(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قبايلو د حقونو کنونشن

[10.Feb.2017 - 22:55]

د قبايلو د حقونو کنونشن او زما تاثرات
لیک: خانزمان کاکړ

1. مسووليت او تلوسه:
پر ۶مه فروري د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د آل فاټا پوليټيکل پارټيز الائنس له خوا په راغوښتل شوې غونډه کې مې خپل ګډون يو ډول قامي مسووليت ګاڼه، ما غوښتل چې د خپلې قامي فريضې پر اساس د يو لوی قامي کاز دپاره په راغوښتل شوې غونډه کې په خپل ګډون نه يوازې ذهني اطمينان تر لاسه کړم بلکې يو ډول سياسي فعاليت او تاريخي وياړ يې هم وګڼم.
د قامي مسووليت تر څنګ مې يوه څېړنيزه تلوسه هم وه، ما غوښتل چې د فاټا د قضيې په حواله څه نوي څه زده کړم، په خپله يې د قبايلي سيمو د پښتنو له خولې واورم چې دوی ددې ټولو حالاتو څنګه تحليل کوي، کوم دريځ لري او  څه موخې په مخ کې لري؟ 
2. پر ټولنيزو رسنيو محدود کمپاين:
ددې کنونشن دپاره د تياري او کمپاين مواد پر ټولنيزو رسنيو ډېر کم زما تر مخ تېر شوي وو، داسې ښکارېده چې يوه محدوده غونډه به کېږي او يوازې به پکې د فاټا سياسي اتحاد ځينې استازې ګډون کوي. پر ټولنيزو رسنيو کمپاين تر دې حده کمزوری وو چې ماته تر پايه دا پته پکې ونه لګېده چې غونډه به څه وخت پېل کېږي. بيا مې له يو ملګري څخه پر فون معلومه کړه چې د ورځې ۱۲ بجې به د کنونشن آغاز کېږي.

3. حېرانتيا:
د يوې وړې غونډې د ليدلو په تصور کنونشن سنټر ته ورننوتم، چې تالار ته مې سر وردننه کړ، حېران پاته شوم، د پښې د لګولو ځای پکې په ګرانه پېدا کېدای شو، په زرګونو خلک وو، ټول تالار او لارې ډکې وې، لاندې پر مځکه هم خلک ناست وو، په خپل ژوند کې مې په لومړي ځل د پښتنو پر يوه کاز داسې راغوڼډېدل ليدلي وو، د تماشو ننداره وه. 

4. نماينده ګډون:
د ټولو لويو او نماينده ګوندونو بېرغونه مې وليدل، د طالبعلمانو د سازمانونو استازيتوب مې وليد، وکيلان مې وليدل، د ټولنيزو رسنيو فعالان مې وليدل، سپين ږيري، مشران، ځوانان او ماشومان مې وليدل، ژورناليسټان مې وليدل خو هغه خلک مې بېخي د ګوتو په شمېر وليدل چې ما په پېښور او اسلام آباد کې ليدلي وو، دا ټول له هغه ځايه راغلي خلک وو چې انګرېز استعمار له پښتون وطنه بېل کړی او د وچ لرګي په مثال ساتلی وو، لا تر اوسه بېل او د وچ لرګي په مثال پاته ځای دی، د پاکستان تر تسلط لاندې غلامې قبايلي سيمې. 

5. د ښځو ګډون:
دا يوه نماينده جرګه په دې وه چې د ښځو يو ښه تعداد پکې ګډون درلود. د اې اين پي د مومند ايجنسۍ يوې استازې خور جرګې ته په خپله وېنا کې ووئيل چې د فاټا د اولس د رايې خبره کېږي خو چا د قبايلي ښځو رايه پوښتلې چې هغوی په دې ټول عمل کې څه غواړي؟ زه بايد ووايم چې تر نن ورځې پورې ما د يوې پښتنې مېرمنې دومره موثره او منظمه وېنا نه وه اورېدلې، د ښځو استازيتوب داسې وي لکه هغې درنې پښتنې چې وکړ.

