(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکساني جنرالان

[04.Feb.2021 - 14:44]

پاکستانې جنرالانو د ايران او روسيې په لوري د طالبانو «دپلوماسي» فعاله کړه.

اندرې سېرېنکه، د روسيې د «نېزاويسيمايا ګزېته» خبريال ،31.01.2021

ژباړه: شېرحسن حسن

مسکو د طالبانو  او متحده ایالاتو تر منځ  کال دمخه په دوحه کې د تر سره شوې معاملې د بيا کتنې لوبې ته کشول کيږي.

د طالبانو (په روسيه کې ممنوع سازمان) مشران او دهغوی تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتو اداره کوونکي د واشنګټن له خوا دامريکا او طالبانو تر منځ د هغې معاملې پر احتمالي بيا کتنې اندېښمن دي، چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ نېټه تر سره شوې ده. په جنوري کې له تهران او مسکو څخه  د طالبانو د قطر د فتر د پلاو کتنې ددې حقيقت تر ټولو روښانه شاهد دی. د پاکستاني جنرال قمر جاوید باجوه  ډلې، چې په سیمه کې يې نوې سیاسي لوبه پیل کړې ، هڅه کوي د طالبانو د سرچینو په مرسته نه یوازې په رسمي کابل فشار راوړي ، بلکې په اسلام اباد کې هم د مخ پر زیاتیدونکي سیاسي بحران مخه ونیسي، چې کیدی شي د لومړي وزیر عمران خان د کابینې د سقوط لامل شي. څو ورځې وړاندې د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوي مسکو ته سفر وکړ . عباس ستانکزی نه یوازې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال دی، بلکې د روسیې او همګټو هیوادونو سره د «قهرجنو مُلايانو» د تحريک د اړیکو مسؤلیت هم لري. ستانکزی د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی نږدې « ملګری» بلل کيږي،  نو ځکه  د روسیې په پلازمینه کې د هغه او ورسره ملګرو یې خورا تود هرکلی وشو.

