(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له مارګلې

[27.Oct.2020 - 16:13]

له ” مارګلې نه تر کابله“ 

ليک : جلال الدين خان / درشخيله سوات 27.10.2020 

د اقبال حسين افکار صيب له خوا خپل کتابمارګلې نه ترکابلهد ډالۍ کولو ډيره مننه ۔ د کتاب سريزه محترم ګل محمد بيتاب صيب ليکلے ده۔ پخپله سريزه کښې هغه د افکار صيب شخصيت په ډيرو ښو الفاظو کښې ستاٸيلې دے ۔ داسې ښکاري لکه چې د افکار صيب د ټول کردار عکس د بيتاب صيب مخامخ پروت دے ۔ هغه يې په کتاب کښې رانقل کړې دے ۔زما په خيال حقيقت وړ سريزه ليکلې ده ۔ لکه چې واٸيچې افکار صيب د شاعر سره ماهر هم دے ۔ په نثر کښې لوے لاس لري۔ ددې علاوه صحافي ،کمپٸير خله ور او ښپه ور هم دے ډيرې خوبٸ لري د ادب د ډيرو ميدانونو لوبغاړې دے ځکه نو د هغه د شخصيت په حقله څه آسان کار نه دے۔ د ليک لوست او ادبي خدماتو نه علاوه د يو ادبي خدمتګار په توګه د هغه بل ثاني نشته دې په هغه څو کسانو کښې دے چې محفلونه پرې آباد دي ۔ د ادب تخليق کولو سره ادب سازه او ادب پرور هم دے ۔ ځکه په هره ادبي غونډه او محفل کښې ليدې شي ۔

افکار صيب په خپل کتاب کښې د مختلفو موضوعاتو محاصره کړې ده او لوستونکو ته يې ډير مفيد معلومات رسولي دي۔ په کتاب کښې ټول بابونه ډير دلچسپ او د لوستونکو په علم کښې د اضافې سبب جوړيږي۔ ددې کتاب آخري باب چې په وطن کور کښې د پښتنو منورينو او هنرمندانو مشاورتي دستوره باندې دے ددې پښتنو منورينو ،هنرمندانو په صف کښې اولنې نوم د ډاکټر عالم يوسفزي صيب دے ۔ کوم چې ډير لوے انسان دوست جمهوريت خوښې او مترقي انسان دے ۔ ډاکټر صيب د خداې بخښلي محمد افضل خان لالا په ژوند او جدوجهد هم خپل تحقيق لري او د خان لالا سره ډير  عقيدت ساتي د ډاکټر صيب نه علاوه په دې باب کښې نور زيات قام پرست مترقي دانشوران شامل دي او افکار صيب د هر يو دانشور او مشر  خطاب له او تجربو له په خپل کتاب کښې مناسب کوريج ورکړې دے ددې باب مطالعه کولو سره د هر دانشور او مشر پوره تعارف او مفيد  معلومات حاصل شي ددغې سره سره د قومي وطن پارټۍ او د هغې د تنظيم متعلق هم ښه معلومات ورکښې شته

د کتابمارګلې تر کابلهپه دويم باب کښې ليکوال افکار صيب د پښتون قوم د جغرافياٸي پوزيشن چې په دوه ملکونو افغانستان او پاکستان خيبر پښتونخوا او بلوچستان کښې آباد دي ذکر کړې علاقاٸي دانشوران او پوهان ددې دواړو ملکونو پښتانه په لر او بر پښتون ياده وي او يو قوم ګڼلې شي ۔ خو چونکې دوي په دوه آزادو ملکونو آباد دي او د هر يو ملک خودمختاري sovereignty اهميت لري خو په مينه کولو څه بنديز نشته او ټول قامونه د مينې رشته يو بل سره ساتلو کښې آزاد دي۔ افکار صيب د افغانستان سفر دپاره د پاسپورټ د ضرورت ذکر کړې دے ۔ دا حقيقت دے چې د شلمې صدۍ پورې د پښتون قوم دپاره افغانستان ته د تلو راتلو دپاره د پاسپورټ ويزې ضرورت نه وو۔ ځکه چې په تورخم او چمن باډر به پښتانه بغير پاسپورټ او ويزې داخليدې شو۔ زه به دا ووايم چې د افغانستان حکومت هم د تلو راتلو سهولت ورکولو۔ددې نه علاوه په هغه وخت کښې به  د پيښور د افغانستان قونصليټ د ريډ پاس  Red Pass  په نوم يو اجازت نامه ملاويده او په هغې به افغانستان ته تګ کيدې شو ۔ افکار صيب د خوشحال روهي صيب ذکر کړې دے خوشحال روهي صيب د ارواښاد صديق روهي صيب ځوے او د محترم ځلمي هېواد مل اوښې دے۔ روهي صيب د افغانستان د علم و ادب او سياست د لارېد لوے کچ په منورينو کښې شمار دے ۔ د انسانيت ټولې خوبۍ لکه انکساري،عاجزي او خدمت خلق جذبه ورکښې زياته ده ۔ د هغه اوښې ځلمے هېواد مل صيب هم ښه شهرت لري ۔ زمونږ درون مشر خداې بخښلے محمد افضل خان لالا چې کله د جمهور رٸيس حامد کرزي صيب په دعوت افغانستان کابل ته تللے وو ۔ نو هېواد مل صيب د هغوي د مهمان دارٸ (کوربنۍ) فريضه حواله وه ۔ خان لالا چې کله واپس راغلے وو نو د هېواد مل صيب ذکر هغوي  په ښه الفاظو کړې وو۔

افکار صيب د نورو ډيرو لکه اکبر پولاد صيب،عبدالرحمان رودباري صيب ډير خوږ او مينه ناک انسان دے او داسې نور ډير دانشوران او پوهان يې ډير په قدر ادب سره يا کړي دي۔

