(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیکنښې

[19.Nov.2016 - 15:33]

لیکنښې
لیکوال: پوهنوال عبدالقدیر خموش 

بې له تورو نه ځینې ټکي او نښې هم شته، چې دلیک په لوستلو کې دخل لري او یوه جمله یا کلمه له تېروتنې او اشتباه او ابهام څخه ژغوري، یعني ددغو نښو او ټکو په لیکلو سړی پوهېږي، چې په کوم ټکي باید سړی ودرېږي او کومه جمله یا کلمه په بلې پورې وتړي. د تعجب، پوښتنې، خطاب او نورو کیفیاتو څرګندونه په همدغو نښو او ټکو کېږي، چې په لیکلو کې ډېر اهمیت لري او دلته یې په مختصر ډول ښیو.
1. کامه یا فاصله یا بېلوونی (،): دا نښه د هغو کلمو ترمنځ لیکل کېږي، چې یوه په بلې عطف وي. لکه: زما په باغ کې مڼې، ناک، زردالو او ښفتالو شته. همدارنګه یوه وړه یا نیمګړې جمله له بلې نه په همدغه  نښه بېلېږي. لکه: څه دې راکړه، بېرته مې درکړه. دې نښې ته فاصله )بېلوونی( وايي.
2. وقفه یا دروونی (؛) : دا نښه له فاصلې نه زیاته وقفه او دمه راولي او دداسې جملو په اخر کې راځي: زه له چا سره بد نه کوم، بدي مې نه ده خوښه؛ نیکي مې خوښه ده. دې نښې ته وقفه یا دروونی وايي.
3. ټکی یا نقطه ( . ) : دا نښه د یوې بشپړې او کاملې غونډلې )جملې( په اخر کې ږدي او د خبرې د تمامښت علامه ده. لکه: زموږ هېواد ډېر غرونه لري. شپانه په غرو کې او قصابان په ښارونو کې دي.
4. څرګند نښه یا شارحه ( : ) : دا نښه د هغې جملې یا کلمې په اخر کې راځي، چې شرح او تفصیل یې ورپسې وي. لکه: زړه مې غواړي: یو ښه دوست پېدا کړم، یوه ښه کتابخانه ولرم او د ښه نامه خاوند شم.
5. کرښۍ ( – ): دا نښه څو ځایه او په دې ډول استعمالېږي: 
اول: د معترضه جملو د ښودلو له پاره. لکه: هغه ورځ – خدای دې بیا نه راولي – په ما باندې څومره وغمېده چې ته رانه خوا بدی شوې.
دوهم: چېرته چې په کوم داستان یا مقاله کې ددوو تنو سوال او ځواب وي، نو د هغوی نومونه نه اخېستل کېږي او دغه علامه د یوه او بل د نامه کار ورکوي. لکه:
احمد وویل: محموده – چېرته ځې؟
محمود: ننګرهار ته ځم.
- څه کوې؟
- خپل کور ته ځم مور او پلار مې غواړي.
- په خېر ولاړ شې درته د ښه سفر هیله کوم....
درېم: په همدغسې ځای کې لیکل کېږي، لکه چې دلته وروسته اول، دوهم،درېم، کې ولیکل شو.
6. پوښتن نښه یا سوالیه (؟): دا نښه د سوال او پوښتنې علامه ده، د هرې جملې په اخر کې چې دغه نښه وي، هغه جمله د استفهام معنا لري. لکه: دی باغ ته ځي؟ که دغه علامه او نښه ددغې جملې په اخر کې نه وي، نه معلومېږي چې د لیکونکي مقصد اخبار دی او که پوښتنه...
7. غږ نښه یا ندایه (! ): دا نښه د خطاب،تعجب،تحسین او افسوس له پاره ده. لکه په دې لاندې جملو کې ښاغلو! ملګرو! عزیزانو! پاڅېږئ! د وطن خدمت وکړئ!
دا نښه کله د جملې په اخره کې وي او زیاتره همدغه ډول استعمالېږي، چې په پورته جملو کې یې وینئ.
8.  لیندۍ یا قوس () : ددغسې دوه لیندئیزو کرښو ترمنځ هغه توضیح یا معترضه جمله لیکل کېږي، چې ډېر زیات اهمیت نه لري او حذفول یې جملې ته څه زیان نه رسوي. لکه: ... د رحمان بابا اشعار )چې ستا خوښ دي( د ساده انشا ډېره ښه نمونه ده. خاص نومونه، اعداد او خارجي کلمات هم په دغو کرښو کې لیکل کېږي. لکه: زما ملګری )احمد( راغی، ستا ورور له مانه )۱۰( کتابه وړي دي.
