(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان، ناسور زخم

[24.Jan.2017 - 19:22]

افغانستان، ناسور زخم او ډونالډ ټرمپ!
لیک: سرلوڅ مرادزی
اوباما چې ۸ کلونه یا دوه دورې په امریکا کې ولسمشر پاتې شو، د افغانستان په اړه يي دریځ او تګلار نه یوازې کړکېچنه او بې ګټې وه، بلکې په ډېرو برخو کې د افغانستان لپاره ویجاړوونکې او زیانمنه هم وه!
په بهرنۍ تګلار کې اوباما او دیموکراتانو د امریکا نوي ولسمشرډونالډ ټرمپ(Donald Trump) ته یو داسې افغانستان په میراث پریښود چې امریکا ته د ناسور زخم ګڼل کېدای شی داسې ناسور زخم چې تېر ځل هم د شلمې پېړۍ په پای کې د پخواني شوروي مشرانو خپله بهرنۍ تګلار کې د هغه مهال نوي ولسمشر میخایل ګرباچوف ته په میراث پریښی وو.
د پخواني شوروي د ولادی وستوک ښار په یوه غونډه کې ګرباچوف افغانستان د یوه ناسور زخم سره ورته ګڼلی و چې ویني او زوې ترې بهیږي او شوروي اتحاد باید د نوي چلند او تګلار په خپلولو سره ځان له دغه جبه زار او نورو هغه ستونزو څخه وباسي چې په کور دننه ورسره مخ وو. په داسې مهال نوموړي د خپل هېواد لپاره نوې تګلار غوره کړه چې وروسته بیا د ګلاس نوست او پروستریکا(۱) په نوم مشهوره شوه.
د افغانستان په اړه د جمهوریپالو رونالډ ریګان او بوش کورنۍ د سرتمبه او سخت دریځو سیاستونو او بلخوا د بیل کلینټن، هیلیري کلینټن او اوباما پشان دیموکراتانو، د مذهبي توندلارو په ملاتړ افغانستان د نن مهال په ناسور زخم اړولی دی. اوس د دې وخت رسېدلی چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی واکمني د افغانستان په اړه د امریکا زړه، ناچله او ناوړه تګلار بدله کړي. د تګلارې داسې بدلون باید د ورځچارۍ لپاره او د رسنیو مارکيټ د تودولو په موخه نه وي، بلکې بیخچن او بنسټیز بدلون وي چې ځنډ يي امریکا ته په سیمه کې د پخواني شوروي پشان ناوړه برخلیک هم درلودلای شي.
په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکا په افغانستان کې خپل ۲۲۴۷ تنه اتباع له لاسه ورکړل، په زرګونو نور يي ټپيان شول او د دوی په وینا يي په زرګونو میلیاردو ډالر ولګېدل، خو په افغانستان کې د جګړې له پراخېدو، د زیاتو وینو له بهېدو او د امریکا یانو په اړه د افغانانو له کرکې اخوا يي بله پایله نه درلوده!
هغه نسبي ښه لید چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو په نسکورېدو سره د امریکایانو په اړه، د افغانانو منځ کې پیداشوی وو، اوباما او ډلې يی د خپل واک په اته کلن پير کې په اوبو لاهو کړ.
د اوباما د پير او واک یوازې دوه بېلګې په افغانستان کې دننه، د خپلې ادعا د پخلي لپاره دلته رااخلم:
۱ ــ پر افغانانو دوه سری حکومت تپل یا په افغان واکمنۍ کې ناوړه لاسوهنه
۲ ــ د داعش ظهور او د سخت دریځو د فعالیت پراختیا
اوباما او د هغه د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنې د دې لپاره  په لویلاس کړکېچنې کړي چې د واک دوه موازي مرکزونه وساتي. د افغانستان پشان هېواد کې د واک دوه مرکزونه امریکایانو ته دا چانس برابروي چې په اسانۍ سره هغه کنترول کړي، که د واک یو لوری د امریکايي ګټو په اړه ناغیړي کوي، په بل لوري به يي ګواښوي او د خپلو موخو د پلیتوب لپاره به بل  لوری خامخا اړباسي. د واک دواړه خواوې به د امریکا د پاملرنې جلب لپاره، یوله بل سره سیالي کوي. د بېلګې پتوګه امریکا سره امنیتي تړون چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ځنډولي وو، په سیالۍ سره د ولسمشر غني او عبدالله دواړو ټیمونو لخوا د ټاکنو د پایلو اعلان په سبا لاسلیک شو.
