(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دته خیل پرلت ته د منظور پشتین

[29.May.2021 - 19:28]

د مشر منظور پښتون د دته خېل وزيرستان پرلت ته وینا

د دته خیل په ړنګ مارکیټ کې راټول شوو چې څومره پښتانه یاست د زړه له تله درته سلام کوم اسلام اعلیکم ورحمت الله وبرکات

 

ملګرو نن موږ په یو مقصد سره راغونډ یو

هغه مقصد د خړ کمر د شهیدانو تلین لمانځل د سردار عارف وزیر تلین لمانځل او د پښتانه وطن او سپېشل ددغه علاقې چې څه مسائل دې هغه شریک کړو 

 

ملګرو په شپږ ویښتم مئ باندې یو غټ ظلم په خړ کمر کې وشو 

احتجاج د څه د پاره روان وو تاسو به خبر واست 

په خړ کمر کې په کلي کې په یوه ښځه تشدد شوی وو د هغه خلاف چې کله پښتانه راجمع سوه 

 

پر هغه باندې ددغه ریاست قاتل فوځ حمله وکړله په هغه کې وړوکې وړوکې ماشومان او ستر خلګ یې شهیدان کړه 

شپاړس کسان یې شهیدان کړه او پنځوس کسان یې ټپیان کړه 

او د هغه نه بعد یې بیا بې انتها زیات ملګري ونیول 

او بیا یې اولټا ایف ائ ار د خړ کمر پر خلګو وکړو د پي ټي ایم پر ملګرو یې وکړو 

 

او په ایف ائ ار کې د خړ کمر د شهیدانو نومونه هم شامل وو

او بل د شهیدانو په لاس کې چې کومې ګهړۍ وې او کوم موبائلونه وه هغه تر نن ورځې پورې هغه فوځ غلا کړي نه یې دي واپس ورته راوړي

 

دوی د علي وزیر نه ګیله کوله چې ته وایې دا فوځ غل دی ددغه وطن د چتونو  او مارکیټونو  نه راواخله بیا د خړ کمر د شهیدانو د لاسونو د ګهړیو او موبائلونو پورې تاسو غلا کړې ده بله چاره مو نه ده کړې

 

نن موږ دلته د خړ کمر شهیدانو ته او د هغوی کورنيو ته سلام که وو

د خړ کمر د شهیدانو کورنیو او خپلوانو پر ځان غم تیر کړو ددغه وطن او ددغه قوم د پاره 

په تاریخ کې چې سل کاله بعد د خړ کمر د شهیدانو لمسیانو دوی هیر وي خو پي ټي ایم یې نه هیره وي

 

زموږ او ستاسو د سردار عارف وزیر خبره که وو 

سردار عارف وزیر سره ددغه خلکو ددغه وطن فکر وو

د سردار عارف وزیر سره د ځوانانو مشرانو خوېندو او مېندو فکر ورسره وو

ځکه د دښمن په سترګه کې ازغی وو

ځکه یې دی شهید کړ 

په وانا کې سردار عارف وزیر د زمري غوندي ګرځېده ګرځېده دغه شئ پر بوج وو ځکه یې سردار عارف وزیر شهید کړو 

 

د سردار عارف وزیر سره چې کومه واقعه شوې ده هغه د ددوی چند نامالومو کړې ده

اې د پاکستان فوځه موږ هغه نامالوم پېژنو 

تاخو پر دوی ایف ائ ار ونکړو خو ددې وطن سپینږیرو ځوانانو او ماشومانو په زړه کې پر تا ایف ائ ار کړی دی چې کومه ورځ هم پښتون قوم وس ولرو 

بیا به د پښتانه عدالت وي بیا په هغه کې ته معاف کېدای نه سې 

 

ملګرو دغه تاسو چې وس پکې ناست یاست دغه ته دته خیل بازار وایي ددغه دته خیل بازار په یوه خوا کې جمت دی په دغه جمته کې وس هم ددغه کلې علاقې د شپېته نه زیات کسان نیولي دې سزاوي ور کوي 

