(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قامي وحدت

[02.Jun.2021 - 14:39]

پښتون قامي وحدت دوخت اهمه اړتېا !!!!
کابو ۱۲۷ کاله د مخه پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنې کرښې پواسطه په مصنوعي توګه پښتانه په برخو وويشي، خو پښتانه چې نه يوازې ګډ پېښلیک/ کړکېښ (تاریخ) ، ګډه ژبه ، او ګډ کولتور لري، بلکې جغرافيایي وحدت هم جوړوي، دغه کرښه په عمل کې نده منلې. د هند د نيمې وچې څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ تړون د ولسونو د حقوقو له مخې پخپله ( اوتوماتيکه توګه) د اعتباره لويدلی وو،  ځکه چې په کومه موخه ( هدف ) چې دغه تړون منځ ته راغلی وو، هغه موخه  د منځه تللې ؤه ، نو د پښتنو ټولنیز ولسوليز ګوند PSDP په ۱۹۹۳ کال کې دغه تړون چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوې په رسمي توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه .د پښتنو ديووالي (قامي وحدت) لومړی پړاو لرې پښتونخوا ته د برې پښتونخوا د پښتنو په کډې کولو سره پيل شوی دی، يو د بل سره تماسونه زيات شوي او ښيخي ګانې هم پکې مینځ ته راغلي دي، چې دا لړۍ مخ په وړاندې روانه ده او په ولسي کچه هم راشه درشه ډېره شوې ده.
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د ډیرو کلونو راهیسي په دپردیو له خوا د پردیو د گټو لپاره روانه جګړه د پښتون قوم لوې کور ته راټوله شوې ده ، پدغه تپل شوې جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږي، اقتصادي بنسټونه یې ړنګیږي، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئې سوځول کیږي ماشومان او ځوانان ئې له زده کړې پاتې کیږي، قامي او ولسي  مشران یې وژل کیږي ، د پښتونولۍ ارزښتونو ته یې په سپکه کتل کیږي  او د انساني ژوند د پرمختګ ټولې لارې یې تړل کیږي او تړل شوي دي. ددې بې عدالتیو، ظلمونو او وحشت په مقابل کښې دپښتون ژغورنې غورځنګ  دمنظور پشتین تر مشرۍ لاندې را وټوکید او د ستر نیکه  میرویس خان  نیکه کړکېښ/ پېښلیک (تارېخ) یې یوځل بیا راژوندی کړ. منظور پشتین  د دښمنانو مخونه  خپل قام ته بربنډ کړل. پښتنو ته یې دښمن په ګوته کړ او د بې تاوه پاڅون (عدم تشدد) له لارې یې مبارزه پیل او قوم ته یې شعوري وېښتېا او د غږ پورته کولو ځواک ورکړ.  
,,پښتون ته ژوندون غواړو ،، د غږ لاندې یې د قامي وحدت لپاره ټول تار په تار پښتانه  تر یو چتر لاندې په ېو ټغر راټول کړل، چې پدې سره یې زمونږ د مشرانو د ارمانونو د پوره کولو په لور چټک ګامونه واخستل او د قامي وحدت مزل یې رالنډ کړ.
د شوروی اتحاد د ړنګيدو وروسته ويشل شوي ولسونه بيرته يو شول، خپلواک هيوادونه جوړ شول.  دنړۍ نوی سياسی نظم جوړ شوی او په جوړیدو دی او نوی سياسی نقشه منځ ته راغلې ده، چې دا پښتنو ته د يووالی او خپلواکۍ زيری ورکوي. 
د پښتنو يو خپلواک هيواد ((پښتونخوا)) په سيمه کې د سولې، امن، ټېکاو ( ثبات)  او ولسولۍ (ډېموکراسۍ/جمهوریت) تضمين دی. پښتانه سوله دوست او امن خوښی قام دي، د سیمې اونړۍ د نورو قومونو سره د خپلو ګډو علایقو پر بنسټ اوږه په اوږه ګامونه اخستل غواړي او د ګډ ژوند د بېلابېلو بڼو په یوه بڼه کې لکه د « آسین د ټولنې » په شان په سوله او ارامۍ کې ژوند کول غواړي. 
کله چې مونږ د پښتونخوا نوم اخلو،  نو مطلب مو د احمد شاه بابا افغانستان دی داحمد شاه بابا لپاره د افغانستان او پښتونخوا نومونو يوه مانا لرله کله چې احمد شاه بابا د ډيلي تخت ونيوه نو 
نصیر ستوری

د ډیلـي تخت هــيرومـه چـې راياد کـړم 
ځما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

-
بېرته شاته