(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونولي

[23.Jan.2021 - 15:58]

پښتونولي، د پښتنو ټولنيز قانونغونډ

ليک /څېړنه: شارل کيفر،1972 (The Pashtun code of honour) 

ژباړنه او کرونه: استاد پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار- اکسفورډ ۲۸اکتوبر۱۵

 

د پښتونولۍ(پښتنولۍ) په اړه پښتنو او ختيځپوهانو لږوډېرڅه ليکلي څېړلي، خو په دې لړکې فرانسي افغانپېژاند شارل کيفر(Charl Kieffer) لومړی آريانېست ختيځپوه دی چې دې سکالو ته يې د نومهالې ژب-توکمپوهنې (Ethno-linguistics)  په رڼاکې يوه کوټلې علمي- تخنيکي بڼه ورکړې ده. آر الماني متن يې له (Über das Volk der Paschtunen und seinen Paschtunwali) سرليک سره په برلين کې دالمان د پوهنو اکادېمۍ د ختيځپوهنې انستېتيوت د خپلې مهالنۍ د ۱۹۷۲ز. کال څلورمه سرباندې (فوق العاده) گڼه ورځانگړې کړې چې پر هماغه کال يې ما(زيار) پښتو ژباړه د ښوونې روزنې وزا رت په خپرني اورگان (عرفان) مهالنۍ کې چاپ ته سپارلې وه، خو پر هېو اد را تپلي تور ناتار راځنې تری تم کړه. بيا يې هم له ښه مرغه ليکوال اووه کاله وړاندې يو څه کېښکلې کاپي په واک کې راکړه او داده، اوس يې په خپل ژبتوکميز تاريخ کې له خپلو بشپړاندو پايليکونو سره رانغاړم.] استاد کيفر همدا سږکال (۴-۲-۲۰۱۵) په۹۲ کلنۍ کې له نړۍ سترگې پټې کړې، اروادې ښاده اوسي! [

 

ښاغلي کيفر لومړی د يوې کوټلې سريزې په ترڅ کې د دار مستېتر، گايکر او مورگنستيرن پر پليونۍ د پښتنو د آرې (منشأ)، تېرمهال او وسمهال په تړاو سامي- يهودي افسانه او د هېرودت (Herodot) پېنځه ځله ياد کړی پکتو ېسϰτυεϛ Páktues/ π) له فېلالوجيکي پلوه ردوي. خو پروړاندې يې د ځمکپوه اوستورپوه (بتلېموس Ptolemäus) پرسوېتي (Parsuētai) له پښتو تاريخي غږپوهنې سره سم بولي او داپخلی يې کوي چې دغه وگړي د پارو پاميزاد (هندوکښ او نورو شاوخوا هسکو دنگو…) غرونو اوسېدونکي بللي دي.

 

استاد کيفر همداراز د پښتون دويم نامه (( افغان )) تار يخچه هم په لنډو راخلي چې ړومبۍ پلا هندي ستورپوه (Varāha Mihira) د۶ ز. پېړۍ له پيل سره په خپل نښير (Bŗhatsamhitā) کې د(avagāņa) په بڼه يادکړی دی. پخوا د لوگر اورمړو پښتون د کاش (kāš) په نامه يادا وه،چې اوس يې دانوم گړسره هېرکړی(او پښتون يې بولي) ، هرگوره، د ځا ينوم په توگه لږو ډېر مخې ته راځي، لکه د قلات خواته د کاش kāš)،يا گرشک خواته دکاشي (kāši) په بڼه. عرب يې په دې سليماني (Solaymāni) بولي چې د سليمان د غرونو اوسېدونکي دي. لومړی ځل هم البيروني(۹۷۳-۱۰۵۰؟) د دغو غرونو استوگن بللي دي. همداراز ( دوست، تږی،طرزي…).

 

استاد کيفر زياتوي چې پښتانه پخپله ځانونه په همدې نامه يادوي، او نالوستې پارسي ژبې او تورکي ژبي پرگنې يې زياتره افغان اوافغانان بولي،د يولړځانگړتياوو له پلوه له نورو وگړو او توکمونو څخه توپير مومي. دوی له آره د داسې ټبرونو يوه ټولگه ده چې پرکهولونو (کلانونو) وېشل کېږي. کهول يا کلان (clan) له کورنۍ سره توپير لري؟ کورنۍ له ښځينه او نرينه دواړو جوړه ده، خو کهول د څو کورنيو نرينه ډله ده چې په يوه پلار يا نيکه اړه لري. کهول د لويو وړو غړو کورنيو د شمېرې له ډېرېدنې سره پرلپسې ځان پراخوي او غښتلی کوي، او له دې سره (پر ټولنيز دريځ سربېره) سياسي هغه (هم) راخپلوي.(۱)

 

هر يوگړی غړی خپل شتون دننه په کهول کې ويني، خو د کهول په بېلاريوکې ژمن او پازوال ( متعهد اومسؤول) دی. همدارنگه کهول هم پر خپل وار د هر غړي د ناوړه چال چلند يا بدورديو پازوالي (مسؤوليت) پر غاړه لري. د ساري په توگه، که د کهول يو غړی کوم جرم و جنايت وکړي، د هغه پرځای کهول ته گوته نيول کېږي او کهول يې هم پړه پرغاړه اخلي.

 

د مورال ياکړووړو (اخلاقو) له پلوه هم د يوه غړي ښه او بد د کهول له خوا ارزول کېږي او پخپله غړی پکې نقش نه لري. د غړي لومړۍ پازه داده چې په هر اکربکر (حال احو ال) کې له کهول سره خپل اړاو تړاو ټينگ و ترينگ وسا تي.

 

خو داسې هم نه ده چې يوگړی (فرد) خپل ارزښت، درنښت يا ځلښت (درخشش) نه شي لرلای ياترلاسه کولای نه شي. هرڅه ورته د پښتونولۍ هغه دويونه (قوانين) ور په برخه کوي ، لکه (توره) او( مېړانه) .

 

توره (túra)

 

د تورې وييزه مانا (شمشير) ده او دپښتونولۍ د يوه قانون له نومونې(ترم) سره سمه (تورياليتوب، زړورتيا، غيرت) جاج ومانا ښندي. داسې چې هر پښتون له دغې ځانگړتيا سره توريالی بلل کېږي، په نورو ټکو، دغه نوم گټلای شي. ان تر دې چې (توريالی) د يوه غوره وگړنوم په توگه هم دود موندلی دی. دغه وياړلي ستاينوم له ډېر درنښت وگرانښته لنډيو ته هم لارموندلې ، لکه د يوه پېغلې يا مېرمنې له خوا په دې بېلگه کې:

 

تر توريالي مين به جار شم

 

په تار د زلفوبه کفن ورته گنډمه (۲)

 

خون (xun) يا(بدل):

 

((خون)) يو پارسي پورويزی(مستعار لغت) دی اومانايې (وينه) ده، خو د يوې نومونې (اصطلاح) په توگه د پښتونولۍ هغه قانون دی چې پښتنو ته د بدل (غچ يا کسات) اخېستنې رښته ور په برخه کوي (نن سبا خون په پښتوکې زياتره د قتل په مانا کارول کېږي او د پښتونولۍ د يوه قانون په توگه يې پرځای غچ، بدل او کسات کارول کېږي). دا قانون څو اړخه لري:

 

که يو سړي بل ووژني، يو خون گڼل کېږي؛ که پر وژنه سر بېره ترې ټوپک هم واخلي، دوه خونه گڼل کېږي؛ د يوې ښځمنې وژنه نيم خون شمېرل کېږي؛ د يوه همسايه (۳) وژنه هم نيم خون بلل کېږي؛ يو غاښ ماتول، يايوه لا سگوته يا پښې گوته پرېکول د خون لسمه هومره ارزښت لري؛ د يوې سترگې اېستنه او ياغوږ پر ېکونه نيم خون گڼل کېږي؛ دواړې سترگې اېستل يو خون او ژبه پرېکول هم پوره يو خون او دا سې نور (دلته ښايي پښتنو له مسلمانېدوسره يونيم شرعي آر هم راگډ کړی اوسي).

 

که څوک له بېزړه توبه په تېښته کې وي او د بل چا له خوا په شاکې د چاکو چاړه په وهنه (گوزار) مړشي، دومره درون جرم نه گڼل کېږي. دا خبره هم پاموړ ده چې که د بلها ري کهول د وژونکي له کهول سره (د نورو هغو په منځگړتيا) دې جوړجاړي ته ورسي، او په يوه گناهگاره (کفاره)يا گرمانه(جرمانه) له بدل يا کساته لاس پر سر شي (د چا خبره وينه په وينه و نه مينځي)؛ هغه گناهگاره يا گرمانه کېدای شي،يو څاروی (يا څاروي) اوسي، غله دانه، نغده او ياان يوه پېغله (سپره).

