(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دروښاني غورځنګ

[17.Dec.2016 - 16:13]

دروښا ني غورځنګ بنسټ ایښودونکی بایزیدانصاري ( پیر روښان)
لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد

کله چې په ۱۵۲۶ زیږدیز/میلادي کال کې دهند دلودي پښتنو دریم او وروستی واکمن سلطان ابراهیم لودي دپاني پت په مشهور ډګر کې دمغولي بابر له لاسه شهید شو نو په هند کې دپښتنو برم او شان او شوکت دزوال خواته روان و .په همدې وخت کې دهند دپنجاب دجلندهر په سیمه کې دشیخ عبدالله اورمړ په کورکې یو ماشوم پیداشوچې بایزید یې ورباندې نوم کیښود چې وروسته په پیر روښان سره مشهورشو..دپښتني شجرو پر بنسټ اورمړ سړ بني پښتانه دي چې د جنو بي و زير ستان په کانېګروم،د پېښور په شا اوخوا او د افغا نستان د لو ګر په و لايت کې مېشته دي٠د اورمړ اصلي نوم عمر دين و چې وروسته د اورمړ په نا مه مشهور شوی دی ٠پښتني توکم پو هانواورمړ د شر خبون زوی او د سړبن لمسی ګڼلی دی٠ دپیر روښان اصلي ځای دوزیرستان دکانیګورم سیمه وه. ویل کیږي چې دد ه دنسب شجره حضرت ابو ایوب انصاري ته رسیږي نو ځکه دی دخپل نامه سره دانصاري کلمه هم راوړي .
پیر روښان دکوچنیوالی نه دغوره عادتونو درلودونکی و. دروغ یې نه ویل ، رښتونی و ، تل به یې دالله عبادت کاوه ،روژه به یې نیوله او دخپلو کښتونو تر څنګ یې دنورو خلکو کښتونه هم ساتل او مرغان او حیوانا ت به یې ځینې شړل.ابایزید دخپلې ځوانۍ په وخت کې پښتونخوا ، هند او دمنخنۍ اسیا او ما وراء النهر ته هم سفرونه کړي دي او په دغو سفرونو کې یې ډیرې علمي تجربې تر لاسه کړي دي .
پیر روښان پر پښتنو باندې دمغولو دظلمونو نه ژوره کرکه درلودله او دکندهار په سفر کې یې دمغولو حاکم بیرم خان ته داهر څه په ډاګه کړل چې دده په کتاب صرا ط التوحید کې راغلي دي . مغولو پر پښتنو باندې تر دې حده ظلمونه کول چې ساری نلری.وه ورځ دمغولو سرتیرو یوه پښتنه میرمن ونیوله او دژرندې له پله سره یې دده ویښتان وتړل چې دژرندې تیږه به تاویدله نو داه به هم ورسره څرخیدله.
دپیر روښان دکو چنیوالي ددورې استاد او ښوونکی ملاپاینده نومید . بایزید روښان چې دمغولو پر خلاف کوم غورځنګ پیل کړ نو دده دسرګرمیو او سیاسي جد او جهد او فعالیتونو مرکزونه تیراه ، خیبر او دننګرهار غرونه وواو په دغو غرونو کې ازاد پښتانه اوسیدل. . دده دزمانې په خلکو کې دوه کسان ډیر مشهور دی چې یو یې سید علي ترمذي و چې په بیربابا سره شهرت لري او بل هم اخون درویزه ننګرهاری دی چې دواړو کسانو دهند دمغولي دربار سره ژورې اړیکي درلودلې دي او اخون درویزه خو پیر روښان د(پیر تاریک) په نامه هم نومولی دی. روښان دمغولو سره ډیرې جګړې وکړې او ډیر زندانونه یې هم ګاللي دي.په دغو جګړو کې یې چې له مغولو سره وکړې دتیرا جګړه ، داشنغر (هشتنګر) جګړه او دتور راغه جګړې مشهورې دي .پیر روښان دتوړر راغه په جګړه کې دمغولو له خوا ووژل شو. او اخلافو او مریدانو یې دده تابوت دبټه نګر سیمې ته یووړ چې دغه ځای دکاڼی ګروم نه درې ورځې پلې مسافه یا واټن لري .
دپیر روښان ترمړینې وروسته دهند دمغولو پر خلاف دمبارزې لارویان دده زوی جلا ل الدین ، او دجلا ل الدین زوم او لور احداد اوبي بي الا یی وو.
د بايزيد روښان له هغو آثارو او کتابونو نه چې اوس شته داسې څرگندېږي چې بايزيد په عربي او اسلامي علومو پوه و، په تفسير او حديث او فقه کې يې مطالعه درلودله او په تصوف کې يې نظراً او عملاً لوی لاس درلود او هم ثابتېږي چې بايزيد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او پنجابي پوهېده. د ده د ليکل شويو آثارو څخه تر اوسه دغه آثاررا پاتې دي :
د پښتو رسم الخط
صراط التوحيد
حالنامه
مقصود المومنين
فخرا لطالبين
خيرالبيان
د بايزيد پير روښان يوه نومورکې رساله
مکتوبات
د بايزيد سرودونه
:::::

