(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناکامورا چا وواژه

[13.Dec.2021 - 20:01]

د ډاکتر ناكامورا په یاد (۴ دسمبر)

لیک: شاه محمود میاخیل

نن د ډاکتر ناكامورا د ترور دویمه کلیزه ده. د هدفي وژنو  او همداشان د نوموړي د ترور په هکله معلومات ما  د ولایته تر وزارته، کتاب کې په تفصیل سره لیکلی دی. هغه معلومات یو ځل بیا د هغه په یاد دلته د دوستانو سره  نشروم

د جاپان Asahi Shinbun مشهورې ورځپاڼې هم د نوموړي د وژل کیدو په هکله تفصیلي تحقیقي رپورټ په دې اونۍ کې نشر کړیدی.

------------------------------------------------------------

هدفي وژنې او عوامل یې

د جنایي او هدفي وژنو ترمنځ فرق دا دی، چې د هدفي وژنو انګېزه سیاسي او د جنایي وژنو انګیزه شخصي او مادي وي. اما د افغانستان د روان کړکیچ په دوران کې د هدفي او تروریستي وژنو انګیزه سیاسي او جنایې دواړه ده. مخالفین د تهدید او فشار په وسیله غواړي، چې د ټولنې له مالدارو اقشارو څخه باج واخلي او که چا باج نه ورکاوه؛ نو د هغه قشر یو کس له منځه وړي، څو نور مجبور شی چې دوی ته باج ورکړي. همدا شان تروریستي ډلې د بېلابېلو اقشارو لکه علماء، ملکان، مشران او د مدني ټولنو غړي په دې خاطر په نښه او له منځه وړي، چې د حکومت حمایت ونه کړي. د افغانستان په روانه جګړه کې تروریستي، جنایې او حتی سیاسي ډلې په خپلو منځو کې له یو بل سره همکاري او تماسونه لري او د یو بل سره مرسته کوي، ځکه دوی د یو بل حمایت ته اړتیا لري. تروریستان جنایي ډلې په ښارونو کې استخداموي او هدفي وژنې او اختطافونه پرې تر سره کوي او کله چې په جنایې ډلو باندې په ښارونو کې فشار زیاتیږي، دوی د مخالفینو ساحو ته پناه وړي. په دې توګه د جنایي، تروریستي او سیاسي قتلونو ترمنځ توپیر نه کېږي.

د هدفي وژنو سلسله د افغانستان په هره دوره کې شتون درلود. د داود خان په وخت کې د پلان وزیرعلي احمد خرم د مرجان په نوم د یو کس له خوا د ۱۹۷۷م کال د نومبر دمیاشتې په شپاړسمه نېټه په کابل کې ووژل شو. میر اکبر خیبر د ثور له کودتاه دمخه ووژل شو او د ثور کودتاه لپاره یې زمینه مساعده کړه. د ثور له کودتاه وروسته دا سلسله ګړندی شوه او ډېر کسان په کابل او پیښور کې د جهادي تنظیمونو، د پاکستان د استخباراتي شبکې او د کابل د حکومت له خوا د هدفي وژنو ښکار شول. د هدفي‌وژنو لست ډېر اوږد دی او باید په دې هکله یو هر اړخیزه تحقیق تر سره شي. په دې لړ کې زما دوه ورونه سردار محمود او امیر محمود، د ماما زوی مې اجمل خټک او د ترور زوی مې ډاکتر روح الله عمر هم په پېښور کې د جهادي ډلو او پاکستان د استخباراتي شبکو له خوا ورک او شهیدان شوي دي.

کابل ته له طالبانو د راتګ سره ډاکتر نجیب الله او د هغه ورور د پاکستان د استخباراتي کړیو په اشاره په دارشول. د داعش او طالبانو په راتګ سره د هدفي وژنو سلسله د پښتونخواه په لر او بر سیمو کې اوج ته ورسېدله. په سل ګونو او حتی زرګونو مشران، علما، مخور، لیکوالان او سیاسیون چې د ازاد او ملي فکر خاوندان او د استخباراتي شبکو د فعالیتنو منتقدین و، د ډیورند د فرضي کرښې په دواړو غاړو او ښارونو کې په نښه او ووژل شول. د پښتنو په اصطلاح د سر سړی دوی پرېنښود. ځینې سیاسي ډلې هم خپل رقیبان د هدفي وژنو په وسیله له منځه وړي؛ خو تروریستي ډلې هغه اقشار په نښه کوي چې اسیب پذیره وي.

د هدفي وژنو رواني فشار په امنیتي ادارو او ولایتي چارواکو باندې هم نهایت زیات وي. د هدفي وژنو د قربانیانو خپلوان او دوستان، سیاسي خود غرضه افراد، د همدې تروریستي ډلو پلویان یا په اصطلاح نیکتايي داره تروریستان چې هره ورځ په رسنیو کې ناست وي، مدني فعالان او د هاها ډله، ټول په عوض د دې چې اصلي عاملین ملامته کړي، په مرکز کې جمهور رئيس او په ولایتونو کې والیان ملامتوي. ټول په دې پوهیږي، چې عاملین څوک دي، د کومې ډلې پورې تړاو لري او ولې هدفي وژنې تر سره کېږي؛ خو بیا هم والیان ملامتوي. پښتو کې متل دی چې وایي مړ هم زه او پړ هم زه