په حقیقت کې په بل ډول کېدی هم نه شول، په جنوري کې له مسکو څخه د شېرمحمد ستانکزي ليدنې د روسیې ډیپلوماسي له خوبه راويښه کړه ، چې له یو کال راهیسې نه شي کولای د افغانستان په باب په کوم دپلوماتيک نوښت وویاړي. د«مسکو فارمات» سناريو چې د ضمير کابلوف له خوا يو وخت د افغانستان بحران په باب د مشورو په بهانه وړاندې شوې وه، تر هغې وروسته د اوږده استراحت امر تر لاسه کړ چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په وروستيو کې طالبانو له امريکايانو سره په دوحه کې تړون لاسليک کړ. هماغه وخت څرګنده شوه چې د «طالبانو» د قطري دفتر ملایانو له واشنګټن سره په سیاسي معامله کې په ډيره بې شرمۍ له خپلو روسي ملګرو څخه استفاده وکړه: له متحده ایالاتو سره د تړون تر لاسلیک کولو وروسته، د طالبانو استازو نږدې د یو کال لپاره د مسکو لاره هیر کړه ، او پدې توګه یې روښانه کړه چې د«فاتحانه جهاد» د نظر د پلویانو لپاره د ملګرتوب په انتخاب کې د لومړیتوب ځای  د چا دی. د مسکو کوڅو ته د طالبانو د قطر د دفتر د رنګينيو ږيرورو څېرو اوسني راستنېدل بيا هم له امريکايانو سره تړاو لري: دا کار نږدې سمدلاسه وروسته له هغې تر سره شو، چې د متحده ایالاتو د نوي ادارې استازو د ولسمشر جوزف بایډن نیت اعلان کړ، چې له طالبانو سره به د تیر کال پر تړون له سره غور وکړي. تر  دې لږ  مخکې په دوحه کې د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی تهران ته تللی دی. پدې کې هیڅ شک نشته چې ایران او روسیې ته د جنوري په میاشت کې د «قهرجنو ملايانو» دواړه سفرونه ،  تر ټولو دمخه  د بایډن ټیم ته اشاره کوي چې که متحده ايالات د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر تړون بيا کتنه کوي، دوی چمتو دي چې د متحده ایالاتو له مخالفینو سره بیا «دوستي» پیل کړيلا تر اوسه معلومه نه ده چې واشنګټن به د طالبانو او د هغوی تر شا د بريد جنرال قمر باجوه په مشرۍ د پاکستان د پوځ او استخباراتو د لارښوونکې ډلې دغه ډول باج غوښتنې ته څه ډول غبرګون ښکاره کړي، چې د طالبانو د دوحې د دفتر ملايانو ته يې ددغو دپلوماتيکو اقداماتو اجازه ورکړې ده. مګر دا روښانه ده چې هم طالبانو او هم پاکستاني جنرالانو د راتلونکي په اړه د ناڅرګندتیا له امله د پام وړ وارخطايي تمثيل کړه، چې په پوره باور به د واشنګټن له سترګو پټه پاتې نه شي. د طالبانو د سیاسي مشرانو د اندیښنې علت روښانه دی: د متحده ایالاتو نوی ولسمشر جوزف بایډن ممکن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال ویش او شرایطو په اړه د ډونالډ ټرمپ پر مکلفیتونو سترګې پټې يا نوی نظر وکړي. دغه کار د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د نسکورولو ، په افغانستان کې د اسلامي جمهوري نظام د ګډوډولو  او په عين وخت کې په افغانستان کې د غربي متحدينو په مرسته جوړو شويو دفاعي ظرفيتونو د له منځه وړلو په نيت د طالبانو - پاکستان د پلانونو پلي کیدل له ګواښ سره مخامخ کوي. برسېره پر دې دا کار به حتمن طالبانو ته ستر حيثيتي تاوان ورسوي، چې تبليغيان يې نږدې يو کال د خپل «فاتحانه جهاد» قيصې کوي، هغه جهاد چې امريکا او ناټو يې په ګونډو کړل او مجبور يې کړل چې د افغانستان له خاورې ووځي. که چیرې امریکایان په ناڅاپي ډول له افغانستان څخه د ټرمپ له خوا پيل شوې منډه ودروي  او برسيره پر دې د بشپړ اوربند د ضرورت  او په افغانستان کې د دیموکراتیکو لاسته راوړنو د ساتنې په اړه د طالبانو پر وړاندې خپلې غوښتنې سختې کړي، نو د طالبانو د «فاتحانه جهاد» پر مفکوره بايد نوې کتنه وشي. برسېره پر دې لويه پوښتنه دا ده، چې عادي طالب جنګیالي او ساحوي قوماندانان به پدې اړه څنګه غبرګون وښیې، چې د خپلو سیاسي مشرانو د ناکامي له امله ناهيلي شوي وي. پاکستاني جنرالان چې د طالبانو د دپلوماتيکو فرصتونو څخه په فعاله توګه کار اخلي، نه یوازې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو او د ولسمشر په توګه د اشرف غني د پاتې وخت په اړه اندیښمن  ديد پاکستان د «ژور دولت» رئیس، د پاکستان د اردو قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه په یقین سره پوهیږي چې د طالبانو ، متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو ترمینځ د مستقیمو جنګي عملياتو احتمال بیا پیل کیدل به اسلام آباد ته د اقتصادي او سیاسي بندیزونو په بيه تمام شي. په حقیقت کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د پروسږني تړون د چمتوکولو پرمهال او ورپسې د «بین الافغانی خبرو اترو» لوبې، چې  په رښتيني ډول تر اوسه نشي پیل کېدی، د پاکستانی کنترولرانو هغه مخکښ رول په روښانه ډول څرګند شو، چې د«قهرجنو ملایانو» د کنترول تارونه کشوي. اوس دغه حالت د اسلام آباد لپاره په لويه ستونزه اوښتلی شي: که چیرې د قطر پر تړون تر  بیاکتنې وروسته  طالبان په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو وژل بيا پیل کړي، نو بیا به ترورستان او پاکستان دواړه په ګډه ددغه مسؤلیت ځواب ورکوينن سبا په پاکستان کې ټولنيز- سياسي او اقتصادي حالت داسې دی چې اسلام آباد د امريکا له خوا د بنديزونو ګوزار ته د ټينګې نه دی. او حتی د بېجينګ ممکن ملاتړ هم پاکستاني جنرالان او د هغوی تر  بشپړ کنټرول لاندې د لومړي وزیر عمران خان کابینه له سیستماتیک سقوط څخه  نه شي ژغورلی. په پاکستان کې اقتصادي بحران لاهم پیاوړي کیږي، همدا اوس يې  د هيواد په ملیونونو وګړو ته خورا بې رحمانه  زیان رسولی دی، د ژوند سطحه په چټکتيا سره مخ کښته کېدو ده، انفلاسیون مخ پورته روان دی، نرخونه لوړيږي او بې کاري زياتيږي. متحد اپوزیسیون ، د پاکستان په مهمو ښارونو کې د لاریونونو لپاره د خپلو سلګونو زرو پلویانو د انسجام لپاره په بریالیتوب سره کار کوي، او دا نه پټوي چې په پسرلي کې د عمران خان او د هغه د حکومت د ګوښه کولو لپاره پلانونه سنجوي. د حالاتو په نامناسب پرمختګ کې به د عمران خان د «تحریک انصاف» ګوند ، چې د پاکستان د اردو د سرمشرانو یوه مهمه سیاسي پروژه ده ،دومره هم ونه شي کولای چې په نويو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي، او دا به د هيواد په سياسي سيستم کې د پوځيانو پر دريځ زورور ګوزار وي. د امريکا سره د اړيکو پېچلتيا تر هر چا زيات قمر باجوه او د هغه د جنرالانو ګروپ ته په کار نه ده، چې د پاکستان په پوځي بلاک کې د يوې قوي قبيلې نماينده ګي کوي او اساس یې په ځانګړي توګه د «بلوڅ کنډک» د پخوانیو افسرانو ټولنه جوړوي. له همدې کبله يې په بېړه د طالبانو دپلوماتيک ريزرف فعال کړ او عبداغني برادر او شېرمحمد ستانکزی يې تهران او مسکو ته واستول. د پاکستان پوځي مشرتابه فکر کوي چې له طالبانو سره د تیر کال د تړون ژمنو ته د وفادار پاتې کیدو لپاره به د واشنګټن د نوې ادارې دریځ اغیزمن کړي، تر څو وکړی شي د متحده ایالاتو  او پاکستان اړیکې له ترينګلتيا وژغوري او پر اسلام آباد د بندیزونو د ګوزار مخنیوی وکړي. په ورته وخت کې، د جنرال باجوه ډله هڅه کوي د طالبي ډیپلوماسۍ له لارې د روسیې پوتنشيال وکاروي تر څو افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه کابینه استعفا ته مجبور کړي او پر ځای يې يو ناڅرګند ایتلافي حکومت رامنځته کړي چې د طالب استازو اواز او دريځ په کې لوړ وي. پاکستانيان دلته په عين وخت کې د ضمير کابلوف او حامد کرزي سره يو ځای لوبه کوي او د ولسمشر اشرف غني پر وړاندې د روسيې د ځانګړي استازي له منفي نظر او په افغانستان کې قدرت ته درسېدو لپاره د حامد کرزي له شوق څخه ګټه اخلي. دا اټکل بې بنسټه نه دی چې د مسکو د «کابلوف» د ستراتيژۍ هدف دادی چې د حامد کرزي په مشرۍ د طالبانو په ګډون لنډمهالی ايتلافي حکومت جوړ کړي( اوس يې نوم داسې دیمؤثره ټولشموله دولتي مشرتابه»).  که د غني د حکومت د «ړنګولو» په نظريه کې که د روسیې او پاکستان تر منځ لا دمخه یو توافق رامنځته شوی دی، خو د لنډمهاله کابینې د رئيس پر سر لاهم دسيسې او سازشونه شتون لري. د موجودو معلوماتو له مخې ، جنرال باجوه تر دې دمه په کابل کې واک ته د رسیدو لپاره د حامد کرزي په باب رضایت نه دی ورکړی. په ډير احتمال د پاکستان د پوځي شرکت مشر به د افغانستان د لنډمهالې ادارې د مشر په تړاو لوبه، په راتلونکې کې له روسيې سره د چانه وهلو لپاره وکاروي.

د طالب استازو، ملا برادر او ستانکزي د جنوري ماموريتونه څرګندوي چې د جنرال باجوه ډله غواړي د پاکستان، ايران، روسيې او طالبانو په ګډون د نوي سيمه اييز ايتلاف پلان پلی کړي. ښکاره ده ، چې دغه پروژه د ولسمشر اشرف غني او د هغه د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د هغو برياليو هڅو د شنډولو لپاره په کار اچول شوې ده، چې غواړي د اوسني افغان حکومت د ملاتړ لپاره سيمه اييزه همغږي رامنځته کړي. په عين وخت کې ، د پاکستان غیر رسمي استازي ، ملا عبدالغني برادر او شیرمحمد ستانکزی په تهران او مسکو کې هغاغه څه غږوي چې کوربانه يې اورېدل غواړي. د ایران په قضیه کې طالبان  ژمنه کوي چې د امریکا په وړاندې به جګړې ته دوام ورکوي، د روسیې په قضیه کې، په کابل کې د قدرت لوړې ته د حامد کرزي د راستنولو په پلان کې مرسته وکړي او د هغه په ​​وسیله د افغانستان په ایتلافي حکومت کې د طالبانو ډله کنټرول کړي.

په هرصورت ، لا تر اوسه روښانه نده چې تهران او مسکو ته به د طالب ډیپلوماتانو د جنوري دوره ، چې د راولپنډۍ لخوا هڅول شوې ده څومره بریالۍ وي. سربیره پردې ، هره سیاسي پروژه خپل زيانونه هم لري. پدې لړ کې د مثال په توګه ، له هر ډول توقع پرته د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د رئيس ادمیرال علي شمخاني رسوايي شامله ده، چې د ملا برادر سره د هغه د لیدنو کتنو وروسته د هغه لخوا څرګنده شوه. د چهارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۷ ، شمخاني  په خپل ټویټ وليکل: «ما ولیدل چې د دې ډلې مشران (طالبان يادوي - NG) د متحده ایالاتو سره د جګړې لپاره هوډمن دي. څوک چې د ديارلسو کلونو په اوږدو کې د امریکا لخوا په ګوانتانامو کې شکنجه شوی دی، په سیمه کې يې له امريکا سره  له جګړې څخه لاس نه دی اخيستی».

په یاد ولرئ چې تیر کال په قطر کې د طالبانو او امریکايانو تر منځ د معاملې اصلي مینځپانګه، د متحده ایالاتو سره د طالبانو همدا ژمنه وه چې«طالبان» به له امريکايانو سره جګړه نه کوي او تروريستي ډلو ته به د افغانستان په خاوره کې اجازه نه ورکوي چې د امريکې متحده ايالات وګواښوي. برسېره پر دې د طالبانو له خوا له امريکايانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ نېټه د قطر موافقه همدې مُلا عبدالغني برادر لاسليک کړه. روښانه ده چې له ملا برادر او د هغه له ملګرو سره تر کتنې وروسته د ايران د ملي امنيت شورا د رئيس علي شمخاني څرګندونې واشنګټن ته د داسې اټکل دلايل په لاس ورکوي چې«طالبان» نه غواړي د تېر کال منلي مکلفيت ته ژمن پاتې شي. سربیره پردې ، په تهران کې د ملا برادر خبرې چې د «فرويد د رواني تحليل» له مخې په ښکاره څرګندوي چې طالبان له «القاعدې»( په روسيه کې ممنوع سازمان) سره د اړيکو د پرې کولو  او په افغانستان کې د وسله وال تاوتریخوالي د بندولو نيت نه لريد داسې پس منظر په وړاندې ، له طالبانو سره پر ترسره شوې هوکړې باندې د متحده ایالاتو د ولسمشر جوزف بایډن د ډلې د بیاکتنې لپاره پریکړه اوس مشخصه او له شکه وتلې بریښي.

د طالبانو د دپلوماتيکو منابعو د فعالولو لپاره د جنرال قمر جاوېد باجوه پرېکړه، په پاکستان کې د سياسي حالاتو د ثبات په شمول، نه يوازې د پاکستان د پوځې سرمشريزې لپاره د لومړي وزير عمران خان او د هغه د ګوند په ارزښت پورې تړلې ده، بلکې په خپله چوکۍ د اوسني لومړي وزير عمران خان پاتې کېدل د جنرال باجوه له حيثيت او شخصي برخليک سره مستقيمې اړيکې لري. څه موده وړاندې، عمران خان د پاکستان د پوځ د لوی درستيز په توګه د جنرال باجوه  قرارداد تمديد کړ، چې د باصلاحيته کارپوهانو په وینا دغه کار له قانون څخه سرغړونه ګڼل کيږي. د عمران خان ددغې پریکړې په وړاندې حتی نورو جنرالانو هم مخالفت وښود، چې د باجوه په ډله کې نه دي او په دغه پرېکړه کې خپلو مسلکي ګټو ته ګواښ ويني.

