(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مسید، مسعود او که محسود

[13.Feb.2018 - 20:11]

 مسید، مسعود او که محسود؟؟؟ دمسیدو لهجه یا مسیدواله

لیک : زیب منتظرمسید

شایدپه ټوله نړۍ کې په ژبه کې دلهجودشمیردډیرښت له پلوه پښتو یوازینۍ ژبه وي چې، ډیرې لهجې ولري .دغه لهجې زیاتره سیمه ایزه بڼه لري . دمسیدولهجه هم دپښتو ژبې له بیلابیلو لهجوڅخه یوه ده چې، ځانته خپلې ځانګړتیاوې لري : سره لدې چې په وروستیو وختوکې د وګړو ترمنځ د اړیکو، راکړې ورکړې اوتګ راتګ دزیاتیدوپه نتیجه کې پښتانه هم دیوبل سره نژدې شوي اونن ورځ تر ډیره بریده د یوبل د لهجو او ټولینزو ځانګړتیاو، دود او دستورسره پیژندوی او اشنا شویدي،خو داسې پښتانه به هم وي چې دمسیدو په پښتویا مسیدواله ونه پوهیږي . که دمسیدود لهجې ځینې ځانګړتیاوې په نظرکې و نه نیسو، نو زماپه اندچې دبلې هرې سیمې ترپښتواوهغه چې نن ورځ معیاري پښتو منل شویده ، د مسیدو پښتو ډیره سوچه یا نږه،هراړخیزه اوپراخه ده : داخبره زه پدې نه کوم چې،ګني زه پخپله مسید یم نو غواړم چې له سرزورۍ(ځینې داسې کسان شته چې دپښتود ودې اوپرمختګ په پلمه غواړي دخپلې سیمې لهجه پرنورو وتپي اووښیي چې،ګواکي یوازې دوی دي چې پرمعیاري پښتوخبرې کوي اودا نورې لهجې خدای مه کړه پردی،ناسمې اودخنداوړدي ) نه کارواخلم اوپرته له کومه منطقه دادعوا وکړم ،بلکې دخپلې دې دعوې دسموالي اومنطقي والي لپاره ځینې دلایل لرم چې،کیدای شي ناسم واوسي خوزماپه ځاني پکرهغه منطقي دي .

دمسیدوپښتوزماپه اند، ځکه سوچه او دنورو لهجو ژبو دټکواو اصطاحګانو نه [پیجوه] یاپاکه ده چې دمسیدوسیمه دتاریځ په اوږدوکې دبیلابیلو بهرنیو او پردو ځواکمنو چې، دنورو پښتنو په زیاتره خاوره یې واکمني کړیده ، تل خپلواکه اوازاده پاتې شوې ده ، ځکه نو د مسیدو پر ژبه باندې دهغوی دژبواغیزهم ندی پریوتلی اودژبو ټکي اواصطلاحات یې ددوی ژبې ته ندي ورګډ شوي . بله داچې دمسیدواوپه ټولیزه توګه د وزیرستان سیمه د تاریخ په اوږدوکې په اسیا کې دتیروشویوتهذیبونویا تمدنوڅخه له بده مرغه لیرې اویوې خواته پاتې شوې ده چې دمسیدو یاهم د وزیرستان وګړي يې د ټولنیز،اقتصادي ،سیاسي او هرډول پرمختګ د بهیرنه شاته غورځولي دي اود ژوندانه په هر ډګرکې یې دستونځو او نیګړتیاووسره مخامخ کړي دي . نوجوته خبره ده چې دنورو ژبو ویونکو سره دهغوی اړیکي او راکړه ورکړه هم محدوده وه ،ځکه ورباندې دنورو ژبواغیزهم تربلې هرې سیمې لږشوی دی اوخپل دودونه ،کلتور، ژبه اود ژوندانه نورمعنوي ارزښتونه یې ترډیره بریده په خپله بڼه پاتې دي او دومره پرمختګ یې ندی کړی لکه دپښتنوپه نوروسیموکې چې رامخې ته شوي دي .

دمسیدودژبې یا لهجې ځانګړتیاوې .

مسید دځینو نورو سیمو د پښتنو په څیرپه ټولوکې نه ،بلکې په زیاتره ټکوکې الف پر (و) او(و) پر(ې یاهم ي ) اړوي.دبیلګې په توګه:خان ته(خون) رڼاته (رڼو)،ثواب ته (ثووب ) ازادي ته (ازودي )او... وایي . چې پدې حالت کې (الف) پر(و) اوښتی دی . خوپه (خوب ، څوک ، (ورور،مجبور،ترور،مسعود،مغروراو....) کې (و) پر(ي ) نه اړوي ،بلکې هغه پخپله بڼه ویل کیږي

د(و) پر(ې یا ي) په اړوندهم بیلګې راوړی شولکه : تربور ته (تربير)،سرکوزي ته (سرکیزی)،وربوزته (وربیز) ،تورې ته تیره او... وایي چې پدې ځای کې د(و) توری پر (ي ) اوښتی دی .