 

که څه هم د دغو لارښودونو (دستورونو) پرځايکړه د اړوندو کهولونو د تېري هڅه را ټيټوي،خو بيايې هم سره بډواله (رقابت) رازېږوي، تر دې چې نورې افغاني ژبتوکميزې ډلې ټپلې هم له خطر سره مخامخوي او يا يې هم ورسره اړيکي خړپړوي. نو د دې لپاره پښتونولۍ نور لارښودونه وارله مخه په پام کې نيولي چې داسې ناوړې پايلې په سوله ييزه او سوليزه (معقول،منطقي) توگه را نرمې کاندې. دادی، دلته يې دا لاندې بېلگې وړاندې کوو:

 

مېړانه:

 

وييزه(لغوي) مانا يې (نارينتوب) او د پښتونولۍ د نومونې په توگه (زړورتيا) او(لو اروايي، شهامت) ده. هرگوره، له (توره، توريالتوب) سره توپير لري. دا هغه لوړه مانيزه ځانگړتيا او احساس دی چې يو وگړی د ځان تېرېدنې او بلهاۍ تر بريده د يو بل مرستې ته ور چمتو کوي او بيا د داسې يوه چا مرستې ته چې يې ژوند ياپت عزت له خطر سره مخ وي، همداسې له بېوزله بې وسيلې ښځمنې، بې کا لخوايه(بې سرپرسته) ما شوم يا بل هر اړمن سره له لاس مرستې سرنه غړوي. په دې لړ کې هر بلو سگر بدورده دېته راولي چې پرخپلو کړو وړو نوې کتنه وکړي اوان ورته مېړانې ته يې وروهڅوي.

 

ننواتې:

 

وييزه مانايې(وزرزاري)اونومونيزه(اصطلاحي) مانا يې((ځانسپارنه)) ده }ايوانس(۵) پرsanctuary ژباړلی دی{، په دې مانا چې خون والا(وژونکی) دبلهاري (وژلي) کو نۍ ته ورځي او ورته وايي: ((د ازه او دا تا سې، خوښه مو چې مو وژنئ يا مو بښئ!)). په دې توگه يې د چا خبره، دغچ اخېستنې پر سرولمبو سړې اوبه وراړوي . دلته د سوله ييزو دودونو يوه سېستم ته مخه کېږي او دا هغه څه دي چې لا ډېرې بترې نادودې او ناخوا لې، جنگ، جنا يت يا شرموو نکې پېښه يوې خواته کولای شي، په دې هيله او اسره د گرم کهول له خوا بېلابېل روغه وال(مصلحين) اغېزمنې کور نۍ ته استول کېږي: يو سپينږيری، سپينروبی يا مخور، ميا ملا، ستانه يا يوه کمکۍ نجلۍ او کله ناکله ان پاک قرآن.

 

استازی يااستازي هغې کورنۍ ته ورځي او وزر زاري ورته کوي چې د بدل د رښتې (حق) يو دود بلونج (بديل)، لکه: نغدي تاوان يا گرمانې ته غاړه کېږدي. تر هرڅه خورا اغېزناک دود((واښه پرخوله، رسۍ پرغاړه)) دی، په دې ماناچې گرم سړی د خپل بلهاري کور نۍ ته (څلوربولې) ورځي او ځان ورسپاري. يو داسې سخت زبونانه چال چلند يو څه دوستانه غوندې جوړجاړي ته لاره هواروي . ننواتې داغوښتنه کوي چې د بلهاري کورنۍ يا يې نژدې خپلوان (نور وراستولي) استازي ښه ترا ومني، که نه، د وژونکي کهول(او نور) هغه کورنۍ ته د پړې گوته نيسي او له سخت اخلاقي فشار سره يې مخا مخوي.

 

په دې تړاو زما(کيفر) د ۱۹۵۸ کال شاوخوا يوه پېښه ياد ته راځي چې چا يې راته کيسه کوله:

 

د يوې کونډې مور يوازېنی يو زوی چا وژلی وو. دردېدلې مور يې هغه ټول دود سوله ييز وړانديزونه ونه منل، او چې څه ناڅه شلکلن گرم ځوان يې وروسپا ره، تر پايه داهيله کېده چې وينې بيه (خونبها) به ومني او هغه به وبښي، خو د شهيد مور چاړه راوخېسته او په خپل لاس يې حلال کړ؛ که څه هم له آره يې دا حق وو، خو، په داسې ترڅ کې چې د اړوند کهول يو کس هم نه غو ښتل، هغه دې قصاص شي. نو يې په يوه خوله د هغې داکړن وغانده ، او هغه يې د پښتونولۍ له کودېکسه يو بېشرمانه سرغړاوی وگاڼه. او بيا ورسره د تړلي (ننواتې) واکمن دستور پر وړا ندې د يوې مور درد هم څه ارزښت درلودای نه شي.(۴)

 

په هره توگه ننواتې په ټولنيزو اړيکو کې پوره ځواکمن لارښود بلل کېږي (او دچا مخ و څټ نه پېژني). د ساري په ډول دايو شرم بلل کېږي چې که يو سوداگر له خپل لاسلاندې شريک سره په کاروبار کې ټگي برگي وکړي، هغه دا رښته لري چې ده ته ورشي او تاوان ترې وغواړي او هغه يې هم په يو برخيزه سکينده( قسمي جبران) له بدل اخېستنې راوگرځوي. ان د جوارگرو ترمنځ ورته چلند هم پرکار اچول کېږي. که يو څوک چاته (د خلکو په مخ کې) د بربنډولو شرم ورواړوي ، نو د دې لپاره چې هغه يې له کوم سخت غچه لاس پر سرکړی اوسي، دېته اړوځي، دی هم ځان لوڅ کاندې او دهغه شر ماوی پر خپل ځان راواړوي.

 

مېلمستيا (=مېلمه پالنه (۴):

 

تر ننواتې او مېړانې راروسته دا جال ودود هم پر خپل وار د يوې کورنۍ،کهاله او يوگړي (فردي) غړي د نورو هغو پر وړاندې ښه ترا ځلوي. اروپايانو ته (چې دا دود يې په کړن کې ليدلی نگېرلی يا محسوس کړی نه وي) هسې يو بابيز ټولنيز چار برېښي او دومره ارزښت نه ورکوي. (رښتيا هم ) په ښکاره يو داسې دود اېسي چی په لرو پرتو پښتني سيمو کې ورته پښتانه د کاروباري (تجاري) مېلمستون د نشتوالي ياناسموالي(او بياناخونديوالي) له لامله اړوځي. خو له آره دغه دود د هر هغه چا يوه پازوالي (مکلفيت) گڼل کېږي چې څوک يوکور کېږدۍ ولري او کوم ناپېژندويه لاروی يا پردېس يې له خوا تېرېږي، که هغه ووايي، ونه وايي، ترې پوښتي: (ته ناو لده يې؟) يا(مېلمه) يې؟

 

او چې ورسره مېلمه شو، پالنه او ساتنه يې په ټوله مانا پرغاړه اخلي، ان که د خطر پر وخت يې د سر په بيه هم پرېوځي، چې له دې گوټليده مېلمستيااو مېړانه سره يو جاج رانغاړي. ما(کيفر) ته پخپله د افغانستان په لسکلن يانه کې د (مېلمه رښتې) په تړاو د پلپوټ (شکايت) کومه پلمه نه ده پيدا شوې، نه مې له چا کوم بد چلند ليدلی او نه مې ور کره يوه ستنه هو مره بېځايه يا غلا شوې ده. هرگوره، ما هم د يوه مېلمه په توگه خپل پوله او بريد (حد ود) پېژندلي او په پام کې نيولي دي. په دې لړکې يو شمېر اخلاقي پازې هم راځي،څو غورې بېلگې، لکه:

 

له غږېدا سره مسېدا له ياده ونه باسي ،که ډېر ستړی ستو ړی هم وي؛ تر درو پېلو (دقيقو) پورې به ورسره دستړي مشيو دود پرځای کوي،ان تر دې چې له ناستې سره به سم له سمونې جوړ تازه ورغبرگوي ؛ که کوربه وغواړي، ورسره به کښيني ؛ ځينې پوښتنې اښتنې به يې بېځوابه نه پرېږدي (د کوم ځای يې، پر کوم دين ومذهب يې، د راتگ موخه دې څه ده، تنخا دې څومره ده، کورنی اکربکر دې څنگه دی، د افغا نستان په اړه څه سوچ لرې، همداراز د پښتنو، مسلمانانو او داسې نورو په اړه )؛خپل چمدان يې هم په مخ کې واز کړي او په دې چم يې تلوسه ورخړوبه کاندې، بيرته نه تړل يانه خوندي کول يې پر کوربنو د باور ويسا ښکارندويي کوي؛ داهم ورته سيده نا سيده وښيي چې په کوم بد نيت و نمات ورکره نه دی راغلی؛ دکورغ بابو (ممنوعاتو) خيال وساتي، لکه: تورسروته نه کتل، په بهنده اوبو(ياډنډ، تالاواو ان پنا ځای)کې او ياهم کوم دېو ال ته په ولاړه متيازې نه کول؛ د چېرې تگ موخه نه پټول؛ (بې اجازې) بل چاکره نه مېلمه کېدل؛ په خپله غوټه چمدان کې شراب، خوگ غوښه او ورته څيزونه نه گرځول؛ تر ټولو ورته د مخه ښې پرمهال (بوټ،کالی مالی، يادگار…) ورډالۍ کول يو غوره کار بلل کېږي،خو نغدې پيسې نه.

