(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون منصور

[08.Oct.2021 - 15:02]

 

پښتون منصور، ډاکټر نجيب الله شهيد

ليک: اياز ايسپزے/ پښتون رساله سپټمبر ګڼه کال 2012

هغه سر د آزادۍ طلبګار نۀ دی

چې پۀ هر قدم سجدو ته ښکته کیږي*

د پښتنو خاوره د معلوم تاريخ نه د بېلا بېلو يرغلګرو تر يرغل لاندې راغلې ده، دغه يرغلونو او يرغلګرو هر ځل دا وطن وران کړی دی او د دې قام او وطن پهٔ ننګ ولاړ د پښتنې خاورې حلالي بچي يې وژلي، ترټلي او رټلي دي. د دغه يرغلګرو مخې ته چې څوک هم ودرېدلی دی، مقاومت او مزاحمت يې کړی دی، يا يې د غليم يرغل او ناروا ته روا او سم نهٔ دي ويلي، يا يې د دې قام او خاورې د امن، پرمختګ، سوکالۍ او خوشحالۍ خبره کړې ده او يا يې پهٔ دې وطن کې د پوهې، شعور او بيدارۍ غږ پورته کړی دی؛ هغه ټول وګړي هميشه سامراج نېغ پهٔ نېغه او يا يې پهٔ دې اولس کې دننه د خپلو ساتل شويو لاسپوڅو پهٔ لاس وهلي ټکولي، سپک کړي او وژلي دي. پهٔ قام، وطن او خپل راتلونکي د ننګ کونکيو او ځان قربانونکيو دا نوملړ ډېر اوږد دی؛ پهٔ دغه ښاغليو کې يؤ ستر او روښانه نوم د پښتون منصور ښاغلي ډاکټر نجيب هم دی، چا چې خپل سر ورکړو، خپل او د خپل کشر ورور شاه پور احمدزي ژوند يې قربان کړو، خپل بچي او کورنۍ يې د قام او وطن پهٔ سر يتيمان او بې څوکه پاتې کړل خو د پښتون وطن او افغان اولس دښمن ته يې سنګر ورنکړو، پهٔ پښتنه خاوره يې هېڅ معامله ونکړه او خپل نوم يې د افغانانو پهٔ تاريخ کې د تل لپاره پهٔ زرينو تورو خوندي کړو. لکه څنګه چې مې وړاندې يادونه وکړه چې د افغانستان سياسي تاريخ د بلها ډېرو خونړيو پېښو نه ډک دی او يوه خونړۍ پېښه پکې د ډاکټر نجيب الله وژنه هم ده، چې پهٔ ظاهره يې تور د تالبانو پهٔ غاړه دی خو د افغانستان او  ګڼ شمېر نړېوال څېړنکاران او سياستمدار د هغهٔ د وژنې تور پهٔ بهرنيو استخباراتو لګوي.

ډاکټر محمد نجيب الله د 1947م ميلادي کال د فرورۍ او د ځيني پهٔ وينا د اګست پهٔ مياشت کې د افغانستان د سر ښار کابل پهٔ مراد خانيو کې د احمدزيو پښتنو پهٔ يوه ډېره دينداره کورنۍ کې وزېږدو، د پلار نوم يې اختر محمد احمدزی ؤ. لومړنۍ زدکړې يې د کابل د حبيبي لېسې نه ترلاسه کړې، يؤ څهٔ موده يې د پېښور پهٔ ايډورډ کالج کې هم زدکړې کړې دي او بيا يې د کابل پوهنتون نه پهٔ 1975م ميلادي کې پهٔ طب کې دکتورا ترلاسه کړه، ورپسې يې د قرغې د احتياطو ضابطانو پهٔ غونډ کې شپږ مياشتې عسکري خدمات هم ترسره کړل. ډاکټر نجيب د خپل وخت يؤ بې ساری او خوږ ژبی وياند، پهٔ قام او وطن ورک مئين پوه او ځيرک سياستمدار، د خپل وطن او اولس زړه ور سپاهي، مهربان او صبر کونکی مشر، د پيش بين او نوښتګر شخصيت څښتن، مثبت او جمهوري فکر لرونکی، ملت پاله، هېوادپاله او باصلاحيته پښتون ؤ.