دروښاني غورځنګ یوه نامتو مبارزه بي بي الایی
مېرمن الايي د بايزيد پير روښان د زوی جلال الدين لور وه، چې د نورو ديني علومو تر څنگ يې د بايزيد روښان مشهور آثار (خير البيان) او (مقصود المومنين )له پلاره لوستلي وو. د علم، پوهې او فضیلت څښتنه وه . کله چې جلال الدين روښاني په غزني کې له مغولو سره په يوې جگړې کې سخت ټپي او بيا له هم هغه ټپه مرگ ته نږدې شو نو خپله لور الايي يې د خپل وراره د شېخ عُمر د زوی احداد په نامه کړه او د خپلې گوتې د مهر په هکله يې چې د مشرۍ نښه وه، هم احداد ته د ورکولو وصيت وکړ. الايي له احداد سره واده وکړ، ډېره پرې گرانه وه او زياتره چارې به يې د هغې په خوښه او مشوره تر سره کولې او په اولادونو کې يې زوی عبدالقادر او لور دريا خاتون د روښانيانو د ملي مبارزو او طريقت په لړ کې له ښه نوم او شهرت نه برخمن دي. مېرمن الايي د هغې زمانې له مغولي گورگاني حکومت سره د روښانيانو د ملي مبارزو په لړ کې فعاله ونډه لرله او خپل مېړه او بيا ورورسته خپل زوی عبدالقادر ته به يې غوره مشورې ورکولې او فکري مرسته يې ورسره کوله. کله چې په ۱۰۳۵ لیږدیز کال کې د مېرمن الايي خاوند احداد شهيد شو او د هندي مغولو گومارلی چارواکی مظفر خان د خيبر درې له لارې له خپل پنځوس زریز لښکر سره کابل ته روان و، مېرمن الايي، اپرېدي او اورکزي قومونه او د خپلو پلويانو لښکر راټول کړل، پر مغولي لښکرو يې بريد وکړ، ماته او ډېره سخته مرگ ژوبله يې ور واړوله. وروسته چې بيا روښاني غورځنگ له يوې خوا د خپلمنځي اختلافاتو او له بلې خوا مغولي حکومت د سختو بريدونو په پایله کې کمزوری شو، مېرمن الايي، د هغې زوی عبدالقادر او د دوی ځينې نور خپلوان د هند دمغولي واکمن شاه جهان د پوځونو لاسته ورغلل او هند ته بوتلل شول، هلته ځينې بنديان، ځينې نظر بند او ځينو ته يې په دکن کې ځمکې ورکړل شوې. عبدالقادر د گورگاني مغولو په بندي خانه کې نظر بندۍ کې ومړ. مېرمن الايي له خپلو لمسيانو قادر داد او مهدي داد سره په دکن کې اوسېدله، نوموړې هغوی ته وصيت کړی ؤ چې تر مړينې وروسته به يې مړی تيراه ته لېږدوي او د احداد تر څنگ به يې خاورو ته سپاري د وفات نېټه يې نه ده مالومه، خو دا څرگنده ده چې لمسيانو يې د مېرمن الايي وصيت پرځای کړی په تيراه کې يې د مېړه احداد تر څنگ ښخه کړې ده. د مېرمن الايي د علمي شخصيت او د ملي مبارزو د وياړلو کارنامو د لمانځنې او درناوي له امله په جلال آباد کې د نجونو یوه لیسه ( های سکول ) د دغې نوميالۍ مېرمنې په نوم نومول شوې 
دی .
::::::