د کتاب د لوستو سره د افغانستان د خلقو د علمي صلاحيتونو  تهذيب او کلتور متعلق ډيره ښه جاٸزه ملاويږي ۔  د سياحت په حواله افکار صيب د ډاکټر عبدالرحمان رودوال چې ډير خوږ او مينه ناک انسان او د دانش خاوند دے سره ملګرتيا ذکر کړې دے هغه سره موټر کښې يو ځاې په مختلفو روډونو او اهم ځايونو وګرځيدو هم دغه رنګ د قرغه جيل په څنګ کښې قصر قرغه ته ورسيدو  دا زمونږ د استوګنې ځاې وو۔ هوټل څه بادشاهي ځاې وو۔ شاعرانه ماحول وو۔چمنونه رنګارنګ ګلونه په لارو د انګورو غونچې ، سيوانو،توتانو،شاتوتانو ونې او په مينځ کښې دا هوټل وو۔ ددې ښکلاګانو او خوبيانو باوجود يې د هوټل انتظام د ستاٸيلو نه دے ۔ځکه چې په هوټل کارکونکي فارسي ژبه ويونکي وو اګر چې دا ډير نرم خلق دي ۔ د هوټل دپاره موذون خلق نه دي ۔

شهاب کټوازے چې د افغانستان د لوړو رتبو (هاٸر ايجوکيشن ) ډاريکټر دے په انګريزي ادب کښې يې ماسټر د پاکستان د آزاد کشمير نه ټاپ کړې ده او پي ايچ ډي يې اسټريا نه کړې ده ۔ هغوي زمونږ د وطن يو مسله رامخکښې  کړه۔ چې د ښکتې پښتونخوا دپاره د هاٸر ايجوکيشن دپاره په افغانستان کښې 140 سيټونه دي خو کوم هلکان چې راځي نو هغه د ميډيکل نه بلې شعبې ته نه ځي او په ميډيکل ټول 22 سيټونه دي چې کوم هلک د ميډيکل ټيسټ پاس کړي نو هغه ته داخله ملاويدې شي ۔ په دې حواله زما خپله مشاهده داسې ده چې چونکې زمونږ په خوږ وطن کښې بلا بې روزګاري ده نو په دې وجه هر يو ځوان په ميډيکل کښې دلچسپي لري ۔ چې ددې تعليم په سبب ورته څه روزګار په ملاؤ شي ۔ ځکه چې د ميډيکل تعليم سره  هر انسان د څه نه څه روزګار کولو جوګه شي۔او ژوند يې نسبتاً ښه شي۔ اللّه دې وکړي زمونږ په پښتونخوا کښې د روزګار دا مسله آسانه شي ۔ او هلکان په آزادۍ  سره بغير د څه ويرې د تعليم ټولو څانګو ته يو شان اميدواري ولري هم د هاٸر ايجوکيشن د ډاريکټر دا سفارش او خواهش عملي شي۔

د برې پښتونخوا (افغانستان ) د هلکانو د سکالر شپ متعلق وفد ته ووٸيلے شو چې زمونږ هلکانو له په ښو معروفو کالجونو کښې دې داخله ورکړې شي او په ښه هوسټلو کښې دې وساتلې شي ولے چې زمونږ هلکان مونږ ته دغه رنګ ګيلې کوي ۔ پکار ده چې زمونږ د ملک (پاکستان ) چارواکي دا خبره نوټ کړي او دا مشکل آسان کړي ۔ کوم افغانانو چې په پاکستان کښې سبقونه وٸيلي دي يا دلته وسيدلي دي چې کله هم د لاندې پښتونخوا خلق دلته افغانستان ته راشو نو هغوي زمونږ ډير قدر کوي او پاکستان کښې د وسيدو ښه وختونه ياده وي ۔ پکار ده چې د مينې او خلوص دا جذبه په مخه لاړه شي ۔

افکار صيب په کتاب کښې د مختلفو ثقافتي کلتوري غونډو ذکر کړې دے ۔ چې ورکښې د لراوبر پښتونخوا کلتور ثقافت باندې رڼا اچولے شوے ده ۔خصوصي طور سره د پغمان صوبې کښې د د ثقافتي کلتوري پروګرامونو کولو دپاره د هال جوړولو چې په  يوه  غونډی جوڑ شویدے چہ پکے د جشن نوروز پہ موقع   د ھغی ملکونو  سربراهان به ورکښې د نوروز جشن  نمانځلو دپاره ګډون کوي ۔ پغمان هسې هم زړه راښکونکې ځاې دے ددې وداې د جوړولو سره به د پغمان ښاٸست له زيات شوي وي ۔ په دې موقعه لوے پښتون دانشور شاعر او د افغانستان د قباٸيلو سرحداتو پخواني وزير قدرمن سليمان لاٸق په پښتون کلتور او د لر و بر په کلتور ثقافت ،ترهګرۍ او عدم استحکام خبرې وکړے ۔ د دواړو ملکونو د ورورولۍ په تعلق يې زور راوړو ۔ او د لر وبر ځوانانو ته خواست وشو چې په سوشل ميډيا او فيس بک يو بل ته د کنځلو  لاس واخلٸ۔ لاٸق صيب ووٸيل مونږ شاعران په خپلو شعرونو کښې د علامت په توګه پنجاب راوړو خو هغوي هم زمونږ غوندې انسانان دي بچي لري ښځې خوېندې مٸيندې لري نو د هغوي په درد مونږ درديږو بايد چې د درد دا رشته مونږ پرمخ بوځو۔ کومه چې د انسانيت د ورورولۍ رشته ده ۔ سليمان لاٸق صيب د ښکتې پښتونخوا د پښتنو نه ګيله من وو ۔وٸيل يې که دوي په سخته زمونږ مرسته کړې وه نو نن به مونږ په دې  حال کښې  نه وو۔ ددې روستو مشاعره او د ټنګ ټکور سره خاکې وړاندې کړې شوې چې د سولې آمن پيغام وو ورکې۔

