(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له کوټې تر اجرستان

[17.Mar.2021 - 16:40]

له کوټې  تر اجرستان

لیک: غلام سرور کاکړ

د نن څخه اته کاله مخکی می د غزنی د اجرستان ولسوالی یو ملاخیل سره دوستی (رشته) وسوه خور می په ملاخیلو کی ورکړه پینځه کاله پس یعنی د نن څخه دری کاله وړاندی د واده نیټه را نیژدی سوه وخت او تاریخ مو سره وټاکی دوستانو می راته ؤویل چی په واده کی به راسره ځی اجرستان ته ما ورته ؤویل چی هو دا خو زموږ هم رواج دی چی په وراء کی به د خپلی خور سره د کورنی څه غړی ځو خو زړه می هم نه غوښته هغه ځکه چی د دوی ولسوالی د طالبانو په لاس کی وه خو تګ می مجبوری وه خو خیر قیصه به رالنډه کړم واده وسو روان سو د ویش دروازی ته چی ورسیدو FC والا راته ودریدل چی چیری ځی ما ویل چی ځو افغانستان ته واده وړو دوی راته ویل چی نور به ټول ځی خو تاته اجازت نسته ته نسی تلای ما ویل چی ولی دوی راته ویل چی ته موږ ته یا ډاکټر یا انجنیر یا بل کوم سرکاری سړی ښکاری ما ورته ویل چی د کم ځای سرکاری سړی ښکارم د پاکستان که د افغانستان دوی ویل چی د پاکستان ماویل چی زه خو نه سرکاری ډاکټر یم نه سرکاری انجنیر یم نه بل څه سرکاری ملازم یم ستاسو مقصد څه دی ولی می نه پریږدی دوی راته ویل چی که چیری په افغانستان کی په تا څه وسوه نو سرکار بیا له موږ پوښتنه کوی چی ولی مو بی پاسپورټه پریښوی ما ورته ویل چی د دی هرڅه زه خپله زموار یم تاسو زما له جنجاله خلاس یاست دوی راته ویل موږ ته به لیکلی راکوی ما ورته ویل راوړه کاغز چی لیکلی درکړم دوی هم پر کاغز دا هرڅه ولیکل ما دسخط ورکړ ځنی روان سو شپه مو کندهار ته ورسوله د کندهار څخه بیا د شپی دوی بجی روان سو د غزنی په لور د ماښپښین ډوډی مو غزنی ته ورسوله غزنی کی مو ډوډی وخوړله لمونځ مو وکړ بیا روان سو د اجرستان په لور دا نو تر اجرستان پوری ټول هزاره میشت دی دلته نو ملاخیلو دوستانو لږ ویرولم قیصی یی کولی چی دا هزاره ډیر ظالمان د چی پښتون پیدا کړی ډیر وحشت یی وژنی بی عزتی هم ورسوی خو زه هم په زړه کی لږ لږ وویریدم چی کیدای سی رشتیا به داسی وی خو په دا مجلس لګیا یو روان یو ښه مخته لاړو د صداقت علاقہ وه چی نوم یی صداقت وو د دی صداقت د بازار څخه تقریبن لس کلومیټره را وړاندی موټر خراب سو اوس نو د مازیګری وخت هم نیژدی دی ډریور هم اناړی دی په هیڅ نه پوهیږی بازار هم لیری دی موټران تیریږی ټول د هزاره ؤو دی هزارګانو ته دوی لاس نه ورکوی وای دا چی راخبر سی چی موټر یی خراب دی لا نقصان رارسوی دلته ښځی ماشومان راسره دی پریشانی می لا زیاته سوه خو اخر می خپله توکل کړه زړه کی می وویل چی دا خو سحرایی خلګ دی هسی وریږی دومره به هم لیوان نوی خو خپله پر سړک ودریدم یوه کرولا راغله پینځه هزاره ځوانان پکی ناست وو لاس می ورکړ دوی موټر راته ودروی سلام می ور واچوی ورته می وویل چی زما خو فارسی نده زده د کویټی څخه راغلی یم که تاسو کی د چا پښتو زده وی دوی کی د دوو ځوانانو پښتو زده وه هغوی راته وویل چی ووایه څه مشکل دی ما ورته ؤویل چی زموږ موټر خراب دی موټروان مو نه په پوهیږی ښځی ماشومان راسره دی که تاسو یا د مستری په پیدا کولو کی کومک راسره وکړی یا تاسو په پوهیږی چی موټر راته جوړ کړی شپه راباندی راځی چی ځان تر یو ابادی پوری ورسوو خو د دوی یی کور ودان موټر یی دستی راوګرځوی