(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اشرق مفتون

[17.Dec.2020 - 21:34]

اشرف مفتون 

لیک : شبير دراني

اشرف  مفتون د پاکستان پيپلز پارټۍ په اولني دور کښې د ريډيو پاکستان اسټينټ ريجنل ډاريکټر وو ولې کله چې ذولفقار علي بهټو په پښتو او پښتنو پابندي ولګوله نو اشرف مفتون د ډاکټر خان صیب ياد تازه کړو او د خپلې څوکۍ نه ئې سره د نثار مظلوم او افسر شاه کاکاخيل استعفیٰ ورکړه

د اشرف مفتون نه یوازې دا چې تعلق د خيبر پښتونخوا هشنغر رځرو کلي سره وو بلکې د خدایي خدمتګار قلندر خان وزې وو او قلندر خان نه یوازې دا چې يو کلک خدايي خدمتګار وو بلکې د باچا خان بابا سره ئې پشت په پشت د وينې رشتې وې 

په دغه زمانه د باچا خان بابا په خدايي خدمتګار تحريک کښې ياد خلک عبدالکبر خان اکبر شاد محمد ميږې فضل رحيم ساقي او خان قلندر خان وو د چا د پښتو او پښتونولې چې به نور خلکو مثالونه ورکول

دا جدا خبره وه چې الله پاک قلندر خان ته شپږ لونړه ورکړې او د هغوي د ښه تربیت او پالنې په خاطر قلندر خان بيا وروسته په خدایي خدمتګار تحريک کښې خپلې هلې ځلې محدوده کړې 

ولې قلندر خان تر مرګه خدایي خدمتګار او د باچا خان بابا مريد او پيروکار وو

قلندر خان د هشنغر د مخوريزه خان او غټ جاګير دار نور محمد خان وزې وو نور محمد خان د مير عالم خان په کورنۍ کښې راځي کومه چې د باچا خان بابا او خان عبدالولي خان بابا سخرګانې ده

اشرف مفتون د تاريخ په کتابونو کښې د محمدزي قبيلې په نوم ياديږي د کوم سپيناوې چې ضروري ګنړم اصل کښې د هشنغر ټول په ټوله خلک محمدزي ياديږي هم هغه رنګې څه رنګې چې ټول په ټول سواتیان يوسفزي ياديږي ولې د سوات مردان يا صوابۍ پشان د هشنغر خلک هم بيا ځانله ځانله قامونه او قبیلې لري نو اشرف مفتون هم په څلورم پشت کښې د خان ميرعالم خان په اولاد کښې راځي اؤ په قبيله کعنان خيل دې

او هغه داسې چې مير احمد خان د خان مير عالم خان مشر وزې وو بیا د مير احمد خان دوه زامن وو نور محمد خان او فيض محمد خان او دغه شان نور محمد خان د قلندر خان پلار بابا او د اشرف مفتون نيکه بابا وو

اشرف مفتون په ړومبني اپريل 1924 کښې د قلندر خان په کالۀ کښې سترګې غړولې وې

قلندر خان خپله بې تعلیمه وو ولې د باچا خان بابا سوبت او خدایي خدمتګار تحريک ورته د شعور چينې پرانستلې وې نو په خپل زوي اشرف مفتون ئې سبق ويلو اشرف مفتون چې د اسلاميه کالج نه د دولسم جماعت امتحان پاس کړو نو په څلورلسم کښې ئې په دې خیال فلسفه مضمون واخستلو چې وروسته په فلسفه کښې ايم اے وکړي اشرف مفتون نه يوازې دا چې په څلورلسم جماعت کښې د فلسفې مضمون په ښه نمبرونو پاس کړو بلکې په ايم اے فلسفه کښې ئې داخله هم واخستله ولې د ماسټر ډګري ئې نيمګړې پریښوده

اشرف مفتون د شپږو خويندو نيازبين او نازولې ورور وو درې خويندې امتري بي بي. محمدي بي بي. او نور جهان بي بي د اشرف مفتون نه مشرانې وې او محل آرا بي بي. پکهراج بي بي او وجاهت بي بي د اشرف مفتون نه کشرانې وې

