(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبنېزې تېروتنې

[16.Dec.2021 - 19:21]

ژبنیزې تېروتنې :

لیک: بهېرشېنواری

روغ رمټ "تورخم" مو وۀ، "طورخم" یې کړ. اوس زمونږ پښتانۀ هم تورخم پۀ (ط) لیکي، حال دا چې دا د نورو ژبو خلکو پۀ (ط) کړے دے. زۀ د لواړګي لۀ خبریالانو او رپورټرانو هیله کؤم چې پۀ خپل اردو او پښتو رپورټونو کې تورخم پۀ (ت) لیکئ، لۀ فېسبوک ملګرو مې هم دا هیله ده. طورخم لیکل ناسم دي.

 

بل لفظ (اپریدي) چې دې مسلمانانو راته افریدي کړ، حال دا چې د سنسکرت او اوستا پۀ لرغونیو ادبونو کې دا لفظ اپریتي وۀ چې وروستو اپریدي شو‍ خو عربو پۀ مونږ دومره اغېز وکړ چې را (افریدي) یې کړ. ملګري دوستان باید دې ته پام وکړي او اپریدي لفظ وکاروي. کوم د کرکټ او فټبال لوبغاړي چې د خپل ټیم یا د نوم ټاپه پۀ خپلو لوبیزو جامو وهي، هغوے باید Apridi ولیکي.

 

دغسې مومند سم لفظ دے، نورو خلکو راته مهمند کړے دے.

 

مسید زمونږ ویاړمن پښتون ټبر دے چې دوے راته (محسود) کړ، باید پۀ لیک لوست کې همدا مسید وکارؤل شي.

 

"هکله" زمونږ خپل د پښتو لفظ دے، ولې "حقله" ولیکو ؟ زمونږ پۀ اصلي پښتو کې د (ح) او (ق) حروف نۀ وو، مونږ پۀ ژبه باندې دا حروف ادا کولاے هم نۀ شو، بې ښې بې بدې (حقله) لیکو. دې ته باید پام وشي.

 

مونږ به نوره هم هڅه کوو چې الفاظ مو لۀ وینګ (تلفظ) سره سم کړو او کره یې کړو

 

د دلیل پۀ توګه څو الفاظ درسره شریکؤم چې پۀ کمنټونو کې د وضاحت اړتیا پاتې نۀ شي.

چینیان مو پاکستان ته (پاچستان) وايي، عرب ورته (باکستان) وايي، د ترکي خلک پۀ مکه کې ما خپله لیدلي چې د طواف پۀ وخت کې به یې الله اکبر پۀ ځاے پۀ زوره زوره (الله اچبر) ویل. دغسې د ایران څۀ خلک هم (چ) کاروي او هم د ق پۀ ځاے (غ) کاروي. قاري صېب ته (غاري صېب) وايي. انګرېزان او د انګرېزانو غلامان پولیس داسې لیکي، police

خو د اسپانیه، برازیل، هالېنډ، جرمني، فرانس، ترکي او د نورو ملکونو د پولیس نومونه پۀ دا ډول دي.

polis

polissi

polic

poliz

polessi

یورپ مېشتي خلک پۀ دې پوهېږي، دغسې د پاسپورټ passport پۀ ځاے خپل خپل تلفظونه لیکي او مطلب یې همدغه یو دے. مونږ افسوس چې د نورو ژبو د تاثیر لۀ امله خپل سم دم ټکي را وران کړل او لړۍ لا هم زمونږ لۀ بې توجهۍ لۀ امله روانه ده.