 

هو، که کوم بله پلا ورکره راپېښ شي، ډالۍ نيمه به وارله مخه ورکوي؛ د خپل هېواد او ځای ځايگي پته ورکول او بيا ورته داډاډ ورڅرگندول هم يو پرځای کار برېښي چې که هغه (کوربه) کوم وخت پر ده ورپېښ شي، د وياړ او نېکمرغۍ لامل به يې شي.

 

که مېلمه(يا پناراوړی) وسله،لکه تمانچه ولري، بايد په هاغه پيل کې کوربه ته وښوول شي؛که ورسره هېڅ نه وي، لابه ښه وي، ځکه له کوربه سره يې اړيکي ټينگول نه خرخشنوي. هسې خو کوربه د دود له مخې تل له ځان سره وسله گرځوي او بې له هغې يې د ساتنې پازه پرغاړه اخلي.

 

منځگړی يا درېيم (-گړی) د هغو بډو(متخاصمو)خواوو تر منځ يو په زړه پورې چار (نقش) لوبوي چې که په جوړجاړي کې ورسره پاتې راشي، بيا سپينږيری، سپين دروبی، ملا، يا ستانه کولای شي، تر هغې وړاندې چې خبره غچ اخېستنې ته ورسي، تر منځ يې وبله پوهاوی را شونی کاندې. که پناراوړی غل، وژونکی يا ربړوونکی اوسي، نو کوربه بياهم اړوند کهول ته يو منځگړی استوي. په پای کې ننواتې هم پر خپل وار په راپېښو ربړو شخړوکې يو نرمښت راوستلای شي.

 

په دې لاندې لښتيليک کې د پښتونولي سېستم رغښتي (سرشتی) آرونه (اصول) سره وبله اوډون مومي. دغه آرونه که يو تربله سره په ټکر کې راځي، خو بياهم ، هممهاله سره يو تر بله بشپړوي:

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

موخه           د کهول (کلان) دفاع     د کهول همغږي

 

          وسيله   (بلوسنده) آر                    (نرمنده آر)

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

د يوگړي ډگر                  توره                         مېړانه

 

(فردي ساحه)

 

                             تورياليتوب           اخلاقي زړورتيا

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

(ديوگړي او کهول)        خون          ننواتې

 

دوه اړخيزې کارندويۍ د کسات قانون  د بښنې چمتو والی

 

مېلمستيا

 

منځگړی، درېيم

 

😊 درېمگړی، درېيمان)

________________________________

پښتون هغه ټولې ښويدنې (ختاوې) او ښېگڼې لري چې له زلميتوب راهيسې يې په ټولنه کې ورسره روږدی شوی او تر هرڅه له مخه يې له کورنۍ او په تېره له کهوله را خپلې کړې دي، او دغو ټولو(ټولنې، کورنۍ او کهول) بيا په يوځايي توگه له پښتونولۍ څخه؛ کومې ښېگڼې او ښويدنې چې پښتانه ورسره د پېړيو په پوړيوکې له کوچياني ژوندتوگې راخپل کړې دي، او ورسره تړلو پېښو او ناخوا لو زېږنده بلل کېږي. په دې لړ کې د څړځايونو، او بو، ښځمنو او بيا د ژوندپرمخوړنې او ژوندي پاتېدنې د رښتې لپاره جگړې(مبارزې)… دغه ټولو (لاملونو) په گډه د پښتنو خټه داسې اخښلې او ترينگلې ده چې له ډېرۍ سختزړۍ يې د ورور مړينه هم ځانته غنيمت بولي او دا شعر(لنډکۍ) يې له خولې وځي:

 

وروره، مرگ دې مبارک شه

 

                                      کباړۍ دې پر ما جوړه ده!

 

افغان (پښتون) په بدلېدونکې توگه غاوره، ځانغاړی (خودخواه)، او کله ناکله سخت ترينگلی ( حساس) وي؛ نو په دې ډول ورسره يوځای استوگنه تل اسانه نه ده. که د ټولځواکي کهول د دفاع خبره په منځ کې وي، بيا نو ورته خپل ژوند(هم) څه ارزښت نه لري. دی له جنگ و جنگغالي او سترچارۍ (کارنامې )سره لېوالتيا لري. د ژوندوژواک تشيال (فضأ) د پراخوالي نگېر(ولوله، احساس) يې د ازا دۍ او خپلواکۍ ارمان تلتاند ساتلی دی: له خپل کهول پرته يې د بل چا پر وړاندې منندويي (فرمانبرداري) او سرټيټی نه خوښېږي،(په نورو ټکو) نه غواړي، د بل بادار لاسکتوی(تابع) اوسي. هغه کار (مزدورۍ) ته هېڅکله غاړه نه ږدي چې د مرييتوب بڼه يا نازغموړ شرايط ولري (او يا له سپکو سپورو او غوړچونو گواښونو سره تړلی وي)، که څه هم پرې ناببره ورپېښ شوی اوسي؛ که هغه په افغانستان کې وي او يابل چېرې!

 

لنډه داچې پښتون په هر اکر بکر کې ځان يو شاهزي (شهزاده) نگېري، که شپون يا جوپه مشر، څاروان (کاروان سالار) وي، لارۍ چلوونکی، کښتکار يا ځمکوال؛ که بېوزله خوارجامه، ياشتمن وي، اتڼ کوي او څڼې پورته پورته اچوي، که راکړه ورکړه کوي يا پيسې شمېري او يا خپلې سپږې غواړي (لټوي)، تل يې په سترگو کې د اتلۍ رڼا ځلېږي. خو، لکه څنگه چې د انگرېزانو د نولسمې پېړۍ ليدنو کتنو راجوته کړې ده ، د پيسه دوستۍ په پار لوټمارۍ ته مخه کوي او له اړتيا سره سم د هغه چا پر وژنه هم اړي نه کوي، چې ټوپک، چاړه چا کو، يو ډولي کنځول (کوټ)،گړۍ، پيسې ځنې وسپموي؛ هوکه همدو مره ورته ووايي، ( راکړه!)) او هغه يې ورکړي، ((ښه ده!)) او کله ناکله (خير يوسي) ورغبرگوي: يوه داسې نومونه چې زموږ له (danke) سره لږ اړخ لگوي- هرگوره، له ۳۰- ۴۰ راهيسې رادود شوې پښتو((مننې)) د دغه الما ني، يا انگرېزي (thanks) او فرانسي (merci) يو په زړه پورې انډولتيا موندلې ده.

 

په داسې آړونو (شرايطو) کې لومړی ځل له پښتنو سره اړيکې (تماسونه) تر ډېره گران اېسي، خو موږ بايد داهم هېر نه کړو چې که وار له مخه مو د دوی له قانونغونډ (پښتونولي) او بيا د ((مېلمه پالنې)) نه ځان خبرکړی وي، کومه خرخشه راته نه پاتې کېږي. د دغه آر (اصل) له مخې دوی دا خپله پازوالي گڼي چې په ورينه ټنډه راته هر کلی ووايي، په ټوله مانا مو پژني (فېزيکي اومانيز) پيلوړ(حما يت) پرغاړه واخلي، او له دې سره بيايو ((ورورگلويز)) اړاو تړاو هم رامنځته کېږي.

