(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

6/12/2020 کراچۍ غونډې ته

[06.Dec.2020 - 21:19]

06.12.2020  / ېوه نۍ (اتوار/ېکشنبه /Sunday)  سترمشر منظور پشتین کراچی پرلت/لارېون/ جلسې / غونډی ته وينا 

- پشتانه دهشت ګرد نه دي. دهشت ګرد دوي (پنجاب) دي، چې وژنې کوي. اوس محسن داوړ خبره وکړله، چې 65 زره پښتانه ژوندي ورک دي. دا خو منلی ريپورټ دی، خو دوي په لکونو افغانان په لر او بر وطن کې وژلي

 - نن د‌باجوړ او باړې بازار نه شته. د مموزيو او اورکزيو کورونه ړنګ دي. د سوات ښايست ته يې اور ورکړی. د بونېر غر اوس هم د دوي قبضه کې دی چې هلته د دهشت ګردي ټرينينګ (تمرين) ورکوي. وزيرستان ټول کنډر کنډر دی. د چمن لارې بندې دي. يو طرف ته د قبايلي علاقې يونيم لک کورونه ړنګ شوي، خو بل طرف ته جرنل کياني په اسټراليا کې جزيرې اخيستي. زمونږ د وطن په ورانولو دغو (پنجاب) خپل ځانونه اباد کړل.

 

- ملګرو! په پشتونخوا وطن کې، له کويټې څخه تر سوات يې قبضې جاري کړي. سوات کې دوي د ځانو لپاره رهايشګاه جوړې کړي. د پشتونخوا وطن ټول غرونه دوي (پنجاب) نيولي دي. د دغې قبضې خلاف پي ټي ايم را پورته شوی، چې د پشتنو خپل وطن دی. خوږ وطن يې دی. مور وطن يې دی. مور وطن يې مه قبضه کوه. خپل مور وطن څوک هم چاته نه پريږدي. په والله چې پشتونخوا وطن کې،  يو پشتون هم ژوندی وي، تاته مونږ خپله خاوره نه در پريږدو. يوازې پشتونخوا نه، بلکې خپل لر او بر وطن نه در پريږدو

 

- ملګرو! څو ورځې وړاندې په چمن کې يې واړه واړه ماشومان ووژل. په ګلونو ماشومانو يې وينې توی کړې، مګر دوي ته هيڅ افسوس نه شته. د هغو ماشومانو درد او غم، زمونږ شريک غم دی. دا ړومبی ځل نه دی، بلکې زمونږ د هغو مرګونو تسلسل دی چې دوي روان کړی. په نارت وزيرستان (شمالي وزيرستان) کې هره ورځ ټارګيټ کيلينګ (هدفي وژنې) کيږي. هره ورځ پشتانه مور د ډېرو اوښکو او سر درد څخه خپل سر په پټکي تړي. په باجوړ کې په دې تېرو څو مياشتو کې په درجنو مشران ووژل. په صوات او پېښور کې يې ووژل

 

- مونږ يې لومړی د جنګونو له امله بې کوره کړو. بيرته چې کورونو ته ولاړو، چاينکې، ګاډرې او حتا خښتې يې هم غلا کړې وې. دوي دغه ته د دهشت ګردي تصفيه ويله.

 

- د دوي په عدالت کې دهشت ګرد ازاد‌ ګرځي، خو څوک چې د امن غږ لوړوي، هغه بنديان دي. رياست د قاتلانو ملګری دی. د دهشت ګردو ملګری ده. مونږ باوجود چې امن خبره کړې ده، خو دوي زمونږ خلاف دي. ځکه په سوله کې د دوي زيان دی. دا جرنيلان چې نن لوی لوی کار او بارونه لري، دا ټول دوي زمونږ په وينو جوړ کړي

 

- ملګرو! راو انور او راونوريزم مو نور ختم کړی. د نقيب شهيد شاهدانو ته دمهکې (اخطار) ورکول کيږي. زه هغوي ته وايم چې هيڅ مه ډاريږئ. چې مشکل درته پېښ شو، پي ټي ايم ته عادي غږ وکړئ، تاسې سره به لښکرې روان شي

 

- ملګرو! د دې ټولو مشکلاتو حل په څه کې دی؟ د دې مشکلاتو حل يوازې په يووالي کې دی. په قبيلو مه تقسيميږئ. که د ډيورينډ دېخوا دي يا هاخوا دي، چې پشتون دی، زمونږ ورور دی

 

- دلته د پي ټي ايم مشرتابه ناسته ده، دلته لاندې قطار کې هم د پي ټي ايم تکړه ځوانان است دي، د دوي قدر او عزت کوئ. په دې بنياد يې کوئ، چې دوي شپه او ورځ د تاسو لپاره يوه کړې. متحد شئ. انګريزانو به ويل، چې فلانکۍ قبيله داسې ده، بيستانکۍ هاغسې ده. هيڅ داسې هاسې نه شته. دا ټول د نفرت تخم خپرول دي. پښتانه يو دي. هغه د فيرنګي جملې، هغه د آی ايس آی جملې همدا اوس له ذهنونو وباسئ. يو قام او يو وطن دی. زمونږ اتفاق او اتحاد، زمونږ د ښه ژوند ګرنټي (ضمانت) ده

 

- ملګرو! زه د‌تنظيم سازۍ په حواله سره خبره کوم، په دې لږ ځان پوه کړئ. پي ټي ايم اوس تنظيم سازي کوي. په دې کې هر سړی ميمبرشيب (عضويت) کوي. د هرې پارټۍ ملګری ميمبرشيپ کولی شي. دا به داسې وي، چې زمونږ د پشتنو په هره ضلعه کې به د وکلا ټيم جوړ شي. دا وکلا به هر ځای دفتر لري. هر پښتون به کولی شي چې خپل مشکل وروړي. دوي به په هره هفته کې يو ځل په جېلونو او تاڼو ګرځي او د خلو پښتنو احوال به اخلي. دوي به د پښتنو په سيمه ګرځي، د پښتنو ټولې خپل مينځي دښمني به ختموي. دوي به ټول پښتانه متحد کوي. چې يو ځل متحد او مضبوط شو، بيا به ډېر په اسانه د ټولو شهيدانو بدل واخيستلی شو. دلته ځينې وايي، چې فلانکۍ پارټي ده، بيستانکۍ پارټي ده، دا خبرې مه کوئ، چې فقط پښتون وي، چې په هره پارټي کې وي، زمونږ وروڼه دي

 

 - که  ملا، عامي، نيشنليسټ يا سيکولر وي، چې پشتون وي، دوي (پنجاب) يې نه پريږدي. ټول وژني. تاسې په نومونو مه تېروځئ، ټول متحد شئ.

Pashtoon Tahafoz Movement (PTM) Pashtun Protection Movement پښتون ژغورنې غورځنګ 

#PashtunLongMarch2Karachi

-
بېرته شاته