(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغـان سیکانو او هـیندوانو

[24.Sep.2016 - 21:43]

د افغـان سیکانو او هـیندوانو  کـرغـیـړن ژونـد او د باچا  خان  انسان دوستي
 لیک:ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار
The Misery of Afghan Sikhs and Hindus and the Humanism of Badshah Khan
By: Dr. Rahmat R. Zirakyar,USA 
[email protected]
۲۳ سـپتمبر ۲۰۱۶= ۲  تـله ۱۳۹۵ لمـریـز
څو ورځې  وړاندې مې د یوه افغان سیک ښاغلي دیاسینګ یو شعر په اینټر نیټ کې واورید چې هم یې خوښ کړم او  هم یې غمجن کړم.  دیاسینګ پکتیاوال افغان دی او دایې شعــر او شعـور دی:
انسانیت تـه غاړه کـښیـږدو  ......  انسـان شـو  زه او تـه
کیــنه نکــړو لـه یـوبــله ...... قـربان شــو زه او تـه
کـږلـیـچي  په کې نـشـته .......... اواره  ده  دا لار
راځه چې لاس تر لاسه...... پرې روان شو زه او ته
له یـوه نوره پـیدا یــو ....... څـه  فــرق   په  ما او تا  کې
نــو  څه  که هـیندو سیک  ...... یا مسلمان شو زه او ته
زه  به دومره ووایم چې ژوندۍ دې وي د پښتو سره د منلي دیاسینـګ پښتــونـوالـه او د ټـول افغان  ملت سره  د ښاغلي دیاسینګ  افغانیت! دېته وایي کلتوري سـړیتوب، ملي پیوستون  او بـشري احساس. افغان دیاســینګه! مړینه ستاسې د شعـور رڼا،هـیـواد دوستي او بشر دوستي نشي وژلی!
 
سـریـزه
 
په افغانستان کې  ګڼ  شمیر سیکان او هیندوان په جلال اباد کې اوسیدل ، په تجارت  اوحسابـدارۍ  کې بوخت وو، او د ښار خلکو ته ګران وو.  د دغه ښار په زوړ ښار کې یې ښایسته درمـسال (عبادت ځای) جوړکړی و. په ډیرګمان  سره په  لسم ټولګي کې  وم  چې له  ارنام سینګ نه مې  د  درمسال او هلته د سیکانو د عبادت د لیدلو هیله وکړه.  هیله  مې د زړه له کومي ومنل شوه. بل    سهار ورغلم او څپلۍ مې وویستلې.  په درمسال کې یو سیک هارمونیه غږوله اویو بل تبله وهله. هارمونیه وال په ډیر غلي او خورا خوږ غـږکې  خپلې دینې سندرې اورولې او د تبلې کړنګ به د هارمونیه وال او هارمونیې غږ ته نـڅیـدلو. هر څه په موازنه او ژور فکر روان وو.هلته راته د پښتو یوه مشهوره ټپه را په یاد شوه چې وروسته  د احمدظاهر په غږ کې لاپسې مشهوره شوه  
یـار مې هیندو زه مسلمان یم ......... د یار لـپاره درمسال جارو کومـه
روهیله پـښتو فوروم د سکالو
http://rohella-pashto-forum.com/forum/viewtopic.php?f=36&t=1628
په جـلال آباد کې د سیکانو مشر ارنام سینګ و. زما پلاراو هغه ملګري وو. پلاربه  مې  چې کــله جلا ل  اباد ته لاړ، وروسته د ماسپښـین له  لمانځه به د ارنامسینګ دکان ته ورتللو او دوه  درې  ګیڼـټې به دواړه د سترنج په لوبه کې بوخت وو. زه  به هم د پلار سره د ارنامسینګ دکان ته تللم، په دوه علتونوو: یو دا چې مشرځوی وم او د پلار ټول دوستان  بایـد وپيـژنم،اوبل داچې ارنام سینګ ډیــر مهربان  سړی و او زما لپاره به یې یو چینک د شــیدو چای د لاچي،  کلچـو او زلیبیوو سره راغوښت. ارنام  سـینـګ یو ګـوډ او ډیــر بـــې وزلـــي مسلمان ته د پـیاده په حیث کــار  ورکـړی و.  د څپلـیو او  د غـرمې د ډوډۍ لګښت یې  هم  ورکاوه، د  دوه اخترونو په مهال  به لـه کار نه معــاف و، او د روژې په مهال به یې تر غرمې کار کا وه. پلار مې را ته دا هم ویلي وو چې ارنام سینګ به  بې وزله مسلمانانو ته د کـفن ټوکر وړیا ورکاوه.  په  افغانستان کې د غـیر مسلمانانو وضعه د داخلي جګړې (۱۹۸۹تر ۱۹۹۶زییز) په مهال کرغیـړنه شوه.
 