بله ورځ د آرګ په مقام يو سيمينار چې موضوع يو وهٹوریزم او ټيريزمددې سيمينار افتتاح ولس مشر ډاکټر اشرف غني وکړي او دويم نشست يې په پي سي کابل کښې وو د سيمينار اهتمام د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت کړې وو ۔ د ولس مشر د وينا وخت کله په پښتو کله درۍ ژبه کوله د سيمينار ټولې مقالې هم په درۍ ژبه وے ۔ افکار صيب مخکښې ليکي کله چې مونږ واپس راتلو نو په کابل کښې د هزاره قوم په علاقه کښې ځوان مرګې بريد وشو او چې تورخم ته راورسيدو نو په لاهور کښې چاودنه وشوه په دواړو پيښو کښې مرګ ژوبله شوي وه ددې زما په خيال ترهګري د ټول انسانيت په خصوصيت سره د پاک افغان مشترکه مسله ده پکار دي چې دې مسلې د دواړو ملکونو حکمرانان او چارواکي يو خوله يو آواز او يو موټې شي ۔

د کتاب څلورم باب د ننګرهار پوهنتون له خوا د باچاخان د دريشم تلين په بابله  دے ۔ليکوال افکار صيب د جلال آباد ننګرهار په سفر کښې د تورخم بارډر ته د پورې وتو مرحله کښې د مشکلاتو ذکر کړې دے او باډر د خلقو جم غفير او د زنانه ؤ مشرانو سره د ليوي والو غير انساني سلوک يې غندلے دے ۔ او په دې يې زور ورکړې دے ۔ چې د دواړو ملکونو چارواکي دې د تورخم باډر د تګ راتګ سسټم مهذبے دنيا په شان کړي ۔ او د هر انسان د عزت نفس خيال دې وساتي ۔ په باډر دې د ليوي په عسکرو د انسانيت توهين نه کوي ۔ 

افکار صيب مخکښې ننګرهار ته په رسيدو ليکلي دي چې دوي ټول د ننګرهار قصر ته لاړل د قصر د ټولو نه زوړ ملازم يو سپين ږيرې نفيس مشر ووٸيل چې دا قصر په يو وخت کښې قومونو قباٸيلو د مشرانو د استوګنې ځاې وو ۔  د امير حبيب اللّه خان دې ته پام شو او پکښې يې کار وکړو دا يې شاهي قصر کړه ۔ د هغه د شهادت نه روستو ټولو آميرانو په دې کښې کار وکړو او ددې په ښاٸست کښې يې اضافه وکړه ۔ ددې قصر باره کښې دا هم وٸيلے شي  د ډيورنډ د معاهدې نه مخکښې د کابل د آميرانو د ژمي پايه تخت پيښور وو روستو جلال آباد شو او آميران به په دې قصر کښې پاتې کيدل ۔ د جلال آباد والي محترم ګلاب منګل د قصر په ودانۍ کښې استوګنه ښه پريکړه ده ۔ ښاغلے ګلاب منګل يو سپيځلے پښتون علم دوسته ادب دوسته شخصيت  دے ۔ هغه وٸيل چې په ټولنه کښې اصل کار د علم و دانش فکر و نظر د خاوندانو دے زمونږ کار خو انتظامي دے د قوم فکري رهنماٸي او تخليقي کار تاسو دے ۔ په ړومبي پړاؤ کښې د سيمينار ګډونوال د والي ښاغلي ګلاب منګل په مشر تابه کښې د باچاخان څلي ته لاړل د ګلونو ګيډۍ يې په څلي کيښوے ۔ ښاغلي اورنګ صميم تلاوت وکړو او فاتحه  ولوستې شوه۔ ليکوال افکار د باچاخان د دريشم تلين ټولې مرحلې په ډير ښه شان بيان کړي دي ۔ دتلين په اړه ددې دستورې  اهتمام د ننګرهار پوهنتون د سولې او آمن څانګې کړې وو ۔