 

(لکه وار له مخه چې ورته نغوته وشوه) کورنۍ سره په کهول کې رايوځای کېږي، کهولونه په ټبر، او ټبرونه په درست پښتني ولس کې. دغه هره ډله پر خپل خپل وار د شو نتيا تر بريده خپلواکي لري، خوله تيوريکي پلوه   له يو نيم آر سره د ټکر له لامله لنډه گنډه کېدای شي، د ساري په ډول،له داسې کړن سره چې پښتني ټولنه له لويه سره زيانمنولای(يا بدنامولای) شي. سړي بايد دا هم له پامه و نه غورځوي چې کهولونه او ټبرونه سره د سيالۍ شريکۍ په يوه جال کې ښکېل دي، يوخوا يې سره په خپلو کې تاو تريخوالی او ما ته گوډه پېښېږي او بلخوا ټول له مرکزي واکمنۍ سره په لانجه کې کښېوتای شي. له همدغه لامله دولت د ((قبا يلو مستقل رياست))- (له ۳۰- ۳۵ کلو راهيسې يې وزارت ته لوړتيا موندلې) د پښتني ټبرونو( قبايلو) د چارو لپاره را منځته کړی دی. پر ۱۹۲۴ز. کال د منگل ټبرونو پاڅون او مخ پر کابل يې لاريون اړوندې پرتې سيمې هم اغېزمنې کړې، تردې چې هغه کال د همدوی په نامه يو مهالنوم (د منگلو کال ) ونومول شو،اودلوگر په څرخ کې (سال منگل)، کټ مټ لکه څنگه چې د واکمن (پاچا، هېوادمشر) مړينه ياځواک لېږد(پاچاگردشي) يوه (کال نېټه) ټاکي.

 

پر ۱۹۶۸ز. د خوارو منگلو او بډايو ځاځيو ترمنځ يوه بده جگړه پېښه شوې وه.ځاځيو غوښتل،د هغو ځنگلونه وبلو سي. خو داسې پېښې ټکرونه د پښتني ټبرونو بنسټيز آرونه له خطر سره مخامخولای شي، خو د دې لپاره د ټبرو دننه پوره يو ولسواک (دېموکراتيک) سازمان ((جرگه)) شتون لري، په دې لاندې ډول:

 

جرگه(۶)- د پښتونولۍ د يوه قانون په توگه- د پښتني ټبرونو يوه رښتينې غونډه ده، لکه دسويسيانوکليوالي ټولنه ((Landgemeinde)) يو داسې ولسواک (دېموکراتيک) اورگان دی چې پکې هرڅوک، پلرونه،زامن،همسايه(مزدوران، شپانه، گوروانان، ډمان)،ان د منډې له مخې راپېښ شوي مېلمانه، خپلوان او دوستان د گډون او غږېدا رښته لري. تر دې چې دکهولونو يا ټبرونو خانان (مشران، ملکان، نوابان، اربابان) هم نه شي کولای (د رامخته کړې ربړې يا مسألې په تړاو) خپل ځانگړی سند رايه (اوبيا پايله، پر ېکړه) وار له مخه پر نورو گډونوالو وتپي، ياد چاخبره په زوره ومني. پټې خبرې اترې پکې يو شرم رسوايي گڼل کېږي، ځکه کېدای شي په دې لړکې، ټگي برگي، چل ول (تو طيه دسيسه) نغښتې اوسي.

 

دغه ټولنيز اوډون (جرگه) په رښتيني ډول له دېموکراتيکو دودونو جالونو سره په تړاوکې د کهول و ټبر درجه بندي (hierarchy) راځلوي او له خپلمنځي سياليو سره سره د پښتون ولس استازي کوي. هرگوره، دغه (نټه نه منونکې) رښتينواله (واقعيت) د پښتنو د وبله اړوندۍ او پيوستون نگېر (احساس) ښه ترا رازبادولای شي.

 

له دې سره د پښتنو په ځانخبرۍ (شعور ) کې دا راټوکوي چې دوی گډه ژبه، گډ دودونه جالونه، گډې لو ښې، خويونه (عادتونه)، او بيا يوه پښتونولي لري او دا هغه څه دي چې د دې خوا او (د راتپلې بېلتون کرښې) اخوا پښتانه ، له لږوډېرو توپيرونو سره سره يوموټی کوي.

 

دا هم ويل په کاردي چې پښتانه(يومخ) له وگړپوهيز (انتر وپولوجيکي) پلوه سره يووالی نه لري:

 

په بېلابېلو لتو، سيمو کې يې (لږوډېرې) دردي، هندي، او يا تورک- مغولي څېرې راڅرگندېدای شي. (په نورو ټکو،) دغو لاملونو د پښتون ولس په توکميزه رغاونه کې ونډه درلودلې ده، او داهم شونې برېښي چې په بېلابېلو وختو کې سمت کهولونه (له ناپښتني ډلو ټپلوڅخه ) راپښتانه شوي (Pashtunised) دي. (۷)

 

داهم سمه ده چې (څوک) پښتو غږېږي له پښتني ټولنې سره يې پر خپله اړوندۍ باور لري اوځان پښتون راوښيي. د دغو څرگندونو تر وړاندېينې سره استثناوې هم له پامه غورځول په کار نه دي. دا د يادونې وړ ده چې ډېر ځانو نه پښتانه بولي او ورسره پښتنی نگېر هم لري، خو پښتو نه غږېږي(يا غږېدای نه شي):

 

په دې لړکې کېدای شي ، سمت کهول او کهولونه او يا يوگړي (افراد) مخې ته راشي چې مخينيان يې پښتو غږېدل (او دوی هېره کړې ده)،که هغه(محمدزي، بارکزي، الکوزي، نورزي، يوسفزي دي او يا د کابل ( ښايسته گڼ) اوسېدونکي چې له آره پښتانه دي او له نورو سره ويلې (اسېمېلايز) شوي او پارسي يې راخپله کړې ده. (۸ )

 

بلخوا، په سرچپه ډول، داسې وگړي هم شته چې پښتو غږېږي، خو ځانونه پښتانه نه بولي. دلته به زه هغه بلوڅ، براهوي، هزاره، وزبکپرځای پرېږدم چې د ساري په توگه په کندهار کې مېشته شوي دي. دوی ځانته ځانته، يا د وړو وړو ډلو په توگه دغلته له دوه درو پښتو راهيسې ژوند کوي او له ډېري پښتنو سره اخښل شوي، او چې لابيا (ورسره) ښوونځي ته تللي وي، ترخپلو ژبو، پښتو ښه غږ ېږي، خو سره له دې خپلې داهم يومخيزې نه هېروي. دا داسې بېلگې دي چې سړی ورسره هر چېرې (لږوډېر) مخامخېدای شي. په دې لړ کې د وردگو کيسه گړسره بل ډول ده. دوی له دې سره سره چې په يوه(کرلاني) پښتو گړدود غږېږي، خو(زياتره نالوستي يې) ځانونه په پښتنو کې نه شمېري!

 

تر ټولوروسته ، زازو دې پايلې ته رسېږو چې ښايي، اړينه وي، چې د پښتنو ژبتوکميز اکربکر د ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصادي) هغه په رڼاکې هم تر څېړنې لاندې ونيول شي، خو دغه کار ته د اړوندو څانگپوهانوپام راړوو.

 

پايليکونه (زيار)

 

۱- کلان، کولېنز ډېکشنرۍ (Col. Dic.) له درو ماناوو سره راخېستی دی: ۱) هغه وگړډله چې يوې گډې پلرگنۍ (يا نيکه گنۍ) او يا واده سره تړلې او پېيلې وي،۲) داسې وگړنی غونډ چې د گډو لوښو(کرکټرونو)، موخو يا لېوا لتياوو پر بنسټ سره يو موټی وي او ۳) د داسې کورنيو يو غونډ يا ټولگه ده چې په يوه پلرگنۍ اړه لري، پر يوه سرغنه (مشر) سره راټول وي او يوکورنی نوم لري، په ځا نگړې توگه، لکه سکاټلنډي او اېرلنډي کلان (clan). له همدې لامله د کلان ويي آره هم په سکاټلندي کې گيېليک Gaelic> او لان (-lan) پسې وړل کېږي.

 

په زړه پورې داچې دغه دواړه وگړډلې له وېلسيانو سره ، گډ سېلتي ياکېلتي ټبر رغوي چې تر ژرماني(انگلېسي،جرمني…)، روماني (فرانسي، سپانيي، اېټاليي، پورتگالي) او نورو اروپايي ټبرونو مخکې له (آرياييانو سره) له گډ لرغوني اسيايي ټاټوبي(اناتوليا) څخه اروپاته راکډوال شوي دي( ۱- څپرکی)، حال داچې په نورولرغونو ، لکه يونا ني، روميټولنو کې د ورته ټولنيز يوون (کلان) بېلگه نه وړاندې کوي، لويه الماني ډېکشنري (Gros. W ) هم په دې تړاو د همدغو دووکېلتي ټبرونو بېلگه راوړي).

