(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان

[10.Sep.2020 - 15:42]

لیکوال: ارجون سیتهي

ژباړه: سیدعبدالله نظامي

افغانستان د اسیا د سیاست په ډګر کې تل مهمه ونډه درلودلې، لامل یې ددغه  هېواد سیمه ایز او پراخ سیاسي موقعیت دی.

 د منځني ختیځ، مرکزي اسیا او هند نیمه وچې په څلورلاري کې د افغانستان موقعیت د ورېښمو د لرغونې لارې راهیسې د ټرانزیټ او ترانسپورت مرکز پاتې شوی.

 په نړیوالو چارو کې هم مرکزي ځای لري او د ایران، پاکستان، چین او ترکمنستان په ګډون شپږو هېوادونو سره ګډه پوله لري.

همدې موقعیت د جګړې او همکاریو په سره ځمکه بدل کړی، د شوروي ځواکونو په وتو سره  کورنۍ جګړې  د افغانستان ونډه او موقف په ټوله اسیا کې بدل کړ تر څنګ یې د مجاهېدونو د بېلابېلو ډلو له ظهور سره چې ګاونډیو هېوادونو یې ملاتړ کاوه او  بهرني لاسونه پکې ښکېل وو، ودان افغانستان بشپړ ویجاړ کړ.

د ترنګلتیا په دې ناورین کې دوه ګاونډي هېوادونه هند او پاکستان د افغانستان د بیارغونې او سیاسي نقشې د بدلون لپاره مهم لوبغاړي دي.

 هند د خپلې ګټې په پام کې نیولو سره  له افغانستان سره پوځي، دیپلوماتیکې او مالي مرستې کوي. پاکستان د اورپکو ډلو او دولت ترمنځ د سولې خبرو هڅه کوي خو په عین حال کې پرې دا پړه هم ده چې سخت دریځه ډلو ته ېې پخپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي. له دواړو هېوادونو سره د افغانستان دوه اړخیزې اړیکې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې ډېرې مهمې دي.

دا مطلب په همدې موضوع د دې هېوادنو سره د افغانستان هر اړخیزې اړیکې د بېلابېلو حکومتونود واکمنیو په موده کې ارزوي.

 له هند او پاکستان سره د اړیکو پرمختګ له ۱۹۹۶ نیولې چې د طالبانو واکمني وه بیا د حامد کرزي حکومت له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴  او په  ورپسې د محمد اشرف غني پر حکومت دلته تم کیږو چې وګورو د  ډول ډول تړونونو، معاملو او ویناو له مخې څه پیښ شو .

له هند او پاکستان سره د افغانستان اړیکو ته ښایي مناسب  نوم ډومباچق وي هغه لرګی وي چې ماشومان ېې د لوبو لپاره کاروي کله چې یوځمکې ته ښکته کیږي بل هوا ته پورته شي  دلته هم له یوه سره د اړیکو ښه والی له بل سره د اړیکو ویجاړونې په مانا ده.

 د هند او پاکستان په اړه د افغانستان بهرنۍ تګلاره یوازې انډول ساتنې ته بسنه نه کوي. له دواړو هېوادونو سره تل نه شلېدونکی پیوستون او اړیکې شته چې پر تګلارو مخامخ  اغېز کوي.

 د سړې جګړې له پایه نیولې بیا تر اوسه، له هند او پاکستان سره د کابل نیږدېوالی هسک او ټیټ و. که یو لوري ته ګټه رسېدلې بل ته تاوان پېښ شوی. د افغانهندو ـ پاک تګلارې د اړیکو همدا ټال د افغانستان په بهرني سیاست کې تر ټولو ناندریزه مسله وه او ده . د ډیرو افغان حکومتونو په مودو کې بحثونه را پورته شوي چې څرنګه د ډیلي او اسلام اباد ترمنځ انډول وساتل شي. که مخ  ډیلي ته واړول  شي ګټه به یې څه وي او که پاکستان ته د سولې او امن په پار لاس اوږد شي کور د ننه مسایل به ورسره خوندې شي؟

همدا بدلېدونکې لړۍ له دواړو هېوادنو سره په تګلاره کې په هر حکومت کې له ګڼو کږلېچونو اوښتې خو د مفکورې له اړخه د هند او پاکستان سره تګلارې ته کیدی شي د ایډیالیزم، عمل ګرایۍ او ریالیزم نوم ورکړل شيد افغانستان کورني سیاست ته په کتو دغه څه جوتیدلی شي.

