(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تالېبان او قومپرسي

[28.Sep.2021 - 13:38]

تالېبان بان قام پرستي او ترهګري

 لیک: اسد الله مایار

 پاکستان وزیراعظم عمران خان روانه اونۍ ملګرو ملتونو ته په خپله وېنا کې ویلي چې ګنې پښتانه د  طالبانو مرسته د قام پرستۍ او پښتونولۍ پر بنیاد کوي. دا خبره بیخې غلطه او ناسمه ده چې ګنې پښتانه د طالبانو ملاتړې دي یا طالبان یو پښتون قام پرسته ډله ده. عمران خان له خبرو نه دا څرګندیږي چې پښتانه په دغه هېواد کې د ریاستي نسلي تعصب ښکار دي.

 

طالبانو له د پښتون قام پرستۍ نوم ورکول او هغه نړۍ ته ګلوریفای کول دا ثابتوي چې د پاکستان ریاست د طالبانو ملاتړی دې نه چې پښتانه. طالبان که هغه د افغانستان دي او که د پاکستان دا یو پښتون ضد او افغان ضد پراجېکټ دی  چې د پاکستان پوځ جوړ کړی او د خپلې سټراټیجیکي ژورتیا د پالیسۍ کومه چې د افغانستان پنځمه صوبه ګڼل کیږي لپاره یې استعمالوي.

 

اول خو دا چې پښتون قام پرستي په سوونه او زرګونه کاله زوړ تاریخ لري خو طالبان د ۳۰و  کالونو راهیسې په دې سیمه کې پېدا کړل شوي دي.طالبان یو وسلوال تحریک دی چې د پاکستان پوځ جوړ کړی او روزلی دې او دا خبره په ډاګه ده چې پوځي مشرانو په بیا بیا ویلي چې طالبان  دوی جوړ کړي او روزلي دي.

 

د جنرال حمید ګل نه تر د کرنل امام او جنرال مشرف پورې ټولو دا خبره تکرار کړې ده چې طالبان د دوی خلک دي.په اسلام اباد کې ناست د لال جماعت امام مولوي عبدالعزیز د طالبانو بېرغ پر خپله مدرسه پورته کوي، او پولیسو ته په ډاګه وایي چې خدای دې تاسو پسې هم طالبان راولي خو ریاست پر دغې سترګې پټوي او بیا هم طالبان نړۍ ته داسې ښکاره کوي چې ګنې دوی په دغه سیمه کې یوازې د پښتنو ملاتړ لري.

 

 د پېښور د ارمي پبلک سکول له ماشومانو نه تر د زرګونو پښتنو قاتلان د پاکستاني پوځ په نظر کې د دوی خپل بچي دي.

 

طالبانو په خپل عمل هم دا ثابته کړې ده چې دا د پښتنو پر ضد جوړ کړل شوی  پراجېکټ دی. څنګ چې مونږ ولیدل چې طالبانو د ټوپک په زور او د پاکستان د پوځ په مرسته کابل ونیوو هغه که د ۹۰ م لسیزه وي او یا ا اوسنۍ. لومړی کار یې دا و چې څنګه به د افغانانو ملي هویت او شناخت په نښه کوي او هم دا وجه وه چې د بامیانو د بدها نه واخله تر د افغان ملي سرود کلتوري او فرهنګي ادارې او هاغه خلک لکه (ډاکټر نجیب الله) یې له منځه یوړل چې د افغان نېشنلزم سېمبول ول. او هم دا رنګ د افغانستان ملي بېرغ کوم چې د افغانانو شناخت هویت او ویاړ ګڼل کیږي د هغې پر ځای یې د نام نهاد یا تش په نوم اسلامي امارت سپین بېرغ رامنځ  ته کړ کوم چې د افغانانو نه بلکې د یوې ډلې بېرغ دی.

 

هوم دا رنګ د پاکستاني طالبانو پښتون ضد کردار هم څه جدا نه دی او هغه ټول کارونه یې کړي دي کوم چې د پښتون قام پرستۍ پر ضد ول. په برصغیر کې د پښتون قام پرستۍ تر ټولو ستر تحریک عوامي نېشنل ګوند (د خدای خدمتګار و تسلسل) يې په نښه کړ او په سلګونه پلویان یې ورله ووژل. هم دا رنګ طالبانو په پاکستان کې یوازې د پښتنو کلتور تعلیم ادب اقتصاد او ټولنیز ژوند په نښه کړی. له سندرې نه یې واخله تر جنازې پورې یې هر هاغه سوچ او فکر په نښه کړ کوم چې د قام پرستۍ یا ملت پالنې ملګري ول.د پښتنو د سیاسي ادبي او فرهنګي مشرانو لکه رحمان بابا اجمل خټک او حمزه بابا مزارونه یې په نښه کړل، او د سوات د بدها نښې یې ورانې کړې.

