(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سېاسي اسلام

[06.Nov.2020 - 15:08]

 

پولیټیکل اسلام ، وهابیزم ، اسلامو فوبیا او د  استعماری قوتونو ګټې ،

لیک: امیر یوسپزی

هرکله چې انګریز ته مالومه شوه چې د علماء دیوبند سره د هندوستانی هندوانو د خپلې آزادۍ نه نه په شا کیږي نو د علی ګړ کالج بنیاد یی پسې کیښود او څه موده پس یی هغې خلګو ته دوه قومی نظریې تیوري ورکړه ، د انګریز هدف دا وو چې د هندوستان د وتلو په وخت به دا خلګ پکار راشي او د هندوستان ، او شوروي اتحاد ( سوویت یونین ) په مینځ کښې به د دیوال کردار ادا کړي ،

کله چې د ۱۹۴۶ انتخاباتو کمپاین مسلم لیګیانو ( د علی ګړ تسلسل ) کوو نو په جلسو کښې به مسلم لیګي مولا شبیر عثمانی قران ګرځوو او خلګو ته به یی وئیل یو خوا مندر دې بل خوا قرآن ، کله چې پاکستان جوړ شو نو د نوښار د مانکي شریف پیر ۶ کاله د جناح صیب هغه وعده په جیب کښې ګرځوله د کومې وعدې مطابق چې جناح صیب هغه ته ویلي وو چې د پاکستان د جوړیدو نه پس به سمدستی نظام مصطفی راولو ،

 

د اسیا په تاریخ کښې دا لومړې وار وو چې اسلام د سیاسي ګټو د پاره استعمال شو ، ددغه نه پس په دوهم ځل د مغربی پاکستان ملټری اسټبلشمنټ د بنګالیانو خلاف استعمال کړو ،

په دریم ځل پاکستان هم هاغه اسلام د سردار دواد خان خلاف استعمال کړو او د ګلبه دین ، ربانی ، او مسعود په لاس یی یو پرامن افغانستان ته تیلې ورته کړو او لمبه یی بله کړه _

د افغانستان دغه جنګ مخ په وړاندې لاړو او په مینځ کښې یی د ثور کودتا وشوه او څه وخت پس په افغانستان کښې د سوشلسټ نظام د بچ کولو د پاره روس راغې _ د اروپائ او امریکنی اسټبلشمنټ هم دا هدف وو چې روس خامخا د افغانستان کندې ته ورودانګي دا چې بیخي یی د مونډ نه وباسو .

د روس د راتلو نه پس د پاکستانی اشرافیه لاټری راوښتله او مغربی طاقتونو ورته د بوګس جهاد ټیکه ورکړه ، سعودی عرب ته یی د وهابیزم د فراخه کولو ورکړه ، د نړئ د ګوټ ګوټ نه به اسلامپاله راتلل او په پاکستان کوځیدل 

.......

کله چې د سویت یونین خلاف مغربی طاقتونو پاکستان ته د نړیوالو اسلام پالو سنبالولو او د افغان مهاجرینو د ټریننګ کولوټیکه ورکړه نو په لومړي پړاؤ کښې په کال ۱۹۸۲ کښې د شام د فوج باغي افیسر ابو الفراس السوري  پیښور ته راوستلې شو او عبدالله عزام سره د یو بل شامي اسلام پاله  ابو خالد السوري هرات ته ولیږلي شو .

پاکستان ته د افغان کډوالو د ټریننګ کولو او د عرب هیوادونو نه د راغلو اسلام پالو ته په پیښور او قبایلي علاقو کښې د ځائ ورکولو په بدل مغربی هیوادونو د وسلو او ډالرو چینې  ورماتې کړې او د بلها حده پورې یی ورته د اټومي وسلو اجازت هم ورکړو او فرانس ورته په اټومي بټو لګولو کښې ښکاره کردار هم ادا کړو .

 

پاکستان ته به د دغه افغان کډوالو درې ګټې .

۱/ د هغوی په نوم وسلې د دنیا نه اخستل 

۲/ د هغوی د کورنیو په سرونو د ریډ کراس ، اقوم متحده او د نړیوالو نه امدادونه اخستل 

۳/ او د هاغه افغان کډوالو په لاس په افغانستان کښې ستراتیژک جنګ په مخه وړل .

 

په کال ۱۹۸۵ کښې د شام پخوانی بګوړه فوجی افسر ابو الفراس السوري د ای ایس ای په مرسته د لشکر طیبه بنیاد کیښود ددغې عرض د پاره چې د روس خلاف جنګ ګټلو نه پس به هم دغه افغان کډوال ،  او ورسره بین الاقوامی اسلام پاله  به په کشمیر ورسپاره کړو .او دغسې که چیرې په انټرنیشنل فورم هندوستان د دغه خلګو خلاف اواز پورته کوي نو د بدنامی کاڼی به د بین الاقوامي اسلام پالو او د افغان کډوالو په سر راخلاصیږي ،

 

خو دغه پلان څه موده پس ناکامه شو او د هغې ناکامۍ وجه د روس د وتلو نه پس د افغانستان په حکومت د افغان جنګیالو تر مینځ جګړې سبب جوړې شوې .او د افغانستان دغه جنګیالئ ډلې او جبهې تر ډیر حده پورې د پاکستان د لاسه ووتلې ، پاکستان بلها کوښښونه کوړل چې د دغه ډلو شریک عبوری حکومت جوړ شي خو هغسې ونه شوه او د دغه ناکامو د وجې د پاکستان دولت او استخباراتي ادارو دغه جنګیالي Replace  کړل او د هغوي ځائ یی طالبانو له ورکړو ..