لومړی پړاود طالبانو واکمني (۱۹۹۶ ـ ۲۰۰۱)

لومړي پړاو کې تر ټولو مهمه اسلامي، سخت دریځه، ډله طالبان دي چې دافغان ډیموکراتیک حکومت پر وړاندې د مقاومت سرلاري هم بلل کیدی شي. افغان طالبان د کندهار، هرات او کابل سیمو کې د مهمو ولسوالیو په نیولو سره د افغانستان پر سیاست ورګډ شول. وروسته یې خپله واکمني دافغانستان اسلامي امارت ونوموله د طالبان بنستګر مشر ملا محمد عمرامیر المونین وبلل شو. همدې د افغانستان په نړیوال دریځ کې بیخي بدل کړ.

له هند سره اړیکې نیژدې په نشت ګڼل کېدې. د هند له نظره طالبان د پاکستان لاس پوڅې سخت دریځه اسلامي ډله وه چې د ډیموکراسۍ بنسټي کرښې یې ګواښولې او افغانان یې له هر ډول بشري حقونو په څنډه کړي وو.

 د افغانستان د هغې ډیموکراسۍ او سولې په لار کې همدوی خنډ وو چې د هند حکومت ورته د شوروي ځواکونو له وتو وروسته په تمه و. پر دې سربېره د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره د طالبانو نیژدې اړیکې هند د هغوی پر نیت شکمن کړی و، په تېره بیا  د پاکستان په تړاو د کشمیر اوږدې لانجې په اړه دریځ  له امله هند طالبان د افغان رسمي حکومت په توګه  ونه پېژندل اود ډیپلوماسۍ لاس ېې ور اوږد نکړ.

 په ورته ډول طالبان هم له ډیلي سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په وده کې پاتې راغلل لامل یې د افغانستان له جمعیت اسلامي ګوند او شمالي ټلوالې  د هند ملاتړ و چې ۱۹۹۴ کې د طالب غورځنګ  له راپورته کېدو د دې ډلې د واکمنې تر پایه پرځای و.

 طالبان له شمالي ټلوالې سره په مخامخ جګړه کې ښکېل وو نو د هند موقف پر وړاندې یې دښمنې غوسه ورځ تربلې پارېده. په پایله کې د هند او افغانستان اړیکې په دې موده کې ډېرې ترینګلې وې پاتې شوې.

له بل پلوه د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې تر ډیلي ډېرې نېږدې وېددې مقالې د لیکوالو د موندنو پربنسټ کله چې طالبان  واک ته ورسېدل، لومړنۍ مستقیمه پوځي اړیکه یې د ای اس ای د افغانستان څانګې سره ټینګه شوه چې د پاکستان پوځ یوه وړه سلاکاره ډله د کابل سوېل لوېدیځ ریشخورو سیمې ته راغله چې د افغانستان پخوانۍ پوځي اډه وهداسې اډې د ډیورنډ پر پرانیستې کرښه ډېرې جوړې شوې.  همدا کرښه د دواړو افغانستان او پاکستان لپاره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مهمه وهورسره پاکستان پوځي، دیپلوماتیکې او مالي مرستې د افغانستان پښتنې واکمنۍ ته ورکولېپه بدل کې پاکستان افغان خاوره د سخت دریځو د مرکز په څېر په تېره بیا د هند پر ضد کاروله.

 ځکه په دې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې وغوړېدې چې سرچینه یې په ۱۹۹۴ کې د پاکستان پولې ته نیژدې د طالبانو له پاڅون سره یادیږيدا مهال د افغانستان او هند تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې خو برعکس له پاکستان سره اړیکې په وده کې وېهمدا  د دواړو ترمنځ د نه شلېدونکې اړیکې ادعا پخلی کوي.

