(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کیسه غر کیسه ګر

[16.Dec.2021 - 19:41]

د کیسۀ غر کيسه ګر

لیک: وړانګه لوڼي

کیسه چې ژوب په ختیځ کې پروت دی زياتره خلک یې نن سبا په تحت سلېمان پېژني او دغه کیسه یې زياته مشهوره ده چې د سلېمان عليه سلام تخت دلته درېدلی دی، بل د دې غره په سر يو لوی قبر چې د هغې په اړه دغه کیسه مشهوره ده چې دغه د قېس عبدالرشید قبر دی چې د پښتنو د ابجدو نه يو دی

اوس چې سوچ او فکر وکړې نو مالوميږي داسي چي مخکې د خلکو له اړخه زيات اټکل دغه کیدلی شي چې د قېس عبدالرشید  له وجې او دغه رنګه د ډېرو کیسو له وجې چې د دې غره په اړه مشهورې دي کیسه غر ويل کيږي.

خو نن زه د يو داسې چا کيسه کوم چې د دې غره له لمنو نيولې بیا په ټول پښتون اوغان وطن د ده کیسه پياوړې، مدلل او ريښتونې بلل سوې او پېژندل سوې ده او هم د دې خور ور وطن په غرونو او رغونو کې انګازې کوي او دغه انګازې هغه څوک درک کولی سي څوک چې د دې وطن ځان ريښتوني پالونکي او ساتونکي بولي او يا غواړي د وطن او اولس د پرمختګ، روڼتيا او د سوکالي لپاره خدمت وکړي نو د دې کيسه ګر له کیسو سره به آشنايي پيدا کوي او کلک عمل به باندي کوي.

دغه کيسه ګر په نولس سوه څلېرويشت 1924، کي په شنه پنګه نومې کلي کې زيږي چې ټول وطن د انګرېزي استعمار د جبر لاندې وي او د نوي پنجابي رجمېنټل استعمار جوړېدو لپاره هلې ځلې او تياريانې روانې دي.

پر دغه کيسه ګر خپل پلار کمال خان نوم کښېښود چې په خټه شېراڼى وو.

کيسه ګر  لومړنۍ زدکړې په خپل کلي شنه پنګه کې ترسره کړې او بیا نورو زدکړو لپاره کوئټې ښار ته ولاړو.

د کیسه ګر د خپلې خولې داسې ويلي`` ماته ياد سي چې بستره مې په خره تړلې له کلي ولاړمه ښار ته د پنځم جمات زدکونکي وم د هغه کال وو چې په کوئټه کې زلزله سوې وه او هر څه نړېدلي وو د اوس چې زه فکر وکړم دغه نولس سوه پینځه دېرشم 1935 کال وو چې هغه لويه زلزله په کوئټه کې سوې وه``

د نورو لوړو زده کړو دپاره پېښور ته ولاړی او هلته يې د اسلاميه کالج پېښور نه په اقتصاد کې ډګري ترلاسه کړه او د وو نولس سوه دو څلوېښت 1942 چې د سرو زرو مډال باندې ونازول شو.

د دې نه داسې مالوميږي چې کيسه ګر ريښتيا هم ځيرک، توانمنده او ډېر با جراته انسان وو او په خپله په خپل ځان ډېر باوري او مېړنی وو

که زه دا وو وايم غلطه به نه یم چې ``کیسه ګر مراڼی وو ځکه میړانی وو``

د لوړو زدکړو تر لاسه کولو وروسته دغه مېړانی بېرته خپل ټاټوبي ژوب ته ستون سو چې بیا د تحصیلداری په ازموينه کې بريالی شو او تحصيلدار وټاکل سو. په خوی او خصلت دغه مېړانی او ياغي طبعيته انسان انقلابي افکار درلودل چې له څه مودې پس یې استعفا ورکړه او بېرته یې د يو عادي ژوند پيل کړو.

کيسه ګر په دې پوه وو چې که څه هم انګريزي استعمار خپلې لمنې ټولې کړې له دې وطنه خو دلته يې يو نوی او په رنګ تور استعمار يې ځای پر ځای کړی وو چې که انګرېز نه وي هم خو د دوی پاليسی به دغه تور استعمار په مخه وړي.

دی په دې فکر وو چې تحصیلداري يو رنګه غلامي ده او په دې کې يواځې خپل اولس په استعماري کړيو کې شکېل کول دي نه خلاصول؟

د ده خپل ياغي طبیعت په رنګه غوښتل چې خپل اولس څنګه د استعماري جبر نه خلاص کړي.

