(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو بايد د حکومت

[17.Sep.2016 - 21:08]

پښتو بايد د حکومت  ملي او رسمي ژبه شي
ارواښاد و
زير محمدگل خان مومند  بابا
دارواښاد وزير محمدگل خان مومند  بابا د کتاب د پښتو د ژبې لپاره سريزه په نوي ليکدود يو ځل بيا خپروو.  روهي ڼړیوال جال ::روهي ویبپاڼه::
جوته خبره ده چې ملتونه يو دبل څخه په ژبې سره بيليږي يعنې لومړنى او ډير مهم امتياز دهر يوه ملت همدغه ژبه ده نور خصوصات او خصوصيات او پاتې امتيازات او مميزات ټول ددغه نه وروسته دي او درست دملي ژبې تر اثر او سيوري لاندې پاتې کيداى شي نو د يوه ملت ژبه هر څومره چې خلل مينده کي هماغومره ملي خصايص او خصايل او نورمميزه او صاف يې خلل مينده کوي .
ديوه ملت په ژبه کې هر څومره چې دبل ملت ژبه نفوذ مينده کي هماغو مره سياست ، اقتصاد ، اجتماعيات ، ملي اخلاق ، ملي اداب ، ملي عادات ، ملي رسومات او عنعنات ټول ملي خصايل او خصايص حتى ، چې ذهنيت افکار ، حسيات او مدنيت يې نفوذ مينده کوي او هماغومره دهغې ژبې دخاوندانو نامر يي برى او غلبه ددغې بلې ژبې پر خاوندانو تامينوي او که ديوه ملت ژبه دبل ملت ژبې ته مغلوبه شوه (و) گڼه هغه ملت په دغو پاسنو ټولو خصوصياتو کې ورنه پړ شو على الخصوص که اقليتونه هم دهغې ژبې دخاوندانو په دغه ملت کې وي نو سياست معارف مهمې او گټورې اقتصادي چارې ، لويه برخه دملي پانگې ټوله د هماغو اقليتونو په لاس لوييږي . نو په دغه حال کې تمام هوساتوب او راحت ، ځواک عزت او مرتبت دهماغو لږو وي او درست مشاق او مزاحم ټوله ناهوسايي دهمدغه خوار اکرب بې وزلي ملت وي .
ډير لوى ملت دهماغه لږو دگټې دپاره به استعماليږي دوى به تل سوکړم خوري پيټي به وړي او هغه نور به خوږو بي او ټيکلگي نغري دوى به بربنډ گرځي او هغوى به وريښمين کالي اغوندي ددوى به کوډۍ نه وي دهغوى به بنگلې ولاړې وي دوى به کلي نه لري دهغوى به ښارونه نه بسيږي دوى به پلې گرځي هغوى به گړندى گاډي ځغلولي هغوى به پر بخملي ناليو ، پر لينديزو ناستړو فنرى څوکيو ساوو پڅير ناست او دوى به مريي په شان ورته ولاړ وي او پر وچه ځمکه پر توره خاوره به هم کيناستلى نه شي مړينې ته به دوى ور مخ وي وينې به ددوى رژيږي هډوکي به ددوى دښکلو ځلمو خاورې کيږي چړچې به هغوى کوي گټې عزت به دهغوى وي لکه چې متل دى توره به لالا وهي نمړۍ به عبدالله وهي په عين واکدارۍ کې به يې واکه ، په عين وطن دارۍ کې به بې وطنه وي په خپل وطن کې به غريب او پرديس وي شنه بڼونه ، شنه ډنډونه به دنورو او تور غرونه او شگلن رغونه ، وچې ميرې او سپيره ډاگونه به ددوى وي په خپل وطن کې به محکوم او هر گوره به مظلوم وي خپل به  ورته پردي شي ځکه چې په نامه که څه هم خپل وي خو افکار ، احساسات  ، اقوال ، اعمال او افعال يې ، اغوسته خواړه يې ځواک او ژوند يې بشپړليانيمگړى دپردي او دبل وي په خبرو به سره نه پوهيږي که وپوهيږي سره به نه جوړيږي خوږ به يې نه دوا کيږي ناروغتيا به يې نه رغيږي په زگيرو باندې به کوتکو نه خوري په خپل وطن کې به خوارو او دخپل او دپردي په سترگو کې به بې مقدار وي څه به نشي گټلاى که يې وگټي نه به يې شي نغرلاى او څټلاى زيار به ددوى وي ځواک به دنورو علم او مدنيت ثروت او عزت به دنورو وي او اصلي وارثان دهغې خاورې چې ځمکه يې ددوى په هډوکو په گزونو جگه شوي وي دځناورو په شان به گرځي دځناورو په څير نه حتى چې د ځناورو نه به هم په بد ډول سره دنورو دگټو دپاره استعماليږي دځينو ځناورو به قدر وي خو د دوى به نه وي دخپل او دپردي زړه به پرې سوځي خلک به ورته دسترگو نه ويني تويوي تيښته دې وي خداى ته ويې نه گوري او ومه شي ددغې ځاى ته .
