(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د منظور پشتین دوینا

[19.Jul.2021 - 18:14]

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د نني لايو ويډيو مهم ټکي :18.07.2021

 

د افغانستان جنګ تل صرف دې وار نه, يوازې د افغانستان ، بلکه  په کرښه دې خواه هم چې کوم پښتانه اباد دي د دې هم د تباهۍ او بربادۍ سبب جوړ شوی دی.تير ځل چي هم په افغانستان جنګ وشو نو دې خواه هم که  مسنګ پرسنز وو که نورې شخړې وې د کرښې دې خوا هم يو لوی تاوان ترې جوړ شوی وو. دغه جنګ يوازې په افغانستان کې نه بلکه په کرښه دې خواه هم  يوه لويه تباهي او بربادي جوړوي .که چېرې دغه جنګ يوازې په افغانستان کې تباهي را وستلای نو مونږ به یې بيا هم د انساني همدردۍ او د پښتون په توګه د دې جنګ مخالفت کاوه.

 

دلته اوس هم ډېر خلک شته چې په دې نه پوهيږي چې د افغانستان امن او استحکام  يوازې د افغانستان لپاره نه بلکه په کرښه دې خواه هم چي څومره پښتانه دي د دې لپاره هم ډېر مهم دي . د افغانستان امن او استحکام د ټولې خطې لپاره بيا اسپيشل د لر او بر پښتون افغان وطن لپاره ډير زيات اړين دي .

 

د افغانستان جنګ چي د ډېر وخت نه بلکه څلويښت پینځوس کالونه که هم لږ مخته لاړ شو بيا هم په دې باندې بحث کيږي چې هلته هم يو جنګ و، دا جنګ چي کله هم شوي دي په دې کې وينه د پښتنو افغانانو تويه شوي  ده او ګټې او فايدې يې د دنيا تور قوتونه پورته کړې ده . د افغانستان د جنګ حمايت چي هر کله کومې طبقې هم کړی دی د هغه يو خو تباهۍ او بربادۍ دې خاورې او اولس ته راوړي ده بلکې هغه خپل هم پکي معاف شوي ندي

 

په دا اوس وخت کی چي امريکه د افغانستان څخه واپس ځي نو يو ځل بيا د جنګ يو تيزوالی راغلي ، په دغه جنګ کې هلته بلها تباهۍ او بربادۍ جوړې شوې دي دا جنګ يوازې تر افغانستان ندي محدود بلکې دا به په نزدې وختونو کې د کرښې دې خواه هم خپل نتايج راوړي ، او يو ځل به بيا مونږ لکه اوس چې پي ټي ايم خبرې کوي لکه مسنګ پرسنز ،ايکسټرا جوډيشل کيلنګ او  لينډ ماينز دي بيا به يو ځل رياست ته د اولسونو د استحصال موقعې جوړې شي

 

دغه پاکستان په يوه وخت کې د طالبانو سره ښه تعلقات جوړول ، د طالبانو ټريننګ هر څه پاکستان ور کول ، خو بيا يې د دغو طالبانو په نامه دلته د کرښې دې خواه د پښتنو ورکول مسنګ پرسنز جوړول او دغسې به په راتلونکي کې هم دغه کار کوي ،او افغانستان کې به هم دغه د ډېری لویې تباهۍ او بربادۍ سبب جوړېږي .

 

په دې اوس وختونو کې چي د جنګ د لا نور زياتولو خبرې کيږي پي ټي ايم په افغانستان کې د امن خبره کوي ، د افغانستان استحکام غواړو . امن او استحکام هلته راتللي شي چې په افغانستان کې څوک هم دا ادعا کوي چې د افغانستان په اولسونو د اقتدار حق لري نو هغه د افغانستان اولس ته راشي ، د افغانستان د ولس د رايې مطابق د حکومت جوړ کړي په زور او زبردستۍ دې څوک هم حکومت نه جوړوي ‌. 