د کیسه ګر د خولې خبره وايي``څه بلوچ او څه  پښتانه ول ټولي به جوړېدل او ويل به یې انقلاب داسې نورې خبرې بیا اول ځل مونږ پښتو ادبي سوسائټي جوړه کړه د په خوا و شا نولس سوه دوه پنځوس 1952 وو چې بیا مو پښتو مجاله را و ایسته دغه مجلې ټولې چارې خدائیداد سنبالولې  ډېر په خواريو او ستړياو به یې دغه کار کاوه يو ورځ راغی وايي يو څه خو ته وليکه مدير د مجلې یې ته باید خامخه څه وليکلې. ما وې ا شه ما يوه ورکه وليکله خو دا مې ياد دي چې و مې ليکل چې `` پښتانه يو په پښتو سره ږغېږو په پښتو نه سره پوهېږو``

د دې مېړاني کیسه ګر که په دې نن وخت کې موږ دغه يو خبره را واخلو او وې څپړو په دې باندې پوره کتاب ليکل کيدل سي، ولې چې دغه يواځې داسې ساده خبره نه ده چې پښتانه يو په پښتو سره ږغېږو په پښتو نه سره پوهېږو. زما په اند څه داسې برېښي چې پښتانه خو يو او وايو ځان ته پښتانه خو نه پښتو ويلی سو او نه یې ليکلې سو مانا چې د پښتو ژبې چې کوم اوليتونه دي هغه موږ هېڅ په پام کې نه دي نو موږ پښتانه په څه یو؟

د نړی هر قام که وګورې د خپلې ژبې ادبي، فرهنګي او سیاسي خدماتو ته شپه او ورځ يوه کړې وه، تر څو وکولی سي خپله ژبه تر نورو ژبو شتمنه او غوره وښايي. یو موژ پښتانه يو چې نورې ژبې زده کولی نه سو او خپله ساتلی نه سو.

کیسه ګر د ادبي خدماتو سره سره سیاسي مبارزه هم مخ پر وړاندې وړله او چې نن یې موږ يو ښه لارښود په صفت پېژنو دل يوازې پښتانه نه بلکې بلوچ وطن دوسته او ملت پاله خلک هم ده ته د قدر په نظر ګوري او خپل سیاسي لارښود یې بولي دې مېړاني د ستر سالار خان عبدالصمد خان سره د ورور پښتون نومې تنظيم په جوړښت کې بنسټیز کردار دی او بیا په نولس سوه شپږ پنځوس 1956 کښې چې نېشنل عوامي ګوند جوړيږي هغې کې هم ده د يو مخکښ په صفت رول لوبولی. ښاغلي کیسه ګر به د ځوانانو سیاسي روزنه کوله د ده دغه هنر دومره کوټلی او زړه راښکونکی وو چې يو وار به څوک ورسره کښېنستئ مجلس بې ورسره وسو بیا به په وار وار ورتلی چې د ده دغه مدلل او معتبر سیاسي لیدلوري او مجلس څخه خوند واخلي او زده کړه ترې وکړي، ولې چې د ده بحث به سوال او ځواب سره سره په دليل او منطق ولاړ وو ده به ويل چې

``د قام پرستي توری د استعمار د خولې وتلی توری دی موژ قام دوسته او وطن پاله خلک يو``

ښاغلی کیسه ګر که څه هم ما ليدلی نه دی يوازې مې په اړه اورېدلي او يا مې کتابونو کې لوستلی خو زه چې د ده وه ژوند، مبارزه او چوپړ ته ګورم ماته داسې ښکاري چې کیسه ګر يو مهربانه پلار، شفیق استاد، د پښتون افغان سیاسي فلسوف او يو ستر ليکوال وو. د په خپل ژوند کې د مېکسم ګورکي مور ناول، د افلاطون ږغاوې او لس ورځې چې نړۍ یې ولړزوله او دغه رنګه يو څو نور کتابونه یې ژباړلي دي چې ځینې چاپ دي او ځينې له ناچاپ پراته دي .

د ښاغلي د خپلې خولې خبره وايي چې ما غوښتل چې د افلاطون ږغاوې نومي کتاب وژباړم نو ما د خان عبدالصمد خان اڅکزي سره دغه نظر شريک کړو او تپوس مې ترې وکړو چې وې ژباړم او کنه. دی وايي خان په ځواب کې راته وايي هو خود یې و ژباړه نوره ګټه به یې وي یا نه خو دا سوچه د پښتو توري خو به پکښې خوندي کړې. د ده يوه ځانګړنه دغه هم وه چې کله به یې ليک کاوه نو په ليک کې بې سوچه او کره پښتو توري کارول، له دې څخه مقصد دغه وو چې يو خوا دغه توري خوندي سي او بل خوا کره پښتو ليک بايد دود وه ګرځول سي.

هغه شاعر څه ښه ويلي چې:

 

ستا د ښائست ګلونه ډېر دي 

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

 

شاغلي کيسه ګر په شخصیت، پوهه، علمي او سیاسي مبارزه باندې که موږ خبرې کوو په دې باندې کتابونه ډکيږي خو دغه ليک زما خپل نظر او ارواښاد سائیں کمال خان شیراني(سائیں بابا) و روح ته د ده په يولسم تلين زما پېزوینې دي. خدای دي وکړي چې د بابا په لاره د تګ توانمندي پيدا کړو او د ده پاتې ارمانونه سر ته ورسوو او دې وطن او اولس ته خوشاله او سوکاله ژوند ور په برخه کړو

روح یې ښاد یاد یې تلپاتې.

#RemembringKamalKhanSherani

-
بېرته شاته