(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټولشموله حکومت

[29.Aug.2021 - 18:06]

ټول شموله که چورشموله حکومت؟؟

لیک : محمد اسماعیل یون

په دې ورځو کې یو ځل بیا د ټولشموله حکومت اوازې دي ، خو دا ځل دا اوازې د طالبانو له خولې راوځي . نږدې درې کاله وړاندې دا غږ د ډاکتر عبدالله په خوله کې زمزمه کېده. اوس راځو د دې اصطلاح مانیز او تطبیقي اړخ ته :

الف- مانیز اړخ یې

(ټوله ) کلمه مطلق حکم لري ، یانې دا چې هېڅ شی یا برخه ترې بهر پاتې نه شي ؛ تر اکثریت ، نسبي اکثریت او غوڅ اکثریت پورته حالت ته ویل کېږي ، یانې سل په سل کې برخه چې ان نیم سلنه یې هم بهر پاتې نه شي .

ب- تطبیقي اړخ  یې :

لکه څنګه چې سیاسیون وايي موږ یو ټولشموله حکومت جوړوو او یا یې غواړو او یا داسې حکومت چې ټولو ته د منلو وړ وي.

دا اصطلاح یو ځل مخکې ډاکټر عبدالله عبدالله هم  درې کاله وړاندې وکاروله، یو زیات شمېر سیاستوال ورته په طمع وو چې په دې ټولشموله کې خو به ضرور موږ هم راځو، خو کله چې غني ورته په واک کې پنځوس سلنه ونډه ومنله ، ټولشمول پر پنځوس شمول بدل شو او په هغه کې هم بیا یوازې پنجشېر درې او جمعیت ته دومره ونډه ورکړل شوه چې نورو ته ډېر کم شی پاتې شول؛ نو بیا ټولشموله پر کمشموله بدله واوښته .

د منطق له مخې هم دا خبره ، نه سمه ده او نه عملي چې ټول خلک او ټولې سیاسي ډلې دې په یو واحد حکومت کې ځای شي. حکومت یو وړوکی ، منظم ، تخنیکي چوکاټ دی چې چارې یې د حرفه یي او مسلکي اشخاصو له خوا پر مخ بیول کېږي او مشخص سیاستوال یې لارښوونه کوي ، چې یا د زور له لارې او یا هم د ولس د رایو پر بنسټ ټاکل شوي وي، دا ټیم ولس ته خدمات وړاندې کوي . په ولسواکۍ کې د انتخاب وروستی معیار د پنځوس جمع یو رایو خپلول دي . هر حکومت خپل مخالف یا اپوزشن لري ، ښه حکومت هماغه دی چې ولس ته خدمات وړاندې کړي او د مخالف پر وړاندې له زوره کار وانخلي او قوانین تطبیق کړي او ښه اپوزېشن هم هغه دی چې قوانین ومني، د امتیاز د اخیستلو لپاره له چل او فرېب او همدا رنګه له قهریې قوې څخه کار وانخلي.

 نو ځکه  خو د ټولشموله اصطلاح په دې خاصه برخه کې نه علمي ده او نه عملي .

دویم بحث د تاریخي تجربو تکرار دی ، چې اوس یې بېخي ، د تاریخي حماقتونو بڼه خپله کړې ده ؛ یوه اشتباه هغه وخت د حماقت حد ته پورته کېږي چې څو ځله تکرار شي او څوک ترې پند او عبرت وانخلي . دلته غواړو په دې برخه کې ځو تېرو غټو تېروتنو ته اشاره وکړو چې هم یې مرتکیبینو ته د زوال اسباب برابر کړل او هم د ټول هېواد د بربادۍ سبب شوې.

په تېرو دېرشو کلونو کې د دې تېروتنو ځینې اړخونه او عاملین اوس له منځه تللي، خو یو اصلي اړخ ؛ جمعیت + نظار شورا او د هغوی دوه ایتلافي انډیوالان یې لا پر ځای پاتې پاتې دي .

جمعیت او نظار شورا خپل لومړنی اسلامي او حهادي خصلت له لاسه ورکړی ؛  پر یو بشپړ مضر ستمي ، سمتي ، ژبني او فاشیستي حرکت بدل شوی ، افغان ضد او افغانستان ضد روحیه لري او د پښتنو پر وړاندې تعصب یې د اوسني فکر اساسي محتوا تشکیلوي.د دوستم په مشرۍ د جنبش  ګوند او د خلیلي او محقق په مشرۍ د وحدت ګوندونه هم نظار شورا ته ورته نظریات لري او دې ایتلاف هر وخت ملي وحدت او د افغانستان ګټې ګواښلي او هر چا چې ورسره د بل ایتلاف او ګډ حکومت رسۍ نیولې ، هم یې ځان ته تاوان اړولی او هم یې ټول ملت ته. دلته به یوازې دریو غټو تېروتنو ته نغوته وکړو:

۱- ډاکتر نجیب له دې ډلو ټپلو سره د ایتلاف  تار وغځوه، دوه سوه کلن پوځ ته یې پاملرنه کمه کړه ، خاص ګارد ، قومي غونډونه یې جوړ کول ، استخباراتو کې د دې درېو اقلیتونو سکتاریستي عناصرو ته یې زیاته ونډه ورکړه ، خپل پنجشېری مرستیال ؛ عبدالحمید محتاط یې له احمدشاه مسعود سره د رابط په توګه غوره کړ، جمعه اڅک یې د شمال  له عمومي قومندانۍ څخه لرې او پرځای یې نبي اعظیمي مقرر کړ، په پای کې دا ټولې تېروتنې سره یو ځای شوې ؛ د جبل سراج منحوس تړون په واسطه مسعود، مزاري ، دوستم او سیدکیان ګروپونو ګډ ایتلاف رامنځه کړ ، د ملګرو ملتو د سولې بهیر یې ګډوډ کړ او په  پای کې د نجیب او د هېواد د بربادۍ سبب شول.

۲- د طالبانو نظام تر ړنګولو وروسته په بن کنفرانس کې  له امریکا او نړیوالو غټه اشتباه او خیانت وشو، د تاجک ، هزاره او ازبک په نوم یې د همدې درېو اقلیتونو همدې سکتارستي ډلو مشرانو ته تر حده زیات واک ورکړ ، د پښتنو پر حقوقو یې خاورې واړولې، زعامت یې تش په نوم پښتنو ته ور کړ ، نور ټول قدرت او صلاحت همدې ډلو ته حواله شو. کرزي صیب دې ډلو سره د ایتلاف لمن ونیوه، څوارلس کاله په حکومت کې دومره فساد وشو چې بوی یې ټولې دنیا ته ورسېد، نه ملي حاکمیت ټینګ شو او نه له پراخو نړیوال امکاناتو څخه د ولس په ګټه کار واخیستل شو، قصداً هېواد د فساد او جګړې لوري ته ټېلوهل شو، پښتانه د نړیوالو په زور د طالب په نامه قصداً له سیاسي صحنې لرې کړای شول  ، کورونه یې بمبار او اقتصاد یې کمزوری شو.

۳- د ډاکټر غني واکمنۍ ته د خلکو هیله وه ، خو هغه هم ډېر ژر د خپل قدرت او شهرت په څپو کې ډوب شو ؛ کورنیو او بهرنیو فشارونو ته یې ځان ټینګ نه کړ، همدې منفورو ډلو سره یې د ایتلاف لمن ونیوه ، اوه اته کاله یې له دې ډلو سره د مخالفت ، موافقت او امتیاز په پړاوونو کې تېر کړل ، د فساد او بې عدالتۍ غږونه تر اسمانه پورته شول ، جګړه اوج ته ورسېده ، خبره ان د مور بم کارونې ته هم پورته شوه ، نړیوال هم ستړي شول ، د حکومت د همدې متضاد او امتیاز روږدي ایتلاف له امله طالبان لاپسې قوي شول او په څو ورځو کې د غني او جنګسالارانو له افراطي لاپو شاپو سره   سره یې هغوی ټول له هېواده تېښتې ته اړ کړل . پوره باور دی ، که ډاکټر نجیب ، حامد کرزي ، ډاکټر غني او نورو نړیوالو پر دغو منحوسو غلو او جنکسلارانو ډډه نه وای لګولې ، نو نه به دوی او نه به هېواد له داسې یو ترینګلي حالت سره مخامېده.

اوس راځو طالبانو ته د دې سکتاریستي او جنګي  ډلو په باب د یو څو ټکو توضیح ته:

الف - د جنګسلارانو ځانګړنې:

۱-هېڅ ډول اخلاقي ، وطني،دیني او نورو انساني معیارونه ته ژمن نه دي

 ۲-د سیاست په سټاک مارکېټ کې ولاړ دي ، د ورځې په نرخ خرڅېږي ، هر کورني او بهرني سوادګر چې یې پر ولي لاس کېښود(نه ) ورته نه وايي. خو ژمنه او وفا یې تر هغه حده ده چې څوره یې خوله خوږوې ، خو که کوم بل  سوداګر کوم چاکلېټ زیات ورکړ پر همغه شېبه یې لوری بدل دی. ایران او روس یې اصلي ملاتړي وو، خو کله چې امریکایان راغلل د هغوی د ډالرو د باران خوند یې چې ولید ، پخواني یاران یې هېر کړل.

۳- دا ډول خلک هېڅ ډول روحیه ، جذبه او عقیده نه لري ؛ کاغذي پړانګان دي ، غوروپش او پوځي ننداره یې تر دې حده وي چې ټوله نړۍ یې په سر اخبستې وي ، خو کله چې مخالف طالبان پسې رامنډه کړي بیا نو له هېوادونو هم پناه شوي وي.

