(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ ولایت

[17.Nov.2020 - 21:05]

د کونړ د سيمې سياسي جوړښت او پس منظر

لیک: شاه محمود میاخیل Shahmahmood Miakhel

د کونړ سيمه چې د افغانستان په شمال ختيځه برخه کې پرته ده د شمال ختيځ او سهيل له خوا د کوزې پښتونخوا د چترال، دير، باجوړ او مومندو له ايجنسۍ سره نښتې ده. د لويديځ له خوا د ننګرهار سره او د شمال له خوا د نورستان او لغمان ولايتونو سره لګېدلې ده.

 د مرکزي احصائیه او UNFPA د ۲۰۰۴م کال

 د ګډ ریسرچ او تحقیق پر اساس د کونړ ولایت مساحت ۴۹۲۶ کیلو متره مربع او ټول نفوس د کونړ ولایت يې ۴۱۳۰۰۸ کسه تخمین کړي دي. د کونړ ولایت په سلو کې ۹۵،۷ وګړي کلیوالي ژوند او یوازې په سلو کې ۴،۳ وګړي نیمه ښاري ژوند لري. کونړ غرنۍ سيمه ده چې په سلو کې ۸۶ مساحت يې غرونه دي. پر دې اساس کونړ د کرکيلې ډېرې کمې ځمکې لري. په یوه روایت کونړ غرنۍ ځمکې ته وایي. پخوا به د ځمکې اندازه په کونړ کې په (نړ) کېدله یعنې یو نړ به یې یوې دړې تخم شیندلو (تخم ریز) ځمکې ته وایه. یوه دړۍ پنځه کیلو وزن ته وایي نو په دې توګه څلور نړه تقريباً یو جریب ځمکه کېږي، ځکه درې منه پخه تخم شیندلو(تخم ریز) چې یویشت کیلو شي یو جریب ځمکې ته وایي. د پېج په دره کې پخوا ځمکه په ګېډي باندې هم اندازه کېدله. یو ګېډی ځمکه د یوه کچه چارک تخم په اندازه وه یعنې څلور ګېډی ځمکه به یې یوې دړۍ تخم شیندلو ځمکې ته وایه. په مروره او باجوړ کې د ځمکې د کچ اندازه د (چوکه) په نامه یادېدله. پنځه لس چوکې ځمکه یوه دړۍ تخم شیندلې ځمکه کېږي.

د کونړ نوم د کونړ د کلي نه اخيستل شوی دی، چې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې موقعيت لري. د پخوانیو مشرانو په قول، د کونړ کلی پخوا د کونړ د حاکمانو د يوې برخې مرکز و. د کونړ د کلي سهيل پلو ته د سرکاري باغ په نامه ځای اوس هم شته؛ خو د باغ آثار اوس نه ښکاري. دا چې امان الله خان د لوی خان ميرزمان خان سره وروري درلوده؛ نو دا ځمکه او باغ يې د ميرزمان خان مشرې لور ته چې زما مورنۍ نيا وه په زړوکي کې تحفه ورکړې وه. زما د مشر تره، وکيل عبدالقادر په قول چې تقريباً درې دېرش کاله پخوا د اتيا کلونو په شاوخوا کې وفات شوی دی ما ته ويلي وو، چې د خاص کونړ او کوز کونړ مرکزيت تر پشد او اسعداباد د مخه خاص کونړ و. د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې چې ټول کونړ او نورستان د مرکزي دولت تر ولکې لاندې راغلل، چغه سرای (اسعدآباد) یې د ستراتیژیکي موقعیت له امله د مرکزیت حیثیت غوره کړ. وروسته له هغه کونړ په درېوو برخو، بر کونړ (د اسمار سیمه)، خاص کونړ او کوز کونړ( د ښېوې ولسوالۍ سیمه) ووېشل شو.

