(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوا خوږي افغانان دي نور...

خوا خوږي افغانان دي نور انتظار نه كوي    .  
ليك: محمد نعيم كاكړ
           د افغانستان او افغانانو اوږد تاريخ ته نه ځو بواځى د اپريل ۱۹۷۸ء د بدلون  څخه نيولي او تراوسه روان حالاتو پاملرنه كوو چى په دهغه ديش  دوه ديش  كلو كښې دهغه هيواد اوددي هيواد اوسيدونكى ورسره مخامخ شول وخت تيريږى خو هغه ناخوالي نه ايريږى چى په دهغه زمان او مكان كښې خلګه ورسره مخامخ شوي وي خو د افغانانو په اړه زۀ دا اټكل نه كوم ولي چى څنګه يوه ناخواله په دهغه ولس تيره شې د دوي د دماغ څخه هم دهغه ناخواله د ده د دماغ ديردي څخه ليري شې لكه يو فلم چى په پرده څوك ووينى چى فلم وبائى ته ورسيږى پرده هم د سپين ټوكرى يوجار شوي څه وي داخبره ددي كبله كوم چىپه دهغه ملت په دهغه نزدي دوه ديش كلو كښې څه تيرشول چى زياتره كردار وپخپله خبله برخه ولوبوله خوبيرته هم هغه آتش هغه كاسه نو ځكه چى افغانانو ددي څخه يو ډول  زده كړه ونه كښې ددوي تاريخ خو دداسي پيښو څخه ډك دي كه دوي ددهغه اوږده تاريخ څخه زده كړه وي نن په افغان ملت د نړۍ يو پياوړى ملت وي چى ونړۍ نه په ډېر څه وركړي وي خو زموږ دا ليك به دي موضوع  او اړه نه وي.
          لومړى لويه پيښه هغه وخت وشوه چى د افغانستان  پوځى ځواكو د خلق ګوند د ځينو لارښودانو په لارښودنه انقلاب  وكړي او د افغانانو محبوب مشر سردار محمد داؤد خان او نور ملګرى شهيدان كړل بيله ددي سوچ او فكره چى د هغه انقلاب به وساتل شې كه  نه ځكه افغانستان  چى ونړۍ ته څنګه جعفرافيائي ارځښت لري دوي په دي اړه سوچ نه وو كړي نه دهغه انقلاب كونكى په دي پوه وو چى ددي ساتنه څومره ستونځمنه ده خو دوي په خپل ځان دومره  باورنه لري لكه څومره چى دوي په نورو يا ورلري چى دوي به هم باندنيان ځغوري خو ددي و څنګ ته ن كتل نه ې دا تراشلي وه چى په ګاونډكښې څوك دي او دهغو وشاته څوك دي؟
ځكه دوي په خپل ځان او په خپل ولس باورنه لري نو ځكه چى دوي ددي بدلون سره سم وشوروي سرولښكرو ته سترګى په لاره شول چى ددوي انقلاب او دوي و ځغوري نو ځكه چى د انقلاب د وو مشريانو او د ګوند د ډيرو ملګرو او په لويه كچه د مخورو او وګړو د وژلو وروسته هم ددهغه انقلابيانو يو ملګري د شوروي په ټانك سپورو كابل ماڼي ته راورسول شول دهغه ببرك كارمل وو چى د يوه يونيم كال په اوږدو كښېدريم ولسمشر جوړشو په دي هيله چى نن به جګړي ختم شي بله ورځ به ختم شي خو جګړي او جګړو زور اخستي.
         دي بلى خواته تر انقلابيانو هم لوئى تيروتني وكړي لومړى ې د خپل هيواد د ټول وګړي ودي  ته اړكړل چى دوي خپل هيواد ايله كړي او ګاونډي ملكوته دي ګډه شې ځكه چى  دي دپاره دوي يا مجاهدينو عام وګړي په زوروكړو الى ته اړكړل چى دوي څخه د افغانستان د وګړو لويى شمير خلګه كډوال شول چى ددمخه څخه ګاونډيان تيار ورته ناسته وو چى ډير پخوا ې يوه تګ لاره جوړه كړي وه هم د ه هغه مجاهدينو مشرانو په لكاؤ لكاؤ افغانان ددوي ولمن ته وروغوځول په ديو څه تير شول په دي خبرى نه كوو خو تراوسه هم څومره افغانان په دهغه ګاونډيو ملكو كښې  د كډوالى ژوند تيروي هم دهغه چاپه حال ځان خبر نه كړى او نن  چى په افغانستان كراري نه راځي ددي علت هم دادي يوه بله لويه تيرو تنه چى د افغانانو سره وشوه هغه د نړۍ ډول دول كسان د جهاد په نامه راټولول او بيا و افغانستان او افغانانو ته لاس ورايله كول هغه ناخوالي وي چى نن ې موږ پايلى وينو اوس دا پوښتنه  د هر دوولورو څخه كول غواړي چى  چاودي ته لاره اواره كړه چى په افغان خاوره دي دريم نړۍ واله جګړه وشي ولي يو لوري د زور ورو شاته ولاړه وو او بل دبل زورورو شاته خو ترپښولاندي څوك شو؟ افغانان  ځكه چى باچا خان ددمخه  څخه خبردارى وركړي چى دا ددوو فيلانو جګړه ده چى افغانان په تر پښو لاندي شي هم هغه وشو او اوس هم روان دي خو د افغانستان دهغه ټولى ناخوالي په پړاو نو پراونو كشې راځى چى يو تيرشې بيا بل راځى چى هم دهغه پړاو نه دي چى نه يواځي افغانستان پكښې وران  شو بلكى افغانان وران شو كابل او نورو ښارو نه لنډه هر څه وران شول..