 

پېغمبر علیه سلام چې کله مکه فتحه کړه بیا یې د خدای کور ته د امن ځی ووایه چې کفار ته به هم دلته امن وي

خو دلته په جمته کې پښتانه مسلمانان دې هغه ته امن نشته 

 

 دی وایې چې پاکستان کا مطلب کیا لااله الاالله دا ته څه رنګه دا الفاظ کاروې الفاظ دې څه دې او اعمال دې څه دی

 

دلته چې کوم کسان نیولي دي ددغه عمرونه د ۱۵ نه راواخله بیا تر شل کاله پورې دي ټول یې د کم عمر کسان نیولي دي 

 

دعوه یې څه ده وای دوی طالب ته مړۍ ورکړې ده زه په دعوه سره دا وایم چې دلته د طالب د مړۍ زموار څوک دې 

 

ته وایې چې موږ دا وطن کلئر کړو نو بیا که تا دا وطن کلئر کړی دی بیا طالب له کومې راغلی او که تا دا وطن نه دی کلئر کړی بیا دې موږ په څه پورې کډوال کړو زمونږ کورونه او مارکیټونه دې د څه پورې ړنګ کړو 

 

ته چې د طالب مړۍ یاد وې بیا ته هم دا د کلئر دعوه پرېږده یواځي دا اوایه چې غلا مو وکړه 

 

بیا چې موږ تلو دلته طالب نه وو او بیا چې موږ راتلو یو تور ازغن تار یې لګولی وو پر دا تور تار باندې طالب څنګه راتیر سو بیا تر تور تار چې راتیر سې بیا قلعه ده بیا قلعه ده بیا قلعه ده بیا چیک پوسټ دی بیا چیک پوسټ دی نو طالب زمونږ د کورونو پورې څنګه راغلو بیا چې طالب دومره زورور دی پر دا تار راتیرېدلی سي بیا موږ یو غریب سړی مړۍ څه رنګه ځیني بنده کړو 

 

دا خبره وکړه چې د قلعې نه درووتو او بیرته واپس قلعې ته راغلو او بیا فوځ ماته ولاړ وي وای تاسو مړۍ ورکړې ده

شه چې مړۍ یې وخوړه بیا طالب چرته ولاړو چې په ما پسې راځې په هغوی پسې ولي نه ځې 

 

په دغه علاقه کې د امن وو امان زمه واري ده اخیستې ده وس به یې نیمګړې نه پرېږدي

 

ددغه وطن یو بله مثله 

چې ټارګټ کلنګ ورته وایي په پښتو کې هدفي وژنه ورته وایي 

په دغه علاقه کې پر هر چیک پوسټ انټري کیږي چې ننوځې هم هو چې وځې هم 

نو ددا ټارګټ کلنګ چې کوي ددغه نه دې چیري پوښتنه کړې ده 

دوی وایي چې دا نامالوم دې موږ په دا علاقه کې ډیر شه سره پیژنو چې دا پلانکی دی دا پلانکي ځی دی چې د لیري ځینه کوم میلمه موږ ته راځي هغه هم موږ پيژنو چې پلانکي ته راځي 

 

چې کوم نامالوم سړی ټارګټ کلنګ وکړي زمه وار یې ریاست دی ځکه چې په ائین کې د تحفوظ زمه واري دده ده 

 

د مسنګ پرسن خبره 

دلته ملکان سپینږیري راغلي دي زه ددوی نه پوښته کوم چې تاسو خو جرګې هم ورسره کړي دي ناستي مو هم ورسره کړي تایو ورته اوایاست چې دلته درې قیصي دي 

یو اسلام دی چې زموږ مذهب دی 

یو پښتو ده چې زموږ رویات ورته وایي 

یو ددغه ملک ائین دی 

دغه فوځ کوم یو مني 

چې کوم یو مني موږ یې ورسره منو

که په اسلام یې مني علما دې راوغواړي د شریعت مطابق دي سزا ورکړي 

که پښتو مني دا کسان دې جرګه ته راوغواړي چې جرګه کومه سزا ورکوي ور دې کړي 

که په ائین یې مني عدالت ته دې پېش کړي چې کومه سزا ورکوي زموږ ورسره خوشه ده

 