6. رياست/پنجاب:
په ټولو وېناوو کې رياست/پنجاب د قبايلي سيمو د بدمرغې ورځې د يوازيني مسوول په توګه په نخښه کړل شو، دا د دې غونډې تر ټولو د ډاډ وړ خبره وه، په هم دې وجه پر ټول کنونشن قامي/قام پرست رنګ دومره غالب پاته وو چې د ګوندونو او پاکستان بېرغونه پکې تت پاته وو. پښتانه په خپل دښمن/ مخالف اوس ډېر واضح دي، د بيان انداز به بدل وي، الفاظ به مختلف وي خو بنيادي نکته ډېره څرګنده ده. 

7. د پارليمان د غړو ګډون:
په وېناوو کې بيا بيا دا خبره تکرارېده چې موږ د قبايلو د پارليماني غړو مننه کوو چې دوی پر دې قامي ايشو د خپلې همغږۍ څرګندونه وکړه او په دې غونډه کې يې ګډون وکړ. يوازې د جمعيتِ علمائې اسلام غړو پکې ګډون نه درلود. زما دلچسپي په دې غونډه کې د پارليماني غړو د تعداد په معلومولو کې وه، ددې دپاره مې آخر د کنونشن له يو روح روان اعجاز مومند ايډوکېټ څخه تپوس وکړ چې په دې غوڼده کې څو قبايلي پارليماني غړي ګډون لري؟ هغه ووئيل چې د قامي اسمبلۍ او سېنټ ديارلس غړي شريک دي. 

8. سټېج/ صدراتي مجلس:
ما سټېج ته کتل چې څوک سياسي مشر پکې ووينم. څوک هم په نظر رانغلو. بيا مې کتل چې د خېبر پښتونخوا يا سهيلي پښتونخوا څوک پکې ووينم، بيا مې هم څوک تر سترګو نه شو. ډاکټر سعيد عالم محسود مې وليد، خو هغه هم د قبايلوو وو. سليم ساپی ناست وو، ما وئيل چې صرف دا يو يې د مېډيا په وجه کښېنولی دی، خو بيا ووئيل شول چې دا هم د قبايلي سيمو سره د تعلق له کبله ناست دی. هغه له خپل دې حثيت څخه پوره پوره ګټه واخيسته. په وېنا کې يې ووئيل، "زه د صحافيانو د سياست خلاف يم، صحافي پېدا شوی يم، صحافي به مرم خو د قبايلو د مفادو دپاره که ضرورت پېښ شو، صحافت پرېږدم، سياست ته راځم." دا اعلان يې په زورورو چکچو استقبال شو، څنګ ته ناست يو وزير ملګري مې راته وئيل، "دا دی بل کنډيډېټ هم پېدا شو." د سليم ساپي د وېنا په وخت زه لږ بې چېنه وم، خبرې يې راباندې بدې لګېدې خو بيا مې پر دې هم فکر کاوه چې پښتانه د مېډيا په برخه کې څومره خوارځواکې دي يا مېډيا ته څومره مات دي، چې خپله قامي مېډيا نه لرې، هر خړ مخې ته به دې سترګې نيولې وي. 
په هر صورت، صدارتي مجلس په بشپړه توګه پر وزيرو، مومندو، محسودو، اورکزيو، اپريديو او نورو قبايلي استازو مشتمل وو. 