دغسې ملت به ورځ په ورځ چوکيږي ترڅو چې محوه شي سړى چې مري ، مړ کيدل او ساه سپارل چې يې هم اسانه شي لا يو څه دى خداى دې دهغې مړينې سړى وساتي چې لاس او پښې غورځوي او په اسانه سره يې سا نه خيژي .
هر څه چې وي دملت سعادت ، سلامت ، عافيت ، راحت ، عزت ملي شته والي هر ډول لوړوالي دملي شئوناتو پاينه ، دوطن ساتنه په عزت او هوساينې سره ژوندون په عزت سره مړينه او د نړۍ څخه په ښه نامه سره تگ او نور ټول ملي يووالي پورې مليته پورې او هغه هم ملي ژبې پورې يې اړه لري لکه چې پاس وويل شو که ژبې خلل مينده کړ دغه ټول خللل مينده کوي او که محوه شوه ټول محوه کيږي او دهغه ملت نوم او نخښه دنړۍ دمخ څخه ورکيږي .
ژبه هر څومره چې بشپړه وي دغه خصوصيات هم هماغو بشپړ او تر امنيت لاندې وي لنډه يې دغه د چې ژبه دملي موجوديت هوساتوب او سعادت دلوړوالي اوجگ والي سټه ده . نو ژبه بايد وساتله شي وپالله شي وروزله شي هارته کړله شي علمي شي ، ادبي شي ، په هر حيث سره دملت درستو اړينو او احتياجاتو ته کافي شي .
اوس په راشو چې ژبه څنګه ساتله کيږي ؟ ژبه دغسې ساتله کيږي چې ټول لغات او اصطلاحات يې قيد او صرفيه او نحويه قواعد يې ضبط شي اديان ، عالمان ، پياوړي او پوهان ټول يې ساتنې ته ځان اړ وبولي او متخصصين او اهل خلک يې په ارت والي باندې داړنې (احتجاج )او د زمان و اقتصاد په موجب کوښښ وکړي زيار وکاږي او پرې نږدى چې د خپل دود او قواعدو په هيندۍ سره وويله شي او څوک بې ځايه او بې وصوله تصريفات او تصرفات په کې وکي دغه لوى ننگ او غيرت دى ننگيالى سړى خپل عزت او مرتبت خپل امتياز او مزيت پيژني په گټنې او ساتنې باندې يې پام کوي او زيار کاږي دپردي عزت او مزيت او مرتبت دپردي امتياز او مزيت پردى او د بل دي هغه دچا نه خپليږي خپل امتياز نه پيژاندل ، دبل امتياز او مميزات خپل گڼل سر لوى والى پرې کول په هغه باندې ځان ښاغلى او ممتاز  بلل په ساتنې يې ځان ستړى کول ، بلکې مال او سر جارول او خاورې کول ...... دي .