 

په ځینوځایونوکې (ه) هم پر(ي ) اړوي لکه : شهیرته (شییر) بهیرته (بئیر) ذهیرته (ذيیر ) او.... وايي . چې پدې اړوندزیاتره دمیډیایاټولیزورسنیوکسان دمسیدودسیمې دځانګړو ځایونو دنومونه په اړوندتیروزي اوهغه په ناسمه توګه لیکي یاتلفظوي . دبیلګې په توګه دجنوبي وزیرستان د(شهیر)سیمه چې مسیدیې (شئیر) بولي ،په رسانیوکې د(شاهور) په نوم لیکي اووایي ،پدې اندچې ګویادلته هم د(و) توری په (ي) اوښبی دی . یاهم د(ساړه راغه ) سیمه د(سړه روغه ) په نوم یادوي چې ناسم دي . دساړه راغه په نوم کې چې مقصدد(راغه ) یاني راغ دی اوراغ ډاګ ته وایي ، لکه غرونه راغونه ، دالف توری په (و) اوړول شوی دی ،چې دلته دراغه (غه) دکارغه د(غه ) په وزن ویل کیږي . اومقصدد(روغه)نه چې د روغ یاني جوړ او رمټ نه واوسي،ندی.نوهغه بایدسړه روغه نه چې په رسنیوکې یې لیکي، بلکې ساړه راغه وویل شي.همدارنګه( شاهور)هم ناسم دی اوهغه (شیهر)دی چې مسیدو یې (‌هـ)توری په (ي ) بدل کړیدی او (شيیر) ورته وایي

برسیره پردې،د(مسید)ټکي یانوم هم په ناسمه توګه کارول کیږي چې په پاکستان کې هغه (محسود)اوپه افغانستان کې ورته (مسعود) وايي او لیکي.هغه کسان یاپوهان چې داکارکوي پدې اند دي چې ګویا(مسید)کومه مانا نلري ،نوځکه په اصل کې دمسیدو دنیکه نوم مسعودیاهم محسود وو خو مسیدو پدې ځای کې هم (و) پر(ي) اړولی دی اوهغه یې مسیدکړی دی،نوځکه ددې لپاره چې ماناولري هغه باید مسعود یامحسود ولیکه شي . پدې اړوند زه غواړم یادونه وکړم چې محسود، دمسیدپه ځای کارول خوله سره ناسم اوبې بنسټه کاردی ځکه چې ترنن ورځې زما ندي ترستوګو شوي یا اوریدلي چې د مسلمانانوپه منځ کې دې دغه نوم چا پرځان ایښی وي ، بله داچې مسید مانا لري او د سوډان اوځینو نورو سیموعربان جومات یامسجدته (مسید)وایي ،دویمه داچې که دانوم په رښتیاهم محسود وای نومسیدوبه هغه په (محسید) اوړولی وای نه په مسیدڅکه چې دلته د(ح) توری حذف شوی دی. یاهم که مسعود وای نوهغه به یې (مسعید)بللی نه مسید، دریمه داچې په پښتنوکې ډیرې داسې قبیلې شته چې نومونه یې مانانلري اویاخوهم داړوندې سیمې دلهجې سره سم اړول شوی دي خوموږ هغه په اړولې بڼه لیکو او وایو. دبیلګې په توګه سدوزي چې دنیکه نوم یې (سعدیاسعود) وو ، خوپښتانه په عامه ژبه کې سعدیاسعودته د(سدو) نوم کاروي نوځکه موږهغه سدوزي لیکونه سعدزي یاسعودزي . بالاخره به دا ووایم چې دافغان،پښتون یاپټان دنومونوماناهم تراوسه چاپه کره توګه نده موندلې ،هغه چې ځینو تاریخ لیکونکویاپوهان ورته په فرضي توګه غوره کړې دي ، پرکوموتاریځ اورښتیانیو حقایقو ولاړې ندي ،بلکې دهغود وړاندې کونکواوجوړونکوځاني اند اوسوچ پورې محدودې دي

که پورته یادونې بسنه نه وي کړې نودابه ورزیاته کړم چې (مسید) ته د(مسعود) یا (محسود)ناسم نومونه کارول به داماناولری چې ګواکې یوکس پرځان داحمدنوم کیږدي ،خوموږراپورته شواو ورته ووایوچې نه داحمدنوم کومه مانانلري نوځکه موږتادمحمودپه نوم بولو. مسیدکه مانا ولري اوکه یې ونلري ،خومسیدووګړو پرځان دغه نوم ایښی دی اوهغه یې ځانته غوره کړی دی ،نوځکه هم موږهغه باید(مسید)ولیکو اووایونه مسعود یامحسود. ترڅوچې موضوع ماناته اړونده کیږي نودمسیدماناهم شته اوهغه موږ داسې ماناکولی شو

مسید- دپښتنودیوې قبیلې یاقوم نوم دی چې،عموما په جنوبي وزیرستان کې میشته دې .

هیله ده چې دډیردرنولیکوالواوتاریخ لیکونکوبه په راتلونکې کې دې ټکي ته پام وي او دمسید لپاره به دمسیدکلمه کاروي نه دمسعوداویاهم محسود.

-
بېرته شاته