د غیر مسلمان افغانانو  په اړه  دامریکې د  بهرنیو چارو  د وزارت راپور۲۰۰۷
په افغانستان کې  نږدې ۱۲۰۰ کورنیو ( ۸۰۰۰ وګړیو) افغان سیکانو ژوند  کولو. خو پخوا له داخلي جګړې [۱۹۸۹تر ۱۹۹۶] نه ، نږدې پنځوس زره سیکان او هیندوان اوسیدل. په افغانستان کې اتیاسلنې(۸۰٪) سنیان، ۱۹٪ شیعه  ګان، او نـږدې ۱٪ نور  دینونه (سیکان، هیندوان، او لږ  شمیر پټ عیسویان ژوند کوي. د عیسویانو  شمیر د  ۵۰۰  او ۸۰۰ تنو په  شاوخوا کې اټکل کیـږي. ښایي ۴۰۰ بهایان به هم موجود  وي).  د داخلي جنګ او د طالبانو په مهال(۱۹۹۶سپتمبر تر  ۲۰۰۱ اکتوبر) د غیر مسلمان دیني ډلو ډیرغړي له افغانستان نه ووتل. په ۲۰۰۷ زییز کې، نږدې درې زره(۳۰۰۰) سیکانو او هیندوانو په افغانستان کې ژوند کولو. په دغه کال کې سیکانو په کابل  کې  اووه(۷) عبادت ځایونه لرل، او هيندوانو په څـلور ښارونو کې شپـږ عبادت  ځایونه  لرل. په کابل کې یوه کلیسا او یوه سیناګوګ هم شته وې. د بهایـي عـقیدې  پلـویان پـه افغانستان کې له ۱۵۰ کالونو راهیسې شته دي. غټه برخه یې (۳۰۰ تنه) په کابل کې استوګـن دي، او  پاتی سل  تنه یې د هیواد په نورو سیمو کې  اړولي  دي. د بهایی عقیدي  غړي مرتد ګڼـل شوي دي، او پخپله بهایي عقیده کفر (بلاسفیمي) ګڼل شوې ده. ولولئ:
U.S. Department of State’s International Religious Freedom Report, 2007

 

افغان سیکان د خپل عبادتځاي د میاشتني «لنګر»(وړیاګډ خوراک)په حال کې – سونی اینجل راسموسین/الجزیره
Afghan Sikhs eat breakfast together at the langar in come together every month to share a communal meal[Sune Engel Rasmussen/Al Jazeera] mid-Dec ember
 
