(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بینن سیون سره د

[29.May.2021 - 19:33]

د المان غږ راډیو  سره د ملګرو ملتونو د مرکچي بېنن سیوان د مرکه

سلیمان لایق ته مې د ډاکټر نجیب استعفا ورکوله، راته یې وویل چې ښاغلی سیوانه، دا مکار موږ ته وسپاره، موږ پوهېږو چې هغه باید دلته وي، که له افغانستانه ولاړ شي؟

  • وېره لرم چې پر افغانستان تېر بد تاریخ تکرارېدونکی دی.

طالبانو سره په خبرو کې افغان دولت په حاشیه کې ساتل شوی او یوازې ننداره کوي چې څه به پېښ شي؟

که بهرنیان له افغانستانه ووځي، تاسې به د نویو ایتلافونو شاهد واوسئ، جنګسالاران یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي.

زما په باور افغانستان کې باید د افغانانو په مالکیت سوله وشي، هیڅوک له بهره پر دوی سوله نه شي تحمیلولی.

زما په وخت کې هم ښکیلو لوریو یو تر بله له مخامخ خبرو ډډه کوله، زما به یوه پښه په امریکا، بله په اسلام اباد، بله سعودي، بله کابل کې وه.

که حق ووایم، ډاکټر نجیب الله د قدر وړ بولم او هغه د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو و.

هغه وخت ټولو لوریو ویل چې نجیب په واک کې وي، سوله نه راځي، نجیب به ویل، زه دې نه یم، خو دوی دې سوله وکړي، هغه حتی د سولې لپاره خپل مرګ ته تیار و.

ډاکټر نجیب الله سره خپلو خلکو خیانت وکړ، زه هغه پسې کابل ته ولاړم، چې له افغانستانه یې وباسم خو خلکو یې هغه ته اجازه ور نه کړه، اخر مې د ملګرو ملتونو دفتر ته بوت.

سلیمان لایق ته مې د ډاکټر نجیب استعفا ورکوله، راته یې وویل چې ښاغلی سیوانه، دا مکار موږ ته وسپاره، موږ پوهېږو چې هغه باید دلته وي، که له افغانستانه ولاړ شي؟

ما سلیمان لایق ته وویل، خپل مخ دې وروستی ځل کله په اینه کې کتلی؟ هغه ویل څه مطلب؟ ما ورته وویل دوه اوونۍ وړاندې دې رسنیو ته ویل چې نجیب الله مې معنوي زوی دی، خو نن هغه ته مکار وایې؟

جهادي ډلو راته د مؤقت حکومت لپاره سلګونه نومونه راکړي وو.

نواز شریف د مجاهدینو ټولې ډلې خپل کور ته وربللې وې او د مؤقت حکومت په اړه ورسره غږېده، ما نواز شریف ته وویل، دا خلک نه سره جوړېږي، خو نجیب حاضر و چې مجاهدین له مؤقت حکومت سره کابل ته راشي او دا ورته واک پرېږدي.

د پاکستان شارژدا فیر راته وویل، هیواد مو اماده دی چې نجیب الله ته سیاسي پناه ورکړي، نجیب الله وویل هیڅکله هغه ملک ته پناه نه وړم چې تل زما د وژلو په لټه کې و، زه د سولې لپاره استعفا ورکوم او که اړتیا شوه همدلته به ومرم.

آی ایس آی د هر څه ترشا لاس درلود، غوښتل یې افراطیان واک ته ورسوي او په دغو افراطیانو کې یې حکمتیار ډېر نازدانه و.

ما امریکایانو ته وویل د افراطیانو ملاتړ مه کوئ، دوی ویل دا افراطیان د روسانو وژلو ته ښه دي، ما ورته وویل، سبا به ستاسو پر ضد ولاړ وي او تاسو به وژني.

ټول هغه کسان چې اوس ورته تروریستان وایوو، دوی د امریکایانو لپاره کار کاوه، بن لادن ما یوه غرمه د جلال الدین حقاني سره د غرمې په ډوډۍ کتلی و.

حکمتیار بنیادګرا نه بلکې افراط ګرا و، ما یوه ورځ حکمتیار ته وویل، متاسف یم چې تاسې د الله په نوم وحشتونه کوئ.

زما وخت کې سوله ځکه ونه شوه، چې چا راسره د نجیب استعفا او مؤقت حکومت باندې هوکړه کړې وه، همغو سوله سبوتاژ کړه.

ډاکټر نجیب خپل خلک ښه پېژندل، هغه سوله د خلکو مبرم ضرورت باله، هغه سولې ته هر ډول قرباني ورکوله.

تر څو چې افغانان پخپله سولې ته اماده نه شي، سوله نه شي راتلی.

جنګسالاران اوس هم په خپله خوښه سوله غواړي، طالبان هم فکر کوي چې امریکا وځي او جګړه دوی ګټلې، د سولې لپاره هیڅ برنامه نه شته.

طالبان استانبول کنفرانس ته نه ځي، هغوی فکر کوي چې دوی بریالي دي.

زه ډارېږم چې ډاکټر غني هم د ډاکټر نجیب مشابه حالت سره مخ دی، جنګسالاران به هغه یوازې پرېږدي، هغوی خپلې ګټې لټوي، هغوی د افغانانو د ګټو په کیسه کې نه دي.

زما په اند نږدې راتلونکي کې به جګړې شدت واخلي او لا زیات خلک به ووژل شي.

که طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، پاکستاني طالبان به هم ورسره قوي او پاکستان ته به جدي سرخوږی جوړ شي.

د خلیلزاد د سولې پروسې د بریالیتوب په اړه څه نه شم ویلی، خو دومره وایم چې هغه یوازې د امریکا ګټې په پام کې نیسي.

Saeed Shinwari

-
بېرته شاته