۴- دا خلک امتیاز غواړي ، صلاحیت او قدرت غواړي ، خو مسولیت نه مني ، ښه مثالونه یې د کرزي او غني حکومتونه وو، دواړه حکومتونه ټول له مخې دوی  وخوړل او وڅټل ، خو ټول مسولیتونه یې په پای کې کرزي او غني ته راجع  کړل.

۵- دا ډلې ټپلې غواړي ټول عمر په دوو رولونو کې پاتې شي ؛  حکومت کې هم وي او مخالفت کې هم ؛ پوزېېشن او اپوزېشن دواړه ورسره وي ، د ورځې سره مخالف وي د شپې سره پوخلا، په پټه د یو بل ملاتړ هم کوي ، خو په ښکاره بیا ځان یو د بل مخالف څرګندوي.

۶-دوی همېشه یوه سیمه د فشار د وسیلې په توګه ساتي ، نړیوالې مغرضې کړۍ هم ورسره په دې چار کې ملګرې دي ، پخوا به یې شمال ولایتونه او په تېره بیا بلخ ولایت د امتیاز لپاره د فشار د وسیلې په توګه کاراوه او ژر به یې د تجزیې غږ پورته کړ.اوس ورته یوازې د پنحشېر دره پاتې ده ، غواړي له طالبانو څخه له دې درې ځنې د جګړې د پیل په پلمه امتیاز تر لاسه کړي.

۷- یو وخت  جهاد او مقاومت د امتیاز اخیستلو وسیلې وې ، شپېته نومرې د جهاد وې او څلوېښت هم د مقاومت ، هر یو د پوره سلو نومرو په لرلو سره په حکومت کې د اساسي څوکیو خاوندان وو . د کرزي صیب د واکمنۍ په پیل کې  یوازې په کابل کې له(۱۱۰۰) مهمو ریاستو څخه (۸۳۲) یې د پنجشېر د درې د اوسېدونکو په برخه رسېدلي وو،په ورته وخت کې  (۱۸۰۰) جنرالان یې  هم درلودل ، خو بیا به هم ناراضه وو او  ویل به یې حکومت کرزی یک حکومت فاشیستی است.

۸-دې ډلې او ډلو ته چې هر څومره امتیاز ورکړې ، دوی نه قانع کېږي.د لا نور امتیاز غوښتنه کوي ، غوښتنې یې لایتناهي دي.

ب- طالبانو ته څو وړاندیزونه

اوس غواړم طالبانو ته د تېرو تجربو په رڼا کې د عام ولس د وړاندیزونو او نظرونو په توګه څو ټکي وړاندې کړم:

۱- د داکترنجیب ، کرزي او غني تېروتنې باید په هېڅ ډول بیا تکرار نه شي ، دې خلکو ته په حکومت کې هېڅ ډول ونډه مه ورکوئ، دوی اوس لکه  د کب په شان دي چې له اوبو پرته ورته ژوند شونی نه دی ، که له حکومته ووتل ، له سیاسي پلوه په خپله مري ، فزیکي امحا ته یې هېڅ ضروت نه شته.

۲-طالبان باید زموږ درانه تاجک ، هزاره او ازبک قومونه نور د دغو لنډغرو له انحصار او اختطافه خلاص کړي ، په دې قومونو کې ډېر درانه او مخور کدرونه شته ، هغوی ته دې پراخه ونډه ورکړي ، هم به د نړیوالو د یو شرط  په توګه د هغوی یوه غوښتنه پوره شي، هم به په رښتینې مانا ملي وحدت او مشارکت رامتځته شي.

۳- حکومت باید یو واحد ملګری ټیم وي ، چې خلکو ته خپل خدمات وړاندې کړي ، نه دا چې انرژي ېې د تېر په څېر پر داخلي اختلافاتو مصرف شي.

۴- طالبان باید د پنجشېر درې په ګډون ان د هېواد یوه وړه سیمه هم د خپل کنترول له دایرې بهر پرېنږدي ، ځکه که وړه سیمه هم د حکومتې حاکمیت تر چتره بهرپاتې شي ، د مرکزي حکومت پر ضد د ګواښ د یوې وسیلې په توګه کارېدلی شي .

۵- د تېرو تجربو پر بنسټ که طالبان هم د کرزي او غني په شان دې ډلو ته امتیاز ورکړي ، نو حکومت به یې مفسد شي ، وروست به شي او بیا به خپله وشڼېږي.

۶- وروستی وړاندیز مو دا دی ، چې طالبان دې قدرت انحصار نه کړي ، د جنګسالارانو او قومي ټیکه دارانو پر ځای دې د افغان ولس له بېلابېلو پرګنو څخه مسلکي کسان راټول کړي ، د حکومت مهمې تخنیکي  او مسلکي څوکۍ دې ور وسپاري ، د ټولشموله پر ځای دې مثمر ، ګټور او مانا شموله حکومت جوړکړي ، نه دتېرو حکومتونو په شان چور شموله. نور نو ملاصاحبان تېرو تجربو ته په کتو تر موږه  ډېر ښه پوهېږي.

-
بېرته شاته