زما د مرکو په لړ کې دا جوته شوی ده چې د شینوارو قوم چې د تورخم-جلال اباد په لاره د کوټ، بټې کوټ، روداتو، هزار ناو او تر لعل پورې سیمو پوري میشت و د وخت د زمامدارانو او هم هند ته د یرغلګرو قواو د تګ راتګ په مخ همیشه خنډ و، نو دوی يې د دی ځای نه د مومندو د سیمي اخری سرحد ته چې د ناوګې سره نږدی د محمد ګټ سیمه ده په زوره مجبور کړل چې کډه او د څاګې، شیخ بابا، سوران او علینګار سیمو کې میشت شي او د هغه ځایونو نه یې مومند د دوی په سیمو کې میشت کړل. دا شفاهي روایت سم ښکاري ځکه د شینوارو څلور قومونه هلال زي په شیخ بابا، عبدالرحیم خيل په څاګې کې، شبیل خیل په سوران او سلیمانخیل په علینګار کې اوس هم میشت دي. د دوی دا مهاجرت د ۱۶ پیړې نه د مخه شوی دی خو دقیق وخت یې نه دی معلوم.

په شپاړسمې پېړۍ کې د کونړ د شينکوړک سيمه، شينوارو د دغې سيمې د بومي اوسېدونکو نه چې کافر و ونيوله او دوی يې د شمال خوا ته وتنبول. د ساپو قومونو هم په همدغه وختونو کې د پيچ دره د بومي اوسیدونکو نه چې کافرو نيولې ده. زما د مرکو په ترڅ کې دا جوته شوی ده چې په همدې وخت کې شیخ عبدالرحمن د ساپو سره یو ځاي کونړ ته د کافرو پرضد لښکر کړی دی او د شنیکوړک سیمه یې د ځایې کافرو نه نیولي ده. په دغه لښکر کې دری حصي ساپي او یوه حصه شینواري وو. په همدغه وخت کې ساپو د پیج، باډیل، دیوګل او مزار دري د ځایو کافرو نه نیولي او هلته میشت شوي دي. د انجینر وحیدالله په قول چې د خپلو مشرانو نه یې قصي اوریدلې، په دغه وخت کې د شینوارو دری زره کسه چې ښځي، ماشومان او نارینه و دشلطن د وړو ماموندو په مرسته چې په لاره کې پراته و شیګل او شینکوړک سمي ته ورغلي دی او هلته ځای په ځای شوي و. په دغه وخت کې یوازی کټار، ګمبیر او دیوز د کافرو سره پاتي شول. شیخ عبدالرحمن بیرته ناوګې سمیي ته ستون شوی دی او دهغه ځوی قاضي عثمان په شیګل کې میشت شو. کله چې شیخ عبدالرحمن وفات شو نو د شیخ بابا سیمه کې یې ښخ کړ او هغه سیمه اوس د شیخ بابا د سیمي په نامه یادیږي. د شیخ بابا دوه زامن د هغه سره هماغلته د شیخ بابا په سیمه کې پاتي شول. د امیر عبدالرحمن خان د دور په لومړی سر کې کټار، دیوز او ګمبیر هم مومندو، ماموندو، شینوارو او ساپو په شریکه ونیول او هلته اوس د څلور واړو قومونونه کورنې میشت شوي دي. د دوی د حمله مرکز یا سنګر د کونړ په اوسنې څانګار سیمه کې و چې د چغه سرای ختیځ لوری ته موقعیت لري. وایې چې د سنګرکلمه په څانګار بدل شوی دی. په ګینتول سیمه کې چې د هغه وخت د ځایې اوسیدونکو ماڼې وه، د دوی پادشاه یا مشر اوسیده خو ساپو، مومندو، ماموندو او شینوارو د شیګل عبدالجلیل اخونزاده د مرکه چې په توګه ورولیږه که هغوي بې له جنګه تسلیم شي نو دوی به دوی ته څه ونه وایې خو د هغه وخت د ځایې اوسیدونکو مشر هغه وژلی و نو بیا دی قومونو په شریکه په هغوي حمله وکړه او د ځايې اوسیدونکو نه یې پورته سیمي ونیولي. شینوارو او سالارزو په شریکه نیشګام او بارګام هم د ځایې کافرو نه په همدغه وخت کې نیولي دی خو شینوارو خپله نیشګام نه شو ساتلی هغه یې په ګور، کوهستانو بیرته خرڅ کړ او په بارګام کې اوس هم سالارزي میشت دي.