سيمينار ته ګورنر ګلاب منګل افتتاحي وينا وکړه ټولو راغليو ميلمنو ته يې هرکلې ووې ۔د ننګرهار پوهنتون د مشر ببرک مياخيل د سولې د څانګې د مشر او همکارانو ته مننه وٸيله دژهغوي دا هڅه يې وستاٸيله چې د ژوند په داسې شيبو کښې چې لر وبر د جنګ په حالت کښې دے تاسو سولې ته مزاحمت کوﺉ ۔ فخرافغان باچاخان د خپل وخت د ښکيلاک سره مقابله د عدم تشدد د لارې کړې وه او بريالے شوے وو ۔ او په هغه وخت کښې يې په پښتون قام کښې د علم پوهې شمع بله کړې وه ۔ د اطلاعات او فرهنګ وزير ډاکټر محمد رسول باوري د ولس مشر پيغمام واورول د ولس مشر مشاورانو لال پاچا ازمون ،ډاکټر غضنفر سره  ډاکټر سهيل خا ن ،عبيداللّه درويش دراني ،خير محمد عارف ، شمس بونيري د ننګرهار د شوري غړي ښاغلي دراني سيمينار ته ويناګانې وکړے اووې وٸيل چې د باچاخان مقام د دنيا په فلسفيانو کښې مهم او ځانګړې دے نورو فلسفيانو سرپ فلسفه ورکړې ده او ده عملي کړې ده ۔ باچاخان د دنيا کښې د عدم تشدد د څلورو شخصيتونو کښې  يو مهم شخصيت   دے۔دوي زياته کړه پکار دي چې د باچاخان د عدم تشدد په فلسفه مونږ ځانونه پوهه کړو او هغه ولس ته ورسوو او په خپله ټولنه کښې تعليم عام کړو چې د دړديدلي انسانيت پکار راشو ۔ هغوي ووٸيل چې باچاخان د خپل وخت په رهبرانو کښې ځانګړې حيثيت لري ګاندهي که به خپل عقيدت مند ته ووٸيل چې کينه هغه به کيناست چې ورته به يې وويل چې پاسه هغه به پاسيدو ۔ د جناح صيب به تقرير په انګريزۍ کښې کوو يو ځل يو سړے چا وپوښت ته په انګريزۍ پوهيږے چې لاس پړکوے هغه ووٸيل پوهيږم نه خو دې چې څه واٸي صحیح وای. دوی واضح کڑہ چہ باچاخان ړومبې د قام اصلاح وکړه ۔ بيا تعليم تربيه وکړه بيا يې ځان ته کينول  د عدم تشدد فلسفه یےورتہ شروع کڑہ ۔باچاخان چې هغه وخت د تعليم څانګه کښې کوم کار کړې دے 

 هغه د ھغہ وخت لویو حکومتونو نه دے کړے ۔ مونږ د خپل قامي وجود نيمه برخه مفلوج کړې ده ۔ باچا خان د ميرمنو په تعليم زور راوړو هم د هغه په کوششونو ګڼ شمير ميرمنې د ژوند ميدان ته راوتې چې ډاکټر وقارعلي شاه پرې کتاب ليکلې دےپه خداٸي خدمتګار تحريک کښې د ميرمنو برخه۔

په سيمينار کښې د باچاخان د خاندان حوالې ورکړے شوي دي۔ چې د بهرام خان څوک چې د هغه وخت معتبر خان وو د هغه ځوے دے. د فوج منصب باچاخان د خپل پښتون  قوم د اصلاح دپاره پريښود ځکه چې د پيرنګي د پښتنو سره رويه نا مناسبه وه او هغه د قام د اصلاح تعليم او تربيې دپاره فکرمند وو۔ هغه د ملګرو په مرسته اصلاح افاغنه او بيا خداٸي خدمتګار تنظيم جوړ کړو ۔ او د عدم تشدد فلسفه يې را وړاندې کړه۔ هغه ټول عمر ساده عملي ژوند تير کړې دے ۔ خپل ټول توان دولت یے د پښتون قوم په ښيګړه تعليم و تربيت باندې خرچ کړې دے ۔د هغه د ژوند ډير مثالونه شته دے ۔ چې د  پر تکلفه دعوتونو او د نمود نماٸش نہ يې احجاجاً باٸيکاټ کړې دے۔او ملګري يې په دې مجبوره کړي دي چې ساده عملي ژوند تير کړي۔او د خداې د مخلوق بې غرضه بې لالچه خدمت وکړي ۔

د تلين د سلسلے بل سيمينار عملي کولو دپاره ګډونوال په يو کوسټر کښې د ننګرهار پوهنتون په لور روان شو د ننګرهار پوهنتون د کابل جلال آباد په جرنيلي سړک په پراخه زمکه  پروت دے ۔ د ننګرهار پوهنتون کښې دوه بسونه ولاړ وو چې د پاک افغان دوستۍ نعرې پرې ليک وے ۔ اللّه دې وکړي چې دا دوستي نوره مضبوطه شي ۔ چې د دواړه ملکونو د آمن آبادﺉ سوکالۍ باعث جوړ شي۔

ارباب حمداللّه پښتون ځوان دے هغه په پخپله ژبه ادب کلتور او قام ورک مٸين دے۔ ليکوال افکار صيب واٸي چې د ارباب حمداللّه شخصيت کښې خپل ځلمي توب وينم دغه وخت زه هم د جذبې بهير په مخه کړې وم خو د مشرانو لارښودنې او د حالاتو بټۍ راته  د حکمت لار راوښوده ۔ وس په هغه لار روان يو هيله من يو چې د نن ځلمي به هم د جوش په ځاې د هوش په لاره لاړ شي ۔ د تشدد په ځاې د عدم تشدد لاره خپله کړي ۔ هغوي زياته کڑہ چہ کہ د نن نہ څلويښت کاله اګاهو کہ چا د باچاخان لاره خپله کړې وے. د روس او امريکې د جنګ خشاک نه وے جوړ شوي د عربو د شيخانو د مفاداتو دپاره نه وے استعمال شوے ۔ نن به پښتون قوم داسې تباه برباد نه وو۔ په سيمينار کښې د خوشحال خان خټک او  باچاخان د شخصيتونو په مماثلث هم خبره وشوه ۔

خافظ امير زاده څوک چې د پوهنتون د قرآن پاک د مبارکو آيتونو او د نبي کريم صلي اللّه عليه وسلم د حديث پاک په رڼا کښې د عدم تشدد فلسفه وڅيړله اووې ووٸيل د خداې د مخلوق خدمت عين عبادت دے او باچاخان دغه عبادت ٹول عمر کڑیدے او مونږ ته يې درس راکړې دے ۔ بايد چې د نن ځوانان علم حاصل کړي او د بابا د عدم تشدد په فلسفه عملي کړي د خداې د مخلوق خدمت ته ځان چمتو کړي ۔ ښاغلي سردار يوسفزي خپله وينا کښې د ترهګرۍ پر ضد د دواړو ملکونو د شريکونو عملياتو په ضرورت زور راوړو هغه زياته کړه چې ترهګر فضل اللّه د لاندې پښتونخوا ولس آزار کړې دے خلق يې وژلي دي سکولونه ،هسپتالونه ،سړکون،پلونو ورانولو سره په صوبه تباهي کړې دهد پیخور آرمي پبلک سکول واقعه چې ټوله دنيا يې ژړولې ده پکار دي چې د افغانستان حکومت د فضل اللّه په څير دهشت ګرد د پاکستان حکومت ته حواله کړي چې په دنيا کښې د انصاف تقاضې پوره شي۔دغه شان افغانستان د حقاني دلاسه تباه دے د شر دا نوغي د خپلو خپلو ټولنو ويستل پکار دي ۔