 

په افغانستان کې که څوک په زور حکومت جوړوي هغه که طالبان دي يا نورې ډلې دي دا به يوازې د بربادۍ او تباهۍ سبب جوړ شي او ډېر زيات مرګونه به وکړي ، د دغه څخه به ډېر زيات نقصانونه وشي . اسانه لار يې دا ده چې په افغانستان کې هر څوک چې اقتدار غواړي هغه  جمهور او ولس ته غاړه کېږدي ، او پي ټي ايم هر هغه حکومت چې د افغانستان د ولس په رايه جوړيږي د هغه سره به ولاړ وي او حمايت بې کوي ،که په زور باندې څوک هم په افغانستان کې حکومت جوړوي ، پي ټي ايم به د هغه مخالفت کوي ،او د هغه په ضد به غږ پورته کوي چې دا د بند شي . او پي ټي ايم به غوښتنه کوي چې د خبرو له لارې د سوله راشي ، او اوربند د وشي

 

د افغانستان اولس ډېر زيات جنګونو وهلي دي ،پي ټي ايم د افغانستان ولس و رايې ته احترام لري او هر هغه حکومت به سپورټ کوي چې د افغانستان د ولس د رايې د لارې راشي ، او تل به دا غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ولس رايه ته احترام وشي

 

شل کاله پس په ايکسټرا جوډيشل کلنګز‌ ، مسنګ پرسنز او لينډ ماينز باندې  ژړلو نه ښه ده ، چي مونږ نن دا غوښتنه وکړو چې په افغانستان کې د سوله راشي ،هلته د جنګ نه وي ، هلته د زور او زبردستۍ حکومت نه وي بلکه د ولس رايه ته د احترام وشي ، ځکه د افغانستان جنګ د کرښې دې خواته هم تباهۍ او بربادۍ راوړي

 

مونږ پي ټي ايم د افغانستان ولس ته د افغانستان امن او استحکام په هکله ډاډ ورکوو چي تاسو خپلې حوصلې مضبوطې ساتئ مونږ پي ټي ايم د ورونو په شان ستاسو سره ولاړ يو ،مونږ که ضرورت پيښ شو تر کابله پورې به لانګ مارچونه هم درکوو ، او د افغانستان د امن او استحکام لپاره به په هر فورم هر ځاي کې غږ پورته کوو

 

د افغانستان امن او استحکام لار ددې ټولې خطې د امن او استحکام لاره ده

 

په افغانستان کې اوس امريکه نشته ،هلته ټول افغانان او مسلمانان دي ،دغه جنګ افغان وژنه کې راځي

 

په لر او بر افغان وطن کې امن  راشي د دې لپاره په نږدې وختونو کې به پي ټي ايم د سياسي پارټو سره په مشوره او د هغو سره په شريکه د لر او بر افغان وطن مشرانو يوه لويه جرګه راغواړي

 

په اوويشتمه جولاي په مکين جنوبي وزیرستان کې به د افغانستان د امن لپاره ، د افغانستان د ولس سره د اظهار يکجهتی لپاره او په دغه خطه کي د جنګ په مخالفت کې به  د پي ټي ايم يوه جلسه کيږي

 

د پي ټي ايم قيديانو د پی ټی ايم مخکښ مشر علي وزير ، حنيف پښتين ، اويس ابدال ، فرمان او اعجاز او نورو بنديانو ملګرو لپاره به هم په هر فورم باندې په هر جلسه جلوس کي به غږ پورته کيږي

 

پاکستان رياست بحيثيت رياست تل dual nature پاته شوي دي ، دوي تل د افغانستان د ړنګولو سره ولاړ وي ، مونږ د پاکستان له طرفه په افغانستان کې د منفي لاسوهنو به تل مخالفت کوو

 

په پاکستان کې د افغانستان د سفير د لورکۍ سره چي کوم عمل وشو دا ډېر لوی  د غندنې وړ عمل  دي  او دا به تعلقات نور هم د خرابولو طرف ته بوځي .

-
بېرته شاته