دا بې اسلامه دا بې پښتو دا بې ائینه ظلم چې دوی روان کړی دی دا موږ نه ورسره منو 

 

بله خبره 

دوی دلته قبضې کوي دا شمالي وزیرستان دی دا د سرو زرو ډک وطن دی 

ددغه وطن بچیان نن په سعودي کې مذدورۍ کوي او ژړا وي کوي او ددغه وطن نه ددې ملک فوځ محرومه کړی دی 

 

ته که وایې چې موږ په دا وطن کې امن غواړو نو بیا سره د ټوپکه تاسو لاړ شئ موږ ټول د امن ګرنټي در که وو 

 

د امن ګرنټي چیش ده ګوډ، بېډ، فوځ، ائ ایس ائ ، دوی دې ووځي بیا په وزیرستان کې امن دی هیڅ نسته 

 

بله خبره

 

د افغانستان جنګ ستاسو د جنګ نوم دی 

د افغانستان امن ستاسو د امن نوم دی 

هلته د مزاکرات روان دي 

دوی وایې چې په پارلیمان او غیر پارلیمان سره رټ دي 

په افغانستان کې په پارلیماني او په غیر پارلیماني څوک نه دي سره رټ په رایه سره رټ دي 

اشرف غني دا وایي چې د ولس د رایه دي احترام وسي 

چې ولس څوک خوښه وي هغه دې خوښ کړي 

 

دغي ته زه وایم چې د ولس رایه محترمه ده موږ ته ولس وایي چې پي ټي ایم تحریک سهي دی ځکه موږ د خپل ولس دا خبره منلې ده 

 

موږ د پښتونخوا ولس په لر او بر وطن کې امن غواړو 

موږ.د پښتونخوا ولس دا شمارو چې دغه جنګ زموږ هر شئ خراب کړو 

زموږ د پښتونخوا ولس لوی ارمان د لر او بر افغان وطن ارمان سولیز افغان وطن 

 

ددې په خاطر موږ پر هر چا باندې غږ که وو  

پر افغان حکومت باندې هم او پر طالبانو باندې هم چې دا د سولي عمل چې کوم دی په دې کې د سولي کوښښ وشي 

 

چې مونږ پي ټي ایم پکې کردار ادا کولی شو نن ورځې نه ورته تیار یو دغه کردار ته 

 

که د افغانستان حکومت او طالب په دې راځي وي چې پي ټي ایم دې په دې کې کردار ادا کړي 

موږ به پر مشرانو او سیاسي پوهانو غږ وکړو ټول پښتانه یو درنه جرګه به جوړه کړو په دې منځ کې به د سولي هڅه او کوښښ وکړو 

 

دا پېغام په دې خاطر دی چې د کابل جنګ صرف په کابل نه پاته کیږي د په ټوله پښتونخوا اور لګیږي 

 

جنګ بې انتها بربادي جوړه کړه نوی جنګ هم بربادي جوړه وي 

امریکه وایي چې موږ ته پښتونخوا وطن بیا پاکستان راکړو چې څه په کوې هغه په وکړه 

موږ پښتانه نه یو خبر چې تاسو د چیشي معاهده کړې ده دا په کوم بنیاد کیږي 

دا خاورې ته بې فائده څه وي 

موږ خو دومره کتلي دي چې دې خاورې ته څومره زورور راځي هغومره به غټ جنګ راځي 

 

موږ پخپله خاوره امن غواړو موږ په خپله خاوره سوله غواړو 

چې کومه فیصله د پښتنو د مشورې نه بغیر شوې ده نقصان ثابته سوې ده 

 

 د دنیا قوتونو ته موږ وایو 

د پښتنو د مشورې نه د پښتنو د رایې نه بغیر شه او بد چې کوم دې دا دغه خلګو ته په سمج کې نه راځي 

 