هم دغه وجه چې اشرف مفتون نه يوازې دا چې ډير نيازبين او نازولې وو بلکې غټ جاګير دار هم وو خو چونکې اشرف مفتون يو شاعر ادیب او اؤ ډرامه نګار وو نو د ريډيو پاکستان نوکري ورته د خپلو ګل ورينه خوبو تعبیر او ادبي تندې سړيدو چينه ښکاريده او هم په دغه فلسفه ئې په ريډيو پاکستان کښې د پروګرام اسسټنټ په څير نوکرې ته غاړه کيښوده چې بیا وروسته ئې ترقي وکړه او د ريډيو پاکستان ريجنل اسسټنټ ډاريکټر شو

اشرف مفتون د سکول د زمانې نه د شاعرۍ آغاز کړې وو او دوي چې کله په اسلاميه کالج کښې داخله واخيسته نو يوه د شاعرۍ مجموعه ئې چاپ ته تياره وه

د ريډيو پاکستان نوکرې ته اشرف مفتون ډير خوشحاله وو ولې کله چې په کال 1958 کښې د اشرف مفتون پلار بابا قلندر خان وفات شولو نو دوي د څه وخت د پاره ريډيو پاکستان پريښود ځکه چې که يو اړخ ته اشرف مفتون د خپلې کورنۍ واحد نارينه اولاد وو نو بل اړخ ته د زمکو سمبالښت او د کلي جرګې معرکې د پلار بابا د مرګ نه وروسته اشرف مفتون ته ور په غاړه شوې ولې په دغه زمانه نثار مظلوم افسر شاه کاکاخيل اؤ نورو ملګرو اشرف مفتون واپس په دې خبره مجبوره کړو چې د ريډيو پاکستان نوکري قايمه وساتي

اشرف مفتون واده د خپل ترۀ شير محمد خان لور حسندارې سره کړې وو حسن داره نه یوازې دا چې په هغه وخت کښې تعليم يافته وه بلکې په قد قامت رنګ جوسه اخلاقو او ښايسته  بيخي د خپل نوم معنی او مفهوم وو

حسن دارې بي بي به په دغه زمانه د هشنغر ښځو او پيغلو ته د اردو پښتو او انکريزې توري ښودل ډيرو جينکو ورسره په ناظره د قران پاک ختمونه هم وکړل اشرف مفتون به خپلې ښځې حسن دارې بي بي ته ویل چې حسن دارې هم دا خدايي خدمتګاري ده د اشرف مفتون ژوند په هر لحاظ سره امن و سکون او خوشحالو نه ډک وو د حسن دارې نه د اشرف مفتون اووۀ اولادونه وو يو خور او ورور په ماشومتوب کښې مړۀ شوي وو او څلور خويندې فوزيه مفتون. نګينه مفتون. نئير مفتون. زر څانګه مفتون او يو ورور زرک خان مفتون ژوند وو څه رنګې چې اشرف مفتون د شپږو خويندو يو نيازبين او نازولې ورور وو هم دغه رنګې زرک خان مفتون د څلورو خويندو يو او نازولې ورور وو

زرک خان مفتون چې خپل تعليم برابر کړو نو خويندو ئې غوښتل چې خپل ورور په پالنګ سهره په غاړه ويني کله چې خويندو خپل ورور زرک خان مفتون ته د خپل خواهش اظهار وکړو نو زرک خان مفتون ورته ړومبنې خبره خو دا وکړه چې ماته د کلي ساده پوښتنه پيغله وکړې چې زما د مور پلار خدمت کوي او دويمه دا چې زه له دا وخت واده کولو ته ذهني تیار نه يم کله چې  زه ذهني تيار شم بيا به درته خپله ويم

دا هغه زمانه ده چې اشرف مفتون د خپل تخیل په دنيا کښې ورک دې د پښتو ادب ته ئې اتۀ کتابونه د تندي خالونه کړي دي چې نومونه ئې دا دي 1. د شاعر دنيا 2. د ژوند سندره 3. تړمې اوښکې 4. وږمې 5. ترخې شکرې 6. کاواکې 7. څړيکې 8. لوخړې اشرف مفتون په خپل زوي زرک خان مفتون ډير مئين وو نو خپل کتاب لوخړې ئې د زرک خان مفتون په نوم کړې وو اشرف مفتون د خپلو رنګونو او ښکلا ګانو دنيا کښې ښه مسرور دې اؤ په خپل تخیل کښې ئې دې بد رنګې دنيا نه د جنت ټوټه سازه کړې ده