 

د تورخم پۀ ځاے طورخم 

یا د هکله پۀ ځاے هکله

یا د مومند پۀ ځاے مهمند

یا د مسید پۀ ځاے محسود

یا د اپریدي پۀ ځاے اپریدي  ویل داسې مثال لري لکه اوس چې د چین د اثر لۀ امله پاکستان، پاچستان شي چې ځه یاره چینیان راته پاچستان وايي، یا باکستان شي چې ځه یاره عرب راته باکستان وايي، یا عرب هم الله اچبر شورو کړي چې ترکیان یا ایرانیان خو اچبر وايي

 

موسیکي چې د رومن music دے، هېڅوک نۀ پوهېږي چې دا یې موسیقي کؤله نو (ق) ته څۀ ضرورت وۀ، حال دا چې رومیان او انګرېزان هېڅ (ق) ادا کؤلے هم نۀ شي. مونږ باید موسیکي ولیکو

ابله ورځ یو لفظ ډېر را روږدے وۀ، quarantine چې د اردو پۀ خبرونو کې به قرنطینه ویل کېدۀ‍، پښتنو هم دغه بلا قرنطینه لیکۀ نو رورکه! تۀ (ق) او (ط) کله تلفظولے شې چې بېښې بېبدې دې ور واچؤل، ولې کرنتین نۀ لیکې ؟ کوم لفظ نه چې تا کرنتین اخیستے هغه هم quarantine دے او د (ق) او د (ط) پکې نۀ غږ شته، نۀ ځاے.  

 

دغسې پۀ اردو کې پښتونخوا (پختونخوا) لیکلے شي، پروا نشته، ځکه اردو (ښ) نۀ لري خو پښتانۀ یې باید (پښتونخوا) ولیکي. زمونږ (پښتون) لفظ اصل کې لۀ (پکهت) نه جوړ دے چې پۀ سنسکرت کتابونو کې یې ذکر شته، دا (کهـ) چې د سنسکرت ځانګړتیا ده، مونږ پۀ (ښ) تلفظوو، حال دا چې د (خ) او د (ښ) پۀ وینګ یا تلفظ کې هم توپیر شته. زمونږ خپل تلفظ همدا (ښ) وۀ چې سنسکرت یې پۀ (کهـ) تلفظوي.

د دنیا د هرې ژبې خلک د نورو ژبو الفاظ پۀ خپل وینګ (تلفظ) برابروي، لکه د رومن او انګرېزۍ مثالونه؛

موسا ـ ـ mosses

داود  ـ ـ david

یوسف ـ ـ joseph

یعقوب ـ ـ  jacob

ابراهیم ـ ـ abraha

اسحاق ـ ـ isaac

عیسا ـ ـ ـ jesus

خلافت ـ ـ caliphate

عثمان ـ ـ ottoman

 

بل مونږ ځنې نومونه هم پۀ انګرېزۍ کې غلط لیکو، لکه معاذ ـ ـ maghaz لیکو. باید Maaz ولیکل شي. کوم معاذ چې د maghaz پۀ څېر لیکۀ شي، هغه خو انګرېزۍ کې مګاز شو، ولې چې انګلش د (غ) تلفظ نۀ لري او بیا پۀ معاذ کې بیخي د (غ) غږ نشته، نو پۀ Maaz کې پرده ده او همدا سهې دے. یا لکه اسحاق ishaq لیکو خو دا به انګرېزان (ایشاک) لولي چې بېخي ناسم راځي، ستونزه دا ده چې د انګرېزۍ د یو لفظ پۀ منځ و میانه کې داسې وقفه هم نشي راتلے چې is او haq سره جدا کړي. یعنې انګرېز ته ووایې چې IS .....  اوس لږ صبر وکړه او بیا HAQ .. هله سم راتلے شي او دا ممکنه نۀ ده، نو باید اسان Isaaq ولیکلے شي.

 

همدا دلیل وۀ چې یو وخت ترکیانو قران شریف رومن ته اړولے وۀ، یعني د abc طرز ته. اوس هم زیاتره ترکیان ضروري عربي جملې پۀ رومن کې زده کوي. کوم خلک چې حج ته تللي وي، هغوے به ترکیان لیدلي وي چې د هغوے پۀ لاس کې د دعاګانو او سورتونو واړۀ واړۀ کتابونه وي نو هغه پۀ abc لیکل شوي وي او هغې ته ګوري نو لګیا وي.