ډاکټر سهيل خان چې د باچاخان تعليمي سرګرميو يې پي ايچ ډي کړې نن سبا د ولي خان پوهنتون کښې د پښتو څانګې مشر دے واٸي نيلسن منډيله په خپل کتاب کښې ليکيچې زه به په زندان کښې له ژونده تنګ شوم نو د باچا خان کتاب زما ژوند او مبارزه راله حوصله راکړه ۔ دغه وخت په جيل کښې د فلسطين د لوے ليکوالې په باچاخان ليکلې کتاب زما ژوند او مبارزه لوستو او کله چې ما حلف اخستو دستوره وه د آمريکې صدر کلينټن د خپلو مصروفياتو په وجه هيلري کلنټن په خپل استازي توب دستورې ته راليږلې وه ۔ ددستورې په مهال نيلس منډيله اووې ړومبې زما د جيل هغه جيلر راولٸ چې زه ترې سوګند واخلم جيلر راغې سره د زندان د چابۍ نيلس منډيله ترې چابي ترلاسه کړه او هغه ته يې وٸيل زما په زړه کښې چې څومره کرکه ،نفرت ،حسد ،کينه، بغض وو هغه ما د زړه راويست او ستا د جيل په هغه چکۍ کښې مې بند کړل چرته چې زه قيد وم او دا چابي مې تاله درکړه زه هيله من يم چې ته به يې د دغې چکۍ نه رابهر کيدو ته نه پريږدې ۔ نيلس منډيل وٸيل چې زما ددې خبرې سره هيلري کلنټن په سترګو کښې اوښکې راغلې او ماته راترغاړه شوه او ماته يې وٸيل ما ښکل کړه ۔ هغه وٸيل دا هر څه ما د باچاخان نه زده کړي دي۔ افکار صيب د ډاکټر سهيل په حواله ليکلي دي په 2016 کښې پوپ عالمي اجتماع ته د وينا په وخت ووې د شلمې صدۍ د انسانيت لوے علمبردار او د خداې د خدمت بې لوثه خدمتګار باچاخان دے ۔هغه مخکښې زياته کړه چې باچاخان په نړيوال کچ د پي ايچ ډي شپږ تحقيقي مقالې ليکلې شوي دي۔ په هغې څلور يورپي سکالران دي ۔ دنيا باچاخان وپيژندو خو مونږ وس هم يو بل پوښتو چې باچاخان هندو وو که مسلمان؟ ۔ افکار صيب مخکښې د م،ر،شفق د يو ليک حواله ورکړې ده ۔ محترم م،ر،شفق يو ليک کښې ليکي چې ارواښاد عاصي اشنغرے د باچاخان سره د بنو په دوره کښې ملګرے وو ۔ باچاخان د شپې د کوربنو نه يو لوټه اوبه او مصله وغوښته عاصي صيب د بې خوبۍ مريض وو ۔ د شپې زيات وخت به ويښ وو۔ عاصي صيب وٸيل چې باچاخان د شپې ډير په قلاره راپورته شو د اودسه دپارہ بھر اووت. د تيارٸ روستو په مانځه ودريد پس له مانځه دعا د خپل ځان بچو دپاره نه د قام دپاره هم هغه دعا غوښتله کومه چې به هغه په عام جلسو کښې غوښتله ۔

په کال 1987 کښې محترم  سليم راز صيب پښتو عالمي کانفرنس جوړ کړې وو د خان عبدالولي خان سره ټول قامي سياسي ادبي مشران ناست وو۔ د افتتاحي اجلاس صدارت حمزه بابا کول باچا خان د عالمي کانفرنس افتتاحي وينا کښې د پختون قوم بد خصلتونه بيان کړل. او په ورپيښې ستونزې  يې بيان کړې۔ هغه ووٸيل روس او آمريکه خپله جګړه زمونږ خاورې ته راوړې ده ۔مونږ له پکار دي چې ځان ترينه په څنډه وساتو بابا هغه وخت په ټولنه کښې د شاعر او اديب کردار هم خبره وکړه او د هغوي اهميت افاديت بيان کړو ۔ هغه ووٸيل چې د شاعر اديب دا ذمه واري جوړيږي چې د خپل قام اصلاح او فکري رهنماٸي وکړي ۔ بابا په دې مهال د شاعرانو اديبانو سوګند هم واخست چې دوي به د خپل قام اصلاح کوي د يووالي دپاره به يې کار کوي ۔ ستونزې به ور په توګه کوي ۔ افکار صيب واٸي زه فکر کوم چې په نني وخت کښې ضروري ده چې پښتانه شاعران ادبيان رايو شي د قام د اصلاح او فلاح دپاره خپل تخليقي صلاحيتونه پکار راولي ۔

