(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني خان ژوند او

[05.Jan.2022 - 10:40]

{{{ عبدالغني خان ژوند او زمانه ته يو نظر  }}

عبدالغني خان ژوند او زمانه د پروفيسر ډاکټر سيد وقارعلي شاه کاکاخيل شهره آفاق کتاب دے چې په  پښتو ژبه کښې طلوع فاونډيشن چارسده د دانش کنده پيښور نه چاپ او خور کړو.‌ په پښتو ژبه  دا کتاب  پروفيسر ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخيل د ليوني فلسفي  غني خان په ژوند او زمانه ليکلې علمي، تحقيقي او تاريخي کتاب دے چې په پنځه سوه اته ويشت مخونو اړه دے په شپږ مخونو د هغه  کتابونه نومونه درج دي چې په دې کتاب کښې ترې ګټه پورته شوي دي او  حوالې راوړلې شوي ديدغه رنګ د کتاب د مخونو شميره شپږ سوه څلور دريش ته رسي. د کتاب تړون محترم ډاکټر صاحب د خپلو بچو پشمينه وقار شاه ، ځلانده وقار شاه، ځلان وقار شاه او روشانه وقار شاه سره سره د پښتنو ځوانانو او د پيغلو په نوم څوک چې د غني خان سره مينه لري د ډاکټر صاحب دا تړون په ځاې او مناسب ځکه دے چې ددې کتاب د ليکلو ته چې څومره ډاکټر صاحب بې تاب وو دغه رنګ د هغه دغه ګلالي بچي هم ډير په تلوسه کښې وو کله چې دا کتاب پريس ته حواله شو نو دغه ګلالو بچو د سکون ساه واخسته او خوشحاله شو پاتې شو د غني خان مينه وال ځوانان پيغلې نو زما يقين دے چې هغوي به هم د ډاکټر صاحب دې  ځانګړي زيار ته ډير خوشحاله وي . ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخيل چې د تاريخ په څانګه کښې نړيوال شهرت لرونکې يو سپيځلے شخصيت دےسيد وقار علي شاه کاکاخيل د زيارت کاکاصاحب د خدائي خدمتګارو په يو علمي ادبي کورنۍ کېښې زيږيدلے دے د خپل خانداني پس منظر له سوبه  د پښتو ژبې، ادب، کلتور قام او د قام د اتلانو سره يې مينه فطري ده. په پښتنه ټولنه کښې لوے شوے او د پښتون چاپيرچل نه رنګ اخستې د ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخيل نه  دغې فطري مينې هغه ليونے جوړ کړې دے چې چرته هم دروغو ته رښتيا او رښتيا ته دروغ نه وائي څو ځله د رښتياؤ وئيلو په دې جرم کښې سزاوار شوې هم  دے خو لکه د منضور د انالحق د نعرې نه دې اوړيدلے ډاکټر وقارعلي شاه کاکاخيل د قائد اعظم يونيورسټي نه ډين په حيث ريټائرډ شو په دغه مهال ددغې پوهنتون د سوشل سائنسز لږ تر لږه نورلس څانګې دده ماتحت وے. نن سبا نمل يونيورسټۍ کښې هم د تاريخ په بابله ليکچر ورکوي. اوريدلي مې دي  چې ډير زر به  ورته د اسلام آباد په يو بل پوهنتون کښې  ډيره لويه ذمه واري حواله کړې شي د خوشحالۍ خبر او ستائينې اقدام دے. ژوندي قامونه خپل دغسې شخصيتونه سپير کولو ته نه ورکوي. په يو ټولنه کښې د داسې خلقو ژوند باعث د رحمت وي د ژوند ددغې چينې نه د علم و ادب او فکر و نظر تنده غري سيرابيږي د هغې مثال دادے چې د ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخيل يوويشت سټوډنټانو هم دده په نګرانۍ کښې په قامي تاريخ کښې د پي، ايچ، ډي ريسرچ مکمل کړې دے او ډګرۍ يې تر لاسه کړي دي دغه رنګ تقريباً يو اويا سکالرانو د په قامي تاريخ د ايم فل ريسرچ د ډاکټر صاحب په نګرانۍ کښې سرته رسولې دے دا سلسله له روانه ده اللّه پاک دې دغه رنګ روانه لري چې دغه عمل  ولس قام او ملت ودې ترقۍ باعث جوړيږي . زه ګڼم چې دا پښتو او پښتنو لوے بخت دے چې د ډاکټر سيد وقار علي شاه په څير شخصيتونه لري څوک چې خپله پوهه علم و دانش د پښتنو سره په ساده ، سوده پښتو کښې د کتاب په صورت کښې  شريکه وي. ډاکټر صاحب له دې وړاندې يو کتاب " په قامي تحريک کښې د د ميرمنو برخه " په پښتو ژبه ما لوستې کتاب دے د  هغوي ددغې تحقيقي  زيار په وسيله زه په دې پوهه شوم چې فخر افغان باچاخان څنګه  پښتنو  ميرمنو له د پښتون مجلې په وسيله په پښتو ژبه د ليک ، لوست تحريک ورکړو . له دې وړاندې په تعليمي سرګرميو کښې هم د پښتنو ميرمنو ګډون ددغې تحريک او خصوصيت سره د باچاخان داسې کارنامه ده چې تاريخ به پرې تل وياړي. د ډاکټر وقار علي شاه کاکا خيل يو بل مهم کتاب دے چې د مانکي پير آمين الحسنات  صاحب په بابله دے دا کتاب ما لوستې نه دے خو په يو بل کتاب کښې مې حوالې لوستي دي ددغې حوالو په وسيله زه ددغې کتاب لوستو ته ليواله يم په مارکيټ کښې هم د مار ښپه دے او د ډاکټر صاحب سره هم يو ماسټر کاپي ده کاش که ماله ترې فوټو کاپي راکړي .