9. بېرغونه
په لومړي سر کې ما غوندې چا دپاره د يو لوی تعداد خلکو په لاس کې د پاکستان بېرغونو ته حېرانېدل او قهرېدل فطري وو خو زر پوهه شوم چې زه چرته د پښتنو قام پرستانو په غونډه کې ناست نه وم، بلکې د ټولو ګوندونو په يوه شريکه غونډه کې ناست وم. په نظرياتي لحاظ مې يوازې د سرو بېرغونو او سرو خوليو له خلکو سره خپلوي وه. 
بېرغ يو علامت وي، ډېر څه يې په ځان کې راغوڼد کړي وي او يو لړ پېغامونه لېږدوي، د پاکستان بېرغونه چې د چا هم په لاس کې وو، يوازې دا پېغام ترې لېږدېده چې دې خلکو د پاکستان د ريګولر آئين لاندې د ژوند تېرولو مطالبه کوله، د ايف سي آر په ضد په علامتي توګه هغه خلکو يوازې هم دومره کولای شول د چا آوازونه چې له تېرو يو سلو شپاړس کلونو خاموش کړل شوي وو. 
په انتظامي، اقتصادي، ټولنيز، سياسي او نظرياتي لحاظ دومره وېشلي او ګډوډ کړل شوي اولس پر يوه شريکه نکته بس هم دومره همغږي څرګندولای شوه، دا غونډه په روښتينې معنا د قبايلو سيمو د تاريخي، انتظامي، اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او نظرياتي تضاداتو يو انعکاس وو، دا په حقيقت کې د اولس يوه نماينده غونډه ښکارېده.
د خوشالۍ خبره دا وه چې پر يوه شريکه غميزه او يو شريک مقصد باندې يې د يو او بل بېرغونه هم برداشت کړي وو، د يو او بل نعري بازي هم او د يو او بل وېناوې يې هم په سړه سينه اورېدلې. دا يوه انتهايي جمهوري غونډه وه. د آل فاټا پوليټيل پارټيز آلاينس دا غونډه د سياسي آلاينسونو په معنا او معيار يوه پوره غونډه وه. 
ما محسوسه کړه چې زما په شمول اکثر پښتانه په نظريه او ايشو کې فرق نه شي کولای. د فاټا د سياسي ګوندونو دا اتحاد يو نظرياتي اتحاد نه دی او نه دا غونډه د کومې ځانګړې نظريې لاندې وه بلکې پر يوه خاص ايشو د ټولو نماينده ګوندونو او اولسونو يوه همغږي او يو شريک عمل ورته وئيل د سياست پوهنې په معيار پوره خبره ده.

10. سياست يوه ښکنځل نه وه:
د قبايلو په دې دومره لوی کنونشن کې مې په يوه وېنا کې هم محسوسه نه کړه چې سياست د يو منفي عمل په توګه اخيستل شوی وي. ټول سياسي ذهن لرونکي خلک وو او ټولو د فاټا مسئله يوه سياسي مسئله ګڼله او د سياسي حل لټولو په پار راغونډ شوي وو. 

11. د پښتنو يووالی:
د پښتنو جغرافيايي، انتظامي، سياسي او اولسي يووالي ته ټول وېناوال او ګډونوال داسې تږي معلومېدل لکه د خپل بايللي يو مرکز په موندلو پسې چې راوتي وي. په غونډه کې د مختلفو ډګرونو او سوچونو د پښتنو راغوڼډېدل يو ډول تر ټولو لويه کاميابي ګڼل کېده او ددې کاميابۍ د اظهار په وخت به غونډې يو ډول د جشن شکل خپل کړ. "د پښتنو يووالی – د دښمن ماته." 

12. د ۳۱ جنورۍ د غونډې غبرګون:
د ۶مې فروري دا تاريخي غونډه په اصل کې پر ۳۱مه جنوري په اسلام آباد هوټل اسلام اباد کې شوې غونډې ته يو غبرګون ښوول وو او دنيا ته دا ښکاره کول وو چې قبايلي اولس هغه څه نه غواړي څه چې پر ۳۱مه جنوري د ځينو خاصو خلکو په خوله وئيل شوي وو. د فاټا سياسي اتحاد په دې غونډه کې د ۳۱مې جنورۍغونډه تر سختو نيوکو لاندې ونيول شوه او له منتظيمينو څخه يې غوښتنه وشوه چې له قبايلي اولس څخه دې بخښنه وغواړي. 