دا خلګ په دې پوه کړی چې ددغه به فائده او نقصانات څه وي ددغه به د چلولو طریقه کار څه وي 

 

موږ د سولي او د امن په خاطر ټولي دنیا ته یې که وو چې موږ پخپله خاوره امن غواړو هر څوک چې دلته څه کوي یواځې  د پاکستان سره یې سودا مه کوئ 

دا قام او وطن خلګ اوسیږي دا هم پرې خبروئ چې دلته څه روان دي

په توره شپه کې دا خلګ مزید تګ نه غواړي

 

او بله خبره زمونږ بندي ملګري

 

د شمالي وزیرستان په  جلسه کې بې غرغری کولې هغه علي وزیر نن ستاسو په منځ کې نشته دی 

هغه علي وزیر ته ددغه ځی نه ټول یو سلام وکړی چې جیل ته ورسیږي 

علي وزیر د خپلې خاورې دفا کوله بله یې هیڅ کومه ګناه نه ده کړې 

 

حنیف پښتون د خپلې خاورې دفا کوله بله ګناه یې نه ده کړې 

 

یوسف علي خان د وزیرستان په دې ړنګو بازارونو باندې ژړا کوله بل جرم یې نه دی کړی 

 

اویس ابدال هم د خپلې خاورې فکر لرلو ځکه دوی  بندیان دي 

 

موږ په دې باندې غلې نه پاته شوي یو نه کله پاته کیږو 

په کراچۍ کې به  د ملګرو په مشوره د علي وزیر د خلاصون د پاره یو پرلت کښېنوو 

 

په بنو کې به هره هفته د حنیف پښتون خلاصون د پاره احتجاج کیږي 

 

بل د یوسف علي خان د پاره د صوابۍ پر ملګرو غږ که وو چې هغه هلته احتجاجونه وکړي 

 

او بل د اویس ابدال د پاره د ملګرو هلې ځلې شورو دي موږ ورته وایو تاسو مشوره وکړی که د احتجاج ضرورت وو موږ به اعلان 

که وو

 

او بله خبره 

دوی د تحریک ملګرو ته دمکۍ ورکوي 

موږ ملګرو ته دا وایو چې تشي دمکۍ ورپاته شوي دي نور هیڅ نه شي کولی 

 

بله خبره

 موږ ته څه کسان راغلي وو هغو وویل چې فوځ وایي موږ به مداخیل ائ ډي پیز واپس راولو که دا جلسه د دته خیل بازار نه واړوئ 

موږ مشوره وکړه که دا دعوه ریښتونې وه نو تر شپږ ویشتم تاریخه پورې که مداخیل واپس راغلل دا جلسه به موږ بل خوا وکړو خو دوی دروغجن ثابت سول 

 

بله خبره 

په ډیورنډ لاین باندې کاروباري ګيټونه دې دا کاروباري ګیټونه د خلګو د امدن زریعه ده 

د چمن ګیټ دی که د طورخم ګیټ دی او که انګور اډه ګیټ دی چې تر څو دا ټول خلاص شوي نه وي د پي ټي ایم په مبارزه کې به ددغو خلاصول او د اذاد کاروبار کول شامل وي 

 

اخري خبره 

پي ټی ایم متحد دی متحد به وي او متحد بې ساتو په دلیل باندې په عقل باندې په پي ټي ایم کې دننه چې څوک هم څه ګیله لري هر وخت دي راسي هر وخت ورسره کښېنم

Muslim Yar Khan

..........

 

د پېښور پرلت د وینا لنډ ټکي.

مشر منظور پښتين په نننۍ جلسه کې بيان کړل. ما يې خبرې ټکی په ټکی ليکلي، تر څو د تاريخ پر پاڼو ثبت پاته‌ شي.

 

اول.

نن داسې جلسه ده، چې په بې انتها مشکلاتو کې ترسره شوه، د رياست چې څومره هم زور و؛ هغه که پوليس و، هغه که جاسوس و، هغه که پوځ و، چې کومه هم لار وه، هر څه يې ونيول چې دا جلسه به نه کيږي، خو بيا هم دا جلسه وشوله، او ياد دې لري؛ چې دې جلسې ته ځوانان نه بلکې پښتنې پېغلې هم راغلي.