پوه سړى خپل او دبل مال پيژني دخپل مال گرانښت او ساتنه او پالنه د پوهې او غيرت څخه دى دبې غيرت سړى مال ته که څوک څه نقص ورسوي ليا يې ښکاره ليا په غلا يوسي او بوزي له بې همتۍ او بې غيرتۍ ځنې پسې نه گرځي که څوک څه ورته ووايي چې پسې لاړ شه ، خپل مال ليا يې تاوان واخله ، متجاوز سره جگړه وکړه ورته جزا ورکړه يه بابا وايي او يو څو گيلې کوي نهايت وايي څنگه يې کړم آخره زمانه ده خلک سپين سترگې شوي حلال او حرام نه پيژني ، بې موجبه پر خلکو باندې تعدا او ناروا کوي پردى مال په ناروا سره خوري که څه ووايې بيا خپړې هم لگوي په جنگ نه چې دچا په وژلو هم
اړ او ايسار نه دي بلا ورپسې زما رزاق خداى دى هغه به په آخرت کې خپله جزا وويني که څوک کوټې تنې لاندې کړي هم څه نه وايي بلکې خپله پلو ور خوشې کړي او دهغه سړي په کوم چل ليا دړکې سره ورو ورو کوټې او په وروسته کې کور خوشي کړي او دبل گاونډى شي ليا کوډۍ ووهي ددغسې سړي  درست مال خلک خوري دپلار او نيکه نه ورپاتې دولت خاني عزت ټول تنې ځي او دپولۍ ټک او دخواست کونډۍ ته کيني بيا به دپردو ورو ته منډې وهي . غيرت ، لړ همت روغه پوهه عقل سليم دغه نه مني او نه پريږدي چې څوک خپل مال خوشي کړي چې وروسته شي ورته نقصان ورسي او خلک يې ښکاره ليا په غلا يوسي او کورتنې لاندې کړي او دى د پرديو ډوډۍ پخوي ليا دپردو تر کټوې لاندې اور بلوي او بيا دهغوى سوې او پاتې شونکى ته ناست وي او ..... په شان کونډۍ څټي .
غيرتمن سړى خپله وچه دپردي پر لنده ښه بولي خپل زوړ دبل تر نوى ښه گڼي که بل څوک لنده ليا نوي کالي ورته راوړي نه يې مني بلکې سپکه يې بولي کوښښ کوي چې خپله وچه او خپل زوړ په خپل زيار سره لنده او نوى او خپله زړه کوډۍ ، کوټې ، ماڼې بنگله کړي
دسوې او پاتې شونکي په خوړلو او دبل دکونډۍ په څټلو په مجلس کې دخپل مړښت داظهار له پاره بيا ارږى ويستل او ټيغونه وهل او د پردي په کالو سرلوى والى کول ناپوهي بې همتي ، ذلت او خواري ده .
دغه عمومي ملاحظات دي دژبې په خصوص کې خو خبره اوږده شوه په دغه کې لږ څه داصل موضوع نه لرې ولويدم اوس دخبرې واگى بيرته خپلې موضوع خواته گرځوم چې هغه دپښتو ژبې موضوع ده .
ښکاره ده چې دپښتو په باره کې تر دغه مخکې خورا ډيره ناپامي او بې غوري حتى چې ډير ظلمونه شوي اما دغه چا کړي او څنگه شوي هغه بله اوږده خبره ده دغلته زما مقصد دغه دى چې دپښتو ژبه ساتلې شوې نه ده دپخوا نه لږ آثار پاتې دي کيداى شي چې ډير به وو خو د دننيو او دباندينو جگړو په اثر سره به ورک شوي وي دغه آثار چې پاتې دى تقريباً ټول ددغه نږدې زمانې او ديو څو معدودودو نظم او نثر آثار څخه عبارت دي چې دغه هم نږه پښتو نه دي بلکې په ډيرو کې يې بې له معدودو الفاظو او څو ضمايرو او ځينو اداتو او تورو دپښتو نوره څه مهمه برخه نشته علمي اثار لږ پاتې دي او هغه هم لکه چې ذکر شو د نږدې او لنډې زمانې دي لغتونه يې قيد او صرفيه او نحويه قواعد يې ضبط شوي نه دي . ماته  تراوسه پورې ددغسې کوم صرف او نحوې کتاب پته معلومه نه ده چې پښتانه سړي دخپل ډيرلټلو او پلټلو په اثر ليکلي وي دځينو پرديو له خوا که ځينې ليکل شويدي جوته ده چې هغه هم سم او بشپړ نه دي دپېښور په ډډه او د اباسيند په غاړه کې دپردو په غوښتنې ليا امر که