(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوتین د غچ په لټه کې!

[22.Mar.2017 - 16:32]

پوتین د غچ په لټه کې!  
لیک: ډاکټر فیض محمد ځلاند
Why Nations Go To War کتاب د شلمې پیړۍ ټولې جگړې تر شننې لاندې نیولي، پایله یې دا شوې ده چې د جگړو اصلي لامل اقتصادي گټې، ایډیالوژۍ یا مذاهب نه دي، بلکې د رهبرانو د شخصیت ډول د دې سبب کیږي چې هیوادونه په مسلحانه جگړو کې ښکیل کړي، له دې امله دا کتاب سپارښتنه کوي چې که په نړۍ کې جگړې ختمیدا غواړئ، نو د رهبرانو په روزنه کې زیار وباسئ، ښه رهبران د ټولنې په مخ کې ودروئ، تر څو نړۍ د ارام او سولې سا واخلي.

روسانو د شوروي له ماتې وروسته د گورباچوف په مشرۍ وکولای شول چې د ځان په راټولیدا او د گڼو جغرافیو څخه د شاتگ د تگلارې په خپلولو د بیا ځلې لپاره د نوي روسیې تعریف ته تیاری ونیسي، د روسانو دا خوب هله په حقیقت بدل شو چې ویلادیمیر پوتین یې د چارو واگې په کال ۱۹۹۹ کې د لومړي وزیر په توگه په لاس کې واخیستي او دا دی له تیرو شپاړسو کلونو راهیسې د روسیې د حکومت په مشرۍ کې په یو ډول نه یو ډول پاتې دی.

لویدیځ ورو، ورو په دې پوهیده چې د پوتین پلانونه د ناټو او امریکا د ښکیلتیا په اړه خطرناک دي، له همدې امله داسې انگیرل کیده چې د اوباما په راتگ سره به د روسيي په وړاندې د لویدیځ سیاستونه پیاوړي شي او روسیه به پرینښودلی شي چې د ناټو او امریکا د ستراتیژیکو موخو په وړاندې خنډونه جوړ کړي
د سپتمبر/۱۱/ ۲۰۰۱ پیښې امریکا ته بهانه په لاس ورکړه چې افغانستان ته لښکر کشي وکړي، پوتین له درنگ پرته د جورج بوش د پریکړې هرکلی وکړ، روسیه پوهیده چې د امریکا نظامي یرغل به د ناټو اتکا په روسیه زیاته کړي، په دې توگه به روسیه وکولای شي لالهانده لویدیځ د خپل سیاسي اغېز لاندې راولي. همداسې وشول، د پاکستان دوه مخې سیاست، له ایران سره د لویدیځ کړکیچ لویدیځ دیته اړ کړ چې د روسيې گاونډ او اغیز لاندې سیمو له لارې خپل لوژیستیکي اکمالات وکړي. روسیي په دې برخه کې د ناټو د نظامي عملیات څار او په دې برخه کې د هغوی پرمختگونه له نژدې څارل. د روسي موخه د ازبک، ترکمن او چیچن جنگیالیو ځپل و، ناټو د عملیاتو په ترڅ کې دې ډلو ته سخت زیان ورسید، خو د روسي دویمه ستره اندیښنه د مخدره توکو د کرکیلې او قاچاق مخه ډب کول و، تر دې دمه درې میلیونه روسان په نشه یې توکیو روږدي دي چې دا چاره د روسیي ملي امنیت ته لوی گواښ پتېیل کیږي.

روسیي په ناټو او امریکا په وار، وار فشار وارد کړ چې د مخدره توکیو له کرکیلي او قاچاق سره باید خپله مبارزه غښتلي کړي، خو لکه څنگه چې فکر کیده لویدیځ په دې کې پاتې راغی. روسیي د ناټو او امریکا له مصروفیت څخه چې په افغانستان او عراق کې يې درلود ښه گټه پورته کړه، د لویدیځ د سرگردانۍ لپاره یې په جورجیا کې په ۲۰۰۸ کال د اگست په اوومه برید وکړ.

