(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وطن په بربادۍ کښې

[12.May.2021 - 13:29]

 دملايانو جهان 

لیک: شیراز خان مومند

څو ورځې مخکې اتلس سوه 1800 د حقانيه مدرسې څخه طالبان فارغ شول او زرګونه دوه ورځې مخکې د ورسک سوات سکوټ څخه د ايف-سي عسکر فارغ شول او داسې د وړو وړو مدرسو رکارډ په مطابق ويل کېږي چې په تير کال کښې د مدرسو څخه 78000 طالبان فارغ شوي دي  ...

 

په پراکسي جنګ او په سامراجي قبضه کښې تر ټولو سخت کار سړی جوړول وي نور وسله او اسباب جوړول د خپل لاس کار دی او د بده مرغه په پشتونخوا کښې دغه سړي د پراکسي جنګ د پاره او د سامراجي قبضې د پاره ډلې ډلې په زرګونو شتون لري خو په جواب کښې د قام او قاميت فکر لرونکي شته هم نه ، جوړېږي هم نه...

 

د دې په علتونو او په نتيجو بايد ژور فکر وشي ...

 

جديد سامراجونه ډېر په ژوره او منظمه او اوږدمهاله پاليسۍ باندې يو قام دومره حد‌ پورې قابو کوي چې هغه قام د سامراج ګوډاګی شي او سامراج يي په خپلو اشارو ګډوي چې ما په شعور کښې هم ليکلي چې لا شعوري د انسان فکري مرګ وي او لاشعوره انسان فقط يو ماشين وي چې د بل به ګوته حرکت کوي ...

 

يو قديم (زوړ) سامراج و چې هغه به د وسلې په زور قبضه کوله خو هغه سامراجونه به ډېر لږ وخت پورې ژوندي وو ځکه چې هلته به د سامراج د وسلې زور و او وسله يو خو مدام زوروره نه وي او بله دا چې د زور قبضه منظمه نه وي نو محکوم قامونه به راپورته شول سامراجونه به يي د مېنځه يوړل خو جديد سامراج د ټوپک نه بلکه د فکرونو په زور قبضه کوي او د دغه فکرونو د نافض کولو او خپرولو د پاره وسله يا زور کاروي...

يعني په زوړ سامراج کښې به Prior طاقت وسله وه خو په جديد سامراج کښې Prior طاقت د قام فکر دی چې هر وخت پرې کار روان وي او وسله يو Secondary څيز دی چې فقط د ضرورت په وخت کښې کارول کېږي...

 

په پشتونخوا وطن کښې هم مشرقي سامراج ډېر په ژوره او اوږدمهاله پاليسۍ باندې دا وطن په خپله ولکه کښې واخيسته ...

تر ټولو اول يي په پشتون وطن کښې څو قام فروش جوړ کړه او هغه خلکو له یي د قاميت د نعرو او فکرونو په جواب کښې د وفاق او هېواد په جامه کښې پټې سامراجي نعرې او سامراجي فکرونه ورکړه ...

اوس يو اړخ ته سامراجي نعرې او سامراجي فکرونه وو چې د هغې ښه دروند پرچار پېل کړی شو ، بل اړخ ته يي د دغه نعرو او فکرونو په بنياد خپل دستور راوړه ...

دغه نعرې او فکرونه يي د خلکو ذهنونو نه واچول او چې کله يي ورسره څه خلک اموخته کړه نو بيا يي خپل دستور دلته نافذ کړه او خلق يي په خپل دستور کښې وتړل ...

 

د دې په جواب کښې قام پرست خلکو چې د پاڅون کوښښ کول نو دلته به بيا سامراج خپل Secondary آپشن يعني د زور او وسلې څخه کار واخيستل ...

يو اړخ ته سامراج د خپلو اسبابو په زور خپلو ګوډاګو سياسي خلکو ته هغه ټول هر څه ورکړل چې غريب او ضرورت مند اولس ضروريات پرې پوره شي او بل اړخ ته سامراج د قام پرستو سياسي مشرانو ټولې لارې بندې کړې ، هغوي يي بدنام کړه او ډېر يي پکښې مړه هم کړه او دغه شان د اولس څخه يي لرې وساتل ...

لارې يي ورته په ډېرو شکلونو کښې ونيولی لکه مونږ وګورو نو ميډيا بليک آؤټ يي وکړه ، په زندانونو کښې يي واچول يا يي وطن بدر کړه ، د بابړې په شان پېښو کښې يي مړه کړل او يا يي داسې بدنام کړه چې يو اړخ ته يي د خپلو ګوډاګو په ذريعه د اولس په فکرونو کښې شکوک واچول او بل اړخ ته يي قام پرست مشران د اولس نه لرې وساتل چې هغوي خپل سپيناوی وکړي او دغه شان وخت سره سره يي اولس د خپلو مشرانو څخه لرې کړل ...

 

په دغه کښې بيا د مستقيم او غېر مستقيم وژنو فارمولا سامراج خپلوي چې دغه فارمولا ما په شعور کتاب کښې په تفصيل سره ليکلې د ...

دلته به يي درته لنډه داسې بيان کړم چې رياست په مستقيم توګه قام پرست وژني په زندانونو کښې په هدفي وژنو کښې چې د هغوي مخه ونيسي چې قام له لاړ نشي او‌ اولس په غېر مستقيم توګه وژني لکه د ترهګرۍ جنګ چې د اولس ټول پام خپل ځان ته وي او اولس د خپلو زخمونو په پاکولو کښې بوخت وي د قام پرستو د مستقيم وژنو ته يي پام نشي...

 

د قام پرستو مشرانو د مېنځه وړلو نه پس په محکوم وطن کښې د قام فروشو واک راوستل د سامراج اخري او تر ټولو قوي حربه وي چې محکوم قام پرې غلام شي...

 

د قام فروشو په واک کښې سامراج په انتظامي توګه سامراجي فکرونه په محکوم وطن کښې نافذ کړي لکه نصاب او ميډيا او بيا د اولس په ذهنونو کښې د دغه فکرونو پخولو لپاره دوي په انتظامي توګه اولس اول په معاشي او اقتصادي توکه د ځان محتاج کړي او بيا ورله فقط دومره ضرورت پوره کوي چې د محکوم اولس پرې فقط د يو وخت ګزاره کېږي او د بل وخت د پاره هغه بيا د سامراج مخې ته لاس په نامه ولاړ وي ....