په شپاړسمې پېړۍ کې د کونړ د شينکوړک سيمه، شينوارو د دغې سيمې له بومي اوسېدونکو نه چې کافر وو، ونيوله او دوی يې د شمال خوا ته په شا وتمبول. د ساپو قبيلې هم په همدغو وختونو کې پېج دره د هغې سيمې له بومي اوسیدونکو نه نيولې ده، چې کافر وو. په ۱۸۲۰م کال شاوخوا د ماموندو قبيلې د باجوړ د ميرعلم خان په مشرۍ د چغه سرای او شيګل سيمې ونيولې، چې مخکې دا سيمې د اسمار د خانانو له خوا اداره کېدلې.

همدا رنګه مومند، شينواري او ساپي د پشد خانانو، چې سيدان و، تابع وو او باج به يې ورته ورکاوه. د پیر بابا مشر زوی سید کمال شاه په پشد کې میشت شو. د سید کمال شاه کورنې په شپاړسمه پېړۍ کې د ميرعباس له خوا چې په پشد کې د ميا عباس بابا په نامه يادېږي د لومړی ځل لپاره په دغه سيمه کې روحاني نفوذ ټينګ کړ. وروسته د مياعباس زوی، سيد عبيدالله د خپل حکمراني قلمرو تر کوز کونړ د پايکو تنګي تر سيمې پورې وغځاوه، چې اوس د ننګرهار ولايت اړونده سيمه ده. د سيد عبيدالله نه وروسته سيدلطيف او د هغه نه وروسته سيدنظيف د کونړ د سيمې حاکمان وو. د پشد سيدان له ۱۷۷۰ـ۱۸۲۵ کلونو پورې د کونړ حاکمان وو او پشد يې د حکمرانۍ مرکز و. د پشد حاکمانو به د کال تقريباً له ۶۰۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰۰ پورې روپۍ د کونړ له خلکو نه باج اخيسته او د دوی رابطه د افغانستان له سدوزيو او محمدزيو حاکمانو سره يوازې په نامه وه او کله کله به يې د جنګونو په وخت کې يو څو اسونه هغوى ته ورکول.

په ۱۸۰۰م کال کې سيدنظيف د شاه زمان د ناسکه ورور شاه محمود سره پوځي ملاتړ وکړ او د شاه زمان په ماتې کې د سيدنظيف ملاتړ مهم رول ولوباوه؛ خو کله چې د شاه زمان سکه ورور شاه شجاع په ۱۸۰۳م کال کې قدرت ونيوه؛ نو د کونړ په سيمه يې يرغل وکړ؛ خو د سيدنظيف شخصي شناخت د دغه قواو له قوماندان، عرض بيګي اکرم خان پوپلزي سره د دې باعث شو، چې هغه ته يې پنځه زره روپۍ رشوت ورکړ او دغه سيمه د هغه تر کنټرول لاندې پاتې شوه. په ۱۸۱۸م کال کې کله چې د محمدزو د مشرانو تر منځ د قدرت په سر کشمکشونه پيل شول او شاه محمود د قدرت نه لرې کړای شو؛ نو په دغه وخت کې د امير دوست محمد خان يو شمېر خپلوان په جلال آباد کې اوسېدل. کله چې محمداعظم خان په کابل کې قدرت ونيوه؛ نو د هغه وراره، نواب محمدزمان خان له سيدنظيف سره پوځي مقابله وکړه او په ۱۸۲۱م کال کې محمداعظم خان په خپله د کونړ سيمې ته ورغی او سيدنظيف يې دې ته مجبور کړ، چې د ښېوې (کوزکونړ) سيمه پرېږدي. دغه سيمه يې د جلال آباد په والي پورې وتړله او هم يې له هغه نه ۸۵۰۰۰ روپۍ باج واخيست.