9. نېخکونه [      ]: دا نښه هلته په کارېږي، چې په یوه معترضه جمله کې بله معترضه جمله یا کلمه راشي نو دغه دواړه جملې داسې لیکي. که رښتیا ووایم [ خدای مې دې غاړه نه نیسي] دا سړی ډېر بد سړی دی. 
10. غبرګې لیندۍ ((  )):  کله چې یو عبارت له کوم کتابه رانقلوئ یا کومه مقوله راوړئ نو په دغو کرښو کې یې لیکئ. لکه: ................ زموږ لارښوونکي ویلي دي )) د وطن مینه د ایمان جز دی.((
11. درې ټکي ( ... ): دا نښه په لیک نښو کې ډېر زیات اهمیت لري. که څه هم ځیني لیکوالان ددغو دریو پرله پسې ټکو مراعات نه کوي او لکه چې انصراف یې مقصد وي او یا غواړي چې کوم کوم عبارت حذف کړي، هلته بیا په خپله خوښه هرڅو ټکي یې چې زړه ږدي، چې په نتیجه کې لیکنه یې کمزورې او له ګډوډۍ سره مخ شي، په داسې کې چې باید په دغه ځای کې درې ټکي پرله پسې )...( سره کېښودل شي. پاملرنه که تر دغو دریو ټکو وروسته پراګراف پای ته ورسېږي نو بیا لازمه ده، چې یو بل ټکی هم ور زیات کړای شي یعني څلور ټکي کېښودل شي، چې دغه څلورم ټکی د جملې د پای ته رسیدو او توقف دی.
» د افغانستان خلک چې یو لرغونی فرهنګ او د ویاړه ډک تاریخ لري ... د خارجي دښمنانو پرضد یې په پوره مېړانه سره مبارزه کړې او ... ددې خبرې د ثبوت له پاره د افغانانو او انګرېزانو درې بېلې بېلې مشهورې جګړې یې ښې نمونې دي.«
12.  څو ټکي (........): دا علامه او نښه د خبرو د قطع کولو او د ځینو کلمو د نه لیکلو علامه ده. لکه: ...................... زما په کتابتون کې ددغو علومو کتابونه شته. صرف، منطق، فقه......... زما ځای ته څو تنه راغلل چې نومونه یې دا دي عصمت،فیصل،اصف،بهشته.............
13. (***): د ستورو نښه که څه هم ډېر استعمال نه لري، خو بیا هم په لمن لیکونو کې ددې له پاره راځي، چې د اصلي متن ټاکلو او معینو برخو ته اشاره وکړي. یا چېرته چې د یوې مقالې یوه برخه تمامه شي او بله برخه شروع کېږي نو د دواړو برخو ترمنځ دغه نښه یعني ستوري لیکل کېږي، چې یوه برخه له بلې څخه بېله کړي. یا هم ددې له پاره چې لیکوال د خپلې موضوع په خاطر په حاشیه کې کوم ماخذ، کومه تبصره یا داسې نور وښيي، نو ورته لازمه ده، چې ستوري استعمال کړي. لکه: » ډاروین معتقد وو چې د ښکلاپېژندنې احساس یوازې په انسان پورې مربوط نه دی.«*
14. ټینګار نښه ( ـــ ): کله کله لیکوالان په خپلو لیکنو کې داسې کلمې،جلمې او پراګرافونه راوړي، چې نسبت نورو کلمو،جملو او پراګرافونو ته یې اهمیت زیات وي او یا یې هدف دا وي، چې پر ځینو عناصرو او مسایلو باندې تاکید وکړي، نو دلته لازمه ده، چې دغسې کلمې،جملې او پراګرافونه دلیکنې تر نورو برخو روښانه او برجسته وښوول شي. ددې کال له پاره لازمه ده، چې نوموړي مطالب یا باید د خط په یوه بېل طرز ولیکل شي یا یې تر لاندې مسقیمه کرښه وکښل شي، څو د لوستونکي پام ځان ته جلب کړي.

-
بېرته شاته