د غني خان په فکر و فن او فلسفه څه کتابونه ليکلے شوي دي خو دومره هم نه دي چې سړے پرې کږه وتړي خو چې څومره هم ليکلې شوي دي ټول د هغه د شاعرۍ ګير چاپيره چورلي هم دغې کښې د هغه د فکر و نظر او ژوند فلسفې په لټون کښې. د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل دا زيار څنګ چې يې نامې څرګنده ده " عبدالغني خان ژوند او زمانه " په دې د هغه خانداني پس منظر ، ټولنيز پس منظر ، سيمه ايز پس منظر ، نړيوال پس منظر د هغه تعليمي سفر ، د هغه ملازمت ، د هغه سياسي او صحافتي سفر دا ټول سفرونه ډاکټر وقارعلي شاه کاکاخيل په خپل دې کتاب کښې ډير په تفصيل او حوالو  سره رابيان کړي د غني خان په ژوند فکر و فن او فلسفه راتلونکي محقيقينو له يو کڼ لاره غوره کړې او آسانۍ راپيدا کړي دي يقينناً ځنې ځايونو کښې ترې خبره اوږده شوې ده يا ورکښې د خبرې ګردان راغلې دے خو دا عمل  به په هغه درون پريوزي چا چې د شلمې صدۍ تاريخ لوستې وي تر څو چې د عامو پښتنو برخه ده نو عالمي سامراجي قوتونو د پښتون نه د هغه قامي حافظه يغني تاريخ تروړلې دے نن چې د پښتون قام بد حال دے او د ستونزو سره مخ دے نو وجه يې فقظ دغه ده چې د هغه د قامي تاريخ د تسلسل کړۍ ماتې کړې شوي دي د نن د پښتون د شعور سليټ بلکل صفا سوتره بس چې چا پرې څه وليکل دغه يې نصيب او تقدير دے په داسې صورت حال کښې به د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل دا هڅه په پښتون ولس به غني خان په خپل اصل صورت کښې ورپيژني د هغه د فکر ، نظر او فلسفې به يې په مکمل توګه خبر کړي چې غني خان څومره لوے شخصيت وو ددې سره د نن د پښتون ځلمي تړون به د خپل ماضي سره وتړي هر کله چې دې د خپل ماضي نه خبر شي هله به يې پرمخ قدم ګټور وي.