دوهم پړاود کرزي حکومت (۲۰۰۱ ـ ۲۰۱۴)

دوهم پړاو په ۲۰۰۱  کال کې د امریکا په لاس د طالبانو واکمنۍ له پرځولو وروسته پیل شو چې ورسره امریکا د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د نوي حکومت بنسټ کېښودپه دې موده کې له هند او پاکستان سره د کابل په تګلاره کې بشپړ بدلون راغی او د هند پله په درنېدو شوه.

 پوځي اړیکې د یوې پوځي ډلې په لېږدولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۰۷ کې ډېرې مهمې شوېسربېره پر دې افغانستان لومړنی ستراتیژیک تړون له هند سره لاسلیک کړپه دې تړون کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې شپږ کلنې غوښتنې منل هم شامل ووتر څنګ یې افغانستان له هندوستانه د وسلو او نورو پوځي توکو د پېر غوښتنه هم وکړهپه دې غوښتنه کې ۱۵۰ جګړه ایز ټانکونه، ۱۲۰ سیمه یز ټوپک، ګڼ شمېر ۸۲  توپونه، یوه ان ۳۲  ترانسپورتي الوتکه، دوه یرغلګرې چورلکې او یو لوی شمېر لارۍ شاملې وېد دې په خوا کې ۱۴۰۰ افغانان د پوځي زدکړو لپاره هند ته واستول شول.

 هند د دوه اړخیزې مرستې مهم وړاندیز وکړتر ۲۰۱۲ زېږدیز کاله هند یو میلیارد ډالره په پرمختیایي برخه کې لګولي وو او د راتلونکو کلونو لپاره یې د یو میلیارد نورو ژمنه هم کړې وهله دې سره هند له افغانستان سره د پنځو لویو مرستندویو هېوادونو په ټولګه کې راغید پاکستان مرسته د هند له هغې سره د پرتلې وړ نه وهپه ۲۰۰۵ کال کې د ډیموکراتیکه حکومت د جوړېدو په هڅه کې هند د لومړي وزیر من موهن سنګه‍  په دوره کې د افغانستان د ملي شورا ودانۍ جوړېدو لپاره مالي مرسته وکړه.  وروسته لومړي وزیر نرېندا مودي په ۲۰۱۵ زکال   کې د پارلمان ودانۍ پرانیستلهپه دې سره نوموړي د افغانستان نوې زېږېدلې ډیموکراسي د هند او د هند له ولس سره ونښلولهدا ټولې تګلارې چې هند او افغانستان د کرزي حکومت پرمهال خپلې کړې د هڅانده اړیکو پیل و چې بهرنۍ مرستې او پوځي ډیپلوماسي یې په سر کې وه.

د هند او افغانستان اړیکو خلاف د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې له پیاوړتوب نه د بشپړې ویجاړنې لور ته ورسېدېپدې چې دواړو هېوادونو د یو بل پر  وړاندې د ترهګرۍ او وسله والو ډلو روزنیز پټنځایونه جوړ کړلهمدې د دواړو هېوادونو په مشرتابه کې ستراتیژیک فکري بهیر اغیزمن کړ، او د یو بل پر کړنو بې باوره شولد سیاسي شنونکي‌ احمد رشید په وینا، پاکستان په رڼا ورځ د بلوچستان او قبایلي سیمو په پښتون مېشته سیمو کې د ترهګري په اور بلونه کې افغانستان تورن کړ چې دا جاسوسه چاره یې د کندهار او جلال اباد قونسلګریو له لارې  مخ ته وړله . همدارنګه پاکستان له افغانستان ګیله کوله چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پيد مشرتابه پر وړاندې یې هېڅ ډول ګام اوچت نکړدا هغه ډله ده چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې اورپکو بریدونو سمبالول، پلي کول او کنټرول په لاس کې لريد کرزي حکومت بیا پاکستان په دوه اړخیزه لوبه تورنوو چې هم د ناټو او امریکا سره په نړیوالې ترهګرۍ ضد جګړه کې ملګرتیا کوي او هم مهاله طالب وسله وال پخپله خاوره کې د ننه روزي او ځای ورکويهمدا  د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیابتي جګړې پیل شو چې د کرزي له حکومته نیولې تر اوسه دوام لريان د کرزي په دویمه ولسمشریزه دوره کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې وې.