هغهٔ د پوهنتون لهٔ وخته پهٔ عملي سياست کې برخه اغيستل پېل کړل او پهٔ 1965م ميلادي کال کې پهٔ باقاعده توګه د افغانستان د پرچم ګوند او پهٔ 1977م ميلادي کال کې يې د خلک ډيموکراټيک ګوند د مرکزي کميټۍ غړيتوب ترلاسه کړو او د کابل ښار د ښاري ګوندي کميټۍ مشر وټاکل شو. د 1978م ميلادي کال پهٔ اپريل کې د ثور د کودتا نه پس چې کله د افغانستان د خلک ډيموکريټک ګوند واک ترلاسه کړو نو ډاکټر نجيب يې ايران ته د سفير پهٔ توګه واستولو خو وروستو يې د دغه رژيم سره اختلافات ډېر زيات شول چې پهٔ پايله کې يې هغه لهٔ دندې ګوښه کړی شو. لومړی يوګوسلاويه ته، لهٔ هغه ځای نه فرانس ته او لهٔ فرانس نه يؤ ځل بيا يوګوسلاويه ته لاړ خو د 1980م ميلادي کال د جنورۍ پهٔ مياشت کې وطن ته راستون شو او د دولتي خدماتو د اطلاعاتو د رئيس پهٔ توګه وټاکل شو او ورسره يې د قبايلي چارو د سمون د کميسون مسئوليت هم پهٔ غاړه واغيست. پهٔ 1982م ميلادي کال کې يې د افغانستان د خلګ ډيموکراتيک ګوند د سياسي دفتر غړيتوب ترلاسه کړو

د ثور د انقلاب د پرله پسې ناکاميو او داخلي بغاوتونو او خارجي لاسوهنې د هېواد حالات ورځ تر بلې خرابول؛ مرګ، ژوبله، جنګ او بې امني هرې خوا ته خوره وه. لومړی د نور محمد ترکۍ، بيا د حفيظ الله امين او پهٔ اخيره کې د سويت يونين پهٔ ټانکونو د راغلی ببرک کارمل خلاف اولس راولاړ شو او انقلاب يې د ناکاميو سره مخ کړو، د دغه اولسي پاڅون تر شا د ګاونډي هېوادونو او نړيوالو طاقتونو لوی لاس ؤ، دغه پاڅون د افغانانو وينه لکه سيلاب توی کړه، ډاکټر نجيب د وينو پهٔ دغه سيلاب کې راولاړ شو او د خپل اولس او وطن د ژغورلو هڅه يې وکړه. هغهٔ کهٔ يؤ اړخ ته خپل اولس ته لارښودنه کوله نو بل اړخ ته يې د خلکو او حالاتو نه زدکړه هم کوله، پهٔ وطن کې روان ناورين يې پهٔ ډېر ژور نظر څارولو او پهٔ هېواد کې دننه او لهٔ هېواد نه بهر د ورځ پهٔ ورځ بدلېدونکو سياسي او زمکني حالاتو څېړنه او شننه يې هم کوله. د همدغه زدکړې او څارنې پهٔ پايله کې يې پهٔ وطن کې د روان ناورين د حل لپاره يوه بشپړه تګلاره او يوه کوټلې نظريه وټاکله. د ايډيالوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او پهٔ عمل کې د تېرو تپل شويو ايډيالوژيکي چوکاټونو طردول، پهٔ سوله بيز ډول د افغانستان د لانجې حل، پهٔ جګړه کې د ښکېلو ډلو ترمنځه د ډايلاګ او خبرو اترو لاره پرانستل، د افغانستان نه د روسي لښکرو د وتلو لاره برابرول او د سياسي پلوراليزم پهٔ اساس پهٔ هېواد کې د ډيموکراسۍ رواج او پهٔ عمل کې پلي کول د دغه نوې سياسي نظريې غټ غټ او مهم ټکي وو. د ملي روغې جوړې او سولې دا نظريه پهٔ 1986م ميلادي کال کې د ډاکټر نجيب لهٔ خوا پهٔ يوه ګوندي غونډه کې رسماً اعلان او د يؤ ستراتيژک هدف پهٔ توګه وړاندې شوه چې د غونډې د ګډونوالو لهٔ خوا پهٔ متفقه توګه ومنل شوه. دغه سياسي نظريه پهٔ لاندينيو څلورو ستنو ولاړه وه؛

1. لهٔ فوځي پلوه پهٔ ټول افغانستان کې د سولې راوستل، د عادي خلکو نه وسله راټولول او يؤ مرکزي افغاني مرجع ته ورسپارل.

