(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تورپرتوګ

[18.Oct.2021 - 12:56]

تور پرتوګ 

[دا کیسه سعادت حسن منټو لیکلې او ملګري اسرار پښتو ته ژباړلې. دا د منټو یو لۀ هغو افسانو څخه ده چې منټو پرې لۀ ۱۹۴۷ کال وړاندې پۀ برتانوي هند کې محاکمه شوی و.]

 

ډیلي ته تر راتګ وړاندې هغه په انباله چاوڼۍ کې وه، هلته ډېر ګوره‌ګان (انګرېزان) د دې مشتریان ول. د ګوره‌ګانو سره د لیدو کتو له امله هغې یو لس-پنځلس جملې انګلیسي زده کړې وه. دغه به دې په عامو خبرو کي نه کارولې لېکن کله چې دا دلته راغله او کاروبار یې ونه چلېد نو یوه ورځ یې خپلي ګاونډۍ طمنچه جان ته وویل، "دس لیف .... ویربیډ" یانې دا ژوند ډېر بد دی چې خوراک ته څه نه ملاوېږي.

په انباله چاوڼۍ کې د دې کار ډېر ښه چلېده. د چاوڼۍ ګوره‌ګان به د شرابو تر څښاک وروسته دې ته راتلل او دې به هم د درې-څلورو ساعتونو په دوران کې اته و لس له مخې ایستل او شل-دیرش روپۍ به یې جوړولې. دغه انګرېزان د دې د هموطنو په مقابل کې ښه ول. په دې کي هم شک نسته چې دوی داسې ژبه ویله چي د سلطانې هیڅ سر پرې نه خلاصېده. مګر د دوی له ژبې لاعلمي د دې په حق کې ګټمنه ثابتېدله۔ که چیري به دوی کوم رعایت غوښت نو دې به ورته ویل، "ساب! ستا په خبرو زما سر نه خلاصیږي" او که به دوی له ضرورته زیات هی هی کاوه نو دې به په خپله ژبه کي ښکنځل ورته کول. هغوی به په حیرانۍ د دې مخ ته کتل دې به ویل، "ساب! ته د یوه مخه د خره زوی یې ... حرامي یې ، پوه سوې" مګر د دې الفاظو په ویلو به یې په لهجه کي غوسه نه ښکاره کوله بلکې په ډېره مینه به یې خبري ورته کولې ګوره‌ګانو به خندل او د خندا په وخت کي به سلطانې ته بلکل د خره زامن مالومېدل.

مګر دلته ډیلي ته تر راتګ وروسته یو ګوره هم نه وو ښکاره سوی. درې میاشتي یې د هندوستان په دغه ښار کې وسوې چېرته چې دې اورېدلي و غټ غټ لاټ صاحبان اوسېږي. مګر یواځي شپږ نفره دې ته راغلي وو. یوازي شپږ! یانې د میاشتي دوه او له دې شپږو ګیراکانو/مشتریانو یې خدای دې دروغ نه راباندې وایي یوازې اتلس نیمي روپۍ وصول کړي وې. تر دریو روپیو زیات هیچا نه منل. سلطانه د دوی له برخې پنځو هغو ته خپل قیمت لس روپۍ ویلی وو مګر هر یو همدا وویل، "زه تر دریو روپیو ورهاخوا یوه اټانۍ زیاته نه درکوم." نه پوهېږم څه خبره وه چي دوی ټولو دا د دریو روپو وړ وبلله. ځکه نو کله چي شپږم نفر راغی دې خپله ورته وویل، "ګوره د یوه واري درې روپۍ اخلم، تر دې که یو غیران کم وي هم یې نه اخلم" شپږم نفر د دې په اورېدو هیڅ تکرار ونه کړ او همالته پاته سو. کله چې په دوهمه خونه کې د دروازې تر بندولو وروسته هغه خپل کوټ کښئ نو سلطانې وویل، "راکړه یوه روپۍ د شیدو دا" هغه که څه هم یوه روپۍ ور نه کړه مګر د نوي بادشاه ځلېدونکی پاولی یې له جیبه راویوست او دې ته یې ورکړ ۔ سلطانې هم حمله کړه چي ځه هر څه چې دی دغه هم غنیمت دی.

اتلس نیمې روپۍ په دریو میاشتو کې ... شل روپۍ خو د میاشتې د هغې کوټنۍ کرایه وه چې مالک یې په انګلیسي کې فلیټ ورته وایه. په دې فلیټ/اپارتمان کې داسې تشناب و چې د زنځیر په راکښولو ټوله مرداري د اوبو په زور په پایپ کې غاییبېدله او ډېر شور یې کاوه. په لومړیو کې دې شور دا ډېره وېرولې وه. لومړۍ ورځ چې دا کله د رفع حاجت لپاره تشناب ته لاړه نو په ملا کې یې ډېر درد و تر فارغېدو وروسته چې کله ولاړېدله نو پر زنځیر یې تکیه ولګولهد دې زنځیر په لیدو دې فکر وکړ چې دا کور په خاصه توګه زموږ رقم خلګو د اوسېدو دپاره جوړ سوی دی. دا زنځیر یې د دې دپاره ورکړې دی چې د ولاړېدو په وخت کې یوه تکیه وي. مګر دا څنګه چې دې زنځیر ونیوه او ولاړېدل یې غوښتل، لوړ ګړبی سو او بیا یو دم اوبه دونه په زوره دباندې راووتې چې له وېرې د دې څخه چغه سوه.