کله چې د همدې ترورستي ډلو کسان نیول کېږي، بیا ورپسې ملک او ملا، متنفذ او وکیل راخوشې وي چې احمد او محمود ښه سړی دی او باید خوشې شي. که د همدې ډلو پورې تړلي څوک په عملیاتو کې وژل کېږي، بیا ولسونه د مخالفینو په خوله، جنازې د ولایت مخې ته راروانې کړې وي او وایې چې ملکي کسان په عملیاتو کې وژل شوي دي. د ملکي تلفاتو د ملامتولو سلسلې ته د حامد کرزي په وخت کې زیاته هوا ورکړل شوله. کله به چې حامد کرزی د بهرنیانو سره جوړ رانغی؛ نو د بهرنیانو او حتې د خپلو امنیتي ادارو د عملیاتو پرضد به یې بیانې ورکولې او هغه به یې غندلې. حامد کرزي نیوکې داسې وې ته به وایې چې دې جمهور رئيس نه دی؛ بلکې مدني فعال او ملک دی او هېڅ مسؤلیت د افغانستان د روانو حالاتو په اړه نه لري. که ښه کېدل او که بد، د هېواد د مشر او جمهور رئيس په توګه د هغه مسؤلیت و چې د هېواد ستونځو ته یې د حل لاره پیدا کړي وی.

تررویستي ډلې هدفي وژنې کله په داسې اشخاصو تر سره کوي چې هېڅ باور پرې نشي کېدلې. د ۲۰۱۹م کال د اګست په دیارلسمه نېټه، پولیسو د جلال اباد په ښار کې یو څوارلس کلن هلک ونیوه، چې په شپږو هدفي وژنو کې یې لاس درلود. دا هلک امام الدین نومیده، د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ د کڅکي سیمې د مڼې د کلي و. امام الدین یتیم پاتې شوی و. کاکا ګانو یې ورسره مرسته نه کوله. بیا طالبانو دی جلب کړی و او درې کاله یې ورته د بامیانو په کومه سیمه کې ټریننګ ورکړی و. دا هلک د ټولو خفیفه سلاو په استعمال ډېر ښه پوهېده او د جمناستیک ټریننګ یې هم درلود. له بامیانو څخه طالبانو د هدفي وژنو لپاره جلال اباد ته راوستی و، چې درې کسه د اردو، دوه پولیس او یو د محلي پولیسو قوماندان یې وژلي و. امام الدین په ویډیویي اعتراف کې وایي چې دا ظلم له ما شوی او پښېمانه یم. اوس د حکومت خوښه ده چې ما وژني او که بندي کوي مې. دا قصه ساده نه ده. په ټولینز لحاظ ډېر بحث ته اړتیا لري او دا قصه موږ ته د ټولنې ستونځې په ګوته کوي، چې د افغانستان د جنګ په دوام کې د بهرني عواملو تر څنګ داخلي عوامل څومره مهم رول لري.

د هدفي وژنو سلسله په ننګرهار او ختیځو ولایتونو کې هم ډېره اوږده سابقه لري. د ختیځو ولایتونو یو شمېر زیات شخصیتونه په پېښور، کابل او ختیځو ولایتونو کې له منځه یوړل شول. ځینو یې سیاسي انګیزه درلوده او ځینو یې د خپل منځي اختلافاتو ښکار شوي دي. په دې لړ کې پوهاند بهاوالدین مجروح، عزیزالرحمن الفت، مولوي جمیل الرحمن، حاجي قدیر، حاجي محمد زمان غمشریک، شمالي خان، انجینر محمود، فضل حق مجاهد، ډاکتر عبدالله لغمانی، د لغمان قوماندان ناصر ، ملک زرین د کونړ او ګڼ شمېر نورو یادونه کولی شو. متاسفانه دا سلسله له ما دمخه، زما د ولایت په وخت کې او اوس هم روانه ده او ورځ تر بلې یې قربانیان زیاتیږي.

هغه هدفي وژنې چې زما د ولایت په موده کې پېښې شويدي غواړم چې یادونه یې وکړم؛ ځکه دا د دغه سیمې د تاریخ یوه ترخه برخه ده. د ځینو هدفي وژنو انګیزې او پپښو په هکله غواړم چې معلومات د تاریخي سند په توګه شریک کړم. په امنیت او د حکومتولۍ په ښه کولو کې د ولسونو رول همیشه خورا مهم وي. البته ولسونو ته انګیزه ورکول د دولتي او سیاسي مشرانو، علماو، قومي مشرانو، لیکوالانو، مدني ټولنو او د ټولنې د ټول تعلیمیافته قشرونو دنده ده. د افغانستان امنیتي وضعیت او څلورو لسیزو جګړو، د نفوسو زیاتوالی، فقر او نیابتو جګړو د دې لپاره زمینه مساعده کړې ده چې جنګ دوام وکړي. څو چې افغانان پخپله ځانونه له جنګ نه خلاص نه کړي او په خپل حالت کې تغیر رانه ولي، نو جنګ هم نه ختمیږي. الله تعالی هم وایي چې که یو قوم په خپل ځان کې تغیر رانه ولي نو الله تعالی هم د هغه قوم په حالت کې تغیر نه راولي. که ووایو چې ګاونډیان زموږ په ملک کې مداخله کوي، دا هم کمزورۍ خبره ده چې بل ستا په کور کې مداخله کوي. که ووایو چې نورو هیوادونو افغانان سره په جنګ اچولي دي، نو دا هم د کمزورې خبره ده، چې ولې افغانان دومره بې کفایته او وچ مغزي دي، چې د نورو په لمسون جنګونه کوي. که ووایو چې خپل اولادونه افغانانو ته نورو په خپله غاړه اچولي ، نو بیا هم دا د افغانانو کمزوري ده، چې خپل اولادونه په سمه توګه نشي روزلی، نور ترې د خپلو اهدافو په خاطر د وسیلې په توګه کار اخلي. که ووایوچې فقر دی نو ځکه ځینې ځوانان هرې خواته لاس اچوي، دا هم سمه نه ده، ځکه که یو څوک فقیر شو نو دا په دې معنې نه ده چې نور به وژني او خپل ملک به ورانوي.

