(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قضاوت

[31.Oct.2020 - 15:49]

 قضاوت

لیک : معلم قیوم

 دهنور محمد تره کی د ژوند په کومو شرایطو او خواریو کې راګېر وو او کوم کارونه یې کړي دي؟ 

د ښاغلۍ نورمحمدتره کيپه مخالفت کې د هغه سیاسي او قلمي مخالفینو (حریفانو) غلطې ليکنې هغه وخت پیل کړې چې کله دوی ته دا څرګنده شوه چې د افغانستان د خلق ګوند حاکمیت په لاس کې واخیست.

 

یو شمېر غیرې پښتنو (متعصبو) خو د هر پښتون په خلاف خولې خلاصې کړي دي او هر پښتون ته د (فاشیست) کلمه کاروي او د نورمحمد تره کي په باب یې هم همدغه ناروا کلمه وکارولې. بل لوري ته یو شمېر د توپير پرستۍ په ناروغۍ ککړ کسان چې هېڅ وخت هم د پښتون د ښو کارونو یادونه پر خوله نه شي را وړلای، ان که پښتون لیکوال په دري ژبه هم کوم څه ولیکي نو دوی هغه ناسم، غولوونکي او د بل چا ورته لیکلي یا له بل چا څخه نقل شوي ورته ښکاري.

 

هو دا به هم بې انصافي وي چې ټول دري ژبي لیکوالان تنګ نظره او متعصب وګڼو اما د متعصبو شمېر یې لږ هم نه دی. موږ یو شمېر پښتانه لیکوالان هم لرو چې په ورته ناروغیو اخته دي خو شمېر یې د دوی پرتله زیات نه دی او داسې خلکو ته له ځانه پرته نور د منلو نه وي.

 

یو لږ شمېر بې فکرو پښتو او دري ژبو دواړو په ډېره ساده، عامیانه ان بازاري لیکنو او خبرو سره د ښاغلي نورمحمد تره کي، د کورنۍ بېوزلي، بزګري، شپني توب، غریبي، د سرکاري شهادت نامو نه لرونکی بللی دی او همدا شان یې ښاغلي نور محمد تره کی ساده کوچی او ان د هغه جسمي جوړښت یې په طعنو اړولی، پنډ، شین سترګی او دې ته ورته نور د کوڅې پېغورونه یې ورته لیکلي دي. دغه ډول لیکوالانو ته به څه نوم او څه شخصیت ور پاتې وي؟ 

 

زما په باور د ښاغلي نورمحمدتره کيژوند باید په څلورو برخو کې وڅېړل شي:

 

1⃣ لومړی: د هغه شخصي غریبانه ژوند، کار، زحمت، زده کړي او د ځان رسونه.

2⃣ دویم: د لیکوالۍ د فن او هنر برخه، چې په ریالیستي داستان لیکنه کې یې ځان د پښتو داستان لیکونکو په اول او دویم کتار کې را وستی وو.

3⃣ درېیم: د سیاسي زده کړو، سیاسي تشکیل او سازمان جوړولو برخه یې چېرې چې د ده استعداد او هنر دی تر خپلو همزولو سیاسیونو مخته کړی وو.

4⃣ څلورم: د واکمنۍ تر لاسه کول او بیا تر شهادت پورې د هغه هڅې، کړنې او تېروتنې.

 

مخکنی کار او فرهنګي تلاښونه خو یې خدای بخښلي عبدالروف بینوا په خپل اثر (او سنی لیکوال) کې چې په ۱۳۴۰ هـ، ش کال کې په درو ټوکو کې چاپ شوی دی هلته په ۲۲۰ مخه کې د نورمحمد تره کي پېژندګلوي داسې کړې ده:

ښاغلی نورمحمدتره کید پښتو ژبې حساس او د اجتماعي مضامينو ښه نثر ليکونکی دی. دی په خپلو لیکنو کې تل زیار باسي چې د اولس د حقیقي او عوامي ژوند تصوير وباسي او د یوې جامعې په اجتماعي ژوند کې د افراط او تفريط عیبونه او نقایص وښیي.

 

تره کی صاحب په فارسي او انګرېزي او تر ډیره حده په اردو هم ښه پوهېږي. او د انګرېزۍ د ژباړې په څانګه کې یې په ۱۹۵۹ کال چې (د ۱۳۳۸ هـ، ش سره سمون خوري) د امریکې د اوورسیز ټرانسلیشن انستیتیوت څخه ۳۷ لمبر لېسانس اخیستی دی او په دې لاره کې ښه تجربه لري.

