(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه اوغني خان

[29.Sep.2021 - 21:33]

زه غني بابا او د هغوي تصوف 

ليک او څېړنهشبير خان دراني

ياده دې وي چې د غني خان بابا ټوله شاعري په دريو حصو کې تقسيم ده

1، وحدت الوجود

2، فلسفه خير و شر

3، فلسفه حسن و عشق

 

غني بابا وائي

،

ساز د حورو اورم ستا د حسن په سازونو کې

ماته دې رب وښود پټ د مينې په رازونو کې

،

په دې پورتني شعر کې غني بابا د دنیا حسن او ښکلا د الله تعالی د نور زرو د جنت ښايست او د حورو ښکلاګانو  پسې تړلې او هغه ځکه چې په قران پاک کې ليک دي چې

الله نورالسموات والارض 

الله تعالی د زمکې او اسمانونو نور دې

تاسو کله سوچ کړې که يو انسان له مور  نه په دواړو سترګو ړوند پيدا وي نو هغه انسان او کوم انسان چې په دواړو سترګو روغتيا لري دغه دواړه کې به د جنت د حورو او علمانو د ښکلاګانو احاطه کوم يو په ښه او اسانه طريقه کولې شي ضروري خبره ده کوم چې د الله ج په رحم د سترګو روغتيا لري دا ولې نو لازم ده چې هغه د دې دنيا ښکلاګانې ويني بيا په قرآن او احادیثو کې ګوري يا اوري چې د دنیا ښايست او ښکلاګانې د جنت او حورو علمانو په مخکې هیڅ حيثيت نه لري 

ځکه غني بابا د دې پورتني شعر په ړومبنې مصره کې وائي چې

,

ساز د حورو اورم ستا د حسن په سازونو کې

,

مقصد دا چې زه د زمکې ښائست او ښکلاګانې وينم نو ماته اندازه کيږي چې ستا د جنت حورې به کوم رقم ښايست لري او هم دغه د جميل مطلب د ښايست ليدنه ده چې مونږ ته الجميل مطلب د ټولو نه ښايسته الله تعالی  په تصوراتي دنيا کې را ښائي

 د دغه پورتني شعر په دويمه مصره کې غني بابا وائي چې

،

ماته دې رب وښود پټ د مينې په رازونو کې

،

تاسو کله سوچ کړې د مينې په فلسفه مينه يو داسې احساس دې چې نا پيژندګلو انسان د بل تابع کړي نه ئې ورسره څه رشته وي او نه تړون خو چې زړۀ ورباندې راشي نو تر ټولو خوږ او محترم شي او بيا الله تعالی خو انسان سره خپله مينه د مور د مينې نه په اويا فيصده زيات ښودلې ده اوس  غني بابا ته د مور د يو فيصده مينې اندازه شته ځکه چې  د باچا خان بابا د وينا ترمخه د دويم جنګ اعظيم وروسته چې غني بابا په وبا ککړ شو نو د غني بابا مور بي بي د غني بابا د کټ نه درې ځله تاؤ شوه او د الله تعالی نه سؤال وکړو چې د غني بابا رنځ په ما کړه او غني بابا ته روغ صحت ورکړه او هم دغه شان وشول غني بابا د دغه رنځ نه جوړ شو او مور بي بي ئې په وبا وفات شوه اوس غني بابا خو د خپلې مور يو فيصدي مينه ليدلې ده نو د اويا فيصده مينې احاطه کوي او وائي چې ماته دې رب وښود پټ د مينې په رازونو کې

او د غني او ملا جان اصل جنګ هم په دا خبره دې چې غني بابا وائي چې هغه مور چې زه ئې صرف زيږولې يم او زما سره صرف يو فيصد مينه لري نو هغه خو زما رنځ او مرګ په خپله غاړه اخلي او کوم خالق چې زما تخليق کړې دې او زما سره د اويا ميندو هومره مينه لري هغه به ما په اور سيزي يا به ماته تکليف راکوي هیڅکله هم نه يو زيږونکې مور چې زما سره يو فيصد مينه لري زه هغې تکليف له نه يم ورکړې نو تخليق کوونکې خالق چې زما سره د اويا ميندو هومره مينه لري هغه به ما ولې تکليف له ورکوي

دغه رنګې غني په دا بل شعر کې وائي چې

،

دا يو ساز دې چې روان دې د اواز د سر کمال ته

يو د نور څاڅکې دې زغلي ځان رسي د بوډايي ټال ته

،

دې شعر کې غني بابا د انسان الله ج او مرګ او ژوند فلسفه بيان کړې ده غني بابا په دې ړومبنې مصره کې انسان د ساز او الله ج د اواز سره تشبيه کړې دې انسان پيدا شي دلته ژوند وکړي محلونه او جایدادونه جوړ کړي ولې دا ځائې د انسان مستقله ټيکانه نه ده هم هغه رنګې لکه د غرۀ لرې ولاړ انسان چې تيز  آواز وکړي دغه آواز تر غرۀ ورسیږي او د غرۀ سره ډغره وواهي او واپس راستون شي واپس په هغه خپل مستقل مقام ختم شي د چرته چي دا اواز وتلې وي 