 

موږ د دې مثالونه لرو چې طالبان څنګ د پښتون نېشنلزم خلاف استعمال شوي دي. طالبانو په خیبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې تر ټولو زیات پښتانه قام پرست مشران په نښه کړي دي، لکه بشیر بلو او د عثمان خان کاکړ پشمول ګڼ شمېر مشران یې شهیدان کړي دي. دویم دا چې طالبانو د پښتنو په سیمه د پښتنو قام پرستو مشرانو پر نومونو جوړې تعلیمې ادارې یې په نښه کړي دي لکه د چارسدې د باچا خان پوهنتون او یا د مردان عبدالولي خان پوهنتون.

 

دریم دا چې طالبانو د پښتنو پر اقتصاد تر ټولو ژوره حملې کړې او هغه دا چې یوازې د تورخم او چمن پر  پوله یې هغه اقتصاد په نښه کړی چې د دواړو خواو پښتانه ترې زیات متاثره کېدل.

 

څلورم یې د پښتنو په هنر حمله ده چې پکې یې هغه هنر مندان لکه هارون باچا او یا ګلزار عالم غوندې هنرمندان په نښه کړي چې د تل یې د وطن او امن سندرې ویلي دي. نو اوس پوښتنه دا ده چې وزیراعظم عمران په کومه خوله دا وایي چې د پښتانه د قام پرستۍ پر بنیاد د طالبانو ملاتړي دي؟

 

باید پاکستان پر دې پوهه شي چې دوی هر څومره هم د طالبانو د منلو او لجیټیمایز کولو لپاره پښتانه د طالبانو ملاتړي وښيي خو ولې دا هڅې به یې بې ځایه ځکه وي چې نړۍ پښتون نېشنلزم د ستر فخر افغان باچا خان بابا په شکل کې پېژني او مني، او دغه نېشنلزم پاکستانی ریاست نه مني او هم دا وجه ده چې دا رنګ تحریکونه او ګوندونه کله د ریاستي جبر ښکار کیږي او کله هم د دغو وسلوالو ډلو د تشډ ښکار شوي دي. خو ولې د انسانیت،امن، عدم تشډ، پرمختګ او بشر دوستی پر بنیاد ولاړه دغه قام پرستي نه هم کمزورې شوې ده او نه هم له خپل دریز نه پشا شوې ده.

طالبان قام پرستي او ترهګري/ اسد الله مایار

 

خبریال:

تآند

دا هم زما تبصره :"

سلامونه،

مایار ساب اسدالله خان صحيح خبرې کړي.

اول خو د پاکستان په نوم یو پروژه يي ریاست چې د اسراییلو سره یو وخت کښې د دوه کینسر دانو په شکل د پښتنو د ازلي او ابدي دښمن ابلیس ولد انګلیس! له خوا مینځ ته راغلي ؛ هیڅ حق نه لري چې د پښتنو او افغانستان په اړه وکالت وکړي ، له بلې خوا القاعده، د مجاهلینو راهبردان، طالابن ، ټي ټي پي ؛حقانیان ناحقانیان، مودودیان، بریلیان، دیوبندیان، تبلیغیان او په شلهاوو نورې افراطي او ترههګرې ډلې ټپلې همدې د نیازي ! عمران و دین خاين تش په نامه تحریک انصاف!(بې انصافي!!= همدا ڼن بي بي سي کښې د پیښور آرمي سکول شهیدانو کورنئ … )د تش په نامه وزیر اعظم !!( په اصل کښې کنجيانې د جي اچ قیو په لاس کې!) په حکومت کې تر سره کیږي . دا د دې لپاره لکه افغانستان کې ېې کرزی او بیا ډبل عودلا د ګویا پشتون په نوم په راس کې کینول او ، لا تر اوسه ېې هم لکه ستون پنجم ې پنجاب! ساتلي منفي جمع- + ګیلانیان، مجډینګان، مکسودیان، رهبانیان ، فدرامیان، جمییتیان ، ګلبدنیان او نوورېې هم کراچۍ کښې د چوکیدارۍ لپاره منتظر کړي . یو نیم سناتور مناتور یا ریټایرډ نیټو جرنیلان هم د افغان ولس د وژونکو او وژلو لپاره د ډالرو او ډراونونو تهدیداتونه کوي الی آخر

د پښتون افغان د اصلي حقوقو پاسداران او وارثان د باچا خان، خان شهید، میرزالي خان، پوونده، افغان ملت،افغان ډېموکراتيک قوتونهاو منظور پشتين ملګري او په پلونو پل ایښودونکي دي ، البته له دوی څخه نورې ډلې ټپلې نه ښه مسلمانان دي او نه د افغانانو د حقوقو مدافعین.

ان اکرمکم عند الله اتقیاکم

سپتمبر ۲۵، ۲۰۲۱

-
بېرته شاته