 

ښاغلی کيفر د خپلې ليکنې د روستي مخ (۶۲ ۴) په پا يليک کې، تر هغې روسته چې(د استاد مورگنستيرن پر اخځ ) پښتو د ژبنوم ترڅنک، په دويمه ((پښتونولي)) مانا هم راپېژني، ورته پېژند (تعريف) راغبرگوي:

 

د پښتني ولس رغښتي (سرشتي، ماهيوي) ځانگړواله داده چې پر بېلابېلو وړو لويو يوونونو(واحدونو) وېشل کېږي:

 

کورنۍ سره په کهول (کلان) کې راټولېږي، کهولونه په ټبر ونو (خېلونو، زييونو، تپو) کې او ټبرونه په يوه ټولگه کې چې دا درست سره يوه يوازېنۍ (ژبتوکميزه) وگړډله ((پښتنی ولس)) جوړوي.

 

او بيا وايي،د غه ټول لوی او واړه يوونونه(واحدونه)د يوه ځانگړي ټولنيز قانونغونډ((پښتونولي))، (the Pashtun code of honour) يايې الماني Ehrenkodex انډول تر چتر لاندې خپل خپل ټولنيز ژوند و ژواک پر مخ وړي. بيا زياتوي چې په دې جاج هر نرينه وگړی چې پښتو( پښتونولي) ولري، ((پښتون)) دی او هره ښځمنه يې چې(پښتونو لي) ولري ((پښتنه)) بلل کېږي، او هر هغه څوک چې پښتونولي ونه لري ،((بې پښتو)) دی. په همدې تړاو (پښتو نولي) له (پښتونوالي) سره گډول بېځايه بولي ځکه په کړن کې پښتونوالی د ((پشتون بودن)) ما نانه ښندي، کټ مټ ، لکه د استاد مور گنستيرن (۶۱) راوړي متل چې کټ مټ يې په پښتو وايي: ((پښتون هغه دی چې پښتو لري، نه هغه چې پښتو وايي)).

 

په هره توگه موږ ته د دغو ټولوڅرگنداويو له مخې د کلان پښتو انډول ((کهول )) وړنده ښکاره شو.که څه هم دغه ويی اوس زياتره له (کورنۍ) سره هممانيز کارول کېږي، لکه پق (پښتو قاموس) چې (خاندان، اهل بيت، عشيره) مانا کړی او ورسره رامنځته شوی جوړه تړنگ(کوراوکهول) يې (طايفه).

 

خو په هره توگه، کهول له آره د(کلان) ورته جاج (مفهوم) رانغاړي، په نورو ټکو،کهول دکورنۍ او ټبر تر منځ يو نرواکی (پدرسا لار) ټولنيز يوون (واحد) دی. له پارسي خاندان، خا نواده يا دودمان سره هم يوازې له لېکزيکوگرافييکي (قاموسي) پلوه انډول کېدای شي، نه له ژبتوکميز(اېتنو- لېنگوېستيکي) پلوه، ځکه پارسيوانو د پښتنو پر خلاف ټبرنی او ورسره تړلی کهولي نظام تر شا پرېښی او يوازې يې نرواکي او پلرواکي (مرد سالا ری و پدرسالاری) هغسې خوندي ساتلې دي.

 

ما پر۱۳۴۲ ل. کال د جانيخېلو منگلو د گړدودکښنې په ترڅ کې له کليوالو واورېدل: ((پاينده کول روغلی دو))، پوه شوم چې دوی ټول سرکار (دولت وحکومت) ، هر چارواک وکارمند(مامور) په دغه نامه يادوي که څه هم د محمدزي-بارکزي شاهي لړۍ د ورنيکه ( سر دار پاينده محمد خان) له کهاله سره خپلوي ولري، يا و نه لري. مانا داچې ډېر پښتانه، په تېره غرني کرلانيان او ان له لويه سره گرده پښتني- افغاني ټولنه پرکهولو نو وېشلې انگېري!

 

استاد حبيبي(لويکان ۳۱-۳۰) هم ليکي چې د پکتيا خلک محمدزي شاهي کورنۍ ته پاينده کهول وايي او په ار غستان کې چې د د غه ټبر دنيکونو ټاټوبی دی، محمدزيانو ته (مامد کهول) وايي. همدراز استاد د (کهول) بل (زوړ) ليکدود(کول) د اميرکروړ په وياړنه او د سلېمان ماکو په تذکره کې راښيي. د پپتلي پا چا(مهراکولا) له دويم ټوک (کولا) سره همريښه بلل يې هم ناشوني نه برېښي چې ټول نوم يې هم (لمرکهول) او بيا پارسي (ازخاند ان آفتاب و آفتاب زايی) مانا کړی دی؛ په زړه پورې داچې وگړنوم (ميرگل) يې ورسره د انډول په توگه په (ميرگله جانانه) سروکي کې راښوولی دی!

 

هرگوره، استاد حبيبي يوازې دغلته د(مهراکولا) فيلالوجيکي او سېمانتيکي اړخ راسپړلی او (وجه تسميه ) يې ته پام نه دی شوی. هغه داچې د يپتلانو يا د ده په ليکدود(ابدالانو) د کوشانيانو او نورو ساکه ټبرونو په توگه له هماغو پلرو نيکو غوندې د مزدايي او را روسته بيا د بودايي، مانيهرې نوې نوې گروهې ترڅنگ اورپرښتي او لمر پرښتې (مېترايېزم) هم لږوډېر ساتلي دي، نو په دې توگه يې لږوډېر په نومونو، ان د (مېرگل) غوندې په پښتني نومونوکې اغېز راپاتې دی، کټ مټ لکه اسلامي نومونه چې ترهرڅه له مخه له(الله ج) سره تړاوورکول کېږي(شمس الله،نورالله…) ؛

 

داچې په ډېرو سيمو او په تېره، شمالختيځ کې د (کورته ځم) تر څنگ لږوډېر (کاله ته ځم) هم ويل کېږي، د هماغه پخواني جاج استازندويي کوي؛ په (کور-و-کهول) تړنگ (ترکيب )کې، هم اړينه نه ده چې دواړه رغنده وييونه سره هممانيز اوسي. هرگوره، په ټوليز کلا سيک پښتو شعروادب کې دغه جاج پوره څرگند ښکاري، لکه: د شېخ رضي (او امير نصر لودي په سوال و ځواب کې:

 

نصره نه مويې له کهاله لودي نه يې په کاوه… …

 

د لودي زوی سنتي يم د حميد له لوړ کهاله يم…(پخ ۷۲) د يوسفزيو په پخوانو نومونو کې کولا، کالاهم ډېر را غلي دي. لکه له مخه چې وويل شو، سکاټلنډي يا سکېتي گيېليک (Gaelic) هم دغلته همريښه برېښي. په هندوآرياني (آريايي) کې يې بيا گڼې بېلگې سهي کولای شو، لکه: ساکي گلو ( ggalū= کورنۍ)، اوېستا گرذه (gƏrƏɗa =کور)، زرتشتي پهلوي گېلشاه (gilšāh= کورڅښتن)، منځنۍ پارتي گريهچگ ( gryhčg=غوچک) ، زړه هندي گړهه (gṛhá= کور څښتن)… د نيمې وچې ان پېښور خواته گلي (کوڅه)،او بيايې ورسره رغېدلو ځاينو مونو کې، لکه مارگلۍ، باړه گلۍ، کاسه گلۍچې تر ننگر هار هم رارسېدلې، لکه د شېرشاهي چوره گلۍاو د کامې دار گلۍهمداسې په دردي- نورستاني ځاينومونو (نورگل، دېوگل، وايگل، شيگل، باشگل، کړنگل…) کې؛ (گړ) پق هم دخپلواک ويي په توگه (قلعه، حصار) مانا کړی، او هم يې د تونروستاړي په توگه راښوولی، لکه په (ياغي گړ) کې نورې بېلکې لکه د کامې (شېرگړ)، د عزيز خان کڅ (تراگړ) او گړۍ د څو ماناوو ترڅنک د يووستوي او تړښتي ځاينوم په توگه د ننگرهار او پېښورخواته گڼې بېلگې مخې ته راځي. گله په پښتو او پارسي گړدودوکې پر څارويو سربېره د وگړو گڼې گوڼې ته هم ويل کېږي: يوه گله خلک راروان دي، يوه شنه گله راغلهپه پارسي فولکلورکې وايي، يک گله مهمان دارم- شوی نادان دارم. د کونړ خواته له وگړو،کورنيو او ټبرونو سره راځي : ببري گَل-گلې(ببري دوی)، زماني گَل- گلې (زماني دوی) چې ځينې يې د(-گلې) پرځای (-دَلې) کاروي. (پښتو آرپوهيز سيندگی ؛ وييپو هنه: ځاينومبېلنگونه (اشتقاقونه) له (گېټ، -گاه، -غالي، -غلی) سره.