د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل په دې کتاب " عبدالغني خان ژوند او زمانه " سريزه محترم اسفنديار ولي خان ليکلي ده . محترم اسفنديار ولي خان د وقار علي شاه کاکاخيل په کتاب ليکلې خپله سريزه کښې ليکي :

" د هغه { غني خان} ژوند د مختلفو دورونو مجموعه ده، ځکه چې هغه نه يواځې ښه شاعر ښه مصور، ښه آرټسټ، تاريخپوه، او يو ښه سياستدان ؤ. دلته د غني خان د شخصيت سره يو زياتے شوے دے ، چې هغه يواځې بس د يو شاعر په حيث دنيا ته وړاندې کړے شوے دےاو د خوشبختۍ خبره داده چې زمونږ ډير ګران سيد وقار علي شاه کاکاخيل د غني خان د ژوند هر اړخ او هره زمانه په ډير جامع او مفصل انداز کښې راغونډ کړې دے. کوم چې د هغه خواري او څيړنه هم ښائي"،

محترم اسفنديار ولي خان په ځاې وئيلي دي ماته د غني خان تر څنګ د ناستې اعزاز حاصل د هغه بلا خبرې راسره خوندي دي د هغه د انګريزۍ معروف کتاب The Pathan  په پاکستان کښې په ړومبي ځل  دويم ايډيشن هم زما نګرانۍ چاپ دے ددغې کتاب په ړومبۍ کاپۍ چې له ماسره ده د غني خان د خوشحالۍ اظهار او ماته دعا ليک ده خو بيا هم غني خان د يو مفکر ، شاعر، اديب ، دانشور او فلسفي په حيث د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل ددې لوستو  وپيژند چې هغه په  خپل قام او وطن د ليونتوب تر حده مئين سيا ست دان وه . د هغه ډير دور انديش وه په دې کتاب کښې ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل د 1946 د هندوستان په پارليمنټ يو تقرير رانقل کړې دے يو خو په هغه وخت چې غني خان دوه دريش کلن ځوان وه او دغه پارليمنټ کښې د ټولو نه کم عمره غړے او د ټولو پښتنو واحد استازې وو په دغه عمر کښې د هغه پوهه دانش ډور انديشي صفا ښکاري هم په دې لړ کښې د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل په غني خان ژوند او زمانه کښې محترم آفراسياب خټک صاحب په خپله ديباچه کښې ليکي:

"خپله هندوستان هم نه د پښتنو په هويت او د هغوي په مسايلو ځان پوهه کړے او نه ئي د هغوي سره انصاف کړے دے، د پښتنو وطن ته يواځې د روس او انګريز د امپراتور ترمينځه پرتې د سپراټيجک اهميت لرونکې سيمې په توګه کتل شوي او پښتون اولس تش د غرونو اوسيدونکي باغيان بلل شوي دي. سړے چې د شلمې پيړۍ د وړومبۍ نيمائي په پاې کښې پښتنو ته د ورپيښو مسلو په باب د غني خان ويناګانې لولي ، نو دې خبرې ته حيرانيږي چې په يويشتمه پيړۍ کښې هم پښتانه د هم دغې مسئلې سره لاس او ګريوان دي . غني خان د پښتنو د سماجي {ټولنيز} وروستو پاتې والي او د قبائيلي ژوند نه د راوتلو د حل وړاندې کوي يا چې په لنډو ټکو کښې د پښتنو د پرمختګ دپاره کومه کڼلاره په ګوته کړې ده . په هغې کښې درې بنيادي خبرې دادي :په پښتونخوا کښې تعليم خورول، صنعتي ژوند راويستل، او جديد جمهوري سياسي نظام جوړول دي . دلچسپه خبره داده چې نن هم د غني خان له خوا تجويز شوي ګامونه د پښتنو اساسي ستونزو د حل لاره ده، دا ځکه چې  زاړه او نوي استعمار پښتانه د خپلو بنيادي مسئلو حل ته نه دي پريښې