حمزه بابا پۀ اسلام اباد کې لۀ نورو خلکو سره د مارشل ایوب خان پۀ انتظار کې ناست وۀ نو لیکي چې پۀ څنګ کې مې یو ترکے ناست وۀ. ما ورته وویل چې تاسو خو قران رومن (abc) ته اړؤلے دے. ویل هو. نو ما ورته وویل چې ښه دغه ایت راته لږ ولیکه،

هِیَ اَشَدُّ وَطئًا وَّ اَقوَمُ قِیْلاً ....

نو ترکے لګیا شو چې کله (وَطئًا) ته را ورسېد نو WATAN یې ولیکۀ ... نو ما ورته وویل چې دا خو وطن شو..... اصل لفظ خو (وَط ـ اَن) دے....  نو خبره ترې را جوړه نۀ شوه، ویې ویل چې اوس مونږ هڅه کوو چې بیرته یې عربۍ ته واړوو او هماغه زده کړو. خو څو کاله مخکې هم ما پۀ خپل ترکیان پۀ مکه کې ولیدل چې د رومن (abc) طرز لیکنګ نه یې دعاګانې لوستلې.

 

بله خبره دا ده چې ابله ورځ ما پۀ فېسبوک کې وکتل، پۀ لواړګي د افغان مهاجرو وادۀ وۀ. هغوے بلنلیکونه (invitation cards) پۀ اردو کې لیکلي وو نو ما پام کاوۀ چې تۀ خو دا لیکونه ۹۹ سلنه پښتنو ته ورکوې نو ولې پۀ پښتو کې نۀ لیکې. کۀ یو فیصد تۀ د پنجاب یا هندکیان راغواړې نو هغوے دې خېر ځان ته خپلې ژبې ته ترجمه کړي، د پنجاب پۀ هره کوڅه کې پښتانۀ شته. ما ته خو به ډېر خوند راکړي چې یو پنجابے پۀ پنجابۍ کې یا بلوڅ پۀ بلوڅۍ کې یا سندے پۀ سندۍ کې یا ازبک پۀ ازبکۍ کې لیکلے بلنلیک راکړي او هغه پۀ بل چا پښتو ته وژباړم. زما د هدیکه کیاني یوه پنجابۍ سندره ډېره خوښېده، چې پۀ منځ کې یې د بلهې شاه څلوریزې هم وې، هغه مې لاهور ته رضوان شینواري ته مسج وکړ چې دا سندره راته وژباړه نو د هغې ژباړه یې پۀ انګرېزۍ کې راته راولېږله نو نور یې خوند را سېوا کړ. ولې د ژبې وژنه پۀ خپل لاس کوئ ؟ پۀ افغانستان کې خو چې کومې ادارې یا عهدې دي، هغه ټولې پۀ پښتو کې دي او هزاره، تاجک، ازبک، ترکمن هم هغه د پښتو نومونه ورته اخلې لکه شاروالي، ولسوال، څارنوال، ستره محکمه یا د پولیس او د پوځ عهدې چې پۀ پاکستان کې مېجر، کرنل دي او کابل کې بریدمن، جګړن، تورن، ډګرمن، ډګروال... نو دغه نومونه ټول د پښتو دي خو د نورو ژبو خلک هم ورته همدا نومونه اخلي. یا لکه تعلیمي مقامونه پوهاند، پوهنمل، پوهندوے، پوهنوال او نورنو ولې کوئ چې د پښتون افغان پۀ حیث پۀ پښتون وطن کې پۀ اردو ژبه بلنلیکونه لېږئ.

 

خبره کۀ مداري کوي، کۀ ادیب او کۀ لېونے، نو خامخا ترې اوږدېږي. ما ته کۀ هر څۀ وایئ خو هیله لرم چې دې شیانو ته پام وکړئ، پۀ ځانګړې توګه ددې لیکنې ړومبيو برخو ته ارو مرو پام وکړئ او ملګرو سره لیکنه شریکه کړئ.

ډېره مننه

(بهیر شینواري )

-
بېرته شاته