(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهید هم د پیژند د

[14.Jan.2022 - 19:42]

شهید هم د پېژند (شناخت) د کړکېچ ( بحرانښکار دے

لیک: سمیع الدین ارمان

د ډاکټر همدرد یوسفزي د یو نظم "پښتون افغان لاس" تعبیراتي وسعت:

 

۱. د نن نه قریباً اووۀ لسیزې وړاندې نجیب محفوظ "اولاد حارتنا" یو ناول لیکلے و چې ورپکښې لکه د نجیب محفوظ د نورو ناولونو د مصر د ښارونو او لارو کوڅو سره د لېونۍ مینې اظهار په ځومپقونو و. په دې ناول تر ټولو غټه نیوکه دا وه چې دې کښې مجرم ته ازادي ورکړې شوې ده! نجیب محفوظ ګڼي چې مجرم اکثرو بیشتر جرم د حالاتو د جبر د وجې کوي او حالات د دۀ پېداکرده نۀ وي نو دے اصلاً مجرم نۀ دے! په اسانو ټکو د مجبورۍ ترمخه شوے جرم د مجرم ګناه نۀ ده! بله نیوکه دا وه چې نجیب محفوظ عقیده او عقیدت او ړوند تقدیر باندې ایمان د ترقۍ په لار کښې خنډان ګڼي! هغه دعرب اسراییل تعلقاتو حامي دے! کله چې نجیب ته د ادب نوبیل جایزه ملاو شوه نو عربو کښې د پاپولر اسلام ړندو مقلیدینو دا ګڼل چې نجیب محفوظ ته هم په دغه یادو نکاتو دا انعام ملاو شو او د دۀ خلاف نفرت او کرکه دومره ډېره شوه چې په دۀ مرګوني حمله وشوه! د مرګ نه بچ شو خو هغه لاس ئې وبایلود چې ورباندې ئې لیکل کول! دا هغه لاس و چې د مصر د ثقافت/ژبې/لرغونتیا او تاریخواله کښې ئې د پنځوسو نه زیات ناولونه لیکلي، په شلګونو افسانې ئې رقم کړي او متعدد ډرامې ئې زېږولې وې! د نن عرب په دې ادیب بیشانه ویاړ کوي او د جدید عربي ادب نقیبانو کښې ئې په هسکه غړۍ ودروي

دغه پاپولر اسلام دومره زورور وي چې د نجیب محفوظ غوندې ادیب د عمر اخري برخه کښې پخپلو ناولونو کښې د راوړلې افکارو نه په رجوع مجبوروي

۲. د ثقافتي استعمار راګډ قیامت کښې د رشید امجد د یوې افسانې "سناټا بولتا هے" بې نومه هغه کردار رایاد شو چې په ګټر کښې غورځېدلے وي او د وتلو هېڅ روګودر نۀ بیامومي! د ځان سره خودکلامي کوي! د دغه خودکلامۍ منظر داسې دے چې د دۀ ګېرچاپېره انساني هډوکي/اعضا/پنجرې خورې ورې پرتې وي! یو هډوکے راوچت کړي وایی دا خو زما د پلار د مشادې غوندې جوړښت لري! دا څۀ! ما خو ویل ګڼل کۀ زما پلار زما نه بهتر ماحول درلودو! هغه خو هم زما نه بدل نۀ و

د مظهرالاسلام مشهوره افسانه "زمین کا اغوا" مې هم په زړۀ راورېده

۳.په چاپېریال کښې د مودو مودو نه روانې بیانیی چې د جنت ترلاسه کولو لپاره د همزادو په وینو نۀ مړیږي، کوم کوم صورت ونۀ زېږولو! په افغانستان استعماري قبضې ته د نوے صلیبي جنګ بیانیه وویلې شوه! دواړه فریقېن د جنت لپاره د یو بل په مرۍ غلي دي! اګر کۀ جنګ د اقتصاد او طاقت دے همه سیاست دے!