امریکایان او انګریزان نه یوازې د هېوادو په کور دننه، بلکې د هېوادونو ترمنځ هم لانجې او شخړې په لویلاس پریږدي چې سبا ته يي هېوادونه د هغو د حل لپاره د انګریز او امریکا منځګړیتوب ته اړتیا ولري. ښې بېلګې يي دلته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورڼډ تپلې کرښه او یا د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر او د عربو او اسراییلو ترمنځ د فلسطین شخړه ښودلای شو.
یو وخت یونس قانوني ویلي وو، څومره پیسي چې امریکا پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورکوي، هومره باید ماته هم راکړي، که نه بده پایله به يي امریکا ژر وویني.
که د امریکا نوی مشرتوب له روسيي او نورو هېوادوغواړي چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو د ملاتړ پرځای، یوازې له مرکزي حکومت څخه ملاتړ وکړي چې داسې باید هم وي، لومړی باید خپله پخپل لاس د جوړ کړي دوه سری حکومت جنازه اوچته کړي او پریږدي چې یوسری مرکزي حکومت واکمن وي.
بلخوا د محلي واکمنیو لکه په بلخ کې د عطامحمد نور او په فاریاب ــ جوزجان کې د دوستم او داسې نورو واکمنیو سره د مرستو او خواخوږیو پرځای، یوازې له مرکزي حکومته ننګه او ملاتړ وشي.
دلته موخه دا نه ده چې له نورو لاملونو سترګې پټې شي، خو ترهغه ځایه چې په لویه کې د افغانستان د چارو مدیریت د امریکا په لاس کې دی او لګښتونه هم دوی کوي، د مرکزي حکومت د پیاوړتیا دنده کې هم تر ډېره بریده د دوی په لاس کې ده.
د داعش د ظهور او د نورو سخت دریځو په اړه هم په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ تګلار د منلو او ادامې وړ نه ده. دا چې یو مهال د اوباما لومړی مرستیال جوبایډن پخواني ولسمشر حامدکرزي ته ویلي وو(د ښاغلي خرم په وینا) چې له افغانستانه پنځوس ځلې ورته پاکستان مهم دی، څرګندوي چې امریکا د سخت دریځو سره د مبارزې لپاره چې پاکستان يي اصلي ټاټوبی او صادرونکی دی، پاک نیت نه لري. همداراز دا چې د امریکا نوی ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کامپاین په مهال وایي چې داعش هیلیري کلینټن رامنځته کړی، د نورو سخت دریځو لکه طالبانو او القاعدې په اړه د امریکا نیت خو له پخوا خیرن پاتې شوی.
نن که د داعش او نورو ترهګرو په اړه افغانان او نړیوال د امریکا په دریځ کې غوڅ بدلون ونه ګوري او د امریکا نوی مشرتوب د ترهګرو د پالونکي پاکستان په اړه پریکنده دریځ خپل نه کړي، امریکا ته په ګرانه وي چې په زړو تګلارو او نیمګړو اقداماتو تغییر او بدلون راوړي او د سیمې ولسونو منځ کې خپل بایللی حیثیت بیرته اعاده کړي!
بلخوا دا هم باید په پام کې ولرو که د افغانستان په ګټه د امریکا په تګلار کې بیخچن بدلون هم پېښ شي، ترڅو په کور دننه د تغییر او بدلون لپاره هلې ځلې ګړندۍ او فعالیتونه یو موټی نه شي، د ودانۍ او سوکالۍ منزل ته نه رسیږو.
که څه هم د ولسمشراشرف غني  په کورنۍ او بهرنۍ تګلار او پلانونوکې غټه ستونزه نه لېدل کیږي او په نن مهال يي بل او ښه بدیل نه ترسترګو کیږي، خو د تګلار په پلیتوب، د قوانینو په تطبیق او په دې اړه د کادرونو په ګمارلو یا نومینکلاتور کې غټه ستونزه لېدل کیږي چې ژور او بنسټیز تغییر ته اړتیا لري!
یادونه:
(۱) ګلاسنوست: پرانیستي سیاسي فضا
پروستریکا: اقتصادي اصلاحات     
د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۴ مه
سرلوڅ مرادزی

-
بېرته شاته