(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو لیک

[18.Oct.2021 - 12:42]

په پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟ 

زمونږ ډېر ملګري دا ضد کوي چې پښتانۀ لیکوالان دې په جهاني ژبو لیکل وکړي د دې فایده به دا وي چې د پښتنو مقدمه به عالمي قوتونو او دې ساحه کښې موجود منصفینو ته وورسي او دا رنګ به د پشتنو سیاق/مظلومتیا/ښکېلاک څرګند شي او د دوي د حقوقو وکالت به په نړیواله سطحه وشي. دا سوچ په اخلاص مبني دے او د نن د نړۍ حقیقت هم دا دے چې هېڅ یوه ټولنه مطلق خودمختاره شتون نه لري بلکه د خودمختاري لپاره خطي/قامي/بین الاقوامی اړیکې او engagements یو ضروري عنصر دے! خو دا غوښتنه دومره ساده هم نۀ ده او د دې په تاکید او غېرمتوازن ضد کښې څۀ بدیهي زیانونه هم نتیجه ګرځي

سر ولیم جونز لیکلي دي چې د کشمیریانو نه بغېر د سنسکرت غوندې قدیم ژبه کښې د هند او هنود باقاعده تاریخ نۀ و! د نوابادیاتي نظام فکر د واکدارانو لپاره دا یوه ستونزه نۀ بلکه نعمت وګرځېد او مغرب د مشرق یو خودساخته تشکیل وکړو! د دوي د شفوي ادب او فولکلور نه ئې د دوي یو خودساخته دروغژن تشخص دوي ته ورپه غاړه کړو او په دوي کښې چې کوم قدرې خوانده ټولګے و هغه هم د دې تشخص په منلو مجبور شو

د هندوستان د ویش نه وړاندې او دې خطه کښې د پېرنګي د راتګ نه وړاندې دلته تاکید په مشترکاتو او انجذاب ولاړ و او د تکثیریت او قبولیت یو انساني امتزاج موجود و. هندو مقتدره به د جماتونو او مسلمان مقتدره به د مندرونو انتظام انصرام د اوقافو نه په دولتي کچ ادا کوو! نوابادیاتو دا نظام فکر اپوټه کړو! د اشتراک په ځائې افتراق، د انجذاب په ځائې بیلتون او د قبولیت په ځائې ئې رد رامنځ ته کړل! لرې به نۀ ځو د دې مقدمې لپاره به د مولانا ابوالکلام ازاد، کانګرس او حضرت مدني سوانح وګورو او موجوده وخت کښې کۀ د ډاکټر تارا چند او د جواهرلال نهرو پوهنتون د تاریخ د څانګې معتبره استاذه رومېلا تاپر ولولو نو دا ټوله منظرنامه به بیخي څرګنده شي. په پېړیو پېړیو په مشرق د مغرب حکومتونو کښې ترټولو غټ کردار استشراق ادا کړے دے

د نړۍ د سرمایه دارانه اسټېبلشمنټ لینګوېچ انجنیرنګ د مشرق د متعدد خطو شناختونه/پېزنګلوئ بیخي مسخ کړی دي. نیزدو ماضي کښې د وزیرستان په خاوره پېرنګیو او ورستو مذهبي ټېکداران د خپل مخ نوکارې کولو په ګناه څومره ککړ شو؟ د پېرنګي او وهابي استعمار/امپراتوریو  د پکارونې نه وړاندې د وزیرستان انځور څۀ و او ورستو څۀ دے؟ جنګي ترانې او په مقامي ژبه کښې د "هیروازم" او مرګ پرسته عناصرو د لینګوېج انجنیرنګ په زور په خپله خاوره کومې کانې ونکړې؟؟ د غریزې پښتو/پښتنو په تېر پنځوس کاله کښې چې کوم مرګ پرسته جنګي ادب زېږیدلے دے دا خودبخود پخپله زیږیدلے دے؟ د غیرت او بادرۍ په نوم د پښتونولۍ پکارونې له ادبي هوا چا ورکړې ده؟ دا د تحقیق یو غوښتلے میدان دے او په پښتنو محقیقینو قرض دے چې د دې عوامل او متحرکات په ګوته کړي.  

د مشرق د مغربي تشکیل په ساحه کښې، چې تر ننه متحرک دوام لري ترټولو لوے لاس د مشرقي خلقو د ژبو سره د غوښتلې وفا نه لاس په نامه کیدل و

د نن د ادبی نړۍ "مېن سټریم" کښې هم مرکز مغرب دے او انګرېزي ته مرکزیت ترلاسه دے. د یادې مقدمې چې محکوم قامونه او محکومې ژبې دې مېن سټریم ته رانیزدو کېدو لپاره خپله مدعا په انګرېزي وړاندې کړي نو د دې به ورته فایده وشي! دې مقدمې د مابعدنوابادیات/پس نوابادیاتي ډسکورس هم په انګرېزي ژبه کښې وزېږولو خو تر ننه د دې مرکزي فایده په سیاسی او لساني ساحو کښې انګرېزۍ واغسته! او سره د اعترافونو او جایزو ګټلو دغه ټولګے بیا هم په مرکز کښې بامعني او عملي شتون نۀ لري! د دې یو بل تاوان هم پروفیسر ډاکټر نیرعباس ناصر پخپله یو مقاله "مغربی تعقل او مشرقی تخییل" کښې په ګوته کړے دے چې د یادې مقدمې وکیلان/لیکوالان په یو وخت دوه تاوانه کوي یو دا چې په مغربي ساحه کښې د مرکزیت نه محروم وي او بل د خپل مورني ادب نه هم په غټه فاصله وي! د ثقافتي شناخت په دایم ساتلو کښې ترټولو لوے لاس د ژبې وي او د ژبې په وسعت/پراخۍ کښې وي د ژبې سره وفا کښې وي او د ژبې د حقوق پوره کولو زمه وارۍ کښې وي. او دا زمه واري اوله غوښتنه ده د نورو سره سیالي یا د نورو په کور کشې خپل وکالت دوېمه زمه واری ده. کۀ دا ترتیب اپوټه کیږي نو ګټه به ئې بل ته رسیږي