 د دې اصلي لامل د افغانستان او هند تر منځ رومانتیکه او په ګلانو پوښلې اړیکه وه، په تېره بیا د هغوی امنیتي او ستراتیژیکه ملګرتیا .

 په پایله کې پاکستاني چارواکو د طالبانو منځپالي مشرتابه پر وړاندې چې د کرزي له حکومت سره سولې ته لېوال و او یا یې هم خبرې پیل کړې وې سخت دریځه چلند غوره کړهمدې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۴ پورې نورې هم ترینګلې کړېد کرزي د واکمنۍ په ارزونه کې ویلی شو چې د هند او پاکستان په اړه د افغانستان تګلاره سرچپه شوهنوي ډیلي او کابل یو ګرانبیه او پیاوړې اړیکه خپله کړه خو کابل او اسلام اباد د اړیکې د ویجاړېدو تل ته او تربګنۍ ته ورسېدې.

دریم پړاود محمداشرف غني ولسمشري (۲۰۱۴ راهیسې)

د افغان سیاست وروستی او اوسنی پړاو په ۲۰۱۴ کې پیل شو، هغه مهال چې د ملي یوالي حکومت د اشرف غني تر مشرۍ لاندې په کار پیل وکړد هند او پاکستان په اړه د غني تګلاره کولی شو په لاندې دوه برخو وویشو:

د پاکستان د خوشالولو لپاره چې ناامني ودروي او په افغانستان کې سوله راولي، واک ته له رسیدو سره تر څو میاشتو پورې غني د کابل او ډیلي ترمنځ اړیکه له خطر سره مخ کړه.

د مودي نوي حکومت پر وړاندې دا د غني د تګلارې لومړنی پړاو وواک ته له رسېدو وروسته هغه تر اوو میاشتو هند ته سفر ونکړ او د درندې هندۍ وسلې پېر یې ونه مانه چې مخکیني حکومت یې هرکلی کاوهوروسته له هغې چې پاکستان، چین او امریکا ته لاړ،بالاخره په ۲۰۱۵ کال کې یې هند ته رسمي سفر وکړدې ځنډ ته د هند په اړه د افغانستان بهرنۍ تګلارې د لومړیتوب د بدلون په سترګه وکتل شوپدې سربېره غني د بیجېنګ سفر پر مهال په افغانستان کې د هند ونډه مرسته کوونکې وبلله خو نه په امنیتي ډګر کېدې چلند هند هيښ کړد حامد کرزي تودې اړیکې  په پر تله چې هند یې د مهم امنیتي شریک په توګه پېژانده دا یو غوڅ توپیر وپه بدل کې هند د افغانستان د وضعیت له امله د ایران چابهار ترانزیتي بندر درې اړخیزه پروژې له پانګونې پر شا شوهمدارنګه په ۲۰۱۴ کال بېجینګ کې د اسیا زړه کنفرانس ته هند یو ټیټ پوړی پلاوی ولېږهوروسته په کابل کې د افغانستان لپاره د سیمه یزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس ته په ۲۰۱۵ کال کې هند ورته کار وکړدا پښه نیولې راشه درشه د دوو هېوادونو د نزولي اړیکو څرګندونه کويلامل یې د غني حکومت خوارې هڅې وې چې غوښتل یې د پاکستان سره  اړیکې ورغوي. خو په دوهم پړاو کې حالاتو لوی بدلون وموندپاکستان په خپله ژمنه کې پاتې راغی چې د طالبانو پر وړاندې به پوکوټلي ګامونه اخلي او د مذاکراتو مېز ته به یې راوليپه پایله کې کابل له ډیلي سره د دوه اړخیزې ستراتیژیکې اړیکې د بیارغونې هڅه وکړهڅو څو ځلې یې له هندي لوري وغوښتل چې د ستراتیژیکې ملګرتیا تړون له مخې د ستراتیژیکې ملګرتیا جرګې غونډې جوړې کړيکه څه هم هندوستان په سر کې زړه نا زړه و خو وروسته یې ومنله او له افغان چارواکو سره یې مهمې غونډې ترسره کړېپه پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نرمې اړیکې ورغېدېله هغې راهیسې له محتوا ډک بحثونه وشول، په بېلابېلو سکتورونو لکه روغتیا، معارف، کرنه، د طبیعي پيښو مدیریت، برېښنا او ټاکنو مدیریت په برخو کې د همکارۍ خبرې وشوېترڅنګ یې په ۲۰۱۵ کال کې دواړو غاړو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د هر ډول ترهګرۍ ماتولو ته خپله لېوالتیا وښودهپه افغانستان کې وروستۍ ناامنۍ، د ملکي وګړو مرګ ژوبله او د طالبانو ولکې ته د ډېرو ولسوالیو لوېدل، او په هند کې پر پټان کوټ پوځي هوایي ډګر او یوري پوځي اډه یرغل چې پاکستان پرې تورن و، د هند او افغانستان ترمنځ د ملګرتیا رغېدنه ګړندۍ کړهپه ۲۰۱۵ کال کې د کابل او ډیلي ترمنځ دوه اړخیزه راکړه ورکړه هم په ډېرېدو شوهدواړو مشرانو اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرېندا مودي څه باندې پنځه ځلې سره وکتلدواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر بدیلو لارو کار وکړ لکه هوایي دهلېز چې په ۲۰۱۷ کې پیل شو، او د چابهار سمندریزه لاره چې هند، ایران او افغانستان له مرکزي اسیا هېوادنو سره نښلويپه امنیتي ډګر کې هند په ۲۰۱۶ کال کې څلور ام ای ۲۵ چورلکې او درې هل چیتا سپکې چورلکې افغان هوایي ځواک ته ډالۍ کړې او په راتلونکي کې د وسلو او مهماتو رسولو تړونونه یې هم سره لاسلیک کړلدې پرمختګ ته په کتو جوته ده چې د هند او افغانستان اړیکې لوړو څوکو ته رسېدلي او د هند او افغانستان ملګرتیا له تمې سره سم بریالۍ ده.

