(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژباړې بارېکي

[09.Jul.2021 - 13:42]

د ژباړې باریکۍ (۱)

لیک: محب زغم

زه کولی شم چې ټوپ ووهم/ زه ټوپ وهلی شم

په انګلیسي کې کله چې د چا وړتیا بیانېږي، د «can» مرستیال فعل کارېږي، لکه:    I can jump.

په فارسي کې هم وړتیا د «توانستن» له مرستندوی فعل پرته نه شو لیکلی. همدا جمله په روانه طبیعي فارسي کې داسې کېږي: من خیز زده می‌توانم.

خو نن سبا، اکثره خلک دا جمله په فارسي کې د انګلیسي جملو په پېښې داسې لیکي: «من می‌توانم خیز بزنمدلته د یوې خبرې د کولو لپاره دوه فعلونه «توانستن او خیز زدن» راغلي دي.

په پښتو کې هم ځینې ژباړونکي د انګلیسي او فارسي دا جملې هماغسې ټکي په ټکي ژباړي: زه کولی شم چې ټوپ ووهم

په پښتو کې کله چې د فعل د مصدر په پای کې «ی» ونښلول شي د فاعل وړتیا ښيي، نو د پورته جملې سمه ژباړه داسې کېږي: «زه ټوپ وهلی شم.» 

زه خط لیکلی شم، ته پیسې ګټلی شې، موږ خپل وطن آبادولی شو ... دغه ټولې جملې ځواک او وړتیاوې ښيي.

خو باریکي دا ده چې دغه دوې جملې «زه کولی شم چې ټوپ ووهماو «زه ټوپ وهلی شمد معنا په لحاظ سره توپیر لري. کله چې وایو «زه ټوپ وهلی شم» دا زموږ د وړتیا خبره کوي، یعنې ټوپ وهل مو زده دي، یا په بدن کې مو داسې کومه ستونزه نه لرو چې د ټوپ وهلو خنډ دې شي، یا په اروايي لحاظ د ټوپ وهلو زړه لرو. خو کله چې وایو «زه کولی شم چې ټوپ ووهمدلته مطلب دا دی چې «ټوپ وهلو» ته د یوې حل لارې یا د یوه انتخاب په سترګه ګورو. مثلاً دوه ملګري چېرته روان دي. مخې ته یې نسبتاً لویه ویاله راځي. یوه ملګري بل ته وايي: ښه نو، اوس به څه کوې؟ 

بل به ځواب ورکوي: زه کولی شم چې ټوپ ووهم، دا هم کولی شم چې په اوبو ګډ شم او پورې وځم، خو له ویالې به خامخا تېرېږم.

بله بېلګه: «افغانان کولی شي چې خپل وطن ته سوله راولي او کولی شي چې جګړه وغځويدلته افغانان دوه انتخابه لري یا به سوله راولي یا به جګړه غځوي. خو که ووایو چې «افغانان خپل وطن ته سوله راوستلی شيیعنې افغانان دا وړتیا او دغه ظرفیت لري چې خپل وطن ته سوله راولي.

نو د ژباړې پر مهال دې ته باید ځیر شو چې په اصلي جمله کې خبره د وړتیا شوې ده، که د انتخاب یا حل لارې.

 

په دې صورت کې/ نو

«در این صورت» په فارسي کې نښلوونکی عبارت دی او ډېر کارېږي. همدارنګه په ځینو ځایونو کې د انګلیسي هغه جملې چې د «If … Then» جوړښت لري، په فارسي کې په «اګر ... در این صورت» ترجمه کېږي. پښتو ژباړونکي معمولاً دا عبارت ټکی په ټکي ژباړي او «په دې صورت کې» ورنه جوړوي، حال دا چې په پښتو کې «نو» همدغه معنا لري. لاندې بېلګه وګورئ:

بلی، اگر فرض شود که هنوز کسی هست که نام اسلام را نشنیده است، در این صورت قبل از حمله بر او لازم است اول به اسلام دعوت شود.

هو، که داسې وګڼو چې لا به هم داسې څوک وي چې د اسلام نوم یې نه وي اورېدلی، نو تر حملې مخکې لازمه ده چې لومړی اسلام ته را وبلل شي

 

په هغه صورت کې چې/ که

«در صورتی که» په فارسي کې د شرط او احتمال خبره کوي، لکه په دې جمله کې: «در صورتی که نام اسلام را نشنیده باشند، اول باید به اسلام دعوت شوندځینې کسان دا جمله داسې ژباړي: «په هغه صورت کې چې د اسلام نوم یې نه وي اورېدلی ...» په پښتو کې شرط او احتمال په «که» ښودل کېږي نو په سمه پښتو کې داسې وایو: «که یې د اسلام نوم نه وي اورېدلی ...»

 

بنا پر دې/ نو

په فارسي کې بل ډېر کاری نښلوونکی عبارت «بنا بر این» دی چې معمولاً د وینا د نتیجې تر بیان مخکې یعنې د پراګراف د رانغاړونکې جملې په سر کې راځي. په پښتو کې همدغه مفهوم په «نو» کې نغښتی دی خو ځینې ژباړونکي د «نو» پر ځای «بنا پر دې» لیکي.