2. پهٔ سياسي ډګر کې د بيلا بېلو سياسي قوتونو اتحاد جوړول، سياسي پلوراليزم رامنځته کول، ډيموکراسي او پراخه بنيادي حقوقي ادارې جوړول.

3. لهٔ اقتصادي او اجتماعي پلوه د اقتصاد ټولو ډولونو له وده او پراختيا ورکول او د يؤ ازاد بازار د يؤ پياوړي اقتصادي سيسټم رامنځته کول.

4. د ملي روغې جوړې پهٔ پلان کې درې مهمې مسلې د لومړي عملي اقدام پهٔ توګه پلي کول، يعنې؛

الف: شپږ مياشتنی يؤ اړخيز اوربند.

ب: د وسله وال اپوزيشن پهٔ ګډون د ملي وحدت حکومت تشکيلول او

ج: پهٔ ايران او پاکستان کې مېشته شا و خوا پنځهٔ ميليونه افغان کډوالان وطن ته راستنول

پهٔ همدغه کال د ډاکټر نجيب لهٔ خوا د يؤ اړخيز اوربند ترڅنګ د سياسي بنديانو د خوشي کولو او عمومي بخښنې فرمان هم صادر شو چې پهٔ پايله کې يې پهٔ زرګونو بنديان خوشي شول. د ډاکټر نجيب د دغه ټول سياست نچوړ همدا ؤ چې پهٔ افغانستان کې د بين المللي طاقتونو د مفاداتو لګېدلی اور مړ شي، د افغانانو د خپلمنځي وروروژنې او ټولوژنې روان بهير سر ته ورسي، د بيلا بېلو افغاني ډلو ترمنځه روان تاؤ تريخوالی او ستونزې د ډز او مرمۍ پهٔ ځای د سولې پهٔ چاپيرچل کې د خبرو اترو لهٔ لارې هوارې شي او اولس او هېواد د لا نورې تباهۍ او بربادۍ نه وژغورل شي. د قدرت او واکمنۍ د يؤ اړخيز انحصار پهٔ ځای يوه پراخ بنسټه ملي اداره جوړه شي او ټول افغانان د ازادو انتخاباتو پهٔ نتيجه کې د خپل سرنوشت د ټاګلو جوګه شي. د هغهٔ د دغه سياست پهٔ پايله کې پهٔ 1986م ميلادي کال کې د افغانستان د نوي اساسي قانون مسوده د عمومي بحث لپاره وړاندې شوه او د مخالفينو پهٔ شمول د ټول اولس نه غوښتنه وشوه چې پهٔ دغه مسوده کې د ضروري بدلون او تغير لپاره د اساسي قانون د کميسون لهٔ لارې خپل نظرونه وړاندې کړي. څو مياشتې وروستو پهٔ 1987م ميلادي کال کې پهٔ دغه مسوده د بحث لپاره يوه هر اړخيزه لويه جرګه راوغوښتل شوه چې پکې پهٔ متفقه توګه د دغه مسودې د منظورولو ترڅنګ ډاکټر نجيب هم، چې هغه وخت د افغانستان د استخباراتي ادارې خاد مشر ؤ، د هېواد د نوي اولس مشر پهٔ توګه وټاکلی شو. دا هغه وخت ؤ چې روسي او افغاني ځواکونه پهٔ افغانستان کې د هغه اولسي پاڅون پرضد پهٔ جنګ کې بوخت وو چې مشران يې پهٔ پاکستان کې ناست وو، اسلحه او پيسې به ورله امريکې او د عربو شيخانو ورکولې او وينه به پکې د افغانانو تويديدله

