(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فاټا او قبايلي سيمې

[10.Feb.2017 - 14:09]

فاټا او قبايلي سيمې 

لیک: ایمل خان ګدون
 زمونږ ډير پښتانه رونړه لا خبر نه دي چې تر نيمې زياته پښتونخوا د پاکستان  جوړيدو څخه روستو هم د پاکستان تر واک لاندې نه و، يوازې د ډيورنډ د کرښې سره خوا کې قبايلي سيمې مونږ ياده وو.
 خو په يو وخت کې دير ، سوات، چترال، تور غر، ګدون،امازې،اګرور او تناول وغيره سيمې په پوره ډول خود مختاره رياستونه يا خپلواکه قبايلي سيمې وې چرته چې به د پښتو او د جرګې د نظام لاندې فيصلې کيدې.
زمونږ نيکونو تر خپله وسه ددې غاصبو قوتونو پرضد جنګونه کړې وو،چې د خپلې پښتنې ټولنې او دود دستور دفاع اوکړي، خو دا سيمې اکثره په شمال يا منځ کې پرتې وې او کوم ملک سره يې پوله نه وا لګيدلې ځکه نو د حاله يې څوک خبر نه شو او داسې په چل ول استعمار زمونږ خاورې ته لاس را اوږد کړو.
د دير نواب صيب افغان پاچا ته مکتوب اوليږلو چې زما ستا تاريخ جغرافيه او قام يو دې زما دا سيمه په افغانستان کې شامله کړه ، خو هغه وخت په افغانستان کې يو نيمچه پاچا چې نه په پښتو پوهيدلو د انګريزانو د يو ايجنټ په حيث په تخت ناست وو اود دير نواب ته يې په ځواب کې اووئيل چې هغه داسې نشي کولې اوداسې يې دا سيمه د پاکستان تسليم کړه.
د سوات ادغام هم داسې اوشو چې که والي صيب منلې يا نه منلې ايوب خان د پنجابي په اسپه سپور تر سيدو رارسيدلې وو.

د رياست سوات د نواب تر واک لاندې سوات،کوهستان،بنير،شانګله او سوات رانيزئ پورې سيمې شاملې وې. همدغه رنګ زمونږ خپله سيمه ګدون چې د کله نه مونږ د افغانستان نه راغلې يو تر د پاکستان جوړيدو نه څه موده روستو پورې ازاد پاتې شوې وو دلته نه مغل راغلې وو نه سيک نه انګريز .
بيا چې کله د پښتونخوا واک د کشمير يو ماجر قيوم ته اوسپارلې شو،نو هغه د پښتنو په دښمنئ کې د رنجيت سنګ ګورګين او اورنګزيب نه هم تير وو.
 
د تناول سيمه چې د رياست امب په نامه ياديده هم د يو خوا ډانګ او بل خوا پړانګ په کيسه کې د پاکستان سره شامله کړې شوه، دلته هم د تنولي خان خپل يو ښه خکومت او نظام وو چې نن يې نښې هم نه شته.
د اوګئ او اګرور خان چې په خپله سيمه واکمن وو په هزاره کې ورګډ کړې شو. همدغه رنګ د بټګرام قبايلي سيمه هم ختمه کړې شو.
په آخره کې د نن نه شپږ کاله مخکې د قبايلي يوسفزو مرکز تور غر چې پکې شپږ تپې وې مدا خيل ،حسن زئ،نصرت خيل وغيره تپې وې د خيبر پښتونخوا سره شاملې کړې شوې.
 
دلته يو مشکل دا وو چې دوي ته خو ازادي وه،  خپل پښتني روايات او جرګه وه، خو نور ډير پشا پاتې او پسمانده وو.
خلک که يو اړخ ته د پاکستان په راتلو خفه وو خو بل اړخ ته مجبورو په مخه کړې وو. هغه مجبورئ نن هم هغسې دي خو خاوره باندې واک د پنجابې راغی  یانې د پښتنو د خپلواکئ د مورچو هغه نښې هم له منځه لاړې.
پاتې فاټا وه، چې په کرښه پرته يو لويه سيمه و، چې د سلطان سکندر د وخته راهيسې يې خپل قبايلي حيثيت ژوندی ساتلې وو
قبايلي سيمه اصل کې لويه پکتيا وه. دا کومه پکتيا چې نن په افغانستان کې  ده دا ددې سره يو وه، چې تر لوګره پورې ددوي يو تاريخي پيژندګلو وه.
قبايل تل په جنګ کې پاتې شوې دي، که هغه د چنګيز لښکرې وې يا پرتوي راج ،غزنويان ، مغل يا انګريزان وو يا د نن پنجابيان ،خو قبايلو خپله ازادي ساتلې وه.
 
انګريز د قبايلو د محکوم  کولو  لپاره  يو غير انساني قانون ايف سي آر دلته رايج کړو او پنجابي دغه پالسي جاري اوساتله.
د وخت په تيريدو سره پنجابي دا خبره بيا بيا محسوسه اوله چې څه ډول له دې ځايه د پاتې افغانستان  له منځه اوړلو پلانونه جوړ کړي.
 