......

د سوویت یونین (شوروي اتحاد) خلاف د جنګ په دوران کښې د سعودی عرب د دولت او د امریکې د سی ائ ای په مرسته د سوارلس سوه کلن اسلام روخ بدل کړی شو او په لومړي ځل تکفیر مخې ته راغې او هاغه تکفیر به د شوروي اتحاد د مسلمانانو اتحادیانو خلاف مولایانو کارولو او وژل به یې او دا سلسله تر ننه روانه ده ، نوي نوي اسلامي تعلیمات راوړل شو او په غریبو هیوادونو کښې د مندرسو د لارو خپاره شوه ، د دغه مندرسو بنیادونه زیات تعداد سره په پښتونخوا کښې کیښودلې شو او دغه تبلیغات د عام اولس په ذهنونو کښې وروټومبلې شو چې نن پکښې هم موجود دي .

 

د شوروي اتحاد د وتلو نه پس د پاکستان پراکسیان حزب اسلامی او جمیعت په عبوري حکومت وران شو او پاکستان بلها کوښښونه د هغوي په مینځ کښې د روغې وکړل خو ناکام شو او د هغې ناکامۍ په صورت کښې یې د ګلبدین ، ربانی او احمدشاه مسعود نه لاس راښکل او د هغوي خلاف یې د امارت اسلامي افغانستان بنیاد کیښود ، او څه موده پس د پاکستان د ملټري ايډوائزرانو په جنګی حکمت عملئ کابل ونیولې شو ،او د وخت تیریدو تیریدو سره طالبان ( امارات اسلامی ) په ۹۵٪ افغانستان قبضه وکړه .طالبانو ته به د کال د ۱۳ ملینو ډالرو نه واخله تر دیرش ملینو پورې ډالره پاکستان پوره کول چې هاغه به صرف د طالبانو په ټوپک ، کارتوس ، راکټ او باردو لګیدلې .په دغه مینځ کښې په کینیا نیروبی ښار کښې القاعده د امریکې په ایمبیسۍ او په یمن کښې د امریکا دتیلو په یو جهاز حملې وکړې او د هغې په نتیجه کښې امریکایانو ته جانی او مالی نقصان ورسیدلو ،

 

د دغه حملو غټ وجوهات په هاغه وخت کښې امریکه هم سم مالوم نه کړې شو چې اخر د هغوي په لاس جوړ کړي شوي پراکسیان څنګه د هغوي تنصیبات په نخښه کړل ؟ د دغه نه پس د دواړو په مینځ کښې اختلاف راغلل او پخوانۍ دوستی یی په دښمنۍ بدله شوه .او افغانستان چونکې د دغه خلکو مرکز وو او د طالب په کور کښې به اوسیدلو نو همدغه وجه وه چې دغه خلګ د نړیوالو او په خاصه توګه د امریکه په ریډار کښې راغلل .

 

د سیپتمبر د یولسمې نه پس دنیا رامخکې شوه او د امریکې ملاتړ یې وکړو او د طالبانو په سرپرستانو ( د راولپنډئ نظامیانو) باندې فشار جوړ شو چې د طالب نه لاس واخله د دوي ملګرتیا پریږده ډالرې به هم درکړو او اپاچي هیلی کاپټري او ورسره نور فوجی دفاعی سازوسامان ، د پاکستان لاټري راوښتله او خپل امارت اسلامی خشاک یې د ښځلو په ډیران اویشتو 

.....

د  سیپتمر د یولسمې ۹/۱۱ نه پس د طالبانو بادران ( د راولپنډئ نظامیان) د امریکې او ناټو په اتحاد کښې د خپلو ګټو په خاطر شامل شو . او امریکه ته یې د جیکب اباد سند او بلوچستان شمسي اډې ورکړې ، او د طالبانو په غورځیدلو کښې یی مهم رول ولوبو.

پاکستان ځکه د امریکې د اتحاد سره ملګری شو یو خو د افغانستان ۲۵ کلنه جګړې د پښتون افغان نیشنلزم بیخ وباسلې وو هاغه ویره یې نه وه چې بیرته به افغان نیشنلزم راژوندې شي او بل په دغه وخت کښې په افغانستان کښې د طالب یوه مخالفه ډله وه شمالی ټلوال ( شمالی اتحاد) چې د هغوي نه یې هم دا ویره نه وه چې دوي به د طالبانو په غیر موجودګئ کښې د پاکستان د سیاسي یا فوجي ګټو ته خطر جوړ شي ،

 

درئمه دا وه چې د پاکستان فوج د هندوستان په مقابل کښې همیشه د مالي او د جدید وسلو د نه شتون د بحران سره مخ وو نو هاغه یې هم د ډیره حده پوره د امریکې د اتحاد نه پوره کړه .