دروښاني ملي غو رځنګ ستر مبارز احداد
دپیر روښان دزوی جلا ل الدین تر شهادت وروسته دپیر روښان وراره او زوم دروښاني غورځنک مشال بل و ساته او دمغولي دښمن پر خلاف یې خپلو ویاړلو مبارزو ته دوام ورکړ او دخپلواکۍ غو ښتنې جهنډه یې رپانده او لوړه وساتله. احداد یو زړور او عادل انسان و. دده دتره جلا ل الدین تر مړینې وروسته دپښتنو قبایل دده پر شا اوخوا راټول شول او د۱۰۲۰ لیږدیز /هجري کال دصفرې په میاشت کې دی پر دې وتوانیده چې دجهانګیر دپاچاهۍ د وخت حاکم معزالدین بخشي ته ماتې ورکړي او پر کابل یې برید وکړ.په دغه جګړه کې داحداد یو نامتو کمانډر بارکی ووژل شواو دمغولو ځواکونو د نادعلي میداني او قلیج خان په مرسته داحداد سره وجنګیدل، خو احداد په دغې جګړې کې پر شا شو.
 احداد وشول کولای چې څلور کلونه وروسته دکابل په سویلي برخه کې نوي پوځي ځواکونه چمتو کړي او جهانګیر دهند مغولي واکمن دده دبرید دشنډولو لپاره په ۱۰۲۴لیږږدیز /هجري کال کې یو پیاوړی لښکر ور ولیږه. پخپله جهانګیر په خپل کتاب تزک جهانګیري کې په دې اړوند داسې لیکلي دي : (( احداد هغه افغان دی چې دډیرې مودې راهیسې یې دکابل په غرنیو سیمو کې په فتنو او فسادونو لاس پورې کړی دي او ډیر پښتانه یې پر ځان راټول کړي دي. زما د بزرګواره پلار اکبر له وخته او بیا زما دپاچاهۍ چې دالسم کال دی داحداد پر خلاف موږ څو څو ځلې پوځونه لیږلي دي خو تل یې له ده نه ماتې خوړلې ده )) بیا زیاتوی چې (( جهانګیر چې په ۱۰۲۴ لیږدیز/هجري کال داحداد پر خلاف کوم پو ځونه ولیږل نو ستره جګړه وشوه او داحداد درې زره تنه جنګیالي پکې ووژل شول ، خو پخپله احداد کندهار ته لاړاو د ده دپو ځونو مرکز دمغولي لښکرو لاس ته ورغی.))
په ۱۰۲۸۸ لیږدیز/هجري کال بيا د مغولو او احداد تر مینځ یو خو نړۍ جګړه وشوه او دپیښور دګورنر مهابت خان زوی امان الله خان ته دمغولي پوځ مشري ورپه غاړه وه چې داحدادځواکونو ته پکې لوی زیان ورورسید.
دمغولي دښمن او احداد تر مینځ وروستنۍ جګړه په ۱۰۳۵۵ لیږدیز/هجري کال کې وشوه او په کابل کې دجهانګیر ګورنر د خواجه ابو الحسن زوی ظفرخان ددغې جګړې مشري کوله .مغولي لښکر دتیراه پر لواغر کې چې داحداد دوسله والې مبارزې مهم مرکز و برید وکړاو احداد یې هلته کلا بند کړ او په کومه شپه چې مغولو داحداد پر کلا برید وکړ نو احدادورسره دزمري په شان په میړانه وجنګیداو خپل سر یې دخپلواکۍ پر لارکې قربان کړ.
 کله چې مغولي واکمن جهانګیر داحداد دمړینې نه خبر شو نو په خپل دار السلطنه کې یې دخوښۍ او خوشالیو ډولونه و ډنګول او دخداي په دربارکې یې دسجدې سر ښْکته کړ.
 دهند دمغولي دورې په تاریخ مآثر الامرا کې داحداد داسې ستاینه شوې ده : (( دده زړورتیا او بهادري درستم او سهراب داستان موږ ته رایادوي .ده دجهانګیر دواکمنۍ په وخت کې دپاچاهي پو ځونو سره په میړانه وجنګید ))
 تراحداد وروسته ددوه زوی عبدالقلادر او میرمنې یې بی بی الایي دروښاني غورځنګ جنډه رپانده وساتله .
 باید زیاته کړو چې داحداد دملي مبارزو په ویاړ دافغانستان دننګرهار ولایت درودانو ( حصار شاهي ) په ولسوالۍ کې یوه لیسه ( های سکول ) داحداد په نامه شته . اروادې ښاده وي !
‌ډاکتر لطيف ياد

-
بېرته شاته