د کتاب په پنځم باب کښې ليکوال افکار صيب ليکي د پښتو اکيډمۍ ډاريکټر پروفيسر ډاکټر سلمي شاهين د ريټاٸرمنټ نه روستو پښتو اکيډمي په بحراني کفيت کښې وه ۔ ځکه چې ځنې خلقو ددې اکيډمۍ له مينځه وړلو هڅه کوله خو ډاکټر سلمي شاهين پښتني جلال د پښتو د بدخواهانو دغه هڅه شنډه کړه ۔ او د پښتو دا اداره ژوندے پاتې شوه ۔ پروفيسر ډاکټر نصراللّه جان وزير ددې ادارې ډاريکټر مقرر شو د هغه د راتلو سره اکيډمۍ کښې يو نوے ژوند راپيدا شو ۔ د ايم اې ۔ ايم فل او پي ايچ ډي کلاسونه شروع شول د پښتو هغه کتابونه چې په مارکيټ کښې نه سردوباره چاپ کړل۔ په پښتو اکيډمۍ کښې علمي، ادبي ، لساني او کلتوري سيمينارونه کانفرنسونه شروع شو۔ چې ورکښې د ګردې پښتونخوا  عالمانو،شاعرانو ،اديبانو ريسرچ سکالرانو ګډون وکړو۔

په دې لړ کښې اکتوبر 2018 کښې ډاکټر نصراللّه وزير د افکار صيب د هغه د ملګرو سره رابطه قاٸمه کړه چې د 14 نومبر 2018 د پيښور پوهنتون او ننګرهار پوهنتون د مفاهمتي موافقې په لړ کښې چې دواړه پوهنتونه به د پښتو ژبې د ودې په لړ کښې به د يو بل سره په  علمي ادبي او کلتوري کارونو کښې ملاتړ کوي  په دستوره او په دې موقعه د افغانستان د ولس مشر له خوا ددې خوا شاعرانو اديبانو صحافيانو ته صدارتي مډالې ورکوونې وو ۔

افکار صيب ليکي چې ادب د مينې ،ورورولۍ لاره ده ۔ د آمن او سولې په لړ کښې داسې دستورې ډيرې اهمې او ضروري وي ۔ ځکه مونږ خپل شل کاره مات ګوډ پريښول او ددې دستورې کښې د راشد خټک او طيب اللّه خان سره شريک شو۔ ډاکټر يار محمد مغموم ،ډاکټر اقبال نسيم خټک، ډاکټر فضل رحيم خټک ،افراسياب خټک، بشر نويد، آباسين يوسفزے ، نورالامين يوسفزے ،پروفيسر اسيرمنګل ،درويش درانے، خير محمد عاف، ډاکټر سلمي شاهين ،ډاکټر فرخنده لياقت ، کلثوم زيب، فرزانه رسول  صنم يوسفزۍ ۔ زيبا آفريدي او نور ګڼ شمير نارينه او زنانه منورين ناست وو دا غونډه د لر و بر منورينو شاعرانو ،اديبانو محصلينو نماٸنده تاريخي غونډه وه۔ د افغانستان د ولس مشر خصوصي استاذې او پاکستان کښې سفير ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال معاون سفير زردتشت شمس۔ کلتور آتاشي حضرت ولي هوتک۔ د ننګرهار پوهنتون واٸس چانسلر ببرک مياخيل۔ د افغانستان د ولس مشر سلاکار لال پاچا آزمون ميلمانه وو ۔ ددې دستورې ناظم انور علي ورکزي چې په انګريزۍ کښې نظامت شروع کړو نو ډاکټر يار محمد مغموم او نورو سامغينو آواز ورکړو چې په پښتو خبرې کوه دغه رنګ هغه بيا پښتو شروع کړه ۔ ددستورې د ناظم کمزورتيا افکار صيب محسوس کړې ده اووٸيلي دي چې دداسې دستورو ناظم بايد باخبره انسان وو د دستورې شخصيتونه او ويناوال پيژني او په ژبه يې عبور وي۔ آواز انداز يې زړه راښکونکې وي او شعرونه هم ښه وٸيلې شي ۔ دغه شان ساؤن سسټم په زړه پورې نه د دستورې يکسوي به يې ختوله داسې دستورو کښې دا وړې خبرې وي خو نظر انداز کول يې دستورې زيان رسوي ۔ د پښتو اکيډمۍ ډاريکټر ميلمنو ته هرکلې ووې ۔ د دواړو پوهنتونو د واٸس چانسلرانو د افغانستان سفير او د پوهنتون ډين صيب مرستې ملاتړ ته يې مننه وٸيله ۔ ډاکټر فخر الاسلام د وينا په وخت ووې زمونږ اصل نسل يو دے ژبه ،کلتور،قوميت او مذهب يو دے په دومره کلکو اړيکو کښې جغرافيه څه معنه نه لري علم وادب کلتوري هڅې د تاؤ تريخ والي په ځاې صبر زغم له وده ورکوي د دواړو پوهنتونو دا هڅه د قدر وړ ده ۔ د ننګرهار پوهنتون واٸس چانسلر ببرک مياخيل ووې۔ زمونږ درد يو دے زمونږ خوشحالي يوه ده ۔ زمونږ موسمونه او حالات په يو بل اثر انداز کيږي۔

باران چې هلته وشي هوا دلته سړه شي 

د دواړو يو ده د کابل  او پيښور خبره  

 ببرک ميا خيل ووې چې ما پي ايچ ډي د پيښور پوهنتون نه کړې ده ۔ زمونږ او تاسو ترمينځ ډير مشترکات دي ۔ پکار دي چې ددې کار واخلو او د آمن سولې دپاره يې وکاره وو۔ هغه زياته کړه چې په کلتوري حواله د ورورولۍ تر مينځ کرښې اهميت نه لري۔ پکار دي چې د علم و ادب کلتور د لارې هم دغسې ګامونه پورته کړو۔