څلورمه دا وه چې د ۱۹۹۸ د اټومي د هماکو نه پس چې کوم معاشي او تجارتي بندیزونه لګیدلي وو نو هغه هم ختم شو .

تقریبا د دوه نیمو میاشتو د بمبارو نه پس د طالبانو ملا ماته شوه او شکست یې وخوړو .

د کال ۲۰۰۷ پورې پاکستان د امریکې د سی ائ ای سره په ګډو اپریشنونو کښې بین الاقوامي ترهګر څه ونیول او څه د پاکستان نه وتښتیدل او یمن ، الجیریا او د نیجر ، لیبیا سرحدي علاقو ته او د شام ادلب صوبې ته لاړل ، په دغه تښتیدلو کښې د پاکستان د لشکر طیبه بانی شامی ابوالفراس السوري هم شامل وو چې په کال ۲۰۰۳ کښې یمن ته ورسیدلو .

د راولپنډئ د نظامیانو دا خیال وو چې په افغانستان کښې به امریکه او د هغوي اتحادیان ګوډاګی نظام انسټال کړي او دغه به ټول شمالی ټلوال وي او د هغوي په موجودګۍ کښې به زمونږ هاغه د سر دړ نه وي کوم چې د داؤدخان او نجیب په زمانه کښې وو، خو ولې دا خیال یې غلط ثابت شو او افغانستان د جمهوریت په لار روان شو چې پکښې د نوی کل پښتنو افغانانو نشنلسټانو برخې واخستې او ارګ ته ورسیدل ، وخت ډیر زر بدل شو افغانستان ته د ښځو تعلیم راغې ، ډرامه راغله ، نغمه راغله او انساني ازادي راغله ، لوبې راغلې او د لوبو په کومو میدانونو کښې چې به طالبانو خلګ سنګسارو او ښځې به یې په سرونو ویشتې په هاغه میدانونو کښې فټبالونه او کرکټې پیل شوي ..

.....

د کال ۲۰۰۲ نه واخله د کال ۲۰۰۴ پورې په افغانستان کښې د بیا ودانیو کارپیل شو او هم دې دوران کښې امریکه په خپلو اتحادیانو غږ وکړو چې د عراق بعث ګوند نظام ړنګ کړي او صدام حسین د مینځه لرې کړي ، خو ولې فرانس ، جرمني ، پرتګال ، ناروې ، کنیډا ، ډنمارک انکار وکړو او برطانیه ، جاپان ، اټلی ، پولینډ ، اسټریلیا د کردیانو پیشمرګه او د القاعده د عراق څانګه انصار الاسلام د امریکې په اتحاد کښې د صدام او د هغه د بعث ګوند خلاف د جنګ میدان ته ورودانګل .

 

هم په دې دوران کښې په افغانستان کښې د شمالی ټلوالو د وسلوالو ګروپونو نه کنټرول نوې جوړې شوې ملی اردو ته ورکړې شو او د راولپنډئ د نظامیانو د توقعاتو خلاف دغه اردو د نوي شعار وطن یا کفن سره میدان ته راغله .

نه خو د راولپنډئ نظامیانو ته د افغانستان بیا وداني قبول وه او نه ورته د ښځو تعلیم ، افغان نیشنلزم ، د نړئ او د هندوستان د افغانستان د پرمختګ د پاره کارونه .او هم ددغې ویرې د راولپنډئ نظامیانو د کوئټې د شوری  په نوم د افغانستان نه د تښتیدلو طالبانو شوری جوړه کړه او هغوی ته ټاسک ورکړې شو چې د په ۲۰۰۱ کښې د جنګ نه تښتیدلي د افغانستان طالبان بیا راټول کړي او فعال یې کړي او بل خوا یې په یوه بله پروژه کار پیل کړو او هغه دا وه چې په وزیرستان کښې د امارت اسلامي افغانستان او د هغې نه وړاندې د مولا یونس خالص د پخواني تنظیم غړی نیک محمد ته د پاکستاني سخت دریځه بنیاد پرستو ، ترهګرو طالبانو د پاره د یو تنظیم جوړولو .

 

او هم ددغې سره سره یې د ملاکنډ د نفاذ شریعت په لښکر کښې د ملا عمر په لاس بیعت کونکي فضل الله او د هغه نژدی ملګرو شیر محمد قصاب او شاه دوران د پاره لاره هموارول پیل کړل او په لومړي دوره کښې یې هغوي ته د ایف ایم ریډیوګانو بندوبست وکړو .

 

دغه راډیو کمپائن د سوات د خلګو په ذهنونو اثرات وغورځول او خلګو ورته د سرو زرو او نقدو روپو چندې پیل کړې ، او د سوات د دغه کمپاین نه یې لږ وړاندې نیک محمد له د د ډیورنډ د پولې نه اخوا په افغان ملي اردو او پولیسو د حملو کولو حکم ورکړو

-
بېرته شاته