څه هم ليکل شوي وي هغه برسېرن (سطحي) ليکل شوي ځکه چې دزړه له مينې او دمليت له اړينې څخه د ډيرو لټلو او پلټلو او ځان ستړي کولو په اثر او نتيجې ليکل شوي نه دي نو نه دغه چې بشپړ بلکې سم او صحيح هم نه دي ما يوازې يو د صرف او نحوې کتاب په اردو ژبې ليدلي چې هغه هم دپردي په غوښتنې او غير اهل ژبې له خوا ليکل شوى او دڅه اهميت جايز او د قدر او قيمت لايق نه دى په هر حال سره زه دخپلو او خپلوانو او دکام او عزيزاو په منځ کې يعنې دبوبو پښتنو په چاپير (محيط) کې لوى شوى نه يم نو ځکه زما معلومات په پښتو کې سره بشپړ نه دى په وړ کينې کې مې پاړسو ډيره او پښتو لږه ويلې که ووايم چې پر ما دغسې وختونه راغلي  چې په مياشتو څه چې په کلونو کې هم دپښتو خبرې نه دي کړي مبالغه به نه وي دخپلو او خپلوانو نه لرې دکابل په ښار کې لوى شوى يم عزيزانو سره که څه هم نه وه شليدلې خو ډيره ټينگه هم نه وه هوکې ۤ! پښتو مې زده وه خو لږه ويلي مې شوه خو دلږو ويلو له امله کړکيچو وه اما وروسته په لوى والې کې چې پرې پوه شوم دپښتنو او خپلو عزيزانو سره مې لاره مينده کړه پښتو ته مې مخه وکړه او خپل معلومات مې څه په کې ډير کړل خصوصاً د گرانو عزيزانو غښتليو شينوارو پيغور زه ويښ کړم که څه هم اوس مې تر يوې درجې پورې اختصاص په کې ميندلې او ډير عزيزان ما متخصص بولي خوښه پرې پوهيږم چې زما معلومات په پښتو کې هغسې چې لازم دي لا بشپړ نه دي صرف دغومره دى چې زما کار نيمگړى پرې چليږي .
زما علمي استعداد هم کافى نه دى ځکه تحصيل مې منظم او مکمل نه و په هر حال سره سربيره دهمدغه نيمگړتيا او عجز خپل همت مې ټيټ کړى نه دى په جرئت سره دچارې ډاگي ميدان ته وتلى . غواړم چې علمي او ادبي خدمت خپلو پښتنو وروڼو ته وکړم ځکه چې پښتانه عالمان او اديبان دچارې په ډاگي او ډگر کې لږ وينم نن ورځ دغه نيمگړى چوپړ ته ډير ضرورت دى نن ورځ دفداکارۍ ورځ ده ښايي چې ښه ليا نابوده نامه ته ونه کتل شي او دليوني په څير دملت چوپړ په ښه نيت او سم نصب العين ووهل شي نو دغه دى چې پر لوى څښتن مې توکل کړى د سيند دتاليف نه وروسته مې دپښو دصرف او نحوې په تاليف پېښه وکړه او خاوند تعالى په خپل لطف او کرم سره توفيق راکړ .
دغه کتاب هم په ښه وخت کې دپښتنو عزيزانو او پښتو دشائقينو د استفادې دپاره تيار شو او ډاگي او ډگر ته ووت ددغه وخت ښه والى دغه دى چې دپښتو نهضت او خوځيدل په وطن کې قوت ميندلى او دغه نظريه چې( ملي امتياز ملي شته والي ، ملي يووالي ، ملي لوړ والى ، د پښتو او پښتونوالي پالنه او پاينه دپښتنو روزنه ، ملي عزت دپښتانه هوساتوب ، دپښتانه سعادت...... الخ پښتنو پورې اړه لري) مينده شوې او ديوې ډلې په ککرۍ کې يې ځاى نيولى او ورځ په ورځ خپريږي او عمومي کيږي مخصوصاً دزلمي اعليحضرت پاملرنه او پالنه ډيره او د ډير اهميت وړ ده ټولو له څرگنده ده چې دشاهانه فرمان په اثر پښتو په درستو مکاتبو کې جاري شوه او غوښتل کيږي چې دمعارف درست کتابونه په پښتو واړول شي او له دغه وروسته زده کړه ټوله په پښتو شي همدغسې دکابل په ټولو دوايرو او دمملکت په درستو لتو کې زده کړو ځي (کورسونه) پرانستل شوه او غوښتل کيږي چې له درو کالو وروسته په درسي پښتون ياڼې افغانستان کې پښتو دپښتانه د حکومت رسمي ژبه وگرځي .
