(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ټرمپ بریا

[10.Nov.2016 - 20:47]

لیک: ډاکټر فیض محمد ځلاند

د ټرمپ بریا ټوله نړۍ حیرانه کړه، د یوویشتمې پیړۍ د پیل سیاستونه لکه چې د شلمې پیړۍ د پیل په څیر په ملتپالو باورونو ولاړ دي. د نریندر مودي بریالیتوب په هندوستان، د ویلادیمر پوتین محبوبیت په روسیه کي او د ډیوډ کمیرون ماته په انگلستان کې ټول د ملتپالو سیاستونو د را ټوکیدو پیل بللی کیږي.

د ټرمپ بریالیتوب گڼ دلایل لرل چې تر ټولو مهم یې د امریکا د ملتپالنې (نشنلیستي) شعارونو په اساس گڼلی کيږي، د امریکا گڼې ستونزې لکه کوردننه د لږکیو ځواکمن کیدل د سپین پوستو امریکایانو په پرتله، د کورني اقتصادي ځوړ، له امریکا بهر د امریکا د ناکامو پوځي ماموریتونو زیاتوالی او دارنگه د اوباما د ناکامو سیاستونو پایله گڼلی شو. ټرمپ په اخلاقي لحاظ د امریکا د غالب اخلاقي نظر (د بربڼډوالي د ملاتړ، د همجنسبازانو د ملاتړ، له ښځو څخه د لولکو او د حوس د پاره د استفادي د کلتور عامول) استازیتوب کوي، د ټرمپ نظریات د ښځو په هکله نړۍ او گڼ امریکایان حیران کړل کله یې چې په یوه وینا کې د ښځو په اړه خپل نظریات وړاندې کړي و، داسې بریښیده چې نور نو ټرمپ په امریکایي ټولنه کې ځای نلري، د امریکا د نیم نفوس (ښځو رایه) ترې واخیستله شوه او په دې توگه به ټرمپ ټاکنې وبایلي، خو اوس د ټرمپ بریالیتو په دې مانا دی چې د امریکا نیم نفوس (ښځو) هم د ټرمپ د شهوت او بربڼډوالي ملاتړ کړی دی.

د ټرمپ اغیز په نړیوال سیاست!
د ټرمپ په راتگه سره په نړیوالو سیاستونو کې گڼو بدلونونو ته لار هواریدای شي، دا ځکه چې ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د نوماند په توگه سپینه ماڼې تر خپلې ولکې لاندې راوسته، خو د دې تر څنگ جمهوري غوښتونکو د سنا او کانگریس دواړه خونو اکثریت چوکۍ هم گټلي دي چې په دې توگه د ټرمپ حکومت به د پالیسیو دبدلون او د نويو تگلارو د جوړیدو غښتلی او ځواکمن ملاتړ له ځان سره ولري، د کانگریس او سنا کردار د امریکا په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې ډیر روښانه دی چې د دې  دواړو خونو ملاتړ به د ټرمپ د بدلون راوستلو له تگلارې سره غښتلي مرسته وکړي. د ټرمپ نژدي اړیکې له ولادیمر پوتین سره کولی شي د امریکا او اروپا په اړیکو اغیز ولري، د سوريي جگړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي، د داعش په خلاف د امریکا او روسیې د گډو هلو ځلو په نژدیوالي کې  همکاري وکړي.

ټرمپ وار دمخه په پخپلو ټاکنیزو مبارزو کې دا ویلي چې دی به له روسيي سره د داعش په ځپلو کې لاس په کار شي، دا نژدېوالي به اروپا او امریکا په اړیکو هم نیغ په نیغه اغېز ولري. د ټرمپ دا نظر د ناټو غړي هیوادونو باید د ناټو د جوړښت د ټینگښت او غړیتوب د پاره فیس (مالیه) ورکړي واردمخه اروپا په اندیښنه کې اچولي چې د ټرمپ راتگ به د اروپا او د ناټو د غړو هیوادونو یا تر ډیره بریده د اروپا تر منځ اړیکې خړې پړې کړي.

ټرمپ ایران ته هم گواښ کړی چې هیڅکله به ایران ته اجازه ورنه کړي چې د اتومي وسلو خاونده شي، دارنگه د ایران سره د اوباما د اداري د اړیکو د نژدیوالي خلاف دی، کیدی شي د ټرمپ په راتگ سره په ایران بندیزونه سخت شي، د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ترینگلي او د د متخاصمي (جگړېزې دیپلماسۍ) دیپلماسۍ ډول خپل کړي.

ټرمپ د خپلې ملتپالنې تگلارې له امله د نریندر مودي سره ورته سیاستوال پرتله کیږي، د هندوستان سره د ټرمپ اړیکې کیدی شي له هر بل وخته نژدي او دوستانه پاتې شي، دا به د چین او امریکا او دارنگه د امریکا او پاکستان په اړیکو نیغ په نیغه اغیز ولري، د دې اړیکو له لارې کیدی شي د هندوستان د اقتصادي پرمختگ، په سیمه کې د سیاسي تگلارو د پیاوړتیا او برلاسۍ لورې ته لار هوار شي.