13. د ترقۍ سوال:
نيژدې ټولو وېناوالو د قبايلي سيمې د ترقۍ يا ډيولپمنټ سوال راپورته کړ، په انفراسټرکچر، پېکجونو، فنډونو، مکتبونو، پوهنتونونو او آن دا چې په پاک – چاينا اکنامک کارېډور کې د قبايلي سيمو او نور پښتون وطن د برخې سوال له رياست سره د پښتنو د تعلق په مورد کې توضيح کړل شو. د رياست غېرمنصفانه او ظالمانه رويې ته برملا ګوتې وڅنډل شوې، د ترقياتي منصوبو د پېلولو منصوبې وغوښتل شوې. زما دپاره د پښتني ټولنې بالعموم او د پښتون قام پرست سياست بالخصوص د ترقۍ له سوال سره تعلق ددې دور يوه تر ټولو مهمه مسئله ښکاره شوه چې د پراخو څېړنو او بحثونو متقاضي مسئله ده. 

14. د سياست سوال:
په دې کنونشن کې زما يوه بله ليدنه د سياست د سوال په برخه کې وه. په پښتني ټولنه کې د موجودو تضاداتو سنجول يوه انتهايي ضروري او عاجله مسئله ده، ددې دپاره به د سياسي مبارزې په فکري او تنظيمي سټايل کې يو لړ بدلونونو ته لار هوارول وي. د قبايلي سيمو د تاريخي تضاداتو په دې نماينده غونډه کې سړی په آسانه پوهېدای شو چې په کومه برخه کې څه ډول سياسي برخورد پکار دی، چرته چرته خلک له فکري ستونزو او ستړو سره مخامخ دي، تر يوه پېړۍ زيات بې سياسته پاته کېدلو څه ډول برمرغۍ د قبايلو په برخه کړي دي. 

15. قامي سوال:
د پاکستان تحريکِ انصاف يو غړي اقبال خان په خپله وېنا کې ووئيل:
ــ "څو ورځې ژوند دی، په پښتو دې وشي."
ــ "د پاکستان د آزادۍ قبايلو ته څه فايده وشوه؟"
ــ "فاټا دې زر تر زره ضم شي."
ــ "که ايف سي آر دومره ښه دی، په اسلام آباد کې دي هم نافذ شي."
ــ "اڅکزی صاحب سټېک هولډر نه دی."
ــ "عوامي نېشنل ګوند په ۱۳ کسانو د صوبې نامه بدله کړه، تاسو خو ۱۸ کسان ياست."

»» د قامي وطن ګوند اسد اپريدي ووئيل:
"د فاټا مسئلې څرګنده کړه چې پر قام پرست سياست دې له نوي سره غور وکړل شي، نوې لارې دې وکتل شي."
د قامي وطن پارټۍ غړي خپل ګوند د جديد نېشنلزم نماينده ګڼي، د اسد اپريدي په وېنا کې هم دا ټکی شامل وو چې خلک بايد اوس د دوی طرف ته توجه وکړي خو د هغه په خبرو کې څه داسې نوې خبره خو نه وه چې "زاړه قام پرستان" يې نه کوي او ترې خبر نه وي. 

»» د پاکستان پيپلز ګوند اخوندزاده چټان د فاټا په اصطلاحاتو کې درې خنډونه په ګوته کړل:
يو:  مراعات يافته طبقه: دا هغه خلک دي چې وايي موږ سياست نه منو، دوی د پوليټيکل ايجنټ نماينده ګان دي، پوليټيکل ايجنټ د رياست نماينده دی. چې رياست وغواړي، دا خلک د اصلاحاتو مخالفت نه شي کولای..
دوم: مولانا فضل الرحمان: که پنجاب وغواړي چې انضمام دې وشي، مولانا صاحب بيا مخالفت نه شي کولای.
دريم: محمود خان اڅکزی: په فاټا کې هيڅ استازيتوب نه لري خو نواز شريف ته نيزدې دی.
چټان دوه تجويزونه وړاندې کړل:
يو: د فاټا پارليماني غړو ته دې د قانون سازۍ حق ورکول شي.
دوم: يوه جرګه دې جوړه شي چې پر مولانا فضل الرحمان او محمودخان اڅکزي ننواتی وکړي. 