 

اوس دلته يوه حربه فکري وي او فکري قبضې لپاره په وسائلو باندې قبضه کول ضروري د چې خلق د خپل ځان ژوندی ساتلو لپاره دومره محتاج شي چې قاميت ورته يو Secondary څيز ښکاري او ورو ورو هغه د قانون څخه پاتې کېږي ...

 

د دغه وسايلو د قبضې لپاره بيا سامراج د وسلې څخه کار اخلي او د امنيت ستونزه جوړوي ...

 

سامراج په مختلفو شکلونو کښې په محکوم وطن کښې د امنيت ستونزې جوړې کړي لکه په پشتون وطن کښې ترهګري ، بيا د ترهګرۍ مختلف شکلونه ، قبايلي شخړې او داسې نور ...

دغه د امنيت ستونزې يو سامراج ته د قبضه مکمل کولو لار هواروي ...

د امنيت په ستونزه کښې سامراج څه کوي ؟؟؟

 

په امنيت کښې سامراج درې لوي ګټې ترلاسه کوي...

 

۱ : د امنيت د ستونزې لامله د محکوم وطن سرمايه دار او تاجران خپله ټوله سرمايه سامراجي وطن ته يوسي ځکه چې سامراج په خپل وطن کښې هغه ته د امن ضمانت ورکوي لکه دلته پنجاب ...

دغې سره د محکوم وطن ټوله انډسټري ، ټيکسونه ، تجارت ، پروډکشن او روزګار د سامراج وطن ته لاړ شي او محکوم وطن د تعمير او پرمختګ څخه پاتې شي...

 

۲ : په محکوم وطن کښې پاتې غريب او بې روزګاره خلق په فرسټريشن او مجبورۍ کښې د سامراج ګوډاګی جوړ شي او بيا ډلې ډلې څوک د تنخوا د پاره د سامراج د فوځ برخه جوړېږي لکه ايف سي او څوک د فرسټريشن لامله طالبان جوړېږي او استعمالېږي ...

 

۳ : د محکوم وطن سرمايه دار سامراجي وطن ته لاړ شي او غريبان يي د سامراج مزدوران شي او د محکوم وطن جغرافيه سامراج ته پاتې شي چې بيا يي سامراج ښه په اسانه لوټ کوي او ټول وسايل ترې خپل وطن ته وړي ....

 

هم دغه شان د سامراج قبضه مکمل شي ...

 

د اکوړي څخه د زرګونو طالبانو فارغېدل او په ايف سي کښې د زرګونو ځوانانو پاس آوټ کېدلو علتونه هم دغه دي ...

 

اوس نتيجي يي څه وي ؟؟؟

 

د دغه پاليسۍ د کاميابېدلو او د مخ نيوي لپاره د منظمې پاليسۍ د نه جوړولو نتيجه دغه وي چې محکوم قام د سامراج په قبضه کښې تر دومره حده ورک شي چې قام ختم شي او سامراج فقط په جغرافيايي نه بلکه په انساني توګه هم لوي شي ...

 

دا يو حقيقت دی او بايد چې په وخت يي تسليم کړو چې پشتون قام به هېڅ کله نه ختمېږي ځکه چې پشتانه د افغانستان په شکل کښې يو لوي هېواد لري خو د سامراج په مستقيم قبضه کښې راغلي لر پشتانه په هم دې حال وي نو لنډه د چې لر پشتانه به د قاميت څخه ختم شي او ډيورنډ کرښه به په سهي معنو کښې د دوه رياستونو ترمېنځه بارډر شي...

دا وخت د لر پشتنو قامي وجود د ختمېدو اړخ ته روان دی او هغه قبيلي چې په افغانستان کښې ميشت دي هغوي به باقي وي خو هغه خېلونه چې په کوز وطن کښې مېشت دي هغوي به ختم شي ...

 

اوس دا يو حقيقت دي او که څوک يي منئ نو قام به ګټه کښې پاتې شي ځکه چې د حقيقت منلو سره به د مخ نيوي پاليسي هم جوړه شي خو که چيري هم دغه شان غوبل وي ، فقط چيغي او شور وي او د اولس غولول وي او د پالیسئ ترتيب نه وي نو د قام وجود په ختمېدو دی...

 

شيراز_خان_مومند

________________________________________________

د‌ ملايانو خپل ايمان او عقيده :

 

 

زما يو ملګری و چې د جعلي Soft Drinks لکه پيپسي ، کوکه کوله وغیره جوړولو په کارخانه کښې کار کول... يو شپه مونږ ناست وو نو زمونږ يو ملګري چې خپل پلورنځی يي لرل هغه ورته وويل چې فلانيه ، په کارخانه کښې کار کوې خو زه به خپل پلورنځي لپاره مستقيم ستاسو د کارخانې څخه شربت راوړم هغه به راته ارزان وي...

هغه ملګري ورته وويل چې ستا اعصاب خراب دي ... زه يي په خپل لاس جوړوم ماته معلومه ده چې ټول زهر دي ، تيزاب دي ... په پردو يي خرڅوم خو د خپل کلي ماشومان او ځوانان خو پرې نه وژنم ...

(هغه کارخانه بيا پوليسو سيل کړه)

 

نو دغه مثال د نن وخت د ملايانو هم دی چې ډېر مثالونه به يي په دې ليک کښې هم درته وړاندې کوم ...

دا ليک خاص د هغه خلکو لپاره دی چې په ړنده عقيده د ملايانو پسې روان دي ...

 

يو لنډ مثال چې څو ورځې مخکې مونږ وليده چې يو ملا په خپل جذباتي تقريرونو کښې اولس ته د جهاد او د باتورۍ او شهادت کيسي کوي ، اولس ته د ايمان او د بغاوت کيسي کوي او ماشومان او ځوانان د جهاد لپاره راپاروي هغه ملا ته چې پرون يو پوليس افسر فقط يو فون کال وکړه نو د هغه ملا جهاد ، باتوري ، ايمان ، شهادت هر څه پر ځاۍ پاتې شول او مخې سره يي د هغه پوليس په وينا باندې داسې وډيو جوړه کړه چې د خپلو ټولو خبرو يي پکښې ترديد وکړه او خپلې ټولې خبرې يي پخپله رد کړې ...