ټرمپ او پاکستان!
د ټرمپ راتگ له هر بل هیواد پاکستان ته ډیر خطرناک ثابتیدای شي، د افغانانو د پاره دا ښه زیری کیدی شي، ټرمپ غواړي پاکستان ریښتوني سیاست ته اړ کړي، واردمخه ټرمپ ویلي چې دی به پاکستان نظامي مرستې بندي کړي، له پاکستان څخه به اتومي وسلې له دې امله واخلي چې پاکستان یې د ساتلو وړتیا نلري، دارنگه یې پاکستان د ترهگرۍ په ملاتړ تورن کړی چې پاکستان باید له خپل دوه رنگه منافقانه سیاست څخه را وگرځي کنه د ترهگرۍ د ملاتړو هیوادونو په نوملړ کې به یې شامل کړي او بندیزونه به پرې ولگوي، په پاکستان کې د ترهگرو په خلاف د بریدونو گواښ هم کړی چې که له پورته ذکر شویو گواښونو څخه یو هم د پاکستان په وړاندې عملي کيږي دا به د پاکستان په کورني او سیمه ییز سیاست بد اغیز وښندي.

پاکستان به سر له اوسه د خپلو تگلارو په اړه د بیاکتنې کمیټې کینولي وي، تر څو د امریکا غوښتنو ته مثبت ځوابونه پیدا کيړي، د ټرمپ فشار په پاکستان کولی افغان لوري سولې او سلا ته اړ کړي. د ټرمپ د وینا له مخې افغانستان کې دولت جوړونه د امریکا دنده او لومړیتوب نه دی، له دې امله که ټرمپ د افغانستان د پریښودو پریکړه کوي کیدی شي د سولې د بریالیو هلو ځلو کوښښ ته اوږه ورکړي چې دا به تر ډیره د افغان سیاسیونو، په ځانگړي توگه په جگړه کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د مثبتو اړیکو او د سولې د ولسي هلو ځلو په پایله کې امکان پذیره وي.

ټرمپ له سوداگرۍ څخه سیاست ته را اوښتی دی، ځکه خو تمه کیږي چې تر ډیره به یې سیاستونه په گټې او تاوان ولاړ وي، د عقدو پالل، د تاوان د قمار سیاست او د گډوډیو څخه د ځان په گټه د استفادي هلو ځلو تمه ترې نه کیږي، د ترمپ په راتگه سره ویلی کیږي چې د جمهوري غوښتونکو په گوند کې هم د پالیسۍ لوی بدلون ته اشاره کیږي، جمهوري غوښتونکی گوند تر ډیره په کورني سیاست کې ناکام او کمزوری پیژندلی کیږي، خو اوس داسې ویلی کیږي چې کیدی شي د ټرمپ راتگه د تاریخي کلتور د دې گوند وربدل کړي، له بهرني سیاست څخه کیدی شي جمهوري غوښتونکي سیاستوال په لومړې ځل په کوردننه کې د اقتصادي پیاوړتیا، د ټولنیزو بدلونونو، د مالیاتو او د بیمې د سیستمونو د پیاوړتیا خواته خپل کاري تمرکز زیات کړي چې دا تگلاره به د نړۍ له ارامي، سوکالۍ او پرمختگ سره هم لویه مرسته وکړي.

ټرمپ او افغانستان!
د ټرمپ د سیاسي تگلارو د بدلونو لومړنی بڅرکی کیدی شي د ۲۰۱۷ کال د منځ څخه را برسیره شي، تر څو د یوې هر اړخیزې څیړنې او کاري ټیم په رامنځته کولو سره د دې بدلونونو د سم سمي د پاره لاس په کار شي، خو که د ملي وحدت په حکومت کې دغني او عبدالله ترمنځ د اختلاف یا بحران کومه لویه بیلگې را وړاندې شي، د دوی اختلاف دیته اړتیا پیدا کړي چې امریکا دې په کې منځگړیتوب وکړي، کیدی شي د ټرمپ د اداري د سخت، غوسناک غبرگون سره مخ شي، د حکومت د بدلون، د مخکې له وخته د ټاکنو د ترسره کولو، د لویي جرگې د رابللو او د سولي په پایله کې د لنډمهالي حکومت د رامنځته کولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

هغه کسان چې غواړي په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د ړنگولو بریالي هڅې وکړي باید د واشنگټن په لورې ژر تر ژره مخه کړي، د لابي پیل یې لا اوس لازمي دی، ټرمپ پخپلو سیاسي تگلارو کې د بدلونو په اړه مثبت او جدي ښکاري چې له دې فرصت څخه گټه اخیستنه به لازمي پایلي ولري.

-
بېرته شاته