»» د پارليمان پخواني غړي منير اورکزي د اخوندزاده چټان ددې تجويز حمايت وکړ چې مولانا صاحب او اڅکزي صاحب ته بايد په جرګه ورشو او سوال ورته وکړو چې په دې کار کې ملګرتيا وکړي. 

»» يو تر ټولو جامع تقرير د عوامي نېشنل ګوند د فاټا يو عهدېدار اياز وزير وکړ، هغه د پاکستاني رياست رول او د انضمام د مخالفينو رول په داسې جامع ټکو کې د خلکو په وړاندې واضح کړ چې له زړونو مو ورپسې صرف واه واه ختل. ما دا سړی په لومړي ځل ليدلی وو، ما وئيل چې لا په مړو ايرو کې سره بڅري شته.
»» په هم دې تسلسل کې د عوامي نېشنل ګوند د مومند  ايجنسۍ د صدر او د فاټا سياسي اتحاد د مشر نثار مومند وېنا هم داسې له معنا او درده ډکه وه. جذباتو يې خلک ځنګول او لړځول.

»» په دې غونډه کې د شهاب الدين خان وېنا يوازې او يوازې دې فکر ته واچولم چې دومره جوړ، توانمن او پوه پښتون بايد چې له قامي لښکره بېل نه وای، بايد چې په عوامي نېشنل ګوند کې پاته شوی وای. د فاټا د انضمام روح روان شهاب الدين خان په دې غونډه کې بې له څه مبالغې "مېن آف دې مېچ" وو. د فاټا پر مسئله شايد چې تر شهاب الدين څوک زيات کمانډ لري او شايد چې تر هغه يې څوک په ښه ډول بيانولای شي. 

»» حاجي شاه جي ګل اپريدي په خپل اوږه تقرير کې د انضمام د مطالبې په روښانولو کې ډېر ګډوډ، دردونکي هم برسېرن څه ووئيل، هم يې حکومت ته د ۱۲ مارچ ډېډلاين ورکړ چې که پر اصلاحاتو کار شروع نه شو نو قبايل به د احتجاج دپاره د اسلام آباد مخ کوي.  

16. اعلاميه:
1. وزيراعظم دې د خپلې جوړې کړې کمېټۍ د مرتب کړي رپورټ په رڼا کې زر تر زره د فاټا په خېبر پښتونخوا کې انضمام يقيني کړي.
2. د فاټا پاتې بې کوره کړل شوي خلک دې په عزت سره ستانه کړل شي او د يو يو کور په حساب دې پنځه ويشت لکه معاوضه ورکړل شي.
3. په صوبايي اسمبلۍ کې د موجوده فاټا ته د ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې استازيتوب ورکړل شي.
4. د موجوده فاټا بلدياتي انتخابات دې د ۲۰۱۸م د عامو ټولټاکنو وروسته د صوبايي الېکشن کمېشن په نګراني کې وشي. 
5. په اين ايف سي کې دې موجوده فاټا ته د ۳ پر ځای ۶ فيصده برخه ورکړل شي.
6. موجوده فاټا ته دې له اين ايف سي علاوه يو جامع مارشل ترقياتي پلان ورکول شي چې پکې پوهنتونونه، لېسې، مکتبونه، روغتونونه او د مواصلاتو نوې پروژې شاملې وي. 
7. د بې روزګارۍ د ختمولو دپاره دې په قبايلي سيمو کې صنعتي زونونه جوړ کړل شي او موجوده فاټا دې له تيکس څخه خلاصه علاقه ونومول شي. 
8. د موجوده فاټا د ځوانانو د خېر ښېګړې دپاره دې اضافي سکالرشيپونه، لېپ ټاپونه او د تحصيل تر کچې پورې دې د لوبو سهولتونه ورکول شي. 
9. په سرکاري ادارو کې دې د روزګار زمينې زياتې کړل شي، په فيډرل سروس کمېشن کې دې قبايلو کوټه زياته کړل شي.
10.  د پوځي عملياتو پر مهال چې کوم مارکېټونه ړنګ کړل شوي دي، کمرشل جائيداد دې د هغوی حقيقي مالکانو ته وسپارل شي او د هغوی د نقصاناتو ازاله دې وکړل شي.
11.  په لېويز فورس کې دې د شلو زرو پر ځای دېرش زره نوي پوسټونه يقيني کړل شي.
12. که چرته حکومت د فاټا پر اصلاحاتي عمل په زغرده کار پېل نه کړ نو د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به د اسلام آباد په طرف مارچ کوو.
13.  د موجوده فاټا زميندارانو ته دې يو جامع زرعي پېکج ورکړل شي او له پوځي عملياتو څخه د متاثره موجوده فاټا د زميندارانو قرضې معاف او د لسو کلونو دپاره دې له سوده خلاصې قرضې ورکړل شي. 