دغه ملايان چې نورو ته د ټوپک او د مرګ او د شهادت درس ورکوي پخپله ده دوي د ايمان او د عقيدي دغه حال دی چې د يوې دندې د ډاره د هر څه څخه منکر شي...

ولې ؟؟؟

دا به درته د ليک په پاې کښې وايم ...

 

تقريبا ټول ملايان دا څو خبرې د خپل ايمان او عقيدي برخه ګڼي او په هر ځاۍ کښې د دغه خبرو تشهير کوي او اولس ته په کلکه وايي چې په دې خبرو دې ټول خلک کلکه عقيده او ايمان وساتي چې هغه خبرې دغه دي ...........

 

۱ : دنيا فاني ده

۲ : سادګي اختيار کړئ او دومره مال ږدئ څومره چې مو ضرورت وي

۳ : هر څه پاتې دي او قبر ته به خالي لاس ځو نو مال پرځاۍ نيکيانې وګټئ 

۴ : جهاد په ټولو مسلمانانو فرض دی

۵ : د محمد صلی الله عليه وسلم فقط دوه جوړه جامې وې او هغه هم ځاۍ پر ځاۍ ټانکه وې

۶ : دا جهان د مسلمان لپاره زندان دی او اصل ژوند د مرګ نه پس دی

۷ : شهادت ډېره عظيمه رتبه ده او ټولو مسلمانانو ته د شهادت مرګ غواړو

۸ : جنت کښې داسې نعمتونه دي چې په ليدو به يي ستړی شې خو نعمتونه به ختم نشي....

 

ډېرې خبرې دي خو دا يو څو خبرې به نن د مثال په توګه بيان کړم ...

 

اوس دا خبرې سمې هم دي ...

د يو مسلمان لپاره دا خبرې بې له شکه چې د ايمان او عقيدي برخه دي ، هر مسلمان په دې خبره پوخ يقين لري او هر مسلمان د شهادت مرګ او د جنت ژوند غواړي ، خو ايا ملايان دا خبرې د ايمان او د عقيدي برخه ګڼي ؟؟؟

 

دلته به زه د يو څو غټو او نامتو ملايانو مثالونه وړاندې کړم چې هغه طارق جميل ، ګل بدين ، فضل رحمان ، مفتي نعيم او سميع الحق دي ...

 

اوس تاسو د اسلام عقيدي ، د ملايانو تقرير او د‌ دوي عمل وګورئ ...

 

دې خلکو مدام خپل ملاتړي په دې خبرو غولولي دي چې طارق جميل او مفتي نغيم خپلو تبليغيانو ته د سادګۍ درسونه کوي ، فضل رحمان او سميع الحق ترينه چڼي جوړوي او ګل بدين ورته د جهاد ، شهادت او د جنت فضايل بيانوي خو دلته سوال دغه پورته کېږي ................

 

چې سادګي د مسلمان د‌ ايمان برخه ده او په اسلام کښی دا وينا ده چې دنيا فاني ده او قبر ته به تش لاس فقط د خپلو اعمالو سره ځو نو چې څومره دې حاجت يي هم هغومره به ساته او اضافي غريبانو ته ورکوه نو بيا د طارق جميل او مفتي نعيم خپل عمل ولې د دې اپوټه دی ؟؟؟

 

طارق جميل د پاکستان په دولتي تلويزون ويل چې ماسره الحمدلله دومره روپۍ دي چې زما اووه نسلونه يي په کور په ناسته خوړلی شي او اوس څو ورځې مخکې طارق جميل يو لوي او بين المللی طرز د کالو براند پرانيسته وکړه يعني د کروړونو روپو تجارت به کوي او د دې نه علاوه په يوټيوب باندې د طارق جميل د يو کال کټه يو کروړ روپۍ ده يعني د مياشتې ۸ لاکه روپۍ فقط د يوټيوب په بيان ګټي ...

هم دغه شان مفتي نعيم په کراچۍ کښې يوه مدرسه چلوله چې په مدرسه کښې يي ښه ډېر چڼي وو او چاندې به يي پرې کولې خو چې کله مړ شو او د بچو تر مېنځه يي د جايداد د ويش کيسه راغله نو معلومه شوه چې د مفتې نعيم فقط په بانکونو کښې 5 اربو نه زياتې روپۍ دي او نور جايداد د دغې نه غېر دی ...

 

بل اړخ ته پام وکړئ چې د فضل رحمان او د سميع الحق په مدرسو کښې بې شماره چڼي دي...

دغه چڼي چاندې کوي او په مدرسه کښې ژوند کوي او بيا د مدرسې نه پس يو Lower Class ژوند تېروي چې ډېر سختو سره مخ وي...

اوس پوښتنه دې وشي چې د فضل رحمان خپل ځوې او لمسي ولې چڼي ندی او د فضل رحمان خپل ځوې او لمسو د څومره کورونو مخې ته کاسه په لاس د وظيفي غږ کړی دی ؟؟؟

دا پوښتنه دې هم وشي چې سميع الحق د اسلام آباد تر ټولو قيمته ځاۍ کښې بنګله وه نو د سميع الحق د مدرسې څومره چڼي په اسلام اباد کښې بنګلې لري ؟؟؟

 

هم دغه شان ګلبدين چې يو عام افغان ته جهاد درسونه ورکوي ، د شهادت او د جنت فضايل کيسي ورته کوي د هغه خپل ځوې په خارج کښې په نوم لوڅ حالت کښې ګرځي او د دې فاني نړۍ د فاني ژوند څخه ښه په عيش خوندونه اخلي...

