(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خدایي خدمتګارۍ اړتیا

[16.Jan.2018 - 16:34]

د خدایي خدمتګارۍ اړتیا

لیک:انجنیر ماڼو ساپی

دا چې په لر او بر افغانستان کې پښتون ولس د نسل وژنې سره مخامخ دی،او هره ورځ یې د ښارونو،کلیو او بانډو څخه د وژنې،ترور،ورنکاریو،در په  دریو او ویجاړیو خبرونه خپرېږي، چې  د پښتون راتلوونکی یې په تیارو کې اچولی دی.ځکه  د سل ګونو کالو راهیسې د پښتون په لویه  خاوره ټوپک او وژونکي اصلحه حاکمه ده ، او په وسیله يې ښونيز ځایونه ښوونځي،مدرسې او جوماتونه په بمونو والوزل او د انساني مرګ ژوبلې سره سره یې زمونږ معونیت  هم دړې وړې کړ، کمکي ماشومان مو د درسي کتابونو او په ګوتو کې د نېولي قلم سره یو ځای د پښتون دوښمنه عناصرو له اړخه د تنکیو هیلو سره لمنځه یوړل...دا چې زمونږ د غمونو او وېرونو لړۍ ډېره اوږده  ده او همداسې یې راته لوی لوی ستونزې پرېښې چې  په یوه مقاله اولیکنه کې خو پرېږده په یو کتاب کې راټولول هم ناشونې دي،نو راځم اصلي موضوع ته.

یوه خبره  موږ  پښتنو ته په ډاګه شوه او په عمل کې هم په ثبوت  ورسېده، چې زمونږ  لوی وطن او د لوی وطن راتلوونکی په ټوپک نه جوړیږي،که جوړیدای،نو نن به موږ د نړۍ د سیالانو سیال وای،او د یوی پرمختللي لوی افغانستان څښتنان به وای،خو  داسې نه ده،جنګ او جګړه د ناپوهۍ زېږنده او د جهالت محصول دی، او د بېرونیوکړیو په لمو کې ولوېدل دي او خپل راتوونکی په تبر وهل دي.....

د عدم تشدد او انسانیت د سفیر خان عبدالغفار خان (باچا خان) په وینا :

تعلیم(زدکړه) د رڼا لار ده،د ښه او بد پېژندل دي،د زغم ماده په انسان کې هله  پېدا شي چې د تېارو څخه راوځي او رڼا وویني.

د بابا (رح) په خبره چې موږ په تیارو  او تورتمونو کې یو،ښه او بد نه پېژنو،او ښایسته او ښکلی وطن مو په دوزخ بدل کړی،او د ځان ځانۍ په اور کې سوځو او د بل  د ګټو ښکار یو،د دې ټولو بدبختیو لوی عامل او سبب ناپوهې ده،که چېرته  موږ پښتنو د خدایي خدمتګارۍ په روحیه د بې علمۍ ضد جهاد اعلان کړ و او  په واقعي او ریښتني توګه  هغه خدايي خدمتګاري  چې باچا خان (رح) را پېژندلي 

(خدای خدمت ته ضرورت نه لري،د خدای د مخلوق خدمت د خدای خدمت دی) عمل وکړو،بې امتیازه او  بې لالچه د پښتنو د ویښتیا او بېدارۍ د پاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړواو د ویښتیا په حالت کې پردې جنګ ته نه ووایو،هرې خوا ته  به علمي او ښونيز بنسټونه زیات او ورغول شي،د علم څراغونه  بل  شي او د پښتنو په لویه  خاوره کې به  د روښنایي پلوشې خپرې شي،نورې خپلې خبرې نه اوږدوم او  داشنغري صیب په څو بیتونو یې  راټولوم چې وايي.

موږ د بابا د ننګ بچوړي یو افغان ګټو

د ننګ په لار ماتې پوښتۍ د باچا خان ګټو

څوک به کرسۍ یاممبري یا وزارت ګټي

موږ د انسان د ابادۍ پښتونستان ګټو

یادوونه:کونړ کې د باچا خان (رح) په دېرشتم تلین یاد غونډه کښې ولوستل شو!

 
-
بېرته شاته