(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بولان دره

[29.Sep.2021 - 21:17]

دبولان دره

لیک: صفیه حلیم

د زرگونو کالو راهيسې افغانستان نه هند ته د تلونکو مساپرو، کوچيانو او يرغلگرو د تېرېدو لنډه لاره په بولان وه. د خېبر نه پخوا خلک به په بولان درې ختيځ ته ورتلل او د ځينو نښې يې اوس هم د لارې په سر ليدل کېږي.

د بولان دره د سپين بولدک نه ۱۲۰ کلوميټره ختيځ کې ده چې اوس د پاکستان د بلوچستان سيمه ده او د سنده د جيکب اباد سیمه دسیوۍ پر ښارګوټي د کوټې سره نښلوي.

د کوټې له لوري تلونکي لارې‌ د درې په خوله کې دکولپوربازاردی چې هندوان پکې زيات کاروبار کوي. ځیني يې د بولان بازار هم بولي.

په دره کې د اورګاډي لاره هم شته چې د نولسمې پيړۍ په وروستيو کې انگرېزانو جوړه کړې وه. د اور گاډي په دې لاره په غره کې ۲۱ ټونلونه توږل شوي و چې د هغه وخت د انجينرۍ يو شاهکار گڼل کېږي.

يو وخت داسې و چې په دې دره کې سړک نه و او قافلې به په اسونو، اوښانو او خچرو د دې له دشتو تېرېدې. پر هم دغه لاره احمد شاه ابدالي هم څو څو واره هند ته تللی او په نولسمې پېړۍ کې انگرېزان په لومړي ځل په دې لار افغانستان ته ورننوتل.

د جنوب نه د درې مخه کې د خوړد اوبو ډنډ چې شاو خوا دوه کلوميټر لوې اوبولايي يا کانهينومېدو.

د دې دواړو غاړو ته د تيږو سپېره غرونه دي چې خال خال شنه بوټي پکې راټوکېږي. ځينې غرونه ۱۰۰۰ فټه لوړ دي او لاره يې دومره تنگه کړې وه چې درې سپاره به پکې يو ځاې نشول تيرېدې.

اوس پکې پوخ سړک دی او تر کولپور چې تېرشې نو لومړۍ ابادي ددوزدانوسیمه ده چې ښايي پخوا پکې غلاوي کيدې نو ځکه ورته دا نوم ورکړې شو.

د سړک غاړې ته د سړو اوبو يوه چينه ده چې ورسره د يو وړوکي کلي په څېر اباديکوباشنومېږي. د چينې سره يوه تيږه انساني پله ته ورته لويه نښه لري چې د سيمې خلک يې د حضرت علي د پښې نښه گڼي. خو دا ممکن د هغو لومړيو بودايي مبلغينو د لاس نښه وي چې دوه نيم زره کاله پخوا دلته ورغلي و.

په ۱۸۳۹ م کې ۱۲ زره بريطانوي عسکر د سر جان کين په مشرۍ له دې درې کندهار ته ورغلل. د افغانستان باچا شاه شجاع هم ورسره و چې د کابل په بالاحصار کې پر تخت کېناستو.

د انگرېزانو پوځ هغه وخت په اتو ورځو کې له دې درې تېر شوې و او د دوي د اندازې تر مخه دا ټول مزل ۸۳ ميله ( ۱۳۴ کلوميټر) اوږد و خو اوس شاو خوا ۶۰ کلوميټر د موټر لاره ده.

دا تقریبأ (۶۰) کیلومټره دره په اوړي کې گرمه او په ژمي کې یخه هوا لري. دلته د ژمي ساړه بادونه دومره توند وي چې انسان وژلې شي.

د هغې نه وروستو بلوڅ سردارانو د افغانستان د بېلا بېلو ډلو سره د پت پاللو لپاره په دې لاره تېرېدونکو انگرېزانو حملې کولې. په ۱۸۸۳ م کې سر رابرټ گرووز سنډېمن د قلات د مشر خداداد خان سره يو تړون وکړو او بيا په ۱۸۷۷ م کې بلوڅ سردارانو ته د پېسو په ورکولو د بولان دره يې پخپل لاس کې واخيسته.

