(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي پيرمحمدکاروان سره مرکه

"په لفظونو له وطن سره مينه وکړئ! "

( چهارشنبه، ٢۷مه، جدي/ مرغومى، ١٣٩١): حاجي پيرمحمد کاروان د حاجي نورمحمد زوى، د افغانستان د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکى دى. ښاغلي کاروان: لومړنۍ زدکړي تر دوولسم ټولګي پوري په خوست کښي کړي دي او د لوړو زدکړو  لپاره د هېواد پلازمېني کابل ته تللى او  اوس مهال په دغه پوهنتون کې د شرعياتو پوهنځۍ لولي او د درېيم کال محصل دى. ښاغلي کاروان: د بي بي سي راډيو د نوي کور نوي ژوند د پښتو او فارسي د ډرامو اډيټر پاته شوى دى. تر اوسه پوري کاروان: صاحب زيات شمېر کتابونه د نظم او نثر په برخه کښې چاپ کړي دي او ټولنې ته يې وړاندي کړي دي. موږ هم دا اوونۍ د کاروان: صاحب سره د غزل په اړه بحث کړى، چي هيله ده ستاسي ادبي تنده به درماته کړي:

ټاټوبى: کاروان: صاحب غزل څنګه منځ ته راغله؟

کاروان: انسان چې کله پيدا سوى دى، د انسان د پيدايښت سره الله تعالى ژبي لورولي دي، لکه څنګه چي دوى په ژبو باندي خبرې کوي، په لفظونو باندي، همداسي د خبرو تر څنګ خبرې په داسي ډول باندي راسي چې هنر هم پکښې راسي همدا په خبرو کښې يا په لفظونو کښې د هنر راتلل يا په دغسي انداز کښې دغه ژبه استمعالول هغه د عادي انداز نه يو بېل ګډېدونکى انداز وي، يو سندريز انداز وي خيال انګيز انداز وي، نو دغه شاعري پکښې راسي، نو انسان ته چې کله الله تعالى ژبه ورکړې ده، په هغه باندي يې خبرې کړي دي، په دې خبرو کښې بيا داسي خبرې راغلي دي، چې هغه تر عادي خبرو پر انسانانو باندي ډېري ښې لګېدلي دي، يا يې ډېر خوشحاله کړي دي، سرور يې ورکړى دى، يا يې درد ورلېږدولى دى په يو انداز باندي، يا يې په مستي وجب کښې راوستي دي، يا يې ژړا وروستې ده، نو دا هنر راغلى دى، نو دغسي په هنر کښې يا په شاعري کې يو صنف موږ او تاسو غزل هم ورته وايو. زما په نظر، باندي په عربي ژبه کښې قصيده وه، په قيصده کښې به شاعر يوه موضوع رااخيستې وه، نو په سر کښې به يې خواږه خواږه کليمات، خوږې خوږې خبرې رااخيستي وې او ښه خيالوري جملې به يې راوړي وې، رومانتيکي او عاشقانه رنګ به يې درلود، يعني ډېر ظريفانه په ډېر ښکلي انداز به يې هغه رااخيستي وه، هغه اولي برخي ته به يې غزل ويل کېدل. ځيني شعرپوهان بيا وايي چې غزل د ښځو سره خبرو کولو ته وايي. په يو بل کتاب کښې مې بيا لوستي وه، چې غزل د غزال څخه اخيستل سوې ده، غزال په عربي ژبه کښې هوسۍ ته وايي، خو دا د هغه وخت تصورات وه، خو اوس په غزل کښې هر ډول مطلب راځي.