 
د  سیکانو او هــینـدوانو  بریـښنا پاڼـې
په کابل ښارکې د سیکانو غټ عبادت ځای په پروان کارته کې «ګوردواره» نومیـږي. د سیکانو او هیندوانو د  ټولنې مرستیال مشر روالي  سینګ په ۲۰۱۵(دسمبر؟) کې وویل چې نږدې څلویښت (۴۰) کالونه وړاندې [۱۹۷۵زییز] په افغانستان کې  تقریبا پنځوس زره سیک او هیندو کورنیو ژوند کاوه. خو اوس یې شمیر۳۶۳ کورنیو ته رالویـدلی دی.   غټ اکثریت یې سیک  کورنۍ دي. د دغه شمیر د راټيـټیـدلو علت دادی چې په وروستیو کالونو کې «پرلـپـسې ټولنـیز تبعیض او  تعـصب» چلیـږي. په کابل کې یواځې ۱۰۲ سیک کورنۍ پاتي  شولې، او یواځې په تیر کال کې له ۱۵۰ نه زیاتې کورنۍ له خپل هیواد افغانستان نه ووتلې. پخوا په جلال اباد او کندهار کې ډیرو سیک کورنیو ژوند کاوه، خو اوس یې «یو څو درځنې» پاتي شوې  دي.په اوسني اساسي قانون کې د غیراسلامي دینونو حق خوندي  شوی دی. هـټیوان (دکان وال) کولجیت سینګ وایي چې په کاغذ سیکان مساويی حقوق لري، خو نوموړی«په شپه کې  بهر نشي وتلی.» د ګوردواره د  نورو  ډیرو کورنیو په څـیر، کولجیت هم خپله کورنۍ هیند ته ولــیـږله او پخپله د خپل کار لپاره پــاتـي شـو. د خپلې عقیدې مطابق، کولجیت  خپل سیک پټکی په سر تړي، ناخریلې ږیره، او فلزي بنګړی په  لاس کوي. خو دغه رواج یې د «مــزاحمت  او  وهلـو» لامل ګررځي. د افغان  سیکانو غټه جمعي کډوالي د  کورنۍ جګړې (۱۹۸۹ تر ۱۹۹۶) په مهال پیښه  شوه.  د طــالبانـــو په  مهال (۱۹۹۶ سپتمبر  تر ۲۰۰۱ اکتوبر) موظف شوو طالبانو ته امر شوی و چې د سیکانو او هیندوانو ټولنو  ته دې  درناوی وشي، په دې شرط چې هغوی به  «جزیه»(مالیات) ورکوي او نور افغانان  به له خپل دین نه، نه اړوي. دغه شان هغوی ته وویل  شول چې باید  ځانونه  د غیرمسلمان په څیروښئ (زیـړټوکر د سینې په  جیب  کې یا د لاس په  مـړوند  کې وځړوي). دغـه  شان هغـوي   اجازه  لرله چې په خپلو  «ګوردوارو»(عبادت ځایونو) کې خپل دیني مراسم  اجرا  کړي، په  دې  شرط چې  غږ یې له  ګوردوارو نه بهر  وانه وریدل شي. خـو کولجـیت سینـګ  وایي چې کله  نا کله به سیکان د  ځینو سرګردان طالبانو له خوا مزاحمت کیدل. د حامد کرزي او اشرف غـني  په ولسمشریو کې هم د سیکانو او هیندوانوسره  کومه پام وړ مرسته نه ده شوې او ټولنې یې  هـرکال کوچنۍ کیـږي. یو بل سیک (سیوینـدر) وایي چې پخوا له جګړو «موږ د نورو  محلي ټولنو» په خوا کې ژوند کولو.  خو د وخت په تیریدلو سره، د داخلي جګړې او طالبانو په مهال «  زموږ په  مقابل کې تعـصب زیات شو. خــلک د  داخلي جګړو او طالبانـو په  واسطه متعـصب شـوي وو.» د داخلي  جګړې په مهال، بیلا بیلو ځایيزو(محلي) کومانــدانانــو «په غــیر
قانوني ډول د ډیرو سیکانو کورونه  او زمکې ضبط کړل» او نور مسلمانان یې هڅول چې د  سیکانو  سره تجارتــي معامـله ونکړي او اقــلـیتي ډلې کمزورې کـړي.
«په جـرمني کې د هـیندوانو اوسیکانو مرکزي  جـرګه» کاږي چې پــه دغـه هــیـواد کې د نـږدې  ۶۰۰۰ هیندوانو او سیکانو استازولي کوي، او په هامبورګ، اِیسین، کاسیل، فرانکفورت [ماین؟]، شتـوتګـارت او میونښـن ښارونو کې یې اړولي دي. نـږدې  ۲۳ [۶۷٪] یې په «ډیره  ښه سویه» (زیر ګوت) په جرمني  کې  «ادغام» شوي  او هیوادوال (تبعـه) شوي دي. خـو نـږدې  ۳۳٪ یـې  د  دې خطر  سره مخامخ دي چې  له المان نه واپس افغانستان ته وشړل  شي.
افغان-جرمن سیکان  او هــیندوان ګیله کوي چې قـومونه  یې په افغانستان کې د «نـژادي تبعـیض او دیني تعـقـیب» سره مخامخ دي، که څه هـم سیکان او هـیندوان له څه دپاسه دوه زره کالونو را هیـسې (د بودیستانو سره یوځای) په افغانستان کې  ژونـد  کړی دی. د بُن پوهنتون د الهیاتو پوهاند
مَـنـفریـد هـوتـر د  ۲۰۰۵ په نیمایي کې په خپله وینا کې دې اټکل ته ګوته نیولې وه چې په۲۰۰۳ کې په غټه  کچه  درې زره هـیندو او سیک کورنیو د افغانستان  په  سیموکې ژوند کولو. نوموړی پوهاند زیاتوي چې «افغانستان هـیڅکله  هـم په هغو  غټــو هیوادونو کې نــه راځي چې هـیدویـزم پکـې چلـیده. له اسلام نه په وړاندې وختونو کې، افغانستان د ایراني زردشتي نفـوذ(۷/۸ پیــړۍ)په سیمه کې راتلو چې بیا یې د  اسلام  په راتلو سره نفوذ له مینځه لاړ، او ختیـزې  اوشمال ختـیــزې برخې  یې د  بودیزم  او نورو هـیندي دیني  مفکورو د اغـیز لانـدې وې. په وروسـتیـــو دوه  تـر درې  پـیــړیـو کې هـیندویزم  بیا افغانستان  ته راورسیـد.... د ۱۹۹۰زییز کالونو په پیل کې، د هیندوانو[هـیـنـدیانو] شمیر نږدې پنځوس زره تنو ته رسیده چې په جلال  اباد،  لغمان، کابل  او کنـدهار کې اوسیدل.»
 