خدا بخش په دوهمه خونه کې خپل د انځورګرۍ سامان سماوه او په یو صفا بوتل کې یې هایډروکونین اچول چې د سلطانې چغه یې واورېدله. په ځغاسته راووت او سلطانې ته یې وویل، "څه وسول؟ ... دا چغه ستا وه؟"

د سلطانې زړه بلګېده، "دا اوس تشناب دی؟ .... په دا مینځ کې یې د اورګاډي په څېر زنځیر چیشته راځړولی دی؟ زما په ملا کي درد و ما وې ځه د دې په مرسته به ولاړه سم مګر دې رزیل زنځیر ته لاس ور وړل و چې داسي دماکه وسوه چې څه درته ووایم"  

پردې باندي خدا بخش ډېر وخندل او سلطانې ته یې د دې تشناب په اړه وویل چې دا نوی فیشن دی چې د زنځیر په راکشکولو ټوله مرداري په مځکه کې ځي.

د خدابخش او سلطانې اړیکه څنګه رامینځ ته سوه دا هم یوه اوږده کیسه ده. خدابخش د راولپنډۍ و. د انټرنس تر پاس کولو وروسته يې لارۍ چلول زده کړل. داسي نو څلور کلونه یې د راولپنډۍ او کشمیر تر مینځ لارۍ وچلوله. تر دې وروسته په کشمیر کې د یوې ښځي سره ملګری سو. هغه یې لاهور ته راوتښتوله. دا چې لاهور کې ده ته کوم کار نه سو میلاو نو دا یې بدکارَه کړله. دا کار دوه درې کاله شروع و چې ښځه د بل چا سره وتښتېدله. خدابخش ته یو چا وویل چې هغه په انباله کې ده نو دی یې په لټون پسې انباله ته راغی. دلته دۀ د سلطانې سره ولیدل. سلطانې دی خوښ کړ. همداسې نو د دواړو اړیکه جوړه سوه. د خدابخش په راتګ سره یو دم د سلطانې کاروبار وځلېد. دا چې ښځه د عقیدې له خوا کمزورې وه نو دې واندل چي خدابخش یو غټ بګوان دی چې په راتګ سره یې دومره پرمختګ وسو ځکه نو دې خوش اعتقادۍ د دې په نظر کې د خدابخش عزت نور هم لوړ کړ.

خدابخش زحمتکښه سړی وو، ده ته دې خوند نه ورکاوه چې ټوله ورځ دې یوه پښه پر بله اړولې ناست وي همداسي نو د ده یو انځورګر سره یاري پیدا سوه چې د اورګاډي د تمځای مخې ته به یې په منټ-کېمره انځورونه اخیستل. له هغه څخه ده انځور اخیستل زده کړل. بیا یې د سلطانې څخه شپېته روپۍ واخیستې کېمره یې راونیوله. سوکه سوکه یې یوه پرده هم جوړه کړه. دوې کرسۍ یې راونیولې او د انځور وینځلو ټول سامان یې پیدا کړ همداسي نو ده هم خپل کاروبار شروع کړ.

کار مخته ولاړ. ده هم په څه موده کې خپله کوټنۍ په انباله چاوڼۍ کې خلاصه کړه. دلته به ده د انګریزانو انځورونه اخیستل. په میاشته کې دننه د دۀ په چاوڼۍ کې د ډیرو خلګو سره پیژندګلو وسوه. یوه ورځ دۀ سلطانه هم هلته بوتله. دلته د خدابخش په مرسته ډېر ګوره‌ګان د سلطانې ګیراکان سول او د سلطانې ګټه هم یو په دوه سوه.

سلطانې د غوږو دپاره غوږوالۍ راونیولې. د پنځه نیمو تولو آته بنګړیان یې جوړ کړل. لس-پنځلس ښې ښې ساړۍ یې رانیولې. کور ته فرنیچر وغیره هم راغی. لنډه دا چې په انباله چاوڼۍ کې دا ډېره خوشاله وه. مګر یو دم نه پوهېږم چې د خدابخش په زړه کي څه راوګرځېدل چې ډیلي ته د تګ اراده یې وکړه. سلطانې به نو څنګه انکار کاوه چې خدابخش یې د ځان دپاره په نېک پال نیولی و. دې په خوشالۍ د ډیلي تګ ته زړه ښه کړ بلکې دې خو لا دا فکر هم وکړ چې په ډیلي کې چې غټ لاټ صاحبان اوسیږي د دې کار به نور هم تېز سي. د خپلو ملګرو څخه یې د ډیلي تعریفونه اورېدلي ول او بیا خو لا هلته د حضرت نظام الدین اولیا خانقا هم وه چې دې ډېره عقیده پرې درلوده ځکه یې نو د کور غټ څیزونه ژر تر ژره خرڅ کړل او د خدا بخش سره ډیلي ته راغله. دلته تر رارسېدو وروسته خدا بخش یو کوچنی فلیټ ونیوه چې شل روپۍ یې میاشتنۍ کرایه وه.