د افغانستان په دې اوږد ناورین کې له ټولو څخه زیات قصور په خپله د افغانانو دی. که ووایو چې حکومت ضعیفه دی، دا هم د افغانانو کمزوري او ضعف دی چې فاسد کسان پرې حکومت کوي. ولس اصل دی او حکومت د ولس فوتو کاپي ده چې اصل خراب وي نو فوتو کاپي به خامخا خرابه وي. د افغانستان سیاسي طبقه، دولتي چارواکي، علما، مخور او متنفذین، متخصیصین، مدني او روشنفکره طبقه او په کل کې ټول ملت تر اوسه ناکام ملت دی ځکه دوی ونه کړای شول، چې د پردیو له جګړې څخه ځانونه خلاص کړي. دوی ونه شول کړای، چې یو ښه ملي سیاسي حرکت رامنځته کړي. عام ملت په دې کې زیات ملامته نه دی؛ ځکه د افغانستان ملت په سیاسیونو، علماو، روشنفکرانو، سیاسي ډلو او احزابو، تکنوکراتانو او مذهبي مشرانو باندې اعتماد وکړ،‌د دوی ملاتړ یې وکړ، دوی یې قدرت ته ورسول؛ خو په حقیقت کې ټولو د افغانستان د ملت او د افغانستان د خاورې سره جفا وکړه او ویې نشول کړای چې د افغانستان ستونځو ته د حل لارې پیدا کړي.

په هر حال، د افغانستان د قانون د تنفیذ او کشفي ادارې او پرسونل د افغانستان د موجوده چیلنجونو په انډول کافي پرسونل، وسایل، ټریننګ او تجربه نه لري. د مجرمینو د تلیفونونو لپاره په ننګرهار کې د کنترول سیستم وجود نه درلود او هر نمبر د تعقیب لپاره باید کابل ته د ملي امنیت عمومي ریاست او یا د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې ریاست ته ورکړل شوی وی. هغوی بیا د هېواد د اولویتونو په تناسب قضیو ته لومړیتوب ورکاوه ځکه د هېواد په کچه هم کافي د کنترول سیستمونه شتون نه لري، چې د هر چا نمبر مانیټر یا کنترول کړي. هلته مو هم د شخصي نفوذ او د ادارو له مشرانو سره د شخصي شناخت څخه کار اخیسته، چې د ننګرهار مسایلو ته لومړیتوب ورکړي. ډېری کسانو به ننګرهار کې ویلې چې که له یو ځای څخه د متضرره نمبر ته زنګ وهل کیږي نو ولې امنیتي ادارې د جنایتکارانو او ترورستانو ځایونه نه معلوموي، خو په حقیقت کې دوی د ادارو له ظرفیته خبر نه و. زما د کار پالیسي دا وه، چې اول به مې د یوې ادارې له مسوولینو څخه د هغوی ظرفیت پوښتنه کوله، چې ایا امکانات او ظرفیت لري کنه؟ نو بیا به مې له هغه ادارې څخه د ظرفیت په تناسب د کار توقع کوله. د مدیریت په علم کې د ظرفیت او امکاناتو څخه اوچته توقع د ادارو او همکارانو نه ده پکار. پښتو کې هم متل دی وایي، چې غواړي د چا د ټوپک نه زړه بد کړې نو نښه ورته لرې کېږده نو ما دا کار نه کاوه.

د ظرفیت د نشتون تر څنګ، امنیتي او دفاعي قوتونه په زیاتو جبهو کې همزمان جنګیږي اومبارزه کوي. که جنایي او تروریستي ډلې له بهر څخه تقویه کېږي؛ خو په داخل د افغانستان کې ورته په کورونو او کلیو کې یو څوک ځای ورکوي. که ولسونه خپل وجایب په سمه توګه اداء کړي، حقوق هم په ښه توګه تر لاسه کولی شي. د حقوقو او وجایبو تر منځ مستقیمه رابطه ده. څومره چې ولسونه او دولتي چارواکي خپل وجایب په سمه توګه اداء کړي، هماغومره حقوق هم په ښه توګه تر لاسه کولی شي. که په شواهدو خبرې وکړو، په موجوده وخت کې د افغانستان ټولنه مریضه ده. د بشر د حقونو د ادارې د راپور په اساس، په افغانستان کې پنځه اویا سلنه وګړي په یو قسم رواني تکلیف اخته دي. پدې توګه د افغانستان اداره هم د مریضې ټولنې تولید دی؛ خو د خلکو توقع له خپل ځان او هم له حکومت څخه د یوې سالمې ټولنې او ادارو په شان ده.

اکثره خلک قانون ماتونکي دي، خو بیا وایي چې د قانون د تنفیذ ادارې ولې قانون ماتونکي نه کنترولوي او مجرمین نه نیسي. دا داسې معنې لري، چې یو کس ووایي چې زه سړی نه یم نو ما سړی کړه. د پولیسو او هم د ملي امنیت پرسونل د ننګرهار په هره امنيتي حوزه او ولسوالۍ کې د جغرافیې او ستونځو په تناسب ډیر کم پرسونل لري. د امنیت ملي په هره حوزه او ولسوالۍ کې له اوه اته کسو څخه زیات نه دی. د پولیسو د حوزو پرسونل اکثره غیر مسلکي او د جهادي قوماندانانو بقایا ده؛ نو مشکل یوازې په تغیر او تبدیل نه حل کېده بلکې د قواو تر منځ همغږي ډېره مهمه وه. په همدې منظور مو له ولایت سره نږدې، د جلال اباد ښار د پولیسو په لومړۍ حوزه کې د سوق او ادارې مشترک مرکز د ملي پولیسو او ملي امنیت جوړ کړ. د ننګرهار امنیه قوماندان او د ملي امنیت د جلال اباد ښار مرستیال به په مستقیمه توګه نظارت کاوه. د دغه مرکز جوړېدل، ډېر مؤثره ثابت شو او د ډېرو پیښو په مخنیوي او مدیریت کې یې مهم رول درلود.