زمونږ منلى ټولواک( صدر اعظم صاحب )داعليحضرت ددغه نظرياتو د عملي کولو دپاره ډير کوښښ کوي دمعارف وزارت هم خپل سيک (توان) لگوي همدغسې نور رجال هم شته چې په خپل وار سره دغې خواته پام لري او هم يوه ډله پښتانه دپښتو او پښتونوالي دچوپړ وهلو لپاره حاضر او تيار شوى .
دپښتانه او د چا چې پښتو زده، کوښښ دى چې خپل معلومات په پښتو کې ډير کړي او علمي او ادبي جامه او گاڼه ور واغوندي او چا چې دخپل ليا دبل د ناپامۍ په اثر پريښي او هيره کړې ليا تنې (ورڅخه) نيم گړې پاتې شوى ليا يې نه زده غواړي چې په اساسي ډول سره يې زده او بشپړه کړي په دغه وخت کې هر څوک پښتو کتابونه لټوي مگر افسوس چې دپخوانو دغفلت او ناپامۍ په اثر کتابونه او نور وسايل ډير لږ بلکې دنشتې په قطار او ډلې کې دي على الخصوص دژبې لياره چا ته نه ده معلومه دژبې قواعد غونډ شوي او ليکل شوي او دکتاب په ډول چاپ شوي نه دي دخلکو خواره واره معلومات تراوسه غونډ شوى نه دى او د لومړني توب له امله تتبعات هم اختلاف لري فرصت لا مساعدت نه دى کړى چې مختلفه افکار په يوه مرکز غونډ شي او په يوه شي قناعت او دهغه په اثر سره فکري اتحاد حاصل شي نو گوندې ددغه کتاب ډيرې منلي لوستونکي په لومړي سر کې په ځينو مواردو کې معترض شي او قناعت يې رانه شي او دهغه تتبعات ددغه کتاب سره هينده جلا واقع شي اما که تعصب يوې خواته کېښودل شي او لږ څه حوصله وشي او ژر حکم ونه شي يقين لرم چې تر څو لټلو او پلټلو وروسته قانع شي او موافقت وکړي ددغه لامله چې زما په لاس کې اثار نه وو چې ما تنې څه گټې اخيستې او استفادې کړې واى نو ويلاى شم چې دپښتو دژبې دليارو او قواعدو په غونډولو کې ډير ستړى شوى يم ځکه چې ډيره لټنه او پلټنه يې غوښته ددغه کتاب په ترتيب کې البته د پرديو ژبو دکتابونو نه استفاده شوې او په هغه ترتيب سره ليکل شوى اما پوهان او علما صاحبان پوهيږي چې دژبې لياره قواعد څه دترجمې کار نه دى چې دبلې ژبې څخه ترجمه شي کيداى شي چې زما تتبعات بشپړ نه وي ليا څه رانه پاتې وي نو ځکه زه به هم دغه حکم نه کوم چې دغه کتاب له سره غلطي او سهوه نه لري هر ډول چې وي نه چې د پښتو او پښتنو يو پخواني مين او خادم يم ځان مسعود بولم چې په دغسې وخت کې څېښتن تعالى جل وعلى ماته ددغه کتاب دتاليف توفيق راکړ هيله کوم چې دغه کتاب داستفادې موجب وگرځي او د پښتنواو دپښتو دشايقينو له خوا يو کوچنى چوپړ وگڼل شي که خداى کول .
دغه هم وايم چې ددغه کتاب په تاليف کې زما روکي محمد قاسم خان ابراهيم خيل ډيره مرسته راسره کړې او زه ډير تنې خوښ يم دده خدمت په دغه کتاب کې دقدر وړ دى . همدغسې ملا عبيدالله خان ساپي هم په خپل نوبت سره مرسته کړې او ځينې نور کسان هم چې پېښ شوى څه معاونت يې چې دلاسه کيده کړى .
دغه کتاب فضليت ماب مولوى سيد محمود خان دسرشايي دننگرهار او فضيلت ماب مولوى محمد وزير ځان پيارو خپل دميدان او ځينو نورو پښتنو علما صاحبانو هم ليدلى او تصديق يې کړى .

 

-
بېرته شاته