د ديرشم اکتوبر 1991 سهار دې په رځرو کښې د اشرف مفتون په خاندان کښې واده دې د زرک خان مفتون خويندو ځانونه جوړ سمبال کړي دي آخر  خپل کلي ته واده له ځي زرک خان مفتون له په خپله کمره کښې په خوب ويده پروت دې په دغه کښې اشرف مفتون آواز وکړو چې ناوخته کيږي هغه زرک خان را ويښ کړې چې واده ته ځو خويندو زرک خان ته  اوازونه ورکړل ولې زرک خان واپس اواز ورنکړو آخر دا چې د کور خلکو د زرک خان د کمرې دروازه ماته کړه څه ګوري چې د تنکي ځوان ناوزلي زرک خان لاش په وينو کښې خړوب پروت دې د شين اسمان تندر وو چې د اشرف مفتون په کورنۍ راپروت او په يوه لحظه کښې ئې د اشرف مفتون ټوله کورنۍ لوخړه کړه هیڅ پاتې نه شول هر څه ختم شول زرک خان ولې خودکشي وکړه داسې کوم غم وو چې زرک خان ئې په ځان وژنه مجبوره کړو آخر زرک خان ته د کوم يو څيز کمي وو هیڅ پته نه لګي د 1991 پشان د زرک خودکشي نن په 2020 کښې هم يوه معمه ده ځکه چې د خودکشې کولو نه مخکښې زرک خان په خپل ليکلې خط کښې هم د خپلې خودکشې وجه نه ده ښودلې بس دومره ئې ليک کړي دي چې زما د مرګ دعوا په چا مه کوې ما ډير کوشش وکړو چې نور ژوند وکړم خو د ډير کوشش باوجود نور ژوند نه شم کولې زما د مرګ وروسته زما جايداد زما په خويندو او خورزو برابر تقسيم کړې ټولو ته په پنډو مينه زرک خان

هم په ديرشم اکتوبر 1991 کښې د زرک خان د مرګ سره اشرف مفتون هم په ذهني توګه مړ شولو اشرف مفتون که د 1991 تر 2004 هر څومره جسماني ژوندې وو ولې اوس اشرف مفتون هغه په حسن ښکلا او ښايستونو مينن اشرف مفتون نه وو اوس خو نه اشرف مفتون د ګل او بلبل سندرې ويلې او نه ئې په توره شپه کښې د زهره په تورو زلفو کښې لوبې کولې نه د سبا ستوري سره د جان او جانان زارونه شريک کول او نه ئې سپوږمۍ سره د راز و نياز خبرې کولې اشرف مفتون د زرک د مرګ وروسته خاموشه شو هسې خو اشرف مفتون به د ابتدا نه د ګنړې نه سنګ کولو یوازې ژوند ئې خوښ وو تعلقات ئې ډير محدود وو ولې د زرک خان د مرګ وروسته خو ئې د چوپتيا روجه ونيوله د خپلو خپلوانو اؤ ملګرو نه هم په سنګ شولو هر وخت به يوازې ځانله د سوچونو په درياب کښې غرق وو او آخر دا چې په څلورلسم مارچ دوه زره څلور 14 مارچ 2004 کښې ئې د بد رنګې خود پرستې او مادي مرستې دنيا سره شلاوان وکړو اؤ مونږ سره ئې د وجود رشته ختمه کړه او هم په دغه ورځ پنځه بجې د رځړو مقبره کښې خاورو ته وسپارلې شو فکرونه به ئې تل روښانه وي 

د اشرف مفتون د وفات وروسته مونږ د پروفيسر جهانزيب نياز بابا او نګينه مفتون په مرسته د غني خان پښتو ادبي تحقيقي ثقافتي جرګې خيبر پښتونخوا له خوا د اشرف مفتون بابا ريډ يايي ډرامې د ژوندي کردارونه په نوم چاپ کړې

يادګيرنه دا کالم د شرف مفتون بابا پيژندنه ده او دې پسې کالم د اشرف مفتون بابا په رنګينه او ګل ورينه شاعرۍ دې

(شبير دراني)

-
بېرته شاته