(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبان او کولتوري

[29.Aug.2021 - 18:03]

طالبان اؤ کولتوري ورثه/ ليکنه رفيع الله خان

By: Rafiullah Khan 

د طالبانو په افغانستان د قدرت تر لاسه کولو سره بلها يرې اؤ خدشې ظاهرولے شي ۔ اؤ د دې ښکاره وجه د طالبانو په افغانستان د واکمنۍ هغه وړومبۍ تجربه اؤ مېموري ده چې تر اوسه ئې په افغانستان اؤ دنيا اغيز پروت دے ۔ د طالبانو د نورو سياسي اؤ مذهبي پاليسو اؤ عملونو تر څنګ د هغوۍ رويه ' عقيده اؤ رسپانس کلتوري ورثې يا هېرېټېج پله هم د فکر اؤ توجه  وړ دے ۔

 

معلومه خبره ده چې د دنيا په هر کونج کښې اؤ د تاريخ په هره دؤره کښې د جنګ اؤ شر په ترڅ کښې هېرېټېج بې حده نقصان موندلے دے ۔ اؤ په دې اړه د طاقت اؤ سياست هر لوبغاړے په يؤ  نسبت يا په بل د کلتوري ورثې په تباهۍ کښې لاسونه ککړ لري ۔ اؤ دغه حال د طالب اؤ د افغانستان اؤ پاکستان د ورثې په اړه څه پټ پنا نه دے ۔

 

طالبانو په باميان اؤ سوات کښې په  2001 اؤ 2007 کښې پرله پسې دبدھ مت تاريخي اؤ مذهبي آثار وړنګول ۔ اؤ دا دواړه واقعې/حادثې يؤ پراخه عالمي اؤ علاقائي پس منظر اؤ سياسي ' نظرياتي اؤ اعتقادي سوبونه لري ۔ اؤ دغه شان مونږ له په کار ده چې په خطه کښې د هېرېټېج ډسټرکشن هره پېښه د ايليټ سياست د پاپلزم اؤ اکثريتي نظرئې په پېرايه کښې اوسنجوو اؤ اوګورو ۔ په دې کښې د ثواب ګټلو يا مېرټ حاصلولو سوچ هم يؤ مهم عنصر دے لکه امر بالمعروف اؤ نهي عن المنکر ۔

 

د طالبانو د باميانو د بدها مجسمې ړنګول هم د سياست اؤ اعتقاد تر مئنځه يؤ حادثه اؤ عمل ګڼل په کار دي ۔ اؤ دا خبره د هغوۍ د څلورو کالو په چارواکۍ کښې د هغوۍ هېرېټېج اؤ مجسمو ته د بدلېدونکي رابدلېدونکي رسپانس اؤ روئې نه څرګنده ده ۔

 

طالبانو هغه وخت د اختيار اغستلو په شورو کښې د هېرېټېج د حفاظت په اړه مثبت ټنګار کړے وو ۔ لکه په 1999 کښې مولا عمر په خپله د افغانستان تر اسلام د مخه ورثه د افغانستان اؤ د ټول عالم شريکه اؤ مهمه ورثه ګڼلې وه ۔ هغه نه يواځې د ددې د ساتلو هسه کړې وه بلکه زياته کړې ئې وه چې په غلا د آثارو کنسته اؤ د کلتوري موادو کاروبار به د سزا  وړ  وي ۔ هغه وئيلي وو چې لکه د مخکښې په شان به طالبان هم د هېرېټېج پروټکشن دنده تر سره کوي ۔ دا دريځ د مشهورې افغان شناسې نېنسي ډوپري د 1998 د ليک نه هم تقويت مومي ۔ هغه ليکي چې فرانسيسي ارکيالوجسټان د طالبانو سره د تاريخي آثارو د حفاظت د يقيني کولو په بابله په تماس کښې وو اؤ د طالبانو چارواکو غږ هم کړے وو چې نړۍ دې لوټلي شوي افغان آثار بيرته واپس کړي ۔ د دې هر څه په اړه دا وضاحت لازمي دے چې طالب چارواکو دا  اپروچ اؤ پاليسي د سياسي مصلحت اؤ تقاضو تر مخه اختيار کړي وې ۔ اؤ په علمي اصطلاح کښې دې ته د هېرېټېج سياست وئيلے شي ۔