 

ښاغلي نورمحمد تره کی دخلقدیموکراتیک ګوند تر جوړښت مخکې یې پر لاندي بېلا بېلو چوکیو کار کړی وو.

۱ په ۱۳۱۳ هـ، ش کال کې په بمبیي کې د پښتون شرکت په نماینده ګۍ کې کاتب وو.

۲ په ۱۳۱۶ هـ، ش کال کې د تجارت په وزارت کې د اقتصاد د مجلې محرر وو.

۳ په ۱۳۱۷ هـ، ش کال کې د کانو په وزارت کې سرکاتب وو.

۴ په ۱۳۱۸ هـ، ش کال کې بېرته داقتصاد د مجلې محرر شوو

۵ په ۱۳۲۰ هـ، ش کال کې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د نشراتو د دویمې څانګې غړی وو.

۶ په ۱۳۲۱ هـ، ش کال کې په هغه ریاست کې د نشراتو د لومړۍ څانګې غړی وټاکل شو.

۷ په ۱۳۲۲ هـ، ش کال کې په کابل راډیو کې د پښتو مرستیال وو.

۸ په ۱۳۲۳ هـ، ش کال کې د باختر اژانس د مؤسسې غړي شوو.

۹ په ۱۳۲۴ هـ، ش کال کې د فواید عامې په وزارت کې د خصوصي مدیر او د خارجي ارتباط مدېر وو.

۱۰ په ۱۳۲۶ هـ، ش کال کې د پطرولو لوی مدېر شو.

۱۱ په ۱۳۲۸ هـ، ش کال کې د مطبوعاتو په ریاست کې د بولتین مدېر شو.

۱۲ په ۱۳۳۱ هـ، ش کال کې د باختر اژانس لوی مدير شو.

۱۳ په ۱۳۳۲ هـ، ش کال کې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې مطبوعاتي اتشه مقرر شو.

۱۴ په ۱۳۳۴ هـ، ش څخه تر ۱۳۳۸ هـ، ش پورې په کابل کې د یو اېن (UN) یا ملګرو ملتو د تخنیکي مرستې یونسکو په څانګه کې د سکرټراو تر جمان په حیث کار کاوه.

۱۵ تر رسمي دندو وروسته یې د (نور) په نوم دار الترجمه خلاصه کړه.

 

د یادونې وړ ده چې ټول دوستان باید په دې خبره پوه وي چې په هغه وخت او زمانه کې د باختر اژانس د لوی مدیریت دنده د اوسني وزارت اطلاعات او فرهنګ سره برابره یوه دنده وه. داچي ناپوه یا د ښمنان لیکي چې نورمحمد تره کی سواد نه لرلو نو امېد دی چې هغوی لږ شرم وکړي. په ۱۳۳۱ هـ، ش کال کې د باختر آژانس لوی مديریت کوچنۍ او ساده وظیفه نه وه چې ظاهرشاه ده ته سپارلې وه.

 

دنورمحمدتره کيقلمي اثار:

دغه لاندي ۲۴ اثرونه د ښاغلي نور محمد تره کي څخه خپلې ټولنې ته پاتې دي.

 

۱ د کارګری طبقی ګوند 

۲ زندگي نويننوی ژوند“ 

۳ د بنګ مسافری د جائزې کټونکی (داستان)

۴ سپین (داستان)

۵ څړه (داستان)

۶ عروسی من درخیبر (داستان)

۷ د زلميانولارښود (داستان)

۸ خاطرات جنګ چرچل: ژباړه

۹ نطق ويشنسکي (ژباړه)

۱۰ سنګسار (داستان)

۱۱ بې تربيته زوی (داستان)

۱۲ موچي (داستان)

۱۳ د غوايي لاندې (داستان)

۱۴ زمابرخه (داستان)

۱۵ د سمټ مور او پلار (داستان)

۱۶ یوه کاسه او درې ډوله خواړه (داستان)

۱۷ د کور ګټه د لاهور ګټه (داستان)

۱۸ په پای کې بډای سوو (داستان)

۱۹ د نوی کال خوب (داستان)

۲۰ په ځان باور (داستان)

۲۱ زه او زما ورور (داستان)

۲۲ د ادې خدمت (داستان)

۲۳ زوږه جوړ شوه (داستان)

۲۴ د بزګر لور (داستان)

کاپي له محترم محمد صديق څخه.

٢٥٤٢٠١٨

-
بېرته شاته