لکه مخکې مې چې په امنیتي برخه کې یادونه کړې، د استقلال د سلمې کالیزې د لمانځلو په وخت کې امنیتي ادارو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د یو لوی ناورین مخه ونیوله، د ټولو نیمګړتیاو سره سره، امنیتي او دفاعي قوتونو هره ورځ د لسو ګونو پیښو مخه نیوله. د امنیتي ادارو او همداشان د عدلي او قضایې ادارو منسوبین هم د هدفي وژنو او تروریستي پیښو قرباني و.

امنیت که له یوې خوا د حکومتونو او دولتونو مسؤلیت دی؛ خو له بلې خوا د ولسونو مسؤلیت هم دی. لومړنی مسؤلیت د والدینو دی، چې د خپلو اولادونو په تعلیم او تربیه فکر وکړي. متاسفانه په افغانستان کې ټولنیز فرهنګ یوازې د بچو په راوړلو دی. بچې راوړه او کوڅې ته یې خوشې کړه، چې هر قسم تربیه شول، هرچا چې په هره لاره استخدام کړل، څه فرق نه کوي. همدا علت دی چې په تېرو څلورو لسیزو جنګونو کې د بشري قوت کمبود نشته او د هر ډلې لپاره د جلب او جذب بشري قوت په ټولنه کې شتون لري. څو چې کورنۍ د اولادنو د راوړلو په عوض د اولادونو په تعلیم او تربیه فکر ونه کړي، ترهغې پورې به د افغانستان د جنګ خبیثه دایره همداسې روانه وي. په دې برخه کې د هدفي وژنو د پېښو خلص تفصیل او عوامل یې چې تر کومه حده ماته کشفي ادارو راکړي له تاسې سره شریکوم؛ ځکه دا د ننګرهار د تاریخ له ټولو دردونکي حالت و؛ چې د پردیو تر څنګ، خپلو هم یو بل سره وژل. د ثور له کودتاه څخه وروسته چې په افغانستان کې جګړې پيل شوې، په هغه وخت کې د حکومت او مجاهدینو د ډلو ترمنځ صفونه سره معلوم و او د هرې ډلې د کنترول ساحه معلومه وه اما د ۲۰۰۱م کال څخه وروسته چې کله طالبانو حکومت د ائتلاف د قواو لخوا له منځه یوړل شو، طالبانو، داعش او نورو تروریستي ډلو د حکومت او هم د خارجي قواو په مقابل کې فعالیتونه پيل کړل، صفونه سره بیل ونه ساتل شول؛ ځکه د خپلو او پردو توپیر نه کېږي. په ډېرو قضیو کې د کورنۍ خپل غړي او یا د ډلې کسان لاس لري. په حکومت کې به کار کوي، د حکومت له امکاناتو او قدرت څخه به استفاده کوي؛ خو کار به تروریستي ډلو ته کوي، چې همدا ډول خلکو ته په سیاسي علومو کې پینځم ستون (Fifth Column) وایي. د ډېرو لا هویت هم پټ نه دی او علني د تروریستي ډلو څخه په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې ملاتړ کوي او د حکومت پرضد اصلي رواني جګړه همدې نکټایي داره تروریستانو روانه کړې ده چې د بیان دازادې په نوم د تروریستانو ملاتړ کوي.

که څه هم دوی نه راژوندې کېږي؛ خو د دې تحمیلي جنګونو د قربانیانو په لست کې د دوی د نومونو یادونه او د دوی د وژنو نه عبرت اخیستل اړین دي. هره پېښه که له یوې خوا د دوی د کورنیو لپاره نه جبران کېدونکي وه؛ خو له دوی سره د ولایتي او امنیتي ادارو منسوبین او مشران او زه شخصا د یو مسؤل کس په توګه له ټولو نه زیات ځوریدم. یو شاعر وایي:

زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی

په لیدو د زخمي زړه، چې زخمي نشي

هره پیښه هرې کورنۍ ته مهمه ده خو دلته د څو پیښو یادونه کوم چې زیاتو کسانو سره د دې پيښو په هکله سوالونه موجود دي.

 

د ډاکتر ناکامورا ترور

 

که څوک احساس ولري، د هر انسان او حتی د حیوان او نبات ژوند هم ورته اهمیت لري. موږ چې واړه و نو راته ویل کېدل به چې وړوکی مېږی هم درنه باید ازار نه شي او په لارو کې به مو په مېږانو پښه نه ايښودله. په خپل کور کې مو ډېرې تراژیدي لیدلې او خپل ورونه مو د لاسه ورکړي دي؛ خو د ډاکتر ناکامورا وژنې لکه څنګه چې یې نور با احساسه افغانان او بشرپال ځورولي، د یو مسؤل کس په توګه له ټولو څخه زه هم زیات وځورولم. متاسفانه د افغانستان دښمنان د افغانانو عادي ژوند هم نه شي زغملای. هغه کسان چې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره ښه نیت لري او کار کوي، په یو شکل نه یو شکل له منځه وړي. د خفګان خبره دا ده، چې بهرنۍ حلقې همیشه خپل شوم اهداف په خپلو خرڅ شویو افغانانو باندې تر سره کوي. افغانان همیشه دا وایي، چې په افغانستان کې بیروني لاسونه کار کوي او د افغانستان د تباهۍ پلانونه جوړوي؛ خو دا هېڅکله نه وایو، چې د بهرني لاسونو سره که داخلي لاسونه نه وي، یوازې بیروني لاسونه څه نشي کولای. د افغانانو لویه کمزوري همدا ده چې خپل لاسونه ورته نه ښکاري او تل له بهرنیو لاسونو نه شکایت کوي

