(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېټرو

[01.Dec.2021 - 03:25]

د ماحولیاتي تنقید پۀ رڼا کښې د ملګري رحمان بونیري د نظم پیټرو کلچر څېړنه :-                           لیک: ماښام خټک

ددې نه وړاندې چې زۀ نېغ پۀ نېغه د رحمان بونیري پۀ نظم پیټرو کلچر څېړنه شورو کړم چې هغۀ څۀ موده وړاندې دا نظم پۀ سوشل میډیا خپور کړی ؤ ـ  اول غواړم چې دا نظم درسره شریک کړم چې زما پۀ اند پۀ پښتو کښې پۀ دې موضوع نه بلکې پۀ دې سیمه ویونکیو ژبو کښې به چا دا موضوع د پیټرو کلچر پۀ تناظر کښې نظم کړي نۀ وي ـ  اؤ بیا به پۀ پیټرو کلچر خبرې اوکړم چې ماحولیاتي تنقید ته څومره ورته دی ـ

 

پیټرو کلچر

                                                          ------

د روانې پېړۍ په اخر کې دپیټرو-کلچرخپل انجام ته رسیدونکی دی

ددې کلچر سره تړلي ټول صنعتونه ري شېپ کېدونکي دي

نوی تصور دا دی 

چې ددې زوړ کلچر سره تړلي ټول هنرونه

ټول ترکیبونه، ټولې خزانې او نړیوال معاشي اړېکې

به یو نوی شکل واخلي

دا ري شېپینګ دمېټرد درې توکو

سولډ، لیکویډ او ګیس

په زاړه چوکاټ کې نوی پیوند نه دی 

بلکې هم ددې شعور یو ایډوانس شکل دی

دا هر څه خوب نه دی، د وېښو قامونو تحقیق دی

په وخت د نظر لرونکو صلاحیت دی

ادراک لرونکي د نوې انرجۍ لارې څاري

نوې انرجي د برق ده! د سولر ده!

د دې توان د اهمیت بنسټ ګر لکیا دي

د حرارت زېرمې، د ریاضۍ، فزکس او کیمسټرۍ په تله تلي 

 ادراک لرونکي داسې صنتعتونه پرانېزي

چې د ساینټیفک ساینسېز په رختونو 

او د نیجرل ساینسیز په اصولو

د  زړو شویو سکنجو نه نوې ماډلې تراشي

د بېلګې په توګه؛ د فرانس ایډمونډ بیکیورل په ۱۸۳۹ کې

داسې تجربه کړې وه چې سېل د رڼا سره په ګډه نور برق زېږوي

بله بیلګه یې دا ده؛

 د ګاډو د ټولو صنعتونو اسمبلي پلانټس د انجونو په ځای د بیټریانو پلانټونه لګوي

ځانګړې بیلګه؛ لکه ټېسلا

دويي د وخت نه وړاندې د بقا په تصور یقین لري

د ژوند او انسان ضرورت پیژني

اداراک لرونکي د عقیدو په ړانده کوهي کې ښکیل نه دي 

د عقیدو په ړوند کوهي خو د ویرې او سزا جزا سرابي برغولی پروت دی

ادراک د تسخیر لوري ته ګام دی

دا ګام به مونږه او تاسو کله اخلو؟

او رښتیا تاسو کله اوریدلي داپیټرو کلچرڅه بلا وه؟

کنه تش د تیلو د کوهي بوقه مې خیژولې؟

د کارخانو د چمنۍ په لوګو مو خپل پړپوس خیچن کړی؟

او یا مو د هینو، او اسوزو د ټرکونو رفتار ته ماشاالله ویلي؟

د سلونو پیړیو راهسې د غیر منطقي داستانونو په اثر کې ښکیل مازغه که مو راوېښ کړل

نو بیا رڼا ده، اداراک دی او ژوند دی 

او د راراون وخت د اداراک لرونکو سره سیالي ده

ګني د پینځلسو سوو کلنو راهسې په غاړه شوې د دیو ژبه دومره اوږده ده 

چې د راتلونکو سلو نسلونو د پښو تلي به درله هم څټي 

چې د سبا په لور 

چې د رڼا په لور 

چې د شعور په اور 

هډو پل وا نخلئ

                                                      ----

رحمان بونیری

 

