(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون زلمی

[14.Oct.2020 - 09:54]

ایا  (((  زلمي پښتون )) تحریک یوځل بیا راژوندي کول نه غواړي ؟

دغني خان په مشرتوب ددې تحریک په هکله یو ه مستنده قیمتي لنډه لیکنه:

په دغو ورځو کې د خدايي خدمتګارانو په مقابل کې د مسلم لیګیانو وراني زیات شو نو غني خان د هغوې د مقابلې او د خپلو کارکنانو او مشرانو د ساتنې دپاره د ((زلمي پښتون)) په نامه یو قومي تحریک شروع کړ چې دوو دورو کې یې اتیازره وسله وال ځوانان ددې تحریک لپاره تیار کړل. وايي چې یو ورځ باچا خان غني خان ته وویل چې:((  په پیښور کې زمونږ کارکنان په تنګ دي، څه مظاهره کول په کار دي (( غني خان د همغې ورځې په سبا اولس نیم زره وسله وال زلمیان د مظاهرې لپاره حاضر کړل.

له هغه نه پس چې چیرته به د خطرې جلسه وه نو غني خان به د څلورو پنځو سوو ځوانانو سره یو اړخ ته ولاړو.

د (( زلمي پښتون)) تحریک یو داسې انقلابې تحریک و، چې په ډيره لږ موده کې یې د هغه ځای د حساسو پښتنو زلمیانو د وینو تودوالی یو په دوه زیات کړ او ورځ په ورځ یې په هغوي کې د قربانۍ او فداکارۍ روح تقویه کاوه، نو ځکه دښمنان هم ورځنې ډیر زیات په ویره او ډار کې وو. خو څنګه چې (( زلمي پښتون)) د تحریک سره څه نه څه تشددد ملګری و، او د خدايي خدمتګارو او خان عبدالغفار خان د عدم تشدد د اصولو سره مخالف و، نو تر شپږو میاشتو وروسته باچا خان هغه تحریک معطل کړ، او ده(( زلمي پښتون)) زلمیانو ته یې حکم وکړ،چې ټول دې خدايي خدمتګاران شي، او په دې توګه دا انقلابي تحریک چې غني خان او 

دده زلمیو ملګرو منځ ته راوستلی و، ځا ی پر ځای ودرید او له منځه ولاړ. (١١ )

سياسي

ایا  (((  زلمي پښتون )) تحریک یوځل بیا راژوندي کول نه غواړي ؟؟؟؟؟؟

-
بېرته شاته