بل لوري ته کله چې ولسمشراشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې واک ته ورسېد، د زړه له اخلاصه یې هڅې وکړې چې د افغانستان او پاکستان تودې اړیکې او ورورولي وپاليد پاکستان لوري ته یې مخه وه چې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړيله همدې امله غني د خپل ۲۰۱۴ کال د سفر پر مهال وویل «د پاکستان او افغانستان ترمنځ دښمني په تېرو دوه ورځو کې تر خاورو لاندې خښه شوه.»  خو افغان طالبانو ته  ېې د ای اس ای د ملاتړ خبره یاده نکړه او نه یې هم د هند ضد اورپکې ډلې لشکر طایبه په اړه څه وویل.د دواړو هېوادونو ترمنځ  اقتصادي همکارۍ هم پیاوړې شوېد ګمرکي مالیو کمولو په موخه او یو بل ته د سوداګریزو امتیازونو ورکړې لپاره یو شمېر تړونونه لاسلیک شولولسمشر غني د پاکستان امنیتي بنسټونو سره د نیژدې اړیکې په لټه کې شو او ځانګړي نوښتونه یې وړاندې کړل چې د پاکستان اندېښنه د کرښې بلې غاړې ترهګرۍ په اړه کمه کړيپر دې سربېره د روزنې په پار کابل د افغان سرتېرو لېږد د پاکستان پوځي روزنیز مرکزونو ته پیل کړد استخباراتو شریکولو تفاهم لیک یې د پاکستان استخباراتي خدماتو ای اس ای سره لاسلیک کړد ای اس ای په همکارۍ یې په افغانستان کې مېشتې ډلې وځپلې چې په پاکستان کې یې فعالیت کووپه افغانستان کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي پر ضد پوځي عملیات پیل کړل او د هغوی ګڼ شمېر مشران یې ووژلپه بدل کې پاکستان د افغان طالبانو استازي د ۲۰۱۵ کال د جولای په اوومه په مري کې د مذاکراتو مېز ته راوستلافغانانو ته د سولې راوستو لپاره دا د پاکستان لومړنۍ هڅه وهپه دې پړاو کې افغانستان په جرات سره ځان له هند لېرې کړد پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه تګ راتګ دومره ډېر شو چې ساری یې په تېرو پنځلس کلنو کې نه و لیدل شوی.