کله چې په ۱۸۲۳م کال کې محمداعظم خان مړ شو؛ نو د محمدزيو د مشرانو تر منځ د قدرت پر سر جګړې زياتې شوې او د دوی توجه د کابل نيولو ته واوښته؛ خو سيدنظيف په سيمه کې د باجوړ د خان، ميرعلم خان له سخت رقابت سره مخامخ و او مجبور شو، چې له ميرعلم خان سره خېښي وکړي؛ نو د هغه له خور سره يې واده وکړ. د میرعلم خان له خور نه د سیدنظیف څلوز زامن وشول چې فقير، امير، عباس او شهباز نومېدل. د سيدنظيف دې زامنو غوښتل چې د خپل ماما ميرعلم خان او د ناوه ګې د خان، اميرخان په ملاتړ د خپلو ناسکه وروڼو، محی الدين، بهاوالدين، هاشم او حسين په پرتله په سيمه کې نفوذ زيات کړي تر څو د خپل پلار د مرګ نه وروسته قدرت ترلاسه کړي.

په ۱۸۲۴ م کال کې سيدنظيف د ناوه ګۍ سيمې ته له خپلو زامنو سره ورغى ترڅو ميرعلم خان پر دې قانع کړي چې د اميرخان سره دشمني ختمه کړي؛ خو په جرګه کې د سيدنظيف زوی سيدفقير خپل ناسکه ورور محي الدين په چاقو وواهه او هغه يې مړ کړ. سيدنظيف له دې نه وروسته سيدفقير او د هغه سکه وروڼه د پشد له مرکز نه لرې کړل او د چغه سرای، شيګل، سرکاڼو او دونايي په سيمو کې حاکمان مقرر کړل، چې وروسته پاتې سيمې وې او هلته يې لږې ځمکې درلودې او بهاوالدين ته يې د ټول کونړ قدرت وروسپاره. د دې کار نه وروسته سيدفقير په ښکاره د خپل پلار په مقابل کې بغاوت وکړ او د چغه سرای او شيګل سيمې يې خپل ماما ميرعلم خان ته او د سرکاڼو او دونايي سيمې يې د ناوه ګۍ خان، امير خان ته پرېښودې، تر څو له هغه سره مرسته وکړي او له خپل پلار نه قدرت ونيسي. که څه هم د ده ماما او د ناوه ګۍ خان له سيدفقير سره په خپلو وعدو، چې مرسته به ورسره کوي وفا ونه کړه؛ خو سيدفقير وشو کړای چې په خپلو امکاناتو په ۱۸۲۵م کې خپل پلار سيدنظيف ونيسي، ويې ووژني او د کونړ مرکزي سيمه (پشد) تر لاسه کړي؛ خو د کونړ سهيل لويديځه سيمه (خاص کونړ) د سيد بهاوالدين تر کنټرول لاندې پاتې شوه. دې وضعيت تر ۱۸۳۴ م کال پورې دوام وکړ، تر څو امير دوست محمدخان جلال آباد له خپل وراره، نواب محمدزمان خان څخه ونيوه. څرنګه چې سيدفقير د نواب محمدزمان خان پلوی و؛ نو هغه يې هم د قدرت نه لرې کړ او د لغمان چارباغ سيمې ته يې ولېږه. په دې توګه د کونړ په سیمه کې سيد بهاوالدين يوازينی حاکم پاتي شو او د دې وعده يې وکړه، چې امير دوست محمد خان ته به په کال کې ۱۹۰۰۰ روپۍ باج ورکوي.

څو کاله وروسته امير دوست محمد خان د جلال آباد والي محمد اکبر خان ته امر وکړ چې سيدبهاوالدين په دې بهانه ونيسي، چې ګوندې د انګليس يو کس جاسوس، شهزاده تيمور سره يې مراوده (ليکنۍ اړيکه) درلوده او ځای يې ورکړی و. هماغه وو، چې محمداکبرخان کونړ ته لښکرې واستولې او د بهاوالدين شتمني يې قبضه کړه، چې تقريباً يو لک روپۍ کېدې. د هغه ورور هاشم يې د کونړ حاکم مقرر کړ او د پخوا په پرتله يې پرې نهه زره اضافه روپۍ باج ومانه. کله چې انګريزانو په افغانستان يرغل وکړ، د بهاوالدين بخت بيا ويښ شو. که څه هم سيدهاشم تر ۱۸۳۹م کال پورې د کونړ سيمه په خپل کنټرول کې وساتله؛ خو په ۱۸۴۰ م کال کې سيد بهاوالدين د انګريزانو په مرسته د کونړ واګې بيا په لاس کې ونيولې او سيدهاشم ته انګرېزانو يوازې مستمرې تنخواه ورکوله او په هغه يې قناعت وکړ.