هغه پښتانه چې په پنځه کيلو دالو خرڅيږي، غټ غټ بريتونه يې هم پريښي او ګرځي، هغوی دې د پښتونخوا له دې پېغلو وشرميږي چې دلته ناستې دي

 

دوهم

ملګرو! په دې تشدد دوي هيڅوک هم ونه شو ډار کړلی، نن زمونږ په مينځ کې مولانا اعجاز ناست دی. د دوي لخوا پر مولانا اعجاز څو مياشتې په مسلسل ډول تشدد وشو، خو چې له جېل (بند) راوتلو؛ يوه خبره ده ورته وکړله، چې که تاسې ما په دې اساس پرېږدئ چې دی به نور پي ټي ايم ته ور نه شي؛ خطا شوي ياست، زه چې اوس ځم؛ اول به پي ټي ايم ته ورځم، نن يې نيکه وفات و؛ پلار يې ناروغ و، ده ورته ويلي چې زه ولاړم او د پي ټي ايم جلسه ده. رياست په جبر دا خلک نه شي منع کولی.

 

دريم

ملګرو! پښتانه چې کله خپل حقوق غواړي، دوي په خوله انکار نه ورته کوي خو د پاکستان جنډې (بيرغ) ورته را مخې ته کړي، دوي له دغې جنډې د پښتنو د حقوقو د نه ورکولو علامت (نښانه) جوړه کړې

 

څلورم

نن ما ويډيو کتله، د بيزو په چيک پوسټ (پوليسو پوسته) باندې؛ پښتانه پوليس را مخکې شي، لاره يې بنده کړې وه، علمزېب ورته ښکته شي، ساده خبره ورته وکړي، زه د خپلو حقوقو لپاره روان يم خو تا لاره بنده کړې، دا غير قانوني ده. زه اوس خپل حقوق اخلم، زه درباندې درځم، ته چې څه کوې؛ کوه يې. موټر ته وخيژي، ملګرو ته وايي چې پرې ورځئ، همداسې پرې تېر شي.

هره لاره او هره ضلعه يې نيولې وه. اوس هم زموږ ملګري زرغون شاه او ملا بهرام لا په جېل کې پراته دي، د همدې جلسې په تياريانو کې يې ونيول. همداسې د باجوړ ملګري ګل باد شاه دوي يې هم په چيک پوسټ نيولي. د بلها مشکلاتو باوجود زموږ د قام او وطن سره د مينې لرونکي خلک چې نر او ښځه و؛ ځانونه يې راورسول. څوک چې په لاره هم پاته شوي؛ هغوي ته دوه ځله سلام. تاسې خپل قام سره په داسې ورځ درېدلي نه ياست چې د ساز او اتڼ حالت وي، بلکې په داسې ورځ مو د قام خبره کړې چې هر طرف ته ټوپک او مرمۍ دي

 

پنځم

د نن جلسه د ارمان لوڼي په حواله سره ده.‌ د آرمان لوڼي يوازې شهادت او تدفين نه بلکې د ژوند څخه زده کړه کول په کار دي. خپلو خويندو او بچو ته، د دغه قام او وطن لپاره مبارزه ښودل د ارمان لوڼي لار وه. په دغه خاوره باندې مزاحمت کول د ارمان لوڼي سره مينه ده. ارمان لوڼي د دې خاورې سوچه بچی و. رياست يوازې ارمان لوڼي نه بلکې ټولو هغو سره دښمني کوي چې د دغې خاورې سره مينه لري

 

شپږم

د دغه رياست مخالف يوازې پښتانه نه بلکې بلوچ او سندهيان هم دي. زما بلوچو او سندهيانو وروڼو ته خواست (هيله) دی، راځئ موږ او تاسې يو ځای شو او په شريکه د دغه جابر او فاشیست رياست پر وړاندې ودريږو.