د  سیـکـیـزم عــقـیـدوي ډکـون
سیکیزم اوس په نړۍ کې نهم غټ دین دی چې  ۲۵میلیون وګړي لري. سیکیزم په ۱۵ زیـیـزه  پیـړۍ کې د  ګـورو  نـانـک (۱۴۶۹تر ۱۵۳۹) له لارې  رامینځــتـه شـو. هغـه  د هـیندو په څیـر زیـږیـدلی و، خو  د هـیندویزم غټ ټکي یې  رد کړل. هیڅوک نه پوهیـږي چې  د سیک یا سیکیزم واقعي معنا کومه ده. سیکیزم یو انګریزي لفظ دی چې د لسـوګوروګانو له زده کړو او ښودنو نه راوتلی  دی. سیکیـزم ته«ګورومات» هم ویل کیـږي چې د ګوروګانو نظریې او مفکورې پکې راغـوڼـډې شـوې دي.
سیکیزم د خدای په اساسي عــقیده راچاپــیر دی چې خدای یـو دی، په داسې حال کې چې خدای بیلا بیل نومونه او شکلونه لـرلی شي. د سیکیزم بله اساسي مفکوره د ټولنې په خدمت او د انسانانو په سمــسـمکیتوب (مساویتـوب)  ولاړه ده. په سیکیزم کې د «لنګـر» رواج هم ارزښتناک دی چې په عبادتـځای (ګوردواره) کې  په ګـډ پـخلیځای را څرخي او هر چا ته پکې خوراک وړیا ورکول کیـږي. په سیکیزم کې ټولو دینونو ته دررناوی کيـږي او اعتباري ګڼل کیـږي. دغه شان په سیکیزم کې  د خلکو د عـقیدې، مذهب او رنـګ (تور او سپـین) توپيـر نشته. که څه هم سیکیزم د  هـینـدویزم  سره تاریخي او جغرافیایــي ورته  والی لري، له هیندویزم نه راوتلی نه دی.
د هیندویزم  په خلاف، سیکیزم په توحید ولاړ دی،  او د بُت، مجسمې او ذهني تصویر عبادت  نه مني؛ ځکه چې په سیکیزم کې خدای بې پای، لایتناهي، بې جسمه، بې شکله، تلپاتی، نه ویجاړیدونکی دی او نه لیدل  کیـږي. یو خـدای چې نوم یې حقیقت دی، د  ټولو خالق دی، نه ډار لري، نه نفرت لري، تلپاتی دی، نه زیـږیدلی دی، خپل په خپله موجود دی.
« ګورو» په سانسکریت ژبه کې هغه چا ته ویل کیـږي چې له ذهن/عقیدې نه تیاره لرې کوي. یعنې ګورو مفسر دی، لارښود دی، ښوونکی/معلم دی. ګورو دخدای پوهه د هغه بنـدګانو ته  رسوي. نانک په لس ګوروګانو کې لومړی ګورو و. سیکیزم لس ګوروګان لـرل: ګورو نانک(۱۴۶۹تر ۱۵۳۹)، ګورو انګاد  (۱۵۰۴  تر ۱۵۵۲)، ګورو  امرداس (۱۴۷۹تر ۱۵۷۴)، ګورو رامـداس(  ۱۵۳۴ تر ۱۵۸۱)، ګورو ارجان (۱۵۶۳تر۱۶۰۶)، ګورو هارګوبیند( ۱۵۹۵ تر ۱۶۴۴)، ګورو  هار رای( ۱۶۳۰تر ۱۶۶۱)، ګورو هار کریشان(۱۶۵۶ تر ۱۶۶۴: په پینځه کلنۍ کې تر ټولو ځوان ګورو و)، ګورو تیغ  بهادر (۱۶۲۱تر ۱۶۷۵)، ګورو کوبیند سینګ (۱۶۵۶تر ۱۷۰۸).