د امير دوست محمد خان په دويمه دوره کې، سيدبهاوالدين د کونړ حاکم پاتې شو تر هغه چې له هغه نه وروسته په ۱۸۶۶ م کال کې د هغه زوی سيدمحمود د هغه په ځای د کونړ حاکم شو. په دغه وخت کې د کونړ ماليه تقريباً دېرش زره روپۍ اټکل شوې وه. د دې پيسو نه به شپاړس زره روپۍ سيدمحمود پاچا د خپل خرڅ لپاره اخيستلې او نورې پاتې پيسې به يې په کابل کې د سدوز حاکم ته ورکولې. سيدمحمود پاچا تر ۱۸۸۳ م کال پورې د کونړ حاکم و، د محمداکبرخان سره يې نږدې اړيکې درلودې او د هغه له لور سره يې واده هم کړی و. کله چې د ۱۸۶۶ نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت په سر شخړې روانې وې؛ نو سيدمحمود پاچا د امير شېرعلي خان ډېر سخت پلوی و او په ۱۸۷۰ م کال کې چې کله امير شېرعلي خان خپله ديارلس کسيزه مشورتي جرګه جوړه کړه؛ نو سيدمحمود پاچا د دغه جرګې غړی و. همدا رنګه سيدمحمود پاچا د دير او باجوړ له خانانو سره د امير شېرعلي خان د رابط یا مرکه چي په توګه رول لوباوه او ده د امير شېرعلي خان په دربار کې د سرحدي سيمو په اړوند تصميم نيولو کې خورا نفوذ درلود. يوازينی مشکل چې د امير شېرعلي خان سره يې يادونه شوې هغه دا وه چې سيدمحمود پاچا نه غوښتل چې د کونړ د عايداتو يوه برخه خپل مشر ورور حسام الدين ته ورکړي او په عوض د دې کې امير شېرعلي خان د کونړ د غربي برخې عايد چې د حکومت ځانګړې برخې عايد و او کلنۍ تقريباً دولس زره روپۍ کېدلې هغه ته ورکولي. د پشد تاريخي پاچاهي کلا د کونړ له مهو تاريخي کلا ګانو څخه وه چې اوس هم د دغه کلا آثار يو څه شته چې د پشد له کلي نه تاو شوي وو.

د سيدمحمود پاچا د لټانو کيسه په کونړ کې خورا مشهوره ده او اوس هم چې څوک لټ او ناراسته وي؛ نو خلک ورته وايي چې ته خو د سيدمحمود پاچا لټ يې.

کيسه داسې وه چې وايي د سيدمحمود پاچا په دربار کې به بېکاره کسان همېشه پراته و او هيڅ کار به يې نه کاوه. بالاخره د دې لټانو شمېر ورځ په ورځ زياتېدو؛ يو وخت سيدمحمود پاچا ته چا ويلي و چې دا لټان هسې بېکاره پراته دي، که دوی په رښتيا لټان وي او کار نه شي کولى نو د دوی په شاوخوا کې اور ولګوه که څوک په رښتيا لټ وي هغه به ونه تښتي او که چا هسې په لټۍ ځان وهلى وي، وبه تښتي. په دې توګه به د اصلي او لټانو او هغو کسانو چې په ټګۍ يې په لټانو کې ځانونه وهلي دي، فرق وشي. کله چې د دې لټانو په شاوخوا کې دوى اور ولګاوه؛ نو زيات شمېر يې وتښتېدل او يو څه پاتې شول. يو شمېر يې دومره لټان وو چې خپل ملګرو ته به يې ويل زموږ دپاره هم فرياد وکړئ، چې وسوځېدو.