د محترم مشر آفراسياب خټک صاحب خبرې په ګل بدلې هم داسې ده د هر دغه شان نابغه شخصيت لکه غني خان ليکونه ، فکرونه ، نظرونه په هر دور کښې د خپل اولس او قام رهبري او لارښودنه کوي ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل دا کمال کړې دے چې د غني خان دغه شان ليکونه، شعرونه، او تقريرونه د خپل دې کتاب ښکلا جوړه کړې ده . څه موده آګاهو مې په فيس بک د يو ښاغلي پوسټ ليکلي يې وو چې ما د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل په غني خان ليکلې  ولوست خو څه مې ورکښې پيدا نه کړل د هغه ددې خبرې سره ماته د 1980 د لسيزې د پښتو د آفسانه نګار خبره راياده شوه هغه لندن ته تللې وو بيا ددغې سفر  سفر نامه ليکلې او چاپ کړې وه په دغه کتاب کښې يې ليکلي وو چې زه انډيا آفس لائبريري ته لاړم خو څه د کار کتاب ورکښې په لاس رانغلو خان عبدالولي خان چې دغې لائبريري ته تلے وو نو بلا کچ يې زمونږ دپاره ترې راوړي وو چې روستو ترې Fact are Fact  جوړ شو. بحرحال د هر چا خپل خپل نظر پوهه وي. امکان لري چې په قول د ډاکټر فضل الرحيم مروت ددغه فيس بکي دانشور دپاره د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل دا انداز نوے وي ډاکټر فضل الرحيم مروت په دې کتاب خپل ليک کښې وائي :

"زمونږ ملګري او ورور وقار جان دغه تحقيق زمونږ د مخکښې ټولو شاعرانو، اديبانو، عالمانو او ليکوالانو {بشنول زمانه بدل دے ، ځکه چې وقار د يو عالم او د يو پښتون مورخ په حيث غني خان ته کتلي دي.دې کتاب دې کتاب کښې هغه کوشش کړې دے چې د غني خان سياسي اړخ پښتون اولس ته را وړاندې کړي او د غني خان اصل تصوير ښاغلي وقار جان د اصل {original} منابعو نه ټول کړي دي ، دا زمونږ د نوي افغان کهول دپاره داسې هنداره ده چې هغې کښې مونږ خپل نن دور وينو "

د درد د کفيت د لذت نه هغه څوک لذت اخلي چا چې د درد کفيت احساس کړې ليدلے او زغملې وي زما په خيال ډاکټر وقارعلي شاه کاکاخيل درد دغه کفيت پيژني ددې کتاب په ليکلو چې هغه ترې څومره لذت اخستې نو په لوستو ترې مونږ واخست د درد دا رشته تل قايمه دايمه وي دا د انسان کښې په نظر کښې  وسعت راولي په ژبه کښې راولي سترګې يې هم داسې اثري لکه د غني دا کلام چې ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل په خپل دې کتاب " عبدالغني خان ژوند او زمانه " راوړې دے.

اې    په    خيشت      {ښائست}      مئينه 

 

اے په خيشت مئينه جوړونکے د ګلاب ربَ

تا چې چاته ټيټ د فرشتو ښکلي سرونه کړل

جوړ چې د چا سترګو له تا ستوري او ګلونه کړل

تا چې د چا حسن له د خپلو سترګو نور ورکړو 

تا چې د خپل ځانه چاله مينه او سرور ورکړو 

هغه محبوبا ستا آدم نه دے آدم خور دے 

 

ستا ښکلے ګلاب خو ګلاب نه دے اور دے اور دے

اے چې د ماشوم سترګې دې جوړې د ګل په شان 

ړوکې او وړې وړې خبرې د بلبل په شان 

زړه يې پاک د بدو د هر خياله له هر کاره پاک

پاک لکه شبنم وو د ګنا او د آزاره پاک 

هغه ستا د لاس ګل پروت په وينو کښې سمسور دے 

ستا خليفه ربَ ! آدم نه دے آدم خور دے

 

تا چې چاله جوړه کړه د حسن او ګلزار قيصه 

ورکړه مشغولا له دې د مينې او دلدار قيصه 

تا چې چاله ستوري او سپوږمۍ او ماښام جوړ کړو

تا چې چاله مينه او مستي او خرام جوړ کړو 

سترګې يې نن پټي هغه نن د زهرو پينے څښي 

ستا په نامه ربَ! نن سړي د سړي ويني څښي

 

اے په خيشت  مئينه جورونکے د ګلاب ربَ

ستا ښکلے دنيا شوه د څاروي او د قصاب ربَ

پښتون مجله 9, دسمبر 1946 مخ اتم 

په درناوي : اقبال حسین افکار

-
بېرته شاته