ددنيا د آبادۍ دعوې دروغ دي

چې تر څو د پښتنو کورونه وران دي

ډاکټر فضل رحيم مروت د وينا په وخت په هال د خوشحال خان خټک او رحمان بابا په عکسونو ليکلي شعرونو ته د ګډونوالو پام راوګرځول خوشحال واٸي ۔

د افغان په ننګ مې وتړله توره 

ننګيالے د زمانے خوشحال خټک يم

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي

ازغي مه کره په ښپو کښې به دې خار شي

په دې دواړو شعرونو کښې د پښتون قام فطرت پروت دے ۔ د انقلاب افغانستان ته لوے زيان ورسول چا افغانستان ماسکو ته وړو او چا ترې خراسان او اسلامستان جوړولو خو هيچا دې سوچ ونکړو چې په جلال آباد کښې د پښتنو دوه اتلان پراته دي يو غازي آمان اللّه خان او دويم باچاخان هر څه له مينځه لاړل خو افغان او افغانيت پاتې شو۔ دغه رنګ په ادبي کلتوري بنيادونو کار پکار دے ددواړو پوهنتونو دا هڅه د ستاٸيلو وړ ده۔ 

پروفيسر ډاکټر جازب وٸيل کله چې ډيورنډ نه وو هم زمونږ ورورولي او چې ډيورنډ پيدا شو نو هم تر ننه زمونږ ورورولي شته او آٸنده به هم وي۔ څو کاله وړاندې چې زه د افغانستان د سرکاري دورې راستون شوم نو په خپل رپورټ  کښې مې د هغه وخت واٸس چانسلر ډاکټر عظمت حيات ته ليکلي وو چې مونږ د افغانستان د پوهنتونو سره علمي ادبي کلتوري اړيکې جوړول پکاره دي نن دا کار وشو زه يې ستاٸينه کوم۔ پروفيسر آباسين يوسفزي په خپل دا شعر ووې ۔ 

اغيار که راته جوړ کړي په زړونو کښې ديوال

بورا   ته   څه مزل   دے  په  ګلونو کښې دیوال

ډاکټر رفيع اللّه نيازي ووٸيل ما خپله پي ايچ ډي د پښتو اکيډمۍ کړې ده۔ زه د خپلو استاذانو په خصوصيت پروفيسر ډاکټر نصراللّه جان وزير صيب ته مننه وايم چې زما لارښودنه يې کړې ده مرسته ملاتړ يې کړې دے ۔ هغه زياته کړه چې سرحدونه به په خپل ځاې وي خو مينه به تل ژوندے وي کومه چې زمونږ وينه ده ۔ په دې موقعه هغه دا ټپه ووٸيله۔

مينه په تلو راتلو زياتيږي

کله راځه کله به زه درځم مٸينه

پروفيسر آباسين يوسفزے د وينا شروع دې شعر نه وکړه:

د  خيبر   دره   خو   لار  د  تلو   راتلو دہ

پيښور او په کابل کښې افغان يو دے 

مونږ يو قوم يو۔ ژبه ،کلتور مذهب مو يو دے۔ ګټه تاوان او دوست دشمن مو يو دے۔ خوږ ،درد مو يو دے يقيننا چې ملکونه مو بيل دي خو دا څه معنه نه لري ۔ دنيا کښې ډير قامونه په بيلو جغرافيو کښې وسي خو ورورولي يې قايمه ده۔ ډيره موده مخکښې زه افغانستان ته تلے ٶم هلته په لاٸبريو کښې کتابونه نه وو زه چې راستون شوم نو د کتابونو څه کاټنونه وروليږل ۔ افغانان تکړه خلق دي په جنګ کښې لوټ شوي کتابتونونه بيا د کتابونو ډک کړل۔ مونږ دپاره د خوشحالٸ خبره ده چې دواړو پوهنتونو په علمي ادبي کلتوري څانګو کښې د يو بل مرسته ملاتړ کوي۔ ډاکټر جازب صيب چې زما کوم شعر ووې د هغې نور شعرونه داسې دي:

اغيار که راته جوړ کړي په زړونو کښې ديوال 

بورا  ته  څه  مزل  دے  په ګلونو کښې ديوال

 نفرت  په  يو  کاله کښې ديوالونه کړي راجوړ 

الفت  له  مينځه  لر  کړي  د  ملکونو نه ديوال 

ساده  رقيب  ته  ګوره  لاره  نيسي آباسين ته

ټينګيږي   نه کم عقله په موجونو کښې ديوال 

ښاغلي بشر نويد د ساٸل ددې شعر نه خبرې شروع کړې ۔

پيښور او کابل دواړه دوه ياران دي

لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان

هغه ووې چې په دې دستوره کښې زما استاد افراسياب خټک صيب ناست هغوي د نړيوالو په دسيسو او په دې منطقه کښې په ګريټ ګيم ژور نظر لري۔ څومره چې مونږ فکر کوو ذهن کښې مو دا سوال راپورته کيږي ۔ چې آخر ولے مونږ ته د شک په نظر کتلے شي۔ د څلويښتو کالو جګړو مونږ ذهني او نفسياتي ناروغه کړي يو زمونږ شاعرانو ،اديبانو ،دانشورانو سياسي او حکومتي مشرانو له پکار دي چې خلق پوهه کړي چې يو بل او خپلو مشرانو ته سپکه وي۔ هغه زياته کړه د علم وادب او کلتوري هڅې په انساني ټولنه کښې روادارﺉ صبر زغم له وده ورکوي۔ د ننګرهار او پيښور پوهنتون هڅه د قدر وړ ده ۔ بشر نويد محترم مشر پير سفيد شاه همدرد ته خراج وړاندې کړو چې د پير صاحب سره که هرڅو زما فکري اختلاف وو خو هغه چرته هم د خپلې مرضۍ د ليکلو نه يم منعه کړے ۔ يو وار پير صاحب وې دې کالم له لږ اسلامي رنګ ورکوه نو ما په دې کالم وليکو او پير صيب مې وپوښت چې کوم اسلامي رنګ د خداې او د رسولصکه د ضياءالحق د سعودي عرب او که د ترکيه په تيره تيره د افغانستان په اووه جهادي تنظيمونو کښې د کوم رنګ ورکړم؟ پيرصاحب فقط دومره اووې بيا زه تاته داسې نه وايم۔ 