کله چې امير عبدالرحمن خان په ۱۸۹۵-۱۸۹۶م کلونو کې د کونړ او نورستان سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې؛ نو د پشد د سيدانو حکمراني يې هم ختمه کړه او سیدمحمود پاچا د سیدانو د سلسلې د کونړ د سیمې وروستي حکمران و. د امير عبدالرحمن خان د پاچاهۍ په وخت کې د کونړ سیمه د کابل په مرکزي حکومت پورې وتړل شوه، چې د شرقي او مرکزي نورستان سيمې هم پکې شاملې وې. د کونړ سيمه په درېوو حصو ووېشل شوه: د بر کونړ (اسمار) سيمه، د خاص کونړ سيمه او د کوزکونړ (ښېوه) سيمه. د اسمار په سيمه کې يو غونډ و، چې وروسته په لوا او د ثور د کودتاه نه وروسته فرقه شوه. همدا رنګه په سرکاڼو او خاص کونړ کې هم پوځي قطعات له ډیورند کرښې سره پراته وو. وروسته د کوز کونړ سيمه د ننګرهار ولایت يوه برخه شوه.

رئيس تنظيمه (د مشرقي د سيمې مشر) به په جلال آباد کې و. د امان الله خان په دور کې د کونړ حکمراني، چې د حاکم اعلی په نامه یادېدله، مستقل اداري واحد شو. د کونړ لومړنى حاکم اعلی عبدالرزاق خان نومېده. سید شمس الدین مجروح لیکي چې کله حاکم اعلی عبدالرزاق خان کونړ ته راغى نو کرتۍ او پتلون يې پر تن وو، د شپو خولۍ یې پر سر، ږیره یې خریلې او برېتونه یې هم نیمایي خریلي یعنې لنډ کړي وو. د حاکم اعلی دا ډول فېشن خلکو ته عجیبه غوندې ښکاره کېده. خلکو دا اوازه خپره کړه چې ګوندې عبدالرزاق خان د استقلال په جګړه کې بزدلي کړې او امان الله خان ورته امر کړى چې خپل برېتونه نیمایي وخرېيه. د امان الله خان له دور نه اوه نوې کاله کېږي که اوس هم څوک کونړ ته له درېشۍ سره لاړ شي او د شپو خولۍ یې پر سر وي؛ نو څوک ورته په ښه سترګه نه ګوري. مطلب دا چې د عامو خلکو په ذهنیت کې په دې ۶۹ کلونو کې ډېر لږ تغیر راغلی دی او د دې ډول ذهنیت درلودلو مهم عامل په دغه سیمه کې مسلسلې جګړې دي.

لغمان او شينوارو کې هم حکمرانۍ وې. په۱۳۴۳ل= ۱۹۷۷م کال کې کونړ له لوی ننګرهار نه جلا او د مستقل ولايت په توګه وپېژندل شو. په ۱۹۸۹م کال کې چې کله د نورستان په نامه ولايت جوړ شو؛ نو ختيځ نورستان (کامدېش او برګمټال ولسوالۍ) او هم مرکزي نورستان (وايګل او پارون سيمې) د کونړ ولايت نه جلا شوې او د نورستان ولايت برخې وګرځېدلې. په دې توګه د لوېديځ (غربي) نورستان چې د لغمان ولايت ولسوالي وه له لغمان نه جلا او د نورستان په ولايت پورې وتړل شوه.

اوس مهال د کونړ ولايت پر مرکز (اسعدآباد) سربېره پنځه لس اداري واحدونه يعنې ولسوالۍ لري. دغه ولسوالۍ د نورګل، څوکۍ، خاص کونړ، سرکاڼو، نرنګ، مرورې، وټه پور، پېج دره (ننګلام)، چپه دره، شيګل، شلطن، اسمار، دانګام، ناړۍ او غازي آباد په نومونو يادېږي.