د یو رنګه نوو کورونو اوږد قطار د سړک سره سیده تللی وو. ښاروالۍ د ښار دا برخه په خاصه توګه د بدلمنو دپاره ټاکلې وه تر څو دوی په ښار کې هر ځای خپلې اډې جوړي نۀ کړي. لاندې دوکانونه ول او لوړ د اوسېدلو دپاره دوه پوړیزه فلېټونه. دا چې ټول عمارتونه یو رکم ول ځکه نو په پیل کې سلطانې خپل فلېټ ډېر په خوارۍ پیدا کاوه مګر کله چې کالي مینځونکي خپله لوحه د کور پر مخ ولګوله دې ته یوه نښاني میلاو سوه. "دلته خیرن کالي مینځل کېږي" د دې لوحې په ویلو سره به دې خپل کور پیدا کاوه. دا رکم دې ډیرې نورې نښانۍ هم مالومې کړې وې مثلن  "د سکرو دکان" لپاسه د دې ملګری هیرا بای اوسېد چې وخت نا وخته به یې په راډیو کې سندرې ویلې. چېرته چي "د شريفانو لپاره د خوراک اعلی انتظام" لیکلي و تر څنګ یې د دې دوهمه ملګرې مختار اوسېده. د پنبې د کارخانې پر سر انوري اوسېدله چې د دې کارخانې د سېټ مزدوره وه. دا چي سېټ ساب به د شپې د خوا د کارخانې چوکیداري کوله نو د شپې به د انوري کره پاتې کېدۀ.

نوي دکان ته ګیراکان ګرسره لږ راځي، دا چي تر یوې میاشتي سلطانه بېکاره پاتې سوه نو په همدې فکر یې ځان ته تسلي ورکوله مګر کله چې دوې میاشتې تیرې سوې او ځای ته هیڅوک رانغی دې دا ډېره اندېښمنه کړه. هغې خدابخش ته وویل، "دا اوس څه کیسه ده خدابخشه! نن دا دی زموږ د راتګ دوهمه میاشته هم پوره سوه هیچا د دې خوا ری لا هم نه دی وهلی. پوهېږم چې نن سبا بازار ډېر سست دی مګر دومره نو هم نه چې په میاشت کې د یوه نفر مخ ونه وینې" خدابخش هم دې خبرې له ډېره وخته په تشویش کړی و، خو غلی و اوس چې خپله سلطانې خبره راپورته کړه نو هغه وویل، "زه هم له څو ورځو راهیسي په دې اړه فکر کوم په یوه خبره زما سر خلاص سو هغه دا چې دا خلګ په خپلو مصروفه کارونو کې دومره په منډه دي چې زموږ د کور لا ځینې هېره سوې ده ... یا کېدای سي چې..."

هغه مخته نور څه هم ویل غوښتل چې په زینو کې د یو چا د راختو کړپی سو. خدابخش او سلطانه دواړه د غږ خواته متوجې سول. لږ ساتکی وروسته دروازه وټکېده. خدابخش په منډه دروازه خلاصه کړه. دا لومړی ګیراک و د چا سره چي په دریو روپو پرېکړه وسوه. تر دې وروسته پنځه نور راغلل یانې په دریو میاشتو کي شپږ چې له جملې یې سلطانې اتلس نیمې روپۍ لاسته راوړې

د میاشتې شل روپۍ د فلیټ په کرایه کې تلې. د اوبو ټیکس او د برق بل جلا وو. تر دې ور هاخوا د کور نور خرڅ هم وو؛ خوراک، څښاک، جامې، دارو درمل. او ګټه؛ هیڅ. په درېو میاشتو کې اتلس نیمو روپو ته خو نو ګټه نه سو ویلی. د پنځه نیمو تولو بنګړي چې دې په انباله کې جوړ کړي وو سوکه سوکه خرڅ سول. کله چې د وروستي بنګړي واری راغی نو دې خدابخش ته وویل، "ته زما دا ومنه درځه بېرته انباله ته ځو. دلته نو چیشی سته؟ وایم وي به، مګر زموږ دپاره دا ښار سم نه دی. ستا کار هلته ښه چلېده. درځه چي ځو، څه تاوان چې مو کړی هغه د سر صدقه وګڼه. ته دا وروستی بنګړی خرڅ کړه چې ته راځې مابه شیان تړلي وي. د نن شپې په اورګاډي کې له دې ځایه ځو

خدابخش بنګړی د سلطانې د لاس څخه واخست او وې ویل، "یا ګراني! انباله ته اوس نه ځو همدلته په ډیلي کې به یې ګټو. دا ستا بنګړي به ټوله همدلته بېرته راځي. پر الله باور ولره هغه په هر کار ډېر ښه پوهیږي. دلته به یو نه یو سبب را پیدا کړي." 