په سیکیزم کې د ذهن/شعور پاکي ډیر ارزښت لري. انسانان د خدای په وړاندي مساوي دي او هر انسان د ژوند حق لري. نجات د انسان په اعمالو کې پروت دی. په کورنۍ کې ژوند مهم ګڼل شوی  دی. سیکان باید د خپلو عایداتو لږتر لږه لس سلنې (۱۰٪) د خپل ولس په  خدمت  او مرسته کې او د خدای په خدمت کې ولګوي. یو سیک باید د خدای اراده ومني. مادیاتو ته  باید ډیره پاملرنه ونــشي. بې ارزښته وینا لکه لافــې، چغــلي او دروغ جایز نه دي. د تمباکو، شرابو(الکهولو) ... نه  باید ځانونه لرې وساتل شي. سیک  باید ځان  له تعصب، تبعــیض، کینې  او بې عـدالتۍ نه لــرې   وساتي. «لنـګـر»  په عبادتځای( ګورودواره)  کې د  هر چا لپاره د ترکارۍ وړیا  خوراک دی، ځکه چې تـرکاري په ټولو دیـنونو کــې کارول کیـږي. د سـیکانو د عــبادتـځـای  پخــوانی نــوم «درمسـال» و[په جلال اباد کې هم ورت درمسال ویل کیده]. په ګورودواره  کې د سیکانو سپیڅلی عبادتي کتاب («ګورو ګرانت صاحب») پروت وي. په دغه کتاب کې ۱۴۳۰ مخونه، ۵۸۹۴ مقولې،  ضرب المثلونه، دیني سرودونه، او د هـیند په بیلابیلو برخو کې د  ۱۵ هـیـنـدو او مسلمان شخصیتــونو کړانـدې خونــدي شوې  دي.
درمسال ته سرپټ او  پښې لوڅ ننوتل مجاز  دي. سیکان په  یو خدای  عقیده لري چې د هغوي  په ژبه (پنجابي) کې ورته «وهیګورو» وایي. نارینه  او ښځینه بالغ سیکان د درمسال په بیلابیلو اړخونو کې کښیني. ماشومان په هر اړخ کې کښیناستلی شي. څوک چې نشه او مست وي یا الکهول ورسره  وي، درمسال ته د  ننوتلو اجاه نـلـري. د سیکانو غټ عبادتځای په «امریتسر»  کې دی. سیکان په یو ستر جهانشمول  خدای (اومکاربراهمن) عـقیده لري  چې نه شکل لري، نه ځـانګړی نوم لري، نه بل (ثاني) لري
“One Omkar, having the name of Truth, Creator of all, Without Fear, Without Hatred, Eternal, Self-existent, and the giver of Guru’s blessing.”
پـه لـڼـډ  ډول د سیکیزم د ارزښتونو څلور غټې څـڼـډې دادي: (۱) تواضع، خیرات او مرسته. (۲) سرښندنه، ایمان، وفامني، اوتـفکر(کانـټـیمـپلـیشن). (۳) خلاقــیت او شریفانه فعالیت. (۴) د ټولنې خدمت او د انسانانو مساوي والی.
 
