(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دټاپې پروژې ارزښت لري؟

[27.Feb.2018 - 11:16]

دټاپې پروژې ارزښت لري؟

لیک: شاه محمود میاخیل

د ټاپي پروژې مفکوره په ۱۹۹۰م کلونو کې رامنځته شوله او په دې پروژه کې بیلونو ډالرو پانګونې ته اړتیا وه چې دا ډول پانګونه د سیمه ایزو هیوادونو د وسې نه په هغه وخت کې بهر وه. هماغه و چې دوه نړیوالو د تیلو او ګازو کمپنیو چې یوه یې امریکایي UNOCAL نومیده او بله یې ارجنتینې Bridas  وه علاقه وښودله چې د ټایپي په پروژه کې پانګونه وکړي. اما په افغانستان کې د بې ثباتي، منطقوي رقابتونو او نیابتې جګړو له امله هغه کمپنیو په دغه پروژه کې پانګونه ونه کړه ځکه پانګوال ترهغې پورې پانګونه نه کوي ترڅو په اوږدمهال کې خپلې ګټې ونه ګوري.

په افغانستان کې د ۲۰۰۱م کال د تحولاتو نه وروسته بیا د دغه پروژې اهمیت باندې ډیر بحثونه وشول ځکه هند او پاکستان د اقتصادي پراختیا لپاره انرژي ته خاصه اړتیا لري او ترکمنستان هم مجبوره دی چې خپل ګاز وپلوري. داکار ترهغې ناشونې دی ترڅو په افغانستان کې امن نه وي او د افغانستان حکومت باید په دغه پروژه کې شریک وي. افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان په ۲۰۱۰م کال کې یوه تفاهم نامه دستخط کړه ترڅو د دی پروژې د عملي کولو لپاره زمینه مساعده شي. څلور واړه هیوادونه دې تفاهم ته ورسیدل ترڅو چې دوی پخپله په دغه پروژه کې پانګونه ونه کړي، دا پروژه عملي کیدلې نشي. د کرزي صیب د حکومت په وخت کې هم د دغه پروژې په هکله یو څه کار او خبرې وشوي خو دا چې د هغه وخت حکومت خپله کافي توجه د دغه پروژې د عملي کولو لپاره ونه کړه، یا یې د فرصت نه ګټه وانخستله او یاهم تخنیکي مهارت او یا سیاسي اراده یې نه درلوده نو د دې پروژه کار لکه چې څنګه لازم وپر مخ لاړ نشو.

د جمهور ریئس اشرف غني حکومت د ابتدا نه خپله توجه سیمه ایزو همکاریو ته وقف کړه او دا یې وپتیله ترڅو چې دا سیمه په اقتصادي لحاظ سره وصل نشي، په دې سیمه کې سوله نشي راتلاي او د تایپې پروژې ته یې خاصه توجه وکړه. د پانګونې لپاره ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان تعهد وکړ چې په دغه پروژه کې به پانګونه کوي ځکه دا د دوي لپاره حیاتي پروژه ده ترڅو په اقتصادي لحاظ دا هیوادونه رشد وکړي. کله کله مجبوریتونه هم ځینې هیوادونه همکارې ته اړ کوي ځکه هند او پاکستان نشي کولای چچط دا ډول نرژي د چین او یا بل کوم هیواد نه لاسته راوړي. همداشان که دوی د نورو هیوادونو او یا نړیوالو کمپنیو په طمعه لاس تر زنې کینې، بیا هم  دوی به هیڅکله دا پروژه عملي نه کړي. په داسې حال کې چې هند او پاکستان دواړه د اقتصادي پراخیتا لپاره انرژي ته سخته اړتیا لري.

څلورو واړو هیوادود دغه پروژې د عملي کولولپاره، د اسیایي پراختیایي بانک نه تخنیکي مرسته وغوښتله ترڅو دغه بانک د یو منځګړې په توګه رول ولوبوي، تخنیکي مشورې ورکړي اویو داسي میکانیزم رامنځته کړي چې دا پروژه عملي شي. د اسیایي پراخیتایي بانک د دې هیوادونو دا غوښتنه ومنله او داسې میکانیزم یې رامنځته کړ چې د دي څلورو هیوادونو دولتي او غیر دولتي کمپنې به پانګونه کوي او اسیایي پرمختیایي بانک به تخنیکي مرستي کوي. باالاخره دا اونې د تایپي پروژې افتتاح په رسمي توګه د افغانستان او ترکمنستان د جمهور ریئسانو، د پاکستان د صدراعظم او د هندوستان حکومت په خارجه چارو کې سټیټ وزیر له خوا په هرات ولایت کې وشوله.

د تایپي پروژه  کې زیاته پانګونه د ترکمنستان د هیواد له خوا ده. د دې پروژې قرارداد دیرش کلن دي چې تقریبا لس بیلونه ډالره پرې لږیږي او هرکال به تقریبا درې دیرش میلونه متره مکعبه ګاز هند او پاکستان ته صادریږي. افغانستان هم کولای شي چې د دغه ګاز شپاړس سلنه وپلورې او افغانان ترې ګټه واخلي.

د دې پروژې مهمه ګټه افغانستان ته دا ده چې هرکال به یوازې د پایپ لاین د تیریدو له امله، دا هیوادونه څلور سوه میلونه ډالره ورکوي او هم به زرګونو کسانو ته د کار زمینه مساعده شي. د ټولو نه مهمه ګټه د دی پروژې دا ده چې دا پروژه د بادغیس، هرات، فراه، هلمند، کندهار او نیمروز د ناامنه سیمونه تیریږي او د دغه ولایتونو اوسیدونکو ته به خاصه ګټه ورسیږي

په هرملحوظ چې وي، طالبانو هم د دغه پروژې د ساتلولپاره ژمنه ښودلې ده. که دا پروژه په سمه توګه عملي شي، زه فکر کوم چې دا به د افغانستان او هم د سیمي هیوادونو د ثبات او پراختیا لپاره مهم ګام وي. د سیمې دغه مهم هیوادونه به نور ونه غواړې چې افغانستان نا امنه شي ځکه د دې هیوادونو اقتصادي منافع به سره وتړل شي. څومره چې یوه سیمه په اقتصادي لحاظ سره وتړل شي، په هماغومره کچه د هغې سیمې امنیتي وضعیت ښه کیږي او اقتصادي پراختیا ته زمینه مساعدیږي.

Turkmenistan - Afghanistan - Pakistan - India

(TAPI)

By: Shahmahmood Miakhel

-
بېرته شاته