د سلطانې د لاس څخه وروستی بنګړی هم وخوت. د خالي لاسو په لیدو به یې زړه ډېر غمجن سو مګر څه یې کړي وای اخر نس هم ډکېدل غواړي.

کله چې پنځه میاشتې تیرې سوې او  ګټه د خرڅ د څلورمي هم برابره نه وه دې سلطانه نوره هم پرېشانه کړه. خدابخش به هم ټوله ورځ له کوره ورک وو، دې هم سلطانه اندېښمنه کړې وه. دې کې شک نسته چې ګاونډیانو کي دوې-درې داسې وې چي دې به وخت ورسره تېراوه خو هره ورځ هلته تګ او په ساعتونو-ساعتونو ناستي دې ته خوند نه ورکاوه ځکه نو ورو ورو یې د هغوی سره لیده کاته هم پرېښودل. ټوله ورځ به په غمګینه کور کې یوازې ناسته وه. کله به یې زړي ماتول. کله به یې خپلي زړې او څیري جامې ګنډلې، کله به بالکوني ته راتله د جنګلې سره به درېدله او د اورګاډي ولاړو او روانو انجنونو ته به یې کتل.

د سړک آ بلې خوا ته د مالو ګودام و چې له یوه سره تر بله غځېدلی و. راسته لاس ته د اوسپنې تر چت لاندې غټ غټ لرګي پراته ول او د هر رکم مالونو کوډلې ولاړي وې. چپه لاس ته خلاص میدان و چې بې‌شمېره د رېل ګاډي لاینونه پکې اوار سوي وو. چې کله به په لمر کې د اوسپنې دغه پټرۍ وځلېدې نو سلطانې به خپلو لاسو ته وکتل، چي شنه-شنه رګونه یې بلکل د پټریو په څېر راختلي ول. په دغه اوږده او خلاص میدان کې به هر وخت انجنې او ګاډۍ چلېدلې. دلته-هلته به له انجنو او ګاډیو د چک چک او پک پک آواز پورته کېده. سهار وختي تر راپورته کېدو وروسته چې به بالکوني ته راغله نو دې به یو عجیبه کیفیت لیده. د انجنو څخه به خنډ-خنډ دود ووت او د اسمان خواته به د پنډو او درندو خلګو په څېر پورته کېده. بیا چي به کله کله د ګاډۍ انجن یوې ډبې ته ډیکه ورکړه او ایله به یې کړه هغه ډبه به یوازې پر پټریو روانه وه، د دې په لیدو به دې ته خپل ځان ور یاد سو. دا سوچ به یې کاوه چي هغې ته هم یو چا پر پټرۍ ډیکه ورکړې او پرېیښې ده، خپله روانه ده.... خو نه پوهېږي چې چېرې؟ بیا به یوه ورځ داسې راسي چې د دې ټېله کولو زور به ورو ورو ختم سي او دا به یو ځای ودرېږي داسې ځای چې دې تر اوسه نه وي لیدلی.

هسې بې مانا به یې په ګانټو-ګانټو د رېل دغو کږو پټریو او ولاړو و روانو ماشینونو ته کتل او رنګارنګ خیالات به یې دماغ ته راتلل. انباله چاوڼۍ کې چې دا اوسېدله، هلته یې هم کور تمځای ته نږدې و خو هیڅ کله یې دې شیانو ته په داسې نظر نه و کتلي. اوس خو کله کله دا فکر هم ورلوېده چې دغه مخامخ د رېل کومه کرښه چې غځېدلې ده او ځای-ځای لوګي تري پورته کیږي دا یوه ډېره غټه فاحشه خانه ده. پۀ دې کې ډیرې ګاډۍ دي چې پنډي-پنډي انجنې یې یوې او بلي خواته راکاږي. سلطانې ته به ځینې وخت دغه انجنې هغه خانان مالومېدل چې په انباله چاوڼۍ کې به کله کله دې ته راتلل.

سلطانه پوهېده چې داسې فکرونه د دماغ د خرابۍ سبب دي. ځکه نو کله چې داسې خیالات ورته راغلل دې بالکوني ته تګ ختم کړ. خدابخش ته یې څو ځلې وویل چې ګوره، زما پر حال رحم وکه دلته کور ته پاتې کېږه. زه دلته ټوله د ناروغانو په څېر پرته یم. مګر دۀ هر ځل سلطانې ته همدا وویل چي، " ګراني ... زه دباندي د ګټي وټي په فکر کي یم. که د الله خوښه وه ډېر ژر به مو بېړۍ ساحل ته ورسي." 

پوره پنځه میاشتي تیرې سوې وې مګر تراوسه نه د سلطانې بېړۍ ساحل ته ورسېدله او نه هم د خدابخش.