اوس دلته دې هم پوښتنه وشي چې ګلبدين يو عام افغان لپاره شهادت او جنت خوښوي او يو عام افغان د ګلبدين په دغه جهاد کښې په سخت حالت کښې وچه ډوډۍ خوري نو ګلبدين دغه د شهادت عظيمه رتبه او د جنت عظيم نعمتونه د خپل ځوې لپاره ولې نه خوښوي ؟؟؟

د ګلبدين ځوې څومره ځل د طالب سره په ځمکه وچه ډوډۍ خوړلې ده ؟؟؟

 

اخر د ملايانو بيان شوي دغه سادګۍ ، مدرسه ، جهاد ، شهادت او جنت کښې داسې څه دي چې د ټول پشتون قام لپاره یي خوښوي خو خپل اولادونه ترينه لرې ساتي ؟؟؟

 

ايا دغه جهاد ، شهادت او جنت خو به د جعلي شربتو کارخانې هغه زهر وو تيزاب نه وي ؟؟؟

 

ولې دغه ملايان د اولس لپاره يو څه او د ځان لپاره د هغې اپوټه ژوند خوښي ؟؟؟

 

علت يي ډېر ښکاره دې خو که څوک يي وويني...

 

د طارق جميل ټول ټال ګټه او پېژندګلو د جنت او د سادګۍ او د‌ فاني دنيا په کيسو کښې دی ...

که چيري طارق جميل دغه کيسي بند کړي نو طارق جميل به تقرير کښې څه وايي ؟؟؟

او چې‌ طارق جميل تقرير بند کړي نو هغه به روپۍ څنګه ګټي ؟؟؟

 

هم دغه شان سميع الحق د مدرسو د چڼو په سرونو ځان ساتي...

که چيري سميع الحق د مدرسې د چڼو ته د عقل او د شعور تعليم ورکړي نو د سامراج لښکر به څنګه جوړېږي ؟؟؟

سامراج ته د طالبانو لښکر پکار دی او د دغه لښکر فکرونه سميع الحق جوړوي په کوم چې هغه روپۍ اخلي...

 

نن ګلبدين که ګلبدين دی نو د دغه جهاد او د جنګ لامله دی ګنې ګلبدين څوک دی او څه شی دی ؟؟؟

ګلبدين د دغه جهاد په سر ځان ساتي که چيري ګلبدين دغه جهاد بند کړي نو ګلبدين به روپۍ څنګه ګټي ؟؟؟

مشرقي سامراج ته په افغانستان کښې يو فسادي لښکر پکار دی او هغه لښکر ګلبدين ګوري او روپۍ پرې اخلي ...

 

مذهب په اصل کښې د دې ملايانو ايمان او عقيده نده بلکه کاروبار دی...

د طارق جميل څخه رايونډ ، د سميع الحق څخه حقانيه او د ګلبدين څخه افغان فساد اوباسئ نو شاته څه پاتې کېږي ؟؟؟

 

هېڅ نه ....

او درې واڼه د پشتون کش پالیسئ برخې دي چې ډېر په تفصيل مې مخکې هم ښکاره کړي دي چې رايونډ ، حقانيه او ګلبدين څنکه د پشتون فکري ، سياسي او جغرافيايي بنيادونه نړوي ...

 

افغان اولس دې نور د دې خلکو په اړه سترګې وغړوي ګنې مدام به داسې رسوا اوسي ...

شيراز_خان_مومند/

......................

 

د وطن په تباهۍ کښې د مدرسې او ملا کردار

لیک: شیراز خان مومند

تر څو چې په پشتون وطن کښې ملا وجود لري ، د مذهب مدرسه وجود لري ، او ډلې ډلې ځوانان په دغه مدرسو کښې روزل کېږي او ملايان ترې جوړېږي تر هغې په پشتون وطن کښې امن ، سوکالي او ورورولي خپل ځاۍ نشي جوړولی او مخ پرشا به روان وي...

 

ملايان دلته وايي چې مونږ مذهبي نظام راولو خو حقيقت دغه دی چې مذهب د ژوند نظام ندی بلکه هغه د ژوند د نظام يوه برخه دی...

د ژوند د نظام دوه اړخونه وي چې يو اړخ يي عقيده وي او مذهب فقط دغه يو اړخ دی...

 

مذهبي نظام هېڅ وجود نلري او دا ملايان چې د مذهبي نظام خبره کوي نو دوي فقط اولس غولوي او اولس سره ټګي کوي ...

 

امن او پرمختګ که په مذهبي نظامونو کښې وای نو عيسايي برطانيه به اباده او عيسايي افريقه به تباه نه وای...

 

د مذهبي نظام يا د مذهبي لښکر خبره فقط د اولس د Emotional Blackmailing د پاره د قبضه ګرو د اړخه کېږي ...

 

پشتون اولس دی نور د مدرسې او د ملا نه را ووځي او نړيوال قامي ، سياسي او اقتصادي اصول دې وپېژني او خپل دې يي کړي ...

 

د پشتون اولس بقا فقط په دغه کښې ده چې هغه د مدرسې نه بغاوت وکړي ...

 

کله چې په اروپا کښې د چرچ داسې واک و لکه نن چې په پشتون وطن کښې د مدرسې واک دی نو جهالت دغه حد ته رسېدلی و چې د اروپا د چرچ پادريانو په لامبلو هم بندېز لګولی و او د مذهب ليونيانو پرې په پټو سترګو امين کړی و او چې چا به ولامبل هغه سره به دولت ډېر سخت عمل کول خو هېڅ چا د پادري نه دا پوښتنه نه کوله چې لامبل ولې جرم دی ؟ ځکه چې د پادري واک و فتوی د پادري سره وه...

 

حالات دې حد ته رسېدلي وو چې د نورو سيمو خلکو به د اروپا د خلکو څخه کرکه کوله او ورسره به نه کښېناستل ځکه چې د اروپا د خلکو بدنونو به ډېر سخا بوي کول او چې کله به د نورو هېوادونو سفيرانو د اروپا پاچا سره ليدل نو يو غټ ټوکی به يي د پزې نه تاو کړه چې سخا بوي رانشي...

 

د چرچ فقط يو عمل او د چرچ او د مذهب ليونيانو او د پادري شاګردانو ړوند عقيدت اروپا د انسانانو د شمېر نه ايستي وه...