په تېرو زمانو کې د بولان په دره د پښتنو دومړ کاکړو مالیه اخسته او له مري بلوڅانو سره يې ډېر جنګونه شوي و. د بلوڅو نامتو سردار چاکر رند دومړانو سره په جنگونو کې له سیوۍ پنجاب ته شړلی و. کله چې انګرېزان راغلل نو دومړقام له انګرېز سره په جنګ شو. هم هغه و چې دا دره د دوي له لاسه ووتله.

د بولان درې یو اوسنی اهمیت په دې کې دی چې د دې په پاې کې د بلوچستان تر ټولو لوی او سخت زندانمچ جیلهم جوړ دی او د بولان دره دغه جېل ته د ورتګ یوه لویه لاره ده.

د مچ ښار نه وراخواآب گمیعني ورکو اوبو سیمه ده. هلته د درې په منځ کې هوا بدلېږي او که بره په غرونو یخ موسم وي نوښکته هوا ګرمه وي. “آب گمپه اصل کې د اوبو یوه لویه چینه ده چې پخوا زمانو کې به د لښکرو او کاروانونو تمځای وو. اوبه په یو ژور ډنډ کې راټولېږي او وړاندې ته هم بهېږي چې ځينو ځايونو کې پټې شي. د څو کلوميټر په فاصله کې دا اوبه بيا د زمکې نه راووځي او بيا ورکې شي. داس ښکاري چې اوبه د شگو لاندې پټ پټوڼې کوي.

د دې د لوې ډنډ په تل کې ښايي لوې لوې کندې دي او کله چې څوک پکې لامبي نو ناببره لاهو شي. د حکومتي معلوماتو پر بنسټ په کال کې له پنځو تر لسو سیلانیان هلته خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دې اوبو پر سر په نولسمه پېړۍ کې انګرېزانو یو پل جوکړی وو چې وروسته اوبو یو وړو او بیا پاکستان ورغاوه. د پل اصل نومبي بي رانيو چې نږدې د هندوانو د يو معبد له کبله مشهور و.

د وخت په تېرېدو اوس په سيمه کې علم دومره زور کړې دې چې معبد ته دنانياو پل ته درنډينومونه ورکړې شوي دي.

د دې درې د سیند له لوري په پیل کې درندليپه سیمه کې چې ډاډر یې هم بوليیو سرپوښهشاهي بازاردې چې تاریخ پوهان یې له احمد شاه ابدالي سره تړلی بولي.

دآب گمسیمي نه په په تېرېدو ښي اړخ ته يوه لارهمهرګړههته ځي او داځای له سړکه شاوخوا (۱۲) کیلومټره لیري دی. دلته د برونزو د دورې توکي موندل شوي‌ دي او یوې ډېري پخوانۍ کلا اثار تر سترګو کېږي. مهرګړهه دمنډیگک او د آمو د تمدن سره تړلی بلل کېږي چې د اباسين (انډوس) تمدن تر تولو پخوانۍ ښار و.

دبولان درې وروستې ښارسیوۍ يا سبي نومېږي چې د پښتنو تاټوبې دې او يو وخت دلته د افغانانو سرحد و. وړاندې تر اباسين پوريپر دغه لاره د بلوڅانو ډېري ابادې سیمي شته چې مشکاف ،میټړۍ ،‌حاجي ښار، جلپټ، نوتال، ډېره مراد جمالي چې پخوا یېټیمپل ډېرهبلله اوجټ‌ پټد يادولو وړ دي. دا د بلوڅو د تاټوبي وروستۍ ښارونه دي چې بريد يې د سندهه د صوبېجېکب ابادښار ته رسېږي.

 
-
بېرته شاته