د سلطان الفاتح د قسطنطین د معرکې منظر رایاد شو! یو اړخ ته د مسلمانانو پوځ د ذکر و اذکار، تهجد او ژړاګانو په عمل برجقه! او بل اړخ ته عیسایی پوځ د اسماني امداد لپاره په اعمالو وربوخت

افغانستان کښې ااا د شمالي اتحادی مسلمانان واجب القتل ګڼل او نن د ای ایس ای ایس او نور ډلو عربیان مسلمانان د ااا وګړي واجب القتل ګڼي! پاکستان کښې عاشقان رسول محبین ختم نبوت دهشت ګرد وګرځېدل! د صوفیاو منونکي او د صوفیانه فکر علمبردار متشدد څنګه شو؟ د پوځ او عسکریت ادارې هم په مذهبي تعبیر ولاړې دي او د دولت/ریاست/نان سټېټ ایکټرز ادارې چې د دوي باغیان دي هم په یو مذهبي تعبیر سرونه شیندي!!

پاپولر اسلام په دې خطه کښې د نیمې پېړۍ نه مسلمان اولس په کوم ناورین ورګډ کړے؟ او عرب ملکونه په کوم ډګر روان دي؟ هغه اسلام چې افاقي دے، په هر زمان مکان کښې قابل قبول او قابل نفاذ دے، د انسانیت علمبردار دے، د خدائ د شتون اسماني ګواه دے، د هدایت مستنده چینه ده، د محسن انسانیت او رحمت للعالمین ژوندے امانت دے، اسماني سپېځلتیا ده، ژوندۍ معجزه دهد بې ګناه قتل په باب له یو داسې اصول ورکوي چې ټول عالم ورته حیران ګوته په خلۀ دے! "من قتل نفسا بغیر نفس فکانما قتل الناس جمیعا ومن احیاها فکانما احیا النس جمیعا....."

پاپولر اسلام د کولټرل ډېمج او په دې جواز چې څوک د غېراسلامي حاکم دولت مني دوي د غېراسلامي دولت پېروکار دي اله کار دي، نمایندګان دي ګویا د دوي وژنه هم ګناه نۀ بلکه ثواب دے! او هم دا بیانیه وي چې سکولونه کالجونه/مدرسې جماتونه/ بازارونه/جنازګاه او عیدګاه چرته چې اکثریت د غېرمتعلقه اولس وي ترټولو زیات متاثر شوي ديدا صورتحال د هغه مستشرق خبره ریشتیا نۀ ثابتوي چې اسلام د سلامتۍ افاقي دین دے خو د دې وکالت/اثبات لپاره نن نړۍ کښې یو عملي مسلمان نشته؟؟ چې نړۍ په دې اماده کړي چې اسلام د ټول انسانیت لپاره یو افاقي نجات دے

دا هم یو حقیقت دے چې هر دین دې د هغه دین د منونکیو په کمزوریو/طاقتونو ونۀ تلل شي بلکه دا دې د دې د اصل ماخذاتو او رسا جوهر نه وتلل شي! خو دا کوټلے علمي اصول سره د زورور استدلاله د نړۍ په کوم کونج کښې لاګو دے؟ دا ولې؟ ځکه چې پاپولر اسلام د نړۍ په سیاسي حرکیاتو کښې یو خودساخته صورتحال راجوړولو ته دوام وربخښي! د طاقت او اقتدار جنګ کښې د حق او باطل پېمانې بدلوي رابدلوي! د دې زور په ظواهر وي، د عباداتو او شعایرو په مادي پالنه وي! تاسو وګورۍ کنه جماتونه/مدرسې/پوهنتونه/تحقیقي سازمانونه څومره ډېر دي او اباد دي خو اخلاقي معیار بیا هم د دې په کچ نۀ دے؟ دا ځکه چې د پاپولر اسلام مرکزه اخلاق/جوهر/حکمت/معراجِ انسانیت او اهلیت نۀ دے