کله چې د داعش ډلې ته په ننګرهار کې شکست ورکړل شو او د داعش جغرافیه له منځه یوړل شوله، طالبان هم ضعیفه شول اوامنیتي توسعه د ننګرهار په ۹۵ سلنه سیمو کې رامنځته شوله، د ننګرهار د دوه ویشت ولسوالیو نه ۲۱ ولسوالیو ته تګ او راتګ دولتي مامورینو او عام ولس پرته له ویرې شپه او ورځ تر سره کولې شو، د ننګرهار تصویر په داخل د افغانستان کې اوهم بهرنیانو ته ډېر ښه شو. د افغانستان او د سیمې دښمنانو بیا هم کوښښ کوه، چې ننګرهار په یو ډول نه یوه ډول نا ارامه او بدنامه کړي.

درې اویا کلن ډاکتر تیڅوناکامورا (Dr. Tetsu Nakamura) چې په ننګرهار کې یې په کاکا ناکامورا شهرت درلود په ۱۹۸۴م کال کې د طب په برخه کې د زده کړو له بشپړولو وروسته پاکستان ته لاړو او دوه کاله وروسته یې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې صحي کلینک جوړ کړ. هلته له خلکو سره د اړیکو وروسته په دې فکر شو چې د صحي اوبو د څښلو د کمښت او غذایي ستونځو له امله د کلي خلک په کلورا او نورو امراضو اخته کېږي؛ نو توجو یې د څاګانو ویستلو او د کونړ سیند له اوبو څخه په موثره توګه ګټې اخستنې ته وکړه. ډاکتر ناکامورا به ویلې چې ښه امنیتي تدابیر له ځایي خلکو سره ښې اړیکي لرل دي. د ډاکتر ناکامورا خبره سمه وه، چې هغه د ځایي خلکو سره ستونځه نه درلوده؛ خو د پاکستان پورې تړلې تروریستي ډلو د هغه کارونه نشو زغملی.

ډاکتر ناکامورا د کونړ سیند د ښيوې ولسوالۍ د سید جمال الدین افغان له ټاټوبي صدر ګټ څخه د شل کیلومتره په اوږدو،‌ګمبیري دښتې ته د ویالې د جوړولو کار پیل کړ، دا هغه پروګرام و، چې د داود خان په وخت کې پلان شوی و چې د کونړ سیند اوبه به د ګمبیري له دشتې د خړوبولو وروسته د دورنټې بند ته غورځیږي. دغه ویاله چې د ګمبیري تر دښتې پورې رسیږي، په زرګونو جریبه ځمکه یې خړوبه کړې او زرګونو کورنیو ته یې د ژوند کولو زمینه برابره کړیده. که چا دا ویاله لیدلې وي، د غرونو په لمن کې د مار په شان داسې تاو راتاو شوې ده، چې ټولې شاړې ځمکې یې چې پخوا به پکې اغزي شنه کېدل، خړوبه کړي دي. د ویالې دواړه خواو ته د ولو ونې کرل شوي دي.

د کونړ په سیند باندې د PMS (Peace Japan Medical Services) د موسسې کار ګاونډیانو ته د زغملو وړ نه و. د ډاکتر ناکامورا ملګری او همکار Ito Kazuya چې د زراعت په برخه کې یې زده کړې درلودې، د ۲۰۰۸م کال د اګست د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دره نور ولسوالۍ د بوډیالۍ په سیمه کې د څلور کسانو له ځوا وتښتول شو. کله چې دا جاپانی انجینر تر یوه ځایه پورې بیایي، درې ډزه یې په پښه او ورون باندې ولي او د زیاتې وینې ورکولو وروسته هماغلته مري. په سبا یې د کلي خلک د ایتو مړی په یوه ناو کې پیدا کوي. له اختطافچیانو څخه یو کس د عادل شاه په نوم چې د دره نور ولسوالۍ و، د ملي امنیت لخوا نیول کېږي او هغه په اقرار کې ویلې و، چې د پاکستان یو تروریستي ګروپ دوی ته ویلي و چې دا جاپانی اختطاف کړئ. په دغه وخت کې ناکامورا په پیښور کې د جاپان کایی Peshawar- Kai د مؤسسې مشري کوله.