تاسو وګورئ یو خالد حسېنی راواخلئ په انګرېزي کښې د پښتنو او افغانستان په حقله ناولونه لیکي، په میلینونو نسخې ئې خرڅیږي! یورپ او مغرب د دې لیکوال د یو قدرتي شجرې او انسلاک نه خپله بیانیه زېږوي او خوانده ټولګي ګڼي چې دا د پښتون مقدمه په نړیواله سطحه پېش کیږي! خالد حسیني پکښې پخپله هم خوشاله دے چې په سرو سپینو کښې لوبې کوي! هغۀ ته د شناخت بحران یوه موقع په لاس ورکړې ده او هغه ئې د لوبولو کمال مهارت لري! د هغۀ پښتون نسلي شجره نن د چا په ګټه ده او د چا په تاوان ده؟ د هغۀ ناولونو کښې سطحي رومان/قبایلي تعصب/مصنوعي جهالت/راتپلې شوے جنګ/پښتون غرور ته یو فطری اساس وربخښلي کیږي حال دا چې دا ټول عناصر د دې ټولنې جزوي برخې هم نۀ دي! د سیکس نکاح وادۀ او تجارت په لړ کښې هغه د پښتون ټولنې اکا دکا واقعاتو ته یو عمومیت ورکوي! زۀ دا نۀ وایم چې دا جهالتونه په دې ټولنه کښې نشته، ولې نشته خو د دې عوامل هغه نۀ دي کوم چې ماتن په دغه متن کښې راښایی! او نړۍ ئې په پټو سترګو قبلوي. پښتون لیکوال تېر پنځوس کاله کښې په خپل کور کښې برپا شوي قیامت باندې بېشانه لیک/تخلیق/تاریخ/آرټ/سیاست پخپله ژبه کښې محفوظ کړے دے، هغه پېرنګے چې دلته د حکومت کولو لپاره به ئې پشتو ایزده کوله او په پشتو به ئې تحقیقات کول، کتابونه به ئې خپرول،  اوس چرته دے؟ اوس د دوي مقدمې لپاره د دوي ژبه او ژبنیزه زخیره ثانوي او غېرضروري ولې شوه؟؟؟ 

هغه پښتانۀ چې انګرېزي ادبیاتو کښې تحقیقات کوي باندې دا علمي او اخلاقي فرض دے چې د پښتون مقدمه کښې د پښتو متن (تقریر،تحریر، اورل هسټري) خپل سبحکټ وګرځوي! دا د تحقیق د دیانت تقاضا هم ده او د دوي قامي فریضه هم ده. یوې د انګرېزي پروفېسرې په افغانستان کښې په "پوسټ وار ټراما/ د جنګ نه پس راپېخه المیه/صدمه" د پی اېچ ډي خاکه ترتیبوله زما نامه چا ورکړه او تر ما راغله، زۀ ورته بېشانه خوشاله شوم، ورځ شپه مو یو کړله کېښناستو او خاکه مو تیاره کړه، زما رائ ده وه چې منتخب پښتو ناولونو یا اخباراتو او ډایرییانو نه به سبجکټ راواخلو او خپله مقدمه به پرې وتړو! دې لړ کښې راسره د نوبل انعام ګتونکے لیکوالې سویتلانا الکسوچ زیار او کتابونو یو د precedent شهادت هم کولو، ناولونه مو هم منتخب کړل او خاکه مو تحریر ته راوسته! ممتحینینو په دې رد کړه چې تۀ خو انګرېزي ادب کښې دکتوره کوے نو پښتو متن نۀ شئ راغستلئ! خالد حسیني راواخله! یا دهغۀ د قبیل څوک نور څوک!! 

زۀ دا ګنم چې زمونږ وطن کښې دا جواز د رد لپاره کافی و او څۀ دې لړ کښې نور ډېر محرکات هم شامل وو خو کۀ پرمختللې هېوادونو او معتبره خودمختاره تحقیقي ادارو کښې داسې خاکه وړاندې شي نو رد کیدل خو څۀ چې د امتیاز لامل به ګرځي.   

د انګرېزي مرکزیت منونکیو غټ احسان به دا وي چې د دې ژبې د نماینده لیکوال/لیک وکالت وکړي. د هغه لیک/لیکوال نۀ کوم چې تش په نوم او یا باې چانس د شجرې په نعمت د دوي نماینده ګڼل کیږي

ژبې او قامونه په زرګونو کاله ژوند لري او دې لړ کښې په ژبو په لسیزو لسیزو لاندے باندے راځي. د ژبې د مرکزیت د خپلولو لپاره کل وقتي او اوږدمهاله پالیسي بیخي ضروری وي کۀ د دې نه غفلت یا سرغړاوے وشي نو د شناخت بحران او د شتون ملکیت د لاسه ووځي

 

سمیع الدین ارمان/ پېښور- پښتونخوا 

اوولسم اکتوبر دوه زره یویشتم

-
بېرته شاته