راکښته سوه په موټر کی لګیا سوه دلته نو زموږ د موټروان سره نه پانه سته نه پلاس سته نه پیچکش سته بس دا هزاره ځوانان دی چی موټرو ته لاس ورکوی د چا څخه پانه را اخلی د چا څخه پیچکش د چا څخه پلاس را اخلی خو بیلا اخر موټر نه برابریدی دوه هزاره ځوانانو خپل موټر روان کړ د صداقت بازار ته په مستری پسی لاړل زه هم لږ ورسره اخته سوم موټ مو د سلپ څخه ډاریک چالان کړ تر هغو هزاره ځوانان هم بیرته راورسیدل ویل یی چی مستری په خپل موټر کی راروان دی تاسو ورځی مستری به هم مخی ته درته راسی بس رخصت مو ځنی راواخیست دوی د غزنی پر خوا لاړل موږ د اجرستان پر خوا روان سو دلته نو ماښام دی د موټر لایټونه هم کار نکوی خو مستری هم مخی ته راغی مستری هم وویل چی په ما پسی راځی ګیرج ته بی بوزو هلته بی جوړ کړو بس لږ ساعت پس د صداقت بازار ته ورسیدو موږ پر هوټل کښته سو موټر مو ګیرج ته واستوی هوټل والا هزاره وو ډیر ښه خدمت یی راته وکړه ښه کوټی یی راکړی ډوډی مو وخوړه لمونځونه مو وکړه ویده سو بیا د شپی دری بجی روان سو په بسم الله بسم الله روان یو کله خراب کله سم خو د ورځی څلور بجی اجرستان ولسوالی ته ورسیدو ها یوه قیصه می هیره سوه هغه دا چی په لاره کی د هزارګانو پر علاقه زما ډیر نظر وو په دا ټوله علاقه کی می نه پولیس ولیدل نه می ملی اردو ولیدل نه می بل پورس ولیدی ډیره د امن علاقه وه پر هر کور ډشان لګیدلی وه په هر کلی کی ښونځی هسپتال موبایل انټرنیټ د ژوند هر سهولت ورته موجود وو ښه شنه باغونه پارکونه ښه ښایست پکی موجود وو کله چی اجرستان ته ور نیژدی سوم د ورایه می سر خلاس سو چی دا د پښتنو علاقه ده د پخسو دیوالونه د خټو کچه کورونه د موبایل او انټرنیټ او ښونځی د هسپتال د هر سهولت څخه بی برخی وه پوی سوم چی دا د پښتنو علاقه ده د پاکستان برکت دی چی د ژوند هری خوښی څخه بی برخی پاتی دی خو ورسیدو شپی ته خلګ راغله مبارکی دی د دوی رواج دی یوه ډله ځی بله راځی چی کښینی بله خبره نسته په پلانی پوسته کی دوه عسکر مردار سوی په پلانی کلی کی دوه طالبان شهیدان سوی بس دغه د شهید او د مردار خبری می اوریدی ښه ډیری خو اخر زه هم بی حوصلی سوم یوه ته می ور ږغ کړه چی تا دینی علم کړی دیی هم لږ ګیر سو بیا یی راته وویل چی هو لږ لږ می کړی اوس نو د ټولو سره دا غټی اسلحی دی ورته ومی ویل چی قرآن خو موږ ته دا اجازت ندی راکړی چی یو کلیمه ویونکی ته مردار ؤوایو قرآن کی خو راغلی چی یو سړی پر دی دنیا څومره هم ګنهګار وی ته دانسی ویلی چی دا جهنمی دی که یو سړی څومره پرهیزګار ته دا نسی ویلی چی جنتی دی ګنا کبیره ده دا ګونا کبیره پیژنی دیی هم داسی وچ ودریدی ویل چی داسی ډیر معلومات نه لرم خو د ملایانو د خلی څخه دغسی اورو ما ویل ته ملا پریږده ته خپل د علم معلومات راکړه که دلته یو ملا وی هغه دی دا جواب راکړی خو چا جواب را نکړ بیا می ورته وویل چی اوس د اوداسه پوښتنه درڅخه وکړم چی په اوداسه کی څو فرض څو واجب څو سنت څو مستحب دی ده په خندا کی راته وویل چی دا فرض او سنت می اوریدلی دا واجب او مستحب ستا د خلی څخه اورم خو زه ورته را شروع سوم د افغانستان د جنګ لاملونه می ورته بیان کړه چی دا جنګ د ستا د بربادی او پردو قوتونو د ابادی دپاره روان دی د افغانستان د اوبو د افغانستان برق او بریښنا او د مدنیاتو په حواله ورته شروع سوم خو خلګ ټول راته غوږ سوه پر تیر تاریخ هم ورته شروع سوم خو خلګو می خبری ډیری ښی په غور اوریدی خو بس ورته ومی ویل چی ستړی یم سفر می کړی خفه نسی که می خبری بدی درباندی لګیدلی وی خلګو ویل چی یا یا تا خو زمو سترګی راخلاصی کړی دا خبری خو موږ ته هیچا ندی کړی بس ما ویل زبه ویده سم سبا به خبری کوو خلګ هم لاړل شپه تیره سوه سحر وختی بیا خلګ راغلل دا نو بیا ښه ډیر راغلل هر یو چی راځی وای موږ ته بیګا پلانی ویل چی خیښ ډیری تاریخی خبری کولی په مجلس نه مړیدو خو څه سر به دی پرله ګرځوم بیا سیاسی مجلس شروع سو زه په پوی سوم چی پر خلګو دی خبرو اثر وکی نو موقعه یه دی ورته وایه دلته بیا ورته شروع سوم اوس نو خلګ بیخی راډیر سوه تقریبن د یو کوچنی جلسی خلګ راته ناست دی خو شپی ته تز دغه هم راډیر سوه اوس نو مهمانی شروع سوی کله یو ځای میلمه کله بل ځای میلمه چی د تلو خبره وکړم خلګ بیخی خفه سی چی څنګه به ځی خو شپی دی تیریږی هرځای چی میلمه سم دوه دونیم سوه کسان راغونډ سی خو اخر خبره د طالبانو تر مشرانو ورسیدله چی هغه میلمه داسی خبری کوی چی خلګ ډلو ډلو ورته ناست وی خو د طالبانو ولسوال زما د اخښی مشر ورور ته حال ورکړی وو چی دا ستاسو خیښ ته ووایه چی ترڅو دلته یی موږ دی حفاظت کوو څوک به تاته نقسان ونه رسوی خو که دیی د دا خپلو خبرو څخه لږ پرهیز وکړی ښه به وی اوس نو زما د اخښی ورور ته دا هم ګرانه ده چی ماته ووایی چی ته دا خبرو که لږ ګوزاره وکړه هلته د هغه هم ډیر لوی پریشر پر پروت وو دلته نو زما هم شپاړس ورځی سوی وی خو د اخښی ورور می وه اخښی ته ویلی وه چی ته د خیښ کور ودانی ته ووایه چی طالبانو دغسی حال را لیږلی خو ماخوستن می کور ودانی راته وویل چی د طالبانو مشر دوی ته دغسی حال رالیږلی چی دیی دی دا خبری نوری بندی کړی بس زه هم پوی سوم چی نور نو زما شپی دلته نوری ندی پکار د اخښی ورور ته می وویل چی زه سبا ځم خو دیی هم هغه د پخوا په شکل راته ټینګ نسو خو زه هم په دا ماخوستن خلګو ته شروع سوم چی د دی وطن اصلی مالکان تاسو یاست خو افسوس چی تاسو پخپل وطن کی د هر سهولت څخه بی برخی یاست دوی خپله کویټی کراچی او پیښور کی په رڼاګانو کی وسیږی تاسو ته نه هسپتال نه سړک نه ښونځی نه موبایل نیټورک په پینځلسمه سدی کی ژوند کوی دوی له پاکستانه پر تاسو حکمرانی کوی افسوس ستاسو پر حال  په څنګ کی مو هزاره پراته دی د ژوند هر سهولت ورته موجود خو تر دا نور وخت می په دغه شپه سختی خبری ورته وکړی په دا سحر ځنی راروان سوم بیرته کویټی ته راغلم یوه مایشت پس د طالبانو ولسوال هم راپسی راغی کویټی ته کور خو یی په کویټه کی وو نو بیا یی ټلیفونونه راکول چی زه ستا سره یواز لیدل غواړم زه هم ورغلم پر جناح روډ ورسره میلاو سوم نو دیی هم لږ شرمینده ښکاریدی خو ځان یی په دی خبره خلاسوی چی ستا د خبرو د وجی زما څخه پینځویشت کسان لاړل څوک ایران ته څوک ترکی ته د مزدوری په بهانه په اتلسو شپو کی دی دومره ګټه راورسیده که دی اتلس شپی نوری کړی وای لیری به نه وای چی اولسونو به زما په خلاف ټوپک راپورته کړی وای ما ورته کشکی زه خبر وای بیا خو می پوره کال تیروی ده ویل نور نو ما هم نه پریښولی دا لاندی انځور هم د اجرستان ولسوالی کی د چل ګزی بابا زیارت ته تللی وو او رشتیا دا شاته سایه کی پوره څلویښت ګزه قبر دی

Ghulam Sarwar Khan Kakar, Quetta Pakhtunkhwa 

 

-
بېرته شاته