د باچا خان فخـر افغان نظر د برتانوي هـیند د ویش او په صوبه سرحــد کې د هــیندوانو او سیکانو په اړه
 
د مُسلیم لیګ ګوند مشر محمد علي جناح د ۱۹۴۶ د اګیست په ۱۶(۱۸رمـضـان ۱۳۶۵)   نـیغ      عمل(ډایــریکټ اکشن) اعلان کړ چې «موږ باید یا ویشل شوی هـیند ولـرو یا ړنــګ شوی هـیند»:
“We shall have either a divided India or a destroyed India”[telegraphindia.com: 19/9/2016]. 
لکه چې وینو، دغه اعلان د  روژې په  میاشت کې وشو، په هغه  میاشت کې چې د مسلمانانـو په زړونو کې جګ مقام لري! دغه ورځ (۱۸ رمضان/۱۶ اګیست) ښایي د دې لپاره غوره شوې وه چې د هـیند مسلمانانو ته د اسلام د پـیغـمبـر د «بـدر»  جګړه او ورپسې د روژې په میاشت کې  د مکې د نیولو جګړه ور په زړه کړي، او په دې ډول د هـیند د  مسلمانانو په زړونـو کې د   غـیـر مسلمانانو په ضد د هغـوی اسلامي احساسات راوپاروي. را به  شو د باچا خان فخرافغان نظر ته چې په لـر افغـانـستان کې د «خــدایي خــدمـتګــار» موسس و،او د مهــاتــما ګـــانـدي ســره یـې ملګـرتــیا لـــرله.  لاندې به د  عبداالغفارخان باچاخان خپله  وینا وړاندې کړم:
مسلم  لیګ د انګریزانو پیداوار وو...د امن او سلامتۍ  د خرابولو دپاره مسلم لیګ او فـرنګـیان په  یوه سلا وو....په صوبه سرحد [لـر افغانستان] کې د خدایی خدمتګارۍ د  تحریک  په وجه  د مسلمانانو، هندوانو او سیکانو تعـلقات  ډیرښه  وو، ښه څه چې د  وروڼو په شان  وو، دا تحریک د خدای د مخلوق د خدمت او انسانیت تحریک و. دې تحریک په مسلمانانو، هندوانو [او] سیکانوکې د مینې محبت اوخـدمت جـذبه پیدا کړې وه، چې پخوا یې مثال نه و. دا تحریک کلیـوال  تحریک  و، مرکز یې  هم په کلي کې و، ځکه چې اکثریت قـوم په کلو کې اوسي....دا تحریک د کلـو نه
شـروع شو او په ښارونو کې خـور شو....[بهار د هـیند په راجستان کې دی او له ډهـلي نه ۱۷۸ میله(۲۸۶کیلو متره)  لرې دی]. په بهار کې چې کوم فسادونه وشول نو زموږ د صوبې [ صوبه سرحد:لـر افغانستان] د  مسلم لیګ  رضاکاران بهار ته لاړل، دوی خدمت  له تللـي نه وو، دوی په  هـیندو او مسلمان کې نفـرت زیاتولوله تللي وو، او  چې د  هغې  ځای نه واپس  راتلـل نو ډیـر هــډوکي یې له ځان سره راوړل، او په  سرحد  کې یې کلي په کلي  وګرځول او زموږپه خلاف  یې لویه پـراپـيګـڼـډه وکړه او مطلب  یې دا و، چې په صوبه سرحد کې هـم  د هيـندو او مسلمان او سیک  په منځ کې د نقاق او فساد اور بل کړي. ولې فساد یې ونه کړی شو او په  خپل مطلب کې کامیا ب  نه شول، ولې چې  دلته د خدایـي خدمـتګارو د تحـریک  پـه  برکت د فساد او دښمنۍ جرړې ایستلې  شوې وې.»

باچا خان د مهاتما  ګـانـدي سـره  په پـیـښور کې د هـیـنـد له ویش نه وړانـدې، ۱۹۳۸؟/ویکـي پــیدیا
 
