(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان کې د جنګسالارانو او

[14.Oct.2017 - 10:35]

افغانستان کې د جنګسالارانو او ملېشو ماتیدونکي ځواک جنګسالاران تر طالبانو په مراتب بد تره دي

لیک : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

په افغانستان کې جنګسالاران او ملېشه يې ځواکونه د افغان دولت په وړاندې یومخالف شکمن ډبل رول لوبوي. دوی په شمال کې د پښتنو قومي تصفیې جګړه روانه کړي ده. خو د کابل حکومت له لوري دوی د خپلو متحدینو په څیر د طالبانو په وړاندې جګړه کې کاروال کیږي. دا یوه داسي ستراتیجي ده، چې معکوسې پایلې ترینه ترلاسه شوي دي.

د بشري حقوقو سازمان ” Human Rights Wach “ تیر کال د جنون میاشتي په پای کې یوه رپوټ کې لیکي، ٬٬کله چې د افغانستان په شمال کې پښتون مېشتي کليو کې د طالبانو ضد عملیات تر سره شول، په دې ترڅ کې لږ تر لږه څلور ملکیان ووژل شول او شل نوره ټپیان شول. په دې عملیاتو کې که څه هم افغان وسله وال ځواکونو ګډون درلود، خو د رپوټ پر بنسټ د دې عملیاتو مشرۍ د اوزبکو جنبش ملېشو مشر عبدالرشید دوستم په غاړه درلوده. دغه پر نړیوال کچ پېژندل شوې د جنګې جرایمو جنایتکار وسمهال د هیواد ولسمشر مرستیال دی٬٬. د بشري حقوقو سازمان د همدې رپوټ پر بنسټ د جنبش ملېشه یي ځواکونو په یوه بله سیمه کې، کله چې د طالبانو جنګیالي لږ تر لږه د څلورو کليو څخه ووتل، د جنبش ملېشې پرته له حکومتي سرتیرو دغو کليو ته ور ننوتلي. په دې عملیاتو کې پېنځه ملکیان ووژل شول او دوولس نور ملکیان ټپیان شول.

د بشري حقوقو سازمان خپل رپوټ د عیني شاهدانو پر بنسټ لیکلي دی. شاهدانو ویلي دي، چې د جنبش جګړه مارو ملېشو په دغو کليو کې د څو میاشتو راهیسې چور، چپاول، د ډارونې، ځورونې او له وحشت ډکې کړنې رواني کړي دي. د جنبش ملېشو کلیوال د خپل توکمې تړاو له امله نیغ په نیغه په نښه کړي وه او تر وهلو،ټکولو او ځورونکي ناوړو بریدونو لاندې نیولي وه. ملېشو د نورو بد رد توهین او تحقیر ویلو سربیره کلیوالو ته داسي هم ویلي وه، ٬٬چې تاسې هیسې هم څه حق او حقوق نلري، ځکه تاسې پښتانه یاستۍ ٬٬. له دې سیمې څخه ووځئ، دا خبر هم د بشري حقوقو سازمان په خپل کلني رپوټ کې لیکي دی.

د افغانستان په شمال کې پښتانه په زوره د خپلو کورنو پریښودلو ته اړ کړل شوي دي. د دوی سیمې او کلي د ملېشو، جنګسالارانو، مجاهد، طالب، داعش او د روانې جنګ جګړو ښکار ګرځیدلي دي. له دې امله د پښتنو په سیمو کې هر ډول جنګې جرایم، د وسلو قاچاق، د مخدره توکو چاقاق او ورسره ناامنېو ورځ تر بلې زور اخیستي دی.

د بشري حقوقو سازمان د کابل پر حکومت باندې هم کلکي نیوکې کوي، چې حکومت د دوستم د ملېشو په وړاندې هیڅ غبرګون نه ښیي او نه یواځې د عملیاتو مخه نیسې، بلکې دوی ته اجازه ورکول کیږي، څو دا ډول ناوړه زړه بوګنونکي کړنې تر سره کړي د بشري حقوقو سازمان په ټینګار سره وايي، حکومت پلوه ملېشې د افغانستان ملي امنیت، ثبات او ملي حاکمیت ته ډیر ستر ګواښ رامنځ ته کړي دی.

د فاریاب په ولایت کې ورستي مرموز قتلونه او وحشي کړنې د دوستم ملېشو په لاس تر سره شوي دي، دا خبر د بشري حقوقو سازمان غړي آغلې پاتیرسیه ګوسمن لیکي دی.

حقیقت دا دی، چې دغه ملېشه یي ځواکونه او په خپله د ولسمشر مرستیال د خپلو تر سره کړي ناوړو جنګې جرمي کړنو له کبله محاکمې ته نه دی ودرولي شوې. له همدې کبله د افغانستان په شمال کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې کمزوره او بد تره کیږي.