ډاکتر ناکامورا د خپل ملګري له وژل کېدو وروسته، خپل کارونو ته نور هم زور ورکړ او د کونړ سیند د کاشکوټ، کامې او عبدالخېلو د کانالونو او ویالو سربندونه یې جوړکړل او په زرګونو حاصل خېزو او غیر حاصل خېزو شاړیو ځمکو ته د کونړ د سیند په اوږدو کې د کرکیلې زمینه برابره کړه. دا چې ډاکتر ناکامورا ۷۳ کلن و، نو د افغانستان د کار د قانون په اساس د نوموړي د کار اجازه نه شوله نوې کېدله؛ نو جمهوري ریاست ته د افغانستان د تابیعت غوښتنه وشوله ځکه د تابعیت د قانون په اساس، ده په افغانستان کې له لس کلونو څخه زیات وخت تېر کړی و. د تذکرې د قانون په اساس باید یو کس د دی ضمانت کړی وی. نو زما د دفتر رئيس، انجینر فرید ناصرزي د دې تصدیق او ضمانت وکړ او بالاخره ناکامورا ته د افغانستان تذکره د جمهور رئيس لخوا ورکړل شوله. د تذکرې له اخیستو څخه وروسته ما هم د ولایت په مقام کې ولید او په قدرداني کې مو ورته چپن او پکول ورکړل

د ۱۳۹۸ل کال د عقرب په دولسمه نېټه د ملي امنیت ادارې د ډاکتر ناکامورا په هکله امنیتي اطلاع تر لاسه کړې وه چې هغه ته تهدید موجود دی. د اطلاع له تدقیق وروسته دعقرب په شلمه نېټه د ملي امنیت مسؤلینو د ډاکتر ناکامورا ادارې امنیتي مسؤل او هم د دغه ادارې افغاني مـشر انجینر ضیاء ته په لیکلې ډول اطلاع ورکړې وه، چې داسې معلومات دوی لري چې د ډاکتر ناکامورا ژوند د تهدید لاندې دی او هغه باید احتیاط وکړي. د ملي امنیت ادارې د هغوی څخه استحضاري‌هم اخیستې وه، نو که دی د یو څه وخت لپاره بهر لاړ شي ښه به وي. ډاکتر ناکامورا د لږ وخت لپاره جاپان ته لاړو؛ خو د قوس په لسمه نېټه بېرته جلال اباد ته راغی. د ملي امنیت ریاست د قوس په یولسمه نېټه بیا د ډاکتر ناکامورا له دفتر سره اړیکه نیولې وه چې تهدید کم شوی نه دی او که هر چیرته ځي نو باید پوره امنیتي تدابیر ونیسي. دا چې ډاکتر ناکامورا له خپل کار سره بې کچې مینه او تعهد درلود، دی تهدیدونو ته یې چندان توجه ونه کړه.

یوه ورځ بعد چې د ۲۰۱۹م کال د دسمبر د میاشتې څلورمه نېټه وه، دفتر کې ناست وم چې د سهار ۸:۱۰ دقیقې د ولایت مرستیال، تمیم عارف مومند او سکتوري رئيس فضل ربي همیم راته راغلل او ویې ویل چې د بهسودو له پله سره نږدې د فواید عامې د ریاست مخې ته د جاپاني مؤسسې PMS (Peace Japan Medical Services) په مشر،‌ډاکتر ناکامورا په موټرو باندې ډزې شوي او هغه زخمي دی او حوزوي روغتون ته انتقال شوی دی. همداشان په دغه حمله کې د ناکامورا په تعقیبي موټر کې څلور کسه ساتونکي او د هغه ډریور هم وژل شوی دی. په وژل شوو کسانو کې د ګاردانو قوماندان، مندوزی د کابل د ده سبز اوسیدونکی، عبدالقدوس او سید رحم د دره نور اوسیدونکي، جمعه ګل د لوګر اوسیدونکی او ډریور یې زین الله د لغمان اوسیدونکی و.

له امنیتي ادارو سره د چیک کولو وروسته، سمدستي د ننګرهار حوزوي روغتون ته لاړم، چې د جراجي متخصص، ډاکټر صیب سرور د عملیاتو په خونه کې د دې خېټه بېرته کړې وه او وضعیت یې ښه نه و. د جلال اباد په هوايي ډګر کې د قاطع ملاتړ له مسوولینو سره وغږېدم که دی ژر بګرام ته د تداوې لپاره انتقال شي. هغوی وعده وکړه که میدان ته راوړل شي؛ نو هلته به یې ډاکتران وګوري او که د انتقال و نو بګرام ته به یې انتقال کړي. هغوي دوه هلیکوپترونه د انتقال لپاره تیار او د هوايې ډګر د روغتون سره نږدې ولاړ و. ډاکتر صیب سرور وویل چې دوی باید لږ صبر وکړي چې تر میدانه پورې په امبولانس کې د انتقال لپاره تیار شي. هماغه و، چې خیټه یې ورته وګنډله او تر میدانه پورې یې له ډاکترانو سره یو ځای په امبولانس کې انتقال کړ. په میدان کې امریکايي ډاکترانو هڅه وکړه خو متاسفانه هلته مړ شو.