د محرم میاشت رارسېدونکې وه او د سلطانې سره د تورو جامو د جوړولو دپاره هیڅ نه ول. مختار د لېډي هیملټن په رکم یو نوی کمیس جوړ کړی و چې لستوڼي یې ورته خپله لۀ تور جارجټ څخه جوړ کړي ول. د دې سره مېچ کولو په پار د هغې سره یو د ساټن تور پرتوګ و چې د کجل په څېر برېښېدۀ. انوري د ورېښمي جارجټ یوه غټه ساړي رانیولې وه. هغې سلطانې ته ویلي و چې دا به تر ساړي لاندې سپین د بوسکي کوټ اغوندي ځکه چې دا نوی فېشن دی. د دې ساړي سره د اغوستو دپاره انوري د تور مخمل بوټ رانیولي وو چې ډېر نازک وو. سلطانې چې کله دا ټوله شیان ولیدل ډېره خوابدې سوه چې د محرم د لمانځلو دپاره د داسې کالیو د پېرلو وس نه لري.

د انوري او مختار د جامو تر لیدو وروسته چې هغه کله کور ته راغله  پر زړه یې ډېر خوپ و. داسې مالومېده لکه د بدن دننه یې چې کوم خبیثه تومور راپیدا شوی وي. کور بلکل خالي و خدابخش هم د تل په څېر دباندي و. تر ډېره یې سر پر بالښت ایښی و. کله یې چې غاړه د لوړ بالښت لۀ امله شخه شوه نو بالکوني ته راغله تر څو غم‌ځپلي خیالات د ذهنه وباسي.

    مخامخ پر پټریو د رېل ډبې ولاړې وې خو انجن یو لا نه و. د ماښام وخت و ځکه ګردوغبار کم سوی و. بازار ته د داسې خلګو راتګ شروع سوی وو چا چې به یو خوا بل خوا وکتل او په پټه به یو کور ته ننوتل. همداسې یو نفر سر پورته کړ سلطانې ته یې وکتل. سلطانې وموسل او دی یې پرېښود ځکه دا وخت پر پټریو یو انجن را ښکاره سو. سلطانې په غور سره هغې خواته کتل پیل کړل او ورو ورو د دې خیال د دماغ څخه ویستلو په خاطر یې چې کله بېرته د سړک خواته وکتل نو هماغه نفر د غوایانو ګاډۍ سره ولاړ و. سلطانې په لاس اشاره ورته وکړه. دې نفر تر شاوخوا کتلو وروسته د لاس په اشاره وپوښتل، "له کومې خوا درسم؟" سلطانې لار ور وښودله. هغه نفر یو ساتکی ولاړ وو بیا ډېر چابک لوړ راوخوت.

سلطانې دی پر نغاړکۍ/درۍ کښېناوه. کله چې هغه کښېناست نو دې د خبرو د پیل په پار وویل، "تاسې ولې لوړ راتلو کي وېرېدلئ؟" هغه نفر د دې په اورېدلو وخندل، "ته څه پوه سوې؟ .... د ویري لا څه و؟" سلطانې وویل، "ما ځکه وویل چې تاسو یوه ګړۍ هلته ولاړ وئ او بیا تر څه فکر کولو وروسته دلته راغلې" هغه بیا وخندل، "تاته وران پوهای شوی. ما ستا څخه لوړ فلیټ والا ته کتل هلته یوې ښځې یو نارینه ته انکار کاوه. زما دا منظر خوښ سو او بیا هلته زرغون ګروپ ولګېد. زه د یوې ګړۍ لپاره تم سوم زرغونه رڼا زما ډېره خوښه ده. پر سترګو ښه لګي" تر دې خبرو وروسته هغه د کمرې کتنه شروع کړه. بیا ولاړ سو پسې. سلطانې وپوښتل، " تاسې ځئ؟" سړي ځواب ورکړ، "یا زه ستا د کور لیدل غواړم .... راسه ټولې خونې را ښکاره که

سلطانې درې واړه کمرې یو په یو ور ښکاره کړلې. سړي بلکل په چوپتیا سره کمرې وکتې. کله چې دوی دواړه بېرته د ناستي خونې ته راغلل نفر وویل، "زما نوم شنکر دی." 

سلطانې په لومړي ځل په غور سره شنکر ته وکتل. هغه د میانه قد، معمولي شکل و صورت خاوند و. مګر سترګې یې بېخي ډیرې صفا وې کله کله خو به عجیبه ځلا پکې پیدا سوه. کمزوری او ډنګر بدن یې و. د ټېکو وېښتان یې څه سپین و. ګرم پتلون یې اغوستی و. سپین کمیس چې کالر یې لوړ درولی و.

شنکر پر نغاړکۍ دا رکم ناست و تا به ویل که د شنکر پر ځای سلطانه ګیراکه وي. دې احساس سلطانه یو څه اندېښمنه کړه ځکه دې شنکر ته وویل، "نو وایه کنه...."

شنکر ناست و د دې په اورېدو پرېوت، "زه به څه ووایم؟، ته یو څه ووایه؟، تا راغوښتی یم" کله چې سلطانې هیڅ ونه ویل دی راپورته سو، "زه پوه سوم، زه به اوس درته ووایم څه چي تا اورېدلي هغه غلط دي، زه د هغو خلګو څخه نه یم چې څه ورکوي. د ډاکټرانو په څېر زما هم خپل فیس دی. ما چې کله څوک را وغواړي نو فیس به راکوي."