 

خو بيا په اروپا کښې د چرچ پرضد بغاوت وشو او په اروپا کښې دننه د چرچ پرضد انقلاب راغی ...

اولس را ووتل او مذهب يي د انفراديت پورې محدود کړه ، چرچ يي د مذهب پورې محدود کړه او پادري يي د چرچ پورې محدود کړه ...

 

پادري ته يي وويل چې چرچ د سياست نه بلکه د عبادت ځاۍ دی او د پادري کار خلکو ته د عبادت طريقه ښودل دي ، نه دا چې هغه د چرچ نه را ووځي او اولس ته امرونه جاري کوي ...

 

انګريزانو چرچ او پارليمان بيل کړه ، سياست او مذهب يي بيل کړه او يو سيکولر ټولنه يي جوړه کړه او نن تاسو د هغه سيکولر ټولنې حال وينئ ...

 

هغه د اروپا د چرچ دور نن په مسلمان راغلی دی چې ملا نن د ټولنې هر ځاۍ ته ننوتلی دی او په هر ځاۍ کښې ځان امير ګڼي ...

نن ملايان لګيا وي انتهایی جاهلانه او ګډې وډې فتوې او امرونه جاري کوي او د ملايانو شاګردان او د مذهب ليونيان يي په پټو سترګو مني او هېڅ پوښتنه ترې نه کوي چې دا امر يا فتوی په کوم بنياد ، په کوم دليل او په کوم منطق جاري شوی دی ...

 

په نن وخت کښې پشتون ټولنه هم د اروپا په څير د مدرسې پرضد انقلاب ته اړتيا لري ...

 

پر مختګ که په مذهب او په چرچ کښې وای نو اروپا به په مذهبي وخت کښې تباه او په سيکولر دور کښې اباده نه وه او که پرمختګ په مذهب او په مدرسه کښې وای نو د نړۍ تر ټولو زيات عبادت په افغانستان کښې کېږي چې 96% دی او ورپسې پاکستان کښې کېږي چې 92% دی او دواړه هېوادونه تباه دي ...

 

تر څو چې پشتون ټولنه د مدرسې پرضد نه وي پاڅېدلې ، تر څو چې په پشتون وطن کښې مدرسه او مذهب د سياست او ټولنيز نظام نه بيل شوي نه وي ، تر څو چې پشتون وطن کښې مذهب فقط تر شخصيت نه وي محدود شوی ، تر څو چې سياست د مذهب نه او مذهب د سياست نه پاک شوي نه وي تر هغې به پشتون ټولنه د تباهۍ سره مخ وي...

د افغان سياست مدام راهسي د مذهبي قيدونو څخه آزاد پاتې شوی دی ... مذهب پکښې يو فيکټر و خو مذهب يي نظام نه و...

 کله چې هنډوستان په تيرو کښې پروت و او اروپا د يوې ازادې او برابرې ټولنې فکر کول په هغه ورځو کښې په افغانستان کښې يوه ښځه د دولت مشره وه او په افغانستان کښې دا قانون پاس شوی و چې په دولت کښې به د ښځو برابره زمه واري وي...

د ډيرو تدبيرونو او خواريو او مبارزې نه پس په کال 1937 کښې افغانستان د نړۍ په 20 لوي عسکري هېوادونو کښې 15 لوي عسکري قوت جوړ کړه ...

د کال 1960 نه چې د افغانستان GDP په پښو ودرېدله نو د 1970 پورې د افغانستان GDP ريټ د هندوستان او پاکستان نه زيات و او په اسيا کښې په 14 پوزيشن و او تر 1980 پورې د افغانستان GDP مستحکم وه ...

 

افغانستان يو مستحکم هېواد و او د لا استحکام په لور روان و چې پوهنتونه ، روغتونونه ، هوايي ډګرونه ، قوي عسکر ، امن ، روزګار ، جدت و...

 

خو په کال 1980 کښې افغانستان د هر Graph نه ووتل ، افغانستان د نړۍ د عسکري او د اسیا د GDP د شميرو نه بهر شول او تباهي يي پېل شوه ...

 

دا هغه وخت و چې نړيوال قوتونو د جهاد په نامه په افغانستان کښې ملايان پاڅول او خانه جنګي يي جوړه کړه ...

 

په دې اړه زما يو تفصيلي ليک هم شته چې په هغې کښې ما د جهاد او د کفر په اړه په 1980 کښې چاپ شوي د مدرسې د نصاب مکمل تاريخ ليکلی هم دی ...

په کال 1980 کښې په امريکه کښې په پشتو ، اردو او دري ژبو کښې داسې نصاب چاپ شول چې هغې کښې د جهاد ، کفر او فحاشۍ پر ضد درسونه وو او پکښې به د ټوپکو ، د ماينونو او د روسيه د عسکرو عکسونه وو...

 

دغه ټول کتابونه د امريکي د هغه وخت ولسمشر د اربونو روپو په مصرف باندې د افغانستان او د کوزي پشتونخوا ټولو مدرسو ته را ولېږل او په مدرسو کښې ملايانو هغه درسونه پېل کړه ...

 

په مدرسه کښې به د پشتنو ماشومان د مذهب د‌ علم لپاره راتلل خو په دغه مدرسه کښې به ملايانو دغه ماشومانو ته د امريکي جوړ کړی شوي د جهاد درسونه او د جنګ تربيه ورکوله...

 

په مدرسو کښې به د ملايانو په مشرۍ کښې د نورو هېوادونو عسکرو دغه ماشومانو ته د جنګ تربيه ورکوله چې د دغې په اړه د ډېرو عسکري مشرانو خپلې ویناګانې شته دی ، ان تر دې چې د ملا عمر تربيت هم دغه هېوادونو عسکرو کړی و چې د افغانستان دولت او عسکرو پرضد يي وجنګوي ...

 

د "نړيوال اصول او پاليسي او د طالب وجود او کردار" په موضوع باندې ليکنو کښې ما دا هم په تفصيل ليکلي چې د جهاد او د اسلام په نامه دغه پاڅون د افغانستان خپلو خلکو نه و کړی بلکه د نورو هېوادونو نه عسکر راغله او د کفر او اسلام په نامه يي افغانستان کښې خانه جنګي پېل کړله...

