. د پوځ پر ضد د بنګالي ولس د ملي قيام په نتيجه کې د دې هيواد مخابراتي سيستمونه شليدلي وو چې هيڅ سايکلون به داسې څه نه وکړي. بنګالي سرتيرو پلونه، سړکونه اولويې لارې الوزولې وې تر څو د پوځ د تيريدو راتيريدو مخنيوى وکړي. د ١٩٧١ کال د اپريل په مياشت کې هغه لويه لار چې د چتکانګ د خوراکي شيانو بندر يې په شمال کې د خوراکي شيانو د ويش له مرکز سره نښلوي، د تګ نه و ځکه چې يواځې په ديرش ميله لار کې فينې ته نږدې چې د خوراکي شيانو په سلو کې پينځه اتيا برخه د ريل او لارې په توګه په دې لارو وړل کيدل، له سلو څخه زيات سبوتاژونه او چاودنې شوې وې. 
يواځې نور په سلو کې پنځلس يې پهنورو لارو ليږدول کيدل. حتى دا هم د پوځي مهماتو د تلوراتلو له کبله چا ته پوره نه رسيدل. پاى داسې شو چې په چتکانګ کې د خوړلو د شيانو څلي خورا لوړ شوي وو او سيلوګانې ډکې وې مګر په نورو سيمو کې ولس له ويروونکې لوږې سره مخامخ و. هغه لويه لار چې چتکانګ او کوميلا يې سره نښلول هم له داسې خطرونو سره مخامخ وه. د ختيځ بنګال په نورو سيمو کې همداسې پيښه وه. په يوه سروې کې چې د يوې نړيوالې مؤسسې له خوا وشوه څرګنده شوې وه چې د موجوده خوراکي شيانو په سلوکې شپيته برخه په جنوب کې ذخيره وه اولګښت يې يواځې په سلو کې ديرشو ته رسېده. د غلو ويش هغو ته رسول له خورا ربړونو څخه ډک کار و ځکه چې ارتباطي سيستمونه لکه د ګاډي پټلۍ، لارې اونور ترانسپورتي لوازم له کار څخه لويدلي وو. د پنجابي پوځ لاره د ورځنيو اړتياو د برابرولو مسئله په سر کې وه.نورو ته به که څه رسيدل يا نه دومره د غور وړ خبره نه وه! هغه و چې په پاى کې ولس له خطرناکې لوږې سره مخامخ شو.
د ١٩٧١ کال د سپتامبر په مياشت کې دوه نور تخريبي فکتورونه رابرسيره شول. لومړى يې د وريژو د بذري تخم کمون او د کرنې د نورو شيانو نشتوالى و. دا ځکه چې له يوې خوا د ادارو د نه فغاليت او له بلې خوا بزګران پخپله هم زړه نازړه وو. دويم فکتور د غلې دانې سپما وه. په ختيځ بنګال کې د اوږدو عمرونو رواج چې بزګرانو به د قحطي کلونو لپاره داسې کار کاوه چې څه ذخيره کړي. دا هم پوره څرګنده خبره ده چې په دې کار کولو سره دوى غوښتل چې له خپلو خوراکي اړتياو څخه ځان بيغمه کړي. همدا ډول څوک چې د پيسو خاوندان وو هم پدې هکله يې چې هر څومره به بيه لوړه هم وه ور پسې يې سر نه ګرځاوه مګر خپلې ذخيرې يې ډکولې. دريم غوره فکتور چې ورځ په ورځ يې خطر مخ په زياتيدو و هغه د مليونونو خلکو د پيرلو قدرت قدرت چې مخکې له مخ له لوږې سره لاس  په ګريوان وو –هيڅ پاتې نه و. داسې څرګنديده چې ګوندې دا ټول فکتورونه به سره يو ځاى شي اوممکن د ١٩٧١ کال د ژمي په موسم کې به لا زيات خطرونه ولس ته متوجه شي.
د دريم پنځه کلن پلان په موده کې (١٩٦٦-١٩٧٠) کال کله چې ختيځ بنګال په کال کې لس عشاريه اته مليون ټنه غله حاصلات اخستل، مګر بيا هم يو عشاريه دوه مليون ټنه غله کميدله. د ١٩٧٠ کال د سپتامبر مياشتې سيلاوونو،د نوامبر مياشتې سايکلون او د ١٩٧١ کال د مارچ مياشتې د پوځ ظلم او ناروا په سلوکې شل نور هم د غلو کمون وښود. دوه پرله پسې توربختو کلونو بنګال داسې مرحلې ته ورساوه چې بايد  دوه عشاريه اته ويشت مليونه ټنه غله له باندې برابره کړي. دې مقدار د ١٩٤٣ کال د لوى بنګال له قحطي نه وروسته تر اوسه پورې سارى نه درلود.
دا ټول هغه واقعيتونه دي چې د پنجابي پوځ له خوا د بنګالي ولس د ورکې اوژوبلې لپاره پخپله وزيږول شول مګر منلو ته يې غاړه نه ايښودله. همدا دليل و چې نړيوالو خيريه موسسو هم ونشول کولاى چې بنګال ته مرستې وليږي. او هيڅ ډول اقدام يې ونکړ. کومې هغه مرستې چې هم راتلې –له دې کبله چې د کوم چا يا کومې منبع له خوا لارښودنه نه وه شوې نو بې اغېزې وې. داسې مثال يې ددرلود لکه اوبه چې په ريګ کې خوشې شي. خوراکي شيان به مخکې له دې چې چا ته ورسيږي په ليارې به د پوځ په اشاره د رشوت خورومامورينو او يا بيرحمه محتکرينو له خوا بازار ته يستل شوي وو او تور بازار به يې تود کړى و
- بېرته شاته