سلطانه د دې په اورېدو غږ نیولې سوه. مګر پردې سربیره یې بې اختیاره وخندل، "ته څه کار کوې؟

شنکر ځواب ورکړ، "همدا چې دا تاسو یې کوئ."

— "څه؟ زه ...  زه ... هیچی نه کوم." 

— "زه هم هیچی نه کوم."

سلطانې په غوسه وویل، "دا نو اوس خبره سوه .... ته خو یو شی هرو مرو کوې." 

شنکر ډېر په اطمنان ځواب ورکړ، "ته به هم یو شی هرو مرو کوې."

جک وهم .... راسه دواړه یې ووهو.

زه حاضر یم. مګر د دې پیسې نه درکوم.

لږ په هوښ راسه دا لنګر خانه نه ده.

نو زه هم والنټیر (Volunteer) نه یم.

سلطانه لږه تم سوه. وې پوښتل، "دا والنټېر بیا چیشی دی؟"

شنکر ځواب ورکړ، "د خره زوی!"

زه هم د خره لور نه یمه!

مګر هغه نفر چي ستا سره اوسیږي هرو مرو د خره زوی دی.

ولې؟

ځکه چې هغه دا څو ورځې کېږي  یو داسې خدارسیده فقیر ته د قسمت خلاصولو لپاره ورځي د چا چې خپل قسمت د زنګ وهلي قلف په څېر بند دی.

د دې په ویلو سره شنکر وخندل.

د دې په ځواب کې سلطانې وویل، "ته هندو یې ځکه زموږ په بزرګانو پسخندونه وهې."

شنکر ومسل، "په دا رکم ځایونو کې د هندو او مسلمان سوال نه پیدا کېږي. غټو غټو پنډتانو ملایانو څخه دلته شریفه خلګ جوړیږي."

نه پوهېږم چې ته څه اوتې بوتې وایې .... خو دا ووایه چې ته اوس ځې کۀ پاتې کېږې؟

پر هماغه شرط پاتې کېږم چې درته ویلي مې دي؟

سلطانه ودرېده، وې ویل، "ځه خپله لار دي وهه!"

شنکر په ارامه ولاړ سو. د پتلون په جیبو کې یې دواړه لاسه ومنډل او د تګ پر وخت يې وویل، "زه کله نا کله په دې بازار کې تېرېږم. چې کله دې هم په کار وم راغواړه مې .... زه ډېر د کار سړی یم."

شنکر لاړ او د سلطانې توري جامې هیري سوې تر ډېره یې د ده په اړه فکر کاوه. د دې نفر خبرو د هغې د زړه بوج  یو څه سپک کړ. که چېرې هغه انباله کې راغلی وای چېرته چې دا ډېره خوشاله وه نو دې به بلکل په یو بل نظر دغه نفر ته کتلي وای ممکن په ټېل وهلو یې له کوره ایستلی وای مګر دلته چې دا غمجنه وه د شنکر خبرو خوند ورکړ.

ماښام چې کله خدابخش کورته راغی سلطانې وپوښتل، "ته نن ټوله ورځ چېرې ورک وې؟"

خدابخش چې له ډیرې ستړیا ذره ذره و، وویل، "د پخوانۍ کلا څخه راغلم، هلته د یو څو ورځو لپاره یو بزرګ راغلی دی. هلته هره ورځ ورځم ګوندې دا حالت مو لږ بدل سي."

هغه یو څه درته وویل؟

یا هغه تراوسه مهربانه سوی نه دی .... مګر سلطانې، دا زه چې د هغه خدمت کوم هیڅ کله بېځایه نه ځي. که د خدای فضل راسره و هرو مرو ښې ډیرې پیسې لاس ته راځي.

د سلطانې په دماغ کي د محرم لمانځلو فکرونه ول. خدابخش ته په ژړغوني غږ ګویا سوه، "ټوله ورځ د باندې غیب یې. زه دلته په پنجره کې بندي یمه. چېرته تللی هم نه سم. محرم را ورسېد. ته ګرسه نه پېږې چې زه تورو جامو ته اړتیا لرم. په کور کې یوه اټانۍ نه لرو. بنګړي ول هغه مو یو په یوه خرڅ کړل. اوس ته راته ووایه چې څه به کیږي؟ داسي به ترڅو په بزرګانو پسې یې؟ ماته خو داسې مالومېږي چې دلته په ډیلي کې خدای هم زموږ څخه مخ اړولی دی. که زما منې خپل کار شروع که. یو څه خو به سي."

خدابخش پر کمبله وغځېد او وې ویل، "خو د کار شروع کولو دپاره هم سرمایه پکار ده. د خدای دپاره اوس داسې د غمه ډکې خبري مه کوه. زه یې نه سم برداشت کولای. ما رښتیا هم د انباله په پرېښودو کي حماقت وکړ. مګر هر څه الله کوي او زموږ د ښه والي لپاره یې کوي. څه مالومه د یو څو نورو تکلیفونو تر زغملو وروسته موږ...."