 

کېدای شي، کلی، کلا، کوله، پکول يا پارسي کلاه هم ور سره گډه آره ولري؛ که په دې لړ کې، کور،کوډله، کوړم ، کوړمه، گور،گورنډه کنده، کندې کوندې، کندی، کاند، کاندی، کندو، کاندۍ (قاشق)، کونډۍ، کولنگ، کيندي ، کالي کودي او داسې نور چې ورته جوړښتونه او اوزار ورته آره ريښه ولري، هغه لرغونی مهال را پرزړه کوي چې لا په سمڅو او غارونو کې مو له دومره لنډو گنډو اړتياوو، په نورو ټکو، هماغودرېگونو بنسټيزو، خو، شاړو شډلو اړتياوو(ډوډۍ-کور-کاليو) سره ژوند کاوه، او هممهاله مو ورسره ژبه هم دومره لنډه تنگه وه چې هغه ټول پانگه يې له هماغه يېکي يو ويي څخه آره اخېسته!

 

(۲)استاد مورگنستيرن(EVP 61؛ لکه وار له مخه وويل شو، پښتود دويم جاج (the Pathan code of honour) په تړاو پر ۱۹۲۴ ز. کال د خپل پښتو ښوونکي ارواښاد منشي احمدجان له خولې دامتل په غږيزه ابېڅې ليکلی دی: ((پښتون هغه دی چې پښتو لري، نه هغه چې پښتو وايي)). استاد(۶۱) د پوښتېدل (پوښتل) د آرې په تړاو بيا دامتل راوړي: پښتون د پوښتنې وږی دی، د روټۍ وږی نه دی.

 

(۳) اېلفنباين (۶۷) هم پر خپل وار د استاد مورگنستيرن، مېکنزيپر پليونۍ پښتو په دويمه مانا ،غيرت (honour=γayrát) له (پښتونولۍ) سره د هممانيز په توگه (the Pashtun code of honour) مانا کړی، او په دې تړاود خپلې څېړنې له مخې داهم ليکي چې د گردېز ختيځ ته مېشت اندړ پښتو د ژبنوم په توگه د نورو منځنيو ټبرونو په څېرادا کوي او د غيرت (honour) په جاج پښتيو (Paxtyo)؛ هسې خو له گردېزه مخ پر لويديځ له (پشتو والا) مينز يو پرته له زرملې نيولې، د غزني تر اندړو نورگرد ټبرو نه ورته تو پير راښيي (زيار: ۲۰۱۱ز. ۲۳۹)!

 

(۳) دا لنډۍ استاد له برن مېشتي لوگري دوست (ثناؤلله سنا) يادښت کړې، داسې چې آره دويمه مسره يې ورسره له يوې بلې لنډۍ څخه راخېستې ده،د پوره پوهاوي لپاره دواړې لنډۍ دلته وړاندې کوو:

 

تر توريالي جانان به جار شم

 

چې د غليم په وينو سره کاندې لاسونه

 

جانان مې سر پر وطن کېښود

 

په تار د زلفو به کفن ورته گنډمه

 

(۴) دهمسايه لومړی ماناگاونډی (همجوار) او دويمه مانايې کراوالا(کرايه نشين) ده، خو د پښتونولۍ د نومونې(ترم) په توگه هغه نا پښتون وگړي يا وگړو ته وايي چې له آره په کوم بل توکم يا ټبر اړه لري او له لږوډېر مهال راهيسې د کهول يا کهولونو تر پيلوړ (حما يت) لاندې کارو روزگارکوي. دا يا مزدور، شپون، ورهڼگر (کسبگر)، لکه ډم، تېلي، نداف، پښ، ترکاڼ، خټگر، بزگر او داسې نور بېوزله، بېکوره، بې ځمکې زيارکښان وي. که څړه (جره) وي له ځمکوال ياپانگوال سره، په يوه څېرمه کوټه يا پياده خانه کې اوسي او که کورنۍ والا وي ، يو کور کوډله ورته وړيا په واک کې ورکوي. په دوی کې ډم (نايي، گلابي…) بيا هرکاره وي: د(دلاک، barber) په توگه د بادار کورنۍ په گډون د گرد شاوخوا ولس د نرينه غړيو سرونه او ږيرې سموي او ياخريي؛ هلکان سنتوي؛ د دوديز درملگر په توگه د ناروغانو وينه پزوهي، د اوږو تر منځ ښکرور لگوي؛ د پخليکار په توگه په وير و ښادۍ کې خوړه پخوي؛د سازي او سندرغاړي په توگه په واده، سنتگرۍ او نورو ښاديو کې د ټنگ ټکور چاره پرمخ وړي؛ د ډاگي په توگه لرې نژدې خلکو ته د مړي ژوندي يا غونډو جرگو خبر رسوي؛ د جنگ او بلې هرې بېړندويه پېښې، پگړې (اشر، حشر) انگروز (اعلان) لپاره ډول يا نغاره وهي؛ همداسې يې نرينه او ښځينه لوی او واړه کورني غړي هم د بادار په گډون د گرد کهول په چوپړ کې وي؛ ښځمنې يې بياد ډمگۍ يا نايڼې په نامه ناوي سينگاروي) او ښځينه ټنگ ټکور، ساز و سندرې او نڅاوې ترسره کويله دې ټولو چارو او چوپړونو سره سره په ځينو سيمو ټبرونو کې کال پر کال کور ورتالا کوي او هماغه کاراوزار ورپرېږدي چې پورتنۍ چارې او خدمتونه ورسره ترسره کوي، لکه د ډمگرۍ، پخليکارۍ، موسيقۍ او داسې نور هغه. هرگوره، د نورو ورهڼگرو همسايه وو پر وړاندې د ورته چال چلند څه نه دي ويل شوي!

 

لولنگر(آواره) جټان (مسليان، بنگړيوال…) او ښايي،( شېخ مامديان) هم چې له ډېرو پېړيو راهيسې د هند له نيمې وچې را شړل شوي او تر لوېديزې نړۍ رسېدلي او ډېر لږ يې دلته او هلته د نورو مېشتو تو کمونو او ټبرونو غوندې په پښتنوکې راگډ شوي، له پاسنيو دندو سره د ((همسايه وو)) يوه برخه گرځېدلي دي.

 

په شمال ختيزو پښتني سيمو، ننگرهار، پېښورکې ډم ته له دغو ټولو دندو سره ((نايي)) وايي او د ډم ويی يوازې د((نڅاگر)) په جاج ومانا د تېرمهال په کيسو او گړنو کې هغسې راپاتې دی. ما پخپله د مخيني پښت له پوخمنگو کليوالو داکيسې اورېدلې چې د دوي د ځوانۍ پرمهال په ودونو کې بې کوم ساز اوازه   تش ډمان گډېدل او همدا چې به خبر شول، چېرې واده دی، په توره شپه کې به ډله ډله ور تلل، که هرڅومره به لرې هم وو. په گړنو څرگندنو(محاورواصطلاحاتو) لکه:

 

لکه ډم ټوله ورځ گډېږې، د ډم غوندې راته مه گډېږه، د ډم زويه،ځه ورکېږه، خپله ډمگري دې کوه.. .!

 

پر دې خو څه ناڅه رڼا واچول شوه چې د پښتونولۍ او بيا کهول په چوکاټ کې همسايه څه ټولنيز دريځ او ارزښت لري، خو توکمپوهيز سپيناوي يې هم پاموړ دی او هغه داچې له ډېر مهال تېرېدنې او جغرافيايي او بيا ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصا دي) ادلون بدلون او اېنتېگرېشن سره يې کرښپل (څرک) څنگه و موندل شي؟

 

لکه، د پېښور شاوخوا د نورو سيمو او ټبرونو په لړکې له کوز تاکاله تر بر تاکاله د خليلو سيمه بلل کېږي، خو له بل ځا يه هر راغلی پښتون يا پښتون شوي ځان (خليل) بولي او کورنی نوم يې گرځولی، خو د رنگ و سروتنې له مخې له خليلو څخه له ورايه توپيرېدای شي.

 

هن،که په دې لړ کې گړ سره نا پښتني او نا آريايي لږه کي، لکه (تورک- مغول) اوسي، نو بيا يې نومېرنه او پېژندنه کومه ستونزه نه لري، لکه واخلې د غزني خواته د واغز د جلا لزيو اندړو په منځ کې له پېړيو راهيسې اوسېدونکې جلالي کورنۍ،او په لره-بره پښتونخوا کې +داسې نورې ډېرې بېلگې.