 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا خوندور پړاو ډېر ونه پاېدهد افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خامه هڅه د ملا محمد عمر د مړینې په اعلان سره ناچله شوهدې کار په افغانستان کې د سولې هر ډول امکان شنډ کړورسره د غني د ولسمشرۍ دورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو دوهم پړوا پیل شو چې تر اوسه دوام لري.

 دا پړاو په افغانستان کې د نویو او خونړیو بریدونو زېږنده وهد کابل پر هوایي ډګر او افغان پارلمان برېدونه په همدې وخت کې وشول.  د دې بریدونو له امله ولسمشر اشرف غني پاکستان تنده او د غندنې ژبه وکارولهخپلې دوه اړخیزې اړیکې یې پرې کړې او وویل «پاکستان له افغانستان سره په نااعلان شوې جګړه کې بوخت دی.» او دا چې «د افغانستان لپاره تر ټولو لویه ننګونه طالبان یا القاعده نه له پاکستان سره د هېواد په کچه اړیکه ده.» پاکستان دې تورونو ته سم ځواب ورنکړپه پایله کې د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ کلکې نښتې وشوېترڅنګ یې پر ډیورنډ کرښه د ناقانونه اوښتو او بنسټونو جوړلو  پرلپسې تورونه پر یو بل ولګول شولد هند په امرتسر کې د اسیا زړه شپږم کنفرانس پر مهال غني د پاکستان ۵۰۰ میلیونه ډالره بسپنه رد کړه او وې ویل «موږ باعزته اړیکې غواړو، خیرات نه غواړو.» نوموړي زیاته کړه «که موږ ته د سوله یز ژوند اجازه راکړل شي، پنځه سوه میلیونه ډالر به پخپله پیدا کړو، او که د پنځو کلنو لپاره سوله وي موږ به نورو ته د پنځه سوه میلیونو بسپنې وس ولرو.» په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار  او په کنفرانس کې لوړپوړي استازي سرتاج عزیز د غني څرګندونې بې بنسټه تورونه وبلل او د هغه وینا یې د هندوستان خوشحالول تعبیر کړه.

 د دواړو غاړو دا ډول بیانونه او کړنې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزې اړیکو هڅانده څپې په تېرو پنځلسو کلنو کې تر بل هر وخت مړاوې کړې په تېره بیا د ملي یووالي حکومت په اوږدو کېله دې امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوهم یا اوسني پړاو کې د دواړو ترمنځ ناباوري او ناهیلي د یو بل په اړه په زیاتېدو شوهدا پړاو له پاکستان سره په ښه او کلکه اراده پیل شو چې هند یې پردی کړوروسته بیا ۳۶۰ درجې بدل شوله هند سره پیاوړې او دوستانه اړیکې ورغول شوې او له پاکستان سره کمزورې اړیکې او دښمني پیل شوه.

پایله :

په پای کې له ۱۹۹۶ کال راهیسې د افغانستان سیاست په هر پړاو کې له ژورې شننې وروسته په ځغرده ویلی شو چې د هندوستان په اړه د  افغانستان تګلاره تل د پاکستان سره د اړیکې متضاد وهدې مقالې د هند او پاکستان سره د افغانستان  ګڼ شمېر ځانګړې او جالبې تګلارې روښانه کړېد دې بهیر یو لامل ښایي د هند او پاکستان ډاینامیکه نړیواله سیالي ويویلو شو چې د دواړو ترمنځ بېلابېله ترینګلتیا او شخړې په افغانستان کې د یو بل ښکلتیا او غندنې لامل ګرځيافغانستان ته دا د معکوسې  دوه اړخیزې اړیکې د دوو برخوپه مانا ده چې هند په ښه یادیږي او پاکستان د ښو او بدو ترمنځ ځي راځيدې مقالې د افغانستان له اړخه د دریو هېوادونو تاریخي تګلاروشننه وکړهکیدی شي همدا مسایل نور هم وڅېړل شي او د هندوستان او پاکستان په تړاو د افغانستان پیچلي تاریخ کې ژورې څېړنې وشي

-
بېرته شاته