د افغانانو لرغونتیا/تاریخواله/پېژنګلوي په کوم رنګ واوړېده؟ دا او داسې نورو بېشمېره ګواهیانو لیونے کړم چې د ډاکټر همدرد یوسفزي لیکلے دا نظم مې ولوست چې ورپکښې یو پښتون شهید لاس د شناخت په ستونزه داسې ورک دے چې د جنت جزا ورته هم نیمګړې نیمه خوا ده! اګر کۀ رابعه بصري او د شا ولي الله پلار شاعبدالرحیم او بلها نورو مشاهیر اسلام جنت یو معمولي جزا ګرځولې ده خو دوي د خپل عشق په وزر دغه سفر کاندي! افغان اولس د پاپولر اسلام په بیانیه د ثقافتي استعمار په چال نۀ د دین نۀ د سادین شو! د فتنې ښکار زمکه په کوم قیامت اخته ده چې د جنت او شهادت بیشمیره قربانۍ د دوي انفرادي او ټولنیز شناخت اعدام کړو! دا تمثیل څومره زورور دے چې د خپل شناخت مقدمې له د راوړلې جزا ارزښت چېلنج کوي او د قربانۍ په نوم د سیاسي پکاروونې او عزیمت راجوړ تصور رانړوي. دا نظم کۀ یو خوا د شهادت/عزیمت/قربانۍ لوړتیا او د دې د جزا یو تخلیقي تمثیلي پرتلیز جاج راڅرګندوي نو په بل اړخ د مظلوم شعور راویخوي چې هغه باید د نیمې پېړۍ د قربانیو پس خو یو دویم نظر په حال واچوي چې زۀ د تورې شپې سحر ته څومره ورجوخت شوے یمه؟ د چا په قافله کښې یم؟ د چا په ولقه کښې یم؟ کوم نقیب او سالار لرم؟ دا زما په غم واقعي ککړ دي؟ زما قربانیو کۀ ما ته جزا رانکړه نو زما ال اولاد ته ئې څۀ ورکړل؟ هره مور یو شهید لري، هر خاندان کونډې یتیمان لري، هره قبیله په خپل جسم د قربانیو بیشمیره ثبوتونه لري، هره کوڅه او هر ښار په خپل وجود د عزیمت ګواهیانې لري نو زما حال ولې نۀ بدلیږي؟ د بدلون کوم آثار ولې نشته؟ 

دې نظم د افغان ملت د یو وجود د شیندلي اعضاوو بیله بیله قیصه ګویا کړې ده. هر اندام د خپل وجود نه ورک ځان له ځان له په صحرا نوردي سر دے، د ځان نه ورک دے، د ځان د نیستۍ په سمندر لاهو د اذیت خوراک دے. دا د لاس اندام کۀ د افغان ډایسپوره حامل ګواهي واخلو نو هلته دۀ په ځان نیمه پېړۍ شواخون وکړو خو د خپل بدن علاج ئې نور ګران کړو! لا هم د دۀ اپیل ځوړند دے! د دۀ مقدمه د مودو مودو نه د تاخیر ښکار ده.دا لاس د پښتون مهاجر د شتون استعاره ده چې په ټوله شتمنۍ کښې او ټوله قربانۍ کښې په ټول خدمت کښې د خپلو وروڼو په منځ کښې لکه د پردیو د ځان ځانۍ نمونه ده

دا لاس د پښتون افغان شناخت کښې د قربانۍ هغه ګډورے دے چې د قیمت ورکولو پس هم د دۀ اواز څوک نۀ اوري! اوس خو د دې لاس نه خپل نور اندامونه دومره لرې او خوارۀ وارۀ شیندلې پاتې شول چې د ذمانې زوروستم هغه د دۀ نه منکر شان کړل! ځکه دې لاس ته نوے نوے شناختونه ورپه غاړه کیږي! دا لاس چې دغسې شیندلې وي نو د دې مثال به انسانانو کښې د "سټپنۍ" وي! دوي به د بل د کار ویستلو لپاره وقتي پکار راځي. او داسې وشول داسې کیږي! روس، عرب، امریکا هند او 'ریاست مدینه' دا لاس خپل وجود ته د رسولو په بهانه د کوم کوم ناتار نه راتېر نۀ کړو؟ د دوي کلي انساني حیثیت په هوا کښې دے

دا شهید پښتون افغان لاس په پښتنه خاوره د مودو مودو روان ناورین هغه زورور تخلیقي تمثیل دے چې کۀ مونږ ئې د معترف جهاني ادب د زورورو علامتونو سره ودروو نو ګویایی به ئې د تخلیقي دانش سپېځلتیاوې په منکرینو هم ومني.  