         په دهغه  څو نزد وكلو كښې چى ددي هيواد  او ملت سره چى څه وشول كه د بل چارسره داسي شوي وي نو شوي ويلى چى ټوله نړي به په سراخستي وي چى دهغه يوه  بيلګه جاپان دي چى په دوميه نړۍ واله جګړه كښې چى كله امريكا ددوي په دوو ښارو زروي بمونه واچول شول دوي دومره ولړځول چىد جنګ دنامه څخه تراه كيږى خو دهغه څنګه خلګه دي چى د ۳۲ كلو څخه په خو نړۍ جګړه كښې راګيردي عام خوار وګړي هر ورځ وژل كيږي خو دوي بيا هم په دي باندى فكر نه كوي؟ چى دي دوه علتونه كيدي شى يا خو دا چى دهغه جنګ خوښي اوس دواكه لويدلي دي بلكى دوي نورو جګړي ته پاروي يا دا چى دهغه  ټول جګړه ددي دپاره روا سايتى چى نه يواځى خپلى ګټي  او د نورو ګټى ساتي چى دهغه  سيمه چى د افغان و افغان خاورې  ته جوړه  شوه ده هغه  ترسره ورسوي  چى د تيرو دوه ديش كلو څخه هم دهغه څه روان دي؟       اوس  دهغه افغانانو څخه ددي پوښتني اجازه غواړم څوك چى  ددي ملت او ددي خاوري سره مينه  لري او خپل ژوندي د هيوادو سوكالي ته سپارلي دي هغه كه دنۍ په هر كونج  كښې دي هغه پخپلوكښې تړون سره پيدا كړي په دهغه دوه  ديش كلو چى كومي پيښى شوي دي دهغه چيړنه وكړي او اوس چى څه روان دي ياچى كومه د سيسه د نړۍ والو او ګاونډيانو لخوا جوړه ده هغه هم و تراشې او بيا په ګډه يوه داسي لاره وټاكى او خپل ولس او ملت ته وړاندي كړي چى د خلاصون هم د هغه لاره ده افغان ولس دا وخت هم د دومرو ناخوالو د تيرولو وروسته د خپل هيواد په غم كښې دي خو دوي ته لارښودنه هم هغه څوك كولي شى چى د خاوري او ولس مينه ورسهر وي نن ائى ټى (I.T)دا هر څه ډيره  آسانه كړي او افغانان كولي شى چى ددي لاري تړون  سره ټينګ كړي او يوه داسى تګ لاره ودي هيواد ته وتراشي چى ټول ولس او ځوانان په ځائ ټول كړى.
         د عربى ملكو د تيرو څو مياشتو پاڅون وداسي هيوادو لكه افغانستان چى دي ډير څه وښوول چى يواځى ولس دي چى د خپل هيواد او د خپل ولس د سباؤن دپاره هر څه كوي شي خو بيا افغانانو په دهغه دوه ديش كلو كښې دومره بدي وليدى چى كتابونه وربادى ليكل كيدلي شي موږ شوروي او دهغه سرى لښكر هم وليدي موږ د مجاهدينو او طالبانو وشاته ولاړ هم وليدو او بيا د امريكا په مشري كښې د لسو كلو څخه پراته د نړي لوبه برخه هم وليده دا ټوله و افغانستان ته دي دپاره راغلى چى دوي به په دي هيواد كښې سوله او سوكاله  راولي سوله او سوكاله خو چانه وليده خو ورانى وژني او بربادي زموږ برخه شوه..؟
         ددي ټولو خبرو او بحث څخه دا څرګنديږي چى سوله او سوكاله  يواځى او يوځواځى د خاوري بچان راوستي شې نه بل څوك نو ددي دپاره اړتيا ددي خبرى ده چى د هيواد خپل خوا خوږي راپورت شي هغه څوك نه چى په نامه خو افغانان  دي خو كار د نورو دپاره  كوي  اوسني حالاتو كښې په افغانستان كښې داسي لږ څوك ښكاره  كيږى كه هغه  په حكومت كښې دي يا د حكومت دباندى دي يا د باندنيو په لمسون  خپل خلګه وژنى او خپل هيواد  ورانوي  د داټولو څخه څه هيله نه شې كيدي ولي دوي ته دا څرګنده ده كه سوله په افغانستان كښې راغله  نو د ټولو كمبلى ټولي دي او بيا په دوي ولس باور هم نه كوي يا دوي ټوله د نورو ملكو سره  تړلي دي نودوي په كاردي چى يوه خواته شي او ددوي په تمه نورولس تيرنه وځى په خل ځان باوروشي.
         د نورو عرب ملكو پ پرتله په افغانستان كښې د سولي دپاره پاڅون  ډير اسانه دي هم وګړي د دوه ديش كلو څخه د سولى په تلاش كښې دي كه رښتني او سپڅلي كستان راپورته شي او سپين بيرغ اوچت كړي بيا به هم ډيرڅوك په ځان راټول كړي دا وخت  هيواد  تر پخوا هم د مشكل سره مخامخ دي او زموږ خاوره زموږ ولس  دا غوښتنه كوي چى د هغه ملي غوښتنه كه د سرپه پيه هم وي په كاردي چى نوره ونه ځنډول شي په افغان او په خپله  خاوره مئين  اوس هم ډير د هيواد په دننه او د هيواد د څخه د باندي ناست دي خو ددوي سره وتړون نيولو ته اړتيا ده سوله هغه كلمه ده چى هيڅوك ې مخالفت نه شې كوله بس ډيرو شو نور نود نورو په هيله پاته كيدل موږ ته دورانى او بربادي بل څه نه شې را كولي..؟
- بېرته شاته