سلطانې یې خبري ور پرې کړې، "ته د خدای په خاطر یو چم وکه. غلا وکه، ډاکه ووهه مګر ما ته د پرتاګه تور ټوکر راوړه! زما سره یو سپین کمیس پروت دی هغه ته به تور رنګ ورکم. د سپین شفون یو پړونی هم راسره سته هماغه چې تا په دیوالي کې راته راوړی و. دا هم د کمیس سره رنګیږي. بس یو د پرتوګ کمی دی هغه ته یو رکم را پیدا که ... ګوره، ستا دې زما په سر کسم وي یو رکم یې خاماخا راوړه. که دې را نه ووړ نو زما جنازې له مه راځه"

خدابخش یو دم راکېناست، "اوس نو ته هسې بېځایه نخرې کوې ... زه یې له کومه کړم ... ما سره د زهرو خوړلو پیسې نسته"

هر څه چې کوې ویې که خو څلورنیم ګزه د پرتاګه توره کپړه راوړه.

دعا وکه چې خدای دا نن شپه دوه درې نفره راواستوي.

لاکن ته هیڅ نه کوې ... که ته وغواړې دومره پیسې خو هرومرو پیدا کولی سې. تر جنګ وړاندي د ساټن ګز په دوولس یا څوارلس انو پیدا کېدۀ. اوس په یوه نیمه روپي ګز دی. پر څلورنیم ګزه به نو څو ولاړې سي؟

اوس چې ته یې وایې نو یوه لاره به برابره کړم خدابخش تر دې وینا وروسته ولاړ سو، "بس اوس دا خبري هېرې کړه. زه د هوټل څخه ډوډۍ راوړم"

له هوټله ډوډۍ راغله. دواړو په ګډه وخوړه او ویده سول. سهار سو. خدابخش د پخوانۍ کلا بزرګ ته ولاړ. سلطانه یواځي پاتې سوه. یو ساتکی پرته، یو ساتکی ویده. شاوخوا کوټو کي یې قدم واهه. د غرمې د ډوډۍ تر خوړولو وروسته یې د شفون پړونی او د بوسکي کمیس، لاندې کالي مینځونکي ته د رنګ دپاره راوړل. هلته د جامو د پرېوللو سربېره د رنګېدو کار هم کېدۀ.

تر دې کار وروسته بېرته راغله د فلمونو کتابونه یې وویل چې پکې د دې د خوښې فلمونو کیسې او سندرې لیکلې وې. د کتابونو په ویلو ویلو کې ویده سوه. چې راپورته سوه څلور بجې سوې وې ۔ تر لامبلو وروسته په غټ پړوني کې بالکوني ته راغله. کابو یو ساعت په بالکوني کې ولاړه وه. اوس نو ماښام سوی و. بلفان لګېدل شروع سوي وو. لاندي سړک ځلېدۀ. یخني څه زیاته سوې وه مګر بیا هم سلطانې ته د زغملو وه. هغې تر یو څه وخته پر سړک روانو ټانګو او موټرانو ته کتل. یو دم یې شنکر ولید. هغه راغی تر کور لاندي ودرېد سر یې راپورته کړ او سلطانې ته یې وموسل. سلطانې په ناارادي ډول لاس ورته وښوراوه او لوړ یې را وغوښت

کله چي شنکر لوړ راغی نو سلطانه پرېشانه سوه چې اوس ده ته څه ووایي، دا ځکه چي دې په ناپوهي راغوښتی و. شنکر ډېر مطمینه و داسې لکه د ده خپل کور چې وي. ځکه نو ډېر په بې‌تکلفۍ سره یې بالښت تر سر لاندې کړ او پرېووت. کله چې سلطانې تر ډېره هیڅ ونه ویل نو شنکر وویل، "ته ما سل ځلې راغوښتی سې او سل ځلې راته ویلی سې چې ولاړ سه .... زه په داسې خبرو خوا نه بدوم"

سلطانه لږ څه حیرانه سوه. وې ویل، "یا کېنه تاته څوک د تګ وایي؟"

په ځواب کې شنکر وخندل، "نو زما شرطونه درته منظور دي؟

سلطانې په خندا وویل، "څنګه شرطونه؟ زما سره خو نکاح نه کوې"

نکاح او واده څنګه؟ ... نه به ته په ټول عمر د چا سره واده وکې، نه هم زه ... دا رسمونه زموږ رکم خلګو دپاره نه دي ... پرېږده دا بېځایه خبري، سم د کار څه ووایه.

نو ته ووایه چیشی وکم؟

ته ښځه یې ... یوه داسې خبره وکړه چې د یوې ګړۍ لپاره مي دا زړه باغ باغ سي ... په دې زړه کې تر دکاندارۍ ورهاخوا نور هم ډېر څه سته.

سلطانې چې اوس یې شنکر ذهني طور باندي قبول کړی و، وویل، "صفا صفا ووایه له ما څخه څه غواړې؟"

شنکر راپورته سو کېناست او بیا یې وویل، "کوم چي نور خلګ یې غواړي"

نو بیا ستا او د نورو تر مینځ څه فرق پاتې سو؟

ستا او زما ترمینځ هیڅ فرق نسته. د دوی او زما تر منځ د مځکې او اسمان فرق دی. داسې ډېري خبرې دي چې باید ونه پوښتل سي. خپله باید سر پرې خلاص کړل شي.