په افغانستان کې جنګي جنایات تر قالیني لاندې نستل کیږي

د جنګسالارانو او ملېشو ځواکونه د کورنیو جګړو سره تړاو لري. دوی له پيله تر اوسه د افغانستان ولسواک بهیر او بیا رغونې په لاره کې یو ستر خنډ ګرځیدلي دي. د ۲۰۰۱ کال را هیسې دا توپکمار، جګړمار شکمن خپلسرۍ او د دولت مخالف وسله وال کسان د افغانستان سیاسي سیستم په تولو اړخونو کې کلیدي رول لوبوي. دا خبره ٬٬د افغانستان د تحلیګرانو شبکې مشر ٬٬ ښاغلی توماس غیوتګه کړي ده.

د تیرو څلوېښتو کلونو د زرګونو وژل شویو افغانانو جنګي مجرمین همدا اوس د دولت په ځینو لوړو پستونو کې په دندو ګمارلي شوي دي. دغه مخ توري تورن کسان نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه يې ډیر ښه پېژنې، د جنرال د لیلي دښتي قتلونه او ډله ییزې وژنې او د طالبانو جنګې بندیانو وژنو په اړه حقایق او شواهد را ټول شوي دي، خو د جنګي مجرمینونو پر وړاندې هیڅ ډول قانوني اقدام نه کیږي.

طالبان په مراتب تر جنګسالارانو بهتره دي

دغه خبره نه یواځې د المان په سیاسي رسنیو کې عامه شوي ده، بلکې په خپله یو جنګسالار بل ملېشې مشر ته په ډګر وایې. د افغانستان په شمال کې دوستم او عطا محمد نور د لسیزو راهیسې د یو بل سر سخته سیالان او دښمنان دي. افغان ولس د دوی تر منځ د ژورو اختلافاتو شاهدان دي. عطا محمد نور د دوستم په هکله وايي، ٬٬طالبان په مرا تب بهتره دي تر دوستم جنایتونو، دوستم یو نامتو غل، چياولګر او فاسد انسان دی٬٬.لږ موده ورسته عطا محمد او دوستم (د افغانستان د ژغورنې په نامه)یو ایتلاف اعلان کړو، خو په تېرو څو کلونو کې د دواړو ملېشه یي ځواکونو ترمنځ خونړي نښتي شوي دي. د دوی د جګړو بیه افغان ملکیانو پرې کړي ده. د طالبانو غورځنګ د همدې جنګسالارانو او ملېشو د خپلمنځې جګړو له امله رامنځ ته شوي دی.

په افغانستان کې ډیر لږو او په ډیره ټیټه کچه د یو څو استثناو پرته نور هیڅ څوک د بشری حقونو د سرغړونو یا جنګې جنایتونو په تور، چې ټولو ته د نومونو له مخې پېژندل شوي کسان دي او د دوی نبښونکي جنایات په مستند ډول ثبت شوي دي، نه نیولي شوي او نه محکمې ته ودرولي شوي دي.

د جنګې جنایتونو محکمې پر ځاې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ د تش په نامه د ٬٬big tent prinzip .٬٬ یا د لوی خیمې پرنسیب افغانستان ته وارد کړل شوي دی. د دې پرنسیب پر بنسټ د جنګسالارانو او د ملېشو مشران باید ټول تر یوې خیمې لاندې سره کیني او له بهره باید څوک د دوی خنډ ونه ګرځي، جنګسالاران له دې لارې پر ټول دولتي سیسټم باندې د ننه څخه واکمن شوي دي.

د دوستم د نوم سربیره د کرزی حکومت په دوران کې پر کریم خلیلي، عبدالرب رسول سیاف، محقق اولا د مخه مړ شوي قسیم فهم باندې دا ډول تورونه دي، چې دغه خلک په ګڼ شمېر جنګي جنایاتو کې ککړ دي. د بېلګې په توګه پر ولایتي کچ قضیې د هرات پخواني والي اسماعیل خان او د بلخ نه خوزیدونکې د مافیايې کړۍ مشر د بلخ خونخواره بدماش (والي) عطا محمد نور تر ننه هلته حاکم دی، یادوالي شو.

د کندز ښار سقوط د څېړولو قضیه

د افغانستان د سیاسي چارو څارونکي او کتنونکي په دې اند دي، چې د طالبانو بریالیتوبونه د ملېشو ځواکونو د ځښتو ډیرو وحشي او ظالمانه کړنو سره تړاو لري. له همدې امله په تیر کال کې طالبانو په مؤقتي ډول د کندز ښار ونیولو. که څه هم د کندز ښار سقوط لنډ مهاله وه، خو د ناټو ځواکونو مشر د کندوز ښار د نندارۍ ډکه نیونې قضیه کې مسوول د افغان وسله وال پوځ په مشرتابه کې د نه همغږې ستونزې ښوولې ده.