 

مونږ ته ياد دي چې د شلمې صدۍ په آخيرو کلونو کښې په افغانستان کښې ډېر لوۍ انساني بحران وو : قحط وو ' خانه جنګي وه اؤ په دې هر څه لپاسه عالمي پابنديانې وې ۔ نو ځکه طالبانو په څه نا څه طريقه د دنيا سره کارندويه اړيکې جوړول غوښتل چې پکښې هېرېټېج پسندۍ هم يؤ ونډه لرلے شوه ۔ خو د بده مرغه د سياست اؤ طاقت باداران هر څه د سياسي ګټې اؤ نقصان  په تناظر کښې کتل اؤ کول غواړي نو ځکه طالب اؤ دنيا چې هر څه کول ' نېجه ئې د باميان د مجسمو اؤ نورو آثارو د زيان نه پرته بل څه نه شوه ۔

 

د 2001 په آغاز سره طالبانو د باميان د مجسمو د ړنګولو تابيا اوکړه اؤ عمليات ئې پېل کړل ۔ ډېرو عالمي ادارو ' شخصياتو اؤ نورو کوششونه اوکړل چې طالبان خپله فېصله بدله کړي ۔ خو دا  هر څه بې سوده  لاړل ۔ طالبانو دنيا ته خپل رئيکشن ښؤدلو چې که عالمي برادري ئې نه تسليموي ' نو دوي به هم هغه څه کوي په څه چې دنيا ته درد اؤ تکليف رسېږي ۔   هغه وخت يؤ  لوړپوړي طالب چارواکي وئيلي وو چې په بدها حمله د دنيا بندېزونو ته د باغيانو د طرف نه ډالۍ ده ۔

 

مولا عمرمولا ضعيف اؤ نورو په افغان خاؤره د بتانو شتون اسلام ضد اوبللو اؤ يره  ئې څرګنده کړه چې په راتلونکي کښې د دې بتانو پرستش احتمال لري ۔ ځکه نو دا دطالبانو ديني وظيفه  اؤ فريضه ده چې د دې جهل اؤ طاغوت خاتمه اوکړي ۔ اؤ هغه مولا عمر چې په 1999 کښې ئې وئيلي وو چې په افغانستان کښې چونکه بدهايان نشته نو د بدها د مجسمو په خوندي کولو اؤ ژغورلو کښې څه بدي نشته ' په 2001 کښې فرمان جاري کړو چې په ټول ملک کښې دې بتان اوړنګول شي ۔ اؤ هم د تؤحيد د عقيدې له مخه دغه شان اوکړل شول ۔ اؤ دا هر څه د اسلامي تعليماتو اؤ احکامو د احياء په طور کتلے کېدل ۔ او د افغانستان د تاريخي ورثې نمائنده آئېکن  (icon)    د باميان بدها له مئنځه لاړو ۔

 

اوس چې شل کاله پس طالبان بيرته په افغانستان کښې د طاقت چؤکۍ ته ورسېدل ' نو په مختلفو حلقو کښې د ملک د هېرېټېج په حواله فکر پېدا شو چې داسې نه وي چې افغان تاريخي ورثه بيا له نورو بدو ورځو اؤ زيان سره مخ شي ۔ دا يوه اهمه اؤ معقوله خدشه ده ۔ اؤ د افغانستان د کلتوري ورثې ژغورنه اؤ يا زيان د دې منطقې د سياست په عملياتو اړه لري ۔ که طالبان لکه د خپل وړومني دور په رنګ سياست اؤ حکومت کوي ' نو د يويشتمې صدۍ دغه قوت د افغان تاريخ په نقصان تمامېدے شي ۔ خو که د هغوۍ واکمني نوے طرز اختياروي نو مونږ د کلتوري ورثې په بابله وقتي اطمينان لرلے شو ۔ د هېرېټېج په حقله يوه مستقله خوش بيني نه خو په موجوده دنيا کښې د اعتقاد اؤ مذهبي نظرئې له رويه اؤ نه د سياسي پاپولزم په پس منظر کښې  په ځاۍ  شي۔

-
بېرته شاته