د جاپان له سفیر Mitsuji Suzuka سره وغږیدم چې څه وکړو؟ هغه هم راته وویل چې تاسي لږ صبر وکړئ، چې د خپل حکومت او د ناکامورا له کورنۍ سره وغږیږي چې څه پکار دي. جمهور رئيس هدایت هم دا و چې د جاپان له سفارت سره په همغږۍ یې مړی کابل ته انتقال کړئ. ټوله ورځ مې د جلال اباد په هوایې ډګر کې تېره کړه او بالاخره د زیاتو تلیفونو او تماسونو وروسته، د شپې په لس بجو مو د ډاکتر ناکامورا مړی کابل ته انتقال کړ. د ناکامورا له جسد سره زه یوازې په هلیکوپتر کې وم. د ناکامورا د کار په هکله مې د دې ټولې پروژې د سترګو کېدلې. د ولایت په دور کې دوه ځلې مې ورسره ناسته درلوده او همیشه به یې په مسکا کې خبرې کولې او ویلې به یې چې د کونړ له لیوني سیند سره خاصه مینه لرم. کله به چې کونړ ته تللم نو په لاره به مې د دې کارونه کتل او همیشه به مې د نوموړي خدمت سترګو ته درېده.‌که میلمانه به راسره و نو خامخا به د کونړ په لاره د سلام پور په سیمه کې د هغه ویالې د سربند په ساحه کې ودریدلو چې نوموړي د ګمبیري دښتې ته تیره کړې وه او د دې د کار یادونه به مې دوستانو ته کوله. په هلیکوپتر کې مې هم له ځان سره دا چرُت هم وهه چې د دې کورنۍ او د جاپان خلک به د افغانستان په هکله څه فکر کوي؟ جاپانیان او د هغه کورنۍ شاید همدا فکر وکړي چې ناکامورا هغه خلکو وژلی د چا لپاره چې دې خدمت کاوه. اما عام ولس خو په دې نه پوهیږي، چې د افغانستان بدبخته ګاونډي د دې په قتل کې لاس لري. بیا به مې فکر شو چې د افغانستان بدبخته ګاونډي خو افغانان نه پریږدي، چې افغانستان جوړ شي خو ځینې بدبخته افغانان هم د خپل وطن تخریب کې له دښمنانو سره لاس لري نو څه باید وشي؟ همدا تعهد مې له ځان سره د ناکامورا په شان درلود، کهل چې د ناکامورا ملګری ایتو ووژل شو، نو هغه کار د ایتو کار ته دوام ورکړ او موږ هم باید د خپل هېواد جوړونې ته دوام ورکړو بله چاره نشته.

د هلیکوپټر په پرواز کې او هم کابل کې یخنې نهایت زیاته وه. ګرمې جامې او پټو مې نه و د ځآن سره اخستې، نو نهایت زیاته یخني مې وشوله. د جاپان سفیر مې د کابل په نظامي هوایې ډګر کې ولید. د ننګرهار د خلکو اوهم د افغانستان د خلکو لخوا مو ورته تسلیت ووایه او غمرازي مو ورسره وکړه. د جاپان سفیر د ناکامورا له مړي سره زما په ورتګ نهایت خوشاله شو او د هماغه ځای نه یې د تسلیت پيغام خپل هېواد ته او د ناکامورا کورنۍ ته ولیږه. د ناکامورا مړی لومړی د قاطع ملاتړ عدلي طب څانګې ته انتقال شو. ترڅو مړی د عدلي طب له معاینې خلاصېده، د جاپان له سفیر سره د شپې تر دولس بجو پورې بهر ولاړ وم او د شپې په یوه بجه بیرته جلال اباد ته په هلیکوپتر کې راغلم. دردونکې پېښه او دردونکې حالت و، چې تمثیل یې د یو افغان او بیا د یو مسؤل کس په توګه په دې لیکنه کې نشم کولی.

د دسمبر د میاشتې په شپږمه نېټه کابل ته د ننګرهار له شلو کسانو مشرانو او علماو سره لاړو، څو جاپان ته د ډاکتر ناکامورا د مړي د لیږلو په مراسمو کې برخه واخلو. د دسمبر د میاشتې په اومه نېټه مو د کابل په هوایي ډګر کې د ډاکتر ناکامورا د لور، میرمن، د PMS مؤسسې مرستیال، Dr.Kunitaka Joo او د جاپان له سفیر سره نیم ساعت ناسته درلوده. هغوی ته مې د ننګرهار د خلکو لخوا تعزیت او تسلیت ووایه. هغوی ته مې وویل چې د افغانستان دښمنان هر هغه څوک له منځه وړي، چې څوک دافغانستان د خلکو لپاره خدمت کوي. ډاکتر ناکامورا هم د خپل ملګري، ایتو پشان د هماغه ناځوانه دښمنانو لخوا ووژل شو.

د PMS د موسسې مرستیال، Dr.Kunitaka Joo وویل چې د دوی اداره دولس زره غړي لري او د ډاکتر ناکامورا کار اوس پیل شو او دوی به یوه ورځ هم د هغه کارونه ونه دروي. د ډاکتر ناکامورا لور، Akiko راته وویل چې ښه شو چې دوی کابل ته راغلل. دلته چې دوی د جمهور رئيس او د افغانانو مینه ولیدله، چې څومره یې زما له پلار سره درلوده، موږ یې نور هم تشویق کړلو؛ چې زیات کار وکړو، څو د هغه له کارونو زیات خلک ګټه واخلي او دهغه کارونه به دوام پيدا کوي. په هوایي ډګر کې جمهور رئيس محمد اشرف غني، د ملي امنیت سلاکار، د چارو د ادارې مشر ډاکتر فضل محمود فضلي او ګڼو نورو دولتي چارواکو د ډاکتر ناکامورا په جنازه کې برخه واخیسته او په خاصو دولتي مراسمو یې د ډاکتر ناکامورا جنازه جاپان ته رخصت کړه. یاد به یې د افغانانو او په خاصه توګه د مشرقي د ولسونو په منځ کې تلپاتې وي.