د دې اندونو په مقابل کې بیا (Yale University) د یاله نړیوال پوهنتون کې سیاستپوه استاد پروفسور جونسن لیال وایي، د طالبانو له لوري د کندوز ښار فتحې یا نیولو وړاندوېنه اټکل کیدو، ځکه طالبانو په دې ورستیو دوو کلونو کې د کندوز ښار په شاخوا سیمو کې په ورو ورو خو په ډاډمنه ټوګه خپل شتون او اغېز پراخ کړي وه. همداراز دوی د کندز ولایت ګاونډ ولسوالۍ تر بغلان او تخار ولایتونو پوري سیمې په خپل کنټرول کې راوستلي وې. ٬٬ د ښاغلی جونسن لیال په اند٬٬ د کابل د کمزوري مرکزي حکومت نه شتون او همدارنګه طالبان د مفسدو، په خپلسرو او جنایتکارو توپکمارو ملېشه يي ځواکونو له شتون څخه ګټه اخلي، د دوی د ناوړو کړنو له کبله طالبان سیمه ییز خلک خپلو لیکو ته جلبو جذبوي او طالبان خپل ځانونه د یو بهتره سیاسي بدیل په توګه خلکو ته وړاندې کوي. ٬٬افغانستان پېژندونکی پروفیسور لیال د څېړنو او شننو مرکز د افغانستان پر سیاسي حالاتو باندې تمرکز لري٬٬.

همدارنګه په کابل کې سیاسي کارپوهان هم په دې اند دی، چې د کابل کمزورۍ مرکزي حکومت حکومتوالۍ او دولتي امن او نظم نه شتون له امله ملېشه يي ځواکونه عام وګړي په سیستماتیک ډول د طالبانو غیږ او لمن ته ورغورځوي. دا هم یو موندلي واقعیت دی، چې په دې ورستیو وختونو کې د دوستم ملېشې پرته له مجازاتو بیا ځلې پر عامو خلکو بریدونه او ظالمونه پیل کړل.

جنګسالاران یا جنګ غوښتونکي د ناقانونه کاروبار، فساد او قاچاق سربیره د واک نورو توکو ته هم اړتیا لري، لکه د ملیشې ځواک جوړولو ته اړتیا، تر یوې بریده پوري د سیمه ییز خلکو د ملاتړ ته اړتیا او جنګسالاران یو دښمن لوري ته هم اړتیا لري. د افغانستان شمال یوه ګن توکمیزه سیمه ده دا ټول توکې په پریمانه کچه هلته موندل کیږي.

د بلخ ولایت د مافیا مشر (والي) عطا محمد د مخدره توک یو لوی قاچاقبر او وسله پلورونکي دی، ده تر خپل لاس لاندې پولیس د مخدره توکو په سوداګرۍ کې ګمارلي دي. عطا محمد نور ته د ده خپله شخصي ملېشه په بلخ او ګاوندې ولایتونو کې استخباراتي دندې تر سره کوي.

د افغانستان په شمال کې د عطا محمد نور هدفي وژنې چې موخه د پښتنو لږکیو مخورو سیاسي مشرانو، شخصیتونو وژنې ده. عطا محمدنور له دې لارې د پښتون وژنې لړۍ پيل کړي ده. په دې اړه یوه المانې خبریال ښاغلی مارک ټونرو یو مستند فلم چمتو کړي دی. د المان د لومړۍ ټلویزیون ARD د څیړنیز ژورنالیزم خبریال ښاغلی مارک ټونرو د عطا محمد نور د پښتون وژنې په اړه پلټنې کړي دي. دی په خپله د نړۍ د ګواښمنو ولسونو ټولنې Gesellschaft für bedrohte Völker سره هم همکاري لري، دغه ټولنه د بشري حقوقو د ملاتړ يوه ټولنه ده. الماني خبریال د عطا محمد نور د جنایاتو په اړه کره لاسوندونه او شواهد په یوه مستند قلم کې را ټول کړی دي او دې څيړنوال ژورنالیست د خپلو کره اسنادو پر بنسټ یو ټلویزوني فلم په نامه د ٬٬ قتلونه په شمال کې ٬٬ Morde im Norden ٬٬ جوړ کړي دی. په دې فلم کې د عطا محمد نور توره، منحسوسه، خونخواره، متعصبه، ظالمه کرغیړنه څېره او د هغه د مافیایي ډوله حکمرانۍ څخه پرده پور ته کوي او په دغه فلم کې د عطا محمد نور د جنګي جنایاتو یو څو ټکان ورکونکي شیبې او انځورونه ښودل کیږي. دا فلم په مستند ډول ښيي چې عطا محمد نور څنګه په شمال کې قومي تعصباتو ته لمن وهي او پر نورو توکمونو باندې ناروا بریدونه کوي. دغه فلم د المان په ډیرو ټلویزیونو کې په نامه دې SWR2, WDR 5 کې ښودل شوي دی. د عطا نور دغه جنایتونه په شمال کې د ایساف سیمه ییزه قومانداني په سیمه کې تر سره کړي دي. د افغانستان شمالي سیمې د المان وسله وال پوځ تر کنټرول لاندې سیمې دي.