سلطانې یوه ګړۍ د شنکر په دې خبره د سر خلاصولو کوښښ وکړ، بیا یې وویل، "زه پوه سوم"

نو وایه اراده دي څه ده؟

تا وګټله، ما بایلوده، مګر زه وایم تر ننه به چا داسي خبره نه وي منلې.

نا داسي نه ده .... په همدې کوڅه کې داسي ساده ښځې سته څوک چې باور نه کوي چې ایا ښځه دومره ذلت قبلولی سي کوم چې تاسو یې پرته له کوم احساسه قبلوئ. لاکن د دوی د یقین سربیره تاسې د زرګونو په شمیر کې یاستئ. ستا نوم سلطانه ده، آوو؟

هو سلطانه ده.

شنکر په خندا ولاړ سو، "زما نوم شنکر دی. دا نومونه هم ډېر عجیبه دي. درځه دننه"

شنکر او سلطانه چې کله د کمبلې والا خونې ته بېرته راغلل نو دواړو خندل. نه پوهېږم پر څه باندې. کله چې شنکر تللو سلطانې وویل، "شنکره زما یوه خبره منې؟"

شنکر ځواب ورکړ، "اول خبره خو ووایه"

سلطانه غږ نیولې سوه، "ته به وایې چې زه یې پیسې غواړم خو...."

وایه وایه .... ولې ودرېدې؟

سلطانې یو څه جرآت پیدا کړ او زیاته یې کړه، "خبره داسي ده چې محرم راروان دی او زما سره دونه پیسې نسته چې تور پرتوګ پرې جوړ کړم. د دې ځای حالت خو نو تاته مالوم دی. کمیس او پړونی خو زما سره ول چي نن مي د رنګ دپاره ورکړل.

شنکر د دې تر اورېدو وروسته وویل، "ته غواړې چي زه یو څو روپۍ درکم چي ته تور پرتوګ پرې جوړ کړې؟"

سلطانې ژر وویل، "نه، زه وایم چې که چېري کېږي، ته یو تور پرتوګ راجوړ که"

شنکر وموسل، "زما خو خپله جېب هر وخت خالي وي. بیا هم زه کوښښ کوم. د محرم پر اوله به تاته پرتوګ ورسېږي. آ بس اوس خوشاله سوې؟ بیا یې د سلطانې غوږوالیو ته وکتل، شنکر وپوښتل، "دغه غوږوالۍ ماته راکولی سې؟"

سلطانې په خندا وویل، "ته به نو په دې څه وکې؟ د میسو مامولي غوږوالۍ دي. زیات نه زیات پنځه روپۍ بیه لري"

په ځواب کي شنکر وخندل او زیاته یې کړه، "ما غوږوالۍ وپوښتل، بیه یې نه. وایه راکوې یې؟"

"ها واخله!" د دې په ویلو سره سلطانې غوږوالي را خلاصې کړې او شنکر ته یې ورکړې. وروسته پردې باندي افسوس ورغی مګر شنکر تللی وو.

سلطانې بلکل باور نه درلود چي شنکر به خپله وعده پوره کوي. مګر اته ورځې وروسته د محرم پر اوله د سهار پر نهو بجو دروازه وټکېده. سلطانې چې دروازه خلاصه کړه شنکر ولاړ و. په ورځپاڼه کې پېچل سوی شی یې سلطانې ته ورکړ او وې ویل، "د ساټن تور پرتوګ دی .... وې ګوره شاید اوږد وي. زه بالا ځم"

شنکر پرتوګ ورکړ، روان سو. نور یې هیڅ څه سلطانې ته ونه ویل. د ده پتلون کې څه سوري پیدا سوي وو. وېښتان یې خراب ول. داسي مالومېدۀ لکه د خوبه چې راپورته سوی وي او سیده دلته راغلی وي.

سلطانې کاغذ خلاص کړ د ساټن تورپرتوګ و. هماغسې چې دې د مختار سره لیدلی و. سلطانه ډېره خوشاله سوه. د غوږوالیو د سودا افسوس د شنکر وعدې باندي وفا له منځه یووړ.

غرمه یې د کالي وینځونکي څخه خپل کمیس او پړونی راوړ. درې واړه تورې ټوټې یې چې واغوستې دې وخت کي دروازه وټکېدله. سلطانې چې دروازه خلاصه کړه مختار راغله. هغې د سلطانې دریو سرو ټوټو ته وکتل وې ویل، "کمیس او پړونی خو رنګېدلي مالومیږي، مګر پرتوګ نوی دی، کله دي جوړ کړ؟"

سلطانې ځواب ورکړ، "همدا نن خیاط راووړ." د دې ویلو په وخت کې د هغې نظر د مختار پر غوږو ونښت، "دا غوږوالۍ دې له کومه کړې؟"

مختار ځواب ورکړ، "هم دا نن مي راوغوښتې."

تر دې وروسته دواړه یوه ګړۍ خاموشه سوې.

 
-
بېرته شاته