خو چې کله  وایسرا  مونټ بیټن«د هندوستان د  تقسیم اعلان وکړو او  دایـې وویل چې په صوبه سرحدکې به ریفرینډم کیـږي،د دې  زموږ په صوبه ډیر خراب  اثر وشو او دلته هم فسادونه شروع شول[ځکه چې هلته په صوبه  سرحد/لر افغانستان کې منتخبه اسمبلی/جرګه شته وه، نوو انتخاباتو ته اړتیا نه وه؛ کانګرس او خدایي خدمتګار پکې بشپـړ  اکثریت لاره. د برتانوي هیند په نورو  اداري واحدونو/صوبو کې چې منتخبې اسمبلۍ وې، هلته نوو انتخاباتو ته اړتیا نه وه:«موږ خو د مسلم لیګ نه اکثریت ګټلی و، نو بیا  بل الیکشن ته څه ضرورت و.» ]. نو بیا مسلم  لیګیانو د  پیښور په  بازارونو او لارو کوڅو کې بيګناه خلک قتلول شروع کړل. د پیښور ښار بازارونه بند شول، هیندوان، سیکان په خپلو کورونو  کې قید وو، بهر ته راوتی نه شول، په کورونو کې هم د دوی عزت، دولت او سرونه محفوظ نه  وو.» د خدایی خدمتګار  «د حکم  د رسیدوسره لس  زره خدایي خدمتګار پیښور ته راغلل او د راتلو سره یې  هیندوان او سیکان د خپلو کورونونه   بهـر راوښکل، دکانونه  یې پرانیستل او کاررونه یې شروع  کړل. د دوی په دکانونو د خدای  خدمتګار پـیـرې ولګیدې چې مسلم لیګان ورته  ضرر پـیښ نه کړي، او د  هـیندوانو،  سیکانو مال، ځان او عـزت محفوظ شو. دغه شان په ټـول  صوبه [سرحد] کې  چې کوم کوم  ځایی  خدایي خدمتګار ووهلته د  هیندوانو،سیکانو مال، ځان، عزت  په امن وو.  په دوی کې  بعضې انګریز پرست هـیندوان  هــم وو چې د پیـرنګیانـو او  [مسلم]لیګیانو په اشارو ګډیدل....که د  کانګرس مشـرانو  زموږ  سره  بې وفایــي کـړې نه  وی او [دهـیـند] د تـقـسیم مسئله  یی منلی نه وی   نو په صوبه سرحد کې به د هیندوانو، سیکانو او موږ ته  دومره د سر او مال زیان  نه وی رسیدلی او نه به سیکان او هیندوان دومره تباه او برباد شوي نه وی.»باچا خان فخر افغــان دې پایلې ته رسـیــږي چې :« تر اوسه پورې  هغه هـیندوان او سیکان چې د  صوبه سرحد نه په زور  ویستل شوي دي، او هـیند ته تللي دي ځان ته اوس هم خدایي خدمتګاران وایي. هر کله چې زه هیندوستان ته تللی یم نو هغه مینه  او محبت د هغـو هــیندوانو او سیکانو په زړونو کې محسوسوم. تاسې وګورئ چې څه وخت په هیندوستان کې د تقسیم په وخت کې فسادات شروع شول، نو خدایي خدمتګارو دلـته [په صوبه سرحد کې] د خپلو هـیندوانو او سیکانو د حفاظت د  پاره څومره  تکلیفونه تیــر کړي دي او کوم ځای کې چې خـدایي خدمتګار وو، نو هلته یې  دوی بچ کړي او د  دوی د مال او ځان  حفاظت یې کړی دی. بل  طرف ته تاسو کانګرس ته   وګورئ چې د  هـیندوستان  په هـیـنـدو  او مسلمان کې یې څومره نفرت پيدا کړو او څومره تشـدد یې وکړو، خو حقیقـت دا دی  چې عــدم تـشـدد د هـغـوي پــالـیـسي وه او زمـوږ عـقـیـده  وه  او ده!!» ـ ۱۳جولای۱۹۸۱.  ولولئ:  عـبـدالـغـفـار خان (باچا  خان)۲۰۰۸.
زما ځـیـرکـیار پـه آنـد،عـبدالـغـفارخان مشهور په باچاخان او فخـرافغان هـغه ځلانـده معـنـوي موسـسه ده  چې په شـډله پـښـتـني ټـولنه کې یـې د معـنوي او سیاسي مـوسـسو بوزغلی وکاره او سَـوکه سَـوکه (ورو په ورو) یـې خوبیالی پـښتون د چُـوف او کـوف له منګـولو  راوویـست.
زه ځیرکیار د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهـنځي له پخواني استاد او رئیس منلي رڼـاګل اریـوبـزي نـه د زړه له کومي مننه کوم! ځـکه چې په دې لیکنه کې یې په لـر افغانستان/پښتونخوا کې د سیکانو او هـیـندوانو په اړه زما پام په سکایـپـي علمـي بحث  کې د بـاچا خان فــخـر افغـان کتاب تــه (د ۲۰۰۸/۱۳۸۷ چاپ) راوګرځاوه. ځیرکیار
 
چـیـنـې او لـڼـډې بـډېرې
 
عبد الـــغـفارخان (باچاخان)، زما ژونـد او جــد و جـهـد. خپرندوی: د  افغـانستان د کلـتوري ودې ټـولنه- جرمنی. چاپځای: دانش خپرندوی ټولـنه، پیښور: ۲۰۰۸، مخونه: ۷۷۰ تر ۷۸۶.
د  باچا خان د دې  کتاب د لاسي نسخې په ساتنه کې ښوواند عـبدالله  بختـاني خـدمتګار[خــدایـي خدمتګار] دروند مسولیت ادا کړی دی. زما د پخو معــلوماتو له  مخې پوهـانـد بختانی خـدمـتګار ،   بـاچاخان  فخـرافغــان ته ډیـر نږدې و او په افغانستان کې لومړی خدایي خــدمـتګار دی.  
 ‌​
Dr. Gunisha Kaur, Lost in History: 1984 Reconstructed. Sikh Spirit Foundation.  2nd ed., 2009
د میرمن ډاکتر ګونیشا کاور دا کتاب په ۱۹۸۰  او لومړیو ۱۹۹۰ کالونو کې د سیکانو د تازه موضوعګانو د څیـړنې لپاره د مراجعې ښه کتاب دی، په تیره د بشر په حقوقـو باندې د تیري د څیړنې لپاره. لیکواله د بشر د حقوقـو فعالیت ګره هـم ده.
 