څیړنوال ژورنالست لیکي، کله چې ده په خپله د الماني پوځي افسرانوڅخه په یوه ځانګړې اعتبار کې سیمه ییزو قوماندانو ته د نقدې پیسو ورکولو کچي په اړه پوښتنې وکړې، ده ته پته ولګیده چې په شمال کې په ریښتينه مانا واک له چا سره دی. په شمال کې تر سلو ډیر جنګسالاران او د زرګونو په شاوخواکې ملېشې شتون لري. یوه بله الماني افسره د افغانستان د همغږې لپاره د نړیوال بښنې سازمان کارمنده میرمین کارله شیفتر داسي توضیعات وکړي دي، د المان وسله وال پوځ د دوستم په نیولو کې د دوستمي د ملېشو په وړاندې هیڅ چانس نه درلود.

د المان د نړۍ د ګواښمنو ټولنې مشر( ښاغلي تیلمن شملیځ غید)په یوه نړیوال کنفرانس کې د المان فدرالي حکومت او نړیوالي ټولنې څخه په کلکه وغوښتل، په افغانستان د بشري حقوقو فعالانو څخه ملاتړ وکړئ او د جنګ غوښتونکو جنګسالارانو سره له کومک او همکارۍ لاس واخلئ.

د امریکایانو د جګړو ورځنۍ ژورنال یا کتاب کې داسي لیکلي شوي دي، د افغان جنګسالارانو واکمنۍ د نړیوال سیاست په غیږ کې خورا ډیره پیاوړي شوي ده، د المان د نړۍ ګواښمنو ټولنې مشر ښاغلي تیلمن شملیځ غید لیکې، چې په ۲۰۰۹ کال کې د جولاې میاشتي په اوولسمه نېټه د المان د جګړو ورځنۍ ژورنال یا کتاب کې داسي لیکلي شوي، په شمال کې د بلخ والي عطا محمد نور د المان وسله وال پوځ خورا مهم همکار دی او بیا لیکي، چې عطامحمد نور په خپله طالبانو دې ته وهڅول، د بلخ پر ولایت باندې برید وکړي، څو د کرزي حکومت کمزورتیا ثابته کړي.

د المان د نړۍ د ګواښمنو ټولنه عطا محمد نور په دې تورنوي، چې د افغانستان په شمال توکمېزه جبري شړنې پیل کړي دي او په شمال کې د پښتنو لږه کیو مخورو مشرانو او شخصیتونو باندې سیاسي قتلونه تر سره کوي. د المان د نړۍ د ګواښمنو ټولنه د المان فدرالي حکومت ته هغه ژمنې بیاځلې ور په یاد وي، کومې چې د ۲۰۰۱ کال د دسمبر میاشت په پېنځمه نېټه د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې کړي وې. په دې کنفرانس کې ځانګړي موخې ټاکل شوي دي، تر ټولو لومړۍ ګام مهمه ژمنه د ناقانونه ملېشو او جنګسالارانو بې وسلې کول او د جنګي جنایتکارانو محاکمه کول دي. دا نوره د زغملو وړ نه دي، چې د نړیوالي ټولنې ځواکونه بیا بیا پر جنګې جنایتونو او د بشري حقوقو سرغړونو باندې سترګې پټوي.