ټاټوبى: کاروان صاحب د غزل او نظم تر منځ توپير په څه کښې دى؟

کاروان: د غزل او نظم په مجموع کښې د شاعري دومره فرق نه کېږي، د غزل قالب چې دى، په پښتو کښې په اصطلاح مقطع لري هغه اول دوه بيتونه چې وي هغه نور په دغه پسي يو يو بيت راځي د بيت وروستۍ مصرۍ چې ده هم هغه قافيه چې د غزل په  مطلع کښې راغلې ده يا رديف پکښې راغلى دى دلته رديف پکښې تکرارېږي کېداى سي په نظم کښې تکرار نه سي، په نظم کښې يوه موضوع په پراخ ډول راتللاى سي، خو په غزل کښې نه، ځکه غزل تر پنځه بيته يا تر څوارلسو بيتو بالا نه سي راتللاى، نور خو هغه شاعري ده، هغه خيال دى، هغه جذبه ده، هم په غزل کښې تکرارېږي هم په نظم کښې تکرارېږي.

ټاټوبى: کاروان صاحب موږ په غزل کښې خلک ډېر راجلبولاى سو، که په نظم کښې؟

کاروان: دا خو په هر شاعر پوري اړه لري، يوه شاعر ته الله تعالى دا قوت ورکړى وي، يوه ښکلا يوه جذبه يوه غوښتنه يوه رنګينه يوه موضوع چې په هر قالب کښې ښه ورسېده شاعرانه ورسېده، هغه پر خلکو باندي ښه اثر لري. غزل او نظم دا خو جامې دي، کېداى سي د يو چا سره ډېر ښه خوند وکړي، د چا سره سپيني جامې ښه خوند وکړي، د چا سره زرغونې يعني رنګونه دي، دا هم يو رنګ دى د يو انسان سره يو ډول جامې ښه ښکارې، د بل سره بيا بل ډول. يو شاعرکېداى سي په نظم کښې کامياب وي، يو شاعر کېداى سي په غزل کښې کامياب وي.

ټاټوبى: تاسو خپله (کاروان صاحب) نظم ډېر ليکى او که غزل؟

کاروان: ما خو خپله شمارلي نه دي، چي زه نظم ډېر ليکم او که غزل. کله چې د يو شاعر سره يو خيال پيدا کېږي، يا مثلاً دى د يو څه په هکله فکر کوي، يا دغه بېروني په چاپېريال کښې کومې پېښي وي، يا د ژوند کومې برخې وي، پر يو شاعر باندي اثر شيندي او دا خپله يو ځاى نيسي د دوى په زړه او په روح کښې، نو دا کله کېداى سي د غزل په قالب کښې راسي کله د نظم په قالب کښې راسي، خو ما داسي کوښښ نه دى کړى، چې زه دي په لوى لاس باندي يا د غزل په قالب کښې وليکمه، يا دي يې د نظم په قالب کښې وليکمه، زما سره چې کوم خيال وي هغه پيدا کېږي شعر ليکلو ته مې هڅوي، هغه نغمه چې زما په زړه کښې ګرځي، د خپل ځان سره يو چوکاټ هم ماته راکوي يا د غزل قالب وي يا د نظم قالب وي.

ټاټوبى: يو نوى شاعر چې نوې يې شاعري شروع کړې وي، څه په کاردي، چې ښه شعر وليکي؟

کاروان: شعر ليکل هم د الله (ج) ورکړه ده، يو انسان به فطرتاً د يو کار لپاره ډېر جوړ وي او بل به د بل کار لپاره جوړ وي، ځکه چې موږ او تاسي دغه بشري ټولنې ګورو يو څوک دى، په ورزش کښې اوج ته رسېدلى دى، زموږ خوښېږي، خو خپله يې نه سو کولاى. يو چا ته به الله داسي اواز ورکړى وي، هغه اواز په اصطلاح په زړونو منګلي ښخوي، خو د بل سړي بيا هغسي اواز نه وي. همداسي څوک به په فزيک کښې نبوغ ته رسېدلى وي، خو دا ټول د الله (ج) ورکړه ده، خو د دې ورکړي تر څنګ په اصطلاح انسان د الله خليفه دى د مځکې پر سر باندي، که دى مافيايي ضمير وپلټي د مځکي پر سر باندي، هغه قالبونه پيدا کولاى سي يا هغه خپل استعداد پيدا کولاى سي چې زه د څه لپاره ډېر جوړ يمه، په هغه کومه برخه کښې چې دوى فطري استعداد لري، نو دى د دې لپاره يو قوي رياضت ته هم اړ دى، چې رياضت هم وکړي، همدا رياضت دى، چې د ده لپاره د الهام دروازې خلاصوي د ده لپاره به ډېر نوي مضامين په لاس ورځي، کله کله دغه حالات هم پر سړي باندي تاثير شيندي، اوس په افغانستان کښې دا درې لسيزي جنګ جګړې دي، نو زموږ شاعري د جنګ جګړو د دې څرګندويه ده، که چېري ارام وختونه وي، کېداى سي زموږ شاعري د صلحي او امن خبرې زموږ په شاعرۍ کښې وي، نو انسان د چاپېريال د اغېزي نه هم ځان نه سي خلاصولاى.