په ورته وخت کې د پاکستان د وسله والو قواو د عمومي قومندان له ژوندليک څخه نور حيرانوونکې حقايق هم روښانه شولمعلومه شوه چې د قمر جاوید باجوه پلار د احمدیه يا (قاديانه) مذهبي فرقې پورې تړاو درلود، چې د «شعيه تمايل» له کبله د پاکستان سُنيان هغوي د مسلمانانو په ډله کې نه شمېري. همدارنګه څرګنده شوه چې د جنرال باجوه ښځه هم د احمديه مذهبي ډلې سره تړاو لري. برسېره پر دې يو شمېر خبري منابعو روښانه کړه چې خپله جنرال قمر باجوه هم په احمديه ډلې پورې اړه لري، دغه خبره د نورو ځانګړو څېړنو مضمون شو. ددغې جنجالي کيسې سره اشنا سرچينې وايي چې کيسه لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.

د باوري دلایلو پر بنسټ ويل کيدی شي، چې په پاکستان کې د سياسي کړکېچ د زور اخيستنې په پايله کې د عمران خان استعفا د پاکستان د وسله والو ځواکونو د لوی درستيز له څوکۍ څخه د جنرال باجوه د بدنامه  لرې کیدو لارې برابرولای شي. په دې صورت کې د پاکستان د پوځ د اوسني مشر د مذهبي تړاو په باب د نويو څېړنو د پيل مخنيوی نه شي کېدی، چې پايلې به يې د جنرال باجوه لپاره ډيرې منفي وي. ځکه د هيواد د قانون مطابق يوازې سوني مسلمان کولای شي د پاکستان د پوځ عمومي قومندان يا (لوی درستيز) شي. په  احمدیه - قادیاني مذهبي ډلې پورې د جنرال باجوه د تړاو د حقیقت ثبوت به د ټولو راتلونکو پایلو سره جرم و ګڼل شي.

د«باجوه دوسيه» به د «طالبانو» د سیاسي مشرانو شهرت ته هم زيات زيان ورسوي. د طالبانو مشران په عنعنوي ډول ځانونه د «ریښتینو سني مسلمانانو» په حیث څرګندوي چې د «کافرو پر وړاندې  فاتحانه جهاد» کوي (بايد وويل شي چې د احمدیه مذهبي ډلې استازي په پاکستان کې کافر ګڼل کیږي). کله چې په رسمي ډول ثابته شي، چې په کویټه او دوحه کې د طالبانو د سیاسي استازو له لارې په وروستیو کلونو کې دغه «جهاد» په حقیقت کې د پاکستان د شیعه فرقې د استازي لخوا رهبري کیده، نو د عادي طالب جنګیالیو او ساحوي قومندانانو  د قهر د کچې وړاندوینه به خورا ګران کار وي.

په لنډ ډول بايد وويل شي چې ، تهران او مسکو ته د طالب استازو د جنوري سفرونه ګڼ سیاسي ابعاد لري ، او دا د هغې پیچلې لوبې ګواهي ورکوي، چې له اوږه وخت راهيسې له افغانستانه چاپېره ده او اغيز يې ګاونډيو هیوادونو په تیره بیا پاکستان او ایران ته نفوذ کوي. حالاتو ته په کتو ، مسکو  ته په نږدې وخت کې د افغانستان په لور مهمې او ستراتیژیکې پریکړې انتظار لري. وبه ګورو چې دغه پرېکړې تر کومه بريده د حالاتو سريع انکشاف ته ځواب ويلی شي. تر اوسه خو د وتلی سندرغاړي حامد کرزي په اواز د ضمير کابلوف په «شعر او موزيک» کې «زړو سندرو» د شېرمحمد ستانکزي په مشرۍ د جهادستانو د کورني کورَس لپاره د کرملن ټکټونه په افغانستان کې بازار نه لري. په هرصورت ، لا هم د ریکارډ د بدلولو لپاره ناوخته ندی!

Dr. Sherhasan Hassan

-
بېرته شاته