Patwant Singh, The Sikhs. Paperback, 2001
په دې کتاب کې د سیکانو  تاریخ له ۱۵ پیـړۍ تر اندیرا ګاندي څیـړل شوی دی. په ۱۹۸۴ کې د سیکانو په عبادتي مرکز برید وشو اود ۳۰۰۰ سیکانو ژوند  پکې په نوي ډیلي کې پای ته ورسید. خو  لیکوال نه وایي چې ولې هـیندي عسکر د سیکانو په مقابل کې ودریـدل. ښایی د سیکانو مساواتي نظام به د هیندوانو د طایفـوي نظام سره په ټکر کې و؟  بـودیـزم  په هـیـند کې وزیـږیده، خو هلته  یې  پـرمختـګ ونـکړ. [ اندیرا ګاندي د هیند د ملي کانګرس کوټلی شخصیت و او دوه ځلې لومړۍ وزیره شوې  وه:۱۹۶۶ تر۱۹۷۷؛ ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۴. هغه د خپل دوه سیک محافظانو له خوا د ۱۹۸۴ د اکتوبر په ۳۱ ووژل شوه. «خالصتان» په پنجاب سیمه کې د سیک مليګرانو  د سیاسي خپلواکۍ خوځښت و. کله  چې په ۱۹۴۰ کې مسلم لیګ په خپل پریکړه لیک کې د مسلمانانو بیل اسلامي هیواد  وغوښت،  د سیک مشرانو يوه ډله اندیښمنه شوه چې د راتلونکو هـیندي او  اسلامي دولتونو په جوړیـدا سره به د سیکانو ټولنه بې دولته  پاتی شي. له دې  امله سیکانو د «خالصـتان» مفکورې ته ډډه ولګوله چې په لوي پنجابستان کې  به د سیکانو دیني واکمنۍ ته لار  هواروي]- ځیـرکیار
 
Patwan Singh and Harinder Kaur Sekhon, Garland Arounf My Neck: The Story of Puran Singh of Pingalwara. 2001
دا کتاب د بې وزلـو، تـش لاسـو، معــیـوبانـو، کـړیـدلو او  د ټـولنې د ټـيـټې پـټې د انسانانو پــه غـوږونو  کې د بـــشـر دوســتــۍ او نوع  دوسـتـۍ  اذان کوي!
 
Dr. I. J. Singh, The World According to Sikhi. Centennial Foundation, 2006.
دا کتاب  د سیک فلسفه د کتنې لاندې نیسي او د نوې ټولنې په بلنـو (چیلینجونو) یې ازمـوي. دا کتاب یو معنوي سفـر دی د ځان پـيـژندنې لپاره او یوه ډیـوه ده د مساوات - طلبې ټولنې د میندلو لپاره!
 
Eknath Easwaran, Nonviolent  Soldier of Islam: Badshah Khan, A man to Match His mountains. (Tomales, California 94971: Nilgiri Press P.O. Box 256),  1984, 2nd edition 1999
د دې کتاب  د لومړي انګریزي  چاپ(۱۹۸۴) سرلیک د دوهـم  چاپ(۱۹۹۹) د انګریزي سرلیک سرچـپه لیکل شوی و. د دوهم  چاپ(۱۹۹۹)  سرلیک  زما په وړاندیـز مخکې – وروسته شو په دې دلیل چې  ډیر خلک  دغه سرلیک  ته متوجه کیـږي؛ «د اسلام بې تاوه عسکـر» لویـدیزوالو ته یوه نوې ښکارنـده (پدیده) ده او اسلام د نړۍ دوهـم غټ دین دی. په دې ډول مو په یو غـشي دوه مرغۍ وویـشتلې.
 
ویبـسـايـټـونه
 
Dr. Sher Zaman Taizai, Bacha Khan in Afghanistan,” June 2002[asianreflection.com  22 September 2016]; Hamid Shalizi, Afghanistan’s dwindling Sikh, Hidu communities flee new abuses. Reuters.com[12 September 2016]; Hinduwebsite.com [11 September 2016]: afghan-hindu-germany.de [10 September 2016]; Sikhsexodus.com[ 9 September 2016]; Concepts of Sikhism. Compiled and Edited by: Dr. J.S. Mann,MD & Dr. S.S. Sodhi, Ph.D. Halifax, Nova Scotia, Canada; Zentralrat  der afghanischen Hidus and Sikhs in Deutschland e.V.; U.S.  Department of State’s International Religious  Freedom Report, 2007[ 10 September 2016]; Sikhism, Basic Concepts. Compiled by: Jayaram [11 September 2016].
 

-
بېرته شاته