ټاټوبى: د شعر اصلي او رغوونکي توکي کوم دي؟

کاروان: کله چي موږ د يو کار لپاره ځو، ساده حرکت کوو او کله چي د اتڼ لپاره ځو، هغه بيا يو ګډېدونکى حرکت دى. په شعر کښي هم جذبه شامله ده، عواطف احساسات پکښي شامل دي، د ژبي داسي استعمال قوي استعمال پکښي شامل دى چي هغه د عادي ژبي سره فرق لري، موږ په شاعري کښي يو غيرمسقيم انداز خپلوو، هغه ژبه چي موږ يې د ساده خبرو لپاره کاروو، په شاعري کښي ما ته ګوډه کېږي، په اصطلاح باندي پر بل ډول کېږي، نو د شعر اصلي او رغوونکي توکي عبارت دي له تخيل، خيال، نوښت، عاطفه، انځور او داسي نور...

ټاټوبى: په شعر کښي پيغام ډېر مهم دى او که ښکلا؟

کاروان: دا دواړه سره لازم او ملزوم دي، خو خپله شاعري چي ده موږ په ساده خبرو کي هم د فکر خبره وکړو خو هغه شاعري نه وي، خو کله چي خيال ورسره يو ځاى سي نو بيا شاعري ورسره رامنځ ته کېږي، تخيل د شاعري مرکزي توکي دي خو موږ په دې تخيل کښي داسي يو پيغام يو مفکوره هم وي چي هغه د ښکلا تر څنګ ګټور وي، د دې په هکله د فرانسې يو منتقد ډېره ښه خبره کوي، هنرونه په تېره خاص ډول بيا شعر د مېوو غوندي ښودلى دى، موږ چي کله مېوه خورو نو هغه د خوند لپاره خورو، خو د دې خوند تر شا غذايت هم پټ دى، لکه موږ چي په اصطلاح په ډوډۍ کښي هغه کوم پروټين او کوم ويټامين پروت وي، خو هغه ښه مواد چي د انسان وجود ته قوت وربخښي، دا هم پکښي پټ دي، خو دا پکښي پټ دي انسان ته نه ښکاري، دا داسي نه دي چي د مېوو يا د بوټو نه دي کپسول جوړ سوي وي، يا دي په يو انجکشن يا پېچکاري کښي وکارول سي، دا هغه څه نه دي چي موږ او تاسي يې د مجبوريت په خاطر استعمالوو. يو سړى مريض سي، هغه ترخه دوا هم خوري، ولي خو د ده لپاره ګټه لري، خو دلته دغه ترخه دوا چي ده هغه په خوږه کښي پټه سوې ده، خيال يې داسي دى لکه د مېوې خوند او رنګ هغه فکر او پروټين چي په دې کښي پټ سوى دى، هغه تريخوالى يې په خيال کښي خوږ سوى دى، هغه د پيغام سکوڼداره په خيال، هنر خوند او رنګ کښي پټه سوې ده.