 

د ډاکتر ناکامورا د موټر پسې یو تعقیبي پیک اپ موټر چې څلورکسه ساتونکې پکې ناست و، متاسفانه هېڅډز نه و کړی. ډېری کسان وایي چې باید د هغه امنیت ساتل شوی وی خو د امنیت په خاطر ساتونکي ورکړل شوي و. پېښه داسې رامنځته کېږي چې یو کرولا موټر د ډاکتر ناکامورا د موټر مخه نیسي او پر هغې ډزې کوي او بله کرولا موټر کې چې مسلح کسان پکې و، د ساتونکو په موټر ډزې کوي او هغه وژني او قاتلین له سیمې څخه په رڼا ورځ تښتي. دواړه کرولاوې چې په سیمه کې د کورونو د ځینو امنیتي کمرو لخوا کتل کېږي د مستوفیت‌په طرف ځي خو بیا نور له امنیتي کمرو نه پناه کېږي. په همدغه ورځ دا ټولې سیمې ولټول شوې، خو د ده قاتلین پیدا نشول. لکه چې مې د نورو هدفي وژنو په هکله یادونه کړې، وایي څه توره تیره او څه ادې ورسته. په افغانستان کې همدا حالت دی. که پلانونه د بیرون هم پلان کېږي خو خامخا ورسره د سیمې یو څو کسه لاس هم لري. که داخلي لاسونه نه وي، بیروني کسان څه نشی کولای چې تخریب وکړي. متاسفانه د ولسونو نه هم ساه وتلې ده، چې په داسې مواردو کې قاتلینو ته ګوري، نه اقدام کوي او نه سم معلومات له امنیتي ادارو سره شریکوي. امنیتي ادارې هم خپل مسؤلیت په سمه توګه نه اداء کوي. د فساد تر څنګ زیات فشار او دوامداره جنګ هم د دې باعث شوی دی چې امنیتي‌ادارو ته دا فرصت په لاس نه ورکوي چې په مسلکي توګه دوامداره تعلیم او تربیه وګوري، چې له ولسونو سره لازمه همکاري ایجاد کړي.

د جمهور رئيس او ولایت په هدایت د ملي امنیت ریاست ته دنده ورکړل شوه، چې د قاتلینو د پیژندو او پیداکولو هلې ځلې پیل کړي. بالاخره قاتلین په نښه شول. دا ترورستي حمله د تحریک پاکستان د ډلې د یو قوماندان، امیرنواز محسود چې په حاجي دوبی مشهور و، دهغه لخوا تر سره شوې وه. حاجی دوبی په ننګرهار کې جعلی تذکره او لایسنس د شاه حسین د ابراهیم د زوی په نوم جوړ کړی و. همدې ډلې د انعکاس د تلویزیون، انجینر زلمي په اختطاف او همداشان د سناتور لطف الله بابا د ورور په وژنه کې هم لاس درلود او دی د پاکستان لخوا حمایه کېده. د دې ګروپ مهم غړي حمزه او خان ولي نومیدل چې دواړه د پاکستان اوسیدونکي و. په ۱۳۹۹ کال کې ملي امنیت د کونړ د شلطن ولسوالۍ د بچې په سیمه کې د امیرنواز محسود په مرکز حمله وکړه چې شپږ کسه د دغه ډلې د سخت مقاومت په اساس ووژل شول خو امیرنواز او حمزه په تیښته بریاليشول. حاجی دوبی او حمزه په جعلي اسنادو کابل ته تګ او راتګ کاوه او په بعضي مهمو نورو اختطافونو او هدفي وژنو کې یې لاس درلود. د ۱۳۹۹ل کال د دلوې په لسمه نېټه حاجی دوبی او حمزه کابل ته تللي و، چې په دولسمه ناحیه کې یو مهم کس اختطاف کړي، خو د هغه کس د باډیګاردانو لخوا امیرنواز محسود (حاجی دوبی) له یو کس ملګري سره ووژل شول او حمزه په تېښته بریالی شو. د ملي امنیت د معلوماتو په اساس، حمزه اوس په پاکستان کې دی. اصلي ستونځه دا ده چې په داخل د افغانستان او په خاصه توګه ننګرهار کې امیر نواز له چا سره رابطه لري او چا له ده سره همکاري کړې ده، نه ده پيدا شوې. څو چې داخلي همکاران یې پيدا نشي، د داسې هدفي وژنو مخه نیول مشکل کار دی.‌ملي امنیت او هم نورې کشفي ادارې په دې هکله ناکامه دي او علت یې شاید همدا وي چې مخالفین او هم جنایي ډلې د کشفي ادارو په منځ کې نفوذ لري او د هدفي وژنو د مشوړې سر امنیتي ادارو ته په ډېرو مسایلو کې په لاس نه ورځي.

د ۲۰۱۹م کال د دسمبر د میاشتې په پنځه ویشتمې نیټې، جمهور رئيس له ناکامورا سره د شیهدانو شویو پنځو کورنیو د ورثې په خاطر په کابل کې ولیدل. راته یې وویل چې د پنځو واړو د شهیدانو کورنیو ته اپارتمانونه پیشنهاد کړئ چې منظور یې کړي. اپارتمانونه مو ورته پیشنهاد او جمهور رئيس منظور کړل. په افغانستان کې د PMS د مؤسسې مشر، انجینر ضیا چې د ناکامورا په جنازه کې په جاپان کې برخه اخستلې وه، وویلې چې په جاپان کې د ناکامورا د مؤسسې ټولو غړیو د جمهور رئيس نه مننه وکړه چې د ناکامورا جنازه یې په خپلو اوږو پورته کړې وه. نوموړي وویلې چې د PMS موسسې په ننګرهار کې نهه سربندونه، ۱۶۰۰ د څښلو اوبو څاګانې او ۱۴ څاګانې د زراعتي ځمکو لپاره جوړې کړي دي. همداشان ۲۲ زره هکتاره ځمکه د دغه سربندونو له برکته خړوبه شوې ده. د جمهور رئيس نه مو د ناکامورا د پارک د ځمکې امر هم واخیست؛ ځکه هغه دې په اجاره اخیستې وه.

 

د كتاب لینک دلته کتلې شي:

http://pashtoonkhwa.com/files/books/Final%20Ready%20To%20Printe.pdf

-
بېرته شاته