کله چې روس راغی نو دغه خلکو به د روس په عسکرو بريد کول او د الله اکبر نعرې به يي وهله په کوم باندې چې د افغانستان عام اولس دوکه شو او دا جنګ دغه شان افغانستان ته منتقل شو...

په دې ټوله لوبه کښې د جماعت اسلامي البدر کيمپ او د جميعت علما اسلام د قبايلي سيمو او د خېبر پشتونخوا مدرسو لوي کردار لوبولی و...

 

د افغان وطن په نړولو کښې د مدرسې او د ملا کردار تر دې حده پورې ګنده دی چې په 1983 کښې چې کله د خېبر خلکو د غېر ملکيانو پرضد پاڅون وکړه او دا خبره يي وکړه چې مونږ په خپل وطن کښې دغه غېر ملکيان او جهاد نه منو او د عوامي نيشنل ګوند مشرانو هم د دغه فساد پرضد پاڅون وکړه نو ملايانو د خېبر د خلکو او د عوامي نيشنل ګوند د مشرانو پرضد فتوې ورکړې چې دا کمونسټ دي ، کافران دي او د ملايانو د فتوې په بنياد د رياست د اړخه دا فتوی راغله چې دا خلک د روس ملګري دي او د رياستي پاليسي مخالف دي نو دغه خلک غداران دي ...

د خېبر اولس او د عوامي نيشنل مشران په يو وخت هم کافران شول او هم غداران او د دغه فتوو په بنياد په کال 1983 کښې په خېبر کښې ډېر لوي عمليات پېل شول چې پکښې‌ ډېر خلک مړه او ګرفتار شول او ډېر کورونه پکښی ونړېده ... دغه عملياتو کښې شريک د ملېشيا يو کومندان ماته وويل چې ما ته يي د علي مسجد نه تر غونډي پورې سيمه راکړې وه چې ته به د دغه سيمي پاڅون وژنې او هغه ټولې پېښې ماته بيان کړي دي...

 

د ملايانو د ده کفر د فتوو لامله د ډېرو ځوانانو ايمان په دې خبره جوړ شو چې دا په ريښتيا جهاد دی ځکه چې د عالمانو فتوې دي نو ډېر ځوانان د دغه فتوو لامله په دغه فساد کښې شريک شول او ډېر د ايمان د خطر لامله غلي شول...

 

دغه فساد چې زور واخيستل نو ډېر افغانستان دښمن قوتونو پکښې خپل مفادات ترسره کولو کوښښ وکړه چې په کال 1989 کښې د افغانستان په جلال اباد ښار باندې يو لويه حمله وشوه او په دغه حمله کښې ملايان او مجاهدين هم د دغه قوت سره اوږه په اوږه ولاړ وو خو د افغانستان ملي عسکرو او د افغانستان اولس دغه حمله ناکامه کړه...

په دغه حمله کښې د جلال اباد ښار په روغتونو باندې توغندي ولوېدل چې ډېرې ښځې او ماشومان پکښې مړه و خو خېر دغه د ملايانو جهاد و نو ماشومانو او د ښځو مرګ روا دی ...

 

د دغې‌ نه پس چې کابل سکوت شو او د ملايانو حکومت راغی نو ملايانو د خپل وطن مال ته د مال غنیمت په نظر وکتل او هغه مال غنیمت يي په اغيارو باندې د کباړ په څېر خرڅ کړل او چا چې دغه ملايان په واک کښې را وستلي وو نو هغوي ترينه د ټولو لومړی د تورې کرښې د منلو غوښتنه وکړه خو دلته کيسه داسې ورته شوه د دغه فساد د اصل مقصد نه ناخبره ډېرو طالبانو د دغې غوښتنې مخالفت وکړه ځکه چې دا قوت د هغوي په اند د کفر پرضد جوړ شوی و...

 

د دغې نه مخکې چې څه وشول هغه دې نسل په خپلو سترګو ليدلي دي چې د مجاهدينو ، ملايانو او د مدرسې لامله افغان وطن داسې تباهۍ سره مخ شو چې په تاريخ کښې به د انساني بحران په نامه يادېږي ...

 

د دې‌ ليک په لومړۍ برخه کښې ما ليکلي هم دي چې وطن په اقتصاد جوړېږي او پرمختګ کوي او اقتصاد د امن ، استحکام سره تړلی شوی دی...

 

يو وطن کښې چې امن وي ، استحکام وي ، نو هغه وطن کښې دو اړخيز تجارت قوي کېږي چې وطن کښې دننه د دولت ټول پام د انډسټري او محصولاتو تخليق اړخ ته وي او بهرني خلک خپله سرمايه راوړي او وطن کښې یي Invest کوي...

د دغه اقتصاد په بنياد باندې قام يو لوي عسکري قوت جوړوي او په وطن کښې دننه Human Development کوي‌...

 

خو د مدرسې او د اسلام ملايانو دا وطن په داسې طريقه تباه کړه چې دوي په وطن کښې دننه هغه مکتبونه ، روغتونونه ، سرکونه ، د اوبو بندونه ، پوهنتونونه ، د برق ګرېډونه هم ورانوي کوم چې دولت پخپله جوړوي ، دغه د اسلام ملايان په وطن کښې دننه خانه جنګي کوي او هغه ملکي خلک هم وژني څوک چې جديد فکرونه لري او د وطن د جوړولو توان لري او بل اړخ ته يي په نړۍ کښې د افغانستان داسې څيره وړاندې کړې ده چې په افغانستان کښې د غېر ملکيانو لپاره هېڅ ځاۍ نشته نو غېر ملکيان هم خپله سرمايه دلته نه راوړي چې تجارت پرې وشي او بل اړخ ته دوي د هغه ملي عسکرو سره هم په جنګ دي کوم چې دولت ډېر په خوارۍ د وطن د دفاع لپاره جوړ کړي دي...

 

نو په نتيجه کښې يي افغانستان خپل اقتصاد نشي جوړولی او بهرني امداد ته محتاج دی او د دغې لامله چې د افغانستان بجټ ډېر زيات محدود دی نو افغانستان کښې هېڅ Human Development نشي کېدی ...