17. ځپلي پښتانه بيا فاټا ته روان شول:
په دې لوی او تاريخي کنونشن کې د ګډون دپاره له قبايلي سيمو د راغلو درنو پښتنو لوکل بسونه بيا قبايلي سيمو ته روان شول، خپل قامي کاز ته ژمن پښتانه نه يوازې په خپله له څېرو ډېر زهير ښکاره کېدل بلکې هر بل سړی يې هم له ځان سره په زړه زهيرولو.

18. د رياست نيت:
هم ماته او هم هر باشعور پښتانه ته د پاکستاني رياست نيت معلوم دی. د رزګونو قبايلي پښتنو دې تاريخي جرګې ته به ته وا رياست څه غبرګون ښوولو؟ 
زه ټي وي چېنلونه نه ګورم، خو چې څوک يې ګوري هغوی راته ووئيل چې څه داسې خاص څه خو په دې حواله زموږ تر سترګو نه شو، دې دومره لوی غونډې ته هم څه کورېج ميلاؤ نه شو.

19. فاټا اصلاحات نکته د کابينې د ننني اجلاس له ايجنډې و ايستل شوه:
د ډيوه رېډيو وېبپاڼې خبر ورکړی:
"د پاکستان د قبائیلي سیمو دلکونو وګړو اؤ پارلیماني غړو د کلکې غوښتنې باوجود د ګل په ورځ پاکستان کې غیرسرکاري رپورټونو کې ویل شوي چې د فرورۍ په اوومه نیټه د مرکزي کابینې دکیدونکې غونډې د ایجنډې څخه فاټا کې د اصلاحاتو د نافذ کولو معامله ویستل شوې ده.
د فاټا سره تعلق لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو تور لګولی چې د کابینې کیدونکې غونډې د ایجنډې نه د فاټا د اصلاحاتو معامله د مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اڅکزي په فشار ویستل شوې ده چې ددې به ډیرې بدې نتیجې وي.
له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د نهې په ورځ د مرکزي کابینې کیدونکې غونډې ته به د پاکستان قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو نافذؤلو معامله مخې ته راوړلی شي.
خو د کابینې د غونډې نه یوه ورځ د مخه په پاکستان کې داسې غیرسرکاري رپورټونه خپاره شول چې د کابینې د کیدونکې غونډې د ایجنډې څخه فاټا کې د اصلاحاتو نافذولو معامله ویستل شوې ده.
دغه راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د ګل په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام اباد په په زرګونو قبائیلي وګړي ،‌سیاسي فعالین اؤ د پارلیمان غړي ورټول شوي وؤ اؤ د حقوق قبائیل کنونشن په مهال یې غوښتنه کوله چې په قبائیلي سیمو کې دې سمدستي اصلاحات نافذ کړل شي." .

20. اوږد مزل:
له استعماريت څخه خلاصون يو اوږد مزل دی، اوږدې مبارزې به غواړي، دا نن چې کوم مېړني خلک راغونډ شوي وو، دا بايد چې له يو او بل سره په رابطه کې پاته شي، منظم شي، په نوو تاکتيکونو او ستراتيژيو بايد برخمن شي، ستړي بايد نه شي، په خپل منځ کې بايد سره مات نه شي ځکه چې يو داسې چا  ته يې مخ دی چې هيڅ مخ نه لري.

-
بېرته شاته