پوتین د یو کریزماتیک مشر په توگه د روسيې مختلف سیاسي چارواکي، گوندونه او ولس دیته اړ کړي دي چې د پوتین د پریکړو تر شا ودریږي، د جورجیا له برید څخه یې نړۍ ته پیغام ورکړ چې د پخوانۍ شوروي تر اغیز لاندې جغرافیه يې یو ځل بیا د خپل سیاسي قلمرو تر اغیز لاندې راوسته.

لویدیځ ورو، ورو په دې پوهیده چې د پوتین پلانونه د ناټو او امریکا د ښکیلتیا په اړه خطرناک دي، له همدې امله داسې انگیرل کیده چې د اوباما په راتگ سره به د روسيي په وړاندې د لویدیځ سیاستونه پیاوړي شي او روسیه به پرینښودلی شي چې د ناټو او امریکا د ستراتیژیکو موخو په وړاندې خنډونه جوړ کړي. داسې ښکاري چې اوباما هم د بوش تیروتنه تکرار کړه، اوباما په عربي هیوادونو کې د عربي پسرلي ملاتړ ته اوږه ورکړه، لیبیا، مصر، تونس کې بدلونونو امریکا وهڅوله چې د بشار الاسد په وړاندې مبارزې ته زړه ښه کړي. د سوریي جگړې د لویدیځ د پراخو مداخلو پایله دا شوه چې روسیې ایران سره په گډه د سوریې د دولت ملاتړ ته را ودانگل، لویدیځ یې تر دې دمه په سوریه کې ښکیل او سرگردانه ساتلی دی. د سوريې د جگړې بد اغیز د ناټو د غړي هیواد (ترکیي) پر سیاسي ټیکاو، ناټو په داخل کې له ستونزو سره مخ کړه.

داسې ښکاري چې روسیه پخپلو سیاستونو کې له هر بل هیواده ډیره غښتلي ښکاري او د دې پیاوړتیا ټول امتیاز د پوتین په ښه مدیریت کې نغښتی دی. روسیه په سوریه او افغانستان کې د ناټو او امریکا څخه د غچ په تکل کې ده. روسیي وکولای شول د افغانستان په ستونزه کې د لویدیځ د پرمختگ تگلاره (فارورډ پالیسي) د شینگهاي د تړون له لارې او دارنگه له ایران او حتی پاکستان سره د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو په ملاتړ حیرانه کړي. روسیه غواړي په افغانستان کې د ستړي امریکا او مخ ځوړ رواني ناټو څخه لوبه وگټي، په وروستیو کې روسيې له طالبانو سره د اړیکو د ټینگولو کوښښونه وکړل، په دې برخه کې ډیره بریالۍ ځکه ښکاري چې روسیې د پاکستان، ایران، چین ملاتړ تر لاسه کړ. د مسکو د لومړنۍ غونډې ( ۲۷ ډسمبر ۲۰۱۶) سیاسي پیښه د افغان حکومت په مخ څپیړه وه چې په سیمه کې یې منزوي کړ، په لومړۍ ناسته کې روسيې او چین اعلان وکړ چې سوله د افغان کړکیچ یواځینۍ حل ده. سره له دې چې په امریکا کې د ټرمپ په راتگ سره د افغان جگړې د گټلو، په جگړه کې د امریکایي پوځیانو د زیاتوالي ډنډورې په زیاتیدو داسې انگیرینې را ولاړيږي چې امریکا به افغان جگړه وغځوي، خو په سیمه کې د روسيې په ملاتړ د سولې د غږ پورته کیدا به د امریکا هر ډول نظامي خوځښت له سختي ناکامۍ سره مخ کړي چې دا به د روسيې یا پوتین د غچ د پای په مانا وي.

که افغان سیاسیون، روڼ اندي، مدني فعالان د روسيې او امریکا د وروسیتو رقابتونو څخه بې خبره پاتې شي، په قومي، ژبني، سمتي سیاستونو کې بند پاتې شي، لري نه ده چې افغانستان په لوی لاس د سړې جگړې د دویم پړاو جنگونو ډگر وگرځي. سوله د افغان ولس لومړیتوب دی، جگړه د سیمې د استخباراتو، امریکا او ناټو. هر څوک چې د سولې غږ پورته کوي، باید ملاتړ یې وشي، که نه تاریخ به یو ځل بیا په گران وطن تکرار شي.
یا رب توفیق!

-
بېرته شاته