 

دغه د اسلام ملايانو افغانستان داسې په نښه نښه کمزوری مړه چې د افغانستان د اقتصاد تر ټولو لويه سرمايه د باميان د بودها مجسمه يي تباه کړه او افغانستان يي د دغه خزانې څخه محروم کړه ...

 

د ملايانو او د مدرسې د دغه فساد لامله دلته داسې ماحول نشته چې د افغانستان په پوهنتون کښی د افغانستان ځوانان او پېغلې د ريسرچ او د تخليق کار وکړي ، د ملا د دغه فساد لامله په افغانستان کښې بې شماره داسې ماشومان يتيمان شول او په لارو کوڅو کښې سوالونه کوي کوم ماشومان چې ساينسدانان ، معاشي ماهران ، نامتو لوبغاړي ، سياستوال ، دانشوران او استاذان جوړېدی شول...

 

جديد نړۍ د ساينسي ريسرچ او تخليق په بنياد باندې ولاړه ده او د دغه ريسرچ او تخليق په معيار کښې د اسټراليا پوهنتون په نړۍ کښې تر ټولو غوره پوهنتون دی او ورپسې د برطانيه او امريکي پوهنتون وګورئ ...

د اسټراليا ، برطانيه او امريکي تعليمي ادارې هر کال د ساينسدانانو ، معاشي ماهرانو ، دانشورانو ، پاليسي سازو ، ډاکټرانو ، استاذانو يو داسې لښکر فارغوي چې نړۍ تر زر کلونو پورې د دوي مخه نشي نيوی او په افغانستان کښې هم دغه ځوانان او پېغلې په پوهنتون کښی د تعليم په پای کښې او يا په مکتب کښې د تعليم په پېل کښې د ملايانو د اسلام د وحشت ښکار شي ...

 

د ملا او مدرسې کردار په پشتون وطن کښې د سرطان په څېر دی ، ملا د دې وطن سرطان جوړ شوی دی او تر څو چې دغه سرطان مو د ځان نه پرې کړې نه وي تر هغې په وطن کښې امن نشي راتللی ...

 

د ملا او د مدرسې بنيادونه ورانول لازم شوي دي ...

 

نوټ : د جهاد په نامه دغه فساد ولې جوړ شو او طالبان ولې جوړ کړی شول په دغه موضوع به ډېر زر زما تفصيلي کتاب چاپ شي.

شيراز_خان_مومند

________________________________________________

سيکولرزم څه دی ؟

 

ليک : مولانا وحيد الدين خان

اضافه : شيراز خان مومند

 

 

د يو ليکوال د پاره د مرګ فاتحه يا د مرګ رسم په هغه وخت کول پکار وي کله چې د ليکوال فکرونه مړه شي... د ليکوال مرګ د هغه جسماني وجود په فنا کېدلو نه بلکه د هغه د فکري وجود په فنا کېدلو باندې کېږي ... مولانا وحيد الدين نن هم ماسره زما په څنګ کښې د کتاب په شکل کښې ژوندی دی او دا ليک د هغه د ژوندي وجود ثبوت دی. کله چې د مولانا فکرونه ، لفظونه ورک شول په هغه ورځ به زه ورسره غمرازي او فاتحه وکړم...

شيراز خان مومند

.........

 

د سيکولرزم په اړه د بې پلوې رای ورکونې لپاره په دوه څيزونو کښې توپير کول اړين دی. يوه دا چې سيکولر فلسفه ده او بل دا چې سيکولر پاليسي ده. د دواړو تر مېنځ سرګند توپير دی. څوک چې په دې توپير پوهه نشي هغوي د سيکولرزم په اړه سمه رای نشي وړاندې کولی .

 

د سيکولر فلسفې ابتدا د هغو خلکو د ذهن زيږنده وه چې د ملحدانه فکر ښکار وو. خو وروستو د فلسفې په بېلېدو ، سيکولرزم د جمهوري نظام عملي پاليسي وګرځېده . د عملي پاليسي په توګه د دې مطلب دا دی چې "مذهبي چارې د خلکو د انفرادي ازادۍ معامله ګڼل او ګډې مادي ګټې د رياست د دايرې څيز ګڼل"...

 

پخوا زمانه د مذهبي جبر زمانه وه. په نننۍ زمانه کښې مذهبي ازادي د خلکو يو ناقابل تنسيخ حق ګڼل شوی دی. سيکولر پاليسي په اصل کښې د خلکو د همدې مذهبي ازادۍ يوه برخه ده. په لومړيو زمانو کښې دا طريقه وه چې يوه مذهبي ډله د بلې مذهبي ډلې د ازادونې لپاره نه اماده کېدلهد مذهبي تعذيب (Religious Persecution) ښکار به يي ګرځوله. په نوي جمهوريت کښې د دې اپوټه ، سيکولر پاليسي غوره کړل شوه ، يعني ګډې مادي چارې د رياست په دايره کښې ساتل او د مذهب او کلتور په معامله کښې خلکو ته پوره ازادي ورکول .

 

هره ټولنه اړتيا لري چې هلته دې د امن ماحول وي ، له امن پرته هېڅ ډول پرمختګ نشي کېدی .سيکولرزم د يوې عملي پاليسۍ په توګه د امن راوستلو هم دا تدبير دی. هم دې تدبير په اوسنۍ زمانه کښې پرمختللي هېوادونه د پخوا طرز له مذهبي جنګونو ژغورلي دي . دا چې له هند نه تر امريکي او برطانيي پورې د سيکولر رياست اصل غوره کړل . د دې مذهبي مخالفت نشته بلکه په مذهب کښې د لاسوهنې مخالفت شته. ځکه خو په دې هېوادونو کښې هرې مذهبي ډلې ته پوره ازادي ترلاسه ده. په دې هېوادونو کښې فقط تشدد ممنوع دی او په مذهب هېڅ بندېز نشته .

 

د سيکولرزم په اړه چې څوک منفي ذهن ساتي لامل يي دا دی چې هغوي په دوه څيزونو کښې توپير نه کوي . سيکولر فلسفه او سيکولر پاليسي...