سمیع الدین ارمان 

اریانا پېښور 

دېرشم اکتوبر دوه زره یویشتم

 

پښتون افغان لاس 

 

ماته یاد شي 

د سړو انغرو په راج او تاج کې 

د لوږې تندې بلا خپل تېره غاښونه خخ کړي ؤ 

د پولو پټو بزګرو 

نیم فصلونه سنبال کړي 

په دغه چرت کې ناست ؤ چې قرض دار ختم کړي 

که دغه فصلونه راتلونکې وختونو ته سنبال کړي 

د بې سرنوشته هېواد ټول مکتبونه 

د جونو په وړاندې تړلې شوې دي 

ماشومانې جونه 

د مکتبونو مخ نه شي لېدې 

د علم ، پوهې ، دانش 

خبرلوڅې کوڅې 

د جهالت په انتها کې 

ژوند نه مرګ تېروي 

مرګ تېرول څومره لوی ازیت دی 

د دغه اندازه 

څوک کولې شي 

د شپیته زرو شهېدانو 

اندامونه 

په جنت کې ناست 

فکر اخستي دي 

چې خيل اندمونه اوګوري 

د چا پښه نشته 

د چا سر نشته 

د چا لاسونه بې درکه دي 

د چا سینې 

ملاګانې ورکې دي 

د ډېرو کوششونو نه پس 

فرشتې په دې واتونېدې 

چې د داسې خلکو د پاره یو ازاد کیمشن جوړ کړي 

چې د هر چا اندام 

خيل خپل مالک ته اورسي 

ما لېدل 

یو مزدور چې د مینا بازار 

د خود کشې حملې شهېد ؤ

د هغه صرف یو لاس په جنت کې ګرځېدو 

د هغه د جنتي شناختي کارډ کې مسله وه 

چې دغه کارډ د چا په نوم کړي 

د دغه لاس نه خپل نوم هېر ؤ 

د جدید فارسنک سائینس ماهرین د هغه کېس 

د تېرو اتلس کالو نه سنجولو 

خو چل نه ورتلو 

په اخري رپورټ کې د forensic science 

یو ماهر په خپل راپور کې لیکلي ؤ 

چې 

دغه لاس چې د دغه لاس د هډوکو د طبي معاینې نه دا څرګنده شوې ده چې ښې لاس دی ، او د نړۍ په کوم وحشت کې نور جسم غائب دی ، مونږه هڅه کوو چې نور اندامونه یې پېدا کړو چې تر څو یې نور اندامونه نه وي پېدا شوي تر هغې دې  دغه لاس پهٔ خپل خوښه ځان ته خپل نوم کېږدي او که داسې نه شي کولې نو دا کیمشن تجویز ورکوي چې د دغه پېژنګلو پورې دې دغه لاس د پښتون افغان لاس په نامه یادشي ځکه چې قوي ګمان دا دی چې دغه لاس د کوم پېښوري پښتون افغان لاس دی که څه هم مونږ یې قوي شواهد نه لرو خو نورو کیسونو نتایجو کې داسې اندامونه د افغان په شناخت رسیدلي دي “ 

لاس د کیمشن دغه اعاده رد کړې دی او په اپیل کې یې لیکلي دي 

چې زه هلته هم بې شناخته ووم نو باید چې نوی کیمشن دې زما کیس جدي واخلي او ماسره دې زما د اندامونو په کتو کې مرسته اوکړي

خو لا تراوسه یې اپیل پینډینګ دی 

پټرول پمپونو کې بېرو بار کم شوې دی 

او حکومت دا خوښي څرګنده کړې ده چې دې سره به د هوا ککړتیا کمه شي 

د میډیکل سټورنو بابوګانو پرون ماته وې 

څنګه ډاکټر صاحب 

د شوګر ، بلډ پریشر د ناروغانو کچه کمه شوې ده 

عادي مریضان چې به دوا اخستو ته راتلل اوس نه راځي 

ما وې هغوي ژوند تېرول غوښتل 

خو اوسمرګتېروي 

مرګ تېرول د ژوند د تېرولو نه اسان دي .

 

ډاکټر همدرد یوسفزے

-
بېرته شاته