په دې دويمه مصره کې غني بابا وائي

،

يو د نور څاڅکې دې زغلي ځان رسي د بوډايي ټال

،

په دې دويمه مصره کې غني بابا بيا انسان د نور په څاڅکي او الله ج د بوډايي په ټال ياد کړې مطلب  د رنګ و نور مجموعه

په دې شعر کې غني بابا وائي چې دا ټول انسانان او د دنيا ښایستونه د الله ج د نور زرې دي کوم چې  د انسان او مرګ و ژوند په فلسفه خو زوال لري ولې دا لازوال دي د کومې فلسفې لاندې لازوال دي نو هر چاته د قران و احادیث نه معلومه ده چې مسلمان ته به په جنت کې لازوال ځواني الله ج وربخښي دا دلته غرضي ژوند دې نو د نور څاڅکې له مرګ څخه ختميږي نه دا د نور څاڅکي  زغلي ځان رسي د بوډايي ټال ته هغه د رنګ و نور مجموعې ته ورځي د کوم رنګ و نور چې دا زرې دي

زموږ د نيکه بابا حصرت آدم عليه سلام جوړښت په جنت شوې دې چرته چې نه ګرمي شته نه يخني چرته چې پسرلي دي نهرونه دي شينکۍ دي او ګلونه دي

او هم د دغه فلسفې لاندې انسان ترټولو زيات د پسرلي په موسم خوشحال وي او هغه ځکه چې د پسرلي موسم په دنيا د جنت يوه نظاره ده او بيا هم دغه فلسفه ده چې انسان په ژمي ځان ته اور بل وي نمر ته کيني او په اوړي ځان ته پکې يا اې سي لګوي چرته د سين غاړې ته يخ سوري له ځي د څه لپاره په دا خاطر چې ځان ته موسم معتدل کړي ځکه چې نه خو د انسان جوړښت په دا رنګې ماحول کې شوې دې او نه دا دنيا د انسان مستقل د ژوندانه تيرولو ځائې دې بله دا چې د جنت زمکه بخملي ده نه لوړه جوره لري او نه کنده کپره او هم دغه وجه ده چې انسان په دنيا د دردونو څخه مخامخ دې کله پړ مخې پريوزي درز وخوري کله ئې ښپه لاس مات شي او پنځه اوويا فيصده خلک خو مستقل د جوړونو په درد کې بوخت دي هم د دې فلسفې لاندې چې زمونږ چرته تخليق کيږي چرته چې به مونږ مستقل ژوند کوو ښغلته نه لوړه جوره شته او نه زمکه دا رقم سخته ده کوم رقم چې په دنيا ده بله دا چې په کال کې څلور موسمونه دي او د هر موسم د بدلون څخه مونږ انسانان د بيمارۍ سره مخامخ کيږو هم د دې فلسفې لاندې چې زمونږ جوړښت په معتدله موسم کې شوې دې چرته چې په موسمونو کې هیڅ قسمه بدلون نه راځي

ځکه غني بابا وائي چې

،

ژوندون خوب دې بې توانه د  تيرې  او د  رنړا

بنده هغه مسافر دې کور ئې باغ لار ئې صحرا

،

 

غني بابا دلته وائي چې ژوندون يو بې وسه خوب دې داسې خوب کوم کې چې نه انسان په خپله خوښه بادشاه جوړيدې شي او نه فقير په دا خوب کې انسان تر هغه بادشاه يا فقير وي ترڅو چې ئې سترګې نه وي غړيدلې مطلب تر کومې چې له خوب نه بيدار شوې نه وي دلته بادشاهي او فقيري دواړه تر خوب ويښيدو دي مستقله نه بادشاهي شته نه فقيري

،

بنده هغه مسافر دې کور ئې باغ لار ئې صحرا

،

غني بابا دلته بيا نه يوازې دا چې دنیا په صحرا ياده کړې ده بلکې دا ئې جنت ته د تکليفونو او دردونو لاره ګرځولې ده او جنت ئې د انسان کور ياد کړې دې او وائي چې  انسان په ژوند د صحرا له سختو را تير شي نو خپل اصلي کور جنت پله به ورسيږي چرته چې ابدي پسرلي او ښایستونه دي

(شبير دراني)

-
بېرته شاته