پروفيسر ډاکټر سلمي شاهين ووې د علم و دانش سرحدونه نه وي د افغانستان سره علمي کلتوري تړون ده مودو دے ۔ د افغانستان ګڼ شمير عالمان پښتو اکيډمۍ ته راغلي دي او دلته نه افغانستان ته عالمان تلي دي په خپلو مشترکه ستونزو يې خبرې کړي دي او د حل لارې يې را اېستې دي۔ ژوندي او مهذب قامونه هم دغسې خپل مشترکات د آمن سولې مينې ورورولۍ دپاره کاره وي۔ پکار دي چې مونږ هم دغسې په علمي کلتوري کچ د مينې ورورولۍ اړيکې مضبوطې کړو۔   

پخواني سنيټر او پښتون دانشور آفراسياب خټک ووې ګندهاره تهذيب ګواه دے چې زمونږ د علمونو ،فنونو خلق يو۔ خو پرله پسې جنګونو مونږ ډير زپلي يو زما پنځوس کاله سياسي تجربه واٸي چې د پښتنو راتلونکې روښانه دے۔ او د علم و فرهنګ دے ۔ د جنګ نه دے۔ علم و ادب فکر و فن د مينې ورورولۍ ضامن وي۔ افراسياب خټک دواړو حکومتونو او ادارو د مشرانو دا هڅه وستاٸيله ۔ پرو واٸس چانسلر ډاکټر عابد خان ووٸيل لراو بر د ادب او کلتور په لړ کښې ډير غني دے ۔ خو په ژبه هغه هومره کار نه دے شوے څومره چې پکار دے۔ په لندې پښتونخوا کښې خو ډير لږ دے بره پښتونخوا کښې ګوذاره حال دے ۔ خو بيا هم د نورو ملکونو مقابله ډير کم دے ۔ په اردو ژبه په خوږ وطن کښې کار کام شوے دے په هندوستان کښې زيات شوے دے ۔ مونږ ژبو ته په شخصي او دولتي اهميت نه ورکوو۔زما تجويز دے دې چې ړومبې کار په ژبه پکار دے په دې لړ کښې د افغانستان د کار او تجربو ګټه پورته کول پکار دي ۔

د افغانستان د ولس مشر صلاکار ډاکټر لال پاچا آزمون ووېل چې د پيښور پوهنتون په څير وس د افغانستان په ټولو پوهنتونو کښې د ايم فل او پي ايچ ډي کلاسونه شروع شوي دي هغه پښتو اکيډمۍ او پيښور پوهنتون له دعوت ورکړو

چې زمونږ پوهنتونو ته په سکالر شپ محصلين انتخاب کړي مونږ به ددوي دې انتخاب ته سترګې په لار يو ۔ ورستو ډاکټر لال پاچا آزمون د ژوند د بيلو څانګو د شخصيتونه اعلان کړل چې د افغانستان ولس مشر ورته مډال راليږلي وو ۔ روستو د ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال په لاس دغه مډال دغه شخصيتونو ته ورکړې شول په دې موقعه ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال چې دوه نيم کله له مخه چې زه دلته راغلم نو ډير مشکلات وو۔ شکونه،وهمونه او بد ګمانۍ وے۔ مونږ د خپل کلتور علم و ادب چې د دواړو خواؤ د ولسونو د جذباتو احساساتو ترجمان دے او يو زوره وره وسله ده ۔ مونږ هم په دې بنيادونو کار شروع کړو ۔ تر ډيره حده ورکښې بريالي شو۔ په پښتنو شاعرانو اديبانو وياړو ولے چې پښتنو د ادب روزنه پالنه سراسر د ځاني او مالي زيان دے ۔ خو دوي دې هر څه ته غاړه وتي دي تخليق او تحقيق هم کوي کتاب هم ليکي او چاپ کوي او په خلقو يې مفت ويشي ددوي داهڅې په قوم کښې ژوند پيدا کوي فکري رهنماٸي يې کوي د صبر تحمل درس ورکوي۔ نو ځکه زه وايم چې دوي څومره هم ونازولې شي لږ به وي ۔

فرهنګ د ټولنې غير صحت رحجانات لرے کوي د ولسونو ترمينځ مينه ورورولي پيدا کوي چې په سيمه کښې د آمن ،سولې ضامن وي ۔

د ښاغلي اقبال حسين افکار صيب کتابمارګلې نه تر کابلهپنځم باب پورې د خلاصې يو ادنه کوشش مې کړې  دے ۔ په شروع کښې چې کله افکار صيب خپل کتاب ماته راوليږلو نو ما د شکريې ادا کولو په خاطر د کتاب په سريزه او يو باب متعلق خپل خيالات هغوي ته وليکل هغه زما د ليک ډيره ستاٸينه وکړه او د نور ليک ډاډګيرنه يې راکړه په هغه وجه مې دا خلاصه ليکلې ده اميد لرم که د څه ضروري اصلاح ضرورت وي هغه تاسو پوره کړﺉ ۔

په درناوي: جلال الدين خان 

درشخيله   سوات

-
بېرته شاته