اؤل خو به تر څۀ حده ددې نظم پۀ لوستو پۀ پیټرو کلچر څۀ نه څۀ پوهه شوي وئ اؤ ورسره ورسره به مو پۀ دې هم سر خلاص شوی وي چې ماحولیاتي تنقید ته څومره ورته دی ـ پیټرو کلچر څۀ نوی کلچر نۀ دی ـ داد مادې د درې حالاتو د یوۀ توکې مائع سره تړلی هغه کلچر دی چې د تیلو یا پۀ عامه معنی د پېټرولو مرهون منت دی ـ د مادې کوم شی دی، کوم یو توکی دی چې پۀ تیلو اړه نه لري یا د تیلو اجارداري پرې نۀ وي اؤ دا د تیلو د  انرجۍ وړ نۀ کرځي اؤ ددې انرجۍ له لاسه مونږ د وړو وړو چولو کوڅو د لارو یا د غرو رغونو د لارو نه تر کچه سړکونو، بیا تر پښو سړکونو، جي، ټي روډونو، هائي وی، سوپر هائي ویز اؤ تر موټر هائي ویز نۀ یو رسېدلي بلکې اوس خو د ملکونو اؤ براعظمومو تر مینځ لارې د ارـ  سی ـ ډي،  شاهرا ریشم اؤ سی پیک پۀ شکل کښې غزیدلي یا بیا غزیږي ـ دا خو یوازي د زمکنی لارو خبره دا د دې نه پۀ پورته بره هوائي اؤ سمندري یا دریابي لارې ځانته یو جال لري چې د پیټرو کلچر ځان له بېلګې دي ـ دغه رنک پۀ کال دوه زره شلم اؤ یویشتم کښې پیټرو کلچر باندې سیمینارونه اوشول اؤ دا ئې پۀ عالمي سطح نۀ یوازي متعارف کړو بلکې څېړنې پرې اوشوې اؤ ددې سره اړه لرونکي ماهرینو پروفیسرانو اؤ ډاکټرانو پرې مقالې وړاندې کړي اؤ دغه رنګ یو عالمي سیمینار کښې سټېفني لي منیجر دا خبره پۀ ګوته کړه چې که زۀغاښ‌ ډکؤم،  که زۀ پین اخلم یا د لیک د پاره سیاهي اخلم،  که پینټنګ کؤم مونږ د پیټرو کلچر پۀ دام کښې نخښتي یو بلکې زه هم اؤ رېښتیا ستاسو وجودونه هم ددې پیټرو کلچر پۀ ولقه کښې دي ـ کومه یوه انډسټري ده،  هغه وړه ده اؤ که غټه د پیټرو کلچر پۀ دسترس کښې ده ـ د انرجۍ د پکارونې دوه نورې زرائعې هم شته چې ګېس اؤ ټهوس سولډ یا سخت شیانو پۀ شکل کښې دي هغه ولې دا اجاره داري نۀ لري ـ ایا هغه مونږ نۀ شو پکارولی ؟  زمونږ پۀ ملک کښې خو تېر دوه درې کاله مخکښې پۀ اوبو هم د ګاډي د چلولو دعوې شوي وې دا بېله خبره ده چې هغه  ثابت نۀ کړلی شول ـ دغه رنګ نن سبا د بېټرۍ پۀ زور انرجي، د ګېس انرجي د سولر سسټم انرجي پۀ هر لوري خوره ده اؤ ماهرین وائي چې راروانه پېړۍ به د پېټرو کلچر د احتتام پېړۍ وي اؤ د مادې د نورو دواړو حالتونه د انرجۍ حکمراني به راځي اؤ د پېټرو کلچر له وجې چې کومه ماحولیاتي الودګي ده،  د اوزون د لئیر  او د کلائیمیټ چینج اثرات دي هغه به د انرجۍ نورو حالتونو ته شفټ شي  ـ خو زمونږ به څۀ حال وي ایا مونږ به هغه شان د بدلون نه ځان ژغورو اؤ هر  بدلون به د  خپل خیال اؤ د خواهش مطابق د عقیدې په تله تلو ـ اول به یو توکی د خپلې خوښې پۀ اسلام مسلمانوو بیا به ئې خپلوو ـ اؤ د بل پۀ ایجاد اؤ هڅې به ماشاءالله وایو اؤ خپله به څۀ نۀ کوو ـ که دغه بره د رحمان بونیري نظم پۀ دغه تناظر کښې اوکتلی شي نو هم دغه معنا اؤ مفهوم ترې راوځي ـ اؤ هم دغه پېغام د خپل قام د یوې نېوکې یا بیا د یوې ساندې پۀ شکل وړاندې کوي ـ خو زۀ داد ورکؤم چې دا موضوع ئې نۀ یوازي د پښتو د ادب موضوع ګرځولي بلکې ښۀ ئې تظم کړي هم ده ـ تر څو چې د ماحولباتي تنقید یا ادب تعلق دی نو هغه پۀ پیټرو کلچر کښې خپل پۀ خپله رانغښتی ده ـ د پیټرو کلچر هغه برخه چې کوم ځائې ته د انسانانو د اپروچ یا رسائي نۀ ده رسېدلي یا رساوي نۀ ويچې د پیټرو کلجر پۀ اصطلاع کښې ورته وائیلډرنس وائي هلته هم د پېټرو کلچر هڅې تاندې دی ـ د پیټرو کلچر درېواړه برخې یعني ایکو فیمینېزم، پیسټرل اؤ وائیلډرنس ( پۀ دې دریواړو برخو به پۀ تفصیل بل مضمون کښې خبره کؤمد ماحولیاتي ادب یا تنقید هم ویاندې دي اؤ مونږ دا وئیلی شو چې دا پۀ یو بل اغېز اؤ اثر لري

-
بېرته شاته