د المان د نړۍ د ګواښمنو ټولنه د المان له صدراعظمي او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له ځواکونو څخه په ټینګار سره غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره وسله والې ملېشې خلع سلاح کړئ او د جنګې جنایتکاران تعقیب او محاکمه پیل کړئ، په افغانستان کې د بشري حقونو او د لږه کیو حقوقونو ساتنه وکړئ

یوه بله الماني ورځپاڼه په نامه دې دویچلندفونک لیکې، په مزاري شریف کې د المان وسله وال پوځ مرکز څخه اټکل دیرش کیلو متره لري واټن کې یوه پښتون میشتي سیمه علم خيل نومیږي. دلته یوه سماوات یا چایخونې ته د دغي سیمې د سترو کورنې غړې، د کلي مشران او سپین ګیري د ناستې پاستې او خبرو اترو لپاره راغونډیږي. خبریال لیکي، کله چې دوی په چایخونه کې ډاډمن شول او ویي لیدل چې ټولې کړکۍ او دروازې په مکمل ډول وتړلي شوې، د کلیوالو خلکو له منځه یو سړی د لیسټ له مخې د پېنځلسو کسانو نومونه ولوستل او وویل، دغه خلک ټول د دغې سیمې خلک دي. دوی ټول د هدفي وژنو ښکار ګرځیدلي دي. په چایخونه کې ناستو خلکو ټول په یوه خوله وویل، چې دا قتلونه د بلخ والي عطا محمد په امر او د ستور ترسره شوي دي.

خبریال لیکې د دې قضیو د پلټنو لپاره کابل ته د „Institute for War and Peace Reporting“ ته ورغلو. د جګړې او سولې راپور ورکولو لپاره انسټیتیوټ یو نړیوال خبرې اژانس دی، مرکز يې په لندن کې دی. اباسین نسیمي د دې انسټیتیوټ له ډلې څخه یو کارکونکي دي چې دا قضیې پلټلې او څېړلې دي، هغه وایي، د بلخ په ولایت کې ګڼ شمیر قتلونه تر سره شوي دي. په ځانګړي ټوګه د یوه توکم قومي مشران وژلي شوي دي، د پښتون توکم مخور شخصیتونه وژلې شوي دي. هغه همدارار وویل، ورسته له دې چې زموږ د دفتر مسلکې همکارانو په سیمه کې څېړنې او پلټنې تر سره کړې. د دوی د راپور پر بنسټ د افغانستان په شمال کې د پښتنو وګړو د هدفي وژنو تر شا د بلخ والي عطا محمد لاس وه. دا په لوړه دولتي کچه یوه ځښته ډیره حساسه مسئله ده، ځکه د عطا محمد نور استخباراتي کسان یا مخبران د مزاري شریف په ټولو پرخو کې شتون لري، عطا محمد له دې لارې د مزارې شریف پر ټولو وګړو د ويرې او وحشټ یوه فضا خپره کړي ده. عطامحمد په خلکو کې داسې ويره خپره کړي ده، هیڅ څوک له وېرې جرآت نشي کولي، چې د دې هدفي وژنو په اړه خبرې وکړي٬٬. کله چې د دې هدفي وژنو په اړه له عطا محمد څخه پوښتنې وشوې، هغه په ډیر سخت قهر او غضب سره غبرګون وښود او وویل، د دې وژنو عاملین د ده مخالفین دي.

کله چې خبریال د دې هدفې وژنو په اړه د اروپايي پولیسو د ماموریت مشر او د ایساف له قوماندان پوښتنې وکړي. دوی د دې هدفې وژنو په اړه خپله ناخبري وښووله. د هغو هدفې وژنې په اړه کومي چې د عطا محمد نور په امر تر سره شوي او د کلي سپین ګیرو، مشرانو، مخور شخصیتونو له لوري تائید شوي او د جګړې او سولې راپور ورکولو د انسټیتیوټ له لورې پلټل شوې ثبتي شوي دي.

کله چې خبریال بیا ځلې د ایساف لوی درستیز جنرال ښاغلي برتولیني څخه پوښتنه وکړه. هغه دا ومنل او وویل، هو، د افغانستان په شمال کې عطا محمد په وار وار په جنګې جنایاتو کې ښکېل ګڼل شوي دی.

د جګړې او سولې راپور ورکولو انسټیتیوټ د کارکونکو په اند، د عطا محمد په وړاندې دا تورنه او جنګې جنایتونه کومې وړې اشتباګانې نه دي، بلکې د عطا محمد هدفي وژنې د یو منظم پلان له مخې د پښتنو وګړو په وړاندې پښتون وژنې یا قومي تصفیه ادامه لري. د عطا محمد وحشت او جنایات ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دي .د همدې رپوټ پر بنسټ یواځې د ۲۰۰۹ کال د فبروري میاشت کې څلور دیرش کسه قومي مشران او مخور شخصیتونه د عطا محمد نور په امر وژلې شوي دي. د افغانستان د کورنۍ جګړه پر مهال په شمال کې عطا محمد نور د یو جنګسالار په څیر یواځې او یواځې د پښتنو ډیره کیو په وړاندې جنګیدلي دی. د همدې جګړې او سولې راپور ورکولو انسټیتیوټ د کارکونکو پلټنو د رپوټ پر بنسټ نن عطا محمد نور په واضع او عامه ټوګه د پښتنو قومي تصفیې هڅه پيل کړي، څو د افغانستان شمال له ٬٬ پښتنو پاک ٬٬ کړي.