 

همداراز د استاد کيفر پايليک (۶۱۷) او د ډم په اړه يې هغه څېړنه بيا د اروپايانو، په تېره خپلو فرانسيانو ته خورا په زړه پورې ده چې په لوگرکې يې له روستنيو ډگر څېړنو (فيلدريسرچونو) او خپرونو څخه گڼل کېږي: A propos de la circoncision a Caboul et dans le Logar.

 

(۵) دغه زړه ويلوونکې پېښه زما(زيار) هم داسې پر ياد ده، لکه نن پرون چې تېره شوې وي. رووف قتيل خوگياڼي، بياداهرڅه د سر په سترگو ليدلي او هما غه مهال يې پرې بشپړه کيسه کښلې وه چې څه نا څه يې داسې راپيلوله: زه د ننگرهار لېسې ښوونکی وم. يوناڅاپه بهر شوروځوږ پورته شو او له نورو استادانو او شاگردانو سره راووتو. گورو چې د سړک آغاړې ته يوه سخته گڼه گوڼه جوړه ده او ټول همدا نارې وهي: ويې بښه، ويې بښه…! هغه دې ويې باښه… . هغه مهال لېسې او همداراز زندان او محکمې ته مخامخ، د شاهمردخان خور وورشگلن ډاگ وو، او ډاگيز اعدا مونه همدغلته ترسره کېدل. خو دومره گڼه گوڼه پرې نه جوړېده. گرم ځوان بې زولنو ولچکو، پخپله خوښه براب براب غځېدلی او پر سترگو يې دخپل پټکي ول راکښته کړی وو او همدا يې ويل: ترورې راشه او ژر تر ژره دې د خپل يو يوازېني نازولي زوی بدل واخله!

 

هغه يې له آره نژدې ملگری وو او دواړه د خوگياڼو اوسېدو نکي ول، او هسې په ټوکو ټکالو کې ترې په چاکو نېغ پر زړه لگېدلی وو او يوه ناقصدي يا په لويديزه جرمي نومونه (manslaughter) وژنه وه چې نيم قتل گڼل کېږي او پښتونولي او اسلامي شريعت او قضايې هم جزا تر قصاص او اعدامه نه رسوي او وينې بيه تر هرڅه غوره گڼي.

 

(۶) (مېلمه پالنه، هغه هم دپارسي (مهمانی) تر کوم ځايه چې زما پر ياد دي، استاد کيفر دغلته لومړی سمه نومونه مهمان نوازی) يا انگرېزي (hospitality) د نوي رادود شوي پور ژباړويزي په توگه د اړوندې ليکنې د چاپ په ترڅ کې همداسې راغلې وه، خو ښايي، را روسته به کوم ((ويښيار پښتانه)) پر (مېلمستيا) وراړولې وي، حال داچې د دې مانا ( مهمانی،دعوت، ضيافت) راځي . له بده مر غه، زما همدا اوس د دويم ځلي ژباړې پر مهال ورپام شو او نور هغه ژوندی نه دی چې مې پرې بيرته (مېلمه پالنه) کړې وای. الماني ژباړلی انډول (Gastfreundschaft) يا (مېلمه دوستي ) يې هم له دويم ترم سره ښه ترا اړخ لگوي. – همداسې استاد کيفر ته په کار وه، د((خون)) پرځای يې ((بدل، غچ يا کسات)) نومونه کارولی وای، ځکه هم زيات دود لري او هم هومره دکرکې وړ نه برېښي!

 

د مېلمه پالنې له دود سره ورته نورې تړلې خبرې هم دڅېړنې وړ وې، لکه:

 

- دا ټوليز دود چې يو ناولده پښتون يا بل هېوادوال پر هرکلي کهول وربرابر شي، هما غې گډې دېرې اوجرې او ياهم جومات ته ورسيخول کېږي او د چاخبره ټول او سېدونکي يې په گډه مېلمه پالنه کوي، ټول ورسره کښېني او يوځای ورسره ډوډۍ خوري. هرگوره، تر څنگ يې د شتمنو کلي مشرانو(خانانو، ملکانو…) دېرې اوجرې هم د هر بلځايي پر مخ پرانتې وي او په دې لړکې که بهرنی او بيااروپايي وي، نو ځانته ځای ځايگی يا کو ټه ورکوي. په دې ترڅ کې چې چا په مېلمه پالنه کې نوم اېستلی وي ((ډوډيمار)) بلل کېږي او د(مېلمه پال) تر رادودېدا مخکې يو وياړلی ستاينوم بلل کېده.

 

- له مېلمه پالنې سره يو بل څېرمه پښتنی دود((بدرگه)) هم تړلې ده. هغه داچې په بيرته تگ کې له مېلمه سره د خو نديينې (مصؤنيت،امنيت) لپاره مېلمه پال يا بل هرکور غړي تر بلې سيمې وسله واله ملگرتيا کوي او ورآخوا يې ژمندويي او پازوالي داړوندې سيمې په کور کهول يا ټبر اړه پيدا کوي؛ د مړي د ړومبۍ ورځې خيرات ته هم بدرگه په دې ويل کېږي چې تر بلې نړۍ يې ارام و خوندي ور سوي!

 

- دا تېرمهالې ناخوالې هم له سکالو سره بې تړاوه نه دي چې که پردېس بلځايي به دکوم پښتانه پرکورکېږدۍ ور برابر شو او مېرمنې به ورته د مېړه ناسوبتيا پلمه کړه او بل گاونډي به يې، هغه هم د بل کهول اړوند، غم وخوړ، د لو مړي کور څښتن به خپله مېرمن وژله- ځکه، لکه څنگه چې تر پرونه ،په ډېرو پښتني سيمو او ټبرونو کې دود وو، هرې مېرمنې ته اجازه اوبيا ورته په کار وه، د څښتن تر راتگه مېلمه و ساتي او پالنه يې وکړيپه هره توگه به   داسې پېښې د دواړو کورنيو تر منځ د(( خون)) يا ((بدل، غچ، کسات) خبره هم را منځته کوله!

 

لا بتره خونړۍ پايله، لکه چې استاد يې د يوه عادي مېلمه په تړاو يادونه کړې، د يوه (( پنا راوړي فراري)) وژونکي يابل جنايتکار مېلمه پر سر راولاړېدای شي، تردې چې پرکورمشر سربېره د ټولې کورنۍ د بلهارۍ په بيه پرېوتای شي. که څه هم له تش په نامه((جهاد)) راهيسې دا پېښې لا څه چې، پښتو او پښتونولي او بيا له لويه سره ، ښايسته ډېر ټولنيز پښتني- افغاني ارز ښتونه هم نور له پوښتنې سره مخامخ شوي دي!

 

(۷) استاد کيفر ته په کار وه((جرگه)) د پښتونولي کوډ د يوه خورا غوره رغنده ټوک يا قانون په توگه په داسې څېر مه ټوکو(اجزاوو) کې نه، بلکې په غورو هغو کې ترجلا څېړنې لاندې نيولی او تر پارلماني دوه گونو(ولسي اومشرانو) جرگو او بيا لو يې جرگې پورې يې خپلو فرانسيانو او بيا گردو لويديځوالو ته ورپېژندلی وای. هسې خو دا ۴۰- ۴۵ کاله روسته بدشگومه ((لويه جرگه)) پر نړيوال کچ د((مجا هد، طالب، داعش…)) په څېر د رسنيو سرټکی گرځېدلې او د يوې سراسري سياسي نومونې په توگه يې سيندونو(قاموسونو) ته لار موندلې ده.( زيار: لويه جرگه، د ختيز المان ((بيونې)) مهالنۍ ۱۹۸۵).

 

(۸) تيږه، کاڼی ياروغ کاڼی چې د پښتونولۍ يو رغنده توکی گڼل کېږي، د ښاغلي ليکوال لپاره يې رانغښتنه اړينه برېښېده، خو له بده مرغه، په ډگرڅېړنوکې يې ورته پام نه دی وراوښتی.

 

پق (تيږه اېښوول) د يوې گړنې په توگه (متارکه کول) ، په نورو ټکو، د (روغې تړون کول) په ماناراخېستې: کله چې دوه جگړه مارې خواوې د درېيمان ( شخص ثالث) په منځگړتوب ياد جرگه مارو په جرگه دېته چمتو شي، له راپيل کړې شخړې يا جنگ جگړې او ياهم دښمنۍ تر بگنۍ لاس واخلي، پر يوه ټاکلي ځای يوه درنه تيږه ږدي او ترهغې چې له خپل ځايه چا خوځولې نه وي، روغه ټينگه وي او که ويې خوځوله، هماغه پخواني اکربکر ته د ور ستنېدو مانا لري.