ټاټوبى: موسيقي په شعر کښي څونه مهمه ده؟

کاروان: داسي خبره ده چي موسيقي په شعر کښي يو ګډېدونکې ژبه ده، په شعر کښي موسيقي ډېره مهمه ده، په ازاد شعر کښي هم موسيقي بايد وي، موسيقيت چي دى دا ژبي ته يو خوند ورکوي، په کومو شعرونو کښي چي موسيقيت دى هغه په ياد کښي ښه پاته کېږي، موسيقيت يو ډول انتظام دى، انتظام چي په څه شي کښي راغى هغه حافظې ته ښه سپارل کېږي، يو ګډوډي چي وي هغه د سړي په ذهن کښي نه پاته کېږي، موسيقي خپله په ژبه کښي ډېره مهمه ده، په کلماتو کښي ډېره مهمه ده، موسيقي د غزل لپاره يو خاص جوهر دى. شاعر خپله په شعر کښي يو موسيقي ژبه کاروي، ډېر لوى شاعران به وي ډېره مطالعه به لري په شعر کښي به د ټولني ناخوالي هر څه رااخلي، مګر په شعر کښي به يې موسيقي نه وي چي څوک په لفظونو کښي موسيقي راوړي، هغه ما ته تر ټولو لوى شاعر ښکاري.

ټاټوبى: ما د يو بل ځوان شاعر څلوريزه رااخيستې ده، په دغه څلوريزه کښي موسيقيت په کوم ځاى کښي دى، تر څو نور مو هم لوستونکي پوه سي؟

څلوريزه

له خياله راورېږي له باران څخه سندري

زما د زړه له درد او له درمان څخه سندري

يو څو پښتنې پېغلي مي د زړه وکور ته راسي

چي وزېږي په زړه کښي له قربان څخه سندري

کاروان: په دې کښي موسيقيت سته، دا خپله د يو چا په دماغ کښي پاته کېږي، بلکل دا يو اهنګ لري يو موسيقي لري چي په دې کښي څه ويل نسته.

ټاټوبى: هغه غزل چي موسيقي ونه لري، که پيغام او ښکلا او رديف او قافيه او د شعر په نورو توکو سمبال سوى وي، غزل ورته ويلاى سو، که يا؟

کاروان: غزل خو داسي ده چي خامخا به موسيقي لري او که چېري يوازي وزن او قافيه ولري او موسيقي ونه لري، دا به بل ډول ژبه استعمال سوې وي، زه به يو لنډۍ د مثال لپاره ووايم، که يې په يو رقم ووايو موسيقيت پکښي کي دى او که يې په بل ډول ووايو، نو بيا موسيقيت نسته پکښي.

په زړه دي تاندي لښته راکړې

چي څو ژوندى پر دنيا يم فرياد به کړمه

او که يې داسي ووايو، نو بيا موسيقي ځني ووته، هغه لنډۍ ده هغه سېلابونه دي:

تاندي لښتي دي پر زړه راکړې. د دغه څخه موسيقي ووته دا ساده خبري دي، مګر هغه سېلابونه دي.

ټاټوبى: په شاعري کښي پيروي څنګه بولئ؟

کاروان: اول خو ښه خبره دا ده چي هر څوک ځان ته خپله لاره پيدا کړي د بل چا په پېښې کولو کښي خوند نسته، خو داسي ده د لويو لويو خلګو پيروي ته هم کله کله سړى مجبور سي. ما په يو کتاب کښي د يو مبتکر داسي خبره ولوستله هغه ويلي وه: ځيني خلک پېړۍ پېړۍ تر مخه مړه سوي دي، په قبرونو کښي پراته دي، خو اوس هم د قبرونو نه لاسونه راغزوي او پر ژونديو باندي حکومت کوي، کله کله داسي خلک په هنر کښي سته چي هغه به زر کاله مخکي تللي وي، خو ښه خبره دا ده چي هر انسان ځان ته خپله لاره پيدا کړي، دا دنيا ډېره اعظمه ده د هر چا لپاره ځاى سته چي په کښي ځاى ولټوي.