د ملي روغې جوړې د سياست پهٔ پايله کې د 1989م ميلادي کال د فرورۍ پهٔ شپاړسمه نېټه د جنيوا د تاريخي لؤظنامې ترمخه د روسي ځواکونو پهٔ بشپړه توګه د بيرته ستنېدلو لپاره لاره هواره شوه او د 1992م ميلادي کال پورې شا و خوا ټول روسي ځواکونه لهٔ افغانستان نه لاړل. دا د ډاکتر نجيب لهٔ خوا د افغانستان د جنګ د ختمولو او د روسيې د نيغ پهٔ نېغه مرستې او مداخلت نه بغير د افغانانو ترمنځه د ټولو شخړو د هواري شعوري ګام ؤ خو لهٔ بده مرغه د خپلو او پرديو د ناوړه سازشونو ښکار شو او نهٔ يوازې دا چې د هغهٔ د سولې راوستو، د وطن د بيا رغولو او د افغانانو د وينخړ د روان بهير د خاتمې ټول ارمانونه نيمګړي پاتې شول بلکې هغهٔ پکې خپل او د خپلې کورنۍ د غړو ژوند هم قربان کړو.  

د روسي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو وروسته کهٔ هر څو دا باور کېدهٔ چې د کابل حکومت به پهٔ يؤ څو ورځو او يا مياشتو کې سقوط وکړي خو ډاکټر نجيب پهٔ ډېرو لږو وسايلو او خپل لوی استعداد دغه اټکلونه غلط ثابت کړل. پهٔ دغه وخت کې ډاکټر نجيب خپل اولس ته دوه وينه تودوونکي شعارونه ورکړل؛ يؤ يې "وطن يا کفن" او بل يې "سر ورکوو خو سنګر نهٔ ورکوو". د روسي ځواکونو لهٔ وتلو وروستو مجاهدينو د پاکستان د پوځي جنرالانو پهٔ مرسته د 1989م ميلادي کال د مارچ پهٔ مياشت کې پهٔ جلال اباد غټه حمله وکړه خو د افغان ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ شول او ماتې يې وخوړه. د پاکستان د استخباراتي ادارې په مشرۍ کې مجاهدينو پهٔ لومړيو څو ورځو کې د بريا دعوې وکړې خو اخير دغه جنګ د افغان ځواکونو پهٔ ګټه تمام شو. "وطن يا کفن" او "سر ورکوو خو سنګر نهٔ ورکوو" شعارونو د جلال اباد پهٔ جنګ کې مهم رول ولوباوه. د پاکستان د پوځي استخباراتي څانګې ايي ايس ايي پخواني مشر جنرل حميد ګل، چې د جلال اباد د جنګ قومانداني يې کوله، د پاکستان يؤ شخصي ټيلي ويژن سره پهٔ يوه مرکه کې دا منلي وو چې د جلال اباد پهٔ جنګ کې يې ماتې خوړلې وه، هغهٔ دا هم ويلي وو چې جنګ يې د پاکستان د هغه وخت د وزيراعظمې مېرمن بينظير بوټو پهٔ حکم پيل کړی ؤ

ډاکټر نجيب چا او ولې مړ کړو او ګناه يې څهٔ ؤ؟ پهٔ دې کې شک نشته چې هغه د پښتون اولس او پښتون وطن دشمنانو وژلی دی، د هغهٔ ستره ګُناه دا وه چې هغهٔ د افغانستان روان ناورين، ورور وژنې، د بهرنيو لاس وهنې، د پښتون وطن پهٔ سينه د پرديو مفاداتو پهٔ خاطر لګيدلي سور اور، بد امنۍ او بدبختۍ ته د پای د ټکي اېښودلو هڅه کوله، نن هم د ډاکټر نجيب د امن او سولې لار داسې مفکوره ده چې نهٔ يوازې پهٔ افغانستان بلکې پهٔ دې ټوله سيمه کې امن راوستلی شي. ډاکټر نجيب لوی ملي او مترقي شخصيت وو خو د افغانستان دُښمنانو دې ته نهٔ پرېښودلو چې جنګ ځپلي افغانستان ته سوله او امن راوړي. نن هم پهٔ افغانستان کې د هغه وخت حالاتو ته ورته حالات دي، د قام او وطن خيرخواهان د سولې راوستلو لپاره يؤ اړخيزه هڅې کوي خو د کور دننه او بهر دشمنان نن هم د دغه هڅو د شنډولو لپاره شپه او ورځ منډې ترړې وهي او نهٔ غواړي چې پهٔ پښتون وطن روان د پردیو مفاداتو جنګ او وينخړ پای ته ورسي