بنا بر این، آلودګی هوا برای صحت انسان‌ها خیلی مضر است.

نو، د هوا ککړتیا د انسانانو روغتیا ته خورا تاواني ده.

 

یو/ یوه

یوه ورځ مې د فارسي ژبې هغه درسي کتاب کوت چې د غیر فارسي ژبو لپاره لیکل شوی و. همکارانو رانه وغوښتل چې متنونه یې اصلاح کړم. په لومړي متن کې یې راغلي وو: «مادر من یک داکتر است.» 

د متن لیکوالې ته مې وویل: شغل شما چیست؟

ویې ویل: من معلم استم.

پوښتنه مې وکړه: نو په متن کې ولې لیکئ چې «من یک معلم استم؟

هغه موسکه شوه.

دا مرض په فارسي ژبې ځکه لګېدلی دی چې د انګلیسي ژبې پېښې کوي او پښتو خو هسې هم د فارسي متنونو د ناسمې ترجمې له لاسه ژوبله ده. په انګلیسي کې تر نوم مخکې د تعریف نامعین توري «a/an» راځي، لکه: a boy, a teacher, an airplane, an orange

د «the» په مقابل کې کارول کېږي، نه د ګڼ یا څو په مقابل کې. « the» شی یا کس خاص کوي خو  «a/an» هر شی/ کس یادوي. کله چې وایو « a teacher» یعنې «معلم» خو که ووایو «The teacher» یعنې هماغه معلم، دغه معلم، همدغه معلم. زما په باور، «a/an» عدد نه دی او په حقیقت کې هېڅ معنا نه لري، بلکې یوازې د جملې د آهنګ د ښه کولو لپاره راځي نو په ژباړه کې باید له پامه وغورځول شي ځکه چې په پښتو کې «یو/ یوه» عدد دی

البته یو/ یوه په پښتو کې د ټاکونکي/ بېلوونکي صفت په حیث هم کارول کېږي چې د عدد مفهوم نه لري. کله چې وایو «په پخوا وختونو کې یوه ښځه وه چې درې لوڼې یې وې خو زامن یې نه لرلدلته «یوه» په دې معنا نه ده چې ګواکې هاغه مهال نورې ښځې نه وې، بلکې د یوې مشخصې ښځې کیسې ته مو پام اړوي. دغه «یوه» هغه ښځه له نورو بېلوي او مشخصه کوي یې. نو کله چې په انګلیسي ژبه روایت داسې وي چې:

“There was a woman who had three daughters but no sons. The woman wished to have a son and did whatever others recommended…”

 داسې به یې ژباړو:

«یوه ښځه وه چې درې لوڼې یې وې خو زامن یې نه لرل. دې ښځې غوښتل چې یو زوی هم ولري نو هر څه چې نورو ورته وویل، ویې کړل...»

 

یو له هغو کسانو څخه چې/ یو کس چې

«یو/ یوه» په ځینو ځایونو کې د ګڼو ورته کسانو/ شیانو په منځ کې یو کس/ شی د نمونې په توګه راښيي. په فارسي کې دا خبره په دې ډول کېږي: «یکی از کسانی که به روی کرۀ مهتاب قدم ګذاشت، نیل آرمسترانګ بودزموږ ژباړونکي معمولاً دا جمله داسې تحت اللفظي ترجمه کوي: «یو له هغو کسانو څخه چې پر سپوږمۍ یې ګام کېښود، نیل آرمسټرانګ وکه ووایو «یو کس چې پر سپوږمۍ یې ګام کېښود، نیل آرمسټرانګ ویعنې له ده پرته نورو کسانو هم دا کار کړی دی. البته په دې حالت کې «یو» په فشار سره ویل کېږي.

 

د یوې اونۍ لپاره/ یوه اونۍ/ د یوې اونۍ په مخه

د ژباړې بله باریکي دا ده چې د یوې کلمې مشهوره ترجمه ژباړونکي تېر باسي. مثلاً د فارسي «برای» په پښتو کې «لپاره» ترجمه کېږي او دا ترجمه په ډېرو ځایونو کې سمه وي، لکه په دې جمله کې: «این مقاله برای شما نوشته شده استچې سمه ترجمه یې کېږي: «دا مقاله ستاسو لپاره لیکل شوې ده

خو «برای» په هر ځای کې د «لپاره» معنا نه لري، مثلاً کله چې د مودې خبره کېږي. ژباړونکي چې دا جمله لولي «شاګردان مکتب‌ها برای سه هفته رخصت اندفکر کوي چې د «برای» سمه ترجمه «لپاره» ده نو داسې یې ژباړي: «د ښوونځیو شاګردان د درېو اونیو لپاره رخصت ديحال دا چې پښتانه وايي: «د مکتبونو شاګردان درې اونۍ رخصت ديیا «د مکتبونو شاګردان د درېو اونیو په مخه رخصت دي

-
بېرته شاته