ټاټوبى: حماسي شعرونه خلک نه خوښوي، وايي چي پر انسان باندي غمېږي، د دې وجه څه ده؟

کاروان: دا د هر چا فطرت دى، د چا به تغزلي خوښېږي، تراجيدي به يې خوښېږي د چا حماسي خوښېږي، خو صرف خبره دا ده چي زموږ ټولنه دا دېرش کاله کېږي په جنګونو او کړاوونو کښي دخيله ده، نو اوس ټول شاعران جنګ تهديدوي، موږ ټول د جنګه ستړي يو په اصطلاح موږ همېشه وريجي او غوښي خورو نو يو وخت راباندي بوج سي نو بيا مو د خوراک نورو توکو ته اشتها کېږي، لکه سبزي، پټاټې، لوبيا، نو انسان هم دغسي دى نو د چا به سپين رنګ خوښېږي، د چا به شين رنګ او د چا بل رنګ، خو موږ داسي يو رنګ نه سو ويلاى چي دا رنګ خراب دى، زه خپله د دې سره مخالف يم چي څوک وايي چي پر ما حماسي شعر غمېږي.

ټاټوبى: خيال او تخيل څه فرق لري؟

کاروان: خيال او تخيل د يو بل نه راوتلي دي، دونه ډېر فرق به يې نه وي، تخيل خو داسي يو توکى دى چي په شاعري کښي يو  غښتلى نقش لوبوي. مثال د خبري: ته د مختلفو شيانو نه يو څو ټوټې راواخلې، هغه سره يو ځاى کړې، يو انتظام ورکړې يوه تابلو ځني جوړه کړې، خيال او تخيل ډېر فرق يې نسته نژدې دي سره.

ټاټوبى: کاروان صاحب تاسي په کوم وخت کښي ښه شعر ليکلاى سئ؟

کاروان: د خپل ځان په باره کښي سړى داسي څه نه سي ويلاى چي دا مي ښه شعر وليکى، خو کله کله يوه موضوع مي پر زړه باندي داسي ښخه وي چنګ يې لګولي وي، هغه ستا لپاره د الهام يوه زمينه مساعده کړې وي، ستا په کښي داسي خوږه ناسته وي ناڅاپه په اساني سره يې وليکې.

ټاټوبى: کاروان صاحب نوي الفاظ لکه: کمپيوټر، ريموټ، موبايل څنګه کولاى سو چي په غزل کښي راوړو تر څو غزل هم تاواني نه سي؟

کاروان: دا هم د شاعر په مهارت پوري اړه لري، دا هر څه ځايېداى سي چي زمينه سازي ورته وکړي، هر ډول شډل توري هم غزليز کېږي.

ټاټوبى: د کندهار د ځوانانو شعري يون څنګه ارزوئ؟

کاروان: ما ته خو ښه ښکارېږي دا اوسنى يون ډېر ښه دى، خو دا به بيا وروسته د زمانې په تېرېدو سره بيا هر شاعر پته لګېږي چي دوى خپله زمانه يا دغه شېبې چي دوى پکښي ژوند کوي، څه ډول شاعرانه کړي دي بلي زمانې ته ژوندي رسېږي، پر لاره پاتېږي د هغه لپاره بيا يو وخت په کار دى، اوس خو فعلاً ډېر ښه دي او خداى (ج) دي يې کامياب لري.

ټاټوبى: کاروان صاحب ډېره ډېره مننه، په اخير کښي که د افغانستان فرهنګپالو ته څه پيغام لرئ، مهرباني وکړئ؟

کاروان: پيغام مي دا دى چي دوى دي د لفظونو سره اخلاص وکړي، د خيالونو سره دي اخلاص وکړي، په خپلو کلماتو په خپلو لفظونو کښي دي دې وطن ته چي غمېدلى دى، دې ته دي مينه ورکړي، ښکلا دي ولېږدوي.

سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه

مرکه : عزت الله ذکي

- بېرته شاته