تازه اوسنۍ بیلګه د بلخ د مافیایې کړۍ مشر د عطا محمد وسله والو ملېشو د بلخ ولایتي شورا یو غړی محمد اصف مهمند نیول،وهل، ټکول، شکنجه کول او له نوموړي څخه غوږ په غاښونو شکول یادولي شو.

٬٬د عطا محمد نور د قومي پاکونې او شړلو تخنیکونه ډول ډول دي، د افغانستان په شمال کې ځنې پښتانه په ډیر ساده او اسانه ټوګه له خپلو کورنوڅخه ایستلي او شړلي شوي دي او ورته ویلي شوې دي، له دغه سیمو ووځئ او دغه سیمه پریږدئ، د دوی کرنېزه مځکې، کورونه او جایدادونه او شتمنۍ ترینه غضبي شوي دي.

چې څومره ډیر اغېزمن شوي پښتانه د مزاري شریف ښار ته را کډه کیږي، په هماغه اندازه وژل کیږي. دوی پښتانه ښوونکې وژنې، او همدارنګه د کلیوالو سیمو مخور کسان وژنې، څو موده مخکي د یو ښوونځي مدیر ووژلو٬٬. د خبریالانو د رپوټونو پر بنسټ عطامحمد نور یو ډاکټر له دې امله ووژلو، چې د ده ځمکه د ښار په هغه برخه کې وه چې عطا محمد غوښتل هغه ځمکه غصب کړي.

د همدې قومي پاکونې سیاست له امله په شمال کې اکثریت پښتانه طالبان شوي دي. ځکه دوی د خپل توکم له امله د هدفې وژنو ښکار ګرځیدلي دي او د خپلو پلرنې سیمو څخه له شړلو سره مخامخ شوي دي. دې ناوړه حالت د افغانستان په شمال کې پاڅونکونکو ته یوه ډیره ښه زمینه مساعده کړي ده.

د دویچلند فوک خبریال مارک ټونرو د المان د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې له مشر ښاغلي روپریخ پولنس څخه په دې اړه پوښتنې کړي دي، ولې المان او د ایساف ځواکونه د دې جنایاتو په وړاندې څه نه کوي؟.

د المان د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر په ځواب کې وايي، موږ اجرائیوي صلاحیت نلرو، موږ نه شو کولاې چې د افغانانو په ځاې عمل وکړو. د اروپايي پولیسو ماموریت (ایروپول ) هم اجرائیوي صلاحیت نلري، دوی یواځې د ښوونې او روزنې دنده پرغاړه لري .د المان د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمیټې مشر زیاتوي او وايي افغان پولیس او د اروپايي پولیسو مامورین موظف دي، څو د افغان امنیتي چارواکو تر څارنې لاندې د دې پیښو څېړنه او پلټنه وکړي.

خبریال لیکي، له عقله وتلي خبرده، د بلخ امنیه قوماندان د عطا محمد له خوا ټاکل شوي دی او بیا دی د خپل مشر پر وړاندې د تر سره شویو جرمونو څېړنه او پلټنه وکړي؟.

د دویچلند فوک خبریال مارک ټونرو بیا هم پوښتنه کوي، ولې د لږکیو وګړو قتلونه او عام وژنې کوم چې د قومي پاکونې په نامه ترسره شوي دي، د افغان حکومت له لوري مخه نه ده نیولي شوي ؟ که څه هم ایساف یا الماني ځواکونو د عطا محمد نور امنیتي ځواکونوته ښوونه او روزنه ورکړي، په داسي حال کې والي عطا محمد د خپلو ځواکونو څخه د عاموخلکو په قتلونو او د سیمه ییز خلکو په شړلو کې کار اخلي. آیا دا پر نړیوالو دفاعي ځواکونو یا ایساف او د المان وسله وال پوځ باندې لعنت نه دی.؟ آیا تاسو اوس مجبور نه یاست چې دلته د بیا رغونې چارې او له خلکو څخه د دفاع دنده نوره پریږدئ او ودروئ ؟

د المان د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر ښاغلي روپریخ پولنس لومړۍپه فکرونو کې ځښت ډیر ډوبیږي او بیا ځواب وایې، داسي ده، موږ مجبور نه یو چې مرستې ودروو، بلکې زموږ دنده په افغانستان کې امنیت او ثبات ستاتل دي. د افغانستان حکومت د لویدیځ تحت الحمایه حکومت نه دی، بلکې افغانستان د خپل افغان حکومت له لوري اداره کیږي او دغه حکومت په خپله مسوولیت لري.