ډاکټر نجيب د وطن د سولې پهٔ خاطر هرې قربانې ته غاړه ايښي وه، د مخالفينو د غوښتنې او د سولې د پلان سره سم يې د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړو، حالانکې څېړنکي وايي چې دغه پرېکړه د ډاکټر نجيب لويه تېروتنه وه، بايد دغه کار يې نهٔ وی کړی ځکه چې کله هغه د واک نه ګوښه شو نو پهٔ ټول هېواد کې حالات ډېر کړکېچن شول، د کورنۍ جګړې د اور لمبو ټول هېواد لتاړ کړو او د مرګ ژوبلې هغه نهٔ ختمېدونکې لړۍ پېل شوه کومه چې لا تر نن ورځې روانه ده. ډاکټر نجيب د مړيني نه وړاندې پهٔ کابل کې د ملګرو ملتونو پهٔ ودانۍ کې پناه اغيستې وه او لکه د يؤ قيدي يې ژوند کاوه. کابل ته د تالبانو د ورتګ نه وړاندې، داسې ويل کيږي، چې هغهٔ ته د ښار نه د وتلو لپاره ويل شوي وو خو هغهٔ دغه وړانديز ځکه نهٔ ؤ منلی چې وايي هغهٔ دا نهٔ ګڼل چې تالبان به يې ووژني. د 1996م ميلادي کال د ستمبر پهٔ 27مه نېټه ډاکټر نجيب پهٔ زور د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه راويستل شو، د ډېر تشدد او وهلو ټکولو نه پس ووژل شو او د مړي يې سپکاوی وشوپهٔ سبا ورځ يې د کابل پهٔ اريانه څلور لارې کې، د صدارتي ماڼي مخې ته د کشر ورور شاه پور احمدزي د مړي سره مړی راوځړول شودا هغه ځای ؤ چې ډاکټر نجيب پکې پهٔ خپله يوه اولسي وينا کې د جلال اباد پهٔ جګړه کې د پاکستان پهٔ ښکېلتيا سختې نيوکې کړې وي، تالبانو خلکو ته وويل چې بايد نهٔ د هغهٔ جنازه وکړي او نهٔ يې مړ ښخ کړي، څو ورځې وروستو د سرهٔ صليب پهٔ مرسته د دواړه وروڼو مړي د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ته يؤړی شول او پهٔ خپل پلارني کلي کې خاورو ته وسپارلی شول

وخت او تاريخ داسې منصفان دی چې د چا مخ ملازه نهٔ کوي، د ډاکټر نجيب قاتلانو کهٔ پرون د خپل جبر پهٔ زور خپل تور مخونه پټ کړي او سپين کړي وو خو وخت يې نن ناولي او تور مخونه راڅرګند کړل او تر څو چې دا نړۍ ودانه وي، د ډاکټر نجيب قاتلان به مختورن وي او هغه به لکه د ايلم، سپين غر، تاترې، هندوکش، ملاکنډ او ماهيپر د غرهٔ غوندې هسکه غړۍ او جيګه شمله پهٔ وياړ د هر پښتون پهٔ زړهٔ کې دېره وي، نن د ډاکټر نجيب څلی هم معلوم دی او د قام ګڼ شمېر وګړي يې خپل اتل هم ګڼي خو برعکس د هغهٔ مخالفين تر ننه پټ ګرځي او چې ووژل شي نو نهٔ يې څوک د جنازو د مراسمو نه خبريږي او نهٔ يې څلي معلوم وي

حقیقت دهندوکش پهٔ څېر ولاړ دی

عقیدت لکه د واورې ویلي کېږي*

اروا يې ښاده او ياد يې تل 

نوټ: *شعرونه د عبدالسلام دي

پهٔ درنښت

حوالې:

1. وطن يا کفن، مولف: نورالبشر نويد

2. د ښاغلي بهروز خان مقاله

3. بېلا بېلې نورې مقالې او مجلې

 

-
بېرته شاته