له بل پلوه د شوروي راتګ دا کار نور هم اسان کړو او داسې د کفر او اسلام غزا د امريکې په وسلو افغانانو او پنجابيانو اوکړه، چې ټوله ګټه يې امريکې، پنجابیانو او د افغانستان غيرو پښتنو ته اورسيده.
پښتون خو اول کار کوي بيا فکر کوي ، نو ماتې هم ددوي وه.
نن تاسو ګورئ ،چې په لر کې پښتون پنجابي داسې راپرزولې دې، چې پاڅه ورته نشي وئيلې او د پښتون دا پښه هم خپل پښتون راکشولې ده چې غلام يې اوساتي.
بره خوا ته که فکر اوکړو د افغان دولت او اشرف غني صيب خاموشۍ ته اوګورو نو تاسو خپله فکر اوکړئ يو معاصر پښتون اولسمشر څه اوکړي، هغوي خپله په جنګ کې دي، واک اختيار امريکې اوچ په زوره د شمال جنګسالارانو او خپلو زړو نوکرانو ته ورکړو.
رايې غني صيب ګټلې وې، خو دا پلان د امريکې و، چې پښتانه په جنګ کې اوساتي، تقسيم يې کړي پرمختګ ته يې پرې نږدي يو جمهوري او متحد افغانستان د پښتنو په مشرئ کې وده  ونه کړي.
نن ورځ که پښتون په افغانستان کې په داسې حال کې دې،نو تر شا يې ډيرې وجې او خپلې کمزورئ هم دي.
ګوندې نن چې په قبايلو کوم ظلم کيږي څوک ددوي قبايلي حيثيت ختموي او افغان دولت غږ نه کوي، نو دا زمونږ د ټول قام قامي کمزورۍ او داستعمار کارونه دي او ددې نه خلاصې به هم په سياسي پوهه او حکمت کيږي ولې ،چې مونږ په شل ګزه  کوهي کې پراته يو.
اوس به راشم دې خبرې ته چې آيا د قبايلي سيمې د پښتونخوا سره يو کيدل سم دي يا ناسم.
وايي چې مرګ راشي تبې ته غاړه هر څوک ايږدي. قبايل دومره اوزوريدل،چې اوس ورته د اور نه وتلل او په سکروټو پښې کيښودل هم ښه ښکاري.
دوي ته تبليغات هم هر څوک د خپلې سياسي ګټې او د پردو په اشارو کوي.
فيصله به پنجابې کوي هسې يې د پښتنو قامپرستان او ملايان لکه د چرګانو په جنګ کړې دي.
دې کې  پنجابي ته دوه ګټې دي:  خپل احداف  او ددې ګوندونو د مشرانو  مرام او مقصد.
د قبايلي سيمو ځانله سوبه  جوړول يو ناسم  او د پنجابي په لا ډيره ګټه تماميږي . ولې چې داسې به وفاق د ملايانو ، انصافيانو او ليګيانو لپاره يو بل سياسي ميدان جوړ کړي او په اسانه به د پښتنو ترمنځه د بيلتون کرښه پخه کړي. د قبايلو تجارتي مرکزونه به بيا هم پيښور بنو هنګو او چارسده وي.
که چرې بيله صوبه شي: نو داسې به قبايل تر خپله حده پاتې شي او دا صوبه به يو غريبه صوبه وي.
د قبايلو ازاد حيثيت:  که چرې د قبايلو په سيمه کې ايف سي آر او داسې سامراجي  قانونونه ختم کړې شي دوي ته ترقي ورکړې شي مکتب روغتون جوړ کړې شي صنعتونه جوړ کړې شي نو دې سره به هم ددوي ازاد حيثيت پاتې شي او هم به دغه پسماندګي کمه شي خو دلته به بيا هم د ملکانانو پاچاهي او د پنجابي لاس بر وي
ولې چې د چا کوټئ په اسلام اباد کې وي او هغه ډالئ وي نو هغه خپله په دام کې ګير وي  او هغه څه به کوي چې ګټه د مالک او نوکر دواړو وي.
د قبايلو په پښتونخوا کې شاميليدل : هغه د تبې او مرګ کيسه جوړه شوې ده ،که داسې اوشي نو يو غټ تاوان يې دادې چې کوم تجارتونه قبايلو تر اوسه په ازادۍ کول مالونه يې ليږل راليږل هغه کنټرول به په پوره ډول پنجابيانو ته لاس کې راشي.
له يو اړخه به ورته پنجابې وايي چې چرته  نه راغلې او بل اړخ ته خو پنجشيريان او هزارهګان  له مخکې نه ولاړ دي يو ټکې پښتو نه وايي پاړه چيناري سره هم پارسي وايي او دا هر څه نن هم په پوله پرتو پښتنو سره کيږي. خو که د قبايلو ادغام يا يو کيدل په دې شرط اوشي چې دوي ته به د پښتونخوا په اسمبلئ کې چوکۍ د اسلام اباد په ځائ د فيصلو حق پيښور ته ورکول، تعليم صحت او صنعتونه ايف سي آر ختمول د جماعتونو(ګوندونو)  په حساب  ټاکنو کې برخه اغستل او د پښتونخوا په چوکاټ کې دننه د قبايلو هغه ازادئ لرل چې دوي يې له مخکې نه لري منل.  یانې  ددوي جرګه قبايلي روايات او ازادي به تسليمول (منل)  وي
 او کوم قانوني شرايط چې په هغې کې قبايل نه راځي او دوي په خپله خاوره کوم اختيار د پخوا راهيسې لري هغه به هم هغسې وي.
داسې به يو اړخ ته دوي خپله ازاد حيثيت هم  ولري او د مرکز په ځائ به پيښور سره اوتړلې شي.
زما په نظر پوره ادغام به د پنجابي قبضه نوره پخه کړي او د پښتنود راتلونکي به نور په تياره کې شي.
 
ايمل خان ګدون

 

-
بېرته شاته