 

دا خبره چې سمت کهولونه له آره پښتانه، نه دي، يو څه سوچ وغور غواړي. دا ښکارنده (پديده)، لکه د کتاب په اړوندو څپرکوکې چې لږو ډېرې نغوتې شوې، د سپين توکمي هندوآريايي او سامي په تړاو منل کېدای شي، خو د ژيړتوکمو، لکه تورک- مغولي هغه په تړاو ځکه ناشوني ده چې له ورايه پېژندل کېږی او ((پشتونايزېشن )) يا ((پښتونوالی )) يې د((پښتونولۍ)) وربوی (حريم) ته نه شي ور ننه اېستلای، او په تېره بيا د لومړني يوون(کهول) انگړ ته.

 

لکه پاس چې ورته نغوته وشوه، يوه ژوندۍ بېلگه يې د ((تورک- مغولي)) جلالي کورنۍ ده چې له مشر ارواښاد استاد غلام جيلاني جلالي تر علي احمد جلالي پورې يې د پښتو د سرڅڼې لپاره د خپل وخت تر هرې آرينتوکمې پښتنې کورنۍ نه ستړي کېدونکې خدمتونه کړي ،خو بيايې هم د جلالزيو کهول او ټبر راخپل کړی نه دی او تش يې کورنی نوم ورسره د يوه جغرافيايي تړاو په توگه بس گڼلی دی.(۷)

 

دا هم د هېرولو نه ده چې که پښتنو، پښتو له لاسه ورکړي، پښتونولي يې هم ورسره هممهاله پرخپله مخې درومي؛ بېلگې يې، نه يوازې په لره بره پښتونخوا، بلکې تر پخو نيو او اوسنيوسياسيجغرافيايي پولو وراخوا، په تېره تېره، په ارته بيرته هندي نيمې وچه کې، له حسن ابدال، هريپور،چج هزاره، هزاره ضلعې، کشمير، ميانوالۍ او ملتانه نيولې تر کلکتې، ډيلي او دکنه پورې، تر ميليونونو رسېږي. د پښتونوالۍ او پښتو نولۍ له نښو نښان يې ټبرني- کورني نومونه (لودي،سوري،غوري…) دي، ((خان)) خو نورو ډېروناپښتنو ورننگولی او ورسره شريک کړی دی. ( همداسې، د غور په تړاو د عارف غوري يادونه).

 

په کابل کې د محمدزيو په گډون داسې پښتون ټبر نشته چې لږوډېر استازي يې له ورته اکر سره مخا مخ شوي نه اوسي . له انقلاب وړاندې خال خال کورنۍ، لکه واخلې د (کبير او بشير) لودينو ورونو هغه چې پرلپسې يې دټولگټي وزارت غو ندې له لوړو څوکيو سره سره، خپله پښتو او پښتونولواله (لږ ترلږه) تر دويم پښته وساتله.

 

دلته د کيفرله ((ښه)) داهم راڅرگندېدای شي چې له ليکني- ادبي پلوه يې پښتو تر خپلو مورنيو ژبو ښې وي؛ داسې بېلگې د ننگرهار، لغمان، گردېز، اورگون، فراهاو بيا تر ډېورنډ کرښې وراخوا، له کوټې نيولې، تر ډېرو او پېښوره هم ډېرې مخې ته راځي. دا تر هرڅه له مخه په دې اړه لري چې د زده کړې ژبه يې لږ ترلږه، تر لومړنيو هغو پو رې پښتو اوسي. په دې لړکې ډېر ليدل شوي چې د لغمان، جلال اباد، بېسودو،سره رود پارسي ژبي لږه کي ، او ان د چپرهار کنډيباغيان چې د زده کړو لپاره کابل ته را غلي او راځي، دخپلې ((چغتايي)) پارسۍ او بياله پښتو سره گډوله ژبې، په ويلو شرمېږي، نو پښتو غږېږي او ځا نونه هم پښتانه بولي.

 

استاد شارل کيفر په دې تړاو د پوره سپړاوي لپاره خپلې بلې ( ژبې او تو کميزې ډلې ټپلې په افغا نستان) نومې ليکنې ته نغوته کوي چې پر ۱۹۷۱کال يې له نقشو سره خپره کړې، او مايې پښتو ژباړه په دې کتاب کې را خېستې ده؛ همداسې زما ليکنه (د هرات ژبتوکميز رغښت او د پښتنو پرسنايزېشن لاملونه ۶-پړوکی) هم درواخله..

 

(honour) ناموس:

 

سر مارتين ايوان (پخواني انگرېز دېپلومات) د پښتونولۍ د بدل، مېلمه پالنې، ننواتو تر څنگ څلورم رغنده ټوک (( ناموس namus)) له((honour) مانا سره هم په نومېرلې (مشخصه) توگه ياد کړی. داچې دغه انگرېزی انډول يې د نورو اروپايي انډولوغوندې څو نورې ماناوې(درناوی،وياړ،شرافت ، پرستيژ…) هم راخلي، د پښتونولۍ د درست (کوډ) لپاره هم کارول شوی دی؛ خو موږ يې پرخپل وار د( پت، پاکلمني، غيرت، عزت، آبرو) ترڅنگه د (ناموس) ځانگړې مانا هم اخلو. په نورو ټکو، تر هرڅه له مخه يې له ښځمنو سره غوټه کوو او وايو مېرمن، خورو لور زموږ ناموس دی. هسې خو ناموس په دې جاج پر نورو افغانانو او گردو عربو عجمو گران دي، خو پښتنو ورته دخپل قانونغونډ (پښتونولۍ) په سر سرکې ځای ور کړی، تردې چې ختيځپوهانو دغه گرد کوډ په همداسې ورته نامه (honour) نومولی دی. له ښاغلي ايوان پرته يو ازې استاد کيفر نه چې نورو ډېرو هسې په څېرمه (ضمني) ډول، هغه هم د (سپرې) په توگه ياد کړی. ترکومه ځايه چې په کړن کې زباده شوې، يو پښتون پر ناموس باندې له (خون) يا غچ او يا ورسره تړلې وينې بيې ،او ان سروماله تېرشوی دی. نو کله چې چا ورته په بده سترگه کتلې او يا يې پرې بلوسلي، بيايې بې له ورته بدلې او مرگ و ژو بلی پرته، نه ننواتو، جرگو مخه نيولې، نه در ېيمگړو، سپرو او نورو دودو ولسي او سرکاري جزا يي قوانينو. د گړنو- څر گندنو، ورمو وراشو او (و) گړني او ليکني شعرو ادب کې کې يې کارېدنه د ورته ارزښت او گرانښت يو بل زباد گڼلای شو،لکه چې وايو:

 

خاوره، هېواد راباندې د ناموس هومره گران او ارزښتمن دې، د ناموس غوندې يې راته ساتنه او ژغوروازادي اړين دي او داسې نور.

 

وايي چې کله ابو مسلم خراساني د هېواد له ژغورنده جنگ جگړو څخه يوڅه ساوا خېسته او واده يې وکړ، هماغه آس يې د گورز په يوه گوزار په ملاکی سم نيم کړ چې ناوې يې پرې سپره راوستې وه.

 

پېړۍ نيمه پخوا يوه خونړۍ پېښه په ازادو مومندو کې رامنځته شوې وه، په دې ډول: ورځ مخکې راواده شوې ناوې خپل ناوک ( مېړه) ته سهارنۍ پر سر مخ پر پټي روانه وه، په لارکې ورته يوه ځلمي همدومره وويل: ((څومره ښايسته يې!))، شېبه روسته يې مېړه راورسېد، ځلمی يې ځای پرځای وويشت او بيايې بيرته پټې ته منډه کړه او ناوې هم لکه ميمونۍ ځای پرځای په سرو وينوکې ولمبوله، ځکه پښتونولۍ ورته يواړخيزه وژنه نه وربښله. (د سرفراز مومند له خولې)

 

داسې هم نه ده، چې که په نومهالې اروپاکې دښځمنو او نا رينه وو تر منځ ننني ازاد اړيکي له پخوا څخه نه ول، بلکې زموږ تردې لابتر ول. د استاد کيفر په وينا اروپايانو هم نيمه زرۍ وړاندې له ښځو سره خورا ناوړه چال چلند کاوه. يوه بېلگه يې داوه چې کله به مېړونه جنگ ته تلل، د (ناموس)) په پاروپلمه به يې خپلې مېرمنې په کوروکې بنديانولې او يابه يې ځانگړي کولپېدونکي پرتگونه وراغوستل

http://www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&cnt=2542

-
بېرته شاته