دا دواړه په يو ځاۍ کولو ګوري. په داسې حال کښې په دې اړه سمه رای قايمونې لپاره اړينه ده چې دواړه له يوه بله بيل کړل شي او بيا وکتل شي .

د سيکولرزم په اړه منفي ذهن لرونکي خلک د يوې تيروتنې ښکار دي . هغوي سيکولر پاليسي يوازې تر مشترکه مادي چارو محدوده نه ساتي ، بلکه د مذهبي مخالفت ګډه معنا یي ګڼي . په داسې حال کښې چې په اوسني زمانه کښې د سيکولر حکومت مطلب مذهب مخالف حکومت ندی بلکه د دې مطلب يوازې دا دی چې حکومت په مذهبي چارو کښې د نه لاسوهنې ، عدم مداخلت Non Interference د پاليسي پابند دی. په دې اړه ټولې تيروتنې ځکه پېدا شوي دي چې دا خلک عدم مداخلت هم د مخالفت په معنا ګڼي .

 

د دې معاملې يو اړخ بل دی. هغه دا چې د مذهبي ازادۍ په اصولو په يو وخت دوه ډوله ازادي برخمنه ده. مذهبي عمل او مذهبي تبليغ .

 

د نننۍ زمانې په ټولو سيکولر هېوادونو کښې دا دواړه ډول آزادي خلکو ته په پوره توګه ترلاسه شوې ده. د دې مطلب دا دی چې يوه مذهبي ډله په انفرادي توګه په خپل مذهب عمل کوي ، د نورو مذهبي ډلو تر مېنځ د خپل مذهب تبليغ ته په پرامنه توګه ادامه ورکولی شي . دا ازادي تر دې حده حقيقي ده چې په دې هېوادونو کښې زيات خلک خپل مذهب بدلوي او د حکومت لخوا پرې هېڅ بندېز نه لګول کېږي . د بيلګي په توګه په امريکه کښې هر کال نږدې سل زره امريکايان اسلامي مذهب غوره کوي

 

له دې پلوه که وګورو نو د سيکولر پاليسي مطلب دا دی چې هېڅ مذهبي ډله په خپل وخت ، په انفرادي چوکاټ کښې په خپل مذهب باندې عمل کولو سره دا هڅه کولی شي چې د نورو مذهبي افرادو عقيده بدله کړي ...

#مولانا_وحيد_الدين_خان

 

اضافه :

په دې ليک کښې مولانا وحيد الدين دوه څيزونه بيان کړي دي...

رياستي ګډې چارې او د سيکولرزم سره تړلی امن...

 

زه اولس ته اسانتيا لپاره وايم چې د رياستي ګډو چارو معنا د رياست يا هېواد دفاع ، خارجه پاليسي او اقتصاد دي...

په يو هېواد کښې که د هر مذهب واله اوسېږي خو د هغه هېواد دفاع ، خارجه پاليسي او اقتصاد په هرې مذهبي ډلې باندې يو شان اثر لري که هغه منفي وي او که مثبت... چې د هېواد اقتصاد قوي وي نو د مذهبونو نه بالا هر نفر به ښه او سوکاله ژوند کوي چې په هېواد کښې به ښه تعليمي ادارې ، ښه د صحت ادارې ، د روزګار او د موقعو زياتوالی ، ښه infrastructure او سهولتونه وي او دغه اقتصاد د ټول هېواد په شريکو هڅو باندې ښه کېږي او د شريکو هڅو لپاره لازم ده چې هېواد سيکولر وي ځکه چې کله هېواد يوې ځانګړې ډلې په لاس کښې شي نو بيا د هېواد زمه واري او ګټه نيمګړي شي او زيان يي ټول هېواد ته رسي ...

 

دويمه دغه چې کله يو هېواد يوې ډلې لاس له ورشي څنکه چې ما مخکې د سيکولرزم په اړه په خپل يو ليک کښې ويلي هم وو چې که چيري يو داسې هېواد جوړ شي چې هغې کښې د ټولې نړۍ مسلمانان يو ځاۍ شي او غېر مسلم ترينه ټول ووځي نو دغه هېواد کښې به د تهذيبونو او کلتورونو جنګ وي ځکه چې عرب مسلمان به وايي چې زمونږ کلتور غوره دی او پشتون مسلمان به وايي چې زمونږ کلتور غوره دی او پنجابی مسلمان به وايي چې زمونږ کلتور غوره دی او انګريز مسلمان او داسې افريقايي مسلمانان ...

او که چيري يو داسې هېواد جوړ شي چې کلتور يو وي نو هلته به د مذهبونو او عقيدو جنګ وي...

نو لازم د چې د کلتور او د مذهب د جنګ نه وطن ژغورلو لپاره يو داسې نظام نافذ شي چې هغه نظام کښې د هر چا مذهب او د هر چا کلتور غوره وي ، د هر چا مذهب او کلتور ته احترام وي ، د هر چا مذهب او کلتور ته نه فقط دا چې ازادي وي بلکه د هغې د خپرولو لپاره ورته يو ازاد فورم هم وي او دغه نظام ، دغه فورم فقط سيکولرزم دی ...

 

نن چې مونږ مغرب کښې وګورو نو مغربي هېوادونو عيسايي اکثريت دي خو هغې کښې ورورولي ده ، اسرايل يهودي اکثريت دی خو هغې کښې دننه ورورولي ده ، ترکي مسلمان اکثريت دی خو هغې کښې ورورولي د او د دغې ورورولۍ ترشا فقط يو لامل دی او هغه دی سيکولرزم ...

 

په مغرب ، اسرايل او ترکي کښې سيکولرزم دی ځکه هلته يو بل لپاره احترام دی او د هغې لامله هلته ورورولي د او د دغه ورورولۍ او امن لامله هلته تاسو وينئ چې څومره خوشالي ، سوکالي ، جدت دی او دغه هېوادونه څومره پرمخ روان دي ...

او بل اړخ ته چې مونږ وګورو نو د مذهبونو په نامه بوخت هېوادونه د دغه سيکولر هېوادونو ته محتاجه دي ...

شيراز_خان_مومند

12.05.2021

-
بېرته شاته