د تاريخ په اوږدو کې د کونړ سيمه د لويو امپراتوريو لپاره د هند پر نيمه وچه باندې د حملو لپاره خورا مهمه سیمه وه، چې د دې سيمې نه به یرغلګرې قواوې تېرېدلې او د هند پر نيمه وچه باندې به يې خپلو حملو ته دوام ورکاوه. مقدوني سکندر د کونړ د سيمې نه باجوړ ته واوښت اوهمدا رنګه ظهرالدين بابر او ګوډ تيمور هم د کونړ له لارې د هند پر نيمه وچه باندې خپلو حملو ته دوام ورکړى و.

په معاصر تاريخ کې هم د کونړ سيمې خاص اهميت درلودلی دی او د کابل مرکزي حکومت همېشه کوښښ کړی، چې د کونړ له سيمې نه د حکومت پر ضد د ګاونډیانو د تهديداتو مخه ونيسي او هغه خنډونه چې د حکومت پر ضد به محسوسېدل له منځه يوسي چی څو ښې بېلګې يې د ۱۳۲۴ل کال د ساپو پاڅون او په ۱۳۵۷ کال کې د ثور تر کودتاه وروسته د کونړ د خلکو پاڅون دی. په کونړ کې د حکومت پر ضد پاڅونونه په عوامو کې د انقلاب په نامه هم يادېږي.

د کونړ په تاريخ کې نورې مهمې پېښې هم تېرې شوي دي، چې د ارنوۍ غزا یا د استقلال څلورمه جبهه ده، چې غازي میرزمانخان يې مشري کوله. په خاص کونړ کې پاڅون د پشد د سيمې د ګلاپړي جګړه او د باجوړ د جګړې يادونه ضروري ده. البته د دې پېښو د عواملو په اړه زياتو څېړنو ته ضرورت دی؛ خو ما دلته په مختصره توګه څېړنه کړې او هغه معلومات چې ما په نورو لیکنو کې نه دي لوستلي، په دې کتاب کې مې راوړي دي. همدا رنګه د کونړ په سیمه کې په ملي او نړیواله کچه په بېلابېلو رژیمونو کې پخوا او هم په معاصر تاریخ کې مهم شخصیتونه، چارواکي او مشران تېر شوي دي چې سید جمال الدین افغان یې ښه نمونه ده.

پر دې سربېره د سرکاڼو میاصاحب چې سید محمد اکبر شاه نومېده، غازی میرزمانخان، د تيرګړو پاچا صاحب چې سید حضـرت شاه پاچا نومېده او د سید شمس الدین مجروح پلار و، شیخ پاچا د سلامپور، چې میر صاحب جان پاچا نومېده، مولوي جمیل الرحمن د پېج درې، محمد هاشم زماني، ډاکتر کبیر ستوری، سید بهاوالدین مجروح، کشمیرخان، محمد غازی چوپان، جلاله خان، محمدمعظم اخوندزاده د خاص کونړ، منشي ګل محمدخان چې د ولسي جرګي دویم منشي و، وکیل میرزا محمدجان، میرزا محمدجان خان د خاص کونړ چې د ډاکتر کبیر ستوری نیکه وه، عبدالحکیم اخونزاده د نرنګ، صاحب حق صاحب د څوکۍ، د شونکړې انځرې ملا صاحب، میا محمدنعمان چې د منګوال میا صاحب په نوم یې شهرت درلوده، سلطان محمدخان د پېج، وکیل محاکم خان، پروفیسر رسول امین، د مزار درې عبدالوهاب ساپى، د څوکۍ لوی څارنوال عبدالهادی خلیلزی، ډاکتر عبدالرشید جلیلي، سناتور عبدالخالق او داسې نور. هغه څه چې ما له مشرانو نه اورېدلي او تر کومه حده مې د مرکو په ترڅ کې مالومات راټول کړي او چاپي آثار لوستلي دي. کېداى شي چې زما د ا لیکنه د ځینو کسانو د ذوق او شوق سره برابره نه وي او یا شاید هغوى د دغو پېښو نه بل رنګ تعبیر او تفسیر ولري؛ خو زما دا لیکنه زما د برداشت او معلوماتو په چوکاټ کې ده او تر خپله وسه مې کوښښ کړی، چې په مالوماتو کې ګوتې ونه وهم او واقعي مالومات درنو لوستونکو ته وړاندې کړم.

-
بېرته شاته