 

اووم

ملګرو نن يوه خبره د بنديانو په حواله کوم. نن ستاسې په مينځ کې علي وزير نه شته، نورالله ترين او حاجي محمد شېر نه شته، جبار نه شته، هغه ديرش پښتانه ځوانان چې په پرون په کراچۍ کې ونيول شول او هغوي د پوليسو په موټرو وختل، سپين او تور بيرغونه يې لوړ کړل، کله چې دا جابر رياست دا ځوانان ويني چې په هتکړيو کې هم خاندي؛ نو د دوي هيلې ماتې شي، دوي فکر کاوو چې دا خلک به په جېلونو (بند خونو/بندیخانو) وډار شي، اما هغسې يې ونشو کړلی. موږ دوي ته‌ دا خبره پخوا هم کړې وه؛ چې که ته فکر کوې چې موږ به په ظلم، هتکړيو او جېلونو وډار کړې؛ نو ستا پلار مو هم نشي ډارولی.

 

اتم

د پي پي ايم درې کاله پوره شول. خلک وايي چې پي ټي ايم څه وکړل؟ ملګرو! پي ټي ايم د جبر مخ ته دېوال جوړ شوی، پي ټي ايم د ولسونو مينځ کې مينه جوړه کړه، پي ټي ايم د لر او بر افغان فکرونه يو کړل، زه په دعوې سره وايم؛ دا د لر پښتانه چې نن په سوشل ميډيا کې په پښتو ژبه ليک کوي؛ دا ۹۵ فيصده هغه خلک دي چې د پي ټي ايم د وجود څخه پس يې پښتو ژبه زده کړې، دا د خپلې ژبې او کلتور خدمت دی. پي ټي ايم په دې خاوره د ډېرو ميندو اوښکې پاکې کړلې. هغه چيک پوسټونه چې ستاسې د ذلالت لپاره جوړ شوي و؛ د هغوي د‌ ورکولو تر ټولو غټ نوم پي ټي ايم دی. هغه خلک چې دې جابر رياست به ووژل او بيا به يې لاشونه (مړي) هم پرې خرڅول؛ نن پي ټي ايم تر ټولو غټ خنډ ورته جوړ شوی. د پښتنو او د دغې خاورې د دښمنانو تر ټولو ستر سر درد نام پي ټي ايم دی. د پي ټي ايم سپورټ (ملاتړ) کول؛ د خپل ولس، خپلې ژبې او خپلې خاورې ملاتړ په مانا ده. زه دا هم په دعوې سره وايم؛ هغه پښتانه چې په وزیرستان، کويټه، باجوړ، پيښور، چمن، قندهار، کابل ننګرهار او داسې نورو ځايو کې چې دي؛ د پي ټي ايم د پيدايښت څخه وروسته د دوي تر مينځ مينه څو چنده (برابره) ډېره شوې. پي ټي ايم يو فکر دی. پي ټي ايم چې په تېرو درې کالو کې څومره کار وکړ؛ يوازې د ولسونو او قام نه، بلکې د قامي ژبې، د‌ قامي فکر او هر هغه اتل چې خدمت يې کړی و؛ پي ټي ايم پښتنو ته ور وپيژندل.

 

نهم

په افغانستان کې چې کوم جنګ روان دی؛ موږ يې کټر (قاطع) مخالفت کوو. د افغانستان ولس ته دا پيغام ورکوم، چې دلته د‌ چړو لاندې هم؛ موږ تاسې سره‌ د مينې دعوه پورته کوو. موږ به د‌ لر او بر يو افغان نعره وهو. موږ داسې وختونو کې چې ډېرو مشکلاتو سره مخ يو؛ بيا هم تاسې سره د مينې دعوه پورته کوو. روس څخه را واخله؛ تر سريلنکا پورې ټولې نړۍ ته پيغام ورکوم، که افغانستان کې جنګ ختم شو؛ دلته په ټوله سيمه کې قراري ورسره راځي.

 

Manzoor Ahmad Pashteen 

#PashtunLongMarch2Peshawar

-
بېرته شاته