عطا محمد د حکومت والي په نوم یاده ول یوه ستره تیروتنه ده، والي د ولسمشر له لوري ټاکل کیږي او ولسمشر کولاي شي هر وخت هغه له واکه لرې کړي. عطا محمد په بلخ کې د فساد مافیایي کړۍ مشر دی. د مافیا مشر عطا محمد د ولسمشر د ښې حکومتوالۍ په لاره کې یو ستر خنډ دی، عطا محمد باید د بلخ ولایت له مقامه لري شي. عطا محمد د یو عادي قالین پلورنکي زوی دی، نن په ډیره بېشرمۍ د دولتي قرار دادنو او د حیراتان له بندره په ناروا لارو چارو د میلیونونو ډالرو او لوکسو ماڼیو خاوند ګرځیدلي دی.

الماني ورځپاڼه جیو پولتیک لیکي، جنګسالار او په جنګي جنایاتو تورن عطامحمد نور د المان د بهرني سیاست تولید دی. ورځپاڼه د المان په بهرني سیاست باندې کلکه نیوکي کوي او زیاتوي د الماني جګپوري سیاستوال په افغانستان کې جنګې جنایتکارانو خپل ملګري ټاکلي. د مزاري شریف د مارمل په کمپ کې چیرته چې اټکل د یو نیم زرو الماني وسله والو پنډغاړي دی، دوی هلته له عطا محمد سره چې په ناوړو بشري حقونو سرغړونو باندې تورن دی، همکاري کوي او لا نور يې ځواکمنوي او عطا محمد نور له خپل واکه ناوړه استفاده کوي. کله چې الماني سیاستوال په دې اړه وپوښتل شول، دوی وویل، امریکانو او موږ د دې لپاره دی غوره وګڼلو، چې دی به د شمال امنیت ډاډمن کړي. او غوښتل مو عطامحمد نور د بل جنګي مجرم دوستم په وړاندې حمایه کړو. ورځپاڼه لیکي یو قتل، جنایي مجرم لکه عطامحمد نور څنګه کولاي شي د شمال امنیت تامین کړي؟. که موږ د عطامحمد مخیني ته لږ ځیر شو، د نوولس سوه اتیایمو کلنو راهیسې عطامحمد نور د افغانستان په ډیرو جګړو کې ښکیل دی. ده ځان په هیواد کې تر ټولو ځواکمن جنګسالار جوړ کړي دی. دوه درې کاله مخکې د Afghan Independent Human Rights Commission (AIHRC) په یوه تحقیقاتي څېړنه کې عطا محمد په مزاري شریف کې د انسانانو د قصابۍ یو کور درلود. د دې څېړنې د خپرولو مخه ونیول شوه او د دې جرمونو څېړنه ترسره نه شوه، د جرمونو په ترڅ کې ډیر بې ګناه انسانان وژلې شوي، په شمال کې د الماني سرتیرو د کنټرول په سیمه کې په دغو پېښو کې د وژلو شویو کسانو یوه برخه نښې نښانې په ډلیزو قبرنو کې موندلي شوي دي.

ورځپاڼه لیکې که تاسو په شمال کې د عطامحمد نور په اړه د یو عام افغان څخه پوښتنه وکړي، هغه عطا محمد نور یو قاتل، یو جاني او یو جنګي مجرم در پېژني. د ۲۰۰۹ کال راهیسې اوس د افغان څارونکې دې پایلې ته رسیدلي دي، ناټو او لویدیځو هیوادونو په دې اړه خپل غوږونه کاڼه اچلولي دي، په ځانګړې توګه په شمال کې د پښتنو لږکیو په وړاندې بریدونه، چې تل یې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

خبریال مارک ټونر د ۲۰۱۰ کال راهیسې د المان بهرنۍ پالیسي خبردارۍ ورکوي، د المان له لوري په بلخ ولایت کې کومو پولیسو ته ښوونه او روزنه ورکول کیږي، هغه د شاهزاده عطا محمد نور ملېشه ده. د ډیرو کره راپورنو پر بنسټ عطا محمد دغه ملېشه(پولیس) په زړه بوګنونکو بشري حقونو په سر غړونو کې ککړ دي .www. german-foreign-policy.com

ویپاڼه لیکي، د افغان په تاجکانو کې د واک او شخصیت تېښه رامنځ ته شوي ده، عطا محمد غواړي د خپلو پیسو په زور او ایتلافونو جوړو لو له لارې د تاجکانو مشرۍ ترلاسه کړي. یو افغان ژورنالست دې ویبپاڼې ته ویلي دي، چې عبدالله عبدالله د عطا محمدر نور لاسپوڅۍ دی.

څو ځلې امریکايي ځانګړي سرتیرې ناخبره د عطا محمد ماڼۍ ته ورغلي او په ډګر خبردارۍ ورکړي دی، کله چې ته ګواښونه کوې او ستا کړنې د واشنګتن د ګټو او لیولتیاوو خلاف وګرځې. دا به د ستا لپاره په ګټه پرینوځې.

غوښتنې او پایلې

د المان وسله وال پوځ، د المان فدرالي حکومت او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو څخه د امریکې متحدو ایالاتو په نوي ستراتیجۍ کې د افغانستان د ننه اصلاحاتو او دولت جوړونه بهیرکې په کلکه غوښتنه کیږي، چې د جنګسالارانو او ملېشو له ملګرتیا او ملاتړه لاس واخلئ. د افغانستان په شمال کې د جنګسالارانو سره کومک او همکاري جګړې قومي بڼه غوره کړي ده. د جنګسا لارانو او ملېشو د واک جلا جلا ټاپوګان له منځه یوسئ، دوی هره ورځ افغان دولت ګواښې او دولت ورباندې هیڅ واک نلري. عطا محمد نور باید د بلخ ولایت له مقامه لري شي د افغانستان د ثبات او تلپاتي سولې لپاره باید د شمال ملېشې د تل لپاره منحل شي. افغان سیاسي مشران، نړیواله ټولنه او په شمال کې د المان او امریکايې وسله وال ځواکونه د پښتنو هدفي وژنو په اړه نور چوپ خوله پاتي کیداې نشي. دوی باید د طالبانو تر نامه لاندې د پښتنو پر ضد د ملېشو خپلسری عملیاتو او جنایاتو مخه ونیسي. د جنګې جنایاتو د عاملینو باید محاکمه ته ودرول شي.

د ملېشو مشر دوستم او جنګسالار عطامحمد نور په شمال کې له طالبانو سره د جګړې په پلمه له ډیره مودې راهېسې په سیستماتیکه توګه د پښتنو او ګجرو عامه وژنه روانه کړي ده. پښتانه او ګجر د قومي تصفیې، تعصب او تبعیض له امله وژل کیږي، دوی کړوال کیږي، له خپلو سیمو شړل کیږي، د دوی پر کورونو او هستوګنځایونو چاپې وهل کیږي، واړه ماشومان، سپین ګیري او ځوانان بندیان کیږي، ځمکې غضب کیږي جیدادونه، دوکانونه يې چور او لوټل کیږي او ورسره زور زیاتۍ او ظالم کیږي. له دې ښکاري جنګ غوښتونکي عطامحمد نور او د ملېشو مشر دوستم د پښتنو سره فطري دښمني پیل کړي ده. په شمالي ولایتونو کې د پښتنو مخور قومي مشرانو او سیاسي شخصیتونو وژل کیږي، په زرګونه پښتنې کورنۍ په زوره کډوالي ته اړ ایستل شوي او له خپلو هستوګنځایونو شړل شوي دي. په شمال کې د دوی دغه غیر انساني نا مرده چلند په خپله د طالبانو د رامنځ ته کیدو یو لامل ګرځيدلي دی. طالبانو به هېڅکله په شمال کې خپل نفو‌‌‌‌ذ او حضور نه وای پراخ کړي، که چیرې د شمال مېشتي پښتانه په دې ډول نه وای ځورولي شوي. دوی مېشت پښتانه د طالبانو په ملاتړ ملامتوي. د افغانستان په شمال کې زور واکي او خپلسري جنګسالاران او ملېشې د پښتنو او ګجرو سیمو ته ورځي، د دوی مشران، ځوانان او تنکي ماشومان پرته له دې چې کوم جرم ورباندې اثبات شي، ځورول کیږي، بندیان کیږي، برمته کیږي، د خلکو شتمنۍ چور کیږي او ناراو ظلمونه پري کیږي. دوی میشتو پښتنو پر خلاف خپلو تبعیضي کړنو ته دوام ورکوي، ګوجر او پښتانه په ناحقه توګه وژل کیږي، او د وسلې په زور له خپلو پلرنۍ سیمو او کورونو په اجباري توګه کډوالۍ ته اړ ایستل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواکه کمیسون د یوې ځانګړې کړي په لا س کې دی. د دې کمیسیون مشره سیما سمر په خپله په قومي تعصب او تبعیض کې ښیکیله ده. د بشري حقوقو کمیسیون په شمال کې د پښتنو د عام وژنو او قومې تصفیې په وړاندې چوپه خوله غوره کړي ده. د همدې متعصبي ښځې له کبله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو، د بشري حقوقو نړیوال سازمانونو او د ناټو